د عقايدو کليات )توحيد او د هغې مرتبې)

اووه ويشتم اصل

د خدای پاک په شتون باندې عقيده لرل د آسمانی شريعتونو تر مينځ يوه مشترکه عقيده ده او له مادي پالو کسانو سره د يو الهی انسان (که هغه د هر يو شريعت منونکے وي) فرق په همدې عقيدې کښې دے.

قرآن کريم د خدای شتون، يو روښانه څيز ګڼي چې دليل ته اړتيا نه لري او په دې کښې هر قسمه شک او ترديد بې ځايه ګڼي لکه څنګه چې فرمايي: أَفِي اللّهِ شَكٌّ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ(ابراهيم / 10) ايا د خدای په هکله شک کوئ چې د ځمکو او آسمانونو جوړوونکے دے؟!

بيا هم قرآن پاک هغو کسانو ته چې غواړي په عقل او فکر او دليل سره خدای وپيژنی او شک او ترديد له زړه لرې کړي؛ څو لارې ښودلي دي. مهمې لارې يې لاندينۍ دي:

1-     په خاصو حالتو کښې انسان ته د يو لوړ او اوچت موجود د شتون احساس کيدل او ورته اړمن کيدل چې دا هماغه د انساني فطرت أواز دے چې هغه د کائناتو خالق ته بلی. قرآن پاک فرمايي: فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا (روم/30) او همدا رنګ فرمايي: فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ(عنکبوت / 65)

کله چې په کشتۍ کښې کښيني (او د درياب په څپو کښې ګير شي) نو په خلوص سره خدای بلی خو کله چې وچې ته نجات بيامومي نو بيا شرک کوي.

2-   په عالم طبيعت او د جهان په څيزونو کښې فکر کولو ته بلنه چې د خدای د شتون روښانه نښه ده او پکښې د خدای د وجود د علم، قدرت او په جهان کښې د حکيمانه تدبير نښانی دي: إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لآيَاتٍ لِّأُوْلِي الألْبَابِ (ال عمران / 190) د آسمانونو او ځمکې په پيدا کولو کښې او د شپې او ورځ په راتللو کښې د هوښيارانو لپاره نښانې دي.

په دې هکله آيتونه زيات دي او مونږ د بيلګې په توګه په همدې بسنه کوو.

روښانه ده چې کومې دوه لارې مو ښودلی دي د خدای د پيژندلو يوازې همدا دوه لارې نه دي بلکې د خدای د پيژندلو لارې ډيرې زياتې دي چې متکلمانو په خپلو کتابونو کښې راوړي دي.

کلیدي کلمې: