د عقائد کليات: د امام عصمت

دوه نو يم اصل:

په تير اصل کښې مو وويل چې امام يو عام مشر نه دے چې يوازې د هيواد په چلولو او د هغه د سرحدونو په ساتلو لګيا وي بلکه له دې پرته نورې ذمه وارۍ هم لري چې هغې ته اشاره وشوه نو دغه لويې ذمه وارۍ ترسره کول لکه د قرآن تفسير، د احکامو بيانول، دخلکو عقيدتی پوښتنو ته ځوابونه ورکول او په عقيده کښې له هر ډول انحرافه مخ نيوے کول، هاله ممکن دي چې پراخ او بې خطا علم ولري او که عام خلک دغه ډول چارې په لاس کښې واخلي نو له خطا او غلطۍ به په امان نه وي.  

البته عصمت له نبوت سره برابر نه دے، کيدے شي يو کس له خطا او ګناه معصوم وي خو پيغمبر او نبی نه وي. د دې څرګنده بيلګه حضرت مريم بي بي ده چې د پيغمبرانو د عصمت په باب کښې مو د هغې د عصمت دليلونه بيان کړل.[1] له دې عقلي څيړنې پرته نور هم داسې دليلونه شته چې د امام په معصوم والي دلالت کوي چې ځينې ترې بيانوو:

1-   د خدای قطعي اراده دا ده چې اهلبيت(ع) له هر ډول ګناهونو پاک کړی لکه چې فرمايي: إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا (احزاب /33) "په تحقيق سره خدای غواړي له تاسو اهلبيتو هر ډول پليتي ليرې کړي او تاسو داسې پاک کړی لکه څنګه چې د پاکيدو حق دے." دا ايت د اهلبيتو(ع) په عصمت باندې داسې دلالت کوي چې د خدای اراده چې کله د اهلبيتو په پاکۍ وشوه نو دا برابره ده له دې سره چې هغوي له هر ډول ګناه نه پاک دي ځکه چې په دې آيت کښې د رجس مطلب هره پليتي ده که روحی وی که په فکر او په عمل کښې وي چې ګناه يې څرګند مصداق دے، او کله چې دا اراده د خاصو کسانو په هکله شوې ده نه د ټول امت لپاره نو له هغه پاکۍ سره فرق لري چې د ټولو په هکله راغلې ده د پاکۍ هغه اراده چې د ټولو مسلمانانو په هکله شوې ده هغه تشريعی اراده[2] ده او کيدےشي د ځينې کسانو د نافرمانۍ په سبب دا اراده تر سره نه شي په داسې حال کښې چې د اهلبيتو په حق کښې اراده تکوينی ده چې هيڅ کله به د هغې په خلاف کار (يعنی په ګناه ککړتيا) ونه شي.

دا خبره هم د پام وړ ده چې د تکوينی ارادې مطلب دا نه دے چې له اهلبيتو(ع) د ګناه کولو اختيار اخستې شوې دے او هغوي بے اختياره شوي دي داسې نه ده لکه څنګه چې د پيغمبرانو عصمت له هغوي د ګناه کولو اختيار نه ختموي همدا راز د امامانو عصمت اراده هم هغوي نه بې اختياره کوي. (د دې تفصيل د عقائدو په کتابونو کښې راغلے دے)

2-     د ثقلينو د حديث په حکم چې فرمايي: انی تارک فيکم الثقلين؛ کتاب الله و عترتی، اهل بيت عليهم السلام له قرآن سره په يو صف کښې راوستي دي يعنی لکه څنګه چې قرآن له هر ډول خطا پاک دے هم دا رنګ اهلبيت(ع) هم له هر رنګ خطا پاک دي. دا مطلب د حديث له اخرۍ برخی راوځي هلته چې فرمايي: الف: ما ان تمسکتم بهما لن تضلوا ابدا، تر څو چې دا دواړه کلک ونيسئ نو هيڅکله به نه ګمراه کيږئ.

ب: انهما لن يفترقا حتی يردا علی الحوض. دا دواړه يو تر بله نه جدا کيږي تر دې چې د حوض په غاړه ماته راورسي.

دا بالکل روښانه ده ځکه چې له کوم څيز سره تمسک کول او د هغې نيول د هدايت سبب کيږي او هيڅ کله هغه له قرانه نه جدا کيږي، نو داسې څيز بايد له هر ډول ګناه او خطا پاک وي.

3-  پيغمبر(ص) خپل اهلبيت(ع) د نوح د کشتۍ غوندې ګڼلي دي او فرمايلي يې دي چې هر څوک چې په دې کشتۍ کښې سپور شو نو د درياب له څپو په امان کښې دے او هر چا چې ورسره مخالفت وکړ نو په درياب کښې غرق شو. اِنّمَا مَثَلُ اَهلِ بيتی فی اُمّتی کَسَفِينةِ نُوحٍ مَن رَکِبها نجیٰ وَ مَن تَخلّفَ عَنها غَرِقَ[3]، دې دليلونو ته په پام سره چې په لنډه توګه بيان شول د اهلبيتو عصمت او له ګناهانو پاکی روښانه ده او نقلی دليلونه يوازې همدا نه دي کوم چې بيان شول بلکې نور هم شته.

سرچینې

[1] . د همدې ليکوال؛ الهيات کتاب 2ټوک146-198 مخونوته مراجعه وکړئ.

[2] . سورۀ مائده 6ايت، و لکن يريد ليطهرکم چې د وضو د آيت په ذيل کښې راغلے دے.

[3] . مستدرک حاکم 2/151؛ خصائص کبری، سيوطی 2/ 266.

کلیدي کلمې: