د عقائد کليات: دولس امامان

درې نويم اصل:  

د امامانو پيژندل له دوو لارو امکان لري.

الف:پيغمبر(ص) د خدای په حکم په جوته، د يو کس امامت بيان کړي؛

ب: تير امام د ورپسې امام، امامت بيان کړي.

د شيعو دولس امامان له دواړو لارو ثابت شوي دي هم پيغمبر(ص) د هغوي امامت بيان کړے دے او هم هر يو امام له ځان نه د وروسته امام، امامت بيان کړے دے په دې هکله يوازې په يو روايت بسنه کوو[1]

پيغمبر(ص) يوازې د علی(ع) په ټاکلو بسنه ونه کړه بلکې يادونه يې وکړه چې له ما وروسته به دولس امامان وي چې دين او اسلام به د هغوي په لاس عزت بيامومي لکه چې فرمايي: لايزال الدين منيعا الی اثنی عشر خليفة، او په بل روايت کښې داسې فرمايي: لايزال الاسلام عزيزا الی اثنی عشر خليفة؛

دا خبره د ويلو ده چې د دولسو امامانو په هکله حديثونه د سنيانو په ډيرو کتابونو او صحاحو کښې هم راغلي دي[2]

او دا منلے شوې خبره ده چې هغه دولس امامان چې د اسلام عزت په هغوي پورې تړلے دے بې د شيعو د دولسو امامانو په بل چا نه تطبيق کيږي، ځکه چې نه د بنی اميه و خليفه ګان د دين د عزت سبب وو او نه عباسی خليفه ګان او نه دا شمير په هغوي صحيح راځي.

د شيعو دولس امامان په دې شان دي:

1.       امام علی ابن ابی طالب،(زوکړه: له بعثته لس کاله وړاندې، شهادت 40 هجری کال) په نجف کښې مدفون دے.

2.       امام حسن بن علی المجتبی (3-50 هجری کال ) د مدينې په بقيع مقبره کښې دفن شوے.

3.       امام حسين بن علی سيدالشهداء (4-61 هجری کال) په کربلا کښې دفن شوے.

4.       امام علی بن الحسين زين العابدين عليه السلام (38-94 هـ . ق) په بقيع کښې دفن شوے.

5.       امام محمد بن علی باقر عليه السلام (57-114 هـ . ق) په بقيع کښې دفن شوے.

6.       امام جعفر بن محمد صادق عليه السلام (83-148 هـ . ق) په بقيع کښې دفن شوے.

7.       امام موسی بن جعفر عليه السلام چې کاظم لقب لري (128-183 هـ . ق) په کاظمين کښې دفن شوے.

8.       امام علی بن موسی الرضا عليه السلام (148-203 هـ . ق) په خراسان، مشهد کښې دفن شوے.

9.       امام محمد بن علی عليه السلام مشهور په جواد (195-220 هـ . ق) په کاظمين کښې دفن شوے.

10.   امام علی بن محمد عليه السلام چې په هادي مشهور و (212-254 هـ . ق) په سامرا کښې دفن شوے.

11.   امام حسن بن علی عليه السلام چې په عسکری مشهور و (232-260 هـ . ق) په سامرا کښې دفن شوے.

12.  امام محمد بن حسن عجل الله تعالی فرجه الشريف چې په حجت او مهدی لقبونو مشهور دے هغه د شيعو دولسم امام و او اوس هم ژوندے او غيب دے تر دې چې يوه ورځ به د خدای په حکم ظهور وکړي او د قرآن د څرګندې وعدې مطابق (په نور سورة 54 ايت او توبه /33 او فتح /28 او صف /9) او هم دا رنګ په متواترو اسلامی حديثونو کښې راغلي دی چې په ټوله نړۍ کښې به اسلام او عدالت خپور کړي[3].

د شيعو د امامانو ژوند ليک د تاريخ په کتابونو کښې په تفصيل سره بيان شوے دے او کله چې پوه شو چې دولسم امام لا تر اوسه ژوندے دے او د امامت مقام لري نو د هغه په هکله ځينې خبرې بيانوو:

څلور نويم اصل

د پيغمبر(ص) له کورنۍ سره مينه له هغو کارونو څخه ده چې قرآن او سنت ورباندې ډير ټينګار کړے دے لکه چې فرمايي: قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى (شوری /23 ) ووايه زۀ له تاسو د خپل رسالت هيڅ بدل نه غواړم خو د اهلبيتو سره مينه. د قربی مطلب د پيغمبر(ص) خپلوان دي ځکه چې غوښتونکے يې په خپله پيغمبر(ص) دے.

د پيغمبر(ص) له کورنۍ سره مينه سره د دې چې په خپل ځای يو لوی کمال دے ورسره ورسره د دې سبب هم کيږي چې انسان له هغوي سره غږ مل شي او د فضيلتونو په لاس راوړلو او د مردودو کارونو په پريښودلو کښې د هغوي پيروي وکړی.

له پيغمبر(ص) څخه په متواترو حديثونو کښې نقل شوي دي چې اهلبيتو سره ملګرتيا د ايمان علامت او هغوي سره دښمني د کفر او نقاق علامت دے. چا چې هغوي سره مينه وکړه نو خدای او رسول سره يې مينه وکړه او چا چې هغوي سره دښمنی وکړه نو خدای او د هغه رسول سره يې دښمنی وکړه.

په اصل کښې د رسالت کورنۍ سره مينه کول د دين له ضرورياتو څخه دي چې پکښې شک او ترديد کول روا نه دي او ټول مسلمانان په دې خبره يوه خلۀ دي بې له هغه کسانو چې په نواصبو مشهور دي او له همدې سببه له اسلامه انکار کوونکي ګڼل کيږي.

دولسم امام، غيبت او ظهور

د هر يو امام په هکله خبرې کول دلته د بحث  د اوږدوالي لامل کیږی کوم څيز چې اشاره ورته ضروري ده دا دے چې په دولسم امام باندې عقيده لرل ضروري دي چې هغه حضرت اوس زمونږ له سترګو پټ دے او د خدای په حکم به يوه ورځ څرګند شي او ټوله نړۍ به له عدل او انصافه ډکه کړي لاندې ځينې مطلبونه په يو څو اصلونو کښې بيانوو.

پينځه نويم اصل

کله چې نړۍ له ظلم اوزياتی ډکه شی په داسې وخت کښې د پيغمبر(ص) له کورنۍ د يو کس څرګنديدل او د عدل حکومت جوړول، په اسلامی عقيدو کښې له منل شويو خبرو څخه دي چې ټول مسلمانان په دې خبره اتفاق لري او په دې هکله نقل شوي روايتونه د تواتر حد ته رسي د څيړاندو او محققينو د شمير مطابق657روايتونه په دې هکله نقل شوي دي چې يوازې د مسند احمد بن حنبل د يوۀ روايت په نقلولو بسنه کوو: پيغمبر(ص) وفرمايل: لَولَم يَبقَ مِنْ الدُنيا اِلاّ يُومٌ واحِدٌ لَطَوَّلَ اللهُ ذلِکَ اليَومُ حَتّی يُخرُجُ رَجُلٌ مِن وُلدي فَيَملاُها عَدلاًو قِسطاً کما مُلِئَت ظُلماً و جوراً [4] که د نړۍ يوازې يوه ورځ عمر پاتې وي نو خدای به هغه ورځ هم دومره اوږده کړي چې يو سړے به زما له اولاده پاڅون وکړي او نړۍ به له عدل او انصافه داسې ډکه کړي لکه څنګه چې له ظلم او زياتی ډکه وه.

شپږ نويم اصل

د هغه نړيوال مصلح ځانګړتياوې د فريقينو په روايتونو کښې داسې بيان شوي دي:

1- د پيغمبر(ص) له اهلبيتو څخه دے-------------------389 روايتونه

2- د اميرالمؤمنين علی(ع) له اولاده دے----------------214 روايتونه

3- د بي بي فاطمه (س) له اولاده دے--------------------192 روايتونه

4- د امام حسين(ع) اولاد په نهمه پوړۍ کښې دے--------148 روايتونه

5- د امام زين العابدين له اولاده دے--------------------185 روايتونه

6- د امام حسن عسکری(ع)له اولاده دے----------------146 روايتونه

7- د اهلبيتو امامانو دولسم امام دے ----------------- 136 روايتونه.
8- هغه روايتونه چې د هغه د پيدا کيدو خبر ورکوي------214 روايتونه

9- د هغه عمر به اوږد وي ------------------------------318 روايتونه

10- هغه به لوی غيبت لري-----------------------------91 روايتونه

11- د هغه په ظهور سره به اسلام په ټوله نړۍ کښې امن راشي----27 روايتونه

12-ځمکه به له عدل او انصافه ډکوي------------------132 روايتونه

دې ته په پام سره د يو داسې نړيوال مصلح راتلل د مسلمانانو په راتلونکي تاريخ کښې د اسلامی روايتونو له نظره يو منلے شوے کار دے او پکښې څه شک نشته، اختلاف يوازې په دې کښې دے چې ايا هغه له موره پيدا شوے دے او اوس ژوندےدے که نه په راتلونکي زمانه کښې به پيدا کيږي؟ شيعه او ځينې د اهلسنتو محققان لومړنے خبره مني اوپه دې باور دي چې هغه حضرت په 255 هجری قمري کال کښې زيږيدلے دےاو اوس هم ژوندےدے خو ځينې اهل سنت وايي چې هغه لا تر اوسه نه دے زيږيدلے او په راتلونکي وخت کښې به دنيا ته راځي.

کله چې مونږ شيعه په دې باور شو چې حضرت په 255 هجری کال کښې زيږيدلے دے نو ضروري ده چې د دې ليکنې د ظرفيت مطابق د هغه د غيبت او د عمر د اوږدوالي په هکله ځينې خبرې وليکو.

اووه نويم اصل

د قرآن له نظره د خدای وليان په دوه ډوله دي يو هغه څرګند وليان چې خلک يې پيژنی او دوم غيب او پټ وليان چې خلک يې نه پيژنی سره ددې چې هغه پټ وليان د دوي تر مينځ دي او د دوي له حاله خبر دي.
1. د کهف په سورت کښې دواړه ډوله په يو ځای بيان شوي دي. يو حضرت موسی بن عمران(ع) دے او دويم د هغه موقت ملګرے چې ورسره د درياب او اوچې په سفر کښې يو ځای شوے دے چې نوم يې خضر(ع) دے. د خدای دا ولي داسې پټ و چې حضرت موسی(ع) ترې هم نه و خبر او يوازې د خدای په ښوونه يې هغه وپيژنده او د هغه له علمه يې ګټه واخسته لکه چې فرمايي: فَوَجَدَا عَبْدًا مِّنْ عِبَادِنَا آتَيْنَاهُ رَحْمَةً مِنْ عِندِنَا وَعَلَّمْنَاهُ مِن لَّدُنَّا عِلْمًا.

قَالَ لَهُ مُوسَى هَلْ أَتَّبِعُكَ عَلَى أَن تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا (کهف/65-66) موسی (د درياب په غاړه) زمونږ له بندګانو يو بنده و موند چې مونږ هغه ته خپل رحمت ورکړے و او له خپل طرفه مو هغه ته يو څه علم ورکړے و موسی هغه ته وويل: آيا اجازت راکوې چې له تا سره شم او ته ماته له خپله علمه څه نه څه رازده کړې؟

 قرآن کريم بيا په تفصيل سره د خدای د دې ولي حال بيانوي. چې له ټولې پښې څرګنده ده چې خلک د خدای دا ولي نه پيژني خو د وجود له برکته يې ګټه اخلی.[5] حضرت ولی عصر (عج) هم د موسی(ع) د ملګري په شان دے خلک يې نه پيژني خو د خلکو د ګټې کارونه کوي نو دې ته په پام سره د امام د غيبت معنی دا نه ده چې هغه له ټولنې جدا دے بلکې لکه څنګه چې د امامانو په روايتونو کښې راغلي دي؛ هغه داسې دے لکه لمر چې د وريځو شاته وي که څه هم سترګې يې نه وينی خو د ځمکې اوسيدونکيو ته ګرمي او رڼا ورکوي.[6]

له دې پرته، په تاريخ کښې، ډېر داسې پاک زړه والا کسان او پارسايان تېر شوي دي چې د هغه د ليدلو سعادت يې تر لاسه کړے دے، هغه حضرت ته رسيدلي دي او له هغه يې ګټه اخستې ده او اخلي، او په دې طريقه نور خلک هم د هغه له وجوده ګټه اخلي.

اته نويم اصل

په انسانانو کښې عام طريقه دا ده چې ځينې کارونه پاچا په خپله کوي او ځينې کارونه د هغه استازي او نمايندګان کوي. دا رښتيا خبره ده چې د امام د غيبت سببونه ډير دي او انسانان نيغ په نيغه هغه ته له رسيدلو محروم دي. خو د خوشحالۍ خبره دا ده چې د هغه له نمايندګانو چې عادل او پرهيزګار عالمان دي، د ګټې اخستلو لاره هميشه خلاصه ده لوي عالمان او مجتهدان په شرعی اوحکومتي کارونو کښې د هغه حضرت نمايندګان او استازي دي او د اسلامي ټولنې چلول د غيبت په زمانه کښې هغوي ته سپارلي شوي دي خو د هغه حضرت د وجود له ټولو آثارو محروميدل د ځينو خاصو شرائطو او حالاتو په سبب دي چې د هغه غيبت ورسره ضروري کيږي.

نهه نويم اصل

د هغه حضرت(عج) غيبت د خدای پاک له رازونو څخه دے او کيدے شی مونږ د هغې په حقيقت خبرنه وو. په تيرو امتونو کښې هم د امت د مشر او رهبر غيبت تير شوے دے.

موسی بن عمرآن څلويښت ورځې له خپل قومه غيب و او په ميقات کښې و (اعراف/142)حضرت عيسی (ع) د خدای په خوښه له خپل امته غيب شو او دښمنان يې په وژلو کښې کامياب نه شو (نساء158)حضرت يونس هم د څه وخت لپاره له خپل امته غيب شو (صافات/140)اصولا کله چې يوه خبره په متواترو حديثونو سره ثابته شي او انسان د هغې له رازه د پوره خبريدو توان نه لري نو پکار نه ده چې په هغې کښې شک وکړی او انکار يې وکړي. ځکه چې په داسې بڼه کښې د اسلام په ډير داسې احکامو چې له ضرورياتو او بديهياتو دي شک پيدا کيدے شي. د امام عصر (عج) غيبت هم له دې قاعدې وتلے نه دےاو د هغې له رازه نه خبريدل د دې سبب نه جوړيږي چې پکښې شک او ترديد وشي او انکار ترې وشي. اودا ويلے شو چې انسان تر خپله فکري توانه د هغې په راز پوهيږي او هغه دا چې:

د خدای دا معصوم او اخرنے حجت د يو لوی ارمان او ايډيال د پوره کولو لپاره (چې په ټولې دنيا کښې د عدل حکومت راوستل او د اسلام د بيرغ رپول دی) ساتلے شوے دے او د دې ارمان پوره کيدل دې خبرې ته اړتيا لري چې ډير وخت دې تير شي او انسانان د عقل او روح له نظره دې خبرې ته تيار شي او انسانان په خپله دهغه حضرت هرکلي ته ورشي. نو که هغه حضرت له داسې وخته وړاندې څرګند شي نولکه د نورو امامانو او انبياؤ به وړاندې له دې چې خپل مقصد ته ورسي،شهيد کړے شي. او دې خبرې ته په روايتونو کښې هم اشاره شوې ده امام باقر(ع) وفرمايل: د حضرت قائم(عج) لپاره له ظهوره وړاندې يو غيبت دے. راوي ترې د دې د سبب پوښتنه وکړه نوويې فرمايل: د دې لپاره چې له مرګه خوندي پاتے شی[7]

له دې ورتير په ځينې روايتونوکښې د خلکو د ازميښت خبره هم شوې ده مطلب يې دا دے چې د غيبت په وخت کښې به خلک په ازميښت کښې وي او هغوي به هاله کاميابيږي چې په خپل ايمان ښه کلک پاتي شي.[8]

يوسل يو اصل

حضرت ولی عصر عجل الله تعالی فرجه الشريف په 255 هجری قمری کښې دنيا ته راغلے دے نو په دې حساب سره اوس(په 1418)کال کښې د هغه حضرت له عمره کابو يووس سوه کاله تيريږي او د دې خبرې منل د خدای قدرت ته په پام سره څه ګران کار نه دے او کوم کسان چې د هغه حضرت دومره لوي عمر مشکل کار ګڼي په حقيقت د خدای له قدرته غافل دي: وَمَا قَدَرُواْ اللّهَ حَقَّ قَدْرِهِ (انعام/91) او له دې ورتير په تير شوي امتونو کښې له دې هم د زيات عمر کسان وو لکه قرآن د حضرت نوح (ع) د رسالت موده نهه سوه پنځوس کاله ګڼی(عنکبوت/14)همدا رنګ په نن وخت کښې د انسانانو علم او سائنس دا کوشش کوي چې د انسانانو د عمر د اوږدوالي مسله هواره کړي او دا خبره د دې دليل دے چې انسان د اوږد عمر توان لري خو ځينې څيزونه داسې دي چې د هغه د عمر د اوږدوالي مخ نيوے کوي. نو په رښتيا کوم خدای چې دا توان لري چې حضرت يونس د ماهي په خيټه کښې تر قيامته ژوندے وساتی (صافات/143/144) نو آيا هغه دا طاقت او قدرت نه لري چې خپل آخرني حجت ته په خپل لطف او کرم سره اوږد عمر ورکړي؟ روښانه ده چې کولے يې شي.

خدای که جهان پاينده دارد    تواند حجتی دا زنده دارد.

هغه خدای چې ټول جهان ژوندے ساتے شي

يــو حــجت ورتـــه هـر ان ژونــدے ساتے شي

يوسل دويم اصل

د هغه حضرت د ظهور او څرګنديدو وخت چاته معلوم نه دے او دا خبره له هغې رازونو څخه ده چې لکه دقيامت يوازې خدای ته يې پته ده نودې ته په پام سره د هغو کسانو خبره منل صحيح نه دي چې وايي مونږ ته د ظهور وخت معلوم دے بلکه هغوي دروغجن دي (کَذِبَالوقاتون)

که د هغه حضرت د ظهور د دقيق تاريخ له ټاکلو ورتيرشو، نو بايد ووايو چې په روايتونو کښې د هغه حضرت د ظهور لپاره کلي ځينې نښې بيان شوي دي چې هغه هم په دوه ډوله دي حتمې اوغير حتمي نښانې چې د دې تفصيل د عقايدو په کتابونو کښې راغلے دے.

سرچینې

[1] . له نورو روايتونو د خبريدلو لپاره د حديث کتابونو لکه اصول کافی، کفايةالاثر، اثباة الهداة منتخب الاثر وغيره ته رجوع وکړئ.

[2] . صحيح بخاری، 9/ 81،دالاستخلاف باب؛ صحيح مسلم، 6/ 3 کتاب الاماره؛ مستند احمد،5/ 86. او 108مخونه، مستدرک حکم، 3/ 18.

[3] . دځينو امامانو د زوکړے او شهادت په تاريخونو کښې اختلاف دے چې مونږ تدې يو خوښ کړےدے او پهدې هم پوهيږو چې هغه ټول په ظلم سره شهيدان شوي دي چې په تاريخ کښې په تفصيل سره بيان شوي دي .

[4] . مسند احمدبن حنبل 1/ 99 او 3/ 17 او 70مخ.

[5] . سورة کهف، 71-82 ايتونه.

[6] . کمال الدين، شيخ طوسی، 45باب، 4حديث 485مخ.

[7] . کمال الدين، شيخ صدوق، 14 باب،8،9،10، حديثونه.

[8] . مجلسی، بحار الانوار،52/102، 113، 114، د التمحيص والنهی عن التوقيت باب.

کلیدي کلمې: