د عقائدو کليات: د پيغمبرانو د پيژندلو لارې

شپږ پنځوسم اصل

د انسان فطرت دا دے چې يو څيز هم بې دليله نه قبلوي او هر چا چې بې دليله يوه ادعا قبوله کړه هغه د خپل فطرت خلاف کار کړے دے. د نبوت ادعا هغه تر ټولو لويه ادعا ده چې يو انسان يې کولے شي نو بايد د داسې لويې دعوې لپاره مطمئنوونکے دليل هم ولری دا دليل له لاندينيو دريو دليلونو څخه يو کيدے شي.

الف: تير پيغمبر چې نبوت يې په دليلونو سره ثابت دے د راتلونکے پيغمبر په راتلوو ټينګار وکړي لکه څنګه چې حضرت عيسیٰ(ع) زمونږ د پيغمبر (ص) نبوت جوت کړے او زيرے يې ورکړے دے.[2]

ب: بيلا بيلې قرينې د هغه د ادعا ريښتياوالے بيان کړي دا قرينې بايد د هغه په ژوند، دعوت، او په هغه کسانو کښې چې په هغه يې ايمان راوړے دے او همدارنګ د هغه د دعوت او بلنې په طريقې کښې ولټوو. نن سبا د دنيا په محکمو کښې د حق او باطل او د مجرم او بې ګناه پيژندګلو په همدې طريقه کيږي. او د اسلام په لومړيو کښې هم د پيغمبر(ص) د رښتياوالی د څرګندولو لپاره له همدې طريقې کار اخستل شوے دے.[3]

  ج: د معجزې راوړل: يعنی د نبوت له دعوې سره سره بايد يو داسې کار هم وکړي چې نور خلک يې نه شي کولے او خلکو ته د مقابلې بلنه هم ورکړي او دا خارق العاده کار بايد د هغه له ادعا سره غږمله هم وي.

لومړنے دوه لاری عامې نه دي (يعنی د ټولو پيغمبرانو لپاره نه دي) خو دا دريمه لار د ټولو لپاره ده او د نبوت په تاريخ کښې، انسانانو د نبوت ثابتولو لپاره له همدې لارې کار اخستے دے او پيغمبران هم د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره همدا لار په کار راوستې ده.  

اووه پنځو سم اصل

دَ معجزې او د َنبوت دعوې دَ رښتياوالي تر مينځ يوه منطقی رابطه موجوده ده ځکه چې که معجزه راوړونکے په خپلې دعوې کښې رښتونے وي نو مطلب يې ثابتيږي او که دورغجن وي نو له خدای سره چې د خپل مخلوق هدايت غواړي نه ګمراهوی، دا نه ښايي چي داسي طاقت يو دروغجن سړي ته ورکړی ځکه چې کله خلق له هغه سره داسې طاقت وويني نو په هغه ايمان راوړي او دَ هغه په خبرو عمل کوي نو که هغه په خپلې دعوې کښې دروغجن وي نو خلک هم ګمراه کوي او دا خبره دَ خدای له عدل او حکمت سره ټکره لري دا مسئله دَ عقلی حُسن او قُبح له نتيجو څخه ده چې په تيرو ځايونو کښې يې بحث وشو.

 

اته پنځو سم اصل

د يو خارق العاده کار (داسې کار چې نور څوک يي نه شي کولے) کول چې د نبوت له ادعا سره غږمله وي معجزه وايي. خو که يو خارق العاده کار يوښه انسان وکړي خو دَ نبوت دعویٰ ورسره نه وي نو هغی ته (کرامت ) ويل کيږي او دَ دې خبرې دليل چې له پيغمبرانو پرته نور نيک خلک هم خارق العاده کار کولے شي يو په قرآن کښې دَ حضرت مريم(س) لپاره دَ مائده (خوراک ميوې) نازليدل دي او دويم د حضرت آصف برخيا (چې د سليمان عليه السلام له ملګرو څخه ؤ) په يوه لحظه کښی دَ يمن نه فلسطين ته دَ ملکۀ سبا د تخت راوړل ؤو چې په قرآن مجيد کښې دَ دواړو ذکر راغلے دے دَ بي بي مريم په هکله فرمايي كُلَّمَا دَخَلَ عَلَيْهَا زَكَرِيَّا الْمِحْرَابَ وَجَدَ عِندَهَا رِزْقاً (آل عمران / 37 )کله به چې زکريا د هغې محراب ته ورغلو نو له هغې سره به يې رزق (خواړه) بيا مونده نو ويل به يې اے مريم دا هر څه تا ته له کومه راځی؟ مريم به ويل دا دَ خدي له طرفه

دَ بلقيس دَ تخت په هکله فرمايي: قَالَ الَّذِي عِندَهُ عِلْمٌ مِّنَ الْكِتَابِ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَن يَرْتَدَّ إِلَيْكَ طَرْفُكَ (نمل /40) هغه کس چې ورسره دَ کتاب لږ شان علم ؤ وويل زۀ به هغه تا ته وړاندې له دې چې سترګو له رَپ ورکړے، راوړم.

 

نهه پنځوسم اصل

معجزه له نورو خارق العاده کارونو سره لانديني توپيرونه لري:

الف: له چا زده کړې نه کول: دَ معجزې راوړونکے بې له دې چې کومه زده کړه او تعليم حاصل کړي معجزه کوي حال دا چې نور خارق العاده کارونه د مخکښې زده کړې او تعليم له مخې کيږي د عمران زوی موسیٰ عليه السلام دَ ځوانۍ له تيرولو وروسته مصر ته روان شو په نيمه لاره کښې ورته نبوت او رسالت ورکړےشو او حکم ورته وشو چې اے موسیٰ خپله امسا دې وغورځوه او کله يې چې وغورځوله نو دَ هغې نه ښامار جوړ شو چې موسیٰ ترې پخپله هم وويريده همدارنګ موسیٰ ته حکم وشو خپل لاس له ترخګه راوباسه چې کله يې راوباسه نو له هغی يو نور وځليده چې دَ خلکو سترګې يې وبريښولې[4] خو د سليمان دَ وخت دَ جادو ګرانو په هکله فرمايي يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ... فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِ (بقره /102)

دوي به خلکو ته جادو ورزده کاوه او خلکو به هم له هغو (دوو پرښتو) داسې زده کړه کوله چې دَ هغې په سبب به يې دَ ښځې او ميړه تر مينځ بيلتون راوسته.

ب: مقابله ورسره نه شي کيدے ځکه چې معجزه دَ خدايی پاک له نه ختميدونکي قدرت څخه سرچينه اخلي له همدې وجې ورسره څوک مقابله نه شي کولےحال دا چې جادو او سحر او دَ دې غوندې نور کارونه لکه دَ مرتاضانو کارونه له دې امله چې د انسان کار دے نو ورسره مقابله کيدے شي او نور کسان هم د هغې په شان کولے شي

ج: د محدوديت نه لرل، يعنی دَ پيغمبرانو معجزې څه حد نه لري او دومره ډېرې او رنګارنګ دي چې دَ هغوي ترمينځ يو مشترک شے نه شي پيدا کيدے مثلا دَ امسا غورځول او ښامار ترې جوړيدل يو څه دي او د لاس راويستل او پړقيدل بل څه همدارنګ د امسا وهلو سره د چينو راوتل بل څه دي او په امسا سره دَ درياب چاودل بل څه. دَ حضرت عيسی (ع) په هکله هم داسې لولو چې له خټو به يې مارغه جوړوه بيا به يې په هغې کښې پوکل او د خدای په حکم به هغه ژوندے کيده له دې ورتير په ړوند سړي او دَ برګي په مريض به يې لاس راښکه نو هغوي به روغ شو يا به يې مړي ژوندی کول او په کور کښی د دننه سامان په هکله به يې خبر ورکاوه.

د: دَ معجزے راوړونکے يا دَ کرامت کوونکے له جادوګرانو سره هم دَ مقصد له مخې او هم له روحي نظره ډير توپير لري لومړنے ټولے لوي مقصدونه لري حال دا چې دويم ټولے د دې دنيا غرضي دي او له همدې وجې د هغوي روحيات او اخلاق هم سره فرق لري.

سرچینې

[2]- د صف سورت /  6 أيت

3- د روم بادشاه په همدې طريقه د پيغمبر (ص) پيغمبرۍ ته رسيدلے ؤ. تاريخ طبری د شپيږم هجري کال پيښې. 3/ 240[3]

[4] . قصص 32 – 31 ایتونه.

کلیدي کلمې: