د عقائدو کليات: د خدای عدل

څلور څلويښتم اصل

ټول مسلمانان خدای عادل ګڼي او عدل د خدای له جمالی صفتونو څخه يو صفت دے او د دې عقيدې بنياد دا ده چې قرآن هر ډول ظلم له خدايه منفی کړے دے او د ((قائم بالقسط)) په توګه ياد شوے دے لکه چې فرمايي: إِنَّ اللّهَ لاَ يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ (نساء/40) خدای د يوې ذرې هومره هم ظلم نه کوي او همدا رنګ فرمايي: إِنَّ اللّهَ لاَ يَظْلِمُ النَّاسَ شَيْئًا (يونس/44) خدای هيڅ کله په خلکو ظلم نه کوي.

او همدا رنګ فرمايي: شَهِدَ اللّهُ أَنَّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُوْلُواْ الْعِلْمِ قَآئِمَاً بِالْقِسْطِ (أل عمران/18) خداي، پرښتی او د علم خاوندان ګواهې ورکوي چې بې له هغه بل خدای نشته او هغه قائم بالقسط دے (يعنی په عدالت ولاړ دے) له آيتونو پرته عقل هم د خدای په عدالت باندې روښانه ګواهې ورکوي ځکه چې عدل کمالی صفت دے او ظلم د نيمګړتيا، او د انسان عقل وايي چې خدای ټول کمالونه لري او له هر عيب او نقصه پاک دے هم د ذات په مقام کښې، هم د فعل په مقام کښې.

په اصل کښې ظلم له لانديينيو سببونو څخه د يو لامل معلول دے:

1.      کوونکے يې د ظلم له بدۍ خبر نه وي (بې خبري) ؛

2.      کوونکے د ظلم له بدۍ خبر وي خو د عدل کولو توان نه لري او يا ظلم ته اړمن وي (عجز و نياز)؛

3.     کوونکے د ظلم له بدۍ خبر وي او عدل هم کولے شي خو له دې امله چې يو حکيم او پوه کس نه دے نو ځکه د ظلم کولو څخه ډډه نه کوي (جهل او کم عقلي)

څرګنده خبره ده چې له لاندينيو صفتونو څخه يوه صفت هم په خدای کښې نشته له همدې وجې د خدای ټول کارونه عقل سره سم او په عدالت سره دي.

دا دليل د پيغمبر(ص) په روايت کښې راغلے دے[1] شيخ صدوق داسي روايتوي: يو يهودي پيغمبر(ص) ته راغلو او څو پوښتنې يې وکړې چې يوه پوښتنه ترې همدا د خدای د عدل په هکله وه نو پيغمبر(ص) ورته د ظلم نه کولو سبب داسې بيان کړ: لعلمه بقبحه و استغناءه عنه، خدای پاک کله چې د ګناه په بدۍ خبر دے او ورته اړمن هم نه دے نو هيڅ کله ظلم نه کوي.[2]

عدليه (د شيعه ؤ) متکلمانو هم د خدای د عدل په بحث کښې همدا دليل راوړے دے[3] دې آيتونو ته په پام سره ټول مسلمانان د خدای د عدالت په هکله يو نظر لري خو د خدای د عدالت په تفسير کښې اختلاف لري او له دې لاندينيو دو نظرونو څخه يې يو نظر خپل کړے دے:

الف: د انسان عقل د کارونو په ښه والي او بد والي پوهيږي، ښه کار د انسان کمال ګڼل کيږي او بد کار د هغه نقص، او خدای پاک چې کله ذاتا د ټولو کمالونو لرونکے دے نو له همدې وجې د هغه کار کامل او خوښ شوے دے.

د دې ټکي يادول ضروري دي چې عقل هيڅ کله د خدای په هکله څه حکم نه ورکوي او دا نه وايې چې خدای بايد عادل وي بلکه د عقل کار د خدای د فعل د واقعيت کشف کول دي يعنی کله چې دې ته پام وشی چې خدای کمال مطلق دے او له هر ډول نقصه پاک دے نو دې ته رسو چې د هغه کار به هم د کمال په أخري درجه کښې وي او له نقصه پاک وي؛ او نتيجه دا کيږي چې له خپلو بندګانو سره به په عدالت سره چلند کوي. د قرآن چې کوم آيتونه ذکر شو هغه هم په حقيقت کښې د هغه څه تائيد کوي چې انسان ورته په عقل سره رسيږي او دا هماغه مسله ده چې د کلام په علم کښې ورته ((حسن و قبح عقلي)) ويل کيږي او د دې نظريې منونکيو ته ((عدليه)) ويل کيږي چې تر ټولو وړاندې پکښې اماميه ((شيعه)) دي.

ب: د دې نظريې په مقابله کښې يوه بله نظريه ده چې ادعا لري چې د انسان عقل د کار په ښه والي يا بدوالي نه پوهيږي حتی په کلي حسن او قبح هم نه پوهيږي او د ښو او بدو د پيژندلو يوازينۍ لاره د خدای وحي ده، چې خدای د کوم څيز د کولو حکم وکړي هغه ښه او حسن دے او له کوم څه چې مو منعې کړي هغه بد او قبيح دے. د دې نظريې په اساس که خدای حکم وکړي چې يو بې ګناه سړے دې دوزخ ته واچول شي او يا دې يو ګناهکار جنت ته بوتلل شي، نو دا عدل دے! دا ټولے وايې چې که مونږ خدای ته عادل وايو نو سبب يې يوازې دا دے چې په آسماني کتاب کښې دا رنګ صفت راغلے دے.

پينځه څلويښتم اصل

دې ته پام سره چې د عقلی حسن او قبح مسله زمونږ د شيعه ؤ د ډيرو عقيدو اساس او بنسټ دے نو لاندې په لنډه توګه د دې له ډيرو دليلونو څخه دوه دليلونه بيانوو:

الف: هر انسان چې د هر دين منونکے وي او د دنيا په هر ځاي کښې وي د عدل ښه والے او د ظلم بدوالے پيژني او همدا راز د وعدې د پوره کولو په ښه والي او د وعدې د خلاف ورزۍ په بدوالي پوهيږي. انسانی تاريخ په دې ګواه دے او تر اوسه داسې نه دي پيدا شوي چې يو عاقل انسان له دې خبرو انکار وکړی.

ب: که چرې داسې ووايو چې عقل د کارونو د حسن او قبح (ښه والي او بدوالي) د پيژندلو توان نه لري او انسان بايد د حسن او قبح د پيژندلو لپاره شرعې ته رجوع وکړي نو خامخا بايد ومنو چې شرعي حسن او قبح هم د ثابتيدو قابل نه دي. ځکه چې که فرض کړو شارع (خدای) د يو کار له ښه والي يا بد والي مونږ خبر کړي نو مونږ بيا هم له دې خبره د هغې کار حسن و قبح ته نه شو رسيدلې تر څو چې مونږ د هغه په خبرو کښې د دروغو احتمال ورکوو مګر يوازي هغه وخت چې اول مو د دروغو بدوالے پيژندلے وي او منلے مو وي چې شارع له دې بد صفته پاک دے او دا خبره چې شارع (خدای) دا بد صفت نه لري بې له عقله په بله طريقه نه ثابتيږي.[4]

له دې ورتيره د قرآن له آيتونو ثابتيږي چې د انسان عقل د ځينو څيزونو د حسن او قبح پيژندلو توان لري له همدې وجې خدای پاک د هغوي عقل پري کړې (فيصلې) ته بلي، لکه چې فرمايې: أَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِينَ كَالْمُجْرِمِينَ

مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ (قلم/35-36) آيا اطاعت او پيروي کوونکي (مسلمانان) به مشرکانو سره يو شان ګرځوو؟ په تاسو څه شوي دي، څنګه پرې کړه کوئ؟!

  او همدا رنګ فرمايې: هَلْ جَزَاء الْإِحْسَانِ إِلَّا الْإِحْسَانُ (الرحمن60/) آيا د نيکی بدله بې له نيکی بل څه ده؟

دلته يوه پوښتنه کيږي چې د هغې ځواب ضروري ګڼو: خدای پاک په قرآن مجيد کښې فرمايې: لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ (انبياء/23) خدای چې کوم کار کوي د هغې په هکله ترې پوښتنه نه کيږي او د هغوي (انسانانو) نه به پوښتنه کيږي، اوس دا پوښتنه کيږي چې خدای ځان له دې نه اوچت ګڼي چې پوښتنه ترې وشي له همدې وجې کوم کار چې هغه وکړي نو له هغه څوک پوښتنه نه شي کولے حال دا چې که حسن او قبح عقلی ومنو نو که خدای بيا يو بد کار وکړي نو بيا ترې پوښتنه کيدې شي چې ولې دې دا کار وکړ؟

ځواب: د دې سبب دا دے چې هغه حکيم دے د حکمت او عقل خاوند دے نو هغه هيڅ کله ناروا او قبيح کار نه کوي او کله چې حکيم شو نو لازمه يې دا ده چې کار به يې حسن او ښه وي نو له همدې وجې له پوښتنې لپاره څه ځای نه پاتې کيږي.

 

شپږڅلويښتم اصل

د خدای عدالت په تکوين او تشريع او بدله ورکولو کښې بيلا بيلې څرګندونې (تجليات) لري، چې لاندې د هر يو تفصيل بيانوو.

الف: تکويني عدل: خدای پاک هر يو موجود ته څه ورکوي چې ورسره ښايې او توان يې لري، او د پيدايښت او مقام ورکولو په وخت د هيچا قابليت او استعداد نه هيروي. قرآن پاک فرمايې رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى (طه/55) زمونږ پروردګار هغه څوک دے چې هر يو څيز (د) وجود (اړتياوې) يې غه ته ورکړي دي او هغه ته هدايت کوي.

ب: تشريعی عدل: انسان کله چې معنوي کمالاتو ته د رسيدلو توان لري نو خدای هغه د پيغمبرانو او دينی قانونونو د راليږلو په وسيله هدايتوي او همدا رنګ انسان ته د هغه له توانه زيات تکليف نه ورکوي لکه چې فرمايې: إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ وَإِيتَاء ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ(نحل/90) خدای د عدل کولو او احسان کولو او خپلوانو ته(د حق) ورکولو حکم کوي او له فحشاء او ناروا (کارونو) او ظلمه منعې کوي تاسو ته پند درکوي ښايې چې پام ورته وکړئ. کله چې عدل او احسان او خپلوانو سره ښيګړه کول د انسان لپاره د کمال سبب کيږي نو دا کارونه يې واجب کړي دي او هغه نور درې کارونه چې د انسان د غورځيدو سبب کيږي نو له هغې يې نهي کړي ده. همدا رنګ په دې هکله چې د خدای تکليف ورکول د انسان له توانه زيات نه وي فرمايې: وَلَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا (مؤمنون/62) خداې يو انسان ته هم له هغه توانه زيات تکليف نه ورکوي.

ج: د بدلې ورکولو عدل: خدای هيڅ کله مؤمن او کافر يا ښه او بد سړي ته د بدلې له نظره يو شان نه ګوري. له همدې وجې تر ﻻڅو چې يې خپل پيغام د پيغمبرانو په وسيله انسانانو ته نه وي رسولے او اتمام حجت يې پرې نه وي کړے هيڅ کله هغوي ته سزا نه ورکوي لکه چې فرمايې: مَا كُنَّا مُعَذِّبِينَ حَتَّى نَبْعَثَ رَسُولاً(اسراء15) تر څو چې مو پيغمبر نه وي ليږلے هيڅ کله عذاب نه ورکوو.

او همدا رنګ فرمايي: وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا (انبياء/47) د قيامت په ورځې به د عدل تلې لږوو نو هيچا سره به هيڅ زياتې نه کيږي.

 

اووه څلويښتم اصل

خدای انسان پيدا کړ او هغه د پيداکيدو څه مقصد شته د انسانانو د پيداکيدو مطلب او مقصد هماغه انسانی کمال ته رسيدل دي چې د خدای د عبادت او بندګۍ په سبب دې ځای ته راورسيږي. کله چې دې مقصد ته رسيدل ځينې مقدماتو ته اړمن وي چې خدای يې بايد وکړي نو خدای ضرور هغه مقدمات پوره کوي او که داسې نه وي نو د انسان پيدايښت بې مقصده پاتې کيږي. له همدې وجې يې د انسانانو د هدايت لپاره پيغمبران راليږلې دي او خپلې نښانې او معجزې يې هغوي ته ورکړي دي همدا رنګ ښه کارونو او اطاعت ته د بللو لپاره او له بدو منعې کولو لپاره يې په خپل پيغام (قرأن او حديث) کښې ښی يا بدې وعدې ورکري دي.

کوم څه چې بيان شول دا د عدليه په کلام کښې د ((لطف د قاعدې)) يو لنډيز ؤ چې دا قاعده په خپله د حسن او قبح د قاعدې لاندې ګڼلې شوې ده چې د ډيرو اعتقادي مسلو بنياد او ښټ دے.

 

 سرچینې

۱- د شيخ صدوق د توحيد کتاب، د ماشومانو باب، د 13 حديث لاندې (397-398مخونه)

۲- د جمعې د ورځې په دعا کښې راغلي دي ((انما يجعل من يخاف الفوت و انما يحتاج الظلم الضعبف

۳- کشف المراد، 305 مخ.

۴- په تجريد الاعتقاد کتاب کښې د محقق طوسي لاندينې عبارت همدا دليل بيانوي ((ولانقضائهما مطلقا لو ثبتا شرعا)) که د حسن و قبح ثابتولو لار يوازې شرعه وي نو حسن و قبح بيا نه شرعا ثابتيږي او نه عقلا.

 

کلیدي کلمې: