د عقائدو کليات: دَ پيغمبرانو عصمت (له ګناهونو پاکي)

دوه شپيتم اصل

 عصمت دَ خونديتوب په معنیٰ دے او دَ نبوت په برخه کښې لاندينۍ مرتبې لري.

الف: دَ وحي دَ اخستلو په وخت عصمت يعنی دَ وحي ساتلو رسول

ب: له ګناه عصمت

ج: په وګړنيزو او ټولنيزو چارو کښې له خطا عصمت

په لومړۍ مرحله کښې دَ پيغمبرانو عصمت ټول مني ځکه چې په دې مرحلې کښې هر ډول خطا دَخلکو باور له منځه وړي اوبيا دَ پيغمبرانو په خبرو څه اعتبار او باور نه پاتې کيږي او د َنبوت هدف او مقصد خرابيږي له دې ور تير قرآن کريم هم فرمايي مونږ پيغمبر دَ خپل نظر لاندې ساتو چې وحي ورته په صحيح صورت کښې ورسيږي لکه چې فرمايي: عَالِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا إِلَّا مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا لِيَعْلَمَ أَن قَدْ أَبْلَغُوا رِسَالَاتِ رَبِّهِمْ وَأَحَاطَ بِمَا لَدَيْهِمْ وَأَحْصَى كُلَّ شَيْءٍ عَدَدًا (جن/26_28) هغه له غيبو خبر دے او دَ غيبو حقيقتونه چا ته نه ښيي مګر هغه چاته چې له رسولانو په شان يې خوښ وي نو دَ هغه دَ حفاظت لپاره دَ هغې نه مخکښې او دَ هغه نه وروسته ساتونکې ګماري چې پوه شي چې هغوي دَ خپل پرورد ګار پيغامونه رسولې دي او خدای په هغه څه احاطه لري چې له هغوی سره دي او ټول څيزونه پې شميرلې دي

په دې آيت کښې دَ وحي دَ ساتلو لپاره دوه ډوله ساتندويي ذکر شوي دي.

الف: هغه پرښتې چې پيغمبران له هرې خوا ساتي.

ب: هغه خدای چې په پيغمبرانو او په پرښتو هم احاطه لري دَ دې حفاظت علت هم دا دے چې دَ نبوت مقصد ترلاسه شی او هغه دا چې دَ خدای وحي انسان ته په صحيح طريقه ورسيږي.

 درې شپيتم اصل

 پيغمبران په شرعی حکمونو عمل کولو کښې له هر ډول ګناه پاک دي او دَ پيغمبرانو دَ راليږلو مقصد هاله پوره کيږی چې کله هغوي دغه ډول خونديتوب ولري ځکه چې که هغوي په احکامو باندې په خپله صحيح عمل نه کوي او نورو ته يې ښيي نو دَ هغوي په رښتيا والی باور نه شی کيدې او دَ نبوت مطلب نه پوره کيږي محقق طوسی په خپل لنډ بيان کښې دا دليل داسې بيانوي: وَ يَجِبُ فی النَبيٌ العَصمةُ ليحصُلَ الوُ ثُوقُ فَيَحصُلَ الغَرَضُ! عصمت د پيغمبرانو لپاره ضروری دے دَ دې لپاره چې دَ هغوي په خبرو باور حاصل شي او دَ نبوت مطلب پوره شي دَ پيغمبرانو له ګناهونو نه عصمت په بيلا بيلو آيتونو کښې قرآن مجيد تائيد کړے دے چې ځينو آيتونو ته يې اشاره کوو.

الف: قرآن، پيغمبران دَ خدای له لورې هدايت شوي او خوښ کړے شوي ګڼي وَاجْتَبَيْنَاهُمْ وَهَدَيْنَاهُمْ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ (اِنعام/87 )

ب: قرآن يادونه کوي چې خدای څوک هدايت کړي نو هغه څوک نه شی ګمراه کولے وَمَن يَهْدِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن مُّضِلٍّ(زمر/37)

ج: معصيت او ګناه ضلالت او ګمراهي ګڼی: وَلَقَدْ أَضَلَّ مِنكُمْ جِبِلًّا كَثِيرًا (يٰس/62) له دې ټولو آيتونو دا خبره په لاس راځي چې پيغمبران له هر ډول ګناهونو پاک دي له دې پرته هغه عقلی دليل چې دَ پيغمبرانو دَ عصمت په لازم والي مو راوړ هغه دَ پيغمبرانو له بعثته وړاندې عصمت ثابتوي ځکه چې که يو انسان دَ خپل عمر يوه برخه په ګناهونو او ګمراهۍ کښې تيره کړي او بيا دَ هدايت بيرغ په لاس کښې واخلی نو خلق ورباندې دومره باور نه کوي خو کوم کس چې د َژوند دَ اول نه له ګناهونو پاک وي او خلک يې په پاکۍ پيژني او خوښوي يې نو خلک ورباندې باور کوي پردې سربېره که يو کس د پيغمبرۍ د اعلان نه وړاندې ګناهکار وي نو بيا ځينی هغه کسان چې د رسالت مخالفان او غرضي خلک دي هغوي د تير عمر د ګناهونو او بدو کارونو په يادولو سره د پيغمبر شخصيت او د هغه پيغام خرابولےشي. په داسې چاپيريال کښې يوازې هغه انسان چې د عمر په زياته برخه کښې د صداقت او پاکۍ له امله "محـمد امين" لقب اخستے وي په خپل ځلانده شخصيت سره د دښمن د ناوړه تبليغاتو پردې ليرې کولے او په خپل استقامت سره د جهالت تياره فضا رڼا کولے شي. له دې ورتير دا يوه منلې شوې خبره ده چې کوم انسان هم له بعثته وړاندې له ګناه پاک وي او هم ورسته تر هغے انسانه ښه او کامل دے کوم چې يواز ې له بعثته وروسته له ګناهونو پاک وي. او د هغے د هدايت اثر به هم ډير وي او د خدای د حکمت تقاضا دا ده چې هغه کامل او ښه انسان د خلکو د هدايت لپاره خوښ کړي.

څلور شپيتم اصل

پيغمبران له ګناهونو د عصمت پر لرلو سربېره په لاندينيو مواردو کښې هم له خطا خوندي وو.

الف:په اختلافاتو کښې قضاوت: پيغمبرانو ته د خداي له طرفه حکم ؤ چې د قضاوت د قانون مطابق وکړي، يعنی د دعویٰ کوونکي نه ګواه وغواړي او که له دعوی کوونکي سره ګواه نه ؤ نو له منکره قسم وغواړي او هيڅ کله يې له دې طريقې سره محالفت نه دے کړے. خو ممکنه ده چې ګواه يا قصداً يا په غلطۍ سره د شوي کار په خلاف ګواهي ورکړي يا په دروغه قسم وخوري نو په نتيجه کښې يې فيصله صحيح نه وي دا رنګ فيصله عصمت ته څه زيان نه رسوي ځکه چې هغه ته دا حکم دے چې د قضاوت د قاعدې مطابق حکم وکړي او کله چې د دۀ حکم د حقيقت په خلاف وي نو هغه د خپل حکم د غلطۍ نه خبر دے، که څه هم د ټولينزو مصلحتونو له مخې د هغې مطابق د عمل حکم ورته نشته.

ب: د ديني احکامو د موضوعاتو تشخيص ورکول مثلاً پلانکے څيز شراب دي که نه.

ج: ټولنيزې مسئلې او د کارونو د مصلحت يا مفسدې پيژندل.

 د: د ژوند عامې مسئلې

 - په دې څلورو ځايونو کښې د هغوی د پاکۍ دليل دا دے چې د زياترو خلکو په ذهن کښې په داسې مسئلو کښې خطا کول په دينی احکامو کښې خطاکول دي. نو نتيجه دا شوه چې په دا رنګ مسئلو کښې خطاکول په پيغمبر باندې د خلکو باور خرابوي او اخر دا چې د پيغمبر د راليږلو هدف ورسره خرابيږي. سره د دې چې په لومړنيو دوو کښې د پيغمبرانو د عصمت لازموالے تر اخرني مورده زيات روښانه دے.

پينځه شپيتم اصل

د عصمت له مرتبو څخه يوه رتبه دا ده چې په پيغمبرانو کښې داسې څيزونه نه وي چې خلک ترې لرې وتښتي. ټول په دې خبره پوهيږو چې ځينې داسې بدنی ناروغۍ دي يا داسې روحي عادتونه دي چې انسان ورسره سپک او بې ارزښته کيږي او خلک ترې نفرت کوي نو ضروري ده چې پيغمبران له داسې بدنې ناروغيو پاک وي ځکه له هغه د خلکو نفرت کول او تښتيدل د رسالت او نبوت له مقصد سره سمون نه خوري. همدا رنګ دا خبره د يادونې ده چې دلته د عقل حکم د يو واقعيت څرګندونه کوي او هغه دا چې کله مونږ دا ووايو چې خدای حکيم دے نو د حکمت غوښتنه يې دا ده چې پيغمبران بايد له داسې عيبونو او ناروغيو پاک او سالم وي.[7]

شپږشپيتم اصل:

د عقل پرېکنده حکم او د قرآن څرګنده فيصله مو د پيغمبرانو د عصمت د لازموالي په باب واوريدۀ خو په دې هکله ځينې آيتونه په لومړني نظر کښې له پيغمبرانو د ګناه د کيدو ښوونه کوي (لکه د حضرت ادم په هکله آيتونه او داسې نور) نو د دغو آيتونو په هکله څه ځواب موجود دے؟. په ځواب کښې بايد دې ته پام وکړو چې دا خو منلې شوې خبره ده چې په قرآن کښې تناقض او ټکره نشته نو بايد هغې قرينو ته پام وکړو چې په خپله په دغه آيتونو کښې موجودې دي او صحيح معنی ترې واخلو او په دې ځای کښې په ابتدايي نظر سره هيڅ کله هم فيصله نه شو کولے له نيکه مرغه شيعه تفسير کوونکيو او متکلمانو د دغو آيتونو ښه تفسير کړے دے او حتی ځينو په دا رنګ آيتونو باندې جدا کتابونه هم ليکلي دي. دلته د کتاب د وړوکوالي په سبب مونږ هغه ټول آيتونه جدا جدا نه شو راوړلے او تاسو کولے شئ په دې هکله اړوندو کتابونو ته مراجعه وکړئ.[8]

اووه شپيتم اصل

د عصمت عامل او سرچينه دوه څيزونه دي:

الف: پيغمبران (او د خداي خاص اولياء) د فطري معرفت او پيژندلو په يوه ډير لوړه مرتبه کښې دي چې هيڅ کله د خدای رضا په بل څه نه بدلوي. په نورو ټکو به دا ووايو چې د خدای د جمال او جلال او د لوړ مقام پيژندلو هغوي له دې منعې کوي چې بل څه ته پام وکړي او د خداي له رضا پرته په بل فکر کښې شي او د معرفت او شناخت دا مرتبه هماغه ده چې اميرالمومنين فرمايی: مَا رأيتُ شيأً اِلا و رأيتُ اللهَ قَبلَهُ و بَعده و مَعَهُ؛ زه هيڅ شے نه وينم مګر دا چې خدای ترې وړاندې ورسته او ورسره ګورم او امام صادق(ع) هم فرمايي: وَلٰکِنّی أعبده حباً له و تلک عبادة الکرام[9]؛ زه خدای سره د دوستۍ په سبب د هغه عبادت کوم هو! دا دے د بزرګانو عبادت.

ب: د اطاعت له ښو نتيجو او د معصيت او ګناه له بدو پایلو د پيغمبرانو پوره پوره خبريدل د دې سبب کيږي چې د خداي نافرماني ونه کړي البته بشپړه او هر اړخيز عصمت او پاکي د خدای د خاصو اولياو لپاره ده په عين حال کښې ځينې پرهيزګاره انسانان هم په خپلو ډېرو کارونو کښې له ګناه خوندي دي مثلا پرهيزګار کس هيڅ کله د هيڅ شي په بدل کښې ځان نه وژني[10] او له دې ورتير ځينې عام کسان هم داسې شته چې په ځينی کارونو کښې پاک دي مثلاً يو کس هم دې ته تيار نه دے چې بجلۍ څرګند تار ونيسي چې پريښنا پکښې وي. دا څرګنده خبره ده چې هغه ولې دغه تار ته لاس نه وړي ځکه چې خبر دے چې که دې ته لاس وروړي نو ډير بد اثر لري. نو اوس که يو سړی ته د ګناه هم داسې بد اثرات معلوم شي او ورته يقين شي نو هغه خامخا خپل ځان له ګناه ساتي.

اته شپيتم اصل

د عصمت علت او سرچينې ته وګورو نو دې خبرې ته رسو چې عصمت د معصوم(ع) له اختيار او ازادۍ سره څه ټکره نه لري، بلکې يو معصوم کس سره له دې چې د اطاعت او معصيت له پايلو خبر وي بيا هم د ګناه کولو توان لري. که څه هم له دې توانه هيڅ کله ګټه نه اخلي. لکه څنګه چې يو پلار د خپل زوي د مړ کولو طاقت لري خو هيڅ کله دا کار نه کوي. او له دې زيات روښانه له خدايه د قبيح او بد کار نه کيدل دي چې توان يې لري خو د خپل حکمت له مخې دا کار نه کوي مثلاً خدای دا توان لري چې ښه بندګان دوزخ ته واچوي او ګناهګار خلک جنت نه خو د خدای عدالت او حکمت دا اجازت نه ورکوي له همدې ځايه روښانيږی چې د معصومينو لپاره د ګناه پريښودل او عبادت کول يو لوي فخر دے ځکه چې سره د دې چې د ګناه توان لري خو بيا هم ګناه نه کوي.

نهه شپيتم اصل

 مونږ، د ټولو پيغمبرانو د معصوم والي له عقيدې سره سره عصمت يوازې په نبوت پورې محدود او ملازم نه ګڼو. کيدے شی يو سړے معصوم وي خو نبی نه وي قرآن د حضرت مريم(س) په هکله فرمايي: يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلَى نِسَاء الْعَالَمِينَ (ال عمران/42) اے مريم خدای ته د ښځو تر مينځ غوره کړې او له ګناهونو يې پاکه کړې او د نړۍ په ښځو يې فضيلت درکړ.دلته ګورو چې قرآن د هغی په هکله د "اصطفاء" لفظ راوړے دے نو له دې معلوميږی چې هغه بی بی معصومه وه ځکه د پيغمبرانو لپاره هم دا لفظ استعمال شوےد ے إِنَّ اللّهَ اصْطَفَى آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ (ال عمران/33) له دې ورتير په تير آيت کښې د مريم د پاکۍ خبره شوې ده او د پاکۍ نه يې مطلب له هر ډول پليتۍ د هغې پاکوالے دے نه يوازې له ګناه او بد کارۍ د هغې پاکوالے او له هغه توره د هغې پاکوالے چې يهوديانو د بچي د پيدا کولو په مسله کښې په هغې لګولے ؤ که چې له دغه ګناه پاکوالے خو په هماغه لومړنے ورځو کښې د عيسی(ع)په شهادت شوے وه او بيا يې بيانولو ته څه ضرورت نه ؤ له دې ورتير که آيت ته وګورو په هغې کښې د بی بی مريم د هغه وخت ذکر کوي چې هغه به په محراب کښې وه او لا تر اوسه يې عيسی(ع) په خيټه کښې نه و نو دې ته په پام سره تر هغه وخته په هغې کوم تور نه و لګيدلے چې دا ايت له هغه توره د پاکۍ لپاره وي.

سرچینې

[7] . دا ډول روايتونه سره د دې چې عقل سره مخالف دي ځينې هغه روايتونو سره هم ټکره لري چې له امامانو رارسيدلي دي. امام صادق(ع) له خپل پلار نيکونو داسې نقلوي: حضرت ايوب(ع) په خپلې ټولې نارو غې چرته بدبوي او بد صورت پيدا نه کړ او د هغه له بدنه هيڅ کله وينه او زوې او داسې نور څيزونه چې خلک ترې نفرت لري راونه وتل د انبياوو  او اولياوو په هکله د دي سنت او طريقه هم دا ده. د ايوب(ع) خلک ځکه لرې شول چې هغه غريب شو او په ظاهره ضعيف شو خو هغوي ته دا پته نه وه چې ايوب(ع) د خدای په نزد څومره مقام لري (خصال، لومړۍ ټوک، اووه بابونه ،107 حديث،400 مخ) نو کوم روايتونه چې د دی په خلاف دي هغه څه اساس نه لري او د قبلولو وړ نه دي.

[8] . تنزيه الأنبياء، سيد مرتضیٰ، عصمت الأنبياء، فخرالدين رازي؛ مفاهيم القران، جعفرسبحانی ، 5 ټوک د پيغمبرانو د عصمت په باب کښې.

[9] . بحار الانوار 70/22.

[10] . اميرالمؤمنين د دې ډلې په هکله فرمايي: "هُمْ و الجنةُ کَمنْ قد رأها و هم فيها مُنَعّمون، وَ هُم و النار کَمنْ قد راها وَهُم فيها مُعَذِبونْ" هغوي ته جنت داسې دے لکه چې ويني يې او په نعمتونو کښې يې پراته دي او دوزخ ورته داسې دے لکه چې ويني يې او پکښې عذاب شوي دي. (نهج البلاغه، د همام خطبه، 193)

کلیدي کلمې: