د عاشورا د پاڅون هدفونه(۱

د عاشورا د لوي او بې ساري پاڅون په هکله يوه لويه پوښتنه له دغه حرکته د سيد الشهدا‌ء د هدف او مقصد په هکله پوښتنه ده دغه پوښتنې ته کلي ځوابونه وکړل شوي دي منجمله دا چې د هغه حضرت پاڅون د دين د احياء امر بالمعروف او د امت د اصلاح لپاره و. خو دا پوښتنه پخپله جزيي او فرعي پوښتنې لري. د سيد الشهدا په دغه حرکت سره څۀ اصلاح کيدله؟ او په دغه رودې سره دين څرنګه ژوندے کيږي؟ ايا هغه حضرت په خپل مقصد کې کامياب شو او ايا په خپل پاڅون سره يې وکړے شول اسلامي امت او حکومت اصلاح کړي. او د مفاسدو مخه ونيسي؟

د امام حسين خبرې پخپله دغه پوښتنو ته ښه ځواب دے. له دې امله د دې لپاره چې د هغه حضرت د پاڅون په علت پوه شو او په دې هکله د هغه حضرت ځينو ويناوو ته پام کوو. او بيا د هغو په مختلفو برخو غږيږو.

الف: د مفاسدو اصلاح، د امام حسين د قيام اصلي مقصد

د هغه حضرت ويناوو ته په پام سره د امت اصلاح د هغوي د پاڅون تر ټولو لوي هدف و. له څرنګه چې خپل ورور محمد حنفيه ته د هغوي په وصيت ليک کې راغلي دي:

اِنّي لَمْ اَخْرُج اَشِراً وَلا بَطِراً وَلا ظَالِماً وَ اِنّمَا خَرَجْتُ لِطَلَبِ الاصْلاحِ فی اُمّة جَدّي.[1] (زه نه د سيل او تفريح لپاره قيام کوم او نه د دې لپاره چې په ځمکه کې فساد او ظلم وکړم، بلکه يوازې د خپل نيکه په امت کې د اصلاح لپاره پاڅون کوم)

د لطلب الاصلاح په تعبير کې څو ټکي پټ دي. ځکه چې امام نه دي فرمايلي چې انما خرجت للاصلاح. بلکه فرمايلي يي دي انما خرجت لطلب الاصلاح، يعنې زه د اصلاح په طلب او لټون کې پاڅون کوم. همدا راز د دغه تعبير بيلګه په هغه وينا کې هم شته چې هغوي علماوو او پوهانو ته کړې وه. او امام حسين دا وينا هغه وخت وکړه چې لا له يزيد سره د مبارزې او قيام هيڅ خبره نه وه. د دغه خطبې په پاي کې امام دعا کوي او فرمايي:

اللّهُمّ اِنكَ تَعلمُ انه لَم يَکُن ما کان منا تنافسا فی سلطان ولا التماسا من فضول الحطام، و لکن لنری المعالم من دينك و نظهر الاصلاح فی بلادك.[2] (اي ربه ته پوهيږې چې هغه څه چې مونږ کړي دي د قدرت د لاسته راوړولو د سيالۍ لپاره يا د ډير دولت او نعمت د لټون لپاره نه دي بلکه د دې لپاره وو چې ستا د دين تعليمات او اسلامي معيارونه خلکو ته وښيو او ستا په ټاټوبو کې اصلاح وکړو.)

يعنې وښيو چې دين څه دے او نښې يې کومې دي او په کومو معيارونو او څه ډول دينداران له بې دينانو پيژندلي شو. د (نظهر الاصلاح فی بلادک په جملې کې د نظهر لغت دوه معناوې لرلي شي: اول دا چې روښانه کړو چې اصلاح څه ده او بله دا چې اصلاح متحققه او پلې کړو. او هغه پر فساد غالبه وګرځوو.

د اصلاح مفهوم

نن سبا اصلاح يا ريفارمز يوه هغه اصطلاح ده چې په سياسي ادبياتو کې ډيره استعماليږي. او د رهبرۍ ستر مقام حضرت اية الله العظمی خامنه اي يې هم ډيره کاروي. مونږ د دغه اصطلاح د جاج لپاره اول د هغې معنا او بيا په قران او روايتونو کې د هغې د استعمال موارد بيانوو بيا به هغه موارد بيان کړو چې زياتره پکې دغه اصطلاح استعماليږي. اصلاح د عربۍ ټکے دے او د ص، ل،ح له جرړې راوتلے دے. دا کلمه دوه معناوې لري: يوه د صلح له مادې او بله د صلاح له مادې. د صلح په معنا اصلاح د پخلا کولو او د دوو کسانو يا ډلو ترمينځ د اختلاف او شخړې د ختمولو لپاره راغلې ده په دې معنا اصلاح په قران کې د ښځې او ميړه تر منيځ د اصلاح لپاره راغلې ده.

وَ إِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُواْ حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِّنْ أَهْلِهَا إِن يُرِيدَا إِصْلاَحًا يُوَفِّقِ اللّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا [3][د هغې ميړه او ميرمن په مسله کې چې له يو بل سره اختلاف لري] د ښځې د کورنۍ لخوا يو مينځګړے او د ميړه د کورنۍ لخوا يو مينځګړے غوره کړئ که ښځه او ميړه په رښتيا غواړي سوله او پخلاينه وکــــــړي. خداي بۀ د هغوي په مینځ کې روغه راولي.

همدا راز په يو بل ځاي کې د ښځې او ميړه د پخلا کولو په هکله فرمايي:

وَإِنِ امْرَأَةٌ خَافَتْ مِن بَعْلِهَا نُشُوزًا أَوْ إِعْرَاضًا فَلاَ جُنَاْحَ عَلَيْهِمَا أَن يُصْلِحَا بَيْنَهُمَا صُلْحًا وَالصُّلْحُ خَيْرٌ وَأُحْضِرَتِ الأَنفُسُ الشُّحَّ وَإِن تُحْسِنُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا  [4] او که يوه ښځه د خپل ميړه د مخ اړولو يا نه پخلا کيدلو انديښنه لري په دغو دوو ګناه (باک) نيشته چې په خپل مينځ کې سوله وکړي او سوله ښه ده.

د دغه اصطلاح مثال يو بل تعبير هم لري چې ډير کارول کيږي او په قران کې هم راغلے دے او هغه د (ذات البين) تعبير دے چې د دوو کسانو يا ډلو د پخلا کولو په معنا دے چې له يو بل سره اختلاف لري. قران فرمايي:[5] په روايتونو کې هم د ذات البين لپاره د ډير اجر وعده ورکړل شوې ده. مثلا فرمايلي يي دي: که دوه مومنان يا دوه ډلې يا دوه کورنۍ په خپلو کې اختلاف او شخړه لري او ناراضه دي کوشش وکړئ سره پخلا يې کړئ. او د دغه کار ثواب د يو کال له لمونځونو او روژو زيات دے[6]  د اصلاح ذات البين لمن د اسلامي ټولنې د خلکو د دوو ډلو ترمنيځ اختلاف ته هم غځيږي چې له يو بل سره جنګيږي.

وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ..[7]  دلته هم قرآن حکم کوي چې کوشش وکړئ د هغوي په مينځ کې سوله وکړئ. فاصلحوا بينهما.

په دې اساس د اصلاح کلمه په هغه ځاي کې چې دوه کسه يا دوه ډلې له يو بل سره جنګيږي د سولې او پخلا کولو په معنا راغلې ده. او په دغه ځايونو کې د اصلاح معنا د هغوي پخلا کول دي.

د اصلاح د کلمې يو بل استعمال د صلاح له مادې دے. صلاح د فساد په مقابل کې ده. او معمولا په فارسۍ کې د (شايستګۍ) په معنا ترجمه کوي. صالح کار يعنې نيک او غوره کار. او صالح کس يعنې نيک او غوره کس. په دې معنا اصلاح د فساد په مقابل کې او د نيک او غوره کار د کولو يا د فساد د ليري کولو په معنا ده. څوک چې غواړي نيک کار وکړي او په ټولنه کې موجود فسادونه عيبونه او نيمګړتياوې ختمې کړي هغه ته مصلح وايي. او هغه کس ته چې د ټولنې د چارو د خرابولو او د فساد د جوړولو اراده لري هغه ته مفسد وايي. د مفسد فی الارض تعبير هم له همدې اصطلاح او جرړې اخستل شوے دے.

د اصلاح دا معنا د اصلاح ذات البين يا د دوو کسانو او ډلو د پخلا کولو له معنا سره تعلق نه لري. ځکه کوم کس چې غواړي يو فساد ختم کړي يا يو غوره کار وکړي له کوم خاص کس سره مخامخ نه دے نو ويلے شو چې دا اصلاح چې د صلاح له مادې ده دوه ډوله مصداقه لري يو د ښه او غوره کار ترسره کول او بله د فساد او غلط کارونو ختمول او د تباهۍ او ورانکارۍ مخه نيول. د اصلاح دا دوه مصداقونه په قران کې هم ذکر شوي دي منجمله الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءهُمْ وَإِنَّ فَرِيقاً مِّنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ  [8] چې د هغو کسانو په معنا دے چې توبه يې وکړه او اصلاح يې وکړه. واصلحوا  يعنې عملوا عملا صالحا. د غلطو کارونو او ګناهانو چې کړې يې وې اصلاح يې وکړه. يعنې ښه او غوره کار يې وکړ. خو هغه څه چې زياتره اجتماعي مفهوم لري او د امام حسين په ويناوو کې مطرح شوي او د نن سبا په سياسي اجتماعي ادبياتو کې کارول کيږي د مفاسدو اصلاح ده چې د افساد په مقابل کې استعماليږي.

خو د اصلاح مفهوم چې نن سبا استعماليږي په سياسي اصطلاحاتو کې يې خاصه ځانګړتيا پيدا کړې ده او د ريفورم[9]  په معنا او د انقلاب په مقابل کې کارول کيږي. وايي چې کوم بدلونونه په ټولنه کې راځي کله ارام او تدريجي وي او سست اهنګ او بهير سره بڼه خپلوي چې په دې بڼه کې ورته ريفورم وايي او کوم کسان چې په ټولنه کې د دا ډول بدلون غوښتونکي وي اصلاح غواړي نومول کيږي. او د هغه انګليسي معادل (ريفورميسټ)[10] کلمه ده. په مقابل کې هغه کسان چې غواړي په تندۍ سره حالات بدل کړي انقلابي دي. انقلاب د تيز او ناڅاپي ټولنيز بدلون په معنا د ے چې کله کله په تاوتريخوالي سره راځي. د ايران اسلامي انقلاب د دې يوه بيلګه ده. د اصلاح کلمه، د يوې سياسي اصطلاح په مقام کې او د انقلاب په مقابل کې د اصلاح لپاره خاصه معنا ده. دا اصطلاح لغوي جرړه نه لري. او ديني او مذهبي اصطلاح هم نه ده. بلکه نوې سياسي اصطلاح ده چې د انقلاب په مقابل کې استعماليږي. له دې امله په قران او رواياتو کې اصلاح په دې خاصې معنا نه ده استعمال شوې. نو کله چې امام حسين فرمايي: خرجت لطلب الاصلاح فی امت جدي، د دوي مقصد دا خاصه معنا نه ده. ځکه کوم کار چې دوي وکړ ارام او له تاوتريخوالي خالي نه و. بلکه جنګ و او يو سپيڅلي هدف ته د رسيدلو په لاره کې د شريفو انسانانو قرباني او وژل کيدل وو.

د رهبرۍ ستر مقام په خپلو ويناوو کې دې خبرې ته اشاره کوي چې کله مونږ وايو اصلاح نو د هغې خاصه معنا مو ترې چې نن سباي په سياسي اصطلاح کې استعماليږي مقصد نه وي بلکه زمونږ مطلب له هر ډول فساد سره مبارزه او د مفاسدو ختمول دي که هغه په تدريجي ډول وي او که په دفعي او انقلابي ډول. له دې امله يې وفرمايل د ايران اسلامي انقلاب پخپله ډيره لويه اصلاح وه سره له دې چي د نن سبا په سياسي اصطلاح کې هغه ته اصلاح نه وايي د دوي مطلب دا و چې کله مونږ د قران او روايتونو په اصطلاح د اصلاح خبره کوو د هغې اعمه معنا په نظر کې نيسو. که هغه په تدريجي ډول اصلاح وي او که دفعي او انقلابي ډول او په تندۍ سره. له همدې وجې د ايران اسلامي انقلاب ډيره لويه اصلاح وه ځکه چې ډير مفاسد يې له مينځه يوړل که څه هم دا کار په نسبتا تيزۍ سره وشو البته د غورځنګ دوران پنځلس کاله اوږد شو تر دې چې کامياب شو. خو کله چې انقلاب کامياب شو تير نظام په دفعي ډول او په يو ځاي بدل شو او تير سياسي سيټ اپ ناڅاپه بدلون ومونده. نوے اساسي قانون جوړ شو او يو بنيادي او هر اړخيز بدلون راغے.

د اصلاح په تعريف کې د ارزښتي نظام اغيزې

په قران کې صلاح او فساد ډير عام ارزښتي مفاهيم دي کوم مفاهيم چې مونږ استعمالوو کله د هستونو (موجودو څيزونو) او نيستونو (نا موجودو) په محدودې کې وي او کله هم د بايدونو او نابايدونو، يعنې کوم څيزونه بايده ده چې وي او کوم بايد نه وي. هغه مفاهيمو ته چې معنا او مطلب يې بايدونه او نبايدونه وي ارزښتي (اقدار) وايي. دا جملې مثلا کوم کار ښه دے؟ کوم کار بايد وکړو؟ کوم کار بد دے؟ کوم کار نه دے پکار؟ دا ټول ارزښـتي مفاهيم دي. صلاح او فساد هم دوه ارزښتي مفاهيم دي صلاح يعنې يو ښه او غوره کار چې بايد وشي. او فساد يعنې داسې څيز چې بايد مخه يې ونيول شي او ونه کړے شي. نو کله چې صلاح او فساد تحليلوو د هغو په معنا کې بايدونه او نبايدونه وينو. ارزښتي مفاهيم کله محدود وي او په خاصه زمينه کې کارول کيږي او کله هم ډير وسيع او پراخ او ټول ښه او بد کارونه پکې شامليږي. په دې اساس هغه مفاهيم چې ټول ښه يا بد کارونه پکې شامليږي، دې ته عام ارزښتي مفاهيم وايي. په قران کې عام ارزښتي مفاهيم شته (صلاح) او (فساد) يو له دغو مفاهيمو دے د قران په نورو عامو ارزښتونو او اقدارو کې معروف او منکر شامل دي معروف يعنې ښه کار او منکر يعني بد کار.

(خير او شر) هم عام ارزښتي مفاهيم دي چې په قران کې په همدې خصوصيت سره بيان شوي دي د ارزښتي مفاهيمو او اقدارو يو خاصيت دا دے چې تجربي او عيني معيارونه نه لري. مثلا دا جملې لکه (موسم ګرم دے) يا (دلته رڼا ده) په عيني تجربي سره ښودلاي شو. ځکه چې که موسم داسې وي چې انسان خوله کيږي او ګرمي يې کيږي نو هوا ګرمه ده. خو که موسم داسې وي چې انسان لړزيږي نو موسم سوړ دے. په همدې ډول رڼا او څراغ هم ښودلے او په ګوته کولے شو. او ويلے شو چې دا بلب بل دے او که ګل يې کړو نو تياره کيږي. د دغو چارو صحيح والے يا غلطوالے په حسي او عيني تجربې سره روښانه کيږي. په دې ډول ويلے شو چې (دلته رڼا ده) (موسم ګرم دے) يا (موسم ګرم نه دے) په شان خبرې او قضيې صحيح دي او که غلطې. خو ارزښتي مفاهيم داسې نه دي او په حسي تجربې سره د هغو ښه والے يا بد والے نيغ په نيغه نه شو ثابتولاي. له بل پلوه د (ښه او بد) (صلاح او فساد) (او معروف او منکر) په شان مفاهيم د يو خاص نظام او سسټم تابع دي. مختلفې ټولنې د ځان لپاره خاص ارزښتي نظامونه لري. يعنې ځينو کارونو ته ښه او ارزښتناک او ځينو کارونو ته بد او بې ارزښته کارونه وايي. کيدے شي يو کار په يو سسټم او ټولنه او نظام کې يو ارزښته لري او په بل نظام کې بل. يعنې په يو کې ښه وي او په بل کې بد. مثلا په يوې ټولنې او نظام کې درناوے او عزت په يو خاص شکل سره کيږي او هغه ښه ګڼي حال دا چې همدغه کار په بله ټولنه کې بد ګڼل کيږي. نو (صلاح) او (فساد) ارزښتي نظامونو او سسټمونو ته په پام سره مختلف دي. او داسې نه ده چې ټول خلک يو کار ته ښه او يو کار ته بد ووايي.

دې ته په پام سره چې (صلاح او فساد) او اصلاح او فساد ارزښتي مفاهيم او اقدار دي. که په يو مورد کې استعمال شي مونږ دا پوښتنه کولے شو چې (اصلاح) د کوم ارزښت او اقدار مطابق او کوم ارزښتي نظام مطابق؟ ايا له اصلاح ستا مطلب په لويديځ او د مغرب په معنا ده او که نه د اسلام په معنا؟

لکه څرنګه چې د رهبرۍ ستر مقام وفرمايل: (زمونږ په ټولنه کې اسلامي انقلابي او ايماني اصلاح د منلو وړ ده. خو امريکايي اصلاح او ريفورمز د منلو وړ نه ده) په دې اساس له غربي اصلاح سره د اسلامي اصلاح د فرق په هکله بايد ووايو چې اصلاح د يوې ټولنې د ارزښتي او کلتوري نظام تابعه ده چې دا اصلاح پکې کارول کيږي. بايد وګورو چې په هغه ټولنه کې کوم کار ښه او کوم کار بد ګڼل کيږي. او د ښه او بد او غوره يا ناغوره کار د تللو لپاره کوم معيار لري. نو په دې اساس د دې لپاره چې معلومه کړو کوم کار ښه او کوم کار بد دے اول بايد د ښه او بد معيار معلوم کړو يعنې وګورو چې مونږ کوم ارزښتي نظام منلے دے. ايا اسلامي ارزښتي نظام مو منلے دے او غواړو چې اصلاح د دغه ارزښتي نظام په اساس تر سره کړو. يعنې غواړو هر څيز چې اسلام يې ښه ګڼي وکړو او هر کار چې اسلام يې بد ګڼي ونه کړو او ورسره مبارزه وکړو. يا نه غواړو هغه څه چې لويديځ او لويديځوالو (مغرب) يې وايي چې ښه دي تر سره کړو که څه هم د اسلام د اوامرو په ضد وي. او هغه کار چې هغوي وايي چې بد دے ورسره مبارز ه وکړو که څه هم داسې کار وي چې اسلام غوښتے دے.

لازمه ده چې په دې هکله وضاحت وکړو چې ټول خلک په ټولو کلتورونو او فرهنګي ثقافتي اختلافاتو سره سره د ځينو کارونو په بد والي پوهيږي او مني يې. مثلا که يو کس هسې په هسې بل کس ووهي او هغه ته بد رد ووايي يا يې بې ګناه ټرور کړي يا يو کس د قانون خلاف او بې له دې چې په چا يې ظلم کړے وي ووژني، يو کس د بل چا په مال هسې په هسې خيټه واچوي يا د هغه په ناموس تيرے وکړي. په داسې بڼه کې ټول خلک د داسې کس مذمت کوي او غندي يې. او د هغه کار غلط او بد ګڼي. په حقيقت کې ټول خلک دا ډول چارې _ چې د ظلم او ستم مصداقونه دي _ پيژني او په ټولو کلتورونو کې هغه ته بد ويل کيږي. له بل پلوه داسې چارې شته چې ټول خلک د هغه په ښه والي يوه خوله دي. مثلا د خلکو د سلامتيا لپاره خدمت کول، مثلا که يو کس يو ډول درمل کشف کړي او خلکو ته يې ورکړي. نو ټول خلک د هغه دا کار ښه ګڼي.

خو ټول ښه او بد کارونه داسې نه دي ځينې موارد په مختلفو ټولنو کې بيلابيل ارزښتونه لري مثلا دا چې امريکا د کلتور د نړيواليدا او ګلوبلايزيشن غوښتونکې ده. په دې معنا چې غواړي خپل کلتور په ټوله نړۍ وتپي. په بله ژبه د کلتور د وحدت خبره کوي يعنې په ټوله نړۍ د لويديځ د کلتور تپل. دا په دې وجه دي چې هغوي ځينې کارونه ښه او ځينې بد ګڼي. او له نورو غواړي چې نور هم داسې فکر وکړي. مثلا دا چې دوي باور لري چې سختې سزا ګانې لکه د لاس غوڅول، وهل، يا اعدام (پانسي کول) بد او ناخوښ کارونه دي. له دې امله يې د بشري حقوقو په اعلاميې کې راوړي دي چې ټول هيوادونه بايد تاوتريخجنې سزا ګانې ختمې کړي. ځينې سزاګانې لکه د اسلام جزايي احکام چې د هغوي له نظره تاوتريخجنې سزا ګانې ګڼل کيږي دا سزاګانې د دوي په ګمان زيږې او تر تشدده سزاګانې دي او د بشري حقوقو اعلاميه د هغو د لغوه کولو غوښتنه کوي يعنې د دغو سزاګانو لګولو او حتیٰ د دا ډول قوانينو وجود د هغوي په نظر د فساد مصداقونه دي او بايد اصلاح شي. دلته اصلاح د دغه ډول قوانينو د لغوه کولو او ختمولو په معنا ده. حال دا چې موږ مسلمانان د اسلامي کلتور په اساس باوري يو چې بايد په هغه څه چې اسلام فرمايلي دي عمل وشي او که داسې نه وي نو فسا د شوے دے. په اسلام کې د فساد معنا د الهي حدودو او قوانينو پريښودل دي. نه د هغو اجرا او عملي کول. د دې په مقابل کې لويديځوال په دې نظر دي چې د اسلامي حدودو اجرا افساد او بد کار دے. بايد له هغو سره مبارزه وکړو، قوانين ختم کړو. او په هغو د عمل مخه ونيسو. او دا به اصلاح وي. دا اصلاح د لويديځ د کلتور په بنياد ده. لکه څرنګه چې د بشري حقوقو په اعلاميې کې هم راغلي دي. له تاوتريخوالي او تشدد سره له مقابلې د هغوي مطلب له داسې احکامو او قوانينو سره مقابله ده. که نه وي د عامو تاوتريخوالو بدوالے او سپک والے خو ټول مني د ا چې کنځل کول او بد اخلاقي کول بد کار دے په دې خبره کې زمونږ او د لويديځ په مينځ کې فرق نيشته. او ټول دا کارونه بد ګڼي. خو اختلاف په دې کې دے چې له غل سره څرنګه چلند پکار دے. ايا د غل لاس پرې کولے شو؟ او ايا يو قاتل قصاص کولے او پانسي کولے شو.؟ ايا بلواګر محارب ګڼل کيږي او که داسې وي نو د هغوي سزا به څه وي؟ لويديځوال باوري دي چې له دغه ډول کسانو سره زيږ او تريخ چلند د فساد په مصداقونو کې راځي. او نن سبا ماډرنه دنيا دا خبره نه زغمي. او بايد هغه پريښودل او اصلاح شي. که په کومو قوانينو کې دغه احکام وي هغه د لويديځ د متمدنه ژوند لياقت نه لري. نو بايد اصلاح شي. خو د اسلام له نظره اصلاح د لويديځوالو د نظر بلکل اپوټه ده. که په يوې برخې کې الهي حدود پريښودل شوي وي بايد اجرا شي چې اصلاح شي. که يو قانون د اسلام د قانون په خلاف وي بايد هغه بدل شي چې اصلاح شي. که يو قانون د اسلام مطابق وي اصلاح او که نه وي افساد شوے دے.

د منافقانو له نظره اصلاح

له پخوا راهسې د اصلاح په شان له اصطلاحګانو ناوړه استفاده او د هغو غلط استعمال د منافقانو يوه طريقه پاتې شوې ده. منافقان دوه مخي خلک دي هميشه داسې خبره کوي چې دوه مخه او دوه مطلبه لري. او حق او باطل د دواړو لورو لپاره توجيهیدے شي. دوي هميشه د حق او باطل په مينځ کې وي. نه خالص حق مني او نه پوره باطل. له دې امله که د حق خاوندان کامياب شي دوي ځانونه د حق د جبهې پلويان معرفي کوي او وايي الَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمْ فَإِن كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِّنَ اللّهِ قَالُواْ أَلَمْ نَكُن مَّعَكُمْ وَإِن كَانَ لِلْكَافِرِينَ نَصِيبٌ قَالُواْ أَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَيْكُمْ وَنَمْنَعْكُم مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ فَاللّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَن يَجْعَلَ اللّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً [11] (ولې مونږ له تاسو سره نه وو؟) خو که باطل لورے بريالے شي واي مونږ له اوله هغوي منعې کول: مُّذَبْذَبِينَ بَيْنَ ذَلِكَ لاَ إِلَى هَـؤُلاء وَلاَ إِلَى هَـؤُلاء وَمَن يُضْلِلِ اللّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُ سَبِيلاً  [12] دا فرصت غواړي کسان هيڅ يو لورے نه مني. بلکه يوازې په خپلو ګټو پسې دي. لکه څرنګه چې نن سبا هم د ټولنې په ځينو کسانو کې دا روحيه او خوي ليدل کيږي. هغه وخت چې د هغو منافعو اقتضا کوله انقلابي وو خو کله چې نور واک ته ورسيدل. دوي ځانونو ته اصلاح طلب او اصلاح غواړي وويل او د مقابل لوري په صف کې ودريدل. دا کسان هره ورځ د حالاتو په بدليدو سره مخ بدلوي او دا د منافقت يوه ځانګړتيا ده.

د نفاق د خاوندانو يوه بله ځانګړتيا دا ده چې هميشه ځانونو ته مصلح وايي. خداي تعالی د هغوي په هکله فرمايي:

وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا بِاللّهِ وَبِالْيَوْمِ الآخِرِ وَمَا هُم بِمُؤْمِنِينَ «8»  يُخَادِعُونَ اللّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلاَّ أَنفُسَهُم وَمَا يَشْعُرُونَ  [13]

(په خلکو کې داسې کسان شته چې وايي مونږ په خداي او د قيامت په ورځ ايمان راوړے دے [خو دروغ وايي] دوي مومنان نه دي [ګمان کوي چې] خداي او مومنان غولوي. حال دا چې يوازې ځان ته دوکه ورکوي خو پخپله نه پوهيږي)

د هغوي يوه ادعا دا ده چې:

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ قَالُواْ إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ [14] (که دوي ته وويل شي چې د ځمکې په مخ فساد مه کوئ [او جرم او جنايت او د قانون خلاف کارونه مه کوئ] وايي: مونږ مصلحان يو.)

خو له اصلاح د دوي مطلب بل څه دے. کله چې خداي تعالی دوي ته وايي چې لا تفسدوا. مطلب دا چې خداي تعالی د هغوي کار د الهي او قراني ارزښتي نظام مطابق فساد ګڼلے او هغوي له دې کاره منعې کوي. خو دوي يو بل ارزښتي نظام منلے دے. نن سبا د هغوي د خوښې نظام د امريکا يا لويديځ په ارزښتي نظام کې انځورولے شو. د رسول الله مبارک په زمانه کې هم د پيغمبر د اسلامي نظام په وړاندې يو الحادي ارزښتي نظام و. فرق نه کوي هر څه چې له اسلامه بهر وي الحاد او کفر دے که هغه د لويديځ ارزښتي الحادي نظام وي که د رسول الله مبارک د زمانې الحادي ارزښتي نظام. ځکه چې د اسلام له نظره د کفر ټول ډولونه يو شان دي. الْکُفْرُ مِلّةً وَاحِدة، له دې امله قران د دوي په ځواب کې فرمايي: اَلا إنَّهُمْ هُمُ المْفْسِدُوْنَ. د فصل ضمير او الف او لام چې په حصر دلالت کوي د دې خبرې بيانوونکے دے چې حقيقي مفسدان دوي دي همدا کسان چې ادعا کوي چې مونږ اصلاح کوو په حقيقت کې دروغجن دي.

زمونږ په نننۍ ټولنه کې د نفاق بيلګې ډيرې پراخې دي. منجلمه د ځينو کسانو خبرې چې وايي مونږ مذهبي روڼ اندي يو. خو په دې نه پوهيږي چې مذهب څه دے. کله چې د وحي خبره شي وايي چې وحي يوه شخصي تجربه ده. يعنې يو کس يو ډول حال پيدا کوي او په دغه حال کې ګمان کوي چې خداي ورسره خبرې کوي. او دا تصور وحي ده. کله چې د دين خبره شي نو وايي په اصل کې دين يوه شخصي او ذاتي مسله ده. نه ټولنيزه مسله. دين نه اقتصاد لري نه سياست. نه د اجتماعي مسلو لپاره څه لري او نه د اخلاقي ارزښتونو لپاره، ارزښتونه هم د دين برخه نه ده. ځکه چې ارزښتونه بدليږي. او هره ورځ د انسانانو د سليقې او ذوق مطابق پکې بدلون راځي. دوي وايي چې دين د يو لړ ټاکل شويو او خپله جوړ کړے شويو ادابو مناسکو او دودونو ټولګه ده چې د پرستش او عبادت په عنوان سره موجوده ده. د يو داسې څيز عبادت چې انسان ګمان کوي چې د هغه خداي دے کله ممکنه ده چې دا مفهوم د بت پالنې په شکل کې ښکاره شي کله هم د خدا پرستۍ او هم د دوو خدايانو د منلو په شکل کې او کيدے شي ځينې پکې د څو خدايانو عبادت کوي. دين همدا دے په دوي کې هيڅ يو له بل سره فرق نه لري. دا يوه مستقيمه او نیغه لاره ده او هغه بله مستقيمه لاره. د هغه بت چې له کاڼو جوړ دے منل يو صراط مستقيم دے او د هغه خداي منل چې مسلمانان وايي چې له جسم او جسمانياتو پاک او مطلق کمال دے عبادت کول يوه بله صراط مستقيم ده. دا لارې په خپلو کې څه خاص فرق نه کوي. ځکه چې په دوي کې هيڅ يوه خبره حقيقي نه ده او ټولې دروغ دي او په دروغو کې هم فرق نيشته. داسې کسان نه يوازې د دين دارۍ ادعا کوي بلکه ځانونو ته د خلکو ديني مشران هم وايي.

داسې کسان د اصلاح غوښتنې ادعا لري. خو د کوم ارزښتي نظام مطابق اصلاح غوښتنه دوي پخپله وايي په نړۍ کۍ هيڅ ثابت او پايدار ارزښتي نظام نيشته او کيدے هم نه شي. البته کله چې د اسلامي احکامو په هکله خبرې کوي د نورو د غولولو لپاره مني چې دا احکام اسلام احکام دي خو د يو زر څلور سوه کاله مخکې وخت لپاره مناسب دي. خو نن سبا حالات بدل شوي دي او اسلام هم خوځنده دين دے او هره ورځ بدليدے شي. له دې امله د اسلام احکام هم بايد بدل شي

خو حقيقت دا د ے چې اسلام دغه ډول اصلاح ته افساد وايي.

ښه او غوښتونکي اصلاح

اوس بايد وګورو چې امام حسين چې د خپل پاڅون هدف يې اصلاح ګڼلې ده څه ډول اصلاح په نظر کې لرله ايا د ځان جوړ او بدليدونکي نظام په چوکاټ کې اصلاح؟ يا لکه څرنګه چې پخپله يې فرمايلي دي په هغو احکامو عمل کول چې نيکه يې راوړي دي.

د امام حسين له نظره د اصلاح د معنا د روښانه کيدو لپاره غوره ده د امام هغه حضرت حسين يوه خطبه چې د کربلا په لاره کې يې ورکړې ده وجاجوو د بيضه په کور کې یې وفرمايل:

اَيّها النّاسُ اِنَّ رَسُول الله قال: مَنْ رَایٰ سُلطاناً جائرا مستحلا لحرام الله ناکثا عهده مخالفا لسنة رسول الله يعمل فی عباد الله بالاثم و العدوان فلم يغير عليه بفعل و لا قول کان حقاً علی الله ان يدخله مدخله الا و ان هولاء قد لزموا طاعة الشيطان و ترکوا طاعة الرحمن و اظهرو الفساد و عطلوا الحدود و استاثروا بالفيء و احلوا حرام الله وحرموا حلاله انا اَحَقُ مَن غَيّرَ....[15]

وضاحت:

که څوک وګوري چې يو ظالم او سلطه غواړے کس په نورو په زوره واکمن شوے دے. د خداي وعده او د عبوديت عهد ماتوي[16] او د پيغمبر له سنتو سره مخالفت کوي او له خلکو سره په ظلم او زياتي سره چلند کوي که چا داسې زورور سړے وليده او په خپل عمل او وينا سره يې هڅه ونه کړه چې موجود حالت بدل کړي خداي حق لري چې هغه هم له هماغه ظالم سره دوزخ ته بوځي چې هلته له ظالمانو سره يو ځاي وي. ځکه چې د منکر په وړاندې غلي پاتې کيدل د هغه کس، چې دا عمل کوي، د کار تاييدول دي.

بيا فرمايي: تاسو ته پته ده چي بني اميه وو د شيطان اطاعت پيل کړے دے او د خداي له پيروۍ يې مخ اړولے دے. ځکه چې د خداي عهد دا و چې د شيطان عبادت ونه کړي أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَن لَّا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ «60»  وَأَنْ اعْبُدُونِي هَذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ دوي د خداي په مقابل کې د شيطان اطاعت کوي او د خداي له امره سر غړوي.

واظهرو الفساد. دوي فساد ظاهر کړ او هغه يې په ټولنه کې پيدا کړ. حضرت د تير عبارت لپاره په عطف تفسيري سره فرمايي: و عطلوا الحدود. د خداي حدود يې پريښودل. هلته چې بايد د غل لاس پرې کړي نه يې پرې کوي. هلته چې بايد زاني او زانيه په کوړو ووهي نه يې وهي او په کوم ځاي کې چې بايد نور الهي احکام جاري کړي نه يې کوي د امام حسين په لغت کې دا ډول چاري د الهي حدودو تعطيل کول او د فساد له مصداقونو دي.

واستاثروا بالفی (بيت المال يې ځان او خپلو خپلوانو او نزديکانو ته ورکړ.) هغه بيت المال چې بايد په ټولو مسلمانانو ولګيږي هغه امکانات او اسانتياوې چې پکار ده ټولو مسلمانانو ته ورکړل شي دوي خپلوانو او نزديکانو ته ورکړل.

و احلوا حرام الله: (د خداي حرام يې حلال کړل) د هغه چا د خبرو په شان چې اسلام سيال ګڼي او د فقې د خوځندوالي او تحرک په پلمه ځينې کارونه چې تر اوسه حرام وو حلال ګڼي. دوي په دغو خبرو سره په يو ډول په خلکو باندې چاره مشتبه کوي چې حتیٰ دينداران هم پوښتنه کوي چې ايا ممکنه ده چې ګډا (نڅا، رقص) يوه ورځ حلاله شي. يا کله به د هلک او جينۍ روابط جايز کيږي؟

امام حسين په هغه زمانه کې خپل ځان د رسول الله مبارک په وينا د عمل کولو او د داسې واکمن په کړچار د اعتراض کولو لپاره تر ټولو غوره او لايق کس ګاڼۀ. له دې امله فرمايي: و اني احق من غيره. زه د دغه حالت د سمولو لپاره تر ټولو غوره کس يم. او زما حرکت دغو چارو د اصلاح لپاره دے.

نو د امام حسين ويناوو ته په پام سره د اصلاح مصداق چې _خپل ورور حنفيه ته په وصيت ليک کې يې راوړې _ د الهي حدودو اجرا، د مسلمانانو د بيت المال عادلانه ويش، او د ټولو خلکو تر مينځ د اقتصادي اداري او قانوني امکاناتو عادلانه تقسيم او له قومي ګوندي وغيره توپيرونو سره مقابله وه. امام حسين پاڅيده چې دغه فسادونه ختم کړي. زمونږ په ټولنه کې هم داسې کسان شته چې له اصلاح غوښتنې دغه معنا اخلي لکه څرنګه چې د رهبرۍ ستر مقام وفرمايل: مونږ ټول د دغه ډول اصلاح کتونکي يو. هيڅ يو مسلمان د داسې اصلاح مخالف نه شي کيدے. مګر هغه کسان چې په خداي او د دين په احکامو ايمان نه لري. او په دروغه او د خلکو د غولولو لپاره د دنيدارۍ ادعا کوي.

هغه اصلاح ښه ده چې د اسلام او د هغه د ارزښتي نظام په اساس وي. نه د لويديځ د ارزښتي نظام مطابق. ځکه چې کفار د اسلام دښمنان دي. او هغوي د ځان لپاره بيلګه نه دي ګرځول پکار. دوي له اسلامي ارزښتونو سره مخالف دي حال دا چې مونږ مسلمانان د دغو ارزښتونو او د خداي د احکامو اجرا غواړو. لويديځ وايي دا خبرې د بشري حقوقو د اعلاميې مخالفې دي. خو زمونږ په نظر کې ښه هغه دي چې اسلام ورته ښه ووايي او بد هغه دي چې اسلام يې بد وګڼي.

امام حسين په يو بل تعبير سره چې دې ته نزدې دے فرمايي: اِنّ هَولاءِ القَوم لَزَمواِطَاعَة الشيطان و ترکوا طاعة الرحمن و اظهروا الفساد فی الارض و ابطلوا الحدود و شربوا الخمور. (دغه قوم (بني اميه) د شيطان اطاعت په ځان لازم کړے دے او د رحمان پيروي يې پريښې ده په ځمکه يې فساد ښکاره کړ او حدود يې مات کړل او شرابخوري يې وکړه.

امام فرمايي: دوي د خداي حدود تر پښو لاندې کړل. د حدودو باطلول او تعطيل کول په خپلو کې فرق لري ځکه چې باطل کول تر تعطيل کولو اوچت دي کله کيدے شي وويل شي چې نن سبا حالات داسې نه دي چې مونږ الهي حدود اجرا کړو خو کله ويل کيږي چې دا حکم بې ځايه دے او د انسانيت او د انساني ارزښتونو مخالف دے. له څرنګه چې جبهه ملي د قصاص د حکم په هکله وويل.[17] نن هم د دوي منونکي په ډاګه دا خبره کوي او د برلين د کانفرنس په شان غونډو کې رسما اسلامي احکام غندي او وايي چې دا احکام بايد بدل شي.[18]

امام حسين په دې خطبه کې هم د مني د خطبې په شان چې د عالمانو او پوهانو په ټول کې يې ورکړه د بني اميه وو د حکومت په وړاندې په دريدو او قيام ټنيګار کوي: اَنَا اولی بنصرة دين الله و اعزاز شرعه.[19] (زه تر نورو زياته شايستګي لرم چې د خداي د دين مرسته وکړم او د هغه د شريعت د احکامو عزت وساتم)

بني اميه وو د خداي شريعت څنډې ته کړے و او له ټولنې يې ليرې کړے و امام حسين ځان ژمن ګڼي چې د دین مرسته وکړي او شريعت عزتمن وګڼي امام په دوام کې فرمايي:

والجهاد فی سبيله لتکون کلمة الله هي العليا.[20](زه بايد د خداي په لاره کې جهاد وکړم. چې د خداي خبره تر ټولو لوړه وي)

مطلب دا چې څوک د خداي په خبرې خبره ونه کړي نه دا چې د نن سبا په ظاهره روڼ اندو په شان ووايي چې سمه ده چې دا د خداي خبره ده خو دا خبره د څوارلسو سوو کلونو مخکې لپاره مناسبه وه او نن مونږ په خپل مصلحت ښه پوهيږو. امام حسين خپل ورور حنفيه ته وصيت کوي چې:

اِنّمَا خَرَجْتُ لَطَلَبِ الاصلاح فی امة جدي، (زه د خپل نيکه د امت د اصلاح لپاره پاڅون کوم. د طلب له کلمې ښايي د امام حسين مقصد دې خبرې ته اشاره وي چې زه نه وايم چې کولے شم دا کار وکړم او ټول مشکلات او ستونزې ليرې کړم خو په دې لاره کې ګام پورته کوم او هڅه کوم که خلک هم په خپلې دندې عمل وکړي او زما مرسته وکاندي دا کار به وشي او مفاسد به اصلاح شي. خو که خلکو مرسته ونه کړه ما خو به په خپلې دندې عمل کړے وي البته بايد ووايو چې د امام حسين مقصد چې (طلب الاصلاح) و په ډير ښه ډول پوره شو ځکه چې داسې بدلون يې راوسته چې اوس له څوارلسو سوو کلونو وروسته هم په لويديځ او ختيځ کې خلک د هغه په ياد کې ژاړي او د هغه په ياد د خداي د دين د احيا لپاره پاڅون کوي. د دغه خوځښت يوه ميوه د ايران اسلامي انقلاب و. د اسلام په تاريخ کې د امام حسين د حرکت ډيرې ميوې ليدل کيږي که څه هم يو هم د اسلامي انقلاب هومره برکت ناکه نه وه.

سرچینې

[1]. محمد باقر مجلسي، بحارالانوار، ٤٤ ټوک ٣٢٩ مخ، ابن شهر اشوب، مناقب آل  ابي طالب، ٤ ټوک  ٨٩ مخ

[2] . حسن بن علي بن شعبه، تحف العقول، ٢٣٧، ٢٣٩ مخونه

[3].  نساء  (٤)، ایت ٣٥.

[4].  نساء  (٤) ایت  ١٢٨.

[5] . انفال (٨) ، ایت ١.

[6] .  شيخ صدوق، ثواب  الاعمال و عقاب الاعمال، ١٧٩ او ١٨٠ مخونه

[7] . مراجعه وکړئ : حجرات (٤٩) ، ایت ٩.

[8]  بقره (٢) ایت  ١٦٠ او نساء (٤) ایت  ١٤٦.     

 [9].  Reform

[10] . Reformist

[11]. نساء (٤)، ایت ١٤١.

[12].  نسا‌ء   (٤) ایت ١٤٣.

[13] . بقره (٢)  ایتونه ٨،٩.

[14] . بقره (٢)، ایت ١١.

[15]  . ابي مخنف، وقعة الطف، څيړنه محمد هادي يوسفي غروي، ١7٢ مخ.

[16] . خداي تعالیٰ د عبوديت د عهد په باره کې په قران مجيد کې فرمايي.

[17]  . مراجعه وکړئ. ميزان، ژمے  ١٣٥٩   او سپرلے   ١٣ ٦٠.

[18] . مراجعه وکړئ. کيهان، ٢٣، ٢٤، ٢٥، د ١٣٧٩ کال د اوري مياشته  د برلين د کانفرنس راپورونه.

[19] . سبط ابن جوزي، تير.

[20] . هماغه سند .

کلیدي کلمې: