د عاشورا د پاڅون د درنښت اهميت

د کربلا پيښه که په تاريخ کې بې سارې نه وي کم سارې پيښه ضرور ده. لکه څرنګه چې له امامانو (ع) په تير وخت او راتلونکي کې د دغه پيښې د بې ساري والي په هکله روايتونه هم  راغلي دي.[1] 

د شيعو له نظره ورتير ټول مورخان او له تاريخه خبر کسان يو نظر لري چې د عاشورا پيښه د نړۍ په ډير کم مثاله پيښو کې شامله ده. داسې حادثه چې هم د پيښيدو د کيفيت له اړخه هم د مصيبت د ستروالي له نظره او هم په يادونو کې د هغه د تل پاتې والي او د هغو اجتماعي اثارو له نظره چې لرل يې له بلې هيڅ پيښې سره د پرتلې وړ نه ده هر کال د امام حسين د ماتم تکرار کولے شي تر ټولو ښه خبرداروونکے او بيداروونکے عامل وي د هيڅ يوې پيښې لپاره د عاشورا د پيښې تر حده وخت او سرمايه نه ده لګيدلې او خلکو په يو مصيبت هم دومره نه دي ژړلي.

د سيد الشهدا‌‌‌ء (ع) لپاره د وير اغيزې او پراختيا

په دې زمانه کې د امام حسين (ع) عزاداري يوازې په ايران پورې نه ده محدوده. بلکه د نړۍ په ډيرو ليرو سيمو کې هم د محرم او صفرې په مياشتو کې هغه شان دستورې چې په ايران کې دي تر سره کيږي په نيويارک ښار کې چې د لويديځې نړۍ يو ډير لوي ښار دے د پاکستان، ايران، عراق، لبنان او ځينو نورو اسلامي هيوادونو شيعه د عاشورا په ورځ د سينه زنۍ دستې او جلوسونه جوړوي. په دې ډول چې د خلکو پام ځانته اړوي او د دغه ښار تر ټولو لوي سړک له خلکو ډکيږي او تګ راتګ پکې له ستونځې سره مخامخيږي.

پر شيعو سربيره په ډيرو سني ميشته سيمو کې هم د عاشورا په ورځو کې داسې مراسم تر سره کيږي يا دا چې هغوي د شيعو په دستورو کې برخه اخلي، په هندوستان کې ډير سني مذهبه مسلمانان چې د مسلمانانو شمير يې د ايران د نفوسو دوه چنده دے _ او همدا راز د پاکستان او بنګله ديش مسلمانان د امام حسين (ع) په عزادارۍ کې برخه اخلي. هغوي په دې آيت: [2] له ذوي القربي او د پيغمبر (س) له اهلبيتو سره مينه په خپل ځان واجبه ګڼي او د پيغمبر د رسالت د اجر د ادا کولو لپاره د هغوي د لمسي امام حسين (ع) په عزادارۍ او د وير په مراسمو کې ګډون په ځاي ضروري ګڼي. له دې ورتير هغه بت پالي چې په هند کې ژوند کوي او په اسلام هيڅ عقيده هم نه لري، د هغو برکتونو په وجه چې د سيد الشهدا‌‌ء (س) له عزادارۍ يې ليدلي دي پخپله جدا مراسم جوړوي. او ډير نذرونه او خيراتونه ورکوي.

په دې اساس ويلے شو چې په نړۍ کې هيڅ يوې پيښې په ولسونو دومره اغيزه نه ده لرلې دا پيښه د څوارلسو سوو کلونو له تيريدو سره سره هماغه شان تازه ده او د خلکو په عاشقانه سوز او مينې سره تر سره کيږي. ته وای د کربلا پيښه هم دا نن شوې ده. شايد يوازيني د وير دستورې چې د مخينې او لرغونوالي له نظره يې د امام حسين له عزادارۍ سره پرتله کولے شو په پسرلي موسم کې. د حضرت عيسی عليه الصلوة والسلام په دار د ځړيدلو کليزه ده. ځکه چې د مسيحيانو د عقيدې مطابق هغه حضرت په صليب وځړول شو او ښخ کړے شو. حال دا چې مونږ مسلمانان وايي چې حضرت عيسی نه دے صليب شوے. ځکه چې قران فرمايي:[3] هغوي عيسی ونه واژه او هغه يې په دار ونه ځړاوه بلکه په هغوي خبره مشتبه شوه.

مسيحيان هر کال د دغه پيښې په کليزه کې د وير مراسم جوړوي په دغو مراسمو کې تورې جامې اغوندي او شمعې بلوي او مذهبي سرودونه په کراره وايي. خو د دغو مراسمو د دوه زره کلنې مخينې[4] سره سره دغه دستورې د امام حسين (ع) د ماتم له دستورو سره د پرتلې وړ نه دي. شيعو په تاريخ کې د امام حسين (ع) د ماتم او د هغه حضرت د زيارت لپاره ډيرې قربانۍ ورکړي دي. په تيرو ځينو پيرونو کې شيعو په اسانه د امام حسين (ع) زيارت نه شو کولے. د امويانو او عباسيانو په زمانه کې د هغه حضرت په زيارت کولو ډيره سختي وه. له دې امله له امامانو څخه ډير روايتونه راغلي دي چې  د ويرې په حالاتو کې د امام حسين (ع) د زيارت د ډير ثواب ښودنه کوي.[5] په تيره بيا د عباسي واکمن متوکل په زمانه کې دومره سختي وه چې چا زړه نه کولو د امام حسين(ع) زيارت ته نزدي شي. اخر د متوکل په حکم د امام حسين (ع) زيارت ړنګ کړے شو. د هغوي په زيارت او قبر يې اوبه ورپريښودې او ځمکه يې ورته واړوله چې د هغه حضرت د قبر اثار په بشپړه توګه له منځه يوسي. او د هغوي ياد له زړونو اوباسي.[6] خو شيعو د امام حسين(ع) د زيارت لپاره له هيڅ قربانۍ او سر ښندنې ډډه ونه کړه. که د کربلا پيښه له ځينو اړخونو د تاريخ له نورو پيښو سره ورته والے لرلے شي له دې نظره بيخي د پرتلې وړ نه ده.

سرچینې

 

[1] . ر، ک : ابن قولويه . کامل الزيارات، لومړے ټوک ٦٥، ٦٧ مخونه

[2] . اي پيغمبره) ووايه زه د خپل  رسالت په بدل کې له تاسو بې له دې بل څه نه غواړم چې زما له اهلبيتو سره مينه وکړئ. شوریٰ ٢٣

[3] . نساء  (٤)  ١٥٧

[4]. يو کال د حضرت عيسی د وير د مراسمو په کليزه کې په واټيکان کې وم هغه مراسم چې په سن پيټر کليسا کې د پاپ په شتون سره جوړ شوي وو حاضر شوم . څرګنده ده په هغو مراسمو کې چې د پاپ په شان نړيوال شخصيت پکې وي او د نړۍ له ليرې سيمو پکې خلک د ګډون لپاره راغلي وي او په هغه کليسا کې چې د نړۍ تر ټولو لويه کليسا ده تر سره شي مراسم به يې ډير پرتمين وي خو دغه ټول مراسم حتي زمونږ په يو عالم پسې د فاتحې تر مراسمو هم برم نه درلود. او په تهران يا قم کې د عزادارۍ له يو مجلس سره هم د پرتلې وړ نه وو.

[5].   ابن قولويه، کامل الزيارات، ج 1، ص 135

[6] . ابو الفرج اصفهاني، مقاتل الطالبين، ٤٧٨ مخ .

کلیدي کلمې: