د عاشورا د پاڅون د تل پاتې والي راز

بې له شکه د عاشورا پيښه د مومنانو په زړونو بې پايه اغيزه لري. او دا اثر هيڅکله نه زړيږي او تودوالے يې نه سړيږي. او مينه يې تل د هغه حضرت د ليوالو په زړونو کې ژوندۍ ده. خو آيا د شيعو اهل سنتو او حتیٰ بت پالو دغه مينه اتفاقي ده؟ که څه هم خداي تعالی پخپله د مومنانو په زړونو کې د امام حسين(ع) مينه ايښې ده او هم دا راز د غيبي عواملو د رول انکار نه شو کولے او د هغه حضرت د عزادارۍ برکات په دې زمينه کې بې اغيزې نه دي. ويلے شو تر دغو اسبابو او لاملونو زيات مهم د معصومانو (ع) په تيره بيا د خداي د ګران رسول(ص) سپارښتنې او وينا ګانې دي. چې هغو ستر شخصيتونو د امام حسين (ع) په عزادارۍ او د هغوي په مصيبت په ژړلو ډير ټينګار کړے دے.[7]

هم دا راز د ايمه اطهار عملي سيرت په دې برخه کې ډير اغيز لرلے دے ګرانو امامانو هغه شاعران چې د امام حسين په غم او وير کې به يې شعرونه ويل هڅول او د امام حسين(ع) په مصيبت کې د شعر او نوحې ويلو ثواب به يې بيانوه.[8] دوي هم دا راز هغو کسانو ته چې شعر يا ويرنه يې ويله ډير انعام ورکاوه. او د هغوي درنښت به يې کاوه د عزادارۍ په ورځو کې به يې په خپلو کورونو کې د وير دستورې جوړولې او يو شاعر به يې باله چې خپل شعرونه د امام حسين په وير کې ووايي. په تنيجه کې ويلے شو چې د ګرانو امامانو (ع) ژبنۍ سپارښتنې او د هغوي عملي سيرت او هم دا راز د امام حسين(ع) د عزادارۍ لپاره د ثواب او اجر بيانولو او بالاخره هغه مينې چې خداي تعالی د مومنانو په زړه د امام حسين ايښې دا پيښه انسانانو په تاريخ کې بې سارې کړې ده.

په اخر کې دا شبهه په ذهن کې پيدا کيږي چې ولې د نورو امامانو د شهادت د تلينونو لپاره داسې دستورې نه جوړيږي حال دا چې د رسول الله مبارک (ص) او د حضرت علي(ع) شان تر ټولو معصومانو لوړ دے. او هغه مراسم چې د پيغمبر د رحلت او د امير المومنين علي د شهادت لپاره تر سره کيږي د امام حسين له عزادارۍ سره د پرتلې وړ نه دي د امام حسين (ع) مصيبت څه ځانګړتيا لري چې دومره اهميت يې پيدا کړے او دومره ورپاره سپارښتنه شوې ده. لکه څرنګه چې روايت شوے چې د حضرت ادم(ع) له زمانې ټولو پيغمبرانو اولياوو او پرښتو د سيد الشهداء لپاره ژړا کړې ده[9] رسول الله مبارک د امام حسين د سترتوب او عظمت په هکله فرمايي: اِنّ الحُسَيْن بْنَ عَلِي فِیْ السّماءِ اَکبرُ مِنهُ فِی الاَرضْ فاِنّهُ لَمَکتوبٌ عَن يَمينِ عَرْشِ اللهِ مِصباحُ هُدیٰ  سَفينَةُ النَّجاة [10]  حسين ابن علي په آسمان کې تر ځمکې زيات لوړ رتبه دے ځکه چې د خداي د عرش په ښي اړخ ليکل شوي دي چې حسين (ع) د هدايت څراغ او د نجات کشتۍ ده.

او همدا راز فرمايي: اَلْحُسَيْنُ مِنّیْ وَ اَنَا مِنْ حُسين [11]

البته ټول امامان د هدايت څراغ او د نجات کشتۍ دي[12] خو امام حسين ځانګړې خصوصيت لري او دا روايتونه په دوي کې د يو پټ راز ښودنه کوي.

بې له شکه د سيد الشهدا ‌ء شخصيت او هغه حالت چې خداي تعالی د هغوي لپاره پيدا کړ د هغه حضرت ژوند او شهادت ته خاصه ځانګړتيا ورکړې ده. او دا برکتونه له دې امله دي. که نه وي ټول امامان يو نور دي او د شيعو د عقيدې په اساس که د امام حسين(ع) په ځاي بل امام وے هغه به هم همداسې کار کاوه. او که د هغوي په کړو کې کوم اختلاف ليدل کيږي د هغوي د وخت د ټولنيزو شرائطو له امله دے دا چې کله ويل کيږي.

امام حسن (ع) له امام حسين (ع) په پرتله د سولې سمبل و په دې معنا نه ده چې هغو دواړو له اسلامه دوه مختلفې سليقې او اخستونونه لرل يعنې د سولې برداشت او زيږ برداشت. بلکه که امام حسين (ع) هم د امام حسن (ع) په شان له شرائطو سره مخامخ شوے وے د هغوي په شان کار به يې کاوه او که امام حسن (ع) د امام حسين(ع) په شان حالات لرلے همداسې سلوک به يې کاوه. او نور امامان هم همداسې دي، د امامانو په کړو او سلوک کې فرق د هغوي د ټولنيزو شرايطو او د وخت د حالاتو له امله و. چې د دغه ډول رودې اقتضا يې کوله. نو په دې اساس ويلے شو د امام حسين(ع) د وخت خاص موقعيت چې هغه ته الهي تقدير او خواست هم وايي دا زمينه برابره کړه چې هغه حضرت د بشريت په تاريخ کې د انسانانو د لارښوونې رول ولوبوي. چې د نورو لپاره د داسې رول د لوبولو زمينه برابره نه شوه. هر څه د لايزال خداي ارادې ته ګرځي اجمتاعي شرايط هم د هغه په ارادې جوړيږي دا دوه چارې د سکې دوه مخونه دي. که داسې ووايو چې خداي تعالی امام حسين(ع) ته داسې ځانګړتيا وبخښله او که داسې ووايو چې د هغه وخت د ژوند او ټولنې شرايطو داسې تقاضا کوله ځکه چې ټولنيز شرايط هم د خداي د ارادې تابع دي او د هغه د تقدير مطابق تحقق مومي خو امام حسين(ع) څرنګه دغه مقام ته ورسيد چې خلک د هغه د وير په برکت د دنيا او اخرت نيکمرغۍ ته ورسيږي. البته بايد پام ولرو چې د مومن لپاره دنيا د تکامل او د اخرت سعادت ته د رسيدو لپاره يوه وسيله ده. او اصلي ژوند هماغه د اخرت ژوند دے په دنيا کې ژوند د اخرت د ژوند په پرتله د مور په خيټه کې د سخړي (جنين) د ژوند په شان دے او حقيقي ژوند له مرګه وروسته پيل کيږي لکه څرنګه چې خداي تعالی فرمايي:[13]

 (حقيقي ژوند هماعه د قيامت ژوند دے) خو په هر حال د امام حسين په عزادارۍ کې هم د دنيا برکتونه پټ دي او هم د اخرت ثواب. د هغې په دنياوي برکاتو کې هغه معجزې او کرامتونه شامل دي چې له عزاداريو حاصل شوي دي.[14]

د امام حسين د ماتم يو برکت د عزادارانو د زړه نورانيت، د حاجتونو پوره کيدل او د مصيبتونو د بلاګانو غړيدل دي. البته په ياد ساتل پکار دي چې لکه څرنګه چې په دعا سره بلاګانې او مصيبتونه ليرې کيږي د امام حسين په عزادارۍ سره هم ډيرې بلاګانې ليرې کيږي. چې خلک يې له نازليدو خبر نه دي. لکه څرنګه چې د دعا په وسيله د بلا له غړيدلو نه خبريږي.

د امام حسين د پاڅون سپيڅلتيا او د هغه د تحريف نه منل

د تيرو خلکو تاريخي پيښې تل يو ډول ابهام او تحريف لري. او د پيغمبرانو او وليانو د ژوند تاريخ هم له دغه قاعدې مستثني نه دے کله چې د هغوي ژوند لولو. پوهيږو چې هغوي په خپل ژوند کې هم له ابهام سره مخامخ وو او دا ابهامونه د هغوي له وفاته وروسته د وخت په تيريدو سره زيات شول. د اسلام پيغمبر د نورو نبيانو په شان په ډيرو سپکو تورونو تورنيده مثلا ويل به يې دا کس ليونے شوے دے خبرې يې مه اورئ يا دا چې دوي ته به يې د جادوګرۍ او ساحرۍ نسبت ورکاوه او ځوانانو ته به يۍ سپارښتنه کوله چې چې په خپلو غوږونو کې باتۍ کيږدي او چې د هغه اواز وانه وري. ويل به يې هغه په خبرو سره په دوي جادو کوي د هغه حضرت له وفاته وروسته يې هم په هغوي ډول ډول تومتونه او دروغ وتړل د خداي ګران رسول پخپله وړاندوينه کړې وه چې د دوې له وفاته وروسته به داسې کسان چې ځانونه دهغوي پيروان ګڼي په دوي پورې دروغ وتړي. دوي وفرمايل:

قَدْ کَثُرَتْ عَليّ الکذّابَه وَ سَتُکْثَرْ[15] (په ما دروغ تړل زيات شوي دي او ډير زر به له ما وروسته ډير کسان په دروغه زما له خولې حديثونه نقل کړي.)

بيا دوي له دروغجنو حديثونو د رښتيانيو حديثونو د معلومولو معيار او ملاک په ګوته کړ. وې فرمايل زما حديث له قران سره پرتله کړئ که د قران مخالف وي پوه شئ چې صحيح نه دے. له پيغمبر اکرم وروسته معصومو امامانو. د الهي علومو د کارپوهانو په توګه په ځلونو جعل حديثونه چاڼ کړل. د امام صادق په زمانه کې هم داسې شرائط پيدا شول. يو کس چې حديث به يې جعلاوه، ابو الخطاب و. او امام صادق د هغه جعلي حديثونه چاڼ کړل او صحيح حديثونه يې معرفي کړل[16]. دا کار د امام رضا (ع) په زمانه کې هم وشو. او هغه حضرت روايتونه تصحيح کړل. او عيون اخبار الرضا کتاب په همدې اساس ليکل شوے دے. په دې اساس ويلے شو. هغه حديثونه چې قطعا د خداي له رسوله نقل شوي دي. د هغه حديثونو په پرتله چې جعلي او ځانه جوړ دي ډير نه دي. او شيعو او سنيانو په کتابونو کې ډير دروغجن حديثونه موجود دي.

د تيرو پيښو او حقيقتونو د تحريف په زمينه کې د پيغمبر اکرم(ص) د سيرت ځينې مثالونه راوړلے شو. د پيغمبر اکرم د ځاي ناستې توب مسله د دې يوه بيلګه ده. هغه حضرت له هغې ورځې چې خپله بلنه يې ښکاره کړه. علي(ع) خپل ځاي ناستے وټاکه. د خداي رسول د قران د حکم په اساس: [17] ټول ترونه، تربوران او د خپل قوم خپل خپلوان راوغوښتل او وې فرمايل هر چا چې تر ټولو مخکې په ما ايمان راوړ زما ځاي ناستے به وي. په دغه وخت کې بې له حضرت علي(ع) چې تر دولسو ديارلسو کلونو زيات عمر يې نه درلود _ هغه حضرت ته مثبت ځواب ور نه کړ.

رسول الله مبارک په دغه غونډه کې هغه خپل وزير او ځاي ناستے معرفي کړ. ځينې مشران او سپين ږيري چې په دغه محفل کې ناست وو، په ملنډو سره ابو طالب ته وويل: ډير وخت بۀ تير نه شي چې ته بايد د خپل زوي تابع شې[18]

پيغمبر اکرم (ص) په خپل ژوند کې په ځلونو او په مختلفو شکلونو د امام علي په ځاي ناستي والي ټينګار وکړ. د مثال په توګه د خداي رسول علي(ع) ته وفرمايل: اَنْتَ مِنّي بِمنزِلَةِ هَارُونَ مِنْ مُوسیٰ اِلا اَنّه لا نَبِيَ بَعْدِيْ[19] (ته زما لپاره داسې يې لکه هارون چې د موسیٰ لپاره و، په دې فرق سره چې له ما وروسته به پيغمبر نه وي.) بلاخره د خدای رسول(ص) له خپل وفاته اويا ورځې مخکې په غدير خم سيمه کې امر وکړ چې مسلمانان دې په سوزنده ګرمۍ کې غونډ شي، په دې وخت ځينې کسان حيران وو چې ولې پيغمبر د ماسپخين په ګرمۍ کې د دريدو حکم کړے دے. بيا يې حضرت علي(ع) د اوښانو په کجاوو وخیژاوه او خلکو ته يې د هغه د جانشينې اعلان وکړ. وې فرمايل: مَنْ کُنتُ مَولاه فَهذا عَليٌ مَولاه[20] 

په دې ډول د خداي رسول د خپل ژوند په وروستيو ورځو کې په رسمي او علني ډول علي خپل ځاي ناستے وټاکه. حال دا چې د غدير له پيښې د اويا روځو له تيريدو وروسته کله چې د خداي رسول وفات شو هماغه مسلمانان چې په غدير خم کې موجود وو په سقيفه بني ساعده کې راغونډ شول چې د خداي د رسول لپاره ځاي ناستے او خليفه وټاکي. ځينو وويل بايد د رسول ځاي ناستے له مهاجرينو وي ځينې وويل له انصارو دې وي. ځينو نورو وويل دوه خليفه ګان به وټاکو. يو له مهاجرو او بل له انصارو، منا امير و منکم امير. خو په غدير خم کې د خداي د رسول د وينا هيڅ يادونه ونه شوه. چې پيغمبر هلته د حضرت علي (ع) په هکله څه فرمايلي وو. په دې اساس هم د پيغمبر خبرې اوهم يې سيرت او کړه تحريف شول. حتیٰ د هغه حضرت(ص) ځينو ميرمنو هم په هغوي تومتونه لګول، او د تحريم سوره په دې خبره دلالت کوي[21] د تيرو پيښو په تحريفاتو کې يو هم د امير المومنين(ع) د شخصيت تحريف دے. عدالت او عبادت د امام علي(ع) دوه لوړ صفتونه دي. او کله چې د حضرت علي (ع) نوم ذکر شي دا دوه صفتونه ذهن ته راځي امام علي به په پټي کې د کار په وخت هم نافله لمونځونه کول هغوي به په شپه ورز کې له پنځوو سوو تر يو زرو رکعتونو پورې لمونځونه کول ټولو هغه په دې صفت پيژانده. سره له دې د شام په خلکو کې داسې پروپاګنډه شوې وه چې کله په جومات کې د امام علي د شهيديدو خبر ورسيد د شام خلکو وويل ايا علي لمونځ هم کاوه؟

همدا راز نور معصوم امامان او د دين مخکښان په هر يو په يو ډول تورونه ولګيدل. حتیٰ له همدې قرانه چې په ټول مخلوق تر ټولو لوي حجت دے او له هغه ورځې چې حضرت ادم(ع) پنځول شوے په ځمکې کې د انسان د ژوند تر پايه پورې تر دې زيات روښانوونکے او د هدايت کتاب بل نيشته. پرله پسې غلط تفسيرونه وشول. ټولې اسلامي فرقې په هغو اختلافونو سره چې په مذهبونو کې يې لري په يو ډول ځانته له قرانه دليل راوړي. هم د يوې مسلې د ثابتولو  او هم د نفي کولو لپاره او له قرانه په يو ډول مبهمه استفاده کوي. دا چې ولې قران په دې ډول دے چې له هغه مختلف تفسيرونه وړاندې کيدے شي. جدا مسله ده او مفصلو جاجونو او شننو ته اړتيا لري. خو قطعا ويلے شو چې په دغو مسايلو کې عمدا هم ځينې کارونه شوې او ځينې کسان عمدا غواړي قران د خپلې رايې مطابق تفسير کړي. د شخصيتونو ترورونه، تومتونه او په الهي حجتونو تورونه له دغو معنوي تحريفونو څخه دي.

تر ټولو روښان حجت د خداي کتاب دے چې دا ابهامونه يې په تفسير کې موجود دي تر ټولو افضل پيغمبر حضرت محمد (ع) او تر ټولو افضل وصي اميرالمومنين (ع) دے. چې د هغوي په هکله په هغه زمانه کې داسې ابهامات رامنځته شول. د رسول الله مبارک له وفاته پنځه ويشت کاله وروسته لومړي کسان چې له امير المومنين سر يې بيعت وکړ. هماغه د پيغمبر نزدي اصحاب او د امام علي (ع) ځينې خپلوان او د قوم کسان وو. منجمله زبير چې د پيغمبر او علي د ترور زوے و.خو د بيعت له تيريدو څو ورځې وروسته يې علي د عثمان قاتل وباله او د عثمان د خون خواهي په پلمه له هغه سره وجنګيدل.

هغوي ډير خلک د عثمان د وژل کيدو په هکله بې لارې کړل او داسې يې مشهوره کړه چې عثمان د علي په لاس وژل شوے دے. او ځانونه يې د هغه خون خواه وبلل. او د جمل جنګ يې جوړ کړ. هم دا راز نن د اهل سنتو په کتابونو او منابعو کې د موجودو معلوماتو په اساس د پيغمبر شخصيت او سيرت د شکونو او ابهام په شپول کې دے. په دې کې يو اختلاف د هغه حضرت د وضو يا اودس کولو د طريقې په هکله دے د خداي رسول (س) د خپل رسالت په درې ويشتو کلونو کې له خلکو سره يو ځاي و او هغوي تل په خپلو سترګو د هغوي کړه او سيرت په خپلو سترګو ليدلے و سره له دې ايا ممکنه ده چې هغوي په درې ويشتو کلونو کې نه وي ليدلي چې پيغمبر څرنګه وضو کولو.؟ ايا ممکنه ده دا مسله د خلکو لپاره پټه پاتې شي.؟ لږ تر لږه لس کاله په مدينه کې مهاجرو او انصارو ليدلي وو چې پيغمبر څرنګه اودس کوي. حتیٰ ډير وختونه به داسې کيدل چې مسلمانانو به د خداي د رسول د وضو د اوبو لوښے د تبرک لپاره له ځان سره وړه[22]. خو د پيغمبر له رحلته څه موده وروسته دا مسله مطرح شوه چې د اودس په وخت بايد لاسونه څرنګه ومينځل شي. که څه هم خلکو غوښتل چې په پيغمبر پسې اقتدا وکړي. او د دوې په سيرت عمل وکاندي. خو شيطاني عوامل موجود وو چې هڅه يې کوله د پيغمبر په سيرت کې ابهام او شک پيدا کړي.

په تيرو حوادثو کې او د انبياوو او اولياوو په کړو او ويناو کې هغه څه چې تحريف او بدلون پکې نه شي راتللے او هغه غلط نه شو تفسيرولے د سيد الشهداء (ع) پاڅون د ے. هغه پاڅون چې د دين د دودولو او تبليغ لپاره وشو. او په هغه کې امام حسين او ياران يې حتیٰ شپږ مياشتنے زوے يې شهيدان شول. هيڅوک تر اوسه نه دي توانيدلي. د تاريخي مطلب تحريف کړي. که څه هم د کربلا د پيښې د ځينو جزيياتو په هکله _ لکه د عمر سعد د سپايانو د شمير په هکله _ اختلاف موجود دے ځينې اختلافونه شته خو د کربلا په پيښه کې داسې چارې شته چې تحريفيدے نه شي. يوه خبره پکې پخپله د کربلا پيښه ده. او بله دا چې امام حسين د دين د ژوندي کولو لپاره پاڅون وکړ. او په دې لاره کې پخپله او ياران يې شهيدان شول. او کورنۍ يې په بند کې لاړه. له دې امله د کربلا په پيښه کې د پيښې انکار نه شو کولے. او نه يې هم هدف بل څه بللے شو. ځکه چې مقام او منصب ته د رسيدو لپاره تر دې ډيرې اسانې لارې موجودې وې کوم کس چې مقام او منصب غواړي کله يې چې سره ته خطر پيښ شي. د سولې د لارې لټه کوي او په هرې طريقې هڅه کوي خپل سر وژغوري. حال دا چې هم د عاشورا په شپه او هم د عاشور په ورځ امام حسين ته وړانديز وشو چې له يزيد سره بيعت وکړي چې په امان کې پاتې شي. خو دوي ونه منله او وې فرمايل هَيهاتَ مِنّا الذِلةُ[23] حتیٰ د عمر سعد په سپايانو کې داسې کسان وو چې د عاشورا تر ورځې يې هيله لرله چې خبره په سولې سره هواره شي. لکه څرنګه چې د حر د توبې په مسله کې دا خبره ښۀ څرګنده ده.

له دې ورتيرلاندينيو مواردو ته په پام سره امام حسين پوهيده چې وبه وژل شي.

الف: له پيغمبر اکرمه (ص) ډير حديثونه راغلي وو چې امام حسين به شهيديږي، او د رسول الله مبارک اصحابو او ملګرو دغه حديثونه اوريدلي وو. په دې ډول چې حتیٰ هغه حضرت خپل قاتل پيژنده.[24]

ب: امام حسين د غيبي الهام او د امامت د علم له لارې له خپل شهادته خبر و، لکه څرنګه يې چې فرمايلي دي:

کاَنِي بِاوْصالي يَتَقَطّعَهَا عَسلان الفلوات بَيْنَ النّواويسَ وَ کَربَلا[25] (ته وا زه وينم چې د نواويس او کربلا ترمينځ د صحرا ليوان زما يو يو جوړ جدا کوي)

همدا راز په دې هکله رښتيني خوبونه وليدل شول. د امام قافله د ماسپښين په وخت پ ثعلبيه سيمه کې کوزه شوه. امام سپک شان خوب يوړ کله چې ويښ شو خپل زوي علي اکبر ته يې وويل (اي زويه دا هغه شيبې دي چې خوب پکې دروغ نه وي يو څو شيبې خوب يوړم يو کس مې وليد چې په اس سپور و ماته يې وويل اي حسين، مرګ له تاسره روان دے او تا د جنت په لور بيايي نو پوه شوم چې وبه وژل شم[26]

سره له دې امام حسين خپله کورنۍ او خپلوان له ځان سره بوتلل او په دې ډول هيڅکله نه شو ويلے چې د امام دا کار هم مال او مقام ته د رسيدلو لپاره و. که څه هم ممکنه ده د ځينو ناصبيانو په شان يو شمير کسان چې ځانونو ته مسلمانان وايي د امام عمل غلط وګڼي، خو دا مني چې امام حسين دا کار د دين د ژوندي کولو لپاره وکړ.

د عاشورا پيښې نه انکاريدونکې اغيزې منجمله د انسانانو لارښوونه او هغوي ته د فداکارۍ درس ورکړ. او په ټولو مسلمانانو يې غاړې خلاصې کړي دي چې که د دوي په زمانه کې د امام حسين د زمانې په شان حالات پيدا شول بايد د امام لاره غوره کړو.

خو په هر حال د امام حسين د پاڅون هدف او ټولنې ته په حرکت ورکولو کې د هغه اغيز په هيڅ توګه نه شي تحريف کيدے. او د هغوي په هدف کې د دنيا پرستۍ او رياست غوښتنې تصور نه شي کيدے. له دې امله هر څوک چې دغه پيښې ته پام وکړي په زړه کې يې د هدايت رڼا ځليږي او ضمير يې بيداريږي د هغه مذهبي احساسات غوړيږي او په زړه کې يې مسووليت احساس پيدا کيږي.

د امام حسين او د هغه د کورنې او ملګرو شهادت او سر ښيندنه د اسلام د سپيڅلي دين په وړاندې د مسووليت او حساسيت د پيدا کيدو سبب کيږي ځکه چې هغه حضرت د هدايت څراغ دے: اِنّ الحُسين مِصْباحُ الهُدی َو سفينة النجاة [27] دا څراغ د قيامت تر ورځې روښانه دے او د هدايت او ژغورنې لاره ښيي. مسلمانان او په تيره بيا شيعه له هماغو اولو ورځو د کربلا د پيښې ژوندي ساتلو ته اهميت ورکړے، منجمله دا حرکت د توابينو په خوځښت کې او د هغه حضرت د قبر په خوا کې د هغوي په مصيبت په ژړلو او د امام حسين د خون خواهۍ او غچ اخستلو لپاره د هغوي په ميړانه کې لټولے شو.[28] هم دا راز هغه سپيڅلتيا چې د کربلا خاورې وموندله او د پيغمبر د کورنۍ مينه والو له هغې د خپلو لاعلاجه دردونو او ناروغيو لپاره استفاده کوله. له بل پلوه د خداي خوښه دا وه چې د امام حسين نوم او ياد د انسانانو د لارښوونې په توګه تل ژوندے پاتې شي. له دې امله ميرڅمنانو چې هر څومره هڅه وکړه چې هغه حضرت ياد له زړونو وباسي. خو هيڅ يې ونه کړے شول دا سپيره کوششونه د هجرت له لومړيو پيړيو تر ننه روان دي. د بيلګې په توګه د رضا شاه باچا په زمانه کې د امام حسين په ماتم پابندي وه. وينا والو اجازه نه لرله چې د ملايانو جامې (عبا قبا) واغوندي له کوره د مرثيو او ويرنو د غږ په راتللو پابندي وه. او د امام حسين په نامه يې د هيڅ مجلس اجازه نه ورکوله.

اوس پوښتنه دا ده چې د سيد الشهداء (ع) نوم د پهلوي د حکومت لپاره څه خطر درلود. ولې يې د هغه حضرت د ياد له ژوندي کيدو سره دومره دشمني لرله[29] ولې نن هم په منظم پروګرام سره د امام حسين له نوم سره دشمني او حساسيت لري.؟ دا مخالفان چې ځانونه ديني روڼ اندي ګڼي په حقيقت کې نه له دينه کومه برخه او پوهه لري او نه له روشن فکرۍ. هغوي ټينګار کوي چې د امام حسين شهادت يوه عامه پيښه يا د پيغمبر(ص) د تاو تريخوالي غبرګون و. پيغمبر په بدر غزا کې له بني اميه وو سره زيږ چلند وکړ. بني اميه هم په کربلا کې د جنګ اور بل کړ. او د پيغمبر لمسے او ملګري يې ووژل. او دا د هغه تاوتريخوالي نتيجه وه[30] البته په جنګ بدر کې، يو شمير مسلمانان هم ووژل شول خو د کفارو وژله ډيره وه او خداي تعالی مسلمانان کامياب کړل. وايي له دې امله چې په جنګ بدر کې پيغمبر له بني اميه وو سره تريخ چلند وکړ د بني اميه وو اولاد هم د پيغمبر له زوزات سره دغه سلوک وکړ. دا يوه طبيعي چاره او له بني اميه وو سره د پيغمبر د چلند رد عمل و د دغو روڼ اندو په باور د کربلا له عاشورا د عبرت در س دا دے چې د هيچا په وړاندې بايد زيږ او تاو تريخجن عمل ونه شي چې د متقابل تاوتريخوالي سبب نه شي. د دغو کسانو په نظر، جهاد، دفاع امر بالمعروف او نهي از منکر بايد ختم کړے شي.، چې څوک له چا سره غرض ونه لري. او په قران کې د خداي تعالی دا حکم بې ځايه دے چې فرمايي:

[31]  (له مشرکانو سره وجنګيږئ چې خداي هغوي ستاسو په لاس عذاب کړي او سپک يې کړي. او تاسو په هغوي بريالي کړي چې د مومنانو زړونه ښاد شي)

دوي د بدر په غزا کې د پيغمبر کړچار غلط ګڼي ځکه چې نتيجه يې په کربلا کې د پيغمبر د لمسي وژله وه. خو يزيد او يزيديان سپين بازان ګڼي ځکه چې د هغوي کار طبيعي غبرګون و. د اسلام دغه ډول استنباط ته (ماډرن اسلام) او (له اسلامه نوے قرائت او استنباط) ويل کيږي! دا اخستون هغه فکر دے چې د معصومو ځوانانو او زلميانو تر مينځ دودوي. چې هغوي له دې وروسته امام حسين دا ډول وپيژني. دا دشمنۍ له دې امله دي چې امام حسين د هدايت څراغ او د انسانانو د ګمراهۍ او بې لارې مخنيونکے دے. او د دين په ملاتړ او مرسته کې د خلکو دنده روښانوي. د امام په سيرت کې د لټۍ او تسامح په پلمه له غيرته لاس نه اخستل کيږي. امام حسين وفرمايل هَيْهاتَ مِنّا الذِلَةُ او له دې امله ونه توانيدل هغه په مال او دولت سره وغولوي. د امام حسين منونکي او ياران هم د هغوي په پله پل ږدي.

سرچینې

[7] . منجمله دا چې امام باقر (ع) فرمايي امام  حسين د خداي رسول ته ورغے  پيغمبر هغه په غيږه کې ونيوه او امير  المومنين (ع) ته يې وفرمايل دې ونيسه . بيا يې هغه ښکلاوه او ژړل يې امام حسين پوښتنه وکړه ګرانه پلاره ولې ژاړې.؟ وې فرمايل اي زويه ستا په بدن کې د تورو د زخمونو ځايونه ښکلوم او ژاړم . امام حسين (ع) وپوښتل  اي پلاره ايا زه بۀ ووژل شم؟ وې فرمايل هو . په خداي قسم ته او ورور به دې ووژل شئ بيا امام حسين (ع) وپوښتل اي ګرانه پلاره ايا زمونږ قبرونه به خواره واره شي. وې ويل هو زويه، بيا هغه حضرت وپوښتل په دې وخت کې به ستا د امت کوم کسان زمونږ زيارت کوي.؟ وې فرمايل ستا، ستا د ورور او پلار د قبرونو زيارت به يوازې صديقان کوي (ابن قولويه،  ٦٧، ٦٩ مخونه) په دې ډول چې اوښکې يې په مخ روانې شي، خداي تعالیٰ  د هغه لپاره په جنت کې يوه کوټه تياروي .چې هميشه پکې اوسي.

[8] . لکه څرنګه چې امام صادق(ع) ابو هارون مکفوف ته چې د هغه حضرت په وړاندې يې د امام حسين مرثيه ويلې وه. وفرمايل اي ابا هارونه هر څوک چې د امام حسين (ع) په وير کې شعر ووايي پخپله وژاړي او لس کسه وژړوي د هغه لپاره جنت ليکل کيږي او هر څوک چې هغه په نزد د حسين يادونه وشي. او له سترګو يې د مچ د وزرو هومره اوښکه توي شي د هغه بدله په خداي ده. او [خداي تعالیٰ] د هغه لپاره بې له جنته په بل څه نه راضي کيږي.

[9] . تير سند 67-70 مخونه

[10] . محمد باقر مجلسي، بحار الانوار ٣٦ ټوک  ٢٠٤ مخ، ٤٠ باب، ٨ روايت

[11] . همدغه سند، ٤٣ ټوک،  ٢٦١ مخ، ١٢ باب،  ١ روايت

[12] . په زيارت جامعه کې راغلي دي  تاسو ټول د ژغورنۍ کشتۍ يئ هر څوک چې په تاسو پورې تمسک وکړي  ژغورل کيږي او څوک چې له تاسو ليرې پاتې شي تباه کيږي.

[13] . عنکبوت (٢٩) ، ٦٤ ایت

[14] . د آيت الله العظمی بروجردي د سترګو شفا په همدغو کراماتو کې شامله ده. دوي  د سترګو په لاعلاجه ناروغۍ اخته وو تر دې چې د عاشورا په ورځو کې په بروجرد کې د سينه زنۍ يوه دسته د دوي کور ته ورغله ارواښاد ايت الله بروجردي لږه شان خاوره چې عزادارانو په مخونو او سرونو مږلې وه په خپلو سترګو وموږله د هغوي د سترګو ناروغي سملاسي ښه شوه. او د عمر تر پايه پورې يې هيڅ ناروغي ونه ليده. او بې له عينکو بۀ يې ډير نري ټکي هم لوستل

[15] . محمد باقر مجلسي، بحار  الانوار  ٢ ټوک  ٢٢٥مخ  ٢٩ باب  ٢ روايت

[16]. شيخ طوسي، اختيار معرفة الرجال  په رجال کشي مشهور، د مير داماد په لمن ليک  او تعليقه سره .  مخ  ٥٧٦

[17]. شعراء (٢٦) ، ٢١٤

[18]. ابن ابي الحديد، شرح نهج البلاغه، تحقيق  محمد  ابوال فضل ابراهيم، ١٣ ټوک    ٢١١ مخ  .

[19] . ابن هشام ، السيرة النبويه، څلورم ټوک  ٥٢٠ مخ

[20]. ر. ک : تاج الدين  محمد به   محمد بن حيدر شعيري، جامع الاخبار، ١٠، ١١ مخونه  .    

[21] . ابن واضخ،تارپخ يعقوبي، ۲ ټوک ۷ مخ

[22]  . ر. ک: ابن هشام، السيرة النبويه، دريم ټوک  ٣١٤ مخ

[23]. محمد باقر مجلسي، بحار الانوار  ٤٥ ټوک . ٨٣ مخ  ، ٣٧ باب  لسم روايت

[24] . رک خوارزمي، مقتل الحسين،  ٢٣١، ٢٤٧   مخونه

[25]. محمد باقر مجلسي، بحا ر الانوار، ٤٤ ټوک ٣٧ باب  ٢روايت

[26] خوارزمي، مقتل الحسين،لومړۍ برخه  ٣٢٤  مخ [26] ١

[27] . محمد باقر مجلسي، بحار الانوار، ٩٤ ټوک  ١٤٨ مخ  ٣٥ باب  لومړے روايت .

[28] . ر ک : ابن اثير، الکامل في التاريخ، څلورم ټوک ، ١٥٨  _ ١٨٦ مخونه

[29]. زه په هغه وخت کې څلور پنځه کلن وم او ياد مې دي چې د شپې مهال به يې د ماتم لوستونکے او ذاکر رابله. هغه په شحصي جامو او کوټ پينټ کې راتله . د کور په انګڼ کې به ې جامې بدلې کړې او عمامه به يې په سر کړه. او د کور تل خونې ته به کوز شو. او هلته به يې په لوړ اواز ماتم لوسته. چې داسې نه وي په کوڅې کې د دولت ماموران د ماتم غږ واوري او هغه تعقيب کړي

[30] . رک : اکبر ګنچې، (خون بۀ خون شستن آمد محال)، صبح امروز  ٣٢، ٢، ١٣٧٨  شپږم مخ

[31]  توبه (٩)  ١٤.

کلیدي کلمې: