د عاشورا د پاڅون تاريخي مخينه

د عاشورا پيښه د عميزې د ژورتيا او د مصيبت د پراختيا له نظره او د هغې نورو اړخونو ته په پام سره په تاريخ کې کم سارې بلکه بې سارې ده. البته د دې مطلب دا نه دے چې هر څه په مقاتلو (د مصايبو په کتابونو) کې ليکلي دي او هر څه چې مرثيه لوستونکي وايي صحيح دي. بلکه کيدے شي ډير يې باوري اسناد ونه لري سره له دې په دې پيښه کې قطعي مسايل شته چې که يوازې همدغو مسايلو ته پام وکړو روښانه به شي چې د امام حسين له کورنۍ او هغه سره څه ډول له انصافه او عدالته ليرې او ظالمانه او غير انساني سلوک شوے دے او حتیٰ د عربو له دود او دستوره ليرې عمل شوے دے ځکه چې عربان په نورو ولسونو او قامونو کې په ځينو ځانګړتياوو مشهور دي او په ځان وياړي چې دغه لوړ صفتونه پکې دي. ميلمه پالنه په دوي کې يو صفت دے چې له پخوا راهسې پرې عربان مشهور دي. هغوي اوس هم تر يوه حده داسې دي. البته نور ډير خلک هم چې د قبيلو په ډول ژوند کوي ميلمه پال دي خو دا صفت له پخوا راهسې په عربو کې مشهور دے که يو کس به عربو کره ورغے او څه به يې ونه خوړل يا ونه څښل دا به له هغه سره د جنګ په معنا وه. او ميلمه پالنه يې دومره ضروري ګڼله چې که څوک به ورکره ورغلل نو يو څه به يې ضرور خوړل [1]

سره د دغو ټولو کوفيانو په ډير ټينګار سره ځينې کسان خپل وطن ته وبلل خو په کربلا کې هغوي حتیٰ د شپږو مياشتو ماشوم ته يو ګوټ اوبۀ ور نه کړې داسې ميلمه پالنه او ظلم په تاريخ کې په کوم ځاي کې ليدل شوے دے خو دا لويه پيښه او دا حيرانوونکې خبرې څنګه پيښې شوې؟ ايا کومو کسانو چې امام حسين او د هغه ملګري شهيدان کړل مسلمانان نه وو او له بهره اسلامي ټاټوبي ته راغلي وو.؟ ايا کومو کسانو چې د پيغمبر له لمسي سره داسې کار وکړ. کافران، يهوديان يا عیسایان يا مشرکان وو؟

دغو پوښتنو ته د تاريخ ځواب منفي دے سره له دې چې قران فرمايي: لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِينَ آمَنُواْ الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُواْ وَ لَتَجِدَنَّ أَقْرَبَهُمْ مَّوَدَّةً لِّلَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ قَالُوَاْ إِنَّا نَصَارَى ذَلِكَ بِأَنَّ مِنْهُمْ قِسِّيسِينَ وَرُهْبَاناً وَ أَنَّهُمْ لاَ يَسْتَكْبِرُونَ [2] خو هيڅ تاريخي سند نه وايي چې د حسين قاتلان يهوديان وو. هم دا راز تر ننه چا نه دي ويلي چې له حسين سره جنګيدونکي کسان نصارا وو. لکه څرنګه چې په يقين سره ويلے شو چې د حسين او د ملګرو قاتلان يې زرتشتی يا مشرکان نه وو. بلکه مسلمانان او يوازې د کوفې مسلمانان وو. چې د کربلا غميزه يې وپنځوله.[3] 

دې ډول دا پوښتنه پيدا کيږي چې څرنګه مسلمانانو په خپله داسې عمل وکړ. او دومره لوي جنايت او عميزه په يې وپنځوله؟

 د دې پوښتنې د ځواب د پيدا کولو لپاره د اسلام د لومړيو وختونو يعنې د پيغمبر د بعثت له وخته تر د خلفاوو تر دورې او امام حسين تر شهادته پورې د حالاتو لنډه شان شننه جايزه واخلو.

د پيغمبر په اصحابو کې د منافقانو نفوذ

د پيغمبر اکرم(ص) په زمانه کې په مسلمانانو کې داسې کسان وو چې اسلام يې له زړه نه مانه. او په ځينو دليلونو او په نه زړه مسلمانان شوي وو. او يوازې د مسلمانۍ تظاهر به يې کاوه. قران په دې هکله ډير آيتونه لري. او حتیٰ د منافقون په نامه يو ه سوره هم نازله شوې ده. خداي تعالی په مختلفو آيتونو کې د منافقانو د حالاتو په هکله خبرې کړي دي. منجمله دا چې هغوي په رښتيا ايمان نه دے راوړے هغوي دروغجن دي. لمونځ په سستۍ او پرکالۍ سره کوي ريا کار دي. د خداي ذکر کم کوي. لانديني آيتونه په دغو صفتونو دلالت کوي.

إِذَا جَاءكَ الْمُنَافِقُونَ قَالُوا نَشْهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ اللَّهِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُونَ[4] (کله چې منافقان تاته راشي او داسې ووايي چې: مونږ ګواهي ورکوو چې ته د خداي رسول يې، خداي پوهيږي چې ته د هغه رسول يې او خداي شهادت ورکوي چې منافقان دروغ وايي.

وَإِذَا قَامُواْ إِلَى الصَّلاَةِ قَامُواْ كُسَالَى يُرَآؤُونَ النَّاسَ وَلاَ يَذْكُرُونَ اللّهَ إِلاَّ قَلِيلاً [5] (کله چې لمانځه ته ودريږي په سستۍ سره لمونځ کوي او خداي نه يادوي مګر کم.)

ډير شواهد موجود دي چې قران هغه کسان چې ايمان يې کمزورے و او ايمان يې د نصاب حد ته نه رسيده د منافقانو په ډله کې ګڼلي دي په دوي کې ډير کسان پر دې سربيره چې حقيقي ايمان يې نه درلود له پيغمبر سره يې حسد هم کاوه. لکه څرنګه چې قران فرمايي.

أَمْ يَحْسُدُونَ النَّاسَ عَلَى مَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ[6]  (هغوي له هغه څه سره چې خداي تعالی په خپل فضل خلکو ته ورکړي حسد کوي)

د تاريخي شواهدو او مدارکو په اساس د قريشو ځينو خلکو کله به يې چې د پيغمبر نوم په اذان کې اوريده خپه کيدل به منجمله هغه وخت چې کله پيغمبر مکه فتح کړه. او حکم يې ورکړ چې بلال دې اذان ووایي. يو قريش په بانګ کې د پيغمبر د نوم په اوريدلو سره خپه شو. او وې ويل زما پلار بختور و چې خداي واخسته او دا اواز يې وانه اوريد.[7]

د قريشو دوه تپې تربورونه حسابيدې دوي به د پيغمبر په هکله هم ويل: دا مونږ تر بور دے: يتيم ماشوم و په بيوزله کورنۍ کې لوي شو نن دې حد ته رسېدلے دے چې د خداي د نوم تر څنګ د هغه نوم اخستل کيږي. دوي به په دې حالت خپه کيدل.[8] په دوي کې ځينې کسان د پيغمبر له وفاته وروسته په کابو پنځه ويشتو کلونو کې په اسلامي ټولنه کې منصبونو ته ورسيدل. په دوي کې ځينې داسې کسان وو  چۍ د مکۍ له فتحې وروسته مسلمانان شول دوې د مکې تر فتحې پورې کابو شل کاله د پيغمبر په مقابل کې ولاړ وو. خو اخر خداي تعالی خپل پيغمبر په دوي بريالے کړ. او رسول الله مبارک له ټولو دشمنيو او کينو سره سره چې له دوي سره وشوې. د هغوي په سر د محبت لاس راکاږه او هغوي ته يې طلقاء يعني ازاد شوي ویل حضرت زينب بي بي هم د عاشورا له پيښې وروسته د بني اميه و د قدرت په اوج کې د دې خبرې يادونه وکړه او بني اميه يې (طلقاء) وبلل.[9] د بني اميه ؤ خباثت ذاتي و. دوي دومره ناپاکه وو چې په وجود کې يې د نورانيت هيڅ نښه نه ليدل کيده. په هغه وخت کې د دغه ډلې مشهور او څرګند شخصيت ابو سفيان و. د دغه ډلې خباثت تر دې حده ؤ چې د عاشورا په زيارت کې په ټولو بني اميه وو لعنت شوے دے: اللهم العن بني اميه قاطبه. البته ممکنه ده ګوته په شمير کسان لکه (عمر بن عبد العزير) په دغه ډله کې استثنا وي خو په ټول کې هغوي بد فطرته کسان وو. په روايتونو کې راغلي دي چې په قران کې د الشجرة الملعونه نه مطلب بني اميه دي. دا ډله هماغه د پيغمبر د بلنې له پيله له هغه حضرت سره مخالفت پيل کړ. بني اميه او بني  هاشم د قريشو او عبد مناف دوه تپې وې چې له اسلامه مخکې يې هم له يو بل سره کورني اختلافات لرل. خو له هغه وخته چې پيغمبر اکر م(ص) له بني هاشمو مبعوث شو. له بني هاشمو سره د بني اميه ؤ دشمني زياته شوه. او بني اميه ؤ تر کومه يې چې له وسه وه. مسلمانان او پيغمبر په مکه کې وځوراوه. له دې وروسته چې مسلمانانو مدينې ته هجرت وکړ او حکومت يې جوړ کړ وتوانيدل خپل ځينې حقوق له بني اميه وو او نورو مشرکانو بيرته واخلي کله چې د ابوسفيان په مشرۍ د قريشو تجارتي کاروان د شام په لور روان و. مسلمانانو د خپلو ځينو مالونو د ستنولو لپاره په دغه کاروان بريد وکړ چې دغه ماجرا د جنګ بدر سبب شوه. له دې پيښې وروسته د مکې تر فتحې پورې د مسلمانانو او د مکې د قريشو تر مينځ جنګ روان و خو کله چې مسلمانانو مکه فتحه کړه او ابوسفيان او ملګري يې مغلوب شول رسول الله مبارک د هغه کور پناه ځاي وګرځاوه او وې فرمايل هر څوک چې د ابو سفيان کور ته پناه يوسي په امان کې دے. دوي په دې کار سره هڅه وکړه چې د هغوي زړونه مسلمانانو ته نزدې او د هغوي د فساد او ورانکارۍ مخه ونيسي له همدې امله ابو سفيان او دغه ډول کسانو ته چې هغه ورځ يې پناه ومونده طلقاء يعنې د پيغمبر (ص) لخوا ازاد شوي ويل کيږي. خو سره له دې چې بني اميه د اسلام په پناه کې راغلل. او په ظاهره مسلمانان شول خو هيڅ کله يې له بني هاشمو او له رسول الله مبارک سره شخصي دشمني کمه نه شوه. او هيڅ کله حقيقي ايمان د هغوي زړونو ته لاره ونه موندله هغوي که څه هم په ظاهره د خپلو مصالحو او ګټو د ساتلو لپاره اسلام قبول کړ لمونځ به يې کاوه او د مسلمانانو په غونډه کې به يې ګډون کاوه خو هيڅ کله يې له زړه ايمان، نه درلود.

اخر د خداي رسول رحلت وکړ لا د هغوي جنازه نه وه ښخه شوې چې ځينې مسلمانان په ځينو دلايلو په سقيفه کې غونډ شول او ابوبکر يې د پيغمبر ځاي ناستے وټاکه. او له هغه سره يې بيعت وکړ. له دې امله چې ابوبکر د قريشو له پياوړې تپې نه و د قبيله ايزو تعصباتو په وجه د قريشو ډيرو پياوړو تپو دا خبره نه شوه زغملاي. په دې منځ کې ابو سفيان چې له اسلام او مسلمانانو سره يې د زړه کينه لرله فرصت غنيمت وباله او د پپغمبر تره حضرت عباس (ع) ته ورغے او وې ويل:(ولې ناست يې چۍ مونږ بني عبد مناف يې څنګ ته کړو. علي چې پيغمبر خپل خليفه ټاکلے و ليرې کړ او د تيم د قبيلې يو کس د پيغمبر ځاي ناستے شو. دا څه مصيبت دے) بيا يې وويل (اي د عبد مناف بچيانو! خپل حق واخلئ): اِنّي لااریٰ عِجاجة لا يَطْفَـئُهَا اِلّا الدم،: زه داسې توپان وينم چې بې له وينې يې بل څه نه شي ختمولے[10] بيا له حضرت عباس سره امير المومنين علي (ع) ته ورغلل او وې ويل مونږ له ابو بکر سره بيعت نه کوو. او تيار يو چې له تا سره بيعت وکړو. امير المومنين وفرمايل اې خلکو، د فتنې څپې د ژغورنې په کشتيو سره څيرې کړئ او له دغه فخر خرڅولو ځانونه وساتئ. [که زه نن د خلافت د اخستلو لپاره کوم اقدام وکړم] د هغه چا په شان ده چې شنه ميوه وشوکوي. او دا کار داسې دے لکه د بل چا په پټي کې کرونده کول که خبره وکړم ما تورنوي چې په مقام او منصب پسې يم. او که غلے کښينم وايي چې علي له مرګه ويريږي هيهات چې دا خبره (په سختو جنګونو کې له عربو پهلوانانو سره زما له جنګيدو وروسته) سمه نه ده. په خداي قسم د ابو طالب بچي له مرګ سره تردې زياته مينه لري څومره چې يې يو ماشوم د مور له تي سره لري. بلکه زه د راتلونکي داسې اسرار او رازونه لرم چې که تاسو ته يې ښکاره کړم د هغه رسۍ په شان چې په ژور کوهي کې پريښودل شي او په خپله لاره کې په اضطراب سره د کوهي له ديوالونو سره ولګيږي تاسو به هم پريشانه شئ [او د هغه د اوريدو زغم بۀ ونه لرئ] [11]

په دې ډول د هغوي وياړ دا و چې له قريشو او د مکې له لويو کسانو دي او په دغو خبرو به يې په يو بل لويي خرڅوله او له دې امله يې نه منله چې د تيم په شان يوه قبيله په هغوي حکومت وکړي. امام علي هم د اسلام د ګټو په ساتنه په ټينګار سره هغوي ارامښـت ته بلل او له تفرقې او اختلافه يې منعې کول. حضرت امير المومنين (ع) هم دا راز ابو سفيان ښه پيژنده او پوهيده چې که فرصت په لاس ورشي د بدر د وژل شويو کسانو غچ له مسلمانانو اخلي.

ابوسفيان د ابوبکر او عمر د خلافت په وخت تل د دې فرصت په کمين کې و چې حکومت لاس ته راوړي. کله به يې لانجې جوړولې او کله به له ابوبکر او عمر سره ښکيليده. او له هغوي سره به يې لفظي جنګ کاوه. تر دې چې په ځينو ځايونو کې به ښکنځلو او تندو خبرو ته خبره رسيده[12] خو سره د دغو ټولو يې فرصت پيدا نه کړ هغه اخر فيصله وکړه چې له حجازه ليرې سيمې ته لاړ شي او د اسلام په نامه د حکومت او تشکيلاتو د جوړولو لپاره زمنيه برابره کړي. له همدې امله يې دوهم خليفه قانع کړ چې معاويه د والي په توګه شام ته وليږي. شايد دوهم خليفه هم د بني اميه وو له سازشونو تنګ شوے و او په نتيجه کې له مرکزه د هغوي د ليرې کولو لپاره يې د شام حکومت معاويه ته ورکړ. دې چارې ابو سفيان د اسلامي هيواد په راتلونکې کې نفوذ ته هيله من کړ.

کله چې دوهم خليفه له دنيا لاړ خلک له مخکې د جوړ شوي پلان مطابق چې بني اميه هم پکې شريک وو. له عثمان سره بيعت وکړ. له دې کيسې وروسته ابو سفيان يو ځل بيا هيله من شو چې قدرت ته به ورسيږي، ځکه چې عثمان له بني اميه وو د هغه له نزدې خپلوانو ؤ. د خلافت لپاره د عثمان په انتخاب سره ابوسفيان خپل خپلوان او نزدي کسان د عثمان په کور کې راغونډ کړل. او هغوي ته يې وويل. (اي د بني اميه بچيانو حکومت د پولو د لوبې د (د غونډسکې) په شان له يو بله واخلئ په هغه چا قسم چې ابو سفيان پرې قسم خوري نه عذا ب شته او نه څه حساب کتاب نه جنت شته او نه دوزخ نه بيا راپاڅول شته او نه قيامت!)

هغه په دغه ډول قسم سره چې د خداي په کعبې يې قسم ونه خوړه دوزخ او جنت نفي کوي او په ډاګه وايي چې زمونږ جنګ د حکومت او مشرۍ په سر دے تر اوسه بني هاشمو حکومت کاوه اوس زمونږ لمبر دے. نن چې حکومت د بني اميه وو لاس ته ورغلے بايد په ټول طاقت سره يې وساتي او حکومت بايد په وراثتي ډول په دې کورنۍ کې پاتي شي.

خو ساده مسلمانان په دې حقيقت نه پوهيدل.[13] هغوي چې شمير يې هم کم نه و نه پوهيدل چې ابوسفيان ايمان نه لري. د هغه زوے معاويه هم د پلار په شان و. او په ځينو ځايونو کې يې خپله عقيده ښکاره کړې وه. لکه څرنګه چې زبير بن بکار نقل کړې ده. يوه شپه مغيره له معاويه سره و چې د اذان غږ راغے. معاويه د پيغمبر په رسالت په شهادت دومره خپه شو چې وې ويل: وګوره محمد څه کړي دي چې خپل نوم يې د خداي د نوم په څنګ کې راوستے دے. د معاويه زوي يزيد هم د نشې په حال کې هغه څه چې په زړه کې يې لرل په ژبه راوړل:

لَعِبَتْ هَاشِمُ بِالمُلکِ فَلا خَبَرً جَاءَ وَلا وحيً نَزَلْ [14]

(بني هاشمو له حکومت سره لوبې وکړې که نه وي نه وحي نازله شوې او نه له اسمانه کوم خبر راغلے دے)

 

د خلفاوو په زمانه کې د امام علي (ع) تر ټولو لوي هدف

د رسول الله مبارک له وفاته وروسته ځينو کسانو فيصله وکړه چې ځانونه د هغه حضرت ځاي ناستي معرفي کړي. او دا په مسلمانانو کې د ډير لوي انحراف پيلامه وه. امير المومنين په اوله مرحله کې له دوي سره بحث او خبرې وکړې او هڅه يې وکړه چې په استدلال سره هغوي هدايت کړي. هغه حضرت کابو شپږ مياشتې د خلکو لپاره د خلافت د مسلې د روښانولو او د ټولنې د انحراف د سمولو هڅه وکړه. امام خلکو ته يادونه وکړه چې د خداي لخوا او د پيغمبر په لاس د ځاي ناستي له ټاکل کيدو وروسته د خلکو لخوا د خليفه ټاکل غلط کار دے. هغه په ځلونو وفرمايل زه د پيغمبر ځاي ناستے يم او بايد اسلامي ټولنه هدايت کړم[15] امام به د شپې په وخت بي فاطمه او حسنين (ع) د اصحابو کورنو ته بوتلل چې هغوي ته د پيغمبر د سپارښتنو يادونه وکړي. خو په دوي کې به ځينو ويل: مونږ ته دغه خبره نه ده ياده. ډيرو به لا دا ويل چې که له دې مخکې دې مونږ ته ياد اوري کړې وه مونږ به له بل چا سره بيعت نه کاوه، خو اوس مو بيعت کړے دے.

اخر له شپږو مياشتو وروسته امام علي مجبوره شو د اسلامي مصلحت په وجه په ظاهره له خليفه سره بيعت وکړي او حکومت يې په رسميت وپيژانده. او که هغه حضرت دا کار نه وے کړے په اسلامي ټولنه کې به فتنه او خونريزي جوړه شوې وه. نو د اسلامي امت د مصلحت تقاضا وه چې هغه حضرت صبر او چوپتيا غوره کړي. او له دې امله چې د عملې چلند امکان نه و  له شرعي نظره د دوي غاړه خلاصه وه.

 له دريم خليفه وروسته خلک راغونډ شول او له امير المومنين (ع) سره يې بيعت وکړ. اما م وفرمايل: لو لا حضور الحاضر وقيام الحجة بوجود الناصر لالقيت حبلها علي غاربها[16] که دغه ګڼ خلک نه واي حاضر شوي او د ډيرو مرستندويو په راتګ سره راباندې حجت نه وے تمام شوے نو د خلافت د اوښ جلب به مې د هغه په ملا وراچولاي و. په داسې حال کې چې خلک زما د حکومت منلو ته تيار دي او د ملګرو په شتون سره پر ما حجت تمام دے او دنده زما په غاړه راپريوتې ده نور نو د ځنډ ځاي نه دے پاتې پر دې اساس امير المومنين (ع) پر هغه مشروعيت سر بيره چې د خداي له لوري يې درلود د خلکو په تيارۍ سره يې د عمل قدرت هم پيدا کړ.

په هر حال په دغه موده کې په تيره بيا د اول او دوهم خليفه په زمانه کې امام علي هڅه وکړه چې په ټولنه کې اسلامي حقايق او احکام او معارف خپاره کړي هغه د ابن عباس په شان شاګردان وروزل چې په بحث او لارښـوونې سره به يې خليفه ګان خپلو غلطيو ته متوجې کول د امير المومنين(ع) په هکله د رسول الله مبارک فرمايشاتو ته په پام سره ټولنيز حالات هم داسې بدل شوي وو چې ډير صحابه له خلفاوو سره له بيعته پښيمانه شوي وو. که څه هم هغوي له بيعته غړيدل سم نه ګڼل او له زړه يې له امير المومنين سره مينه لرله. پر دې ورزيات د خلفاوو پرله پسې غلطۍ دوي مجبورول چې د اسلامي معارفو او احکامو په زمينه کې د امير المومنين خبره ومني. لکه څرنګه چې اهل سنتو محدثانو نقل کړې ده دوهم خليفه تر اويا ځله زيات وويل چې (لو لا علي لهلک عمر، که علي نه وے عمر به هلاک شوے و).[17]

 يا لا ابقاني الله لمعضلة ليس لها ابو الحسن، که يوه ورځ علي نه وي خداي دې ما په هغه ورځ ژوندے ونه ساتي. داسې نه وي چې کوم مشکل پيدا شي او زه يې حل لاره ونه مومم.[18]

خليفه ګانو د اسلامي معارفو په هکله د حضرت علي(ع) رايه او علم مانه. او دا په هغه زمانه کې د اسلام او معارفو د ساتلو تر ټولو ښۀ لاره وه. که څه هم په ځينو ځايونو کې به له هغوي غلطۍ هم کيدې په هر حال هغه خطر چې اسلام او اسلامي ټولنه يې ګواښله د خداي له لوري د ټاکل شوي ولي امر په لاس د حکومت د چلولو د مسلې اصل و.

دغه حالت د عثمان د خلافت تر وخته روان و. د هغه له وخته عملي انحرافات زيات شول او له عثمان سره د خلکو د بيعت په اوله ورځ ابوسفيان بني اميه د هغه په کور کې راغونډ کړل او په بني اميه وو کې د قدرت او[19] حکومت د پاتې کيدو په هکله يې له هغوي سره خبرې وکړې.

1. له دغه کيسې وروسته هغه واکمنان چې د مختلفو ښارونو لپاره وټاکل شول زياتره له بني اميه وو يا د هغوي له دوستانو او پلويانو وو. په بني اميه وو کې دا تفکر واکمن شو چې ټول هغه څه چې د دين په هکله ويل شوي وو دروغ وو او يوازې د حکومت مسله مطرح وه. او بني هاشمو يوازې د حکومت د لاسته راوړولو لپاره د دين خبره رامنځته کړې ده. او هغه يې خپلو موخو ته د رسيدو لپاره يوه وسيله ګرځولې ده.

هغه مقامات او چارواکي چې د عثمان په حکومت کې ټاکل کيدل د پاچاهانو په شان سلوک به يې کاوه. او ځانونه يې (مالک الرقاب) او د خلکو د اختيار خاوندان ګڼل. هغوي په خپله سيمه کې ټوله مال او شته د ځان بلل او په خپله خوښه يې استعمالوه. له بيت الماله يې ډير شته او دولت غونډ کړل او د خلکو حقوق يې ضايع کړل. په بيوزلو او کمزورو يې ظلم او زياتے وکړ تر دې چې خلک تنګ شول او کلک هوډ يې وکړ. چې خليفه ليرې کړي. او د زياتو ظلمونو په وجه چې په اسلامي صوبو کې د عثمان ګوډاګيانو په هغوي وکړل د عثمان د ليرې کولو لپاره يې ملا وتړله.

په داسې حالاتو کې که حضرت علي د عثمان د وژلو لپاره ګام پورته کړے وے يو غلط دود به جوړ شوے و. او خلک به په اهل بيتو(ع) بد بينه شوي وو او ګمان به يې کاوه چې دا اختلافونه د دنيا په سر دي له دې امله دوي نه يوازې د عثمان د قتل لپاره څه اقدام ونه کړ بلکه د هغه مخه يې ونيوله. خو د دوي هڅې ګټه ونه کړه. او هغه مسلمانان چې غوسه شوي وو عثمان يې وواژه د عثمان له وژلې وروسته ټول خلک په علي راغونډ شول او دوي ته يې وويل چې بايد د عثمان جانشين شي. حضرت امير المومنين کله چې د خلافت مسووليت ومانه وې فرمايل: زه دا مسووليت په دې شرط منم چې د پيغمبر اکرم(ص) په شان او د خداي او رسول د سنتو مطابق عمل وکړم.

ډيرو کسانو د بيعت په وخت ويل مونږ په دې شرط ستا بيعت کوو چې ته هم د تير خليفه ګانو په شان چلند وکړې. خو حضرت علي وفرمايل: زه داسې بيعت نه منم له ماسره بيعت بايد په دې اساس وي چې د خداي د کتاب او سنتو مطابق عمل وکړم.[20]

اخر خلکو د حضرت علي د وينا په اساس د دوي بيعت وکړ. خو په اسلامي ټولنه کې داسې کسان وو چې له دغه بيعته نه وو راضي په هغوي کې د ځينو کسانو لکه بني اميه وو او په سر کې يې د معاويه مخالفت د حقيقي ايمان د نه لرلو په وجه و. ځينې نور کسان هم که څه هم لمونځونه يې کول او روژې يې نيولې او حتیٰ له پيغمبر سره يې په غزاګانو کې برخه اخستې وه خو ايمان يې کمزورے او له دنياسره يې مينه دومره زياته وه چې د اسلام په احکامو يې عمل نه کاوه. او د امام حسين د وينا مطابق د دنيا بندګان وو. او دين يې هسې په خولې جاري و.[21] دا کسان تر هغه وخته چې دين او دینداري يې له دنيا سره ټکر ونه وخوري دين داره دي، خو که دين يې دنيا ته تاوان رسوي نو د دين پلوي توب نه کوي. او که څه هم په ظاهره مسلمانان دي او د اسلام د احکامو تابع خو په عمل کې خپلې ګټې په دين مخکې کوي. د پيغمبر ځينې اصحاب لکه طلحه او زبير چې له لويو شخصيتونو او د خلافت کانديدان وو او تر نورو مخکې يې له علي سره بيعت وکړ، تر نورو مخکې يې له علي سره بيعت مات کړ او جمل جنګ يې جوړ کړ. له هغوي وروسته معاويه صفين او خوارجو نهروان جنګونه جوړ کړل.

د خپل خلافت په دوران کې د امير المومنين کړچار له خلافته مخکې د هغه حضرت له کړچار سره ډير فرق درلود. هغه له خلافته مخکې د قدرت په مسند کې نه و چې له دشمنانانو سره مبارزه وکړي، خو له بيعته وروسته حضرت علي د اسلام له دشمنانانو او هغو ټولو کسانو سره چې د اسلامي حکومت په خلاف پاڅيدلي وو مبارزه وکړه. هغه حضرت اول د جمل له جګره مارو او ورپسې د صفين او بيا د نهروان له جګړه مارو سره وجنګيد.

 په دې اساس له مخالفانو او هغو کسانو سره چې اسلام يې ګواښه د مبارزې يوه مرحله جنګ دے. خو په دې بڼه چې شرايط يې برابر وي. مثلا دا چې د خداي تعالی له لوري مشروعيت ومومي او هم دا راز خلکو منلاي وي او د هغه ملاتړ وکړي. که دا شرايط برابر وي د واکمن دنده ده چې حتیٰ د تورې په وسيله د اسلام ملاتړ وکړي. له څرنګه چې د امير المومنين د خلافت زياتره وخت په دغه ډول جنګونو کې تير شو.

د بني اميه وو فرصت غوښتنه

د بني اميه وو له نظره سيالانو د سلطنت ګدۍ له هغوي اخستې وه. او دوي يې له ميدانه ويستلي وو. بني اميه چې د ميدان بايللي وو. په ځان لازمه ګڼله چې يو ورځ د دغه ماتې بدله واخلي. ځينو نورو داسې فکر کاوه. هغوي تر ابو سفيان او د هغه تر کورنۍ زيات چالاک وو او هڅه يې کوله چې د خپلو پښو پل پرې نه ږدي. په دوي کې ځينې کسان په ټولنه کې لوړو مقاماتو ته هم ورسيدل. معصومو امامانو د هغوي په هکله فرمايلي دي: لم يؤمنوا بالله طرفة عين[22] (دوي حتیٰ يوه شيبه هم په خداي ايمان نه و راوړے. خو يو عمر يې خلک د ايمان په تظاهر سره غولول. که څه هم د داسې کسانو چې دومره لويې دسيسې او سازشونه جوړوي او په مناسب وخت کې يې اجرا کوي شمير کم دے. خو دغه شيطانان د ټولو فتنو سرچينه دي. ځينې نور کسان بيا غوليږي او د هغوي د لاس اله او اوزار ګرځي او په دې هيله چې د دوي د قدرت په سيوري کې يو څه لاس ته راوړي. د هغوي ملاتړ کوي. کله چې قدرت او پانګه د دغه اولې ډلې په لاس کې راشي، د نورو  دغولولو لپاره مناسبه زمينه لاس ته راوړي. لکه څرنګه چې ابو سفيان هم د عربو شتمن ګڼل کيده. په داسې حالاتو کې که څه هم ځينې ساده خلک بې له اجر او بدلې د هغوي خدمت کاوه د بني اميه وو پلويان د مال او مقام په تمه د هغوي د اوامرو تابع وو. هغه وخت چې د بني اميه وو مالي حالت ښه و دغو کسانو د سرو زرو د سکو په تمه د هغو ملاتړ کاوه او کله چې بني اميه قدرت ته ورسيد د پوسټ او مال په تمه د هغوي تابع شول. حتیٰ هغه وخت چې بني اميه لا قدرت ته نه وو رسيدلي ځينې د مقام او پوسټ د لاسته راوړول په شرط د دوي ملاتړ کاوه او له يو بل سره يې تړونونه کول چې هر وخت مقام او حکومت ته ورسيږي د يو بل خيال به ساتي. سره له دې د بني اميه وو ډير پيروان ساده خلک وو. چې په مختصرو تبليغاتو او ګواښ يا تمې سره يې بې له څه بدلې د هغوي لپاره کار کاوه.

په دې اساس اوله ډله ګوته په شمير کسان لکه ابو سفيان مغيره، او ابو عبيده جراح وو چې د فتنې جوړوونکي او متفکران ګڼل کيدل. ځينې نور کسان بيا د قبيله ايزو تړونونو او خپلويو په وجه او يا د مال او مقام په تمه په والې ډلې پسې روان وو. او دريمه ډله چې اکثريت وو، يوازې د ساده والي په وجه په دغه بهير پسې روان شول. له دې امله ويلاي شو چې له خپلې اصلي لارې د اسلام د غړيدو تر ټولو لوي عامل د عامو خلکو ساده والے دے. د شام د خلکو د ساده والي په هکله ډيرې کيسې په تاريخ کې نقل شوي دي. د صفين له جنګه وروسته د معاويه عسکرو د امير المومنين د يو ملګري اوښ تړلے و. او هغه د خپل اوښ د بيرته اخستلو لپاره معاويه ته ورغے. معاويه له هغه وغوښتل چې د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره شاهد راوړي. خو هيچا هغه په شام کې نه پيژنده نو خپله ادعا يې ثابته نه کړے شوه. له بل پلوه هغه کس چې د ده اوښ يې غصب کړے و دوه شاهدان راوړل چې د هغه په ګټه يې شهادت ورکړ او وې ويل: چې دا اوښه د پلانکي سړي ده. معاويه هم د هغو شاهدانو د شهادت په اساس حکم وکړ چې اوښه د دغه شامي کس ده. د اوښ اصلي مالک اعتراض وکړ او وې ويل زما اوښ نر دے، اوښه نه ده. دغو دوو کسانو څرنګه شهادت ورکړ چې اوښه د شامي کس ده. او تا هم د هغه په حق کې فيصله وکړه.؟ معاويه په ځواب کې وويل لاړ شه علي ته ووايه چې معاويه يو لک عسکر لري چې اوښ او اوښۀ نه پيژني. او زه له دغه ډول عسکرو سره د علي جنګ ته روان يم.

معاويه په شام کې

له دې وروسته چې امير المومنين حکومت ته ورسيږي، دوهم خليفه معاويه والي او ګورنر ټاکلے و. د عثمان په زمانه کې د معاويه خلافت پوره تاييد او کلک شو. او له دې امله چې د دريم خليفه خپل ؤ زيات اختيارات يې لاسته راوړل. شام له مدينې ليرې و او د ختيځ روم د دولت په حدودو کې ګڼل کيده. له دې امله هغوي زياتره له روميانو سره په تماس کې وو. چې تازه تازه يې اسلام منلے و[23]. د شام جغرافيايي موقعيت او واکمني په دا ډول نه وه چې د هغه ځاي اوسيدونکي په صحيح او کامل ډول له اسلامي معارفو خبر شي. معاويه هم نه غوښتل چې هغوي دې له اسلامه پوره خبر شي. هغه د خپل حکومت او سلطنت په فکر کې و او له دې سره يې غرض نه و چې خلک دين او ايمان ولري يا يې ونه لري. لکه څرنګه چې له امام حسن سره د سولې له تړونه وروسته يې په کوفي جومات کې په څرګنده په دې خبره اعتراف وکړ.[24] اخر وروسته له دې چې خلکو په علي سره بيعت وکړ معاويه په دې پلمه چې علي (ع) د عثمان قاتل دے بلوا وکړه او اول يې د طلحه او زبير په شان کسان چې پخپله د عثمان په وژله کې شريک وو او عايشه يې - چې خلک يې د عثمان قتل ته بلګل[25] - ولمسوله چې د عثمان د قتل په پلمه له حضرت علي (ع) سره وجنګيږي بيا هغه په خپله هم په دې پلمه د جنګ بيرغ پورته کړ. دا په داسې حال کې وه چې حضرت علي د عثمان په قتل کې هيڅ لاس نه درلود. او حتیٰ د عثمان د کلابندۍ په وخت حضرت حسن او حسين (ع) د امام علي په امر هغه ته اوبۀ رسولې. د دې په اپوټه معاويه چې د عثمان د وژل کيدو مخه يې نيولاي شوه هيڅ اقدام يې ونه کړ ځکه چې پوهيده د عثمان په وژلې سره به د خلافت لمبر هغه ته ورسيږي. معاويه يوه موده له حضرت علي سره په جنګ کې تيره کړه او د عمرو عاص او ځينو نورو خپلوانو دوستانو او له اسلامه مخکې د قريشو د لويو کسانو په چلولونو او دوکو سره وتوانيد د خوارجو په مرسته صفين جنګ د امام علي په تاوان پاي ته ورسوي. په هغه جنګ کې يې د حکميت مسله مطرح کړه او دا چاره سبب شوه چې معاويه وتوانيږي ځان د خليفه په توګه مطرح کړي. او اخر هم امير المومنين د خوارجو په لاس شهيد شو. د امام علي له شهادته وروسته امام حسن تر يوې مودې له معاويه سره جنګ جاري وساته خو د معاويه نيرنګونه چلولونه او سازشونه او هغه سستي او د ايمان کمزوري چې د امام حسن په ملګرو کې پيدا شوې وه امام حسن مجبوره شو. چې سوله ومني. ځکه چې د امام علي د وخت اوږدو جنګونو خلک ستړي کړي وو. او له دوي يې د کاميابۍ هيله اخستې وه. ډير کوماندانان هم چې د دغه وضعې تر اغيز لاندې معاويه ته ګروهمن شوي وو په ډيرو وعدو لالچونو او زياتو پيسو سره له هغه سره يو ځاي شول. په دې طريقه امام حسن له داسې کسانو سره مخامخ و چې په هيڅ ډول د هغه ملاتړ ته تيار نه وو. له دغه وخته وروسته معاويه په خپلې کورنۍ کې د حکومت د مزبوتولو لپاره ډيرې ماهرانه نقشې او پلانونه جوړ کړل.

معاويه اخر دې نتيجې ته ورسيد چې بايد له موجودو زمينو د خپل حکومت او د سلطنت د پراختيا په ګټه استفاده وکړي. که څه هم د دغه حکومت نوم خلافت و خو په حقيقت کې په هغه وخت کې د ايران يا د روم د سلطنت په شان و. او هغوي ارمان درلود چې د قيصر او کسري په شان پاچاهي وکړي. د دې کار لپاره يې د هغه وخت په ټولنه کې له موجودو زمينو استفاده وکړه.

 [1] . ر .ک : حسين الحاج حسين، حضار العرب في عصر الجاهليه، ٨٩   او٩٠مخ

[2] . مسلما يهوديان به  د مومنانو تر ټولو لوي دښمنان ومومي  .  مايده، (٥) ٨٢

[3].  مسعودي مروج الذهب، ۳ ټوک ۷۳ مخ

[4] .  منافقون (٦٣)، ١

[5] . نساء  (٤)   142

[6] . نساء (4) 54

[7]. ابن هشام، السيرۀ النبويه،  ځلورم ټوک  ٤١٣ مخ

[8]. ځينې سرچينې وايي چې دا خبره ابو سفيان وکړه.  ر ک : قطب الدين راوندي . قصص الانبياء   ٢٩٤ مخ .

د دې مطلب په شان يو مطلب  د معاويه په هکله هم نقل شوے دے ابن ابي الحديد وايي احمد بن طاهر په اخبار الملوک کتاب کې ليکلي دي . معاويه  واوريدل چې موذن بآنګ وايي کله يې چې وويل اَشْهَدُ اَنْ لا اله الا الله  و اَشْهَدُ اَنّ محمد رسول الله. معاويه په خندا سره وويل اي د عبد الله زويه خداي دې پلار وبخښه څومره لوړ همت دې درلود او د ځان لپاره دې بل څه خوښ نه کړل مګر دا جې ستا نوم د نړيوالو د رب د نامې په څنګ کې راشي . (شرح نهج البلاغه،  لسم ټوک  ١٠١ مخ)

همدا راز زبير بن بکار د مطرف بن مغيره په وينا دا کيسه بيان کړې ده . مغيره بن شعبۀ د معاويه يو والي و . د هغه زوي مطرف نقل کړي دي چې يو کال له خپل پلار سره شام ته لاړم او يوه موده هلته وو  . هره ورځ به مې پلار معاويه ته ورتله او  دهغه د چالاکۍ او هوښيارۍ خبرې به يۍ کولې تر دې  چې يوه ورځ د معاويه له ځايه له ستنيدو وروسته يې ډوډۍ ونه وخوړه . او وې ويل تر ټولو  د  خبيث او کافر سړي له ځايه راغلم و  مې ويل پلاره دا څه وايۍ ؟ وې ويل نن مې معاويه ته وويل اې امير المومنين کوم هدف چې دې درلود هغه ته ورسيدې او ګمان کوم چې نور  نو بني هاشم ستا لپاره څه مشکل جوړ نه کړي . غوره ده چې له هغوي سره نيکي وکړې چې اجر او ثواب لا سته راوړې  او نيکه نامه دې پاتې شي . په دې وخت کې معاويه وويل  هيهات . هيهات .  څرنګه د نيک نوم د پاتې کيدو هيله ولرم حال دا چې ابو بکر راغے  حکومت يې وکړ او لاړ . نوم يې هم له هغه سره لاړ د عمر نوم هم د هغه په تللو سره لاړ . خو  هره ورځ پنځه ورځې د ابن کبشه (هغه لقب چې مشرکانو پيغمبر ته ورکړے و) نوم اخستل کيږي او وايي :  اشهد ان  محمد رسول الله . زه بې له دې چې دغه نوم په خاورو کې ښخ کړم بل څه هدف نه لرم (اخبار الموفيات، تحقيق ډاکټر سامي مکي العاني، 577مخ)

[9]. سيد ابن طاووس، اللهوف في قتلی الطفوف  ١٨٢ مخ

[10]. محمد باقر مجلسي، بحار الانوار  ٢٨ ټوک  ٣٢٨  مخ

[11]. ايها الناس شقوا  امواج الفتن بسفن النجاة و عرجوا عن طريق المنافره  و ضعوا تيجان المفاخره .... مجتنی الثمره لغير وقت ايناعها کالزارع بغير ارضه فان اقل  يقولوا حرص علی الملک و ان اسکت يقولوا جزع من الموت . هيهات بعد اللتيا والتي والله لابن ابي طالب آنس بالموت من الطفل بثدی امه بل اندمجت علی مکنون علم لو بحت به لاضطربتم اضطراب الارشيه في الطوی البعيدة (ابن ابي الحديد، شرح نهج البلاغه،  ١ ټوک   ٢١٣ مخ) 

[12]. مسعودي، مروج الذهب  ٢ ټوک  ٣١٤ مخ

[13] . يا بني اميه تلقفوها تلقف الکره فو الذي يحلف به ابو سفيان ما من عذاب ولاحساب  ولا جنة ولا نار ولا بعث ولا قيامة) (ابن ابي الحديد، شرح نهج البلاغه   ٩ ټوک  ٥٣ مخ)

[14].  علي ابن عيسی اربلي، کشف الغمه  ٢ ټوک، ٢١ مخ

[15] . نهج البلاغه دريمه خطبه

[16]. ابن ابي الحديد، شرح نهج البلاغه  ٢ ټوک   ٢٠٢ مخ

[17] . تير سند   ١ ټوک  ١٨ مخ

[18] . هماغه

[19]. هماغه

[20] ابن واضح، تاريخ يعقوبي ، ٢ ټوک  ٥٥ مخ

[21] محمد باقر مجلسي، بحار الانوار، ٤٤ ټوک، ٣٨٢ مخ

[22] ضيا، الدين عراقي ، نهاية الافکار   ٣ ټوک   ١٩٣ مخ

[23] . مسعودي، مروج الذهب  ٣ ټوک  ٤١ ،٤٢ مخونه

[24] . ابوالفرج اصفهاني، مقاتل الطالبين،  ٤٥ مخ، شيخ مفيد، الارشاد ١٩١ مخ . ابوالفرج په دې هکله وايي : معاويه داخطبه  کوفې ته له ننوتلو مخکې  ورکړه

[25] . شيخ مفيد، الجمل، د شيخ مفيد کانګرس، قم،  ١٤١٣  ه ق   ٤٢٩ .

کلیدي کلمې: