د طهارت حکمونه

(مطلق او مضاف اوبو).

15 – اوبه يا مطلق دي يا مضاف، مضاف هغه اوبه دي چې هغه له څه شي واخستې شي (نچوړ شي) لکه د هندواڼې او ګلاب اوبه، يا هغه يو څه شي سره ګډ وډې شي لکه اوبه چې خاورو يا بل څه سره داسې ګډوډې شي چې بيا ورته څوک اوبه نه وايي، او د دې نه علاوه اوبه مطلقې (خالصې) اوبه دي. اوبه پينځه ډوله دي:

1. کُر اوبۀ

2. قليل (کمې) اوبۀ

3. روانې (جاري) اوبۀ

4. د باران اوبۀ

5. د کويي (څاه) اوبۀ

 

کُر اوبۀ

16. کُر اوبه هغه اوبو ته ويلې شي چې يو داسې لوخې ترې ډک شي چې د هغه اوږدوالے، پلن والے او ډوب والے درې نيم لويشتې وي. چې ټول درې څلويښت لويشتې کيږي خو ظاهره دا ده که شپږديرش لويشتې وي نو هم کافي ده خو د اوبو مقدار وزن سره ټاکل اشکال لري.

17. که عين نجس لکه متيازې او وينه يا يو داسې څيز چې نجس شوے دے لکه جامې، کُر اوبو سره ولګي، نو که هغې اوبو ترې د نجاست رنګ، خوند يا بوي واخسته نو نجسيږي او که رنګ، بوي او خوند يې بدل نه شو نو نه نجسيږي.

18. که د کُر اوبو بوي، خوند يا رنګ د نجاست نه علاوه په بل څه بدل شي نو هغه نه نجسيږي.

19. که عين نجس لکه وينه يا هغه اوبو چې د کُر نه زياتې دي او نجسې دي پاکو اوبو سره يو ځاي شي او لګه برخه يې رنګ بوي يا خوند بدل کړي نو چې کومو اوبه نۀ دي بدلې شوې که د کُر نه کمې وي نو ټولې اوبه نجسې دي او که کر يا له کره زياتې وي نو يوازې هغه اوبو نجسې دي چې بدلې شوي دي او نورې پاکې دي.

20. د فوارې اوبه که کر سره لګيدلې وي، نو نجسې اوبه پاکوي خو که قطره قطره په نجسو اوبو واچول شي نو هغه اوبه نه پاکوي مګر دا چې يو داسې شې د فوارې لپاسه ونيول شي چې اوبه يې قطره قطره نه شي او نجسو اوبو سره ګډې وډې شي نو پاکوي يې او ښه دا ده چې د فوارې اوبه نجسو اوبو سره ګډې وډې شي.

21. که د يو داسې ټوټۍ (بمبې) لاندې چې هغه کر اوبو سره لږيدلې ده يو نجس شې ووينځل شي نو کومې اوبه چې له هغې څاڅي که کر اوبو سره متصل وي او د نجاست خوند، رنګ او بوي يې نه وي اخستې او عين نجاست هم پکښې نه وي نو هغه اوبه پاکې دي.

22. که د کر اوبو ځينې برخه واوره(يخ) شي او باقي پاتې اوبه د کر په اندازه نه وي نو که نجاست ورته ورسيريږي نو نجسيږي او څومره واوره هم چې اوبه کيږي هغه هم نجسيږي.

23. کومې اوبه چې اول کُر وې که انسان پکښې شک وکړي چې اوس کر دي که نه، نو د کر غوندې حسابيږي يعنې نجاست پاکوي او که نجاست ورته وروسيږي نو نجسيږي نه. او کومې اوبو چې له کره کمې وې او انسان دا شک وکړې چې کُر شوې دي که نه نو د هغې حکم د کَمو اوبو (قليلو) حکم دے او کر نه حسابيږي.

24. د اوبو کُر شونه په دوه طريقو ثابتيږي: لومړۍ دا چې انسان ته په خپله يقين يا اطمينان شي او دويم دا چې دوه عادل کسان ورته خبر ورکړي.

  (قليلې اوبه).

25. قليلې اوبه هغه اوبه دي چې له ځمکې نه راوځي او له کره کمې دي.

26. که قليلې اوبه په يو نجس شي واچولې شي يا ورته يو نجاست ورسيږي نو نجسيږي. خو که په زور سره په نجس شي واچول شي نو کوم مقدار چې هغه نجس شي ته رسيږي هغه نجس دے او کوم مقدار چې هغې نجس ته نه دے رسيدلے هغه پاکې دي.

27. هغه قليلې اوبه چې د نجاست لرې کولو لپاره په يو نجس شي اچول کيږي چې کله ترې دا اوبه جدا شي نو نجسې دي همدارنګ کومې قليقې اوبه چې د نجاست لرې کولو لپاره پکار راځي چې کله ترې دا اوبو جدا شي نو –احتياط لازم دا دے–  دا مطلقا نجسې دي.

28. هغه قليلې اوبه چې ورسره د تشو يا ډکو متيازو ځاي وينځل شي په پينځو شرطونو سره نجسول نه کوي.

لومړۍ: د نجاست بوي، رنګ يا خوند يې نه وې اخستې.

دويم: له بهره ورسره بل نجاست نه وي يوځاي شوې.

دريم: يو بل نجاست لکه وينه تشو يا ډکو متيازو سره بهر نه وي راوتلې.

څلورم: په اوبو کښې د ډکو متيازو(غلو) ذرې نه وي.

پينځم: د متيازو د خارجيدو د ځاي اړخونه له معموله زيات نه وي نجس شوي.

 (روانې اوبه)

روانې اوبه هغه اوبه دي چې له ځمکې خوټيږي او روانې وي لکه د چينې اوبه.

29. روانې اوبه، سره د دې چې له کره کمې وي خو بيا هم نجاست سره تر هغه وخته نه نجسيږي تر څو چې يې ورسره خوند، رنګ او بوي نه وي بدل شوې.

30. که جاري اوبو ته نجاست ورسي نو يوازې هغه اوبه ترې نجسې دي چې خوند، رنګ يا بوي يې نجاست سره بدل شي او کوم اړخ چې يې چينې سره يو ځاي دے سره د دې چې له کره کم دے خو بيا هم پاک دے او د نهر د بل طرف اوبه که کُر وي يا داسې اوبو سره چې نجاست سره بدلې نه وي شوې د چينې  اوبو سره يوځاي شوې وي نو هغه پاکې دي کنې نجسې دي.

31. که د يوې چينې اوبو روانې نه دي خو داسې دي چې که له هغې اوبو واخستې شي بيا نورې نورې خوټيږي نو د دې حکم د روانو اوبو حکم نه دے يعنې که نجاست هغې ته ورسي او د کر نه کمې وي نو نجسيږي.

32. هغه اوبو چې د ويالې يو اړخ ته ولاړې دي او روانو اوبو سره لګيدلې دي د جاري اوبو حکم نه لري.

33. هغه چينه چې په اوړي کښې بهيږي او په ژمي کښې وچيږي يوازې هغه وخت د جاري اوبو حکم لري چې کله بهيږي.

34. د حمام ډنډوکې که له کره کم وي خو د پيپ په وسيله د حمام لوي ډنډ سره لګيدلې وي او ټولې د کر برابر وي نو د نجاست په يوځاي کيدو سره تر څو چې يې رنګ، بوي يا خوند نه وي بدل شوې هغه نه نجسيږي.

35. د حمام او د کورونو او د نورو ځايونو اوبو که د پيپ په وسيله له ډنډ نه رسيږي که ټولې يو ځاي حساب کړې، که له کره زياتې وي نو د کر حکم لري.

36. هغه اوبه چې په ځمکه روانې دي خو له ځمکې نه خوټيږي که له کره کمې وي او نجاست ورورسيږي نو نجسيږي. خو که زور سره روانې دي او نجاست يې لاندې برخې ته ورسيد نو لوړه برخه يې نه نجسيږي.

 (د باران اوبه)

37. هغه څيز چې نجس دے خو عين نجاست پکښې نيشته د هغې هر ځاي ته چې يو ځل باران ورورسيد هغه پاکيږي خو بدن او هغه جامې چې متيازو سره نجسې شوې وي چې په دې دواړو کښې احتياط دا دے چې دوه ځله ومينځل شي او په فرش، جامو او د دې غوندې نورو څيزونو کښې نچوړول ضروري نه دي خو دوه درې څاڅکي باران فائده نه لري بلکه بايد دومره باران وشي چې خلک ووايي چې باران وريږي.

38. که باران په عين نجس باندې ووريږي او بل ځاي ته يې اوبه لاړې شي، که عين نجاست ورسره نه وي او د نجاست بوي، رنګ يا مزه يې هم نه وي اخستې هغه پاکې دي. که په وينه باران وشي او وينه داسې خوره شي چې د وينې لګې زرې پکښې وي يا يې د وينې بوي، رنګ يا خوند اخستې وي نو دا اوبه نجسې دي.

39. که په يو چت باندې عين نجاست وي نو تر څو چې په بام باندې باران وريږي نو هغه اوبو چې نجاست ته رسيدلې دي او له پرنالې بهيږي پاکې دي خو چې کله باران ودريده نو که دا پته ولګيږي چې دا اوبه نجاست سره لګيږي نو نجسې دي.

40. هغه نجسه ځمکه چې باران ورباندې ووريږي هغه پاکيږي او باران که په يوه ځمکه روان شي او د وريدو په حالت کښې د چت لاندې يو نجس ځاي ته ورسيري نو هغه هم پاکوي.

41. هغه نجسه خاوره چې د باران مطلقې اوبه د هغې ټولو اړخونو ته ورسيږي هغه پاکيږي.

42. کله چې د باران اوبه په يو ځاي کښې جمع شي سره د دې چې له کره کمې وي نو کله چې باران وريږي نو د کر د اوبو حکم يې دے او که نجس څيز پکښې ومينځل شي او د نجاست رنګ، بوي او خوند وانه خلي هغه نجس څيز پاکيږي.

42. که په يو پاک فرش باندې چې په نجسه ځمکه پروت دے باران ووريږي او د وريدلو په وخت له فرشه ځمکې ته ورسيرږي نو فرش نه نجسيږي او ځمکه هم پاکيږي.

  (د کوهي اوبه)

44. د هغه کوهي اوبه چې له ځمکې خوټيږي سره د دې چې له کره کمې وي نو که نجاست ورورسيږي نو تر هغه نه نجسيږي تر څو چې يې رنګ، بوي يا خوند نه وي بدل شوې خو مستحبه دا ده چې د ځينو نجاستونو لپاره ترې هغه اندازه اوبه چې د فقې په کتابونو کښې ليکلې شوې دي وباستلې شي.

45. که د کوهي اوبو ته نجاست وغورزيږي او رنګ، بوي يا خوند يې بدل شي نو کله چې يې رنګ، بوي يا خوند ټيک شي نو هغه پاکيږي خو بهتره دا ده چې هغې اوبو سره ګډې وډې شي چې له کوهي نه خوټيږي.

46. که د باران اوبه په يو ډنډوکي کښې جمع شي او له کره کمې وي نو د باران له ودريدو وروسته د نجاست په يوځاي کيدو سره نجسيږي.

  (د اوبو حکمونه)

47. مضاف اوبه (چې معنی يې په 15 مسئلې کښې بيان شوه) نجس څيز نه پاکوي او غسل او اودس ورسره هم باطل دي.

48. مضاف اوبه سره د دې چې د کُر په اندازه وي بيا هم که نجاست ورته ورسيد نو نجسيږي. خو که په زور سره په يو څيز واچلوې شي نو کومه برخه يې چې هغې سره لګيدلې ده هغه نجسه ده او نورې پاکې دي. مثلا که د ګلاب اوبه د يو لوخي نه په نجس لاس واچول شي نو کومې اوبه چې لاس ته رسيدلي دي هغه نجسې دي او نورې پاکې دي.

49. که مضاف اوبه نجسې وي کُر اوبو سره داسې يو ځاي شي چې بيا ورته څوک مضافِ اوبه نه وايي نو پاکې دي.

50. که اوبه مطلقې وې او اوس دا معلومه نه ده چې مضاف شوي دي که نه، نو د مطلقو اوبو په شان دي يعنې نجس څيز پاکوي او اودس او غسل هم ورسره صحيح دے. او کومې اوبه چې مضافې وې او اوس معلومه نه ده چې مطلق شوي دي که نه د مضافو اوبو په شان دي يعنې نجس څيز نه پاکوي او اودس او غسل ورسره باطل دي.

51. هغه اوبه چې پته نيشته چې مطلقې دي که مضافې، او دا هم معلومه نه ده چې وړاندې مطلقې وې که مضافې نو داسې اوبه نجاست نه پاکوي او اودس او غسل هم ورسره باطل دے او که نجاست ورته ورورسيد نو احتياط لازم دا دے چې نجسيږي، سره د دې چې کُر ولې نه وي.

52. هغه اوبه چې عين نجاست لکه وينه او متيازې ورته ورسي او رنګ، بوي يا خوند يې بدل شي نو سره د دې چې کُر يا روانې اوبه وي بيا هم نجسيږي. او که د دې اوبو رنګ، بوي يا خوند له بهره يو بل نجاست سره نجس شي بيا هم نجسيږي لکه چې اوبو سره خوا ته درنګه(مرداره) پرته وي او اوبه ترې خوند واخلي نو احتياط لازم دا دے چې نجسې دي.

53. هغه اوبه چې پکښې عين نجاست غورځيدلےدے لکه وينه يا متيازې او د هغې رنګ، بوي يا خوند ورسره بدل شوے دے. که چرې دا اوبه، کُر يا روانو اوبو سره يوځاي شوې يا پکښې باران ووريده يا باد راغے او باران يې پکښې وغورځول يا د باران وريدو په وخت د پرنالې (ناودان) اوبه پکښې جاري شوې، نو په دې ټولو حالتونو کښې، که د هغې رنګ، بوي يا خوند ختم شي نو دا اوبه پاکيږي خو قوي قول (خبره) دا دے چې بايد د باران يا جاري اوبه هغې سره ګډې وډې شي.

54. که يو نجس څيز په کر يا جاري اوبو کښې پاک کړې شي نو په کومو ابو چې هغه پاکيږي چې کله يې د هغې لوخي نه بهر راوباسې نو کومو اوبه چې ترې څاڅي هغه پاکې دي.

55. کومې اوبه چې پاکې وې اوس معلومه نه ده چې نجسې شوي دي که نه، هغه پاکې دي او کومې اوبه چې نجسې وې، معلومه نه ده چې پاکې شوي دي که نه، هغه نجسې دي.

56. د سپي، خنزير او غير کتابي کافر بلکه د کتابي کافر جوټه څيز، احتياط مستحب دا دے چې نجس دے او خوړل يې حرام دي. او بې له پيشو د کومو ځناورو غوښه چې نه شي خوړلې د هغي جوټه مکروهه ده.