د صحیفه سجادیه دوهمه دعا

وَ كَانَ مِنْ دُعَائِهِ عَلَيْهِ السَّلَامُ بَعْدَ هٰذا التّمْحِيْدِ في الصَّلٰوةِ عَلٰى رَسُولِ اللّٰهِ صَلَّى اللّٰهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهِ:

وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي مَنَّ عَليْنَا بِمُحَمَّدٍ نَبِيِّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَ آلِهِ دُونَ الْأُمَمِ الْمَاضِيَةِ وَ الْقُرُونِ السَّالِفَةِ، بِقُدْرَتِهِ الَّتِي لَا تَعْجِزُ عَنْ شَيْ‏ءٍ وَ إِنْ عَظُمَ، وَ لَا يَفُوتُهَا شَيْ‏ءٌ وَ إِنْ لَطُفَ. فَخَتَمَ بِنَا عَلَى جَمِيعِ مَنْ ذَرَأَ، وَ جَعَلَنَا شُهَدَاءَ عَلَى مَنْ جَحَدَ، وَ كَثَّرَنَا بِمَنِّهِ عَلَى مَنْ قَلَّ.  اللَّهُمَّ فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ أَمِينِكَ عَلَى وَحْيِكَ، وَ نَجِيبِكَ مِنْ خَلْقِكَ، وَ صَفِيِّكَ مِنْ عِبَادِكَ، إِمَامِ الرَّحْمَةِ، وَ قَائِدِ الْخَيْرِ، وَ مِفْتَاحِ الْبَرَكَةِ. كَمَا نَصَبَ لِأَمْرِكَ نَفْسَهُ وَ عَرَّضَ فِيكَ لِلْمَكْرُوهِ بَدَنَهُ وَ كَاشَفَ فِي الدُّعَاءِ إِلَيْكَ حَامَّتَهُ وَ حَارَبَ فِي رِضَاكَ أُسْرَتَهُ وَ قَطَعَ فِي إِحْيَاءِ دِينِكَ رَحِمَهُ. وَ أَقْصَى الْأَدْنَيْنَ عَلَى جُحُودِهِمْ وَ قَرَّبَ الْأَقْصَيْنَ عَلَى اسْتِجَابَتِهِمْ لَكَ. وَ وَالَى فِيكَ الْأَبْعَدِينَ وَ عَادَى فِيكَ الْأَقْرَبِينَ و أَدْأَبَ نَفْسَهُ فِي تَبْلِيغِ رِسَالَتِكَ وَ أَتْعَبَهَا بِالدُّعَاءِ إِلَى مِلَّتِكَ. وَ شَغَلَهَا بِالنُّصْحِ لِأَهْلِ دَعْوَتِكَ وَ هَاجَرَ إِلَى بِلَادِ الْغُربَةِ، وَ مَحَلِّ النَّأْيِ عَنْ مَوْطِنِ رَحْلِهِ، وَ مَوْضِعِ رِجْلِهِ، وَ مَسْقَطِ رَأْسِهِ، وَ مَأْنَسِ نَفْسِهِ، إِرَادَةً مِنْهُ لِإِعْزَازِ دِينِكَ، وَ اسْتِنْصَاراً عَلَى أَهْلِ الْكُفْرِ بِكَ. حَتَّى اسْتَتَبَّ لَهُ مَا حَاوَلَ فِي أَعْدَائِكَ وَ اسْتَتَمَّ لَهُ مَا دَبَّرَ فِي أَوْلِيَائِكَ. فَنَهَدَ إِلَيْهِمْ مُسْتَفْتِحاً

له لمانځنې او ستاينى وروسته په ګران رسول حضرت محمد (ص) د درود او سلام لپاره د امام سجاد دُعا:

ټول تعريفونه د هغه ذات لپاره دى چې د خپل استازى حضرت محمد (ص) په راستولو سره يې پر موږ داسې احسان وكړ چې نه يې په تېرو امتونو كړے او نه په تيرو خلكو. دا يې د خپل قدرت په زور سره چې له هيڅ څيزه عاجز او ناتوانه كيږى نه كه هر څومره لوى ولې نه وي. او هيڅ څيز د هغه پاك خداى له وسه بهر نه دے تللے كه هر څومره نازك او لطيف وى هغه موږ په خپل پنځون كې وروستے امت وګرځولو او پر منكرينو يې ګواه كړو او په خپل رحمت او مهربانۍ سره يې د كم شميرو په وړاندې زيات كړلو اى پاكه ربه رحمت وليږه پر محمد او د هغه په  زوزاد چې ستا د وحى امانت لرونكے، په ټولو مخلوقاتو كې ستا غوريز، په بندګانو كې ستا خوښ،  ستا په بندګانو کې د رحمت  امام. د خېر او نيكمرغۍ بيرغپال او د بركت سرچينه ده لكه څنګه چې هغوى ستا د شرعې په خاطر ځان ټينګ كړ، ستا په لار كې يې هر ډول بدنى ځورونې وزغملې، او ستا د بلنې د وركولو لپاره يې له خپلو خپلوانو سره دښمنى په سر واخسته، او ستا د خوښې لپاره يې له خپلې قبيلې سره جنګ وكړ او ستا د دين د ژوندی ساتلو په غرض يې ټولې خپلوۍ او تړونونه غوڅ كړل. نزدې خپلوان يې د انكار په وجه ليرې كړل او ليرې كسان يې پر تا د اقرار په وجه نږدې كړل ستا لپاره يې له نزدو سره ميرڅى او له ليرو سره دوستى وكړه ستا د ږغ د رسولو لپاره يې تكليفونه وګالل او دين ته د بلنى په لاره كې يې ځورونې او مصيبتونه وزغمل او ځان يې هغو خلكو ته په نصيحت او لارښودنې كې مشغول وساته كومو چې ستا بلنه ومنله او له خپل كور اوره، زيږنځاىه او خواږه  وطنه پرديو وطنونو او ليرو سيمو ته يوازې په دې وجه په کډه شول چې ستا دين پياوړے كاندى او ستا پر منكرانو لاسبرى شى تر دې چې ستاد دښمنانو په هكله يې چې څه غوښتل تر سره شول او د جهاد لپاره ستا د دوستانو د چمتو كولو پلانونه بشپړ شول نو هغوى ستا په مرسته د

بِعَوْنِكَ، وَ مُتَقَوِّياً عَلَى ضَعْفِهِ بِنَصْرِكَ فَغَزَاهُمْ فِي عُقْرِ دِيَارِهِمْ. وَ هَجَمَ عَلَيْهِمْ فِي بُحْبُوحَةِ قَرَارِهِمْ حَتَّى ظَهَرَ أَمْرُكَ، وَ عَلَتْ كَلِمَتُكَ، وَ لَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ. اللَّهُمَّ فَارْفَعْهُ بِمَا كَدَحَ فِيكَ إِلَى الدَّرَجَةِ الْعُلْيَا مِنْ جَنَّتِكَ حَتَّى لَا يُسَاوَى فِي مَنْزِلَةٍ، وَ لَا يُكَافَأَ فِي مَرْتَبَةٍ، وَ لَا يُوَازِيَهُ لَدَيْكَ مَلَكٌ مُقَرَّبٌ، وَ لَا نَبِيٌّ مُرْسَلٌ. وَ عَرِّفْهُ فِي أَهْلِهِ الطَّاهِرِينَ وَ أُمَّتِهِ الْمُؤْمِنِينَ مِنْ حُسْنِ الشَّفَاعَةِ أَجَلَّ مَا وَعَدْتَهُ يَا نَافِذَ الْعِدَةِ، يَا وَافِيَ الْقَوْلِ، يَا مُبَدِّلَ السَّيِّئَاتِ بِأَضْعَافِهَا مِنَ الْحَسَنَاتِ إِنَّكَ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

برياليتوب او كاميابۍ په غوښتنې او له خپلې كمزورۍ سره سره ستا په ملاتړ د دښمنانو مقابلې ته پاڅيدل، د هغوى د كورونو په حدودو كې له هغوى سره وجنګيدل او د هغوى په آرام ځايونو كې يې پر هغوى بريد وكړ تر دې چې ستا دين بر او ستا كلمه لوړه شوه كه څه هم مشركانو نه خوښوله. اى پاكه ربه هغوى چې ستا لپاره كوم زحمتونه او كوششونه وكړل د دې په بدله كې ورته په جنت كې داسې لوړه درجه وركانده چې هيڅ درجه ورسره برابرى ونه لرى او نه په حيثيت او مقام كې د هغې سارے وى او نه كومه ستا در ته نزدې فرښته او نه كوم پيغمبر ستا په نزد د هغوى سارى او هم څنګ شى او د هغوى د پاكو اهلبيتو او د مومنانو د ټولګې په هكله چې دې د كوم د منلو وړ شفاعت ژمنه له هغو سره كړې تر هغې زياته وركانده اى د ژمنې نافذونكى، د وعدى بشپړوونكى او د ګناهانو په څوچنده د ښيګړو او نيكيو بدله وركوونكيه بې شكه چې ته د لوى فضل څښتن يې.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سپړنه

دا د دُعا يا نمانځنې دوهمه سريزه ده چې د لومړۍ افتتاحيې د بشپړونكى حيثيت لرى ځكه په واو عطف سره له لومړۍ سريزې سره د دې لړۍ پيوند شوې ده په لومړۍ سريزه كې د خداى لمانځنه او ستاينه ده او دا په ګران رسول (ص) د سلام او درود په لړ كې ده لمانځنه او ستاينه او درود او سلام له يو بل سره تړلى او په يو قدرتى ترتيب سره په يو بل پورې پيلي دي كله چې انسان د خداى تعالى دې احسان او لورينې ته پام وكاندى چې هغه د انسانانو د لارښوونې لپاره د استازو او لارښوونكو لړۍ جارى وساتله چې د وحى او نزول له لارې خلك هدايت شى نو د انسان ژبه خپل پخپله د هغه د ستاينى او لمانځنې په استحقاق داده كيدا ته مجبوره كيږى ځكه چې لوى خداى د مادى روزنې له وسايلو سره سره د روحانى پالنې او روزنې وسيلې هم برابرې كړي. كله چې د خداى لوريني او پيرژوينې د هغه ذات د ستاينې او لمانځنې محرك او بلگونكى وى نو هغه كسان چې د الهي پيژندنې وسيله وى او انسانى صلاحيتونه دې جوګه كاندى چې د هدايت توکى پکښې وده وکړى نو د خداى له رحمت او ستاينې وروسته د احسان پيژندنې تقاضا دا ده چې له دغو هستيو او شخصيتونو سره هم د سلام او درود له لارې د مينې څرګندونه وشى په دغو پاكو كسانو كې تر ټولو بشپړه او افضله څيره د ګران رسول حضرت محمد (ص) وه چا چې د نفس د پاكتيا او د روحانى پر مختګونو لارې وښودلې او د صداقت او روحانيت په تعليم سره يې مړ انسانيت بيا ژوندے كړ نو ځله د خداى له لمانځنې وروسته په درود او سلام سترګې نه شو پټولى نو څنګه چې له دعا سره لمانځنه او حمد يو ځاى شوى دى همدا راز درود او سلام هم د دعا د منلو او قبلولو وسيله ګرځول شوې ده لكه اميرالموْمنين حضرت على (رض) چې فرمايى:

اذا كانت لك الى الله سبحانه حاجة فابدا بمسئله الصلوة على رسوله صلى الله عليه وآله وسلم ثم سل حاجتك فان الله اكرم من ان يسئل حاجتين فيقضى احداهما ويمنع الاخرى.

كله چې غواړې له خدايه څه وغواړې نو لومړى په حضرت محمد (ص) او د هغه په آل درود وليږه بيا له خدايه وغواړه ځكه چې خداى تعالى تردې ډير لوړ دے چې دوه حاجته ورځنې وغوښتل شى يو پوره كړى او بل پوره نه كاندى. امام على د درود او سلام په لړ كې د حضرت محمد (ص) په شخصيت باندې په داسې كوټلوټكو سره رڼا اچولې ده چې د هغوى د ژوند د ټولو اړخونو يو تصوير انځور كيږى په دغو ټكو سره د هغوى د هستۍ دا صفتونه او كمالات څرګنديږى آنحضرت د الهى وحى لرونكى د پاك نسل څښتن او په مخلوقاتو كې تر ټولو غوره وْه. خداى تعالى هغه حضرت د ټولو نبيانو وروسته راواستاوْه او تر د دوى وروسته دا لړۍ پاى ته ورسيده نو هغه حضرت ورستے استازے او د هغوى امت وروستى امت دے او د دوى اهلبيت او كورنۍ د خلكو د عملونو څارونكې او ګواه ده هغه حضرت د رحمت او محبت انځور او د خير او بركت سرچينه ده د هغوى د دوستۍ او دښمنۍ پارسنګ او معيار يوازې ايمان او نيك عمل دے او په دې لړ كې هغوى په خپلو او پرديو كې هېخ توپير نه دے كړے هغوى د الهى حكمونو په خپرونې او د خداى د كلمې په لوړاوى كې له خپل سره تير شول د دين لپاره يې مصيبتونه وګالل سختې يې وزغملې كور اور يې پريښودل او هجرت يې وكړ او د نظم ونسق په صلاحيت سره يې مسلمانان سرڅڼه كړل او د هغوى د ژغورنې او هوساينى وسيلې يې برابرې كړى د هر ډول خطرو مقابله يې وكړه او هيڅكله يوازې په خپل وس او قدرت ډاډه نه شو بلكه تل يې د خداى تعالى مرسته او مدد وغوښت او بالاخره د خپل ښه نيت او روغ كار له امله كامياب شو او د شفاعت منلو لوړى درجې ته ورسيد.

کلیدي کلمې: