د صحیفه سجادیه دریمه دعا

وَ كَانَ مِنْ دُعَائِهِ عَلَيْهِ السَّلَامُ فِي الصَّلَاةِ عَلَى حَمَلَةِ الْعَرْشِ وَ كُلِّ مَلَكٍ مُقَرَّبٍ:

اللَّهُمَّ وَ حَمَلَةُ عَرْشِكَ الَّذِينَ لَا يَفْتُرُونَ مِنْ تَسْبِيحِكَ، وَ لَا يَسْأَمُونَ مِنْ تَقْدِيسِكَ، وَ لَا يَسْتَحْسِرُونَ مِنْ عِبَادَتِكَ، وَ لَا يُؤْثِرُونَ التَّقْصِيرَ عَلَى الْجِدِّ فِي أَمْرِكَ، وَ لَا يَغْفُلُونَ عَنِ الْوَلَهِ إِلَيْكَ وَ إِسْرَافِيلُ صَاحِبُ الصُّورِ، الشَّاخِصُ الَّذِي يَنْتَظِرُ مِنْكَ الْإِذْنَ، وَ حُلُولَ الْأَمْرِ، فَيُنَبِّهُ بِالنَّفْخَةِ صَرْعَى رَهَائِنِ الْقُبُورِ. وَ مِيكَائِيلُ ذُو الْجَاهِ عِنْدَكَ، وَ الْمَكَانِ الرَّفِيعِ مِنْ طَاعَتِكَ. وَ جِبْرِيلُ الْأَمِينُ عَلَى وَحْيِكَ، الْمُطَاعُ فِي أَهْلِ سَمَاوَاتِكَ، الْمَكِينُ لَدَيْكَ، الْمُقَرَّبُ عِنْدَكَ وَ الرُّوحُ الَّذِي هُوَ عَلَى مَلَائِكَةِ الْحُجُبِ. وَ الرُّوحُ الَّذِي هُوَ مِنْ أَمْرِكَ، فَصَلِّ عَلَيْهِمْ، وَ عَلَى الْمَلَائِكَةِ الَّذِينَ مِنْ دُونِهِمْ مِنْ سُكَّانِ سَمَاوَاتِكَ، وَ أَهْلِ الْأَمَانَةِ عَلَى رِسَالَاتِكَ وَ الَّذِينَ لَا تَدْخُلُهُمْ سَأْمَةٌ مِنْ دُءُوبٍ، وَ لَا إِعْيَاءٌ مِنْ لُغُوبٍ وَ لَا فُتُورٌ، وَ لَا تَشْغَلُهُمْ عَنْ تَسْبِيحِكَ الشَّهَوَاتُ، وَ لَا يَقْطَعُهُمْ عَنْ تَعْظِيمِكَ سَهْوُ الْغَفَلَاتِ. الْخُشَّعُ الْأَبْصَارِ فَلَا يَرُومُونَ النَّظَرَ إِلَيْكَ، النَّوَاكِسُ الْأَذْقَانِ، الَّذِينَ قَدْ طَالَتْ رَغْبَتُهُمْ فِيمَا لَدَيْكَ، الْمُسْتَهْتَرُونَ بِذِكْرِ آلَائِكَ، وَ الْمُتَوَاضِعُونَ دُونَ عَظَمَتِكَ وَ جَلَالِ كِبْرِيَائِكَ وَ الَّذِينَ يَقُولُونَ إِذَا نَظَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ تَزْفِرُ

  د عرش په وړونكو او نورو خداى ته نزدې فرښتو باندې د درود او سلام په لړ كې د امام سجاد دعا:

اى پاكه ربه ستا د عرش وړونكې فرښتې چې ستا له ستاينې ستړى كيږى نه او ستا د پاكۍ او سپيڅلتيا له بيانولو ستومانه كيږى نه، ستا له عبادته ستړى كيږى نه او نه ستا د حكم په منلو كې د هڅې او هاند په ځاى كوتاهى او لنډون كوى او نه ستا له مينې غافله كيږي او اسرافيل چې د شپيلۍ خاوند دے او ستا د اجازت او د حكم په ځاى كولو ته سترګې په لاره دے چې په شپيلۍ كې په پوكى سره په قبرونو كې پراته مړى راويښ كاندى او ميكائيل چې ستا په نزد لوړ مقام لرى. او ستا د منيې او اطاعت له امله لويه درجه لرى او جبرائيل چې ستا د وحى امانت لرونكے او آسمان والا د هغه منونکي او تابع دى او ستا په نزد لوړ مقام او ځانګړے نزديكت لرى او هغه روح چې د حجاب په فرښتو موكل دى او هغه روح چې ستا له امره دے په دغو ټولو خپل رحمت نازل كړه همدا راز په هغو فرښتو چې مرتبه او مقام يې تر دغو ټيټ دے په آسمانونو كې ميشته او ستا د پيغامونو امين دى او په هغو فرښتو چې له زيار او كوشش څخه نه بدزړى كيږى او له سختو كارونو ستړى كيږى او ستومانه كيږي نه، او د ځان غوښتنې او نفسانى خواهشات هغوى ستا له نمانځنو نه منعې كوى او نه هغوى د غفلت له مخې كومه داسې غلطى او خطا كوي چې ستا له تعظيم او لوړاوى يې تم كاندى هغوى سترګې پټې كړى دى او ستا د عظمت د نور په لور د كتلو اراده هم نه لرى او ستا د عظمت په وړاندې پړمخې پراته دى  ستا د لويو درجو بې حده ليواله دى او ستاد نعمتونو په ياد كې ډوبې دى او ستاد لوړاوى او عظمت په وړاندې ټيټ سرونه ولاړې دى او په هغو فرښتو چې كله په ګناهكارو باندې د جهنم د اور غرغنډې وګورى نو وايي: اى ربه سپيڅلى دے ستا ذات! موږ ستا عبادت هغه ډول چې حق وْ ونه كړ. اى خدايه ته په دوى او د رحمت په فرښتو چې ستا در ته نزدې دي،

 

عَلَى أَهْلِ مَعْصِيَتِكَ سُبْحَانَكَ مَا عَبَدْنَاكَ حَقَّ عِبَادَتِكَ. فَصَلِّ عَلَيْهِمْ وَ عَلَى الرَّوْحَانِيِّينَ مِنْ مَلَائِكَتِكَ، وَ أَهْلِ الزُّلْفَةِ عِنْدَكَ، وَ حُمَّالِ الْغَيْبِ إِلَى رُسُلِكَ، وَ الْمُؤْتَمَنِينَ عَلَى وَحْيِكَ وَ قَبَائِلِ الْمَلَائِكَةِ الَّذِينَ اخْتَصَصْتَهُمْ لِنَفْسِكَ، وَ أَغْنَيْتَهُمْ عَنِ الطَّعَامِ وَ الشَّرَابِ بِتَقْدِيسِكَ، وَ أَسْكَنْتَهُمْ بُطُونَ أَطْبَاقِ سَمَاوَاتِكَ. وَ الَّذِينَ عَلَى أَرْجَائِهَا إِذَا نَزَلَ الْأَمْرُ بِتَمَامِ وَعْدِكَ وَ خُزَّانِ الْمَطَرِ وَ زَوَاجِرِ السَّحَابِ وَ الَّذِي بِصَوْتِ زَجْرِهِ يُسْمَعُ زَجَلُ الرُّعُودِ، وَ إِذَا سَبَحَتْ بِهِ حَفِيفَةُ السَّحَابِ الْتَمَعَتْ صَوَاعِقُ الْبُرُوقِ. وَ مُشَيِّعِي الثَّلْجِ وَ الْبَرَدِ، وَ الْهَابِطِينَ مَعَ قَطْرِ الْمَطَرِ إِذَا نَزَلَ، وَ الْقُوَّامِ عَلَى خَزَائِنِ الرِّيَاحِ، وَ الْمُوَكَّلِينَ بِالْجِبَالِ فَلَا تَزُولُ وَ الَّذِينَ عَرَّفْتَهُمْ مَثَاقِيلَ الْمِيَاهِ، وَ كَيْلَ مَا تَحْوِيهِ لَوَاعِجُ الْأَمْطَارِ وَ عَوَالِجُهَا وَ رُسُلِكَ مِنَ الْمَلَائِكَةِ إِلَى أَهْلِ الْأَرْضِ بِمَكْرُوهِ مَا يَنْزِلُ مِنَ الْبَلَاءِ وَ مَحْبُوبِ الرَّخَاءِ وَ السَّفَرَةِ الْكِرَامِ الْبَرَرَةِ، وَ الْحَفَظَةِ الْكِرَامِ الْكَاتِبِينَ، وَ مَلَكِ الْمَوْتِ وَ أَعْوَانِهِ، وَ مُنْكَرٍ وَ نَكِيرٍ، وَ رُومَانَ فَتَّانِ الْقُبُورِ، وَ الطَّائِفِينَ بِالْبَيْتِ الْمَعْمُورِ، وَ مَالِكٍ، وَ الْخَزَنَةِ، وَ رِضْوَانَ، وَ سَدَنَةِ الْجِنَانِ. وَ الَّذِينَ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ، وَ يَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ وَ الَّذِينَ يَقُولُونَ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَى الدَّارِ وَ الزَّبَانِيَةِ الَّذِينَ إِذَا قِيلَ لَهُمْ

ستا استازو او پيغمبرانو ته پټ خبرونه وړى او ستا د وحى امانت لرونكى دى او په هغو ډول ډول فرښتو چې تا ځانته غوره كړى او بيلې كړې دى او د لمانځنو او تسبيح له امله دې له خوراك څښاكه بې نيازه كړى دى او په هغوى چې د آسمانى پوړو او طبقو په دننه برخو كې دې ميشته كړى دى او په هغو فرښتو چې د اسمانونو په څنډو كې به هغه وخت دريږى چې ستا هغه حكم به چې ژمنه دې يې كړې وه وشى. همدا راز ستا رحمت دى وى په هغو فرښتو چې د بارانونو جمع كوونكى او د وريځو وړونكى دى او په هغې باندې چې ه اواز سره يې د تندر غږ پورته كيږى او چې كله د هغې په تيز اواز سره ګرځيدونكى وريځې روانې شى نو تندرونه او بريښناګانې ناقلاره شى او په هغو فرښتو چې له واورې او ږلۍ سره يو ځاى دى او چې كله ورښت ووريږي نو د ورښت له څاڅكو سره راكوزيږى او د هوا د زيرمو ساتنه كوى او په هغو فرښتو چې په غرونو مو كلې دې چې له خپل ځايه ونه خوځيږى او په هغو فرښتو چې تا د اوبو په وزن او د تيزو او د شيبو شيبو بارانونو په اندازى خبر كړى دى او په هغو فرښتو چې د بدمرغه بلاګانو او نيكمرغه هوساينو او راحتيو سره د زمكې د اوسيدونكو لپاره ستا استازى دى او په هغو چې په عملونو يې احاطه كړې،د قدر خاوندانې او نيك عمله دى او په هغو چې ساتونكى او كراماً كاتبين دى: او په ملك الموت د هغه په ملګرو او مرستنديو، په منكرنكير او د اهل قبور ازمويونکى رومان او د بيت المعمور په طواف كوونكو او په مالك او د دوزخ په دروازو په ولاړو او ساتونكو فرښتو او د رضوان او جنت په نورو ساتونكو باندې او په هغو فرښتو چې د خداى د حكم نافرمانى نه كوى او چې كوم حكم ورته وركول كيږى هغه منى او په هغو فرښتو چې په آخرت كې به د سلام عليكم اوستړى مشى نه وروسته وايي چې په دنيا كې تاسو صبر وكړ نو دا جنت د هغې بدله ده وګورئى د آخرت كور څومره ښه دے او د دوزخ په هغو ساتندويو چې كله ورته وويل شى چې فلانكے كس ونيسئ، زولنى ورواچوئ او په دوزخ كې يې ورغوپه كړئ نو سمدستى لاس په كار كيږي او هيڅ مهلت هغه ته نه ورکوي.

 

خُذُوهُ فَغُلُّوهُ ثُمَّ الْجَحِيمَ صَلُّوهُ ابْتَدَرُوهُ سِرَاعاً، وَ لَمْ يُنْظِرُوهُ. وَ مَنْ أَوْهَمْنَا ذِكْرَهُ، وَ لَمْ نَعْلَمْ مَكَانَهُ مِنْكَ، و بِأَيِّ أَمْرٍ وَكَّلْتَهُ. وَ سُكَّانِ الْهَوَاءِ وَ الْأَرْضِ وَ الْمَاءِ وَ مَنْ مِنْهُمْ عَلَى الْخَلْقِ فَصَلِّ عَلَيْهِمْ يَومَ يَأْتِي كُلُّ نَفْسٍ مَعَهَا سَائِقٌ وَ شَهِيدٌ وَ صَلِّ عَلَيْهِمْ صَلَاةً تَزِيدُهُمْ كَرَامَةً عَلَى كَرَامَتِهِمْ وَ طَهَارَةً عَلَى طَهَارَتِهِمْ اللَّهُمَّ وَ إِذَا صَلَّيْتَ عَلَى مَلَائِكَتِكَ وَ رُسُلِكَ وَ بَلَّغْتَهُمْ صَلَاتَنَا عَلَيْهِمْ فَصَلِّ عَلَيْنَا بِمَا فَتَحْتَ لَنَا مِنْ حُسْنِ الْقَوْلِ فِيهِمْ، إِنَّكَ جَوَادٌ كَرِيمٌ.

او په هرې هغه فرښتې چې موږ يې نوم وانه خيست او موږ ته دا هم نه ده معلومه چې ستا په نزد څه مقام او درجه لرى او دا چې تا په كوم يو كار ګمارلې ده او په هوا، زمكې او اوبو كې په اوسيدونكو فرښتو او په هغو چې په مخلوقاتو باندې ټاكلى شوى دى په دغو ټولو رحمت نازل كړه چې د هغوى لپاره د ډير عزت او ډيرى پاكۍ سبب وى. اى خدايه كله چې ته په خپلو فرښتو او استازو رحمت واستوې او زموږ سلام او درود هغوى ته ورسوي نو په موږ هم خپل رحمت نازل كړه ځكه چې تا موږ ته د هغوى د ښه ذكر توفيق راكړ. بيشكه چې ته بښونكے او كريم يې.

––––––––––

سپړنه

په دې دعا كې حضرت امام سجاد د فرښتو او په لوړو مقامونو كې پراستوګنو درود او سلام ويلے او د هغوى صفتونه، ډولونه او درجې او طبقې يې بيان كړى دى او دا يو حقيقت دى چې د ملايكو او فرښتو په باب هغه كس څه ويلى شى چې سترګو يې د ملكوت د نړۍ درجې او منزلونه ليدلى وى په دې لړ كې هغه كس چې تر ټولو مخكې يې په تفصيل سره خبرې كړى وې حضرت على بن ابيطالب دے او دا څيزونه د هغوى په خطبو كې راغلى دى په دغو خطبو كې د ملايكو صورتونه شكلونه ډولونه، ځانګړتياوې له الله تعالى سره د هغوى بې حده مينه د هغوى عبادت او ليوالتيا په بشپړه توګه انځور شوې ده. تر دې حده چې سارى يې نه په مخكينو خلكو كې پيدا كيږى او نه په اوسنيو تر اسلامه مخكې كه څه هم ځنې داسې كسان وو چې له حقائقو او معارفو سره يې تړاو درلود لكه عبدالله بن سلام، اميه ابن ابى الصلت، ورقه ابن نوفل، قلس ابن سا عده، اکثم ابن صيفى او داسې نور خو په دې لړ كې هغوى ژبه او قلم ونه خوځولے شو او كه څه يې ويلي هم وى بيا يې هم په قلم او ژبې باندې هغه قدرت او واك نه درلود چې حضرت على يې خاوند وْه. او نور چې كوم د عربو شاعران او ليكوالان وو نو هغوى خو زياتره په اسونو، اوښانو او غواو د خبرې كړې دي يا يې د جنګ جګړو خوڼيو پيښو او بى ځايه وياړونو تذكرې كړى دى يا پكې د عشق او محبت او د صنف نازك د خدو خال كيسى دى، له مادياتو ورهاخوا خو د هغوى ذهنونو او فكرونو لار هم نه درلوده چې ګوندې د هغو په باره كې يې څه ليكلى وى كه څه هم هغوى فرښتي منلى خو دا خيال يې كاوه چې هغه د خداى تعالى نياز بينې لوڼې دى. په قرآن شريف كې د هغوى دې غلطې عقيدې ته نغوته شوې ده.

«فاستفتهم الربك البنات ولهم البنون ام خلقنا الملئكه اناثا وهم شاهدون»

اى رسوله! هغوى وپوښته چې آيا خداى تعالى لوڼې او زامن لري آيا موږ فرښتې ښځينه پيدا كړې او تاسو كتل؟

له اميرالموْمنين على وروسته د هغوى لمسى امام سجاد د ملايكو ډولونه صنفونه او درجې د هغوى فريضې او دندې او د عبادت په طريقو مفصله رڼا اچولې ده د نړۍ په مذهبونو كې د فرښتو په باب بيلابيلې نظريې موجودې دى څوك وايي چې ملايكې د نور او رڼا مظهر دى او ځنې په دې باور دى چې نيك ستورى د رحمت فرښتې او بدمرغه ستوري د عذاب فرښتي دى. ځنې وايي چې هغوى مجرد عقلونه يا فلكى نفسونه دى او ځنې په دې خيال دى چې هغوى طبائع او قوتونه دى يا د دفع كولو او جذبولو طاقتونه دى. بيا هغه كسان چې ملايكى په مستقل وجود او حيثيت سره منى هغوى هم په خپلو كې دا اختلاف لرى چې آيا فرښتې يوازې روحانى دى يا يوازې جسمانى دى يا له دغو دوو مركبې دى كه جسمانى دى نو لطيف جسم لرى كه غير لطيف او كه لطيف جسم لرى نو د نور له ډلې دى يا د هوا له ډلې يا ځينې نورانى دى او ځينې له هوا جوړې دى.

په هر حال كه فرشتې هر څه وى خو موږ په دې عقيده لرو چې هغه د خداى يو داسې مخلوق دے چې عقل لرى له ګناهانو پاكې دى او نبيانو او رسولانو ته د خداى پيغامونه رسوى په دوى باندى د ايمان راوړلو په باب خداى تعالى فرمايى:

«امن الرسول بما انزل اليه من ربه والمومنون كل آمن بالله وملئكته»

(زموږ) پيغمبر په هغه څه ايمان راوړے دے چې د خداى له لورى پرې نازل شوى دى او ټولو مومنانو هم په خداى او د هغه په فرښتو ايمان راوړ.

امام سجاد په دې دعا كې لس فرښتي په نومولو سره يادې كړى دى چې دا دى جبرايل (ع) اسرافيل (ع)، ملك الموت (ع) (عزرايل) روح القدس (ع) منكر نكير، رومان رضوان او مالك په دغو كې لومړۍ څلور فرښتې چې د نومونو په آخر كې يې ((ايل)) راغلى دى چې معنى يې په عبرانۍ يا سُريانۍ كې ((الله)) ده تر ټولو فرښتو افضلې او غوره دى او د ميكائيل په باره كې دا هم ويل كيږى چې دا د كيل نه مشتق دى چې معنى ئي د اندازه كول يا ناپ كول او له دې امله چې دا د اوبو په ناپ كولو ګمارل شوې ده نو نوم يې ميكايل دے. د روح په باره كې بيلابيل روايتونه موجود دى ځنې روايتونه وايي چې د جبرائيل دوهم نوم روح دے او ځنې دا وايې چې روح يو ډول دے چې په ديرو فرښتو اطلاق كيږي. منكر نكير او رومان په قبر كې د سوال اوځواب لپاره دى رومان له منكر او نكير نه مخكې ورته راځى او هر كس جاجوى بيا منكر او نكير د هغه له بدۍ يا ښيګړى خبر وى رضوان د جنت د ساتونكو مشر دى او مالك د جهنم د ساتونكو (چې نولس فرښتې دى) سردار دے لكه خداى تعالى جې فرمايى: وعليها تسعته عشر_ (په جهنم باندې نولس فرښتې مقرردى دى)

پر دغو سربيره امام زين العابدين د دغو ملايكو ذكر كړى دى.

1- د عرش وړونكي:

دا هغه فرښتي دى چې د خداى تعالى عرش يې اوچت كړے دے د دوى په هكله پاك خداى فرمايى: الذين يحملون العرش ومن حوله يسبحون بحمدربهم.

ژباړه: هغه فرښتې چې عرش يې اوچت كړى دى او له عرشه ګير چاپيره دى او د خپل رب تعريف او تسبيح وايي.

2- د حجب فرښتې:

دا هغه فرښتې دى چې د نور او تجلۍ له عالم سره اړه لرى او له هغو ګير چاپيره د جلال د پردو او د عظمت د حجاب پرې دى او له انسانى پوهې او دركه لوړې دى.

3- د آسمانونو ملايكي:

دا هغه فرښتې دى چې په اسمانى طبقو او پوړو كې اوسيږى خداى تعالى فرمايى: وانا لمسنا السماء فوجدناها ملئت حرساشديداً.

موږ اسمان ولټوهْ او هغه مو له پياوړو ساتنديو او څارونكو ډك وموند.

4- روحانين ملايكي:

دا هغه فرښتې دى چې په اووم آسمان كې په خطيره القدس كې اوسيږى او د قدر په مباركه شپه زمكې ته راكوزيږى لكه خداى تعالى چې فرمايى: تنزل الملئكه والروح فيها باذن ربهم من كل امر. ژباړه: په دغه شپه فرښتې او روح القدس د خداى په اجازت سره د هغه هر يو حكم زمكې ته راكوزوى.

5- مقربين فرښتې:

دا هغو فرښتو ته وايې چې له خداى تعالى سره خاص نزدې والے لرى او كروبين هم ورته ويل كيږى او دعلته د كرب معنى نژدې والے دى. د دوى په باب پاك خداى فرمايى: لن يستنكف المسيح ان يكون عبد الله ولاالملئكة المقربون. مسيح (ع) ته په دې كې هيڅ شرم نيشته. چې هغه د الله تعالى بنده وى او نه د هغه مقربو او نزدې فرښتو ته.

6- رسل او استازې فرښتې:

دا هغه فرښتې دى چې د پيغمبرۍ او استازى كارونه كوى د دوى په باب خداى تعالى فرمايى: الحمدالله فاطرالسموات والارض جاعل الملئكة رسلا. ټول تعريفونه او ثناګانې د هغه خداى لپاره دى چې د زمكې او آسمانونو جوړونكى او د استازو په توګه د خپلو فرښتو راستوونکے دے.

7- مدبرات ملايكې:

دا فرښتې په بسيطو عناصرو او مركبو جسمونو لكه هوا بريښنا، ورښت، تالندې يا تندر، حجاراتو، بوټو او ژوندى سارو ګمارل شوى دى په قرآن شريف كې راغلى دى فالمدبرات امراً.

ژباړه: په هغو فرښتو قسم چې د نړۍ د چارو په انتظام او سرڅنه كولو لګيا دى والزاجرات زجراً په غُصې او قهر سره په تر ټونكو او ملامتوونكو فرښتو قسم) ابن عباس وايې چې د دې مطلب هغه فرښتې دى چې په وريځو باندې مقررې دى.

8- حفظ ملايكې:

 دا هغه فرښتې دى چې د هر يو انسان په حفاطت ګمارل شوى دى خداى تعالى فرمايى: له معقبات من بين يديه ومن خلفه يحفظونه من امر الله.

( د هغه لپاره د هغه تر شا او مخکښې ساتونکى پرښتې مقرر شوى دى چې د خداى تعالى په حكم سره د هغه حفاظت او ساتنه كوى.)

كاتبين ملايكې:دا هغه فرښتې دى چې د خداى د بندګانو عملونه ليكى لكه خداى تعالى چې فرمايى اذيتلقى المتلقيان عن اليمين وعن الشمال قعيدو مايلفظ من قول الا لديه رقيب عتيد.

 ژباړه: كله چې هغه څه كار كوى نو دوه ليكونكې فرښتې چې د هغه ښى او ګس اړخ ته دى هغه كار ليكى او هغه هيڅ خبره نه كوى مګر دا چې يو څارونكے له هغه سره تل تيار او چمتو وى.

10- د مرګ فرښتې:

دا هغه فرښتې دى چې د مرګ پيغام راوړى او روحونه اخلى خداى تعالى د دوى په اړه فرمايى: والنازعات غرقاً والناشطات نشطاً. په هغو فرښتو قسم چې ډير په آسانه او نرمۍ سره له مومنانو روح اخلى.

11- طائفين ملائكې:

هغه فرښتې دى چې د عرش او تر عرش لاندې د بيت المعمور طواف كوى لكه خداى تعالى چې فرمايى وترى الملئكة حافين حول العرش ته به له عرشه ګيره چاپيره فرښتې وګورې چې له عرشه به تاو راتاو وى.

12- د حشر ملايكې:

دا هغه فرښتې دى چې د حشر او قيامت په ميدان كې به انسانان راولى او د هغوى په كارونو او عملونو به ګواهى وركوى خداى تعالى د دوى په هكله په قرآن شريف كې فرمايى: وجاء كل نفس معها سائق وشهيد او هر كس به موږ ته راګرځى او له هغوى سره به يوه راوستونكى فرښته او يوه شهادت وركونكې فرښته وى.

13- د جهنم او دوزخ ملائكې:

دا هغه فرښتې دى چې د دوزخ په ساتنه ګمارل شوى دى خداى تعالى د دوى په هكله فرمايى:عليها ملائكة غلاظ شداد. په جهنم باندې هغه فرښتې مامورې دى چې تند مزاجه او غصه ناكې دى.

14- د بهشت ملايكې:

دا هغه فرښتې دى چې د جنت په ورونو مقرر شوى دى قرآن مجيد د دوى په باب فرمايى: حتى اذاجاءوها وفتحت ابوابها وقال هم خزنتها سلام عليكم طبتم فادخلوها خالدين.

تر دې چې كله هغوى جنت ته راورسى او د هغه ورونه به پرانستل شى او د جنت ساتونكى به هغوى ته وايي سلام عليكم (ستړى مه شئ) تاسو په خير سره ووسيدئي نو په جنت كې د تل لپاره ننوځئ. دا د فرښتو هغه قسمتونه دى چې په دې دُعا كې ورته اشاره شوې ده البته له دې نه علاوه نورې څومره فرښتې دى دې علم يوازى له لوى خداى سره دے. وما يعلم جنود ربك الاهو ستاسو د رب لښكرې له هغه پرته هيڅوك نه پيژنى.

––––––––

کلیدي کلمې: