د صحيفه سجاديې په بې ساري عظمت د مصر د عالمانو څيړندويه نظرونه

بسم الله الرحمن الرحيم

د صحيفه سجاديې په بې ساري عظمت د مصر د عالمانو څيړندويه نظرونه له ښاغلی سيد العلماء مد ظله العالي

که تعصب او تنګ نظري څنګ ته کړو او له خوش اعتقادۍ هم تير شو او يوازې د تاريخ او روايتونو په رڼا کې وګورو نو دا خبره بلکل يو ثابت حقيقت ښکاري چې د رسول الله مبارک(ص) روايتونه، د هغوی د سيرت ډيرې ځانګړتياوې او د ذاتي کمالاتو ډير نقشونه د هغوی په روزل شوي زوزات او پاک ذريت پورې تړلې وو او ضروری وه چې له رسول الله مبارکه وروسته که د کومې رسمي عهدې او منصب په حيثيت سره نه وی هم خو د اسلام د شريعت او د دين د احکامواو د وحدانيت او رسالت په رازونو کې د رسول الله مبارک د آل ويناوو او سنتو ته پوره پوره اهميت ورکړل شوی وی خو افسوس چې داسې ونه شول او عام مسلمانان په فرقه ايزې تنګ نظرۍ کې داسې ښکيل شول چې د رسول الله مبارک له اهل بيتو ليرې شول او که هسې د نامې تر حده يې له هغوی سره مينه ساتلې هم وي خو په عمل او کردار کې د هغوی له اقوالو او ويناوو څنډې ته شول او آل محمد ګواکې يوازې د شيعه ګانو د رسول اهل بيت پاتې شول.

د عام اسلام لپاره دا حالت ډير افسوسناک و خو د خدای شکر دی چې د مسلمانانو يو لوی علمی او شرعی مرکز مصر له خپلو علمی پرمختګونو په څنګ کې نن له دغه جاهلانه تنګ نظرۍ د ازادۍ په حال کې دی.

په دې لړ کې تر ټولو مخکې علامه شيخ محمد عبده چې د مصر د ټاټوبی د مفتی درجه لري، نهج البلاغه چې د امام علی عليه السلام د کلام ټولګه ده له خپلو عالمانه لمن ليکونو او پياوړې سريزې سره په ډير شان سره په مصر کې چاپ کړه او له هغه وروسته په ځلونو چاپ شوه او د مصر په ادبي کړيو کې د هغې اهميت جوت شو.

اوس له تيرو څو کلونو د مصر په لوړ پوړو علمی ټولنو کې صحيفه سجاديې ته په يو عجيبه نظر سره کتل کيږي او تاسو به په دې خبره حيران شئ چې دا قدرمن کتاب چې کابو له تيرو ديارلسو سوو کلونو په اسلامی نړۍ کې موجود دی او په سلګونو کتابتونونو کې خوندي دی او په ځلونو چاپ شوی دی په مصر کې بيخي يو نوی څيز وانګيرل شو د هغه ځای لويو لويو عالمانو او څيړونکو په دې مفصلې مقالې وليکلې او د مصر په رسالو کې چاپ شوې. او د هندوستان په عربي ژبې مجلې الرضوان کې هم چاپ شوې.

  1. لومړی مضمون د استاد فيلسوف طنطاوي جوهري دی چې نامه يې ده (ادعية علی زين العابدين و ماذا يستفيد منها السملون) يعنې د علی زين العابدين دعاګانې او مسلمانانو ته له هغو څه ګټه رسيدلی شي. دا د څو پرله پسې مقالو ټولګه ده چې د مصر په رساله هدی الاسلام کې څو څو ځله چاپ شوې دي او په بشپړ ډول په الرضوان رسالې کې چاپ شوې دي. نوموړی ليکي:

د الازهر جامعې يو ځوان هندوستاني طالب علم ماته يو کتاب راوښوده چې په کې يو لړ دعاګانې او لمانځونه دي چې حضرت زين العابدين ته منسوب دي. ما دا کتاب په غور سره ولوسته او مطالبو ته يې ښه ځير شوم نو په ما يو هيبت راغی او د دغه دعاګانو سترتوب زما په زړه کې کښيناسته. او ما وويل چې دا عجيبه خبره ده! ولې دې مسلمانان له دغه زيرمې ناخبره پاتې شوې دي او ولې تر پيړيو پيړيو د غلفت په خوب اوده وو او احساس ورته ونه شو چې دومره لويه علمی ذخيره خدای هغوی ته برابر کړې ده. که هغوی دغه خزانې پرانيزي او له رازونو يې خبر شي نو پوه به شي چې شيعه او سني فرقې هسې په هسې په اختلاف اخته دي او له يو بل سره کينه لري.

په دغه کتاب کې دوه ډوله دعاګانې دي يوه سلبي يعنې له بدو کارونو د ليرې کيدو ښوونه او دوهم اثباتي يعنې په ښو څيزونو د سينګاريدو تلقين. په بله ژبه به دا ووايم چې دا دعاګانې په يو عجيبه شان راز او اشارې کې ويل شوې دي هغه دعاګانې چې پکې پيښماني، ندامت ستوماني تضرع او زاري د مصيبتونو ليرې کول او له مظلمو ژغورنه او له ناروغيو د شفا ذکر راغلی دی هغه زياتره د کتاب په لومړۍ برخه کې دي او په کومو دعاګانو کې چې د خدای د عظمت او جلال يادونه شوې ده او د هغه د قدرت د عجائبو ذکر دی هغه زياتره د کتاب په وروستۍ برخه کې دي.

ايا دا يوه عجيبه خبره نه ده؟ ايا د دې مطلب دا نه دی چې دا ښاغلي ډير اسرارو او رموزو او علومو او معارفو ته اشاره کوي چې مسلمانان ترې بيخی غافله او بې خبره شوې دي.

په حقيقت کې د انسانانو حالات هم په دوو ډولونو ويشل کيږي يوه تخلی عن الرذائل يعنې له بدو کارونو خلاصی او بل تجلی بالفضائل يعنې په ښو صفتونو ځان پسولل. او له دې سره د لوړو علومو او معارفو لاسته راوړل چې ورسره د انسان نفس ناطقه بشپړ کيږي.

مونږ به دغه دواړه ډولونه وسپړو بيا به درته د اسلامی قامونو لپاره د هغو پايلې وړاندې کړو.

( لومړی ډول) په دې کې دا دعا ده چې امام زين العابدين په لمنځ کې لوستله دا امين الاسلام فضل بن حسن(ع) طبرسي په خپل کتاب « عدة السفر و عمدة الحضر» کې راوړې ده:

« ای خدايه! اکثره زما په سترګو خوب واکمن شو هغه وخت چې ستا د لمونځونو وخته و، ته زما له حاله خبر يې او تر يو محدود وخته پورې راباندې سترګې پټوې. افسوس دې وي د دغه سترګو په حال دا به څرنګه صبر کوي هغه وخت چې عذاب پرې نازل شي. ای پالونکيه اکثره زما پښې ستا د اطاعت له لارو په نورو لارو لاړې ته له دې خبر يې او تر يو محدود وخته پرې سترګې پټوې افسوس دې وي په دغه پښو دا به څرنګه صبر کوي کله چې پرې عذاب نازل شي. ای ربه! ډير وختونه ما داسې کارونه وکړل چې پکې زما نفساني غرضونه شريک وو ته له هغو خبر يې، افسوس چې زما دا بدن به څرنګه صبر کوي هغه وخت چې عذاب پرې نازل شي. ای څښتنه! کاش چې زه د خپلې مور له خيټه هډو زيږيدلی نه وی ای خدايه! کاش ځناورو زه په غرونو کې ټوټې ټوټې کړی وی او زما د يو مجرم په حيث ستا مخې ته نه وی ولاړ. ای خدايه! کاش چې زما وزرې وی او ستا له ويرې او ترهې په هوا کې الوتلی وی. ای ربه! افسوس دې وي زما په حال که زما ټکاوڼه د دوزخ اور وي. ای خدايه! افسوس او فسوس دې وي پر ما که د دوزخ له زهرجنو ميوو ماته راکړل شي. ای ربه! افسوس دې وي پر ما که زما جامې له قطران( تارکولو) وي. ای خدايه افسوس او افسوس زما په حال چې که زه ستا په  وړاندې حاضر شم په داسې حال کې چې ته له ما خپه وې. په دغه حال کې څوک تا له ما راضي کولی شي. يا زما کوم داسې ښه عملونه به وي چې له امله يې ستا په وړاندې سر هسک کړم. او راياد يې کړم. هيڅه نيشته بې له هغه اميده چې ستا له کرمه يې لرم. ځکه چې ستا کرم ستا تر غضبه مخکې دی او تا ويلې دي چې زما بندګانو ته ووايئ چې زه ډير بخښونکی او رحميدونکی يم. او دا چې زما عذاب ډير سخت دی. تا بالکل سمه ويلې ده ای زما پالونکيه. هيڅ څيز ستا غضب نه شي غړولی بې هم ستا له حلمه، او ستا له عذابه هيڅه پناه نه شي راکولې بې ستا له رحمته او له تا سره هيڅه شی نه شي ملاويدلی بې ستا په در کې له فرياد او کوکارو.نو ښه زه اوس ستا په وړاندې ولاړ يم بالکل ذليل، سپک، شکسته حال او بې سروسامان،که ته ما وبخښې نو کومه لويه خبره نه ده ځکه چې هميشه ستا رحمت په ما شوی دی. اوتا ماته د صحت او سلامتۍ جامه راغوستې ده.او که ته ماته سزا راکړې نو زه د دې وړ يم. او هغه به ستا د عدالت پايله وي.ای خدايه! خو زه ستا د پټو صفتونو او سا د ذات د کمال چې د راز په پرده کې پټ دی په حق له تا سوال کوم چې زما په دغه بيتابه نفس او  مضطرب جسم او کمزورو هډونو رحم وکړه. زما دا جسم چې ستا د لمر تودوخه نه شي زغملی نو ستا اور به څرنګه وزغمي. او کوم چې ستا د وريځو له ګړزا لړزيږي نو ستا د غضب غږ ته به څه ټنيګ شي. بخښنه، بخښنه، بخښنه،بې شکه ګناهانو زه وغولولم. ستا نعمتونه له څلورو لورو په ما وريدل خو ما ستا شکر ډير کم وويسته زما عملونه ډير کمزورې دي او هيڅه داسې څيز نيشته چې زه پرې تکيه وکړم بې ستا له رحمته ای تر ټولو رحم کوونکيو زيات رحيمه.

په دغه دعا کې چې کومو قرانی ايتونو ته اشاره شوې ده هغه دا دي:

امام عليه السلام په دغه دعا کې د سترګو ذکر کوي او دهغو دګناهونو د پښو يادونه کوي او دهغو دجرمونو د جسم او د هغه عذاب چې دقيامت په ورځ به وي او د دغه عذاب په وړاندې د بدن د کمزورۍ يادونه کوي.بيا دخدای په در کې دخپل خجالت اظهار کوي په دې لړ کې د دوزخ، د هغه ځای د زهرجنو خواړو، د هغه ځای د مخصوصو جامو او تر ټولو لوی د خدای د خپګان او د بنده د بې وسۍ او په اخره کې د دې چې يوازې په خدای تکيه ده او هماغه ته مو اسره ده.

په دغه دعا که غور وکړو نو معلوميږي چې ډيرې غوره موعظې پکې پټې دي چې هم ورځينې شيعه هم سنيان او هر ډول خلک ګټه پورته کولی شي.په دې توګه بايد دا دعاګانې په حقيت کې يو ډول تعليم اوسبق دی چې د موعظې او هدايت په خاطر خلکو ته وړاندې شوې دي.که نه وي په حقيقت کې دغه سپيڅلې هستۍ هيڅکله په ګناهونو دا ډول ککړې نه وې خو له دې امله چې د خدای در ته ډيرې نزدې وې نو له خدايه د هغوی ويره هم زياته وه. ( انما يخشی الله من عباده العلماء) له خدايه هماغه کسان ويريږي چې له خدايه يې معرفت زيات وي.او له دې امله چې دغه شخصيتونه د مسلمانانو لپاره د لارښوونکو په توګه وو له دې امله يې د هغوی لپاره بيلګه پريښودله او همدا طريقه ده چې د دنيا د هدايت لپاره په ډير ښه دول وړاندې کيدلی شي.

(دوهم ډول) يعنې په فضيلتونو ځان پسولل او د علم و کمال د حاصلولو اهميت دی چې په دې هکله د امام هغه دعا ده چې د روژې د مبارکې مياشتې په څلورويشتمه نيټه به يې ويله.

« د سحر د څرک وهونکيه او هغه ذاته چې شپه دې دسکون او کرار وسيله ګرځولې ده او لمر او سپوږمۍ دې په ټاکلې حساب روانې کړې دي، ای د عزت مالکه! ای د ښندنې کرم، قدرت، فضل، احسان، جلال او سترتوب پانګه لرونکيه!ای الله، ای د رحم څښتنه،ای يوازيني خدايه!ای د امن او ډاډ ورکوونکيه! ای په څارونکيو څارونکيه!ای الله ای ظاهره! ای الله ای باطنه! ای الله ای ژوندي پاتيدونکيه! بې له تا هيڅ معبود نشته،ای الله ای الله ای الله ستا دي تر ټولو غوره نامې،او تر ټولو غوره بيلګې او سترتوب او ټولې لورينې،رحمت وليږه په محمد او آل محمد او ما له هغو کسانو مخ ګرځوه چې کله روغ وي نو غافله وي  او کله چې ناروغ شي  نو له تا ويريږي.کله چې شتمن وي نو په دنيا غوليږي او کله چې بيوزله شي نو تاته مخه کړي.کله چې ناروغ شي نو له ګناهونو توبه وکړي او کله چې روغ وي نو ګناهانې کوي.نه مو له هغه کسانو ګرځوه چې د ښو خلکو د مينې ادعا خو کوي خو د هغوي په شان عملونه نه کوي او له بدو کسانو کرکه خو کوي خو په خپله په عمل کې تر هغو هم په بدو کسانو کې شامل وي.چې د نورو وروڼو بد ګڼې ښکاره کوي او خپلې بد ګڼې پټوي، ای خدايه! زه له تا سوال کوم د هدايت او پرهيز ګارۍ او د عفت او بې نيازۍ له هغو څيزونو چې تا حرام کړې دي.او سوال کوم د عمل ستا له اطاعت سره د هغو کارونو چې ته پرې خوشاليږې.ای ربه! زما مخ د دوزخ له اوره واړوه، ای خدايه! زه له تاسوال کوم، ای الله ای يو خدايه، ای مالکه ای هغه ذاته چې نه ترې څوک پيدا دي او نه له چا پيدا دی.او نه يې څوک سيال شته.ای د سترتوب او جلال خاونده! ای د حاجتونو پوره کوونکيه ای د تکليفونو ليرې کوونيکه! ای د غوښتنو براورده کوونکيه! اوپه لويو مصيبتونو کې مرسته کوونکيه! زما مرسته وکړه په هغه کار کې چې ماته په مخکې دی زما پورونه پرې کړه او زما زړه پاک کانده او زما عملونه زيات کړه او زما لپاره د دوزخ له اوره د خلاصونه لاسوند وليکه. او له عذابه د امان سند او له صراطه د تيريدو اجازت نامه او په جنت کې د برخه اخستلو امر.او ما د حق او عدالت په چورليز کې داخل کړه او د جنت په باغونو کې او تل پاتې خوښيو کې د محمد او آل محمد ملګرتيا نصيب کړه.ای د جلال او لوی والي خاونده خدايه! درود وليږه په محمد او دهغه په آل او زما دعا قبوله کړه او زما په زارۍ او تضرع رحم وکړه او له خپل دره زما هيله مه پرې کوه، اې د بې کسو فرياد رسه زما په فرياد راورسيږه.ای د ايماندارو پناه ځايه ماته پناه راکړه. ای د ينکانو مرستندويه زما مدد وکړه. ای د توبه کوونکيو دوسته زما توبه قبوله کړه. ای تش لاسو ته رز ق ورکوونکيه ماته رزق راکړه.ای د دردمندانو د تکليف ليرې کوونکيه زما تکليف ليرې کړه. ای د مزبوت طاقت او قوت څښتنه په محمد او آل محمد رحمت نازل کړه او زما زړه په خپل دين او خپل اطاعت کلک وساته. تر دې چې زه ستا په مخکې حاضر شم ته له ما راضي وې، قهرجن نه وې، هم ته دا حسان او بخښنې خاوند يې، ای پالونکيه! مونږ ته په دنيا کې نعمتونه راکړه او مونږ په خپل رحمت سره د دوزخ له اوره وساته ای تر ټولو رحم کوونکيو زيات رحيمه!

که يو کس دغه دعا ته ځير شي نو دا ټکي پکې ليدلی شي

 (۱)په پيل کې د سهار د سپين والي او د شپې د ارام او سکون او د لمر او سپوږمۍ په حساب سره د چليدو ذکر دی دا ټول قرانی ايتونو ته اشاره ده.(۲) له دې وروسته د خدای صفتونه ياد شوې دي عزت، بخشش،فضل، نعمت، رحمت او له دې سره وحدانيت او داسسې نور صفتونه،او په دې خبرې سره چې ټول ښه صفتونه د خدای تعالی دي په دې کې عموميت پيدا شوی دی.(۳) په آخره کې د تقوا او پاکۍ او د زړه د صفاوالی ذکر دی امام په دې دعا کې يوه لاره ښودلې ده چې سپړنې ته اړتيا لري او مونږ د ټولو مسلمانانو پام هغې ته رااړوو.

 له دې دعا چې کوم سبق اخلو

زه ټولو مسلمانانو ته وايم چې وګورئ دا د نبوت د کورنۍ ستر شخصيت امام زين العابدين تاسو ته څه وايي چې تاسو خپل زړونه پاک کړئ او له ګناهانو يې وساتئ او صرف دا نه بلکه په دې ټولو مخلوقاتو او پراخې نړۍ کې غور وکړئ وګورئ چې لمر دی چې په خپل حساب سره چليږي.او سپوږمۍ ده چې په خپلو منزلونو کې روانه وي.په دې سره امام د انعام سورې هغو ايتونو ته اشاره کوي چې پکې د حضرت ابراهيم عليه السلام کيسه راغلې ده.چې هغوی د ځمکې اواسمان نخښې وليدلې چې د يقين درجې ته ورسيږي بيا په همدې سورې کې ده چې خدای تعالی دانه وڅيرله  او له زړي يې ونه پيدا کړه.هغه مړي له ژونديو او ژوندي له مړيو راوباسي دا دی د خدای قدرت، ته چيرته ګرځې.هغه د سهار د رڼا څرک پيدا کړی دی او شپه يې د سکون او کراري وسيله ګرځولې ده او لمر او سپوږمۍ په حساب کتاب سره چلوي.دا د حکمت او قدرت د لرونکي خدای تړون دی.هم هغه ستاسو لپاره ستوري پيدا کړې دي چې تاسو دهغو په وسيله لاره ومومئ دا ټولې نخښې يې په تفصيل سره راوړې دي د هغو کسانو لپاره چې له علمه کار واخلي.

د دې کتاب متکلم امام سجاد عليه السلام د انعام سورې د لومړۍ برخې ذکر هم د دې کتاب په ځينو دعاګانو کې کړی دی هلته د خدای په صفتونو کې دوي فرمايلې دي چې هغه د رڼا او تيارو پيدا کوونکی دی او لمر او سپوږمې هم هغه پيدا کړې دي له دې معلوميږي چې اسماني اجرام خدايان نه دي لکه څرنګه چې د حضرت ابراهيم عليه السلام په زمانه کې د صايبانو عقيده وه.او دا چې په خپله رڼا او تياره هم خدای نه دي لکه څرنګه چې په ايران کې د يوې ډلې دا عقيده وه.

الله اکبر! له دې معلوميږي چې د رسول اهلبيتو کوم شان او منزل لرلو او ټول مسلمانان په کوم منزل دي.په دغه دعاګانو کې د افلاک علم، د لمر او سپوږمۍ حساب او کشتيو د چلولو طريقو او داسې نورو څيزونو ته اشاره ده چې د ستورو له معلومولو پرته لوری نه شي معلومولی نن سبا به اروپا کې د دغه ټولو سبقونو د ښودلو لپاره ځانګړې پوهنتونونه دي خو مسلمانان لا اوس هم له دغه علمونو بې برخې دي چې اهل بيت ورته بيا بيا اشاره کوي

له دې امله چې هغوی ته معلومه وه چې دهغوی پلويان او مخالفان به د اهل بيتو په هکله هميشه جنګ او جدل کوي خو په خپله د اهل بيتو په زړه کې دا وه چې مونږ د ګډ اسلامی روح د پراختيا او د خدای له معرفت سره د بندګانو د نزدې کولو لپاره پيدا شوې يو له همدې امله هغنوی په خپل کلام کې دغه ډول اشارې لوريلې دي چې له ټولو انسانانو سره اړه لري او په کومې خاصې فرقې پورې نه محدوديږي او ټول مصلحان او حکماء ورځينې فايده اخستلی شي.دوي په اول ډول کې د ګناهانو ذکر کړی دی او په قران کې چې د کومو عذابونو ذکر شوی دی لکه زقوم، قطران او داسې نور يې ذکر کړې دي.او په دوهم ډول کې يې هغه عجايبات ذکر کړې دي چې په انعام سوره کی يې هم يادونه شوې ده.او چې حقيقت کې بې د فلکياتو له علمه نه معلوميږي.او د فلکياتو د علم لپاره م د حساب، هندسې او جبر و مقابلې ضرورت دی. همداراز په دغه دعا کې هغو ايتونو ته هم اشاره شوې ده چې د هغه لپاره د نباتاتو او د کرهڼې دعلم ضرورت دی. او د کومو څيزونو چې د مور د خيټې په باره کې ذکر شوی دی د هغولپاره علم تشريح او علم الحيات (بيالوجی) ضروری ده.

ته وا امام پوهيده چې په دې دنيا کې نورو قامونه پرمختګ کوي خو شيعه او سنيان په خپل مينځ کې په جګړو راخته دي.او هغه هم په څه؟ پخپله د اهل بيتو په باره کې حال د ا چې اهل بيت له دغو جګړو جدا دي ايا اسمان او دهغه ستوري ځمکه او کرهڼه د خدای په مخلوق کې نه ده شامله ايا په هغو کې غور او فکر دخدای له معرفت سره نزدې نه دي.

خو افسوس چې مسلمانان د هاتی په غوږ کې اوده دي دوي په اسلامی هيوادونو کې دا علمونه پريښې دي او په خپل مينځ کې په وړو وړو خبرو اخته دي هغه هم په داسې لانجو چې وخت يې تير دی او هغه نسلونه هم تير شوې دي.په نننۍ زمانه کې د مسلمانانو عقلونو ترقي کړې ده او د علم محبت د هغوي په زړونو کې پيدا شوی دی.

(۲)

خپل قوم ته د حضرت نوح غږ او د امام زين العابدين عليه السلام دعاګانې

دا د شيخ طنطاوي جوهري دوهم مضمون دی

ای مسلمانو وروڼو! زما سلام ومنئ، ما په تيرې مقالې کې د امام زين العابدين عليه السلام د ځينو دعاګانو په هکله خپل نظر ووايه ما وويل چې څرنګه امام هم په علم او هم په عمل ټنيګار کړی دی او د پنځون لور ته يې د انسانانو پام اړولی دی.

اوس يوه بله دعا درته وړاندې کوم چې امام به په په تيارو شپو کې لوستله.

« ای ربه! ما وبخښه، ای پالونکيه په ما رحم وکړه، ای زما څښتنه! زما په زړه کې پاکي پيدا کړه، ای زما مالکه ما له ريا ليرې کړه، ای پالونکيه! تا شپه زمونږ د ارام وسيله ګرځولې ده او ورځ دې زمونږ د معاش او روزګار موقع ټاکلې ده.تا لمر او سپوږمۍ په حساب سره جاري کړې دي ته د عالمونو منتظم يې  تا په افتاب ماهتاب او ستورو کې د خپلې رغاونې ښکلا انځور کړې ده دا د ټول ستوري د خپل مخلوق د فايدې لپاره د خپل حکم پابند ګرځولې دي.په ما يو نظر وکړه داسې نظر چې زما زړه له رياکارۍ، ځان منمۍ کينې او د حسد له احساساتو پاک کړي او په کوم سر ه چې زه ستا د عذاب په انديښنه کې شم »

 په دې دعا کې امام له يو پلوه خو د اخلاقو پاکۍ ته پام اړولی دی چې ورسره نفس هم پاک شي او له بلوه يې د نفس د پاکۍ په بشپړولو ټينګار کړی دی هغه حضرت په علم او حکمت او په پنځون کې په غور او فکر سربيره په خپلو دعاګانو کې علم النفس او علم الافاق دواړه يو ځای کړې دي لکه څرنګه چې په قران کې راغلې دي چې مونږ انسانانو ته خپلې نښې ښيو، په اسمان ځمکې او په خپله دهغوي په نفسونو کې چې هغوی د حق معرفت حاصل کړي، د «انفس»په لفظ کې ډيرو علمونو ته اشاره ده چې يو پکې داخلاقو علم دی. او د افاقو په لفظ کې علم الارض، نباتات، جبال، بحار او فلکيات او داسې نورشامل دي.

خپل قوم ته د نوح غږ

مونږ په قران کې دحضرت نوح عليه السلام غږ وينو نو ح خپل قوم ته وويل:« ای زما د قوم خلکو زه تاسو ويروم دخدای عبادت وکړئ او تقوا خپله کړئ انو زما اطاعت وکړئ خدای دې ستاسو ګناهونه وبخښي او تاسو دې تر يو ټاکلي وخته ژوندي وساتي.کله چې د خدای هغه ټاکلی مهال ختم شي نو بيا پکې ځنډ نه کيږي بيا نوح خدای ته د خپل قوم شکايت وکړ.وې ويل:ما دغه قام ته شپه ورځ نصيحت وکړ خو هغوی زما له بلنې تښتيدل ما چې کله هغوی ته بلنه ورکړه چې معرفت حاصل کړي نو هغوی خپلې ګوتې په غوږنو کې ورکړې او څادرې يې په سرونو واچولې او په خپلو جرمونو يې ټينګار وکړ او له ډير کبره يې کار واخسته بيا ما هغوی ته په جار وويل او په لوړ غږ مې اعلان وکړ او ورو مې هم پوه کړل ما وويل چې له خدايه د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړئ هغه ډير بخښونکی دی هغه په تاسو وريځې درليږي چې اوبه درووروي او د مالونو او اولادونو په وسيله له تاسو سره مرسته کوي ستاسو لپاره باغونه برابروي او ويالې روانوي په تاسو څه شوې دي چې د خدای په عزت نه پوهيږئ حال دا چې هغه تاسو په مختلفو صورتونه کې پيدا کړي ياست ايا تاسو نه وينئ چې څرنګه خدای تعالی اوه اسمانونه پوړ په پوړ پيدا کړې دي او لمر يې څراغ ګرځولی دی او خدای تاسو د بوټو په شان له ځمکې راويستلې يئ او بيا به مو دې ځمکې ته ستنوي او يو ځل بيا به مو ترې راوباسي.او خدای ځمکه ستاسو لپاره فرش ګرځولې ده چې په هغې کې په مخلتفو لارو تګ راتګ وکړئ» نوح وويل ای ربه!« دغه خلکو زما نافرماني وکړه او دهغه کس په شان روده يې غوره کړه  چاته چې له خپل مال او اولاده بې له تاوانه هيڅه په لاس ورنه شي.او دغه خلکو له ډير مکر او دوکې کار اخسته»

 الله اکبر! د حضرت نوح دغه دعا د پام وړ ده څومره د نفسونو او افاقو علمونه پکې راغونډ دي کټ مټ همداسې امام زين العابدين عليه السلام په خپله دعا کې دغه دوه څيزونه جمع کړې دي  له يوې خوا هغه له خدايه دعا کوي چې زما نفس ته پاکې راعطا کړه چې لوړتيا پکې پيدا شي له بل پلوه د ځمکې او اسمان د پنځيدو او د خدای د قدرت ذکر کوي. د صحيفه کامله په يوې دعا کې فرمايی:

« ای ربه! ما ته داسې زړه راکړه چې ستا ويره پکې وي داسې ته وا هغه ته ليدلې يې.تر دې چې له تا سره يې کاته وشي ای مالکه د اسمانونو او د ټولو هغو څيزونو په اسمان کې دننه دي که هغه راڼه وي که تياره.ای د پراخو ځمکو مالکه او د ټولو هغو مخلوقاتو چې په دغو ځمکو کې دي، ای د کلکو بنسټونو د غرونو څښتنه، ای د چليدونکو هواګانو با داره، ای دهغو وريځو خاونده چې د ځمکې او اسمان په مينځ کې پيدا کيږي، ای دهغو ستور و مالکه چې په اسمان کې ستا د امر تابع دي که هغه پټ وي او که ښکاره ای له پټو خبرو خبره او ای د غږونو اوريدونکيه!»

 په يو بل ځای کې لولو:

«ای خدايه! زه له تا پناه غواړم او د علم د خاوندانو ويره،د عابدانو خشوع او خضوع، د مخلصانو عبادت او د عاجزي کوونکو د زړه اخلاص،د توکل لرونکو يقين او د سترو درجو د خاوندانو کاميابي اود خدای د ذکر کوونکو غور او خوض»

دا کټ مټ دهماغه ايت په شان دی چې د اسمان او ځمکې خلقت او د ورځو او شپو په تګ راتګ کې د عقل د خاوندانو لپاره نښې نښانې موجودې دي هغه کسان چې خدای يادوي او په ناسته پاسته او د اړخ په بدلولو کې د خدای ذکر او غور او فکر کوي د ځمکې او اسمانونو په خلقت کې دوي وايی چې ای خدايه تا دا څيزونه په غلطه نه دي پيدا کړې ستا دات پاکه دی نو مونږ د دوزخ له اوره وژغوره.

د امام سجاد دا جمله چې « د عقل او فکر د کوونکو غور او ځيرتيا درنه غواړم» همدغه ايت ته اشاره ده او يادونه کوي چې که دخدای يادوونکی دهغه په پنځون کې غور او فکر ونه کړي نو هغه جاهل پاتې کيږي او بصيرت لاسته نه راوړي.

همدا په دغه ايت کې راغلي دي چې:

« دغه خلک په قران کې غور او سوچ ولې نه کوي، ايا د دوي په زړونو تالې لګيدلې دي»

او په دې ايت کې چې:

«هغه خلک چې تورات ورته ورکړل شو بيا هغوی تورات نه زغملی شو دخره په شان دي چې په ملا يې د کتابونو بار وي. څومره بد مثال دی د هغو کسانو چې د خدای ايتونه دروغ ګڼي او خدای په زوره ظالمان نیغې لارې ته نه هدايتوي»

 

د خدای په در کې د طنطاوي ګيله

ای خدايه! ستا دا کتاب قران موجود دی او دا د اهل بيتو د يوې لويې سټې ويناوې، او  د اهل بيتو له صديقونو څخه د يو صديق د خولې کلام دواړه بلکل متفق دي. اوس زه په لوړ اواز وايم، په هندوستان کې او په ټولو اسلامی هيوادونو کې، ای د اسلام بچيانو! ای اهل سنتو! ای شيعيانو! ايا اوس هم هغه وخت نه دی راغلی چې تاسو د قران او د اهل بيتو له موعظو سبق واخلئ دا دواړه تاسو ته بلنه درکوي د هغو علمونو په لور چې ورسره د قدرت او پنځون عجايبونه کشف کيږي او دخدای معرفت لاسته راخي.اول دغه علمونه حاصل کړئ. د همدغه علمونو د لاسته راوړلو سبق تاسو ته قران او دمذهب مخ کښانو درکړی دی.کله چې په دغه علمونو کې بشپړ شئ نو بيا نورو چارو ته پام وکړئ.

له فرقه پالو بحثونو ډډه وکړئ او په دغو تبلیغاتو عمل وکړئ له دغو علمونو کار واخلئ او له اسمانه لاندې او د ځمکې لپاسه د خپل ژوند سامان برابر کړئ

( طنطاوي جوهري مصري)

(۳)

د امام زين العابدين(ع)د دعاګانو په هکله زما نظرونه

دا د استاد محمد کامل حسين مقاله ده چې په جامعه مصريه کې پروفيسر دی او د « الادب فی مصر الاسلاميه » او «مروان بن ابی حفصه» کتابونو ليکوال دی دا مضمون له دې مخکې د هندوستان په الرضوان مجله کې چاپ شوی دی.

ايا تاسو فکر کوئ چې فرزدق په خپلو شعرونو کې د امام زين العابدين د تعريف حق پوره کړ

هلته چې وايی:

دا هغه سټې دي چې د پښو ښکالو يې د مکې ټاټوبی پيژني او د خدای کور او دهغه حل و حرم ټول ورځينې خبر دي.دا د هغه هستۍ زوزات دی چې د خدای په مخلوق کې تر ټولو غوره وه. دا متقی، پاک، پاکيزه او د زمانې مشهور کسان دي»

هيڅکله نه، په خدای چې فرزدق په دغو شعرونو کې يوه ذره هم نه ده نظم کړې بلکه ماته خو هغه الفاظ بيخې ښکاري نه په کومو سره چې زما د زړه احساسات څرګند کړی شي او د دغه لوی امام د عظمت په هکله زما ليدتوګې بيان کړی شي هغه کس چې له يو پلوه يې د عرب قوم غوره اخلاق او دمذهبی کمالات لاسته راوړې دي او له بل پلوه يې د عجم د ملک پاچاهي او د هغوی د عزت پانګه.

په دې بڼه کې بې ځايه نه ده چې هغه ته « ابن الخير تين» ( د دوو غوره قومونو بچی ) ووايو ځکه چې د دوي ګران نيکه رسول الله مبارک (ص)فرمايلې دي چې خدای تعالی په خپلو قامونو کې دوه قامونه غوره کړې دي په عربو کې د قريشو قبيله او غير عربو کې فارس، او ډيرو ايرانيانو دا حديث د خپل وياړ لپاره سند ګرځولی دی. مهيار ديلمی د سيد رضی د نهج البلاغې د ټولوونکي شاعر و هغه دغه حديث راوړي او بيا پخپله د ځان تعريف کوي:

 د هغه د شعر مطلب:

«ما عزت او ستر توب له ډير غوره مور او پلاره لاسته راوړې دي او د دين عزت مې تر ټولو د غور نبي (ص)نه حاصل کړی دی نو ماته له هره اړخه وياړ په برخه شوی دی کورنۍ عزت له فارسه او دينی عزته له عربو»

دا د يو وياړ اوج دی چې يو شاعر يې وړاندې کوي. کوم شاعر؟ مهيار ديلمی،د چا چې دنياوي عزت يوازې دومره دی چې د فارس د هيواد يو مجوسي کس و او د کومې پاچاهي کورنۍ هم نه و بلکه د خپل استاد سيد رضي په لاس يې اسلام ومانه نو د نورو مسلمانو شويو غلامانوپه شان درجه ورته حاصله شوه نه دهغه کوم خانداني وياړ شته او نه يې په اسلام کې کومه درجه. خو سره له دې په خپلو دغو دوو ځانګړتياوو وياړي چې زه له خانداني نظره فارس يم او له ديني نظره د رسول الله مبارک (ص)منونکی. نو زه څه ويلی شم د هغه هستۍ په هکله چې پلارنی نيکه يې پخپله د مسلمانانو رسول او مورنی نيکه يې د فارس هيواد پاچا کسري وي. هغه به کومه ژبه وي چې د دغه سترې سټې د عزت او سترتوب حد بيان کړی شي.دا شخصيت د امام زين العابدين عليه السلام دی د چا په هکله چې فرزدق ويلې دي:کله چې د قريش د قبيلې خلک هغه وويني نو وايی چې د عزتونو د عزت انتها د همدغه کس لپاره ده.

بلکه زه خو دا وايم چې د هغوي عظيم اخلاق د اخلاقو انتها ده د هغوي په کورني شرافت د شرافت پای دی.او که ژبه مې راسره مرسته وکړي او داسې کلمات وموندی شم چې خپل مطلب پر ې ادا کړی شم نو وايم به چې دا ډير کم تعريف دی چې د امام سجاد او اهل بيتو( ع) يې کولی شو.

کيدی شی خلک په دې خبره حيران شي چې يو اهل سنت مقاله ليکونکی د شيعيانو د يو امام په هکله داسې خبرې کوي خو حقيقت دا دی چې زه که څه هم په داسې ښار کې پيدا شوی يم چې سنی مذهبه ګڼل کيږي. او د يو داسې مذهب چې د امام شافعی وغيره د مذهب پيروکار دی خو ما په خپل سني ښار کې او دهرې طبقې په خلکو کې ليدلې دي چې هغوي د رسول د اهل بيتو عزت کوي او د شيعيانو د امامانو د عظمت هماغه شان قايل دي لکه څرنګه يې چې شيعه قايل دي.دا دخدای فضل دی چې چاته وغواړي ورکوي يې او محمد بن ادريس شافعی خو پخپله فرمايلې دي چې:

«ی په اوښ باندې سپاره مسافره! لږ د مکې په ټاټوبې کې منی ته نزدې ودريږه او يوې خوا بلې خوا ټولو خلکو ته غږ کړه  دسهار په وخت هغه وخت چې د کعبې حجيان د م منی په ټاټوبي راغونډيږي په دومره شمير کې لکه څپانده سمندر چې وي دوي ټولو ته ووايه چې که د آل رسول د مينې نامه رافضي کيدل دي نو دواړه جهانه ګواه دي چې زه رافضي يم»

او حقيقت دا دی چې ماته د اسلام او مسلمانانو لپاره تر دې زياته بلکه کومه فتنه خطرناکه نه ښکاري چې د شيعه او سني په مينځ کې اختلاف پيدا کړی شي.

مونږ ټول يو دين منو چې نوم يې اسلام دی د يو خدای عبادت کوو چې په حقه معبود دی د حضرت محمد مصطفی (ص)نبوت ته غاړه ږدو او دا ا قرار کوو چې هغه د انبياوو سرخيل او د مرسلانو خاتم دی. او دهغه حضرت (ص)د اهل بيتو درناوی واجب ګڼو د چا په شان کې چې دا ايت نازل شوی دی « انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا» تر څو چې مونږ په دغه ټکي يوه خوله يو نو دا ډيره صفا خبره ده چې بايد يو موټی او يو لاس ووسو. او په دې لاره کې جهاد وکړو د خپل دين د پرمختک او حفاظت په لاره کې، او دغه ګډ ټکي ته د ټولو بلل پکار دي. او په دې لاره کې جهاد پکار دی.نه دا چې په داسې اختلافي خبرو اخته شو چې د تفرقې او تيتيا سبب کيږي. هغه هم يوازې د خپلو شخصي ګټو په خاطر. که مونږ د حضرت علی (ع)منونکي وی چې دنيا ته يې درې طلاقه ورکړل او د دنيا ښکلاوو ته يې توجه نه کوله او که د هغوي په شان مو دا خبره کولی چې ای دنيا لاړه شه بل څوک وغولوه نو نن به د اسلام شان بل ډول و او مسلمانان به داسې عزتمن وو چې ساری به يې نه درلود.

خو د دنيا خواهشاتو او هوا هوس مسلمانان له دغه لوړ مقصده ليرې کړل هغوی يې د توحيد اوايمان له حقيقته وريا کړل چې له امله يې په دنيا کې فرقه بندۍ پيدا شوې او مختلفې ډلې  جوړې شوې چې له يو بل سره ‌ډغرې وهي چې له امله يې د مسلمانانو عزت خاورې شو. او د طاقت له لاسته راوړلو وروسته په هغوی کې کمزروي پيداشوه.

دا ټول ما وليکل د دې لپاره چې زما مخې ته يو کتاب پروت دی چې که څه هم حجم يې زيات نه دی خو ارزښت او قيمت يې ډير زيات دی. داز مونږ د سيد امام زين العابدين د دعاګانو ټولګه ده. او زما ارمان و چې په دغه دعاګانو يو څه وليکم او ووايم چې په هغو کې څومره روښانه دليلونه موجود دي د دې خبرې چې امام زين العابدين بلکا د نورو پاکو اهل بيتو په شان د رسول الله مبارک (ص)د د تعليمي روح لرونکی او په عبادت او پرهيزګارۍ کې دهغوی تابع و.خو زه هغه الفاظ له کومه پيدا کړم چې زما تاثرات بيان کړي.په دې وخت چې زه دغه معجز وزمه کلمات لولم چې له سپړنې يې ژبه عاجزه او حقل حيرانه دی او قلم يې د عظمت له بيانولنوو لړزيږي او تميږي نو په دې موقع زه يوازې د خپلې ناتوانۍ او کوتاه بيانۍ اعتراف مناسب ګڼم د دې په پرتله چې قلم راواخلم او د موضوع حق ادا نه کړی شم.ځکه چې د امام سجاد د دعاګانو د لوستلو په وخت زما تاثر او د زړه احساس زما د اظهار تر طاقته زيات دی.

خو زه يوې بلې خبرې ته متوجې شوم او هغه دا چې زه وينم چې زمونږ ليکوالان ، اديبان او ادبي مورخان،د تيرو شاعرانو او نثر کښونکو د اثارو لوستلو او درس و تدريس ته متوجې دي او ه غ وی په نثر کې دا هنرمندانه سبک خپل کړی دی چې انشا ليکونکو ټاکلی او داسې يې پسوللی چې له فطري ښکلا او حسن ادا نه بلکل ليرې ښکاري او هغه ته يې رنګ په رنګ د علم بديع و بيان ښکلاوې، صنعتونه او سينګارونه ورکړې دي چې له تکلف او تصنع نه خالي نه دي او له طبعی ښکلا سره بيخي سمون نه خوري خو دغه خلکو د دغه دعاګانو دا ادبی اثار پريښې دي چې د عربي ادبياتو له معجزو کم نه ګڼل کيږي.ځکه چې دغه دعاګانې له يو پاک او سپيڅلې روحه رارسيدلې دي او هغه د امام (ع)نفس دی او مخاطب يې هم يو پاک او سپيڅلی نفس دی او هغه د لوی او لوړ خدای ذات دی.له دې امله دا په رښتيا چې يو قلبي احساس دی چې دخدای له لوري خپل بنده ته ورکړل شوی دی چې د دې په ذريعه بنده خپل خدای ته متوجې کيږي. له همدې کبله په دغه مذهبي دعاګانو کې د ديني جذبې د وحی او د تقوی دالهام او د زهد او پاکۍ يوه لوړه بيلګه پرته ده. په دې کې يوه خوږه وږمه او موسيقي هم پرته ده چې روح ځانته کاږي. غوږنو ته خوند ورکوي او زړه يې د معنو جذابيت او د وقيعو الفاظو اوريدو ته ليواله کيږي او رعب او جلال ته يې سر ټيټوي.وګورئ امام (ع)د خپل رب ستاينه کوي:

«ستاينه ده هغه ذات لره چې په خپل سترتوب سره  يې زړونو ته ځلا ورکړې ده او په خپل عزت سره له سترګو پټ دی او په خپل قدرت سره په ټولو څيزونو واک لري. نو نه سترګې د هغه د ليدو زغم لري او نه توهمات دهغه د عظمت حقيقی حد ته رسيدلی شي هغه په عظمت او لوی والي سره د جبروت څښتن دی او په عزت جلال او  احسان سره په مخلوق مهربان،له خپل حسن او جمال سره له نيمګړتياوو سپيڅلی دی او له وياړ او لوړاوي سره د سترتوب د صفت مالک.

تاسو په عربي کلام کې هيڅکله داسې تل پاتې خوند څښلی دی؟ او داسې کلام چې په خپلو خوش نما الفاظو او لويو معناوو سره په زړه کښيني او د انسان نفس هغو لوړو درجو ته وخيږوي چيرته چې يوازې پاک سپيڅلي او ددنيا له هوسونو پاک زړونه ختلی شي.ايا تر دې کلامه زيات مو اوريدلی دی؟ دا هغه دينی ادب دی چې زړونو يې په خوند او لذت نه مړيږي او دې د لوړاي په وړاندې په سجده پريوزي.غوږونه يې چې واوري نو په نغمو يې په وجد او ترنم کې راشي او عقل يې په معنا او مطلب کې غوپې وهي او په يوې بلې فضا کې الوت کو ي.

سره له دې دنيا د بديع الزمان، حريري، ابونواس او متنبی ليواله کيږي.چيرته ديني ادب او چيرته د دغه کسانو ادب په دواړو کې د لفظ او معنا له نظره د ځمکې او اسمان فرق دی اوپخپله له ادبي اړخه هم ډير توپير لري. اديبانو ته پکار دي چې دغه جليل المرتبت او عظيم کلام ته پام وکړي يقينا چې هغوی به په دې کې ډيره لويه خزانه بيا مومي چې تر اوسه په ځمکه کې پټه ده.

 ۴:

امام زين العابدين (ع)او د هغه فلسفه

 دا داحمد محمد جمعه ابيوتی مقاله ده چې د کليه شريعت اسلاميه مصر له فضلاوو څخه دی

د هغه ربانی امام، روحانی لارښود او اخلاقی استاد به درته څه ووايم چې د انسانانو د نفسونو او د قامونو او ولسونو د د زړونو واکمن دی او د انسانی نسلونو لاس نيونکی او لارښوونکی دی له تيرو ديارلسو سوو کلونو تر هغه وخته پورې چې د ا نړۍ فاني شي. هغه د هغوی لاس نيسي او د حقيقي ژوند پر لارو يې بيايی او د ژوند له تنګسياوو په ژغورنې سره هغوی ته د ژوند اصلي معنا د عمر اصلی ارزښت او د زمانې اصلي عزت ورښيی. هغه د بې حده زيار او هڅو او دعمل اصول ټينګوي او له لټۍ او بې کارۍ کرکه څرګندوي وګورئ هغه خدای ته په دعا کې وايی:

«زمونږ د زړه سلامتيا د خپل عظمت په ياد کې وګرځوه او زمونږ د بدن د بيکارۍ شيبې هم د خپلو لورينو په مننې کې تيرې کړه او زمونږ د ژبې ويل د خپل احسان ستاينې سره مخصوص کړې»

څومره لوړه ده ستا درجه ای امامه! او څومره صفا دی ستا زړه او څومره روښانه دی ستا ضمير او څومره سوتره ده ستا نيت او څومره سپيڅلې ده ستا ليدتوګه او څومره مبارکه ده ستا نظريه.

 تاسو واوريده د حی او قايم خدای غږ او د قديم خالق خطاب چې خپل سپيڅلي رسول او حبيب(ص)ته يې کړی و.

خو په حقيقت کې هغه د رسول (ص)په جامه کې ټولو قامونو او نسلونو ته مخاطب و.دوی په هغه لبيک ووايه وې مانه او ورنزدې شو او دخدای قانون ته يې سر ټيټ کړ هغه دخدای غږ دا دی چې: ای رسوله ووايه چې غوروکړئ چې په ځمکه او اسمانونوکې څه څه عجايب پټ دي. دا خلک ولې نه ګرځي او پام نه ورکوي؟ دا خلک غور ولې نه کوي؟ د اسمان او ځمکې په پيدايښت او د ورځې او شپې په تګ راتګ کې د عقل د خاوندانو لپاره نښې نښانې دي، دا خلک ولې په ځکې کې سيل نه کوي او نه ګوري چې دهغو خلکو پايله څه شوه چې تر دوي مخکې وو. هغوی تر دوي زيات پياوړې وو او په ځمکه کې يې هنګامه جوړه کړې وه او لويې لويې ماڼۍ يې ودانې کړې وې تر هغې زياتې چې دوي جوړې کړې دي او پیغمبران هغوی ته په روښانه دليلونو سره راغلل خدای هيڅکله په هغوي ظلم نه کوي خو هغوي پخپله په ځان ظلم کاوه»

«او درسول (ص) وينا ده چې د يوې شيبې غور اوفکر د اويا کالو تر عبادته غوره دی. د خدای په پنځون کې فکر وکړئ او پخپله دخدای په ذات کې فکر مه کوئ تاسو دهغه د حد درجه نه شئ ټاکلې»

همدا خبره خو امام هم کوي چې« زمونږ د زړونو سلامتيا د خپل ستر توب په ياد کې وټاکه »

امام زين العابدين (ع) د  دنيا ابادول غواړي او خلکو ته بلنه ورکوي چې هغوی خپل اوزګار وختونه هم په داسې کارونو کې تير کړي چې ورسره د حقيق ژغورنې بنسټ برابريږي او واقعی عزت حاصليږي.او د بنيادم نامه تل پاتې کيږي. د دې نتيجه دا ده چې په ژوند کې بيکاري هډو وي نه او تعطل بيخي پيدا نه شي هغه وخت به نه دا خرابۍ وي او نه دا جرمونه. ځکه چې عرب شاعر وايی:

ځواني، بيکاري او شتمني همدا دانسان د خرابولو لوی لاملونه دي.

امام (ع) په زغرده وايی چې څومره چې دخدای نعمتونه دي او دهغه راکړې طاقتونه دي او غړي او هډونه دي ټول په هماغه کارونوکې ولګوو د کومو لپاره چې پيدا شوې دي چې دخدای د نعمتونو مننه وشي.

همدا مطلب د امام د د ې فقری دی چې:

زمونږ بې کاري هم د خپل نعمت په شکر کې تيره کړه.

له دې وروسته امام (ع)غواړي چې د خدای تعالی په دې وينا کې داخل شي چې «څوک د خپلې خبرې له نظره تر هغه کسه زيات ښه کيدی شي چې خدای ته خلک بلي او ښه کارونه کوي او وايی چې زه مسلمان يم»

امام فرمايی:

« ای ربه! مونږ له هغو کسانو وګرځوې چې ستا په لور بلونکي دي او ستا لاره خلکو ته ښيی»

دا پرمعنا جملې او له منځ پانګې ډکې فقرې دي د ښکلا، عظمت، بلاغت او ايجاز ټولې ځانګړتياې پکې نغښتې دي.

«ستاينه ده هغه ذات لره چې په خپل سترتوب سره  يې زړونو ته ځلا ورکړې ده او په خپل عزت سره له سترګو پټ دی او په خپل قدرت سره په ټولو څيزونو واک لري. نو نه سترګې د هغه د ليدو زغم لري او نه توهمات دهغه د عظمت حقيقی حد ته رسيدلی شي هغه په عظمت او لوی والي سره د جبروت څښتن دی او په عزت جلال او  احسان سره په مخلوق مهربان،له خپل حسن او جمال سره له نيمګړتياوو سپيڅلی دی او له وياړ او لوړاوي سره د سترتوب د صفت مالک»

له تصوف سره بلاغت، په تضرع او لمنځ کې ادبيت، د بندګۍ په څرګندونه کې جادوګري،د بيان له جوهر سره عقلی مغز او پر دې ورزيات د بديع ښکلاوې.

د شرک په خلاف جنګ

امام (ع) د خپل زړه له تله، د ډاډمن نفس په پياوړې عقيدې سره له شرک او د شرک له موادو د شرک له ادعا کوونکو او ملاتړ کوونکو سخته کرکه کوي او د خدای لپاره ازلي او ابدي يووالی ثابتوي په خپلو دغو الفاظو سره چې:

« هغه پنځګر چې هيڅ سيال نه لري، هغه يوازينی چې هيڅ ساری نه لري، هغه د سترتوب خاوند چې کوم شريک نه لري.هغه سرخيل هغه واکمن چې برابر نه لري.او هغه خدای چې بل يې نيشته.او هغه پيدا کوونکی چې شريک نه لري او هغه رازق چې مرستيال نه لري هغه تر ټولو مخکې او لازوال دی  هغه تل پاتې او لافانی دی. دايم و قايم دی بې له زحمت او زياره، هغه باقي دی بې د کوم اخري حده، هغه صنعت پيداکوونکی دی بې له دې چې کوم مرستيال ولري هغه پالونکی دی بې  له کوم شريکه،پنځوونکی دی بې تکليفه، کار کوونکی دی بې له بې وسۍ، نه په مکان کې دهغه کوم حد شته او نه په زمان کې دهغه کومه انتها،هغه له تله دی او تل به وي همدا شان هميشه هميشه خدای دی، هغه ژوندی، قايم، دايم، قديم، وسيال د علم او حکمت څښتن، برلاسی او حليم دی،هر څه چې وغواړي تم کوي يې او هر څه چې وغواړي تر سره کوي يې، هغه لره دی خلق او هغه لره دی حکم،ټوله ځمکې د هغه په ولکه کې ده او اسمان هم د هغه د تصرف په لا س کې دی پاک دی هغه خدای او سپيڅلی دی له هغو خيالاتو چې مشرکانو ورپاره پيدا کړې دي» ( صحيفه خامسه، ۲۱ او ۲۲ مخونه د دمشق د فيحاد چاپ خانې چاپ »

هغه حضرت (ع)نړۍ ته د وحدانيت معنا ښيی او په خپل ځان د باور او د خپل ضمير د څارنې درس ورکوي  او انساني عقلونه له ژور خوبه ويښوي او هغوی ته د ژغورنې او کاميابۍ حقيقی اصول ښيی. هغه لوی رکن چې د دغه ژوند ودانۍ پرې ولاړه ده او د دې لپاره هغه حضرت خدای ته ډير غوره مثال وړاندې کوي ځکه چې هغه ذات د کايناتو په پنځون او خلقت کې يوازې او خپلواکه دی.

امام زين العابدين(ع) چې د هجرت په لومړۍ پيړۍ کې پيدا شوی دی د ازادۍ، عزت او خپلواکۍ غږ پورته کوي  چې د څوارلسمې پيړۍ او له هغې وروسته خلک يې واوري او دماديت  زنځيرونه مات کړي.

 

 د يو عام مذهب رد

ډيرې ډلې په مسلمانانو کې په يو شرمناک خيال او کمزور مسلک راغونډې شوې دي او هغه دا چې انسان په خپل قول او عمل کې مجبوره دی او خدای په زوره د هغه په لاس خير وشر او ټول جرمونه کوي دوی د دغه نظريې لپاره ډير کمزورې دليلونه وړاندې کوي په دوی بدمرغي داسې واکمنه شوې ده چې دخدای ذات ته د جبر او قهر د نسبت په ورکولو راضی شوې دي. دا خلک غواړي چې د دغه نظريې او تعليم په سيوري کې جرمونه او ګناهانې وکړي او پړه يې په خدای ورواچوي.

دا داسې مذهب دی چې له فساده د ځمکې د ډکولو ذمه وار دی او د نړۍ د انتظام د بربادۍ سبب کيږي.امام زين العابدين(ع) په خپل الفاظو کې د دغه ملحدانه خيال بنيادونه راغورځولې دي دوي فرمايی:

«ټول کاينات په دې خبره اعتراف کوي چې ته چاته سزا ورکړې په هغه ظلم نه کوې او په دې خبره شاهد دي چې څوک چې ته معاف کړې دا ستا احسان دی او هر کس به اقرار کوي دهغو فرايضو په کولو کې د خپل نفس په لټۍ چې تا په هغوی فرض کړې دي.او که شيطان هغوی ستا له اطاعته نه وو غولولي نو هيچا به ستا نافرمانی نه کوله او که باطل يې دهغوي په وړاندې د حق په جامه کې نه و وړاند ې کړی نو ستا له لارې به هيڅوک نه ګمراه کيدل.

ته مبارک يې په دې خبره کې چې ستا ستاينه په احسان سره کيدلی شي او تر دې زيات لوی او سپيڅلی يې چې څوک د دې انديښنه ولري چې ته به د عدالت په خلاف کار وکړې.له تا د ظلم او زياتي انديښنه نه شي کيدلی په هغه کس چې ستا له امره سرغړونه وکړي او کوم کس چې ستا اطاعت وکړي ستا له لوري د هغه د حق خوړلو هيڅ انديښنه نه شي کيدلی»

«ته ډير احسان کوونکی او کرم خاوند يې،ای هغه ذاته چې د عظمت عجايب يې نه ختميدونکي دي مونږ له ملحدانه خيالاتو دخپل عظمت په پردو کې وساته ای هغه ذاته چې د پاچاهۍ موده يې ختميدونکې نه ده مونږ له خپل غضب او خپګانه وژغوره، ای هغه ذاته چې رحمت خزانې يې نه ختميږي په خپل رحمت کې زمونږ هم برخه وکړه. ای هغه ذاته چې سترګې يې دليدلو توان نه لري مونږ خپل در ته نزدې کړه او هغه ذاته چې د عظمت په وړاندې يې ټول عظمتونه واړه دي مونږ ته عزت راکړه. ای هغه ذاته د چا په وړاندې چې باطني رازونه هم ښکاره دي مونږ په خپل مخکې مه رسوا کوه»

کلیدي کلمې: