د شیعه او سنیانو، ځينې اختلافي فقهي حکمونه(۲

يو سل درې څلويښتم اصل

شيعه عقيده لري چې د لمانځه په وخت بايد په ځمکه يا په هغه څه چې له ځمکې زرغونيږي (په دې شرط چې د خوړلو او اغوندلو نه وي) سجده وکړے شي. او له دې دواړو پرته په بل څه باندې په اختياري حالت کښې سجده کول صحيح نه دي. د پيغمبر(ص) په يو حديث کښې روايت شوي دي چې اهل سنتو هم هغه نقل کړے دے: وَ جُعِلَتْ لِیَ الارْضُ مَسجِداً وَ طَهُوراً [1]. د "طهور" ټکے چې د تيمم لپاره راغلے دے دا ښيي چې د "ارض" مطلب عامه ځمکه ده چې له خاورو، کاڼو او د دې غوندې له نورو څيزونو جوړه شوې ده.

امام صادق عليه السلام هم فرمايي: "السّجُودُ لا يَجُوزُ اِلا علی الارض او علی ما اَنْبَتَتِ الاَرْضُ اِلاّ ما اُکِلَ او لُبِسَ"[2]

د پيغمبر(ص) په زمانه کښې د مسلمانانو سيرت دا ؤ چې د جومات په فرش به يې چې له شګو جوړ شوے ؤ، سجده کوله. کله به چې ګرمي وه نو هغوي به هغه شګې په لاس کښې راخستې چې يخې شي او بيا به يې په هغې سجده کوله. جابر بن عبدالله انصاري وايي: ما په پيغمبر(ص) پسې د ماسپښين لمونځ کاوه لږې غوندې شګې مې په لاس کښې واړولې راواړولې چې سړې شي چې په لمانځه کښې په هغو سجده وکړم.[3]

پيغمبر(ص) خپل يو صحابي ته چې له خاورو يې خپل تندے ساته وفرمايل: "تَرّب وَجْهٰكَ" مخ دې خاورين کړه.[4] همدا رنګ که کله کله ځينو کسانو به د خپلې عمامې په پلو سجده کوله نو پيغمبر(ص) به هغه د هغوي له تندي راکښوده.

دا ټول حديثونه په دې ګواه دي چې د پيغمبر(ص) په زمانه کښې د مسلمانانو ذمه واري په خاورو او کاڼو سجده کول وو او هغوي به هيڅ کله په فرش، جامو او د عمامې په پلو سجده نه کوله. خو څه وخت وروسته پيغمبر(ص) ته وحي وشوه چې په پوزي او بورۍ هم سجده کيدے شي، او له پيغمبر(ص) ډېر روايتونه راغلي دي چې په پوزي او بورۍ باندې د هغه سجده کول ښيي.[5]

البته د عذر په ځايونو کښې به اصحابو په خپلو جامو سجده کوله، لکه انس ابن مالک وايي: مونږ له پيغمبر(ص) سره لمونځ کاوۀ کله به چې له مونږ څخه يو کس په ځمکه باندې له تندي کيښودلو معذوره و نو د خپلې عمامې په پلو يا په خپلو جامو به يې سجده کوله.[6]

دې ته په پام سره شيعه، تل په دې اصل باندې ولاړ و او يوازې پر ځمکه يا په هغه څيز چې له ځمکې به زرغونيدۀ سجده کوله خو په دې شرط چې هغه د خوړلو او اغوستلو څيز نه وي لکه پوزے او بورۍ. او که شيعه په دې خبره ټينګار کوي چې يوازې په خاورې او له خاورې په پيدا شوي څيزونو دې سجده وشي نو دا د همدې دليلونو له امله دي. او غوره دا ده چې په ټولو اسلامي هيوادونو کښې جوماتونه داسې وي چې د هرې فرقې مسلمانان پکښې لمونځ وکولے شي.

په اخر کښې د دې خبرې کول ضروري ګڼو چې کاڼې او خاوره "مسجودٌ عليه" دي نه "مسجودٌ له" (يعنې په هغې سجده کيږي نه دا چې هغې ته څوک سجده کوي). کله کله ځينې خلک دا وايي چې شيعه خاورې ته سجده کوي په داسې حال کښې چې هغوي هم د ټولو مسلمانانو غوندې يوازې خدای ته سجده کوي او د دې لپاره چې خدای ته خواري زاري وکړي نو خپل سر په خاوره ږدي او په زړه کښې وايي: "اَيْنَ الترابْ وَ رَبُّ الارباب" خاوره چرته او د مالکانو مالک چرته".

 

يو سل څلور څلويښتم اصل

په هر يو مسلمان فرض دي چې په ورځې شپې کښې پينځه وخته لمونځ وکړي چې د هغې شرعي وختونه په قرآن او سنت کښې ذکر شوي دي: له ماسپښينه تر لمر پرېواته پورې د ماسپښين او ماځيګر د لمانځه وخت دے؛ او له ماښامه تر نيمې شپې پورې د ماښام او ماسخوتن د لمانځه وخت دے؛ له فجره تر لمر راختلو پورې د سهار د لمانځه وخت دے.

شيعه دا عقيده لري چې له ماسپښينه تر لمر پرېواته پورې د ماسپښين او ماځيګر د لمانځه وخت شريک دے، خو لومړے يوازې دومره وخت چې څلور رکعته پکښې کيږي د ماسپښين له لمانځه سره خاص دے او اخرنۍ دومره وخت چې څلور رکعته پکښې کيدے شي د ماځيګر له لمانځه سره خاص دے، نو دې ته په پام سره د دې دوو خاصو وختونو په مينځ کښې وخت کښې چې کوم وخت انسان وغواړي دواړه لمونځونه کولے شي او لمونځ د هغې د فضيلت له وخته وروسته کولے هم شي، که څه هم ښه دا ده چې هغه دواړه په خپل د فضيلت په وخت کښې وکړے شي چې وروسته به بيانيږي.

امام باقر عليه السلام فرمايي: "إذا زالَت الشمْسُ دَخل الوقتانِ الظهرُ والعَصرُ و إذا غابت الشمسُ دخل الوقتان المغربُ والعشاء الاخرة"[7]. کله چې لمر د آسمان مينځ ته ورسي نو د ماسپښين او ماځيګر د لمانځه وخت شي او کله چې لمر پرېوځي نو د ماښام او ماسخوتن د لمانځه وخت شي.

امام صادق عليه السلام فرمايي: "إذا زالتِ الشمسُ فقد دَخَل وقتُ الظهرِ والعصر جميعاً إلا انّ هذه قبل هذه، ثمّ أنتَ فی وقت منهما جميعاً حتی تغيبُ الشمس"[8] کله چې لمر د زوال حد ته ورسي نو د ماسپښين او ماځيګر د لمانځه وخت شي، خو ضروري ده چې د ماسپښين لمونځ د ماځيګر لمانځه نه وړاندې وشي. بيا ستا خوښه ده چې تر لمر پرېواته پورې چې کله وغواړې دواړه لمونځونه کولې شې.

امام باقر (ع) له پيغمبر(ص) نقل کوي چې هغه حضرت(ص) به بې له دې چې څه عذر ولري د ماسپښين او مازيګر لمونځونه په يو ځای جمع کول.[9]

په ځينو ځايونو کښې د دواړو لمونځونو په جمع کولو باندې د اسلام د ټولو عالمانو اتفاق دے. لکه په عرفه او مزدلفه کښې ټول مسلمانان په يوه خله دي چې ماسپښين او ماځيګر او همدارنګ ماښام او ماسخوتن دواړه لمونځونه په يو ځای کول جائز دي، لکه څنګه چې له اهلسنتو ډېر عالمان په سفر کښې د دواړو لمونځونو په يو ځای کول جائز ګڼي. له نورو سره د شيعو فرق يوازې دا دے چې يو قدم مخکښې لاړ دي او پاسنيو دليلونو ته په پام سره که څه هم وايي چې فضيلت دا دے چې بايد جدا جدا په خپل د فضيلت په وخت کښې وشي خو د دوو لمونځونو په يو ځای کول مطلقاً (بې له سفره، بارانه او ويرې وغيره) جائز ګڼي. او د دې کار حکمت هماغه دے چې کوم په حديثونو کښې بيان شوے دے چې مسلمانانو ته اساني وي. او پيغمبر(ص) په خپله هم په ډېرو ځايونو کښې بې له څه پيښې (لکه سفر، باران، بيماری وغيره) دوه لمونځونه په يو ځای کړي دي د دې لپاره چې امت ته کار اسان کړي، چې د هر چا خوښه چې که په يو ځای يې کوي او که جدا جدا يې کوي.

مسلم په خپل صحيح کښې داسې نقلوي: "صلّیٰ رسولُ الله الظهرَ والعصرَ جميعاً والمغربَ والعشاءَ جميعاً فی غير خوفٍ و لا سفرٍ"[10]. پيغمبر(ص) د ماسپښين او ماځيګر او همدا رنګ د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په يو ځای وکړ بې له دې چې (له دښمنه)څه وېره ولري او يا په سفر کښې وي.

ځينې روايتونو د دې يو ځای کولو حکمت ته اشاره کړې ده لکه چې فرمايي: "جَمَعَ النبیّ صلّی الله عليه و اله بين الظهر والعصر و بين المغرب والعشاء فقيل له فی ذلك فقال صنعتُ هذا لئلاّ تحرج اُمّتی"[11]پيغمبر(ص) د ماسپښين او ماځيګر او هم دا رنګ د ماښام او ماسخوتن لمانځونه په يو ځای وکړل. له هغوی څخه د دې د سبب پوښتنه وشوه نو ويې فرمايل: داسې مې ځکه وکړل چې امت مې په سختۍ کښې پرې نه وځي.

هغه روايتونه چې د پيغمبر(ص) لخوا د دوو لمونځونو د يو ځای کولو په هکله په صحاح کښې راغلي دي تر يويشتو حديثونو زيات دي چې ځينې پکښې د سفر او مرض او باران په هکله دي. او په ځينو کښې يې د هغې سبب ته چې هماغه د مسلمانو لپاره اساني ده، اشاره شوې ده. او د شيعو عالمانو د همدې دليلونو په رڼا کښې چې مسلمانانو ته اساني ده د دوو لمونځونو مطلقاً په يو ځای کول يې جائز ګڼلي دي. او د لمونځونو د يو ځای کيدلو طريقه هماغه ده چې ټول مسلمانان يې په عرفه او مزدلفه کښې کوي يا يې په سفر کښې کوي.

کله کله دا ويل کيږي چې د دوو لمونځونو د يو ځای کيدو مطلب دا دے چې لومړنے لمونځ په خپل (د فضيلت په) اخرني وخت کښې او دويم لمونځ په خپل لومړي وخت کښې وشي په دې طريقه لمونځ کوونکي دواړه لمونځونه په خپل وخت کښې کړي دي که څه هم اول لمونځ يې په اخرني او دويم لمونځ يې اولني وخت کې کړے دے.

دا اخستون او خيال د روايتونو د ظاهر مخالف دے ځکه چې لکه څنګه چې وويل شول د دوو لمونځونو د يو ځای کولو طريقه هماغه ده چې کومه ټول مسلمانان په عرفې او مزدلفې کښې کوي، په دې طريقه چې په عرفې کښې دواړه لمونځونه د ماسپښين په وخت کيږي او په مزدلفه کښې دواړه لمونځونه د ماسخوتن په وخت کيږي. نو دې ته په پام سره کوم يو ځای کول چې د پيغمبر(ص) له خولې راغلي دي هغه هم داسې يو ځای کيدل بيانوي، نه هغه يو ځای کول چې يو په اخرني وخت کښې وکړو او بل يې لومړني وخت کښې.

له دې ورتېر، په روايتونو کښې د دوو لمونځونو د يو ځای کولو سبب په وخت کښې اوږد والی او امت ته اساني بيان شوې ده، او ځينې نورو کښې رفع حرج، او دا دواړه هاله کيدے شي چې د لمونځ کوونکي لاس خلاص وي او وخت ورته ډېر وي يعنې له هغه سره د دواړو لمونځونو لپاره يو لوی وخت وي چې کله يې وغواړي په هغه وخت کښې يې کولے شي. او له دې پرته يوه بله خبره دا هم کولے شو چې پيغمبر(ص) څه نوے شې نه دے راوړے، ځکه چې داسې جمع کول خو د پيغمبر(ص) له عمله وړاندې هم جائز وو او هر يو مسلمان ته دا اختيار و چې لومړے لمونځ په اخري وخت او دويم په لومړي وخت کښې وکړي.

شيعو عالمانو د دوو لمونځونو په يو ځای کولو په هکله ډېر کتابونه ليکلي دي او ډېر دليلونه يې راوړي دي چې څوک پکښې زياته څيړنه غواړي نو د هغوي کتابونو ته رجوع کولے شئ.

سرچینې

[1] . . صحيح بخاری، 1/91، د تيمم کتاب، 2 حديث.

[2] . وسائل، 3 ټوک، له "ما يَسجُدُ عَليه" بابونو لومړۍ باب، لومړۍ حديث، 519 مخ.

[3] . مسند احـمد، 3/327، د جابر حديث، سنن بيهقي، 1/439.

[4] . کنزل العمال، 7/465، حديث شمېره 19810.

[5] . سنن بيهقي، 2/105.

[6] . مسند احمد، 6/179، 309، 331، 377، او 2/ 192 – 198.

[7] . د ماسپښين د فضيلت وخت د لمر له راګرځيدو (له زواله) تر هغه وخته پورې دے چې د شاخص سيورے د هغې په اندازه شي او د ماځيګر د فضيلت وخت هم هغه وخت دے چې د شاخص سيوره د هغې برابره شي.

[8] . وسائل الشيعه، 3ټوک، د وختونو بابونه، 4باب، 4 او 6 روايتونه.

[9] . وسائل الشيعه، 3ټوک، د وختونو بابونه، 4باب، 4 او 6 روايتونه.

[10] . صحيح مسلم 2/151، په خپل ځای (حضر) کښې د دواړو لمونځونو د جمع کولو باب.

[11] . د مالک په موتا کتاب باندې د زرقاني شرحه، لومړۍ ټوک، الجمع بين الصلاتين فی الحضر والسفر باب، 294مخ.

کلیدي کلمې: