د شیعه او سنیانو، ځينې اختلافي فقهي حکمونه(۱)

د اسلام دين له "عقيدې" او "شريعته" جوړ شوے دے يعنې (خدای او هستي پيژندنه او کړ مکړ) چې پيغمبر(ص) ورته اصول دين او فروع دين هم ويلي دي. په تېرو بحثونو کښې په دليلونو سره د شيعو له عقيدې خبر شو. همدا رنګ د شيعو نظريه د پيغمبر(ص) او د اهلبيتو عليهم السلام د حديثونو په هکله هم بيان شوه. اوس ضروري ګڼو په لنډه توګه د شيعو د فقهي طريقې په هکله هم ځينې خبرې وکړو او ځينې هغه فقهي مسئلې چې شيعه پکښې ځانله يو خاص نظر لري، بيان کړ.

 

يو سل دوه څلويښتم اصل

ټول په دې خبره پوهيږو چې وضو او اودس د لمانځه لپاره ضروري مقدمه ده په مائده سورت کښې لولو: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلاةِ فاغْسِلُواْ وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُواْ بِرُؤُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَينِ (مائده/6) اے ايماندارو کله چې لمانځه ته ودريږئ نو خپل مخ او لاسونه تر څنګلو پورې ووينځئ او په سر او پښو تر کعبينو (راوتلو ځايونو پورې مسح وکړئ.

په لومړنئ جمله فاغْسِلُواْ وُجُوهَكُمْ وَ أَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ کښې د "ايدی" ټکې راغلے دے چې د "يد" جمع ده لومړۍ خبره دا ده چې "يد" په عربۍ ژبه کښې د بيلا بيلو ځايونو لپاره استعماليږي. کله کله يوازې ګتو ته يد ويلے شي، کله کله له تلي سره يو ځای ورته يد ويلے شي، کله له ګوتو نيسه تر څڼګل پورې ځای ته يد ويلے شي او کله کله ټول لاس ته يعنې له ګوتو تر اوږې پورې ځای ته يد ويلے شي. دويمه خبره دا چې د لاس وينځلو واجب مقدار چې په وضو کښې بايد ووينځلے شي د څنګل او ګوتو تر مينځ دے، له همدې سببه په قرآن کښې الی المرافق ټکې راغلے دے چې واجب مقدار ورسره بيان کړي، نو دې ته په پام سره الی المرافق ټکے د "مغسول به" (وينځل کيدو د ځاي) مقدار ښيي، نه کيفيت او د لاسو وينځلو طريقه (چې مثلا د بره نه ښکته طرف ته ووينځل شي يا د ښکته نه بره طرف ته) او د وينځلو طريقه د خلکو له عرف سره تعلق لري چې معمولا عام خلک يې له بره نه په ښکته وينځي. مثلا که يو طبيب دا ووايي چې د مريض پښه تر زنګانه پورې ووينځئ نو ايا مونږ د هغه پښه له ښکته نه په بره وينځو، نه بلکې له بره يې په ښکته وينځو. له همدې سببه اماميه شيعه دا عقيده لري چې د وضو په وخت مخ او لاسونه بايد له بره نه په ښکته ووينځل شي او اپوټه وينځل صحيح نه دي.

بله خبره په چار دام (وضو) کښې د پښو مسحه ده. د شيعو فقه دا وايي چې بايد په پښو باندې مسحه وکړے شي نه وينځل؛ د دې خبرې لپاره د هغوي موجز دليل دا دے چې په څرګنده د مائدې سورت شپږم آيت دا بيانوي چې لمونځ کوونکے د چاردام په وخت بايد دوه کارونه وکړي: يو وينځل (چې د لاس او مخ دي) او بل مسح (چې د سر او پښو ده) او دا خبره د لاندينو دوو جملو له مقايسې او په يوځای د هغوي له راوړلو څرګنديږي:

1. فاغْسِلُواْ وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ

2. وَامْسَحُواْ بِرُؤُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَينِ

که مونږ دا دوه جملې يو داسې عرب سړي ته چې په ذهن کښې يې له اوله د دې په هکله څه حکم نه لري، وښيو نو هغه به بې شکه دا خبره کوي چې د دغه ايت مطابق زمونږ ذمه واري د لاسونو او مخ وينځل او د سر او پښو مسح کول دي.

د ادبي قاعدو له مخې بايد د "ارجُلَکُم" ټکې په "رؤوسَکم" باندې عطف شي چې نتيجه يې د پښو مسح ده. او دا مونږ په "ايديکم" باندې نه شو عطف کولے چې په نتيجه کښې يې پښې ووينځو. ځکه چې د دې لازمه دا ده چې د معطوف "ارجُلَکم" او معطوف عليه "وَ اَيديکم" تر مينځ يوه معترضه جمله "فَامْسَحوا بِرؤوسِکُم" راشي چې د عربي قاعدو له نظره صحيح نه ده او په مطلب کښې د ګډوډۍ سبب کيږي.

او بايد دا هم ووايو چې که مونږ "ارجُلَکُم" په زبر سره ووايو او که په زير سره د پښې په مسح کولو کښې څه فرق نه راځي او د دواړو قرائتو پر اساس "ارجُلَکُم" په "رؤوسکم" عطف دے خو فرق يې دا دے چې په ظاهر يې عطف شي نو په زير سره ويلے شي او که په محل يې عطف شي نو په زبر سره ويلے شي.

له اهلبيتو امامانو څخه متواتر روايتونه راغلي دي چې فرمايي وضو له دوو څيزونو جوړ دے: غَسلَتانِ و مَسْحتان؛ او امام باقر عليه السلام په يو حديث کښې د پيغمبر(ص) د وضو په تفصيل کښې فرمايي چې هغوي، په پښو مسح کوله.

دا خبره هم د ويلو ده چې نه يوازې اهلبيتو عليهم السلام به په وضو کښې په پښو مسح کوله بلکې ځينې اصحابو او تابعينو هم دا نظر لاره، خو بيا د ځينې سببونو له مخې ځينې مسلمانانو د مسح سنت په وينځلو بدل کړ چې په تفصيل سره د فقهې په کتابونو کښې راغلے دے.

کلیدي کلمې: