د شیعه او سنیانو، ځينې اختلافي فقهي حکمونه(په تړلي لاس لمونځ) (۳

يو سل شپږ څلويښتم اصل

په تړلي لاس لمونځ (قبض يا تکفير) په اماميه مذهب کښې بدعت او حرام دي. امير المؤمنين علی علیه السلام فرمايي: "لا يَجْتَمِعُ المُسلمُ يَدَيْه في صلاتِهِ وَ هُو قائمٌ بَينَ يَدَیِ الله يُشَبَهُ بأهلِ الکُفْرِ منَ المَجوس"[1] لمونځ کوونکے کله چې خدای ته ولاړ وي نو لاسونه دې د يو بل لپاسه نه ږدي ځکه چې په دې عمل سره ځان د مجوسو په شان کوي.

لوی صحابي ابو حميد ساعدي، د اصحابو يوې ډلې ته چې پکښې ابوهريره دوسي، سهل ساعدي، ابو اسيد ساعدي، ابو قتاده، حارس بن ربعي او محمد بن مسلمه هم وو، د پيغمبر(ص) د لمانځه طريقه بيان کړه او پکښې واړه او لوی مستحبات هم په ګوته کړل، خو داسې څه عمل (يعنې په لمانځه کښې لاس تړل) يې پکښې بيان نه کړ.[2] روښانه خبره ده که د پيغمبر(ص) لمونځ همداسې و نو بايد هغه پکښې دا کار بيان کړے وے او يا ورته بايد حاضرانو ورياد کړے وے. د ساعدي حديث ته ورته حديث امام صادق عليه السلام له زبانه د حماد بن عيسی په وسيله زمونږ په حديثي کتابونو کښې هم ذکر شوے دے.[3]

د سهل بن سعد له حديثه معلوميږي چې په تړلو لاسونو لمونځ د پيغمبر(ص) له وخته وروسته شورو شو، ځکه چې وايي: "کَانَ النّاسُ يُؤمَرون" خلکو ته به حکم کيده. نو که دا کار د پيغمبر(ص) و نو بايد ويلې يې وے چې پيغمبر(ص) به خلکو ته حکم کاوۀ.[4]

يو سل اووه څلويښتم اصل

د تراوو لمونځ د پيغمبر(ص) په پيروۍ له مؤکدو مستحباتو څخه دے. د شيعو فقه وايي: مستحبه ده چې انسان د روژې په ټولو شپو کښې زر رکعته لمونځ وکړي. خو دا لمونځونه له جمعې سره کول بدعت دي او بايد يوازې يا په جومات کښې وشي او يا ښه دا ده چې په کور کښې وشي. زيد بن ثابت له پيغمبر(ص) نقل کوي چې د سړي لپاره په کور کښې لمونځ کول تر دې ښه دي چې په جومات کښې يې وکړي خو که فرض لمونځ وي نو مستحبه دا ده چې په جومات کښې يې وکړي.[5]

امام باقر عليه السلام فرمايي: مستحب لمونځونه په جمعې سره نه شي کيدے او په دين کښې هر ډول بدعت د ګمراهۍ سبب کيږي او د هغې انجام اور دے.[6]

امام رضا عليه السلام په خپلې هغه رسالې کښې چې د يو مسلمان انسان د عقايدو او عملونو په هکله يې ليکلې ده، يادونه کړې ده چې مستحب لمونځ په جمعې سره نه شي کيدے او دا کار بدعت دے.[7]

کله چې په جامې سره د تراوو د لمانځه د کولو (چې اهل سنتو کښې دود دے) تاريخچه او مخینه وګورو دا به راته روښانه شي چې دې کار ته د خپلې رائ اجتهاد مشروعيت ورکړے دے، تر دې چې دې ته يې بدعت حسنه ويلي دي په دې هکله که څوک څيړنه کول غواړي نو لاندينيو سرچينو ته مراجعه کولے شي.[8]

 

[1] . وسائل الشيعه، 4ټوک، د لمانځه د ماتيدونکيو څيزونو څخه 15باب، 7حديث.

[2] . بيهقي، سنن، 2/72، 73، 101، 102، ابوداود سنن: 1/194، د افتتاح الصلاة باب، 736، 730 حديثونه، ترمذي، سنن، 2/98، د صفت الصلاة باب.

[3] . وسائل الشيعه، 4 ټوک، د افعال الصلاة له بابونو څخه لومړۍ باب، 81حديث.

[4] . فتح الباری، 2/224 او سنن بيهقي 2/28.

[5] . طوسي، خلاف، د لمانځه کتاب، 268 مسئله.

[6] . صدوق، خصال، 2/152.

[7] . صدوق، عيون اخبار الرضا، دويم ټوک، 124مخ.

[8] . قسطلاني، ارشاد الساري، 3/226؛ عيني، عمدة القاري، 110/126؛ شاطبي، الاعتصام، 2/291.

کلیدي کلمې: