د شیعه ؤ فقې يوه سرچينه د عقل دليل دى

هغه څه ته په پام سره چې ومو ويل مونږ عقيده لرو چې د اسلام د دين يو ه اصلي سرچينه د عقل دليل دى، او له عقله مطلب دلته دا دى چې عقل په يقين او قطعې سره په يو څيز پوه شي او دهغه  په هکله قضاوت  او فيصله وکړي، مثلا که (فرضا)د ظلم، خيانت، دروغ ويلو، قتل نفس، د مالونو د غلاکولو او د خلکو په حقوقو د تيري د حراموالي په هکله  موپه کتاب او سنت کې هيڅ دليل نه  درلود، مونږ د عقل د دليل په وسيله دا څيزونه حرامول، او يقين وو راته چې خداى تعالى چې حکيم او عالم دى دا څيزونه په مونږ حرام کړي دي او هيڅکله د هغو په کولو راضي نه  دى، او دا پر مونږ يو الهي حجت او دليل و.

د قرآن ايتونه ډک دي له داسې تعبيرونو چې ټول د عقل او د عقلي دلائلو د اهميت بيانوونکي دي .

د توحيد د لارې دکچ کولو لپاره قرآن  دعقل او پوهې خاوندان په ځمکه او آسمانونو کې د الهي ايتونو مطالعې او ليدلو ته رابلي «إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ وَاخْتِلافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لآيَاتٍ لأولِي الألْبَابِ؛ له بل پلوه د الهي ايتونو اونښو د بيانولو هدف د انسانانو دعقل او پوهې زياتول ګڼي «قُلْ هُوَ الْقَادِرُ عَلَى أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذَابًا مِنْ فَوْقِكُمْ أَوْ مِنْ تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعًا وَيُذِيقَ بَعْضَكُمْ بَأْسَ بَعْضٍ انْظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَفْقَهُونَ؛ وګوره چې څنګه ايتونه په مختلفو تعبيراتو سره بيانوو چې پوه شي.[1]

له دريم اړخه ټول انسانان دې ته رابولي چې په نيکيو او بديو کې فرق وکړي اوپه دې لاره کې له تفکره کار واخلي او وايي «قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الأعْمَى وَالْبَصِيرُ أَفَلا تَتَفَكَّرُونَ؛ ووايه : ايا ړانده اوسترګور (ناپوهه او پوهه) برابر دي، ايا فکر نه کوئ»[2]

او اخر دا چې دانسان تر ټولو بد مخلوق هغه کسان ګڼي چې خپلې سترګې، غوږونه او ژبه  په کار نه اچوي او د عقل او پوهې له ځواکه استفاده نه کوي «إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِنْدَ اللَّهِ الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِينَ لا يعقلون؛ تر ټولو بد خوځندګان د خداى  په نزد هغه کاڼه او ګونګيان کسان دي چې له عقله کار نه اخلي»[3] او داسې نور پريمانه ايتونه .

په دې اساس څرنګه دا سلام په اصولو او فروعو کې د عقل پوهې او تفکر په ځواک سترګې پټولى شو.

 

[1] . انعام سوره  ٦٥ ايت.

[2] . انعام سوره ٥٠ آيت .

[3] . انفال سوره ٢٢ آيت.

کلیدي کلمې: