د شيعه مذهب جغرافيا

دا ټکی د پام وړ دی چې د شيعو مرکز هميشه د ايران هيواد نه دے پاتې شوی، بلکه د اسلام په هماغه لومړيو پيړيو کې  يې ډير مرکزونه لر ل منجمله «کوفه»، «يمن» او حتی پخپله «مدينه» او همداراز په شام کې د بنی اميه وو له زهرجنو تبليغاتو سره سره د شيعيانو مختلف مرکزونه وو،  که څه  هم په عراق کې د شيعيانو د  مرکز هومره لوي نه وو.

د مصر په پراخ ټاټوبي کې هم تل د شيعو ډلې اوسيدې حتی د فاطمي خلفاوو په زمانه کې د مصر حکومت  د ځينو شيعه شخصيتونو په لاس کې پاتې شوی  دی.[1]

اوس د نړۍ په مختلفو هيوادونو کې شيعه مسلمانان شته، منجمله په سعودي عربستان هيواد کې  ډير شيعيان په شرقيه سيمې کې اوسيږي او له نورو اسلامي فرقو سره ښه اړيکي لري، که څه هم د اسلام دښمنانو تل هڅه کړې او کوي چې د شيعه مسلمانانو او نورو په منځ کې د دښمنۍ او کينې  او بد ګمانۍ او بد بينۍ تخم وشيندي او د نزاع اختلاف او  جنګ اور په هغوي کې بل  کړي او دواړه ډلې کمزورې کړي. په تيره بيا نن چې اسلام د نړۍ د يو لوي قدرت په توګه  د ختيځ او لويديځ د مادي نړۍ، په وړاندې بيرغ هسک کړي او د نړۍ خلک   چې له مادي تمدنونو ستړي او لالهانده شوي خپل لور ته بلي، د مسلمانانو د قدرت د ماتولو او په نړۍ کې د اسلام د پرمختګ دمخنيوي لپاره د اسلام د دښمنانو يو لوي اميد دا دی چې د مذهبي اختلافاتو اور ته لمن ووهي او مسلمانان په يو بل اخته کړي، بيشکه که د نړۍ  ټول مسلمانان بيدار او هوښيار وي، دغه خطرناک سازش او تو طئه شنډولي شي.

د ويلو ده  چې  په شيعو کې هم د سنيانو  په شان مختلفې فرقې دي، خو تر ټولو مشهوره او پيژندل شوې يې شيعه اثنا عشري ده چې د نړې د شيعيانو زياته برخه جوړوي.

که څه هم د شيعيانو اصلي شمير او د نړۍ د نورو مسلمانانو په وړاندې د هغوي شميراو فيصدي سمه معلومه نه ده، خو د ځينو شميرنو په اساس د هغوي شيمر له دوو سوو تر درې سوو مليونو دي چې د نړې د مسلمانانو کابو څلورمه برخه کيږی .

 

[1] . کله چې د بنی امیه وو په زمانه کې د شام په شیعو باندې سخت دباوونه راغلل، او په عباسیانو کې  هم په ارامه نه وو، تر دې  چې ډیر یې د بنی امیه  او بنی عباسو په زندانونو کې ووژل شول، ځینو خیتځ ته مخه کړه او ځینې هم لویدیځ ته لاړل، منجمله (ادریس بن عبدالله بن حسن) د مصر په لور لاړ بیا له هغه ځایه د  مغرب (مراکش) په لور وخوځید او د مراکش دشیعوو په مرسته یې د «ادریسیانو» حکومت  جوړ کړ چې د دوهمې پیړۍ له  وروستیو د څلورمې پیړۍ تر اخري  وختونو پورې یې دوام وکړ او د شیعیانو یو بل حکومت په  مصر کې جوړ شو.
دوی  چې ځانونه یې د امام حسین(ع) او د بی بی فاطمې  اولاد ګاڼه او هغه چمتووالي ته په پام سره چې د مصر په خلکو کې یې د شیعه حکومت د  جوړولو لپاره لیده دغه کار وکړ او له  څلورمې پیړۍ څخه رسما دغه حکومت جوړ شو او د قاهرې ښار هغوي  جوړ کړ، فاطمي خلفا په ټول کې څوارلس کسان وو چې  د لسو کسانو د حکومت مرکز یې مصر و،او کابو درې کاله یې په مصر او د افریقاپه نورو سیمو  کې حکومت کاوه، او الازهر جامع جومات او الازهر پوهنتون د هغوي په لاس جوړ شوی دی، د فاطمیانو نوم د بی بی فاطمې(س) له نامې اخستل شوی دی. (دائرة المعارف دهخدا، دائرة المعارف فرید و جدي، او المنجد فی الاعلام، فطم او زهر کلمې)
 

کلیدي کلمې: