د شيعه فقهې منابع (سرچينې) کومې دي؟(۲)

د پيغمبر د اهلبيتو(ع) د پيروۍ د ضرورت او معتبروالي دليلونه

د اهل سنتو او شيعه ؤ عالمان دواړه په دې نظر دي چې د خداي رسول دوه ګرانبيه او ارزښناک ميراثونه پريښي او ټول مسلمانان يې د هغو منلو ته رابللي دي او د خلکو هدايت او نيکمرغي يې په دغو دوو څيزونو په عمل پورې تړلې ده يو د خداي کتاب او بل خپل اهلبيت عليهم السلام او عترت.

دلته د نمونې په توګه  د ځينو روايتونو يادونه کوو.

1. ترمذی په خپل صحيح کښې له جابر بن عبدالله انصاري او هغه له رسول الله مبارکه داسې روايتوي:

"يا أيّهاالناس إنی قد ترِکتٌُ فيکُمُ ما إن اخذتم به لن تَضِلّوا: کتاب الله و عترتی اهل بيتی".[9]

اي خلکو زه په تاسو کښې دوه څيزونه پريږدم چې که منګولې پرې ښخې کړئ هيڅکله به بې لارې نه شئ، د خداي کتاب او خپل عترت اهل بيت.

2. ترمذي همداراز په دغه کتاب کښې ليکي:

قال رسول الله صلی الله عليه (واله) وسلم إنی تاركٌ فيــــــــــکم ما إن

تَمَسکتم به لن تَضِلوّا بعدی احدهما اعظم من اخر، کتاب الله حبل ممدود من السمآء إلی الارض و عترتی اهل "بيتی و لن يفترقا حتّی يَرِدَ علیّ الحوضَ فَانظروا کيفَ تَخلفونی فيهما".[10]

پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم وفرمايل: زه به تاسو ته دوه قيمتی څيزونه پريږدم چې که هغه ټينګ کړئ هيڅکله به له ما وروسته بې لارې نه شئ په هغوي کښې يو تر بل لوړ دے د خداي کتاب چې د ځمکې او آسمان تر مينځ د اتصال د رسۍ په شان دے او زما عترت او اهلبيت، هغوي به هيڅکله له يو بله جدا نه شي تر دې چې د کوثر (د ډنډ) په غاړه ماته راورسيږي نو خيال کوئ چې له ما وروسته له هغو سره څرنګه سلوک کوئ.

3. مسلم بن حجاج په خپل صحيح کښې له پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم يو روايت راوړے دے:

ألا ايها الناسُ فَإنما أنا بشرٌ يوشكُ أن ياتی رسول ربی فَاجيبُ و أنا تاركٌ فيکُمُ الثقلين اولهما کتاب الله فيه الهدیٰ والنور فَخُذوا بکتاب الله واستمسکوا به فحثّ علیٰ کتاب الله و رغّب فيه ثمّ قال و أهل بيتی اذکرکم الله فی اهل بيتی اذکرکم الله فی اهل بيتی اذکرکم الله فی اهل بيتی.[11]

اي خلکو زه هم يو انسان يم او نزدې ده چې د خداي استازے (عزرائيل) ماته راشي او زۀ ورته ځواب ورکړم، زۀ په تاسو کښې دوه ګرانبيه يادګارونه پريږدم يو د خداي کتاب دے چې نور او هدايت دے د خداي کتاب ټينګ کړئ بيا پيغمبر(صلی الله عليه و اله ) خلک قرآن ته وهڅول، او زياته يې کړه او زما اهلبيت عليهم السلام، سپارښتنه کوم زۀ  تـــــاسو تــه د اهل بيتو سپارښتنه کوم زۀ تاسو ته د اهلبيتو عليهم السلام. سپارښتنه کوم زه تاسو ته د اهل بيتو عليهم السلام.

4. ځينو محدثانو له پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم نه روايت کړے دے چې ويې فرمايل:

"إنّی تاركٌ فيکم الثقلين کتاب الله و اهل بيتی و إنهما لن يَفتَرِقا حتّی يَرِدَ علیّ الحوض".[12]

زه تاسو ته دوه قيمتی څيزونه پريږدم يود خداي کتاب قرآن او بل زما اهلبيت او دا دوه به هيڅکله له يوه بله جدا نه شي تر دې چې د قيامت په ورځ زما څنګ ته راورسيږي.

يادونه ضروري ګڼو چې په دې مسئله کښې حديثونه دومره زيات دي چې په دې وړوکې کتاب کښې نه ځاييږي او عزتمن څيړاندي سيد مير حامد حسين د دغو روايتونو سندونه په کتاب "عَقَباتُ الانوار" کښې چې په شپږو ټوکو چاپ شوے دے راغونډ کړي دي.

د دغو روايتونو په رڼا کښې ښه څرګنديږي چې د اهل بيتو متابعت او د هغوي ټينګول د خداي د کتاب او د رسول الله مبارک د سنتو تر څنګ د اسلام له ضرورياتو دي او د عترت (اهلبيتو عليهم السلام) د ويناوو پريښودل د ګمراهۍ او د لارې د ورکولو سبب کيږي.

اوس يوه پوښتنه چې پيدا کيږي دا ده چې د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم عترت چې پيروي يې واجبه ده کوم کسان او څوک دي؟ د دې مسئلې د روښانولو لپاره د روايتونو په استناد سره د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم د عترت معنا څيړو.

د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم اهلبيت (ع) څوک دي؟

له تيرو روايتونو معلومه شوه چې پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم ټول مسلمانان له خپلو اهلبيتو عليهم السلام پيروۍ ته بللي دي او اهلبيت يې د خداي د کتاب تر څنګ له ځانه وروسته د خلکو د مرجع په توګه ياد کړي دي او په ډاګه يې ويلي دي چې "قرآن او عترت هيڅکله له يوۀ بله نه جدا کيږي"

په دې اساس د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم اهلبيت هغه کسان دي چې د دې حکم مطابق چې د خداي رسول هغوي د قرآن قرين او برابر بللي دي د عصمت له مقامه برخمن او د اسلامي علومو او معارفو له رڼې چينې برخمن دي ځکه چې که داسې نه وي نو د خداي کتاب (قرآنه) جدا کيږي حال دا چې رسول الله مبارک فرمايي چې قرآن او اهــــل بيت هيڅکله له يوۀ بله نه جدا کيږي تر دې چې د حوض کوثر په غاړه ماته راورسيږي.

په دې توګه د اهل بيتو او د هغوي د لوړو صفاتو په دقيقه پيژندلو ضرورت چې يوازې د شيعه ؤ له امامانو سره _ چې ټول د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم عترت دي _ سمون خوري ثابتيږي.

اوس د لويو اسلامي محدثانو د روايتونو په رڼا کښې په دې هکله خپل روښانه دليلونه راوړو:

1. مسلم بن حجاج د ثقلين د حديث له بيانولو وروسته داسې وايي چې يزيد بن حيان له زيد بن ارقم نه پوښتنه وکړه، د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم اهل بيت څوک دي؟ آيا د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم ميرمنې اهل بيت دي؟ زيد بن ارقم په ځواب کښې وويل:

 "لا وَايم الله إنّ المرأةَ تکونُ مع الرجلِ، العصر مِنَ الدهر ثم يطلقها فترجع الی ابيها و قومها، اهل بيتهُ أصلهُ و عَصَبَتهُ الذينَ حُرموا الصدقة بعدهُ".[13]

(نه داسې نه ده) په خداي قسم ښځه د يوې مودې له مخه له ميړۀ سره وي بيا سړے هغې ښځې ته طلاق ورکړي چې خپل پلار او خپلوانو ته ستنه شي له اهل بيتو مقصد هغه کسان دي چې اصل، يعنې د هغه حضرتصلی الله عليه و آله وسلم د خپلوۍ ژوري جرړې ولري _ او د هغه حقيقي خپلوان وي، هغه کسان چې له پيغمبره وروسته ورته صدقه نه شي ورکول کيدے.

دا روايت ښه په ډاګه د دې حقيقت ګواهي ورکوي چې د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم له عترته چې پيروي يې د قرآن په شان واجبه ده، مراد د رسول الله مبارک ميرمنې نه دي بلکې د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم اهلبيت هغه کسان دي چې پر جسماني نسبت (خپلوۍ) سره بيره معنوي وابستګي او ځانګړې غوره والے هم ولري چې وکولے شو هغوي د خداي د کتاب تر څنګ د نړۍ د مسلمانانو مرجع وبلو.

2. پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم يوازې د اهلبيتو عليهم السلام د صفتونو (او ځانګړتياوو) په بيانولو بسنه نه ده کړې بلکې د هغو شمير يې هم چې دولس تنه دي جوت کړے دے. مسلم له جابر بن سمره حکايت کوي:

"سَمِعتُ رسول الله صلی الله عليه (واله) وسلم يَقول: لا يَزالُ الاسلام عزِيزاً الی اثنی عشر خليفة ثم قال کلمة لم أفهَمها، فقُلتُ لابی: ما قال؟ فقال کُلّهُم مِن قريش".[14]

له پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم مې واوريدل چې وې فرمايل: اسلام به په دولسو خليفه ګانو عزتمن پاتې شي بيا يې څه خبره وکړه چې زه پرې پوه نه شوم له پلاره مې وپوښتل څه يې وويل؟ ځواب يې راکړ: ويې فرمايل چې ټول له قريشو دي".

مسلم بن حجاج همداشان له رسول الله مبارکه روايتوي چې:

"لا يَزالُ امرالناس ماضياً ما وليهم اثنا عشر رجلاً".[15]

د خلکو چارې به ډېرې ښې تيرې شي تر هغه وخته چې دولس کسان په هغوي واکمني ولري.

دا دواړه روايتونه د شيعه ؤ په خبره روښانه ګواه دي چې د شيعه ؤ

 دولس امامان له پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم وروسته د خلکو رښتينې لارښوونکي دي. ځکه چې په اسلام کښې دولس خليفه ګان چې له رسول الله مبارک سملاسي وروسته د مسلمانانو د چارو مرجع او د اسلام د عزت او برم سبب وي بې له هغو دولسو امامانو چې د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم اهلبيت دي بل مصداق نه لري. ځکه چې له څلورو خلفاؤ چې په مسلمانانو کښې خلفاي راشدين مشهور دي  تير شو د بني اميه او بني عباسو نور واکوالان د خپلو ناروا کارونو په وجه چې اسلام يې ګواهي ورکوي د اسلام او مسلمانانو لپاره د شرم سبب وو.

په دې ډول اهلبيت عليهم السلام چې پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم له قرآن سره برابر او د نړۍ د مسلمانانو مرجع بللي دي هماغه د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم د عترت دولس امامان دي چې د رسول الله مبارک د سنتو ساتونکي او د هغوي د علم لرونکي دي.

 3. اميرالمؤمنين علی بن ابيطالب هم د مسلمانانو لارښوونکي له بنی هاشمو ګڼلي دي چې دا پخپله د اهلبيتو عليهم السلام په پيژنګلو کښې د شيعه ؤ د خبرو په صحيح والے يو بل روښانه

 ګواه دے. هلته چې فرمايي:

"إنّ الائمة من قريش غرسوا فی هذا البطن _ من بنی هاشم _ لا تصلح علیٰ  من سواهم و لا تصلح الولاة من غيرهم.[16]

_ له قريشو امامان _ د بنی هاشمو له طايفې دي او نور څوک په خلکو د ولايت وړتيا نه لري او د نورو واکمنانو واکمــني بې بنياده ده.

نتيجه:

له دغو روايتونو دوه حقيقتونه څرګنديږي

1. د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم په اهل بيتو پورې تمسک او د هغوي پيروي د خداي د کتاب د اطاعت تر څنګ واجبه ده.

2. د خداي د رسول اهلبيت چې د قرآن مجيد قرين او د ټولو مسلمانانو مرجع معرفي شوي دي لانديني خصوصيتونه لري.

الف:  ټول د قريشو له قبيلې او د بنی هاشمو له طائفې دي

ب: هغوي ټول له پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم سره داسې خپلوي لري چې صدقه پرې حرامه ده

ج: ټول د عصمت مقام لري که نه وي له قرآن مجيده عملاً جدا کيږي حال دا چې رسول الله فرمايلي دي چې دا دواړه (قرآن او اهلبيت) له يوه بله نه جدا کيږي تر دې چې د حوض کوثر په غاړه راورسيږي.

د: دغه ټول بايد دولس کسان وي چې د خداي له رسوله وروسته په يو بل پسې د مسلمانانو ولي او امام وي.

هـ: دا د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم دولس خليفه ګان د اسلام د ډيرنده برم او عزت سبب دي.

دغو صفتونو ته په پام سره چې له روايتونو لاس ته راځي د لمر په شان روښانه کيږي چې له خپلو اهلبيتو عليهم السلام د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم مقصد چې مسلمانانو ته يې د هغوي د پيروۍ سپارښتنه کړې ده هماغه د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم د عترت دولس پاک امامان دي. چې شيعه د هغوي په پيروۍ او د خپلو فقهي احکامو په پيژندلو کښې د هغوي په متابعت وياړ کوي.

[9] . صحيح ترمذي کتاب المناقب باب مناقب اهلبيت النبی 5ټوک بيروت چاپ 662مخ ح3786.
[10] . تير سند 663مخ 3788ح.
[11] . صحيح مسلم جزء 7 باب فضائل علی بن ابی طالب مصر چاپ 122 او 123مخونه.
[12] . مستدرک حاکم 3جزء 148مخ، الصواعق المحرقه يولسم باب، اول څپرکے، 149مخ او دې مضمون ته نزدې حديثونه په لاندينيو کتابونو کښې هم ليدل کيږي:
مسند احمد جزء 5 182 189مخونه، کنزالعمال، اول جزء باب الاعتصام بالکتاب والسنة 44مخ.
[13] . صحيح مسلم جزء 7 باب فضائل علی بن ابيطالب مصر چاپ 123مخ.
[14] . صحيح مسلم شپږم ټوک دريم مخ مصر چاپ.
[15]  . تېر سند.
[16] . نهج البلاغه (صبحی صالح) 144خطبه.