د شهیدانو د سالار حضرت امام حسین علیه السلام نيکمرغه زوکړه

د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله د یوه ډیر ګران لمسي او د شهیدانو د سالار حضرت امام حسین علیه السلام د زوکړې په مناسبت یوه ځانګړي وینا درته وړاندې کړو هیله ده چې استفاده ترې هم وکړئ .

د لبنان نامتو شاعر او ادیب بولس سلامه له هغو کسانو دی چې په خپلو شعرونو کښې یې له امام حسین علیه السلام سره خپله مینه او اخلاص بیان کړی دی او لیکي :« عرب شاعران که هغه مسلمانان وي او که عیسایان د اسلام احسانمند دي ..... زه چې هر کله د حضرت علي علیه السلام او د هغه د زوي حضرت امام حسین علیه السلام ژوند ته کتنه کوم په زړه کښې مو له باطل سره د جنګ او له حق سره د مرستې څپه رامینځته کیږي.»

* نن د داسې ستر شخصیت د زوکړې کلیزې ده چې ښکلا او مینې ته یې معنا ورکړه.

هغه یو ښکلی روح، د نفس کرامت، ژور معرفت، او په نهایت کښې د یوه کامل انسان د ژوند ورایښت لري.

نن د حضرت امام حسین علیه السلام د زوکړې ورځ ده.

د خدای پاک سلام او درود دې وي په حضرت امام حسین علیه السلام .

هر څوک ښکلا خوښوي. که چیرې انسان ځان ته فکر وکړي هغه ښکلا او حسن چې د خدای پاک نښه ده په خپل وجود کښې ویني.

حکیمانو ډاګینه کړي ده چې انسان له نورو مخلوقاتو ښکلا دی. انسان یو ښکلی او بې ساری مخلوق دی.

د فرانسې فیلسوف وايي: «ما د خدای پاک د موندلو لپاره دوو شیانو ته فکر وکړ .یو اسمان چې د خدای پاک ستر خلقت دی او بل د نفس داخل. دغه دوه شیان د تعجب سبب کیږي او ښکلا پراخوي.

* حضرت امام حسین علیه السلام په ښه کړچار او لوړو صفتونو سره د یوه انسان ښکاره بیلګه دی.

حضرت امام حسین علیه السلام د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد لمسی او د حضرت علي علیه السلام او د حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها زوی وو او د وحي په کور او د اهل بیت علیه السلام د مکتب په معنوي فضا کښې یې وده وکړه.

دغه ځانګړتیاوې د انسان لپاره نامتو امتیاز ګڼل کیږي.

په عین حال کښې حضرت امام حسین علیه السلام په دغو برتریو بسنه ونکړه.

حضرت امام حسین علیه السلام له ماشومتوب څخه زده کړه او هڅه تجربه کړه او د خپل عقلمند پلار په تدبیر سره ډیر پوه او بیلګه شو.

حضرت امام حسین علیه السلام د خپل پلار دغه خبره یادوي چې د سړي ښکلا د هغه عقل او تفکر دی» او حضرت امام حسین علیه السلام په دغه لاره کښې په حرکت سره د عزت او سرلوړې تر ټولو لوړه درجه ترلاسه کړه.

* عزیز د خدای پاک جل جلاله یو نوم دی چې معنا یې ځواکمن، وسمن، شریف او ستر دی.

هغه کسان چې له نورو خلکو سره زیات احترام او درنښت لري او هیڅ چا ته لاس ته نه نیسي عزیز بلل کیږي.

خدای پاک ته ځکه عزیز ویل کیږي چې هغه مخلوق ته هیڅ ضرورت نلري بلکې عالم او مخلوق د خدای پاک ذات ته ضرورت لري.

سترو الهي اولیاو د انسان لپاره عزت خوښ کړی دی او له خلکو یې غوښتي دي چې ځانونه په دغه ښکلي شي عزت سینګار کړي.

د حضرت امام حسین علیه السلام له نظره د هغه سړی چې ژوند یې تل له عزت سره وي ولاړ او نا ماته خوړونکی انسان دی.

عزت لرونکی انسان له شرافت او قدرت سره یو ځاې ازاد ژوند انتخابوي او د پرمختګ او تکامل لاره کچ کوي.

* د حضرت امام حسین علیه السلام د تفکرونو پر اساس په انسان کښې د ښکلا نورې ځانګړتیاوې د نیوي مالونو او تعلقاتو ته نه پام کول دي.

حضرت امام حسین علیه السلام ټولو ته دغه مهمه خبره وریادوي او فرمايي :« هغه څه چې د ځمکې پرمخ پرې لمر ځلیږي له ختیځه تر لویدیځه له سمندره تر ډاګونو، له غرونو تر سیندونو ټول د هغه کس په نظر کښې چې د خداي په اړه پوهه لري د تیریدونکي سیوري په څیر دی چې پرې زړه نشو تړلی. ایا داسې پتمن انسان نشته چې همت وکړي چې د دنیا دا بې ارزښته شیان پاتې کسانو ته پریږدي.؟ ای خلکو ځانونه په تیریدونکي دنیا مه خرڅوئ خبر وسئ چې پرته له جنته بل داسی شی نشته چې ستاسو بیه وي او هر څوک چې په دنیا زړه وتړي او د خدای په وړاندې په همدغه دنیا راضي شي په ډیر په پست او چټي شي راضي شوی دی.»

*هر کال چې د حضرت امام حسین علیه السلام یاد لمانځو د داسې انسانانو د ځلیدا کتونکي یوو چې د هغه د روح په لوړې رڼا او د هغه د ښو اخلاقو تر اغیز لاندې یې معقول ژوند ته لاره پیدا کړي ده.

شمیرنې د دې ښودنه کوي چې ډیر کسان چې مسلمان شوي دي د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله عليه واله، حضرت علي علیه السلام په شان د سترو شخصیتونو له وجود او دغه راز د حضرت امام حسین علیه السلام له تل پاتې حماسې اغیزمن دي او نن سبا ډیر انسانان خپله روحي تنده د پاکو انسانانو له حقیقي او عملي بیلګو په نمونې اخیستلو سره ختموي.

ډیر کسان چې د زور ویونکو قدرتمنو د تیریو او چورتالان په وړاندې دریدلي دي د خپلې ازادۍ او پایدارۍ جرړه یې د حضرت امام حسین په مقاومت، حق غوښتنې او عزت غوښتنې کښې لیدلي ده.

دغه تاریخي باور او اعتقاد د لبنان په اوسمهاله عیسايي او ژمنو ادبیاتو کښې هم ښکاره دی.

* د ځینو عیسايي ادیبانو شعرونه او لیکنې د حضرت امام حسین علیه السلام د شخصیت حماسي اړخ او د هغه ستر غورځنګ ته پام کوي.

د لبنان ستر شاعر او ادیب بولس سلامه په هغو کسانو کښې راځي چې په خپلو شعرونو کښې یې له حضرت امام حسین علیه السلام سره خپله مینه او اخلاص بیان کړی او لیکي :« عرب شاعران که هغه مسلمان وي او که عیسايي د اسلام احسانمند دي ځکه چې مکمنه نه ده چې قلم فصاحت بیان کړي او دغه قلم له قران کریم څخه اغیزمن نشي .. شاید ځینې کسان اعتراض وکړي او ووايي چې ولې یوه عیسايي د اسلام تاریخ بیان کړی دی .... هو زه عیسايي یم خو داسې مسیحي چې تفکر یعني نظر یې ډیر پراخ دی .... هر کله چې د حضرت علي علیه السلام او د هغه د زوي ژوند حضرت امام حسین علیه السلام ژوند ته کتنه کوم په زړه کښې مو له باطل سره د جنګ او له حق سره د مرستې څپه پورته کیږي.»

* «د سوریې عیسايي ادیب او خبریال انتوان بارا حضرت امام حسین علیه السلام د نړۍ له ټولو خلکو سره اړونده ګني او په یوه ټکي سره حسین د دینونو تل پاتې ملغرله معرفي کوي او په پاې کښې خپله وینا په دې ټکي سره ختموي چې حسین زما په زړه کښې دی.»

د سوریې دغه عیسايي لیکوال او ادیب زیاتوي مونږ په هغه شي چې ښکلی دی غور کړی دی او دې خبرې ته رسیدلي یوو چې هغه ټولې ښکلاوې د حضرت امام حسین علیه السلام ، حضرت امام علي علیه السلام او حضرت رسول اکرم ص په شخصیت کښې شته .

د سوریې دغه شاعر وايي یو ځل په دمشق کښې په یوې غونډې کښې د سوریې شاعر محمد الرفاعي زما په اړه یو په زړه پورې تعبیر وړاندې کړ .

هغه وویل د انتوان دین عیسایت ، هویت یې مسلمان ، مینه یې شیعه توب او ژبه یې عربي ده.

حقیقت دا دی چې زه له حسین سره مینه لرم.

زه د حسین علیه السلام د انقلاب روح لیواله یم د انقلابي روح په څنګ کښې د حضرت امام حسین علیه السلام خاکساري د حضرت امام حسین علیه السلام د شخصیت بل اړخ دی چې زه یې لیواله کړی یم.

امام حسین علیه السلام د عزت، ازادۍ او د دښمانانو په وړاندې د سرلوړۍ د احساسولو په وخت د خاکسارۍ له روحیې برخور دار دی.

په داسې حال کښې چې دغه دوې ځانګړتیاوې په یو سړي کښې نشي راغونډیدلای.»

انتون بارا حضرت امام حسین علیه السلام د اسلام ډیوه یعني د ژغورونکي او د لارې د روښانه کونکي او د اسلام د زغرې یعني له هر ډول تاوان څخه د اعتقاداتو او د دین د ساتونکي په معنا معرفي کړی دی.

* جوزف هاشم هم په یوې قصیدې کښې وايي:« کله چې شرک او فساد په دنیا کښې خپور شو خدای پاک اهل بیت علیه السلام د بندګانو د ژغورونې لپاره د یوې ډیوې په شان رامینځته کړل چې په امتونو کښې حق  خپور کړي... ای د فاطمه او علي زویه ایا له دې لوړ کوم عظمت شته.؟ ای داسې کسه چې ټول سترتوبونه دې په ارث یوړل او د دنیا رنګ په رنګه وسوسو تا ته دوکه درنکړه او روح دې په خپل عظمت سره قربان کړ .... که چیرې تاسو نه وائ هیڅ الهي بیرغ به نه رپیده تاسو یوازې د شیعه مسلمانانو امام نه یاست بلکې د ټولو بندګانو او مخلوقاتو پیشوا یاست چې په ځمکه کښې دې د ایمان مقام تر ټولو لوړ کړ او انسان دې ښکلی کړ...»

* په دې مینځ ومان کښې د خپل یوه کتاب په پیلولو کښې د لبنان د یوه لیکوال نصري سلهب په زړه پورې خبره د لوستلو وړ ده.

د لبنان دغه لیکوال د حضرت علي علیه السلام د عظمت او جهاد له یادولو او د هغه شان کس ته د نوي وخت د اړتیا له بیانولو وروسته لیکي:« ای د شهیدانو سالاره زه د هغه غمجن ټاټوبي یم پریږده په جوتو خبرو چې له زخمي زړه څخه راووځي ووایم چې راغلی یم څو ستا په لاره کښې ګام پورته کړم.

او له تا لارښونه ترلاسه کړم چې زما داخلي عظمت زیات کړې چې لومړۍ د خپل په دننه دښمن بریالی شم او بیا په خارجي دښمن چې زه یې ککړ کړی یم او حرمتونه یې راته تباه کړي دي.

حضرت امام حسین علیه السلام په ښکلي ژوند او په عزت مرګ سره تر قیامته پورې د انسانانو په ضمیر کښې ژوندې شو ولې مونږ د لبنان د چورتالان شوي هیواد په لاره، د ژوبل امت، د خپلې وینې د کرامت په لاره کښې د جهاد په میدان کښې قدم کې نه ږدو.؟ ولې د امام حسین په شان د کربلا، د ټولو وختونو د اتل په توګه په ژبې او عمل سره چغې ونه وهو : د مجاهد او حقیقي ځوانمرد لپاره مرګ ننګ دی. که چیرې ژوندی پاتې شوم پیښمانه نه کیږم او که چیرې مړ شم وبه نه رټل شم ځکه چې د انسان د ذلت لپاره کافي ده چې تر زور او ظلم لاندې ژوندی پاتې شي .

* د لبنان د نامتو ادیب او حقوق پوه ایډمونډ رزف کتابونه او لیکنې هم ډیرې د پام وړ دي.

هغه په یوې مقالې کښې لیکي :«په تاریخ کښې داسې هیڅ کاروان نه وینو چې ارزو وکړم په هغه کښې وم دهغه کاروان په شان چې له حجاز څخه د حضرت علي او فاطمه الزهرا په مشرۍ عراق ته لاړ چې د ځان په قرباني کولو سره حق ژوندی کړي.

هیڅ کله مو زړه نه غوښتل چې کوم غشی یا نیزه وتوغوم خو هغه ورځ چې په ځوانۍ کښې مو د حسین کیسه واوریدله چې یوازې په خدای پاک توکل سره یې په خپلې تورې تکیه وکړه .

هغه زیاتوي د انسانانو او دهغوې دفیصلو ترمینځ متقابله رابطه شته انسانان فیصلو ته بڼه ورکوي او فیصلې انسانان اوج ته رسوي .

ای حسینه هغه چې دستا څیره انځوروي او په موقع دستا موقعیت په ګوته کوي دستا لوړه فیصله دسرشیندنې لپاره ده ځکه چې قدرت په دې کښې دی که څه هم ظاهر یې ناتوانه ښکاره شي.»

 د نړۍ د پتیالیو د مشر حضرت امام حسین علیه السلام نیمکرغه زوکړه دې پر تاسو ټولو مبارکه وي.