د روژې د هرې ورځې دعا

ای خدایه د قبرونو په خاوندانو )مرحومینو( مو ارامښت او خوښي ولیږه.

 ای خدایه بډایه کړې هر بیوزله او فقیر، ای خدایه موړ کړې هر وږی. ای خدایه وپوښې هر لغړ.

 ای خدایه لنډ کړې پور د هر پوروړي، ای خدایه لرې کړې غم د هر غم ځپلي، ای خدایه ستون کړې هر مسافر خپل وطن ته،

 ای خدایه ازاد کړې هر بندي او اسیر، ای خدایه پاک او اصلاح کړې هر مفسد او فساد د مسلمانانو له چارو.

ای خدایه شفا ورکړې ټولو ناروغانو ته، ای خدایه د بیوزلۍ لاره په خپلې شتمنۍ سره پر مونږ وتړې.

 ای خدایه بدل کړې زمونږ بد حال په خپل ښه حال

 ای خدایه له مونږ سره د قرض په لنډولو کې مرسته وکړې، او مونږ له نیستۍ او بیوزلۍ وژغورې بې شکه چې ته پر هر څه وسمن یې.

کلینی په کافی کې له ابی بصیره نقلوي جې وایي: امام صادق علیه السلام به د روژې په میاشته کې دا دعا ویله:

«اَللّـهُمَّ اِنّي بِكَ وَمِنْكَ اَطْلُبُ حاجَتي، وَمَنْ طَلَبَ حاجَةً إلى النّاسِ فَاِنّي لا اَطْلُبُ حاجَتي إلاّ مِنْكَ وَحْدَكَ لا شَريكَ لَكَ، وَاَساَلُكَ بِفَضْلِكَ وَرِضْوانِكَ اَنْ تُصَلِّيَ عَلى مُحَمَّد وأهْلِ بَيْتِهِ، وَاَنْ تَجْعَلَ لي في عامي هذ اِلى بَيْتِكَ الْحَرامِ سَبيلاً حِجَّةً مَبْرُورَةً مُتَقبَّلَةً زاكِيَةً خالِصَةً لَكَ تَقَرُّ بِها عَيْني، وَتُرْفَعُ بِها دَرَجَتي، وَتَرْزُقَني اَنْ اَغُضَّ بَصَري، وَاَنْ اَحْفَظَ فرْجي، وَاَنْ اَكُفَّ بِها عَنْ جَميعِ مَحارِمِكَ، حَتّى لايَكُونَ شَيءٌ آثَرَ عِنْدي مِنْ طاعَتِكَ وَخَشْيَتِكَ، وَالْعَمَلِ بِما اَحْبَبْتَ، وَالتَّرْكِ لِما كَرِهْتَ وَنَهَيْتَ عَنْهُ، وَاجْعَلْ ذلِكَ في يُسْر ويسار وعافِيَة وَما اَنْعَمْتَ بِهِ عَلَيَّ، وَاَساَلُكَ اَنْ تَجْعَلَ وَفاتي قَتْلاً في سَبيلِكَ، تَحْتَ رايَةِ نَبِيِّكَ مَعَ اَوْلِيائِكَ، وَاَسْاَلُكَ اَنْ تَقْتُلَ بي اَعْداءَكَ وَاَعْداءَ رَسُولِكَ، وَاَسْاَلُكَ اَنْ تُكْرِمَني بِهَوانِ مَنْ شِئْتَ مِنْ خَلْقِكَ، وَلا تُهِنّي بِكَرامَةِ اَحَد مِنْ اَوْلِياءِكَ، اَللّـهُمَّ اجْعَلْ لي مَعَ الرَّسُولِ سَبيلاً، حَسْبِيَ اللهُ ما شاءَ اللهُ»[1].

«اَللّـهُمَّ رَبَّ شَهْرِ رَمَضانَ الَّذي اَنْزَلْتَ فيهِ الْقُرْآنَ، وَافْتَرَضْتَ على عِبادِكَ فيهِ الصِّيامَ، صَلِّ عَلى مُحَمَّد وَآلِ مُحَمَّد، وَارْزُقْني حَجَّ بَيْتِكَ الْحَرامِ في عامي هذا وَفي كُلِّ عام، وَاغْفِرْ لي تِلْكَ الذُّنُوبَ الْعِظامَ، فَاِنَّهُ لا يَغْفِرُها غَيْرُكَ يا رَحْمنُ يا عَلاّمُ».[2]

* * *

دعاء الافتتاح

اَللّـهُمَّ اِنّي اَفْتَتِحُ الثَّناءَ بِحَمْدِكَ، وَاَنْتَ مُسَدِّدٌ لِلصَّوابِ بِمَّنِكَ، وَاَيْقَنْتُ اَنَّكَ اَنْتَ اَرْحَمُ الرّاحِمينَ في مَوْضِعِ الْعَفْوِ وَالرَّحْمَةِ، وَاَشَدُّ الْمُعاقِبينَ في مَوْضِعِ النَّكالِ وَالنَّقِمَةِ، وَاَعْظَمُ الْمُتَجَبِّرِينَ في مَوْضِعِ الْكِبْرياءِ وَالْعَظَمَةِ، اَللّـهُمَّ اَذِنْتَ لي في دُعائِكَ وَمَسْأَلَتِكَ فَاسْمَعْ يا سَميعُ مِدْحَتي، وَاَجِبْ يا رَحيمُ دَعْوَتي، وَاَقِلْ يا غَفُورُ عَثْرَتي، فَكَمْ يا اِلهي مِنْ كُرْبَة قَدْ فَرَّجْتَها وَهُمُوم قَدْ كَشَفْتَها، وَعَثْرَة قَدْ اَقَلْتَها، وَرَحْمَةٍ قَدْ نَشَرْتَها، وَحَلْقَةِ بَلاء قَدْ فَكَكْتَها، اَلْحَمْدُ للهِ الَّذي لَمْ يَتَّخِذْ صاحِبَةً وَلا وَلَداً، وَلَمْ يَكُنْ لَهُ شَريكٌ في الْمُلْكِ، وَلَمْ يَكُنْ لَهُ وَلِيٌّ مِنَ الذُّلِّ وَكَبِّرْهُ تَكْبيراً، اَلْحَمْدُ للهِ بِجَميعِ مَحامِدِهِ كُلِّهَا، عَلى جَميعِ نِعَمِهِ كُلِّها اَلْحَمْدُ للهِ الَّذي لا مُضادَّ لَهُ في مُلْكِهِ، وَلا مُنازِعَ لَهُ في اَمْرِهِ، اَلْحَمْدُ للهِ الَّذي لا شَريكَ لَهُ في خَلْقِهِ، وَلا شَبيهَ لَهُ في عَظَمَتِهِ، اَلْحَمْدُ للهِ الْفاشي في الْخَلْقِ اَمْرُهُ وَحَمْدُهُ، الظّاهِرِ بِالْكَرَمِ مَجْدُهُ، الْباسِطِ بِالْجُودِ يَدَهُ، الَّذي لا تَنْقُصُ خَزائِنُهُ، وَلا تَزيدُهُ كَثْرَةُ الْعَطاءِ إلاّ جُوداً وَكَرَماً، اِنَّهُ هُوَ الْعَزيزُ الْوَهّابُ، اَللّـهُمَّ اِنّي اَسْاَلُكَ قَليلاً مِنْ كَثير، مَعَ حاجَة بي اِلَيْهِ عَظيمَة وَغِناكَ عَنْهُ قَديمٌ، وَهُوَ عِنْدي كَثيرٌ، وَهُوَ عَلَيْكَ سَهْلٌ يَسيرٌ، اَللّـهُمَّ اِنَّ عَفْوَكَ عَنْ ذَنْبي، وَتَجاوُزَكَ عَنْ خَطيـئَتي، وَصَفْحَكَ عَنْ ظُلْمي وَسِتْرَكَ علی قَبيحِ عَمَلي، وَحِلْمَكَ عَنْ كَثيرِ جُرْمي، عِنْدَ ما كانَ مِنْ خَطئي وَعَمْدي، اَطْمَعَني في اَنْ اَسْأَلَكَ ما لا اَسْتَوْجِبُهُ مِنْكَ، الَّذي رَزَقْتَني مِنْ رَحْمَتِكَ،

د دعای افتتاح ترجمه

ای خدایه! ستا په مننې سره ستاینه پیلوم او ته یې چې په خپل کرم سره سمې چارې ته پام کوې، او یقین لرم چې ته د عفوې او رحمت په ځای کې تر ټولو مهربانانو مهربانه یې، او د د سزا او انتقام په مقام کې تر ټولو سخت سزا کوونکی یې، او د سترتوب او عظمت په دریځ کې تر ټولو لوی جبار یې، ای خدایه ! ماته اجازه راکړې چې له تا وغواړم او له تا دعا وکړم، نو ای اوریدونکیه واوره زما ستاینه، او ای مهربانه قبوله کړه زما دعا، او ای بخښونکیه ومې بخښه تیروتنې، او زما خدایه ! څومره ډیرې سختې وې چې تا پرانستې، او څومره ډیره غمونه وو چې تا لرې کړل، او خپل رحمت دې پراخ کړ، اوڅومره د بلا زنځیرونه وو چې خلاص دې کړل، مننه د هغه خدای چې میرمن او بچی نه لري؟ او دهغه په واکوالۍ کې هیڅوک شریک نیشته، او د بې وسۍ له مخې یې هیڅ سرپرست نیشته، او هغه لوی وګڼه ډیر لوی، شکر د خدای د هغه په ټولو ستاینو، د هغه په ټولو لورینو، مننه دخدای چې په خپله پاچاهۍ کې سیال نه لري، او په کار ورسره څوک شخړه نه شي کولی، حمد ده غه خدای چې امر یې په مخلوقاتو کې جاري دی او سترتوب یې په کرم سره ښکاره دی، او د مهربانۍ لاس یې په سخاوت سره پرانستی، داسې خدای چې خزانې یې نه کمیږي او ډیره ښندنه یې یوازې کرم او سخا زیاتوي بې شکه چې هغه عزتمن او ډیر بخښونکی دی، ای خدایه ستا له ډیرو لږه غواړم د هغه سختې اړتیا لپاره چې ورته لرم یې، او ستا بې نیازي ورنه پخوانۍ ده، او دغه لږه هم ماته ډیره ده او ستا لپاره راحته او اسانه،

ای خدایه زما د ګناه ستا عفوې، له خپلې خطا ستا تیریدنې، له خپل تیري ستا سترګې پټونې، زما په کردار ستا پرده اچونې، او زما د جرم یعنې قصدي خطا او ګناه په وړاندې ستا پراخ حلم زما په زړه کې لالچ پیدا کړ چې ستا له دره هغه څه چې وړ یې نه یم وغواړم، یعنې ستا رحمت چې را په برخه دې کړ،

وَاَرَيْتَني مَنْ قُدْرَتِكَ، وَعَرَّفْتَني مِنْ اِجابَتِكَ، فَصِرْتُ اَدْعُوكَ آمِناً، وَاَسْاَلُكَ مُسْتَأنِساً، لا خائِفاً وَلا وَجِلاً، مُدِلاًّ عَلَيْكَ فيـما قَصَدْتُ فيهِ اِلَيْكَ، فَاِنْ اَبْطأَ عَنّي عَتَبْتُ بِجَهْلي عَلَيْكَ، وَلَعَلَّ الَّذي اَبْطأَ عَنّي هُوَ خَيْرٌ لي لِعِلْمِكَ بِعاقِبَةِ الاُمُورِ، فَلَمْ اَرَ مَوْلیً كَريماً اَصْبَرَ عَلى عَبْد لَئيم مِنْكَ عَلَيَّ يا رَبِّ، اِنَّكَ تَدْعُوني فَاُوَلّي عَنْكَ، وَتَتَحَبَّبُ اِلَيَّ فَاَتَبَغَّضُ اِلَيْكَ، وَتَتَوَدَّدُ اِلَيَّ فَلا اَقْبَلُ مِنْكَ، كَأنَّ لِيَ التَّطَوُّلَ عَلَيْكَ، فَلَمْ يَمْنَعْكَ ذلِكَ مِنَ الرَّحْمَةِ لي، وَالإحْسانِ اِلَيَّ، وَالتَّفَضُّلِ عَلَيَّ بِجُودِكَ وَكَرَمِكَ، فَارْحَمْ عَبْدَكَ الْجاهِلَ وَجُدْ عَلَيْهِ بِفَضْلِ اِحْسانِكَ اِنَّكَ جَوادٌ كَريمٌ، اَلْحَمْدُ للهِ مالِكِ الْمُلْكِ، مُجْرِي الْفُلْكِ، مُسَخِّرِ الرِّياحِ، فالِقِ الإِصْباحِ، دَيّانِ الدّينِ، رَبِّ الْعَالَمينَ، اَلْحَمْدُ للهِ عَلى حِلْمِهِ بَعْدَ عِلمِهِ، وَالْحَمْدُ للهِ عَلى عَفْوِهِ بَعْدَ قُدْرَتِهِ، وَالْحَمْدُ للهِ عَلى طُولِ اَناتِهِ في غَضَبِهِ، وَهُوَ قادِرٌ عَلى ما يُريدُ، اَلْحَمْدُ للهِ خالِقِ الْخَلْقِ، باسِطِ الرِّزْقِ، فاِلقِ اَلإصْباحِ ذِي الْجَلالِ وَالاْكْرامِ وَالْفَضْلِ وَالاِنْعامِ، الَّذي بَعُدَ فَلا يُرى، وَقَرُبَ فَشَهِدَ النَّجْوى تَبارَكَ وَتَعالى، اَلْحَمْدُ للهِ الَّذي لَيْسَ لَهُ مُنازِعٌ يُعادِلُهُ، وَلا شَبيهٌ يُشاكِلُهُ،
ستا قدرت چې چې راودې ښوده او ستا له خوا زما دعا قبلونه چې راودې پیژندله،، نو ومې پتیله چې چې په ډاډه زړه تا وبلم، او په مینه او رغبت سره بې له ویرې او ترهې له تا سوال وکړم او په هغه څه کې چې ورپاره یې ستا در ته راغلی یم ناز او نخره وکړم، کله مې چې د حاجت پوره کیدل وځنډیدل نوله ناپوهۍ په تا غوسه شوم، سره دې چې شاید زما د حاجت په پوره کېدو کې ځنډ زما لپاره ښه وي، ځکه چې ته د کارونو له انجامه خبر یې، نو هیڅ په یو سپک بند مې هیڅ کریم مولا، پر ځان تر تا زیات صابر نه دی لیدلی ای زما پالونکیه، ته ما بلې او زه له تا مخ اړوم، او ته له ما سره دوستي کوې او زه درسره دښمني کوم، له ما سره مینه کوې او زه یې نه منم، ته وا په تا مې احسان پورې دی، او سره د دې هیڅه تا نه منعې کوي چې په ما رحمت او احسان وکړې او په خپل جود او کرم سره پر دې بنده فضل و کړې، په دې ناپوهه بنده ورحمیږه، او د خپل احسان په پریمانتیا سره پرې سخا وکړه، ځکه چې ته کریم ښندونکی یې، مننه د خدی، چې د واک خاوند دی، د کشتیو چلوونکی، د بادونو تسخیروونکی، د سپیدې چوونکی، د جزا د ورځې حاکم او د نړیوالو پالونکی دی، شکر د خدای چې د بنده له ګناه له خبریدووروسته هم په هغه حلیم او زغمناک دی، او مننه دهغه خدای د هغه په بخښنې سره له دې چې سزا او عقاب طاقت لري، او مننه د خدای د غوسې په وخت د هغه د زغم په اوږدوالي، او حال دا چې هغه په هغه څه چې وې وغواړي وسیال دی، مننه د هغه خدای چې د مخلوقاتو پنځوونکی، د روزۍ پراخوونکی، د سپېدې چوونکی، د عظمت او سترتوب او احسان او نعمت بخښنې څښتن دی، هغه خدای چې له سترګو لرې دی نو ننه شي لیدلی کیدی، او زړونو ته نزدې دی نو د پټو خبرو اوګنګوسو اوریدونکی دی، مبارک او لوړ دی، مننه د هغه خدای هیڅ منازع نه لري چې ورسره سیالي وکړي، او هیڅ ساری نه لري چې هم شکل یې وي او هیڅ ملاتړ نه لري چې مرسته یې وکړي،

وَلا ظَهيرٌ يُعاضِدُهُ قَهَرَ بِعِزَّتِهِ الاْعِزّاءَ، وَتَواضَعَ لِعَظَمَتِهِ الْعُظَماءُ، فَبَلَغَ بِقُدْرَتِهِ ما يَشاءُ، اَلْحَمْدُ للهِ الَّذي يُجيبُني حينَ اُناديهِ، وَيَسْتُرُ عَلَيَّ كُلَّ عَورَة وَاَنَا اَعْصيهِ، وَيُعَظِّمُ الْنِّعْمَةَ عَلَيَّ فَلا اُجازيهِ، فَكَمْ مِنْ مَوْهِبَة هَنيئَة قَدْ اَعْطاني، وَعَظيمَة مَخُوفَة قَدْ كَفاني، وَبَهْجَةٍ مُونِقَة قَدْ اَراني، فَاُثْني عَلَيْهِ حامِداً، وَاَذْكُرُهُ مُسَبِّحاً، اَلْحَمْدُ للهِ الَّذي لا يُهْتَكُ حِجابُهُ، وَلا يُغْلَقُ بابُهُ، وَلا يُرَدُّ سائِلُهُ، وَلا يُخَيَّبُ آمِلُهُ، اَلْحَمْدُ للهِ الَّذي يُؤْمِنُ الْخائِفينَ، وَيُنَجِّي الصّالِحينَ، وَيَرْفَعُ الْمُسْتَضْعَفينَ، وَيَضَعُ الْمُسْتَكْبِرينَ، ويُهْلِكُ مُلُوكاً وَيَسْتَخْلِفُ آخَرينِ، وَالْحَمْدُ للهِ قاِصمِ الجَّبارينَ، مُبيرِ الظّالِمينَ، مُدْرِكِ الْهارِبينَ، نَكالِ الظّالِمينَ صَريخِ الْمُسْتَصْرِخينَ، مَوْضِعِ حاجاتِ الطّالِبينَ، مُعْتَمَدِ الْمُؤْمِنينَ، اَلْحَمْدُ للهِ الَّذي مِنْ خَشْيَتِهِ تَرْعُدُ السَّماءُ وَسُكّانُها، وَتَرْجُفُ الاْرْضُ وَعُمّارُها، وَتَمُوجُ الْبِحارُ وَمَنْ يَسْبَحُ في غَمَراتِها، اَلْحَمْدُ للهِ الَّذي هَدانا لِهذا وَما كُنّا لِنَهْتَدِيَ لَوْلا اَنْ هَدانَا اللّهُ، اَلْحَمْدُ للهِ الَّذي يَخْلُقُ، وَلَمْ يُخْلَقْ وَيَرْزُقُ وَلا يُرْزَقُ، وَيُطْعِمُ وَلا يُطْعَمُ، وَيُميتُ الاَحياءَ وَيُحْيِي الْمَوْتى وَهُوَ حَيٌّ لا يَمُوتُ، بِيَدِهِ الْخَيْرُ وَهُوَ عَلى كُلِّ شَيْء قَديرٌ،
په خپل عزت یې ټول عزتمن مغلوب کړې او بزرګانو یې د عظمت په وړاندې سرونه ټیټ کړې دي، نو په خپل طاقت سره هر څه ته چې وغواړي رسیږي.

مننه د هغه خدای چې کله یې وغواړم ځواب راکوي، او له ما هره بدي اوسپکه پټوي، او زه د هغه نافرماني کوم او هغه پر ما خپل نعمتونه لویوي، نو زه یې شکر نه کم، څومره ډیرې خوږې پیرزوینې دي چې په ما یې کړې او څومره ډیرې بوږنوونکې پیښې دي چې له تاوانه یې خوندي کړی یم، او څومره په زړه پورې خوشالۍ دي چې راښکاره کړې یې دي، او په مننې سره دهغه ستاینه کوم او په تسبیح سره یې یادونه کوم، مننه د هغه خدای چې پرده یې نه شلیږي، او رحمت یې نه بندیږي او ترې غوښتونکی نه ردیږي، او ترې هیلمن نه نهیلی کیږي، مننه د هغه خدای چې ترهیدلو ته امن ورکوي، او غوریزو ته نجات، او مستضعف لوړوي، او غاوران راغورځوي، او پاچاهان تباه کوي او نور یې په ځای راولي، شکر دهغه خدای چې د سرغړوونکو ماتوونکی، د ظالمانو نابودوونکی، د تښتیدلو رانیوونکی، ظالمانو ته سزا ورکوونکی، د فریادیانو فریاد اوریدونکی، د غوښتونکو حاجت پوره کوونکی، او د مومنانو تکیه ځای دی، ستاینه د هغه خدای چې له ویرې یې اسمان او هستوګن یې غوریږي، او ځمکه او ابادوونکي یې لړزیږي، او دریابونه او په تل کې تلونکي یې څپې وهي.

شکر د هغه خدای چې مونږ یې خپلې پيژندنې ته هدایت کړو او که هغه نه وای هدایت کړې هیڅکله به نه وو هدایت شوې، مننه د هغه خدای چې پنځول کوي خو په خپله نه دی پنځول شوی، او روزي خوروي خو په خپله روزي نه ورکول کیږي، او ژوندي مړه کوي او مړي ژوندي کوي، او هغه دی هغه ژوندی چې هیڅکله نه مري، خیر یوازې د هغه په لاسې کې دی او هغه پر هر څه وسیال دی.

اَللّـهُمَّ صَلِّ عَلى مُحَمَّد عَبْدِكَ وَرَسُولِكَ، وَاَمينِكَ، وَصَفِيِّكَ، وَحَبيبِكَ، وَخِيَرَتِكَ مَنْ خَلْقِكَ، وَحافِظِ سِرِّكَ، وَمُبَلِّغِ رِسالاتِكَ، اَفْضَلَ وَاَحْسَنَ، وَاَجْمَلَ وَاَكْمَلَ، وَاَزْكى وَاَنْمى، وَاَطْيَبَ وَاَطْهَرَ، وَاَسْنى وَاَكْثَرَ ما صَلَّيْتَ وَبارَكْتَ وَتَرَحَّمْتَ، وَتَحَنَّنْتَ وَسَلَّمْتَ عَلى اَحَدٍ مِن عِبادِكَ وَاَنْبِيائِكَ وَرُسُلِكَ، وَصِفْوَتِكَ وَاَهْلِ الْكَرامَةِ عَلَيْكَ مِن خَلْقِكَ، اَللّـهُمَّ وَصَلِّ عَلى عَليٍّ اَميرِ الْمُؤْمِنينَ، وَوَصِيِّ رَسُولِ رَبِّ الْعالَمينَ، عَبْدِكَ وَوَليِّكَ، وَاَخي رَسُولِكَ، وَحُجَّتِكَ عَلى خَلْقِكَ، وَآيَتِكَ الْكُبْرى، وَالنَّبأِ الْعَظيمِ، وَصَلِّ عَلَى الصِّدّيقَةِ الطّاهِرَةِ فاطِمَةَ سَيِّدَةِ نِساءِ الْعالَمينَ، وَصَلِّ عَلى سِبْطَيِ الرَّحْمَةِ وَاِمامَيِ الْهُدى، الْحَسَنِ وَالْحُسَيْنِ سَيِّدَيْ شَبابِ اَهْلِ الْجَّنَةِ، وَصَلِّ عَلى اَئِمَّةِ الْمُسْلِمينَ، عَلِيِّ بْنِ الْحُسَيْنِ، وَمُحَمَّدِ ابْنِ عَلِيٍّ، وَجَعْفَرِ بْنِ مُحَمَّد، وَمُوسَى بْنِ جَعْفَر، وَعَلِيِّ بْنِ مُوسى، وَمُحَمَّدِ بْنِ عَلِيٍّ، وَعَلِيِّ بْنِ مُحَمَّد، وَالْحَسَنِ بْنِ عَلِىٍّ، وَالْخَلَفِ الْهادي الْمَهْدِيِّ، حُجَجِكَ عَلى عِبادِكَ، وَاُمَنائِكَ في بِلادِكَ صَلَاةً كَثيرَةً دائِمَةً اَللّـهُمَّ وَصَلِّ عَلى وَلِيِّ اَمْرِكَ الْقائِمِ الْمُؤَمَّلِ، وَالْعَدْلِ الْمُنْتَظَرِ، وَحُفَّهُ بِمَلائِكَتِكَ الْمُقَرَّبينَ، وَاَيِّدْهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ يا رَبَّ الْعالَمينَ، اَللّـهُمَّ اجْعَلْهُ الدّاعِيَ اِلى كِتابِكَ، وَالْقائِمَ بِدينِكَ، اِسْتَخْلِفْهُ في الاْرْضِ كَما اسْتَخْلَفْتَ الَّذينَ مِنْ قَبْلِهِ، مَكِّنْ لَهُ دينَهُ الَّذي ارْتَضَيْتَهُ لَهُ، اَبْدِلْهُ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِ اَمْناً يَعْبُدُكَ لا يُشْرِكُ بِكَ شَيْئاً،
ای خدایه! درود ولیږه پر محمد او ستا په بنده او استازي او امین او خوږ او محبوب یار، او غوریز، او د راز ساتونکی، او د پیغامونو رسوونکی، تر ټولو لوړ، غوره او ښکلې او بشپړ او پاک او ښکاریدونکی، او خوښ او صفا او لوړ او تر ټولو زیات درود چې لیږلی دې دی، او برکت دې ورکړی او رحم دې کړی او مینه دې کړې، او سلام دې کړی پر خپل یو بنده، یو پیغمبر، یو رسول او په خلقت کې ستا په یو غوره اود کرامت په خاوند باندې.او بیا درود ولیږه پرعلی امیر المومنین، او د نړیوالو د پالونکي د استازي په ځای ناستي، ستا په بنده، ولی، او د ستا د رسول په ورور، او پر بندګانو په حجت او ستا په لویې نښې، او په لوی خبر، او سلام ولیږه پر صدیقه طاهره فاطمه زهرا چې د دواړو جهانو د ښځو سرداره ده، او درود ولیږه د خپل رحمت د پیغمبر په دوو لمسیانو او د هدایت په دوو امامانو حسن او حسین چې سرداران دي د جنت د زلمیانو، او سلام ولیږه د مسلمانانو په امامانو، په على بن الحسين و محمّد بن على، و جعفر بن محمّد، و موسى بن جعفر و على بن موسى و محمّد بن على و على بن محمّد، و حسن بن على، او په خپل هدایتوونکي او غوره یادګار، حضرت مهدی چې ټول پر بندګانو ستا حجتونه دي او ستا په ټاټوبو کې ستا امانتدار، ډیر زیات او همشیني درودونه، ای خدایه درود ولیږه په خپل ولی امر، هغه قایم چې خلک یې په ارمان دي، او عدالت راوړونکي چې خلک یې په انتظار دي او هغه د خپلو مقربو پرښتو تر ملاتړ لاندې وګرځوه، او په روح القدس سره یې شا ګرمه وساته ای د نړیوالو پالونکیه.

ای خدایه هغه ستا کتاب ته بلونکی او ستا د دین قایموونکی وګرځوه، او هغه په ځمکه کې خپل خلیفه وګرځوه، لکه څنګه چې دې له هغه مخکې پاکان خپل خلیفه ګان ګرځولې دي، کوم دین چې دې هغوي ته خوښ کړی دی دهغه په لاس یې قایم او ټنیګ کړه او ویره یې په کرار بدله کړه چې په کامل اخلاص سره سا عبادت وکړي.

اَللّـهُمَّ اَعِزَّهُ وَاَعْزِزْ بِهِ، وَانْصُرْهُ وَانْتَصِرْ بِهِ، وَانْصُرْهُ نَصْراً عَزيزاً، وَاْفتَحْ لَهُ فَتْحاً يَسيراً، وَاجْعَلْ لَهُ مِنْ لَدُنْكَ سُلْطاناً نَصيراً، اَللّـهُمَّ اَظْهِرْ بِهِ دينَكَ، وَسُنَّةَ نَبِيِّكَ، حَتّى لا يَسْتَخْفِيَ بِشَيْء مِنَ الْحَقِّ، مَخافَةَ اَحَد مِنَ الْخَلْقِ اَللّـهُمَّ اِنّا نَرْغَبُ اِلَيْكَ في دَوْلَة كَريمَة تُعِزُّ بِهَا الإسْلامَ وَاَهْلَهُ، وَتُذِلُّ بِهَا النِّفاقَ وَاَهْلَهُ، وَتَجْعَلُنا فيها مِنَ الدُّعاةِ اِلى طاعَتِكَ، وَالْقادَةِ اِلى سَبيلِكَ، وَتَرْزُقُنا بِها كَرامَةَ الدُّنْيا وَالآخِرَةِ، اَللّـهُمَّ ما عَرَّفْتَنا مِن الْحَقِّ فَحَمِّلْناهُ، وَما قَصُرْنا عَنْهُ فَبَلِّغْناهُ، اَللّـهُمَّ الْمُمْ بِهِ شَعَثَنا، وَاشْعَبْ بِهِ صَدْعَنا، وَارْتُقْ بِهِ فَتْقَنا، وَكَثِّرْبِهِ قِلَّتَنا، وَاَعْزِزْ بِهِ ذِلَّتَنا، وَاَغْنِ بِهِ عائِلَنا، وَاَقْضِ بِهِ عَنْ مَغْرَمِنا، وَاجْبُرْبِهِ فَقْرَنا، وَسُدَّ بِهِ خَلَّتَنا، وَيَسِّرْ بِهِ عُسْرَنا، وَبَيِّضْ بِهِ وُجُوهَنا، وَفُكَّ بِهِ اَسْرَنا، وَاَنْجِحْ بِهِ طَلِبَتَنا، وَاَنْجِزْ بِهِ مَواعيدَنا، وَاسْتَجِبْ بِهِ دَعْوَتَنا، وَاَعْطِنا بِهِ سُؤْلَنا، وَبَلِّغْنا بِهِ مِنَ الدُّنْيا وَالآخِرَةِ
آمالَنا، وَاَعْطِنا بِهِ فَوْقَ رَغْبَتِنا، يا خَيْرَ الْمَسْؤولينَ وَاَوْسَعَ الْمُعْطينَ،
ای خدایه عزتمن یې وساته او نورو ته د هغه په وسیله عزت ورکړه او مرسته یې وکړه. او له نورو سره د هغه په وسیله مرسته وکړه، مدد یې وکړه په بریالیتوب سره او په اسانې فتحې سره، او له خپل لوري د هغه لپاره یو بریالي بخښونکی سلطنت وټاکه، ای خدایه د هغه په وسله خپل دین او او دخپل پیغمبر سیرت څرګند کړه، چې هیڅ یو حق د هیچا له ویرې پټ پاتې نه شي. ای خدایه تا ته ګروهمن او لیواله یوو د کریمه حکومت لپاره چې اسلام او مسلمانان ورسره عزتمن کړې او نفاق او منافقان ورسره خوار او ذلیل کاندې او مونږ په هغه حکومت کې ستا د اطاعت لوري ته له بلونکو او ستا لارې ته له لارښوونکو وګرځوې او دهغې په برکت مو د دنیا او اخرت کرامت روزي کړې.

 ای خدایه له حقه چې دې څه مونږ ته راپیژندلې دهغې د زغم طاقت هم راکانده، او هغه څه چې ورته په رسیدلو کې مو کوتاهي کړې مونو ورورسوه، ای خدایه زمونږ پریشاني دهغه په مرسته ختمه کړه، او زمونږ تیتوالی د هغه په وسیله راټول کړه، او زمونږ شلیدل دهغه په وسیله وګنډه، او زمونږ لږوالی دهغه په وسیله زیات کانده، او ذلت مو دهغه په وسیله په عزت بدل کړه او تنګسیا مو دهغه په لاس په په پراختیا بدله کړه، او پورونه مو دهغه په وسیله لنډ کانده او فقر مو دهغه په مدد جبران کانده، او جدایي او دوه ګون والی مو د هغه وسیله ختم کړه او د کار سختي مو دهغه په وسیله اسانه کړه او مخونه مو د هغه په دیدار وځلوه، او اسیران مو دهغه په مرسته آزاد کانده، او غوښتنې مو د هغه په مهربانۍ پوره کړه، او زمونږ وعدې د هغه په راتګ سره وفا کړه، او دعاګانې مو د هغه په کومک قبولې کړه او غوښتنې مو دهغه په حق را عطا کړه او مونږ دهغه په مرسته د دینا او اخرت ارمانونو ته ورسوه، او زمونږ تر هیلې زیات دهغه مهرباني را کانده، ای په غوښتل شویو کې تر ټولو غوره او په ښندونکو کې تر ټولو فراخ دسته،

اِشْفِ بِهِ صُدُورَنا، وَاَذْهِبْ بِهِ غَيْظَ قُلُوبِنا، وَاهْدِنا بِهِ لِمَا اخْتُلِفَ فيهِ مِنَ الْحَقِّ بِاِذْنِكَ، اِنَّكَ تَهْدي مَنْ تَشاءُ اِلى صِراط مُسْتَقيم، وَانْصُرْنا بِهِ عَلى عَدُوِّكَ وَعَدُوِّنا اِلـهَ الْحَقِّ آمينَ، اَللّـهُمَّ اِنّا نَشْكُو اِلَيْكَ فَقْدَ نَبِيِّنا صَلَواتُكَ عَلَيْهِ وَآلِهِ، وَغَيْبَةَ وَلِيِّنا، وَكَثْرَةَ عَدُوِّنا، وَقِلَّةَ عَدَدِنا، وَشِدّةَ الْفِتَنِ بِنا، وَتَظاهُرَ الزَّمانِ عَلَيْنا، فَصَلِّ عَلى مُحَمَّد وَآلِهِ، وَاَعِنّا عَلى ذلِكَ بِفَتْح مِنْكَ تُعَجِّلُهُ، وَبِضُرّ تَكْشِفُهُ، وَنَصْرٍ تُعِزُّهُ وَسُلْطانِ حَقٍّ تُظْهِرُهُ، وَرَحْمَة مِنْكَ تَجَلِّلُناها وَعافِيَةٍ مِنْكَ تُلْبِسُناها، بِرَحْمَتِكَ يااَرْحَمَ الرّاحِمينَ».[3]

 زمونږ زړونه په هغه شفا کړه او له زړونو مو کینې لرې کانده، او په حق کې په پیدا شوې اختلاف کې دهغه په وسیله حقیقت مونږ ته وښایه، بې شکه ته چې هر څوک وغواړې نیغې لارې ته هدایتوې، او د هغه په وسیله له مونږ سره ستا او زمونږ د دښمنانو په وړاندې مرسته وکړه، ای په حقه معبوده، آمین، ای خدایه تا ته شکایت کوو د خپل پیغمبر په نیشتوالی چې ستا درود دې وي پر هغه او پر کورنۍ یې، او دخپل مولا په غیبت، او دخپلو دښمنانو په زیاتوالي او دخپل وګړو په کموالي او زمونږ په لور د راماتیدونکو فتنو، او په خپل تاوان د زمانې په څرخ په دغو ټولو ستا در ته شکایت کوو، پر محمد او آل محمد درود ولیږه او له مونږ سره د دغه ټولو پر وړاندې مرسته وکانده له خپل لوري په فتحې سره چې زریې راورسوې، او بد حالي رانه لرې کړې او د عزتمنه فتحه او بری راکاندې او د حق سلطنت ښکاره کړې، او په مونږ خپل راحت راخپور کړې، او په ستا له لوري کامله سلامتیا مونږ راونغاړي، ای تر ټولو مهربانانو زیات مهربانه.

څلورم: اول دا چې هره شپه دې ووایي:

«اَللّـهُمَّ بِرَحْمَتِكَ فِي الصّالِحينَ فَاَدْخِلْنا، وَفي عِلِّيّينَ فَارْفَعْنا، وِبَكَأس مِنْ مَعين مِنْ عَيْن سَلْسَبيل فاسْقِنا، وَمِنَ الْحُورِ الْعينِ بِرَحْمَتِكَ فَزَوِّجْنا، وَمِنَ الْوِلْدانِ الْمُخَلَّدينَ كَأنَّهُمْ لُؤْلُؤٌ مَكْنُونٌ فَاَخْدِمْنا، وَمِنْ ثِمارِ الْجَنَّةِ وَلُحُومِ الطَّيْرِ فَاَطْعِمْنا، وِمِنْ ثِيابِ السُّنْدُسِ وَالْحَريرِ وَالاِسْتَبْرَقِ فَاَلْبِسْنا، وَلَيْلَةَ الْقَدْرِ وَحَجَّ بَيْتِكَ الْحرامِ، وَقَتْلاً في سَبيلِكَ فَوفِّقْ لَنا، وَصالِحَ الدُّعاءِ وَالْمَسْأَلةِ فاسْتَجِبْ لَنا، وَاِذا جَمَعْتَ الأَوَّلينَ وَالآخِرينَ يَوْمَ الْقِيامَةِ فاَرْحَمْنا، وَبَراءَةً مِنَ النّارِ فَاكْتُبْ لَنا، وَفي جَهَنَّمَ فَلا تَغُلَّنا، وَفي عَذابِكَ وَهَوانِكَ فَلا تَبْتَلِنا، وَمِنَ الزَّقُّومِ وَالضَّريعِ فَلا تُطْعِمْنا، وَمَعَ الشَّياطينِ فَلا تَجْعَلْنَا، وَفِي النّارِ عَلى وُجُوهِنا فَلا تَكْبُبْنا، وَمِنْ ثِيابِ النّارِ وَسَرابيلِ الْقَطِرانِ فَلا تُلْبِسْنا، وَمِنْ كُلِّ سُوء يا لا إله إلاّ اَنْتَ بِحَقِّ لا اِلـهَ إلاّ اَنْتَ فَنَجِّنا».[4]

دوهم: له امام صادق علیه السلام نه نقل شوې چې وې ویل: د روژې میاشتې په هرې شپې کې دې ووایي:

«اَللّـهُمَّ اِنّي اَسْاَلُكَ اَنْ تَجْعَلَ فيـما تَقْضي وَتُقَدِّرُ مِنَ الأَمْرِ الْمَحْتُومِ فِى الأَمْرِ الْحَكيمِ، مِنَ الْقَضاءِ الَّذي لا يُرَدُّ وَلا يُبَدَّلُ اَنْ تَكْتُبَني مِنْ حُجّاجِ بَيْتِكَ الْحَرامِ، الْمَبْرُورِ حَجُّهُمْ، الْمَشْكُورِ سَعْيُهُمْ، الْمَغْفُورِ ذُنُوبُهُمْ، اَلْمُكَفَّرِ عَنْ سَيِّئاتِهِمْ، وَأنْ تَجْعَلَ فيـما تَقْضي وَتُقَدِّرُ، اَنْ تُطيلَ عُمْري في خَيْر وَعافِيَة، وَتُوَسِّعَ في رِزْقي، وَتَجْعَلَني مِمَّنْ تَنْتصِرُ بِهِ لِدينِكَ وَلا تَسْتَبْدِلْ بي غَيْري»[5].

 دریم: او په انیس الصالحین کتاب کې راغلې دي چې د روژې دمبارکې میاشتې په هره شپه دې دا دعا ووایي:

«اَعُوذُ بِجَلالِ وَجْهِكَ الْكَريمِ اَنْ يَنْقَضِيَ عَنّي شَهْرُ رَمَضانَ، اَوْ يَطْلُعَ الْفَجْرُ مِنْ لَيْلَتي هذِهِ، وَلَكَ قِبَلي تَبِعَةٌ اَوْ ذَنْبٌ تُعَذِّبُني عَلَيْهِ»[6].

 

[1]- الكافي 4: 74 ح6.

[2]- اقبال الأعمال 1: 145 فصل 15.

[3]- اقبال الأعمال 1: 138 فصل 15، عن أبي جعفر محمد بن سعيد النائب الثاني من النواب الأربعة لإمام العصر#.

[4]- اقبال الأعمال 1: 143 فصل 15.

[5]- اقبال الأعمال 1: 145 فصل 15.

[6]- من لا يحضره الفقيه 2: 161 ح2032 عن الإمام الصادق×.

کلیدي کلمې: