د روژې د میاشتې عام اعمال

چې په ټولو شپو او ورځو کې ادا او لوستل کیدی شي.

السید ابن طاووس له امام صادق او امام کاظم علیهم السلام نه نقل کړې ده چې وې ویل: د روژې په میاشتې کې له اوله تر آخره له هر لمانځه ورسته دا دعا وایه:

«اَللّـهُمَّ ارْزُقْني حَجَّ بَيْتِكَ الْحَرامِ فِي عامي هذا وَفي كُلِّ عام ما اَبْقَيْتَني في يُسْر مِنْكَ وَعافِيَة، وَسَعَةِ رِزْق، وَلا تُخْلِني مِنْ تِلْكَ الْمواقِفِ الْكَريمَةِ، وَالْمَشاهِدِ الشَّريفَةِ، وَزِيارَةِ قَبْرِ نَبِيِّكَ صَلَواتُكَ عَلَيْهِ وَآلِهِ، وَفي جَميعِ حَوائِجِ الدُّنْيا وَالاْخِرَةِ فَكُنْ لي، اَللّـهُمَّ اِنّي اَساَلُكَ فيـما تَقْضي وَتُقَدِّرُ مِنَ الأَمْرِ الَمحْتُومِ في لَيْلَةِ الْقَدْرِ، مِنَ الْقَضاءِ الَّذي لا يُرَدُّ وَلا يُبَدَّلُ، اَنْ تَكْتُبَني مِنْ حُجّاجِ بَيْتِكَ الْحَرامِ، الْمَبْرُورِ حَجُّهُمْ، الْمَشْكُورِ سَعْيُهُمْ، الْمَغْفُورِ ذُنُوبُهُمْ، الْمُكَفَّرِ عَنْهُمْ سَيِّئاتُهُمْ، واجْعَلْ فيـما تَقْضي وَتُقَدِّرُ، اَنْ تُطيلَ عُمْري، وَتُوَسِّعَ عَلَيَّ رِزْقي، وَتُؤدِّى عَنّي اَمانَتي وَدَيْني آمينَ رَبَّ الْعالَمين».

او همداراز له هر لمانځځ وروسته د دغه دعا د ویلو سپارښتنه شوې ده:

«يا عَلِيُّ يا عَظيمُ، يا غَفُورُ يا رَحيمُ، اَنْتَ الرَّبُّ الْعَظيمُ الَّذي لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيءٌ وَهُوَ السَّميعُ الْبَصيرُ، وَهذا شَهْرٌ عَظَّمْتَهُ وَكَرَّمْتَهْ، وَشَرَّفْتَهُ وَفَضَّلْتَهُ عَلَى الشُّهُورِ، وَهُوَ الشَّهْرُ الَّذي فَرَضْتَ صِيامَهُ عَلَيَّ، وَهُوَ شَهْرُ رَمَضانَ، الَّذي اَنْزَلْتَ فيهِ الْقُرْآنَ، هُدىً لِلنّاسِ وَبَيِّنات مِنَ الْهُدى وَالْفُرْقانَ، وَجَعَلْتَ فيهِ لَيْلَةَ الْقَدْرِ، وَجَعَلْتَها خَيْراً مِنْ اَلْفِ شَهْر، فَيا ذَا الْمَنِّ وَلا يُمَنُّ عَلَيْكَ، مُنَّ عَلَيَّ بِفَكاكِ رَقَبَتي مِنَ النّارِ فيمَنْ تَمُنَّ عَلَيْهِ، وَاَدْخِلْنِى الْجَنَّةَ بِرَحْمَتِكَ يا اَرْحَمَ الرّاحِمينَ.»[1]

په روژې کې له هر لمانځه وروسته دعا

 ای لوړه ای عظیمه ای بخښونکیه ای مهربانه ته یې داسې عظیم پالونکی چې په څیر یې هیڅه نیشته

 او هغه ښه اوریدونکی او لیدونکی دی او دا هغه میاشته ده چې لویه او عزتمنه کړې دې ده او شرافت او فضیلت دې ورکړی دی

 پر نورو میاشتو او دا هغه میاشته ده چې تا یې روژه پرما واجبه کړې او دا د روژې میاشته ده

 هماغه میاشته چې قرآن دې پکې نازل کړی دی هغه قرآن چې د خلکو لارښود او د هدایت او

 )له باطله د حق( د جدا کیدو نښې او ) دلیلونه( دي او ودې ګرځوله په دې میاشتې کې د قدر ش‍ه او ودې ګرځوله هغه )شپه( تر زرو میاشتو غوره نو ای

داسې د منت څښتنه چې هیڅوک پر تا منت )احسان( نه لري منت وکړه پر ما له اوره زما ) د څټ( په ژغورلو سره د هغو کسانو په مینځ کې چې ورباندې احسان کوې

 او جنت ته مې ننباسه ستا په رحمت ای تر ټولو مهربانانو )زیات( مهربانه.

 ااو کفعمي په المصباح کې او له البلد الامین کې روایت کړی لکه ځنګه چې شیخ شهید په خپلې ټولګې کله له رسول الله مبارکه ورایت کړی چې وې ویل: چا چې په روژې میاشتې کې له هر لمانځّه ورسته دا دعا ولوستله خدای به یې د قیامت تر ورځې ګناهانې وبخشي.

«اَللّـهُمَّ اَدْخِلْ عَلى اَهْلِ الْقُبُورِ السُّرُورَ، اَللّـهُمَّ اَغْنِ كُلَّ فَقير، اَللّـهُمَّ اَشْبِعْ كُلَّ جائِع، اَللّـهُمَّ اكْسُ كُلَّ عُرْيان، اَللّـهُمَّ اقْضِ دَيْنَ كُلِّ مَدين، اَللّـهُمَّ فَرِّجْ عَنْ كُلِّ مَكْرُوب، اَللّـهُمَّ رُدَّ كُلَّ غَريب، اَللّـهُمَّ فُكَّ كُلَّ اَسير، اَللّـهُمَّ اَصْلِحْ كُلَّ فاسِد مِنْ اُمُورِ الْمُسْلِمينَ، اَللّـهُمَّ اشْفِ كُلَّ مَريض، اللّهُمَّ سُدَّ فَقْرَنا بِغِناكَ، اَللّـهُمَّ غَيِّر سُوءَ حالِنا بِحُسْنِ حالِكَ، اَللّـهُمَّ اقْضِ عَنَّا الدَّيْنَ وَاَغْنِنا مِنَ الْفَقْرِ، اِنَّكَ عَلى كُلِّ شَيء قَديرٌ»[2].

 

[1]- اقبال الأعمال 1: 79 فصل 11.

[2]- مصباح المتهجد: 617، البلد الأمين: 222.

کلیدي کلمې:

اړونده منځپانګې