د دې امت امامان دولس دي

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى *إِنْ هُوَ إِلا وَحْيٌ يُوحَى

ترجمه: او هغه له خپل ځانه خبرې نه جوړوي، د هغه خو هره خبره وحي ده چې  ورته (د پاک الله لخوا) راليږې شوې ده. (سوره النجم ايت 3 او 4)

وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ الأقَاوِيلِ*لأخَذْنَا مِنْهُ بِالْيَمِينِ* ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِينَ.

پاک الله فرمايې: که چرې هغۀ(پيغمبر) پر مونږ څه (دروغ) خبرې تړلې وې، نو مونږ په ترې ښخې لاس نيولې ؤ، او بيا به مو ترې د زړه رګ پرې کرې ؤ. (سوره الحاقه ايت 44 تا 46.)

سريزه

(د قران پاک او سنت پر چورليز، وحدت او يووالې)

بسم اللّه الرّحمن الرّحيم

اَلْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعالَمينِ، وَ الصَّلاةُ وَ السَّلامُ عَلى مُحَمَّد وَ آلِهِ الطّاهِرينَ وَ السَّلامُ عَلى اَصْحابِهِ الْبَرَرَةِ الْمَيامين.

مونږ ټول مسلمانان، له کورنيو مشکلاتو او اختلافاتو لامله په خپله کښې له يو بل سره په لانجو او جګړو کې اخته يوو او هم دا رنګ د اسلام دښمنانو له بهره له داسې لارې چې مونږ پرې نه پوهيږو، زمونږ وحدت او يووالې يې په تفرقه کې او زمونږ رعب او دبدبه يې په کمزورتيا کې بدله کړې ده، دومره اختلافات يې رامينځته کړل چې له مونږه يې د دفاع کولو  طاقت هم واخست او پر مونږ مسلط او واکمن شول حال دا چې پاک الله په قران پاک کې فرمايې:

وَ أَطيعُوا اللّهَ وَ رَسُولَهُ وَ لا تَنازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَ تَذْهَبَ ريحُكُم ؛[1]

د پاک الله او د هغه د پيغمبر(ص) اطاعت وکړئ او  يو بل سره جګړې مه کوئ ګنې کمزوري به شئ او د تاسو قدرت او رعب به لاړ شي.!

هو:وَ ما أَصابَكُمْ مِنْ مُصيبَةٍ فَبِما كَسَبَتْ أَيْديكُمْ وَ يَعْفُوا عَنْ كَثيرٍ ؛[2]

هر يو مصيبت او تکليف چې درته ورسي د تاسو د عمل پايله او نتيجه ده او الله تعالی ډير خلک بخښې هم !

نو ښه به دا وي چې نن او بلکې هره ورځ بايد (قران او سنت) ته ستانه  او بيرته وګرځو او خپل وحدت او يووالې د قران او سنت مطابق برابر کړو لکه څنګه چې پاک الله فرمايې:

فَإِنْ تَنازَعْتُمْ في شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَ الرَّسُولِ ؛[3]

که د يو څيز په هکله په خپله کښې لانجه وکړئ نو د هغه حکم په هکله خداي او د هغه رسول ته مراجعه وکړئ.

مونږ هم، په دې بحثونو کې (قران او سنت) ته مراجعه کړې ده او زمونږ د اختلافي مسايلو لارښوونه او دليلونه له قران او سنت څخه اخلو څو- د خداي په فضل سره- يو ځل بيا د مسلمانانو د وحدت او اتحاد سبب وګرځي.

هيله من يم چې اسلامي پوهان او متفکران به هم، په دې ډګر کې مونږ سره همکارۍ او تعاون وکړي او خپلې ليد توګې به مونږ ته راوليږي. چې په نتيجه کې يې د مسلمانانو وحدت او يووالې زيات ټينګ شي.

سيد مرتضى عسكرى

 

د دې امت امامان دولس تنه دي

 

د امامانو عليهم ‏السلام د تعداد په هکله د پيغمبر صلى‏الله ‏عليه ‏و‏آله منصوص او روښانه حديثونه

د امامانو د تعداد او شمير حديث

پيغمبر اکرم صلى ‏الله‏ عليه ‏و‏آله دا فرمايلي دي چې پس له ما به دولس کسان امامان وي. دا داسې موضوع او خبره ده چې د مسندونو او صحيحو کتابونو ليکوالانو چې نومونه يې لاندې راځې په خپلو کتابونو کښې له هغۀ بزرګوار روايت کړې ده:

الف) مسلم په خپل صحيح کښې له  جابر بن سمره روايت کوي چې وې ويل: وامې وريدل چې پيغمبر اکرم صلى ‏الله‏ عليه ‏و‏آله  وفرمايل: « دادين به تل، او د قيامت تر ورځې پورې، او هغه وخته پورې چې زمادولس خليفه ګان پر تاسو کښې وي، ژوندې وي، دا ټول خليفه ګان او امامان له قريشو دي.»

په يو بل روايت کښې راغلي چې: «تل به د خلکو کارونه سم او صحيح وي ..»

په نورو  روايتونو کښې داسې راغلي چې: «تر هغه وخته پورې چې دولس خليفه ګان راشي..»

په  سنن ابو داود کښې راغلي چې: «تر هغه وخته پورې چې د دې دولسو خليفه ګانو سيوره  پر ستاسو سرونو قايمه وي.»

په يو بل حديث کښې راغلي چې وې فرمايل: «تر دولسو کسانو پای پورې.»[4]

او په صحيح بخارى کې وايي چې: له پيغمبر اکرم صلى ‏الله‏ عليه ‏و‏آله مو واوريدل چې فرمايل يې: «دولس کسان د هغو سرداران او قوماندانان دي.» راوى وايي: پيغمبر اکرم صلى ‏الله‏ عليه ‏و‏آله له دې وروسته څه وفرمايل خو زه پرې پوهـ نه شوم پلار مو وويل چې وې فرمايل: «ټول له قريشو  دي.»

په بل  روايت کښې داسې وايي: بيا پيغمبر اکرم صلى ‏الله‏ عليه ‏و‏آله څه وفرمايل خو زه  پې پوهـ نۀ شوم له خپل پلار مو وپوښتل چې پيغمبر اکرم صلى ‏الله‏ عليه ‏و‏آله څه وفرمايل؟ پلار مو وويل چې وې فرمايل هغه ټول دولس کسان له قريشو دي.[5]

په بل روايت کښې داسې راغلي چې وې فرمايل: «کوم کسان چې هغو سره دښمني کوي د هغو دښمني به هغوته څۀ تاوان ونۀ رسوي.»[6]

ب) په بل روايت کښې داسې راغلي چې پيغمبر اکرم صلى ‏الله‏ عليه ‏و‏آله  وفرمايل:

«لا تَزالُ هذِهِ الاُمّة مُستقيما أمرها، ظاهرة عَلى عَدوّها، حتّى يُمضى مِنهُم إثناعَشَرَ خَليفة كُلُّهُم مِن قُريش، ثمِّ يَكون المَرج أو الهَرَج.»

د دې امت کارونه بل تل سم او سالم وي او تل به په دښمنانو بريالي وي دومره پورې چې زما دولس خليفه ګان چې ټول له قريشو دي، خپل ټول عمرونه تير کړي نو پس له دې به فساد، لانجې، فتني او شخړې رامينځته کيږي.[7]

ج) په بل يو روايت کښې داسې راغلي دي چې وې فرمايل:

«د دې امت دولس کسان، چارواک دي که هيڅوک هم د هغو مرسته ونۀ کړي هغو ته کوم تاوان نه رسيږي او هغه ټول له قريشو دي.»[8]

د) او په بل روايت کې يې فرمايلي دي:

«تر څو چې په دې امت کښې دولس کسان واکمن او ولايت لري  د دې امت کارونه به په سمه روان وي.»[9]

ه) د انس له قوله روايت کوي چې هغه حضرت وفرمايل:

«دا دين به تر هغه وخته پورې نۀ نابوديږي تر څو چې د قريشو دولس کسان موجود وي خو کله چې هغوي ټول له دنيا لاړ شي، نو ځمکه به هم، ټول خلک غرق کړي (ونغړي).»[10]

و) په بل روايت کښې يې داسې فرمايلي چې:

«تر څو چې هغه ټول دولس کسان پاڅون وکړي د دې امت کارونه به په سمه توګه او برابر وي او تل به بريا مومي، هغه دولس، ټول له قريشو دي.»[11]

ز) احمد بن حنبل او حاكم او نور له  مسروق څخه روايت كوي چې وې ويل: يوه شپه عبداللّه‏ بن مسعود سره ناست ؤم او هغۀ مونږ ته د قران شريف تعليم راکاوۀ چې يوه سړي پوښتنه وکړه: اى د عبدالرحمان پلاره! آيا له پيغمبر اکرم صلى ‏الله‏ عليه ‏و‏آله دې پوښتلي دي چې د دې امت څو کسان به په خلافت رسي؟ عبداللّه‏  وويل:  کله راهسې چې عراق ته راغلې يم، له تا مخکښې بل کس داسې پوښتنه نه ده کړې، بيا يې وويل: مونږ دا خبره پخپله له [پيغمبر اکرم صلى ‏الله‏ عليه ‏و‏آله]  پوښتلي وه او هغه حضرت په ځواب کښې فرمايلي چې: «هغوی د  بني اسراييلو د نقيبانو د شمير هومره دولس کسان دي.»[12]

ح) په بل روايت کښې ابن مسعود وايي چې: پيغمبر اکرم صلى ‏الله‏ عليه ‏و‏آله وفرمايل:

«له ما وروسته د خليفه ګانو شمير، د موسی د اصحابو هومره دي.»[13]

ابن اثير وايي: په همدې څير حديث مو له عبداللّه‏ بن عمر او حذيفه او ابن عباسه هم نقل کړې.[14]

ليکوال وايي: نه پوهيږم چې د ابن عباس له روايته، د ابن کثير څه مراد ده ښايي هغه حديث يې مراد وي چې حاكم حسكانى له ابن عباس نقل کړې او  همداسې نورو هم نقل کړې.

تير روايتونه په ډاګه او څرګنده توګه وايي چې «د امامانو شمير دولس ده او ټول له قريشو دي.» او امام على عليه‏السلام په خپلې وينا کې له «قريش» ټکي مقصود او مراد په دې روايتونو کښې بيان کړې چې فرمايي:

«ټول امامان له قريشو دي او هاشم په ځای يې [اهل البيت عليهم‏السلام] ذکر کړي دي، [ولايت او خلافت] بې له هغو پر نورو روا نۀ ده او له دوي پرته بل څوک د ولايت او  خلافت وړ نۀ دي.»[15]  او هم دا راز يې وفرمايل:

اللّهمَّ بلى لا تَخلُوا الأَرضَ مِن قائمٍ للّه‏ِ بِحُجّة إمّا ظاهراً مشهوراً أو خائِفاً مَغموراً لِئَلاّ تَبطُلَ حُجَجُ اللّه‏ِ و بَيِّناتِهِ ...

پاکه خدايه! هو، ځمکه به هيڅ کله د خدای لپاره په حقو له پاڅون کوونکي خالي پاتې نۀ شي، [دا امام قائم،]  به يا بريالې وي او څرګند او يا به انديښمن وي او پټ به وي په دې خاطر چې د خدای حجتونه او روښانه نخښې نخښانې ختمې نۀ شي.[16]

 

دولس امامان په تورات کښې

ابن كثير وايي: په هغه تورات کښې چې اوس مهال د اهل کتابو په لاس کې موجود ده يو موضوع راغلې چې معنا او مضمون يې داسې ده: «خدای پاک ابراهيم عليه‏السلام ته د اسماعيل عليه‏السلام زيرې ورکړ او وې فرمايل: اسماعيل ته به پريمانيتا ورکړم او هغۀ نسل او اولاد به پراخ کړم او په هغو کښې به دولس کسان د هغو مشران او چارواک جوړ کړم.»

او بيا وايي چې: «ابن تيميه وايي: د کومو کسانو د راتلو په هکله چې زيرې ورکړې شوې ده هماغه کسان دي چې د جابر بن سمرة په حديث کښې راغلي او ټاکلي شوي دي چې د دې امت تر مينځ خپور دي او دا چې تر هغه به قيامت نه راځې چې تر څو دا ټول په وجود کښې نه وي راغلي، او ډير هغه يهوديان چې اسلام يې قبول کړې دا غلطۍ يې کړې ده چې ګومان يې کړې چې دوي هغه کسان دي چې رافضه فرقه [دولس اماميشيعيان ] هغو لورې ته بلنه ورکوي او خپله هم د هغو دولسو پيروي کوي.»[17]

ليکوال وايي: کوم زيري ته اشاره وشوه هغه په اوسني تورات کښې په «سفر پيدايش» باب [17، شماره 18 ـ 20]  کښې شته چې اصلي عبري يې داسې ده:

قى ليشماعيل بيرختى أوتو قى هفريتى أوتو قى هربيتى بمئود شنيم عسار نسيئيم يوليد قى نتتيف لگوى گدول.»[18]

ترجمه: اسماعيل مو مبارک ګرځولې او په رښتيا چې هغه مو برخمن کړې او هغه (زوزات) به زياتوم دولس امامه به له هغه زوزاته او نسله وي او هغه به په يو لوی او ستر امت کښې بدلوم.

د تورات دا برخه دې ته اشاره کوي چې يوازې په اسماعيل عليه السلام اولادکښې د خلکو مبارکي، پراخوالې او زياتوالې راځي.

د «شنيم عسار» ټکي معنا يعنى: دولس تنه، چې د «عسار» ټکې په ترکيبي اعدادو کښې داسې راځي چې معدود يې مذکر وي[19] او  دلته معدود «نسيئيم» ده او مذكر  ده او په پای کې د «يم» په زياتيدا سره د جمع معنا ورکوي د هغه واحد او مفرد «ناسى» ده يعنى: امام او پيشوا او مشر.[20]

خو ابراهيم عليه السلام ته د خداي تعالی وينا په هغې برخې کې هم يعني دا عبارت «فى نتنيف لگوى گدول»، د «فى نتنيف» ټکې مرکب ده له «فى» چې حرف عطف ده او «ناتن» چې  فعل ده او معنا يې دا ده چې جوړوو يې او «يف» چې  ضمير ده او د فعل په پای کې راغلې اسماعيل عليه‏السلام ته ګرځي، يعنى: هغه مو [داسې]جوړ کړ.[21]  خو دا ټکې «گوى» د امت او خلکو په معنا ده،[22] او «گدول» د « غټ او عظيم»[23] په معنا ده او د ټولې جملې مطلب دا شو چې: « هغه مو لوی او ستر اُمت وګرځول.»

له دې ټولو خبرو او جملو روښانيږي چې د اسماعيل عليه‏السلام په اولاد او نسل کښې «كثرت او بركت» څخه مراد، يوازې د خدای رسول، محمد صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله او د هغه حضرت اهل بيت عليهم‏السلام دي او هم هغوي د اسماعيل عليه السلام له نسله دي. ځکه چې خدای پاک حضرت ابراهيم عليه السلام ته وفرمايل چې: د نمرود له ټاټوبي ووځه  او شام ته لاړ شه هغه حضرت هم، خپلې ماندينې، ساره بي بي او لوط سره د خدای په حکم فلسطين ځمکې ته راغلل.

خدای پاک د ابراهيم عليه السلام په مال کښې ډير برکت واچول، ابراهيم وويل: «خدايه زه بې اولاده سړې يم دومره مال سره څه وکړم؟» خداى پاک ورته  وحي وکړه: «زه به ستا اولاد دومره زيات کړم چې د ستورو له شميره به هم زيات وي.» په دغه وخت کښې هاجر بي بي د ساره وينځه وه او هغه يې ابراهيم ته ډالۍ کړه، هاجر له ابراهيم سره نزديکت نه روسته حامله او  بارداره شوه او اسماعيل يې وزيږه. کله چې اسماعيل وزيږيد نو د ابراهيم  عمر 86 (شپږ اتيا) کاله ؤ.[24]

قرآن شريف د ابراهيم عليه السلام د دعا او له خدايه د هغۀ خواست په ترڅ کښې دې حقيقت ته اشاره کړې ده چې فرمايي: ابراهيم وويل:

ربَّنا إنّي أَسكَنتُ مِن ذُرّيّتي بِوادٍ غَير ذي زَرعٍ عِندَ بَيْتك المُحرّم ربَّنا لِيُقيموا الصَّلاةَ فَاجْعَل أَفئِدةً مِنَ النّاس تَهوى إليهم وَ ارْزُقهم مِن الثَّمراتِ لَعلَّهم يَشكرون؛[25]

پروردګارا! له اولاده مو څو کسان په ؤچې دښتې او بيابان کښې، ستا د قدرمن کور څنګ ته پريښودل چې لمونځ ادا کړي پاکه خدايه! د خلکو زړونه هغې لورې ته وګرځوی او هغو ته له ميوو څخه روزي عطا کړې ښايي چې شکر ادا کړي.

دا ايت په دې خبرې ټينګار کوي چې ابراهيم عليه السلام خپل ځېنې اولاد چې اسماعيل او د هغه بچيان ؤ په مکې مکرمې کښې وو، خپل کور څنګ ته ځای ورکړ او له خدای يې وغوښتل چې د تاريخ په اوږدو کښې د خلکو هدايت او رحمت د هغه د اولاد او زوزات  په غاړه کيږدوي، پاک الله هم د هغوي دعوت او بلنه قبوله کړه او د خلکو هدايت کار يې د هغه د اولاد يعني محمد صلى‏الله ‏عليه‏ و‏آله او دولس امامانو په غاړه واچول(ملت ابراهيم).

امام باقر عليه‏السلام په دې هکله فرمايلي دي چې: نَحنُ بَقيّةُ تِلكَ العِترة وَ كانَت دَعوة ابراهيم لَنا؛

 د هغه د زوزات باقي پاتې کښان مونږ ه يو او د ابراهيم دعا زمونږ لپاره وه.[26]

 

د تيرو حديثونو لنډيز او خلاصه

د تيرو بحثونو خلاصه او د هغو نتيجه، دا کيږي چې: «د دې امت د امامانو تعداد او شمير دولس کسان دي چې يو بل پسې به راځې او د دولسم امام د عمر ختميدا سره به د دې دنيا عمر هم پای ته رسي.»

په لومړي  حديث کښې راغلي وو چې:

«دا دين به، تر قيامت ورځې پورې او تر هغه وخته پورې چې دولس خليفه ګان په تاسو کې موجود وي، ټينګ او قايم وي ..»

دې حديث، د دې دين د پاتې کيدو موده ټاکلي او هغه يې د قيامت ورځې سره محدوده کړې ده او د دې امت د امامانو شمير يې دولس بيان کړي دي.

په پنځم حديث کښې راغلي چې:

«دا دين به تر هغه وخته پورې نۀ نابوديږي تر څو چې د قريشو دولس کسان موجود وي خو کله چې هغو ټول له دنيا لاړ شي، نو ځمکه به هم، ټول خلک غرق کړي (ونغړي).»

دا حديث هم، د دين بقا او موجوديت د دولس امامانو د عمر پا ی پورې تاييدوي او د هغو دولسو کسانو عمر پايان به د دنيا ختميدل وي.

په اتم حديث کښې هم، د امامانو عليهم السلام  تعداد يوازې دولس کسان ذکر شوې ده او فرمايلي يې دي چې:

«پس له ما به د خليفه ګانو شمير د موسی عليه السلام د اصحابو هومره وي(يعني دولس).»

دا حديث په دې دلالت کوي چې رسول الله صلى‏الله ‏عليه ‏و‏آله نه پس به  يوازې دولس خليفه ګان خلافت کوي او بل هيڅوک به خليفه جوړ نۀ شي.

د دې حديث ټکي په څرګند او روښانه دلالت سره وايي: چې «د خليفه ګانو شمير يوازې دولس تنه ده او پس له هغو به په دنيا کښې ګډ وډي او د ځمکې نابودي او قيامت راځي»

نور هغه ټکي چې داسې روښانه نه دي، دې ټکو په وسيله هغه هم روښانيږي.

پس همدې له امله، لازمه او ضروري ده چې په دولسو امامانو کښې د يو امام  عمر دومره اووږد وي چې عام انسانانو عمر څخه ډير زيات وي.

لکه څنګه چې اوس د دولسم امام _امام مهدي- چې د پيغمبر اکرم دولسم ځای ناستې دی همدا ډول ده يعني زيات عمر لري.

د دې حديث په تفسير کښې د عالمانو حيرانتيا

د اهل سنتو ديني عالمانو د «دولس امامانو» څخه مراد، چې په دې روايت کښې راغلي دي په حيرت او انديښنې کې اچولي دي او ګډې وډې نظريې يې درلودلي دي.

د سنن ترمذي شرح کوونکی ابن عربى وايي:

مونږ کله چې د رسول اکرم صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله نه روسته خليفه ګان ؤګڼل ومو ليدل چې: ابوبكر، عمر، عثمان، على، حسن او معاويه، يزيد، معاويه بن يزيد، مروان، عبدالملك مروان، وليد، سليمان، عمربن عبد العزيز، يزيد بن عبد الملك، مروان بن محمد بن مروان، سفاح و ..دي

او پس له دوي مو خپلې زمانې پورې اووه ويشت عباسي خليفه ګان وګڼل:

«که په ظاهره هم له دوي «دولس کسان » وشميرو نو وروستۍ خليفه يې سليمان بن عبد الملك دی، خو په حقيقي معنا کښې خليفه په نظر کې وساتو نو يوازې پينځه کسان پاتې کيږي چې څلور خليفه ګان (خلفاې راشده) او بل عمر بن عبد العزيز. پس زه د دې حديث په مطلب او معنا سم نه پوهيږم»[27]

عيش پرست قاضى د دې خبرې په ځواب کښې چې وايي: له دې تعداد (دولس) زيات کسانو ته خلافت رسيدلې وايي: «دا سم اعتراض او نيوکه نه ده ځکه چې پيغمبر اکرم صلى‏الله ‏عليه‏ و‏آله داسې نه دي فرمايلي چې يوازې دولس کسان ولايت او حکومت ته رسي که څه هم دومره کسان  په خلافت رسيدلي او که چرې له دې زيات کسان په خلافت ورسي نو دا څۀ خنډ نه ده(ياني وايي چې لږ تر لږه به دولس رسيږي او که زيات شي نو خير ده).[28]

سيوطى د دې کس په ځواب کښې وينا نقل کړې ده چې وايي:

«د حديث مطلب او مراد، «دولس تنه خليفه ګان» د اسلام په ټولې مودې او تر قيامت ورځې پورې دي چې د حقو عاملان وي که څه هم يو بل پسې نه وي.»[29]

هغه په فتح البارى کتاب کې داسې وايي:

«يقينا له دې دولسوکسانو څلور خليفه ګان (خلفاې راشده) تير شوي دي او باقي پاتې هم بايد د قيامت له ورځې وړاندې پوره شي.»[30]

ابن جوزى وايي:

«هم دې له امله کوم ځای کې چې يې فرمايلي چې: «بيا به فساد او شخړې رامينځه کيږي له فتنو مراد هغه فتنې دي چې د قيامت له ورځې مخکښې تر سره کيږي لکه د دجال خروج او راوتل او همدا راز له هغه روسته نورې فتنې.»[31]

سيوطى وايي: « په دې «دولسو کسانو کښې»  څلور خليفه ګان او حسن او معاويه او عبداللّه‏ بن زبير او عمر بن عبدالعزيز، دا اته کسان واکمن شوي وو او دا هم احتمال شته چې مهدي عباسي هم دوي ته ورزيات کړو چې هغه د عباسيانو په خيال، د عمر بن عبدالعزيز په شان ؤ ـ او همدا راز، طاهر عباسى هم د عدالت غوښتنې په خاطر ورزيات کړو، بيا هم دوه کسان کميږي او تمه شته چې يو کس له هغو هم حضرت مهدى وي، چې محمد صلى‏الله ‏عليه ‏و‏آله له اهل البيتو دی.»[32]

او هم دا ډول ويل شوي دي چې:

«د حديث مطلب دا ده چې هغه «دولس کسان» د اسلام د مزبوتيا او د خلافت د عزت په دوران کښې وي، له هغو کسانو څخه به وي چې د هغو په وخت کښې به اسلام ډير مزبوت او د اقتدار خاوند وي او ټول مسلمانان به هغو پورې راټول شي.»[33]

بيهقى وايي: «دا تعداد [دولس کسان] تر وليد بن يزيد بن عبدالملك زمانې پورې خلافت ته ورسيدل او بيا فتني او شخړې شروع شوې او بيا د عباسيانو حکومت واکمن شو او دا چې وايي چې دې تعداد ته ورزيات کړي په دې خاطر ده چې کوم صفت ته په حديث کښې اشاره شوې هغه يې پريښې ده او يا هغه کسان چې د فتني وروسته واکمن شوي دي له هغو يې ګڼلي دي.»[34]

او هم دا راز ويل شوي دي چې: «پر کومو کسانو امت اجتماع کړې وه هغو: درې خليفه ګان او بيا د حضرت علي عليه السلام د صفين جنګ پورې چې بيا د حاکميت او واکمنۍ خبره رامينځته شوه او معاويه ته خلافت ورکړې شو. بيا معاويه سره د حسن سولې له امله اجتماع وشوه او له هغۀ روسته د هغه زوی يزيد. حسين هم خلافت ته له رسيدا مخکښې قتل شو د يزيد له پس يې اختلاف وکړ حتی چې د زبير زوی له مړيدو وروسته يې، پر عبدالملك مروان اجتماع وکړه (او مسلمانان راټول شول) او بيا يې د مروان په څلورو زامنو اجتماع وکړه د هغه څلور زامن: لومړې وليد او بيا سليمان او بيا يزيد او بيا هشام. چې په دې اجتماع کښې د سليمان او يزيد تر مينځ عمر بن عبد العزيز فاصله او خلل واچوۀ  او دولسم خليفه  هم وليد بن يزيد بن عبدالملك ؤ چې خلکو له هشام وروسته پر هغه اجتماع وکړه او هغۀ څلور کاله حکومت وکړ.»[35]

همدې له امله، د دې دولسو کسانو خلافت، په دې وجه چې مسلمانانو پرې اجتماع وکړه صحيح ده، او پيغمبر اکرم صلى‏الله ‏عليه ‏و ‏آله مسلمانانو ته د دې دولسو خليفه ګانو د خلافت او له هغو د پيروي کولو زيرې ورکړې ؤ!

 حجر  د دې سپيناوې په هکله وايي: «دا غوره او بهترين توجيه او سپيناوې ده.»

او ابن كثير وايي:

«پر کومې لارې چې بيهقى لاړ دی او ځينو کسانو هم هغه سره موافقه کړې ده، يعني دا چې د حديث مطلب او  مراد دا ده  چې تر وليد بن عبدالملک زمانې پورې پر له پسې خليفه ګان راځي، مراد يې فاسق خليفه ګان دي؟ ځکه چې په تيرو بحثونو کښې مو وليد مذمت او وغندل، دا لاره چې بيهقي تر لاسه کړې،  ناسمه او د منلو نه ده ځکه چې د وليد زمانې پورې چې کومو خليفه ګانو نومونو ته اشاره وشوه هغه له «دولسو کسانو زيات دي، دليل يې دا ده چې: د ابوبكر او عمر او عثمان او على خلافت يقيني ده... له هغو وروسته حسن بن على دی ځکه چې علي هغه خپل وصي ګرځولې ؤ او د عراق خلکو هغه سره بيعت کړې ؤ .... چې بيا دواړو سوله وکړه بيا د معاويه زوی يزيد بيا د يزيد زوی معاوية بن يزيد بيا مروان بن حكم  بيا د هغه زوی عبدالملك مروان او وليد بن عبدالملك، بيا سليمان بن عبدالملك، بيا عمر بن عبدالعزيز او له هغۀ پس يزيد بن عبدالملك او بيا هشام بن عبدالملك، چې دا ټول پينځلس کسان جوړيږي  او بيا وليد بن يزيد بن عبدالملك، او که له عبدالملک وړاندې د ابن زبير حکومت هم  وګڼو نو بيا شپاړس کسان جوړيږي، نو دې حساب سره، يزيد بن معاويه په دولسو خليفه ګانو کښې راځي او عمر بن عبد العزيز چې ټول پيشوايان د هغه په مدح او ستايلو اتفاق لري(يعني ټول يې ستايي) او هغه په خلفاې  راشده کښې بلي او ټول خلک، د هغۀ عدالت مني او تاييدوي يې، او د هغۀ د حکومت وخت غوره وخت ؤ او حتی شيعه ګان هم  د هغه پر ښۀ والي اعتراف کوي، هغه له دولسو خليفه ګانو خارجيږي او پکښې نۀ حسابيږي.

او که څوک دا ووايي چې: زه يوازې هغه کسان په دولسو خليفه ګانو کښې شميرم چې امت ورباندې اجتماع کړي وي نو د دې خبرې لازمه دا راځې چې على بن ابى‏طالب او د هغه ګران زوی په دولس کسانو حساب نۀ شي، ځکه چې پر دې دوو کسانو ټولو خلکو اجتماع نه وه کړې، دليل يې هم دا ده چې د شام ټولو خلکو هغو دواړو سره بيعت نه ؤ کړې.»

او هم دا راز وايي: «ځېنې سپيناوي کوونکو، معاويه او د هغه زوی يزيد او نماسۍ معاويه بن يزيد په دولسو کسانو کښې ګڼلي دي، او د مروان او ابن زبير حکومت يې مقيد نه ده کړې، ځکه پر هغو هم امت اجتماع نه ده کړې.»

د دې نظرې او ليد توګې په اساس هم وايو: «په دې نظرې کښې درې واړه خليفه ګان، بيا معاويه، بيا عبدالملك او بيا وليد بن سليمان  له هغه وروسته عمر بن عبدالعزيز او بيا يزيد او بيا هشام حسابيږي چې ټول لس کسان جوړيږي او له هغه وروسته وليد بن يزيد بن عبدالملك  يو فاسق کس دی چې د دې ليد توګې او نظرېې لامله هم على عليه السلام او د هغه ګران زوی حسن په دولسو کسانو که نۀ راځي، او دا خبره د اهل سنتو او شيعه ؤ د امامانو د نظريي په خلاف ده.»[36]

ابن جوزى په كشف المشكل کتاب کښې د دې سپيناويو په ځواب کښې دوه(2) نورې وجهې بيان کړې دي:

لومړۍ ـ «پيغمبر اکرم صلى‏الله ‏عليه‏ و‏آله په يو حديث کښې، خپل ځان او له اصحابو وروسته دې پيښو ته اشاره کړې ده، چونکه د اصحابو حكم، د پيغمبر اکرم حکم سره تړلې ده، نو نتيجه اخلو چې له حکومتونو مراد، د هغه حضرت د صحابه ؤ څخه وروسته حکومتونه دي او داسې ښکاري چې خپل بيان سره د بني اميه ؤ خليفه ګانو شمير ته اشاره کوي، او د هغۀ حضرت دا خبره چې «لا يزال الدين» يعنى: ولايت به تر هغه پورې چې دولس خليفه ګان په حکومت ورسي نو  پس له هغو، بيا به وضعيت او حالت بدتر او ګډ وډ شي. چې دې حساب سره د بني اميه ؤ لومړنۍ خليفه يزيد بن معاويه او وروستۍ يې مروان حمار دی چې دا هم ديارلس کسان جوړيږي، او عثمان او معاويه او ابن زبير  به نشي شميرلې ځکه چې هغو په خپله صحابه ؤ کښې دي  او که مروان بن حكم هم – چې د هغه په صحابي توب کښې اختلاف ده او يا دا چې هغه د عبدالله بن زبير په مقابل کې مغلوب شو او خلکو پر عبدالله ن زبير اجتماع وکړه- له  دې ؤباسو، نو بيا «دولس تعداد» سم راځي، او د بني اميه ؤ د خلافت نه پس هم، ډيرې فتني او خونړۍ جنګونه رامينځته شول ان تر دې چې د بني عباسو حکومت ټينګ شو او وضعيت او حالت بالکل بدل او سم شو.»[37]

ابن حجر په فتح البارى کتاب کښې دا استدلال د منلو وړ نه ده بَللې.

دوهم ـ ابن جوزى «دوهمه وجه» له هغه کتابه چې ابوالحسين بن منادى د امام مهدى په هکله ليکلې دی داسې وايي:

«ممكنه ده چې دا خبره هغه (مهدي) سره تړلې وي چې په اخيري زمانې کې پاڅون کوي ځکه چې ما په دانيال کتاب کښې ليدلي دي چې: «کله چې مهدي په حق ورسي نو سبط اکبر له نماسيو څخه پينځه کسان به حکومت ته رسي، بيا پينځه کسان د سبط اصغر له نماسيو څخه په حکومت رسي او له هغۀ روسته به وروستۍ کس ځان لپاره يو وصي ټاکي او بيا به يې زوی حکومت ته رسي. نو په دې ترتيب سره دغه دولس کسان به واکمنان کيږي  چې په دوي کښې هر يو امام او مهدي ده. وايي چې په نورو روايتونو کښې راغلي چې: « ... پس له هغه به دولس کسان چې: شپږ کسان به د حسن اولاد او پينځه کسان به د حسين له اولاده او له دوې پرته يو بل کس حکومت ته رسي. او کله وروستۍ کس په حق ورسيږي نو په دنيا کښې به فساد پراخ شي.»

ابن حجر په خپل کتاب صواعق کښې دې حديث تفسير کړې چې وايي:

«يقينا دا يو چټي او خيالي حديث ده چې د اعتماد وړ نشي ګرځيدې!»[38]

يوه بله ډله وايي:

«قوي ګومان کيږي چې هغه حضرت عليه الصلاة و السلام، په دې حديث کښې له ځانه وروسته د د هغه عجيبه پيښو خبر ورکړې وي چې داسې فتني به رامينځته کيږي چې خلک به دومره ګډ وډ شي چې يو وخت به د دولسو کسانو واکمني راشي او دولس ډلې به جوړې شي او که له دې پرته بل څه يې مراد وې نو وفرمايل به يې: «دولس مشران او واکمنان دي چې داسې به کوي» خو چونکه هغو لپاره يې څۀ  صفت بيان نه ده کړې نو داسې پوهيږو چې دا ټول دولس کسان به، په يو وخت کښې وي...»[39]

ويل شوي دي چې د هجرۍ په پينځمې پيړۍ کې په «اندلس» کښې يوه پيښه تر سره شوه چې شپږو کسانو په يو وخت کښې خپل ځانونه خليفه ؤبلل، په دې سربيره د مصر واکمن، د بغداد عباسي خليفه او داسې نور د خلافت ادعا کوونکي، له علويانو څه او خوارجو څخه هم د خلافت دعوا کوونکي موجود وو.[40]

ابن حجر د دې سپيناوي  په هکله وايي: دا د داسې کس وينا ده چې د حديث په اړه کوم معلومات نۀ لري خو يوازې د هغه څه په اړه معلومات لري کوم څه چې په بخاري کښې په لنډه توګه ذکر شوي دي.»[41]  او همدا راز وايي: «په يو زمانې او وخت کښې د هغو شتون اختلاف سبب او بيلتون ده او د حديث مراد هيڅ کله دا نشي کيدې.»[42]

ليکوال وايي:

په دې ډول، د اهل سنتو عالمان د دې تيرو حديثونو په تفسير کښې په يو ليد توګې او نظريې نه دي رسيدلي او سرګردان پاتې شوي دي پرته له دې له هغو حديثونو يې هم سترګې پټې کړې دي چې پيغمبر اکرم  صلى‏الله ‏عليه ‏و‏آله  پکښې د دولس کسانو نومونه اخستي دي. دا ځکه چې هغه ټول حديثونه د اهل سنتو د مکتب سياست او نظريې سره مخالف دي. دا  روايتونه د اهل البيتو محدثانو په خپلو کتابونوکښې داسې سندونو سره ذکر کړي دي چې سند يې پاکو صحابه ؤ ته رسي، چې هغو له رسول الله صلى ‏الله ‏عليه ‏و‏آله نقل کړي دي او مونږ په راتلونکي برخې کښې لږ شان هغه حديثونه راوړو چې دواړو فرقو هغه په خپلو کتابونو کښې بيان کړي دي.

 

د اهل سنتو په کتابونو کښې د دولس امامانو نومونه

الف) امام جوينى[43] له عبداللّه‏ بن عباس روايت کوي چې وې ويل: رسول اکرم صلى‏الله ‏عليه ‏و‏آله وفرمايل:

أَنا سَيّدُ النَّبييّن وَ علىّ بنِ أَبيطالب سَيّدُ الوَصييّن، وَ إنَّ أَوصِيائي بَعدي إثنا عَشَرَ، أوَّلُهم علىّ بنِ أبيطالب وَ آخِرُهُم المَهدىّ؛

زه د پيغمبرانو پيشوا او على بن ابى‏طالب د وصيانو مشر او آقا دی بيشکه چې پس له ما، زما دولس وصيان دي چې لومړۍ يې علي بن ابي طالب او وروستۍ يې مهدي دی.

ب) امام جوينى بيا هم په خپل سند سره له ابن عباسه روايت نقلوي چې وې ويل: چې د خدای رسول‏ صلى ‏الله ‏عليه ‏و‏آله وفرمايل:

«په تحقيق سره زما ځای ناستي او وصيان او پر خلکو د خدای حجتونه له ما وروسته «دولس» کسان دي، چې لومړۍ يې زما ورور او وروستۍ يې زما زوی دی. وويل شول: اى د خدای رسوله! ستا ورور څوک دی؟ وې فرمايل: على بن ابى‏طالب. بيا وويل شول: زوی دې څوک ده؟ وې فرمايل: «مهدى دی. هغه کس چې ځمکه له عدل او انصافه ډکوي لکه څنګه چې له ظلم او زياتي ډکه شوي وي. قسم په هغۀ کس چې زه يې زيرې ورکونکی او ويروونکی او په حقو راليږلې يم، که د دنيا يوه ورځ هم پاتې شي خدای به هغه ورځ دومره اووږده کړي چې زما زوی مهدي به، په هغه ورځ پاڅون وکړي او روح الله عيسی بن مريم به له اسمانه راکوز شي او د هغه په امامت کښې به لمونځ تر سره کړي. او ځمکه به  د الله تعالی نور سره روښانه شي او واکمني به يې له ختيځه تر لويديځه پراخه وي.»

ج) جوينى بيا هم خپل سند سره روايت نقلوي چې راوي وويل چې وامو وريدل چې پيغمبر اکرم وفرمايل:

أَنَا وَ عَلىّ وَ الحَسن وَ الحُسين وَ تِسعةٌ مِنْ وُلْدِ الحُسين مُطهَّرُون مَعصُومون.

زه او علي او حسن او حسين او د حسين نهه زامن ټول پاک او پاکيزه او معصوم يو.[44]

په تيرو څو پيړيوکښې پر اهل سنتو مکتب واکمن سياسيت په دې ؤ چې دې ډول حديثونه د مسلمانانو لاس ته ونۀ رسي او هغه همداسې پټ پاتې شي. او دا رښتيا او حقيقت د دې مکتب له پيروانو څخه پټ پاتې شي چې هغو د دې لپاره ډير سخت جهاد کړې ؤ چې څو نمونې يې مونږ په خپل بل کتاب معالم المدرستين کښې  بيان کړي دي چې د مکتب خلفاو ځينې اقدامات د پيغمبر اکرم له نصوصو سره مخالفت لري خو دلته يې د هغو حديثونو د بيانولو ځای نه ده خو يوازې هغه روايتونه ذکر کوو چې د دولسو امامانو د پيژندګلو په هکله دي او  د رسول الله مبارک هغه روايتونه او حديثونه، چې په متواتره توګه او پرله پسې يې د دولسو کسانو نومونو ته يې اشاره کړې يا يې روښانه بيان کړي دي.

 

رسول الله صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله نه روسته د دولسو امامانو پيژندګلو

لومړۍ امام: اميرالمؤمنين على عليه‏السلام، د پلار نوم يې ابوطالب بن عبدالمطلب بن هاشم  او مور يې فاطمه بنت اسد بن هاشم.

د هغه حضرت کنيت: ابولحسن او الحسين، ابو تراب.

د هغه حضرت لقب: وصى، اميرالمؤمنين.

د هغه حضرت  زوکړه: د «عام‏الفيل» په ديرشم کال کښې په خانه کعبې بيت اللّه‏ الحرام،[45] کښې وزيږيد.

د هغه حضرت وفات: د هجري په څلويښتم کال کښې د عبدالرحمن بن ملجم(چې له خوارجو ؤ) په لاس شهيد شو، او له کوفې بهر، په نجف اشرف کښې خاورو ته وسپارل شو.

دوهم امام: حسن بن على بن ابى‏طالب عليه‏السلام.

مور يې د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏ عليه‏ و‏آله لور بي بي فاطمه زهرا عليهاالسلام  ده.

د هغه حضرت کنيت: ابو محمد.

او لقب يې:  سبط اكبر، مجتبى.

د هغه حضرت زوکړه: د هجرۍ په دريم کال د روژي مبارکې مياشتې په پينځلسمي نيټې په مدينې منوره کې وزيږيد.

د هغه حضرت وفات: د هجرۍ د پنځوسم کال د ربيع الاول مياشتې په پينځه ويشتمې نيټې په شهادت ورسيد او د مدينې منورې په بقيع هديرې کې دفن شوی دی.

دريم امام: حسين بن على بن ابى‏طالب عليهماالسلام.

مور يې د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏ عليه‏ و‏آله لور بي بي فاطمه زهرا عليهاالسلام  ده.

د هغه حضرت كنيت: ابو عبداللّه‏.

لقب يې: سبط ، شهيد كربلا.

زوکړه: د هجرۍ په څلورم کال د شعبان د مياشتې په دريمي نيټې په مدينې منورې کښې وزيږيد.

د هغه حضرت وفات: د هجرۍ د يو شپيتم (61) کال د محرم د مياشتې په لسمي نيټې سره د خپلې کورنۍ او ملګرو په کربلا کې د يزيديانو په لاس په شهادت ورسيد د هغه حضرت مزار د عراق په يو ښار کربلا کښې ده.[46]

څلورم امام: على بن الحسين عليهماالسلام.

د مور نوم يې غزاله يا شاه زنان ده.

د هغه كنيت: ابوالحسن.

او لقب يې: زين العابدين، سجاد ؤ.

زوکړه: د هجرۍ په 33 يا 37 يا 38 کال، په مدينې منورې کښې.

د هغه حضرت وفات: د هجرۍ په 94 کال کښې په شهادت ورسيد او په بقيع هديرې کښې خپل ترۀ امام حسن عليه‏السلام څنګ ته دفن شوی دی.[47]

پينځم امام: محمد بن على عليهماالسلام.

د مور نوم يې اُم عبدالله د امام حسن عليه السلام لور وه.

كنيت: ابو جعفر.

لقب: باقر.

زوکړه: د هجرۍ په 57  کال په مدينې منورې کښې.

د هغه وفات: د هجرۍ په 117  کال کښې په مدينې منورې کښې شهيد شو او په بقيع هديرې کښې د خپل پلار زين العابدين عليه‏السلام څنګ ته دفن شوی دی.[48]

شپږم امام: جعفربن محمد عليهماالسلام.

مور نوم يې ام فروه د محمد بن ابي بکر زوی قاسم لور وه.

كنيت: ابو عبداللّه‏.

لقب: صادق.

زوکړه: د هجرۍ په 73 کال کښې په مدينې منورې کښې وزيږيد.

د هغه وفات: د هجرۍ په 148 کال کښې په شهادت ورسيد او په بقيع هديرې کښې خپل پلار امام باقر عليه‏السلام څنګ ته دفن کړې شو.[49]

اووم امام: موسى بن جعفر عليهماالسلام.

د مور نوم يې بي بي حميده ده.

كنيت: ابوالحسن.

لقب: كاظم.

زوکړه: په 128 هجرى کال کښې په مدينې منورې کښې دنيا ته راغې.

د هغه وفات: په 183 هجرى کال کښې د هارون رشيد خليفه په بغداد بند (زندان) کښې په شهادت ورسيد او د قريشو په قبرستان کښې (د بغداد اوسنۍ لويديځې برخه) چې نن سبا په کاظمين مشهوره ده دفن کړې شو.[50]

اتم امام: على بن موسى عليهماالسلام.

د مور نوم يې: خيزران.

د هغه حضرت كنيت: ابوالحسن.

لقب: رضا.

زوکړه: په 153 هجرى کال کښې په مدينې منوره کښې وزيږيد.

د هغه وفات: په 203 هجري کال کښې شهيد شو او د خراسان په طوس [ايران،مشهد] کښې مدفون دی.[51]

نهم امام: محمد بن على عليهماالسلام.

مور نوم يې: سكينه.

كنيت: ابو عبداللّه‏.

لقب: جواد.

زوکړه: په 195 هجرى کال کښې په مدينې منورې کښې وزيږيد.

د هغه وفات نيټه: په 220 هجرى کال کښې په بغداد کښې شهيد شو او د خپل نيکۀ موسى بن جعفر عليهماالسلام څنګ ته دفن شو.[52]

لسم امام: على بن محمد عليهماالسلام.

د مور نوم: سمانه مغربيه.

كنيت: ابوالحسن عسكرى.

لقب: هادى.

زوکړه: په 214 هجرى کال کښې په مدينه منوره کښې وزيږيد.

د هغه وفات: په 254 هجرى کال کښې شهيد شو او د عراق په سامرا ښار کښې خاورو ته وسپارل شو.[53]

يولسم امام: حسن بن على عليهماالسلام.

د مور نوم: ام ولد بنام سوسن.

كنيت: ابو محمد.

لقب: عسكرى.

زوکړه: په 231 هجرى کال کښې په سامرا کښې وزيږيد.

د هغه وفات: په 260 هجرى کال کښې په شهادت ورسيد او په سامرا کښې يې دفن کړ.[54]

دولسم امام: حضرت حجت بن الحسن ـ عجل اللّه‏ فرجه(خدای د هغه امام په ظهور بيړه وکړي).

د مور نوم: ام ولد بنام نرجس يا صيقل.

كنيت: ابو عبداللّه‏، ابو القاسم.

لقب: قائم، منتظر، خلف، مهدى، صاحب الزمان، بقيه الله.

زوکړه: په 255 هجرى کال کښې په سامرا کښې.

دغه حضرت له «دولسو امامانو» څخه اخيري امام دی چې تر اوسه پورې ژوندې دی او کله چې خدای وغواړي نو هغه به – د خدای په حکم سره - پاڅون کوي او ټوله دنيا به له عدل او انصافه ډکوي.

يو ضروري او مهم ياداښت!

تيرو حديثونو څخه يو حديث کښې داسې راغلي وو:

« ... دولس تنه خليفه ګان به پر هغوي تيريږي او له هغو پس به فتني لانجې او شخړې رامينځته کيږي.»

او په بل حديث کښې راغلي وو.

«تر څو چې له قريشو دولس تنه باقي پاتې وي دا دين بل تل مزبوت او مستحکم  وي او کله چې له دنيا لاړ شي نو ځمکه به خپل اوسيدونکي ونغړي.(ؤبه يې خوري).»

دا دوه حديثونه په دې دلالت کوي چې رسول الله له دولسو امامانو څخه، د دولسم امام نه پس، دا دنيا ختميږي.

همدې لامله ضروري ده چې له دولسو کسانو د يو امام عمر دومره زيات وي چې دې دنيا پای ته ورسيږي او دا هغه خبره ده چې اوس د دولسم امام مهدى آل محمد صلى‏الله ‏عليه ‏و‏آله، محمد بن الحسن العسكرى عليهماالسلام د عمر اوږد والي سره ثابته شوی ده ځکه چې هغه ټول حديثونه يوازې په دې دولسو امامانو صادق او تطبيقيږي او پر نورو دلالت نه کوي.

(والحمدُ للهِ رَبّ اللعالَمِينْ)

 

[1]. سوره انفال، ايت 46.

[2]. سوره شورى، ايت 30.

[3]. سوره نساء، ايت 59.

 

[4]. صحيح مسلم، ټوک 3، مخ 1453، حديث 1821، دا حديث مو ځکه انتخاب کړ چې جابر په خپله دا ليکلي ده. صحيح بخارى، ټوک 4، مخ 165، كتاب الاحكام؛ سنن ترمذى، باب ما جاء فى الخلفاء من ابواب الفتن؛ سنن ابو داود، ټوک 3، مخ 106، كتاب المهدى؛ مسند طيالسى، حديثونه 767ـ1278؛ مسند احمد، ټوک 5، مخونه 86 ـ90، 92ـ101 ،106ـ108؛ كنزالعمال، ټوک 13، مخ 26 ـ27؛ حلية الاولياء ابو نعيم، ټوک 4، مخ 333.، جابر بن سمرة بن عامرى د  سعد بن ابى‏وقاص د خور زوی (خوريۀ) دی د هجرۍ له اويايم کال وروسته په کوفې کې وفات شو. صحاح سته کتابونو خاوندانو 164 حديثونه له هغه روايت کړي دي د هغه د ژوند ليک په اسدالغابة، تقريب التهذيب او جوامع السيره، مخ 277  کښې راغلې دی.

[5]. فتح البارى، ټوک 16، مخ 338؛ مستدرك الصحيحين، ټوک 3، مخ 617.

[6]. فتح البارى، ټوک 16، مخ 338.

[7]. منتخب كنزالعمال، ټوک 5، مخ 321؛ تاريخ ابن كثير، ټوک 6، مخ 249؛ تاريخ الخلفاء، سيوطى، مخ 10؛ كنزالعمال، ټوک 13، مخ 26؛ الصواعق المحرقه، مخ 28.

[8]. كنزالعمال، ټوک 13، مخ 27 او منتخب کنزل العمال، ټوک 5، مخ 312.

[9]. شرح صحيح ‏مسلم، نووى، ټوک 12، مخ 202؛ الصواعق‏المحرقه، مخ 18؛ تاريخ ‏الخلفاء، سيوطى، مخ 10.

[10]. كنزالعمال، ټوک 13، مخ 27.

[11]. هماغه.

[12]. مسند احمد، ټوک 1، مخ 398 ـ406؛ احمد شاكر په لومړي 398  توضيح کې وايي؛  د هغه سندونه سم او صحيح دي. مستدرك حاكم او د هغه خلاصه، ټوک 4، مخ 501؛ فتح البارى، ټوک 16، مخ 339؛ مجمع الزوائد، ټوک 5، مخ 190؛ الصواعق المحرقه، ابن حجر، مخ 12؛ تاريخ الخلفا، سيوطى، مخ 10؛ جامع الصيفر، سيوطى، ټوک 1، مخ 75؛ كنز العمال، متقى، ټوک 13 مخ 27 وايي: طبرانى او نعيم بن حماد هم دا حديث په فتن کتاب کې ذکر کړې ده. فيض القدير، ټوک 2، مخ 458؛ تاريخ ابن كثير، ټوک 6، مخونه 248ـ250، په باب ذكر الأئمة الاثنى عشر الذين كلهم من قريش کښې، له ابن مسعود.

[13]. تاريخ ابن كثير، ټوک 6، مخ 248؛ كنز العمال، ټوک 13، مخ 27؛ شواهد التنزيل حسكانى، ټوک 1، مخ 455، حديث 626.

[14]. ابن كثير، ټوک 6، مخ 248.

[15]. نهج البلاغه، خطبه 142.

[16]. ينابيع المودة، شيخ سليمان حنفى په سلم باب کښې، مخ 523؛ احياء علوم الدين، غزالى، ټوک 1، مخ 4؛ حلية الاولياء، ټوک 1، مخ 80 ليډيز.

[17]. تاريخ ابن كثير، ټوک 6، مخونه 249 ـ 250.

[18]. عهد قديم، سفر التكرين، باب 17، ش 20، مخونه22 ـ23.

[19]. المعجم الحديث: عبرى ‏ـ عربى، مخ 316.

[20]. هماغه، مخ 360.

[21]. هماغه، مخونه 84 او 317.

[22]. المعجم الحديث، عبرى ـ عربى، مخونه 84 ـ317.

[23]. هماغه.

[24]. تاريخ يعقوبى، ټوک 1، مخونه 24ـ25، خپرندويه مؤسسه فرهنګ اهل البيت عليهم ‏السلام، قم.

[25]. سوره ابراهيم، آيت 37.

[26]. هغه څه چې د تورات په اصلي عبري کښې راغلي دي، او مونږ هغه له استاد احمد الواسطى مقالې څخه چې د سازمان تبليغات توحيد مجلې کې چاپ شوې، راخستې دي ، تهران، شميره 54  [مخ 127 ـ128] .

[27]. په سنن ترمذي د ابن عربى شرحه، ټوک 9، مخونه 68 ـ 69.

[28]. پر صحيح مسلم د نووي شرحه، ټوک 12، مخونه 201 ـ202؛ فتح البارى، ټوک 16، مخ 339. د متن عبارت له هغه څخه دی په مخ 341 کښې هم راغلي دي.

[29]. تاريخ الخلفاء، سيوطى، مخ 12.

[30]. فتح البارى، ټوک 6، مخ 341؛ تاريخ الخلفا، مخ 12.

[31]. هماغه.

[32]. الصواعق المحرقه، مخ 19 او تاريخ الخلفاء، سيوطى، مخ 12. پر دې اساس، د خلفاؤ د مکتب پيروانو لپاره به دوه امامان منتظر وي چې يو پکښې مهدى عليه‏السلام دی حال دا چې د اهل البيتو عليهم‏السلام  د مکتب پيروانو يوازې يو منتظر امام دی چې هغه (مهدي) دی.

[33]. نووى د صحيح مسلم په شرحې، ټوک 12، مخونه 202 ـ203 دې موضوع ته  اشاره كړې ده او ابن حجر په فتح البارى، ټوک 16، مخونه 338ـ341 کښې او سيوطى په تاريخ الخلفاء، مخ 10 کښې هم بيان کړې دی.

[34]. تاريخ ابن كثير، ټوک 6، مخ 249، چې له بيهقى يې نقل کړې.

[35]. تاريخ الخلفاء، مخ 11؛ الصواعق المحرقه، مخ 19؛ فتح البارى، ټوک 16، مخ 341.

[36]. تاريخ ابن كثير، ټوک 6، مخونه 249 ـ 250.

[37]. فتح البارى، ټوک 16، مخ 340،له کشف المشکل کتابه د ابن جوزي په نقل سره

[38]. فتح البارى، ټوک 16، مخ 341؛ الصواعق المحرقة، مخ 19.

[39]. فتح البارى، ټوک 16، مخ 338.

[40]. شرح نووى، ټوک 12، مخ 202؛ فتح البارى، ټوک 16، مخ 339.

[41]. فتح البارى، ټوک 16، مخ 338.

[42]. هماغه، مخ 339.

[43]. ذهبى، په خپلې مشهورې ترجمې تذكرة الحفاظ، مخ 1505، هغه په هکله ويلي دي چې: د محديثينو يوازنۍ وياړ، فخر الاسلام، صدر الدين ابراهيم محمد بن حمويه جوينى شافعى، شيخ صوفيه، د دې روايت په نقلولو او راټولې کښې ډير لطف او مهرباني کړې ده او غازان شاه د هغه په لاس اسلام قبول کړ.

[44]. د الف، ب او ج حديثونه په كتاب فرائد السمطين: د تهران د مرکزي پوهنتون کتابتون خطي او لاس سره ليکلي کتاب په 1164 او 1690 ـ1691،شمارو کې پر 160 پاڼه راغلې.

[45]. د امام  علي عليه ‏السلام مور بي بي فاطمه بنت اسد، په داسې حال کښې چې ماشوم يې په خيټه ؤ او د کعبې طواف يې کاوۀ  چې د زيږيدو دردونه ورته شورو شول هغې بي بي د خانه کعبي دروازه خلاصه کړه او هغه ورننه شوه او هلته په خانه کعبې کې يې علي عليه السلام وزيږول له زياتو معلوماتو لپاره مراجعه وکړئ مستدرك، ټوک 3، مخ 483؛ تذكرة خواص الامة، مخ 10؛ مناقب ابن مغازلى، مخ 7.

[46]. مراجعه وکړئ:د امامانو د ژوند ليکونه او د علي او د هغه دوو زامنو حسن و حسين عليهماالسلام، د 40، 50 او 60 هجرى کال پيښې په  تاريخ طبرى، ابن اثير، ذهبى او ابن كثير،او  هم دار راز، د هغه د ژوند حال په تاريخ بغدادي ، تاريخ دمشق، استيعاب، اسدالغابه، اصابة او طبقات ابن سعد، (نوي چاپ) کتابونو کښې.

[47]. مراجعه وکړئ: تاريخ ابن كثير او ذهبى، په 94  هجري کال پيښو کښې  او هم دا راز په طبقات ابن سعد، حلية الاوليا، وفيات الأعيان او تاريخ يعقوبى، ټوک2، مخ303 او تاريخ مسعودى، ټوک 3، مخ 160 کښې د امام عليه السلام د ژوند ليک کښې راغلې دی.

[48]. مراجعه وکړئ: تذكرة الحفاظ، ذهبى؛ وفيات الاعيان؛ صفوة الصفوة؛ حلية الاولياء؛ تاريخ يعقوبى، ټوک 2، مخ 320؛ تاريخ الاسلام، ذهبى؛ تاريخ ابن كثير، د 115 او 117 او 188 کال پيښو کښې د امام باقر عليه‏السلام د ژوندد حال په بيانولو کښې.

[49]. مراجعه وکړئ: په حلية الاولياء؛ وفيات الاعيان؛ تاريخ يعقوبى، ټوک 2، مخ 381؛ تاريخ مسعودى، ټوک 3، مخ 346 کښې امام صادق عليه‏السلام د ژوند د حالاتو په بيان کښې.

[50]. مراجعه وکړئ: په مقاتل الطالبيين؛ تاريخ بغداد؛ وفيات الاعيان؛ صفوة الصفوة؛ تاريخ ابن كثير، ټوک 2، مخ 18؛ تاريخ يعقوبى، ټوک 2، مخ 414 د امام كاظم عليه‏السلام  په ژوند ليک کښې.

[51]. مراجعه وکړئ: تاريخ طبرى، ابن كثير؛ تاريخ الاسلام ذهبى؛ وفيات الاعيان، د 203 هجري کال په پيښو کښې؛ تاريخ يعقوبى، ټوک 2، مخ 453؛ مسعودى، ټوک 3، مخ 441.

[52]. مراجعه وکړئ: تاريخ بغداد، ټوک 3، مخ 54؛ وفيات الاعيان؛ شذرات الذهب، ټوک 2، مخ 48؛ مسعودى، ټوک 3، مخ 464.

[53]. مراجعه وکړئ: تاريخ ‏بغداد، ټوک 12، مخ 56؛ وفيات‏الاعيان؛ تاريخ ‏يعقوبى، ټوک 2، مخ 484؛ مسعودى، ټوک 4، مخ 84.

[54]. مراجعه وکړئ: وفيات الاعيان؛ تذكرة الخواص؛ مطالب السئول فى مناقب آل الرسول، شيخ كمال طلحه شافعى [تاريخ:654 هجرى]؛ تاريخ يعقوبى، ټوک 2، مخ 503.

کلیدي کلمې: