د دعا هر اړخيزوالی او فطري اهميت

هر يو انسان د دعا اړتياپه کلکه محسوسوي او دکوم څيز د ضرورت احساس چې سخت وي نو هغه په خپل ځای کې د يو مسلم حقيقت لرونکې اواود انسان فطري خواهش او غوښتنه وي.او که دهغه په ضرورت دليل هم رانه وړی شی بيا يې هم په حقيقت کې څه شک نه پيدا کيږي. او نه د هغه په باره کې د انسان په يقين او ډاډ کې څه شوبه پيدا کيږي.ځکه چې دانسانی فطرت غږملتيا په خپله يو لوی دليل دی او که بيا پرې لا دفطرت او ضمير پر شهادت  سربيره نو هم بې شميره دليلونه موجود دي. د دعا د اهميت لپاره همدومره کافي ده چې په عبادتونو کې تر ټولو لوی عبادت لمونځ دی او په لمانځه کې هم مونږ دعا غواړو چې هره ورځ يې لږ تر لږه پنيځه ځله تر سره کوو او د لمانځه په ذکرونو کې تر ټولو مهم د فاتحې سوره ده او هغه خو ټوله دعا ده.همداراز په قران مجيد کې د حضرت ادم، نوخ، ابراهيم، يعقوب، يوسف، ايوب، شعيب، يونس، ذکريا، سليمان،موسی، عيسی عليهم السلام او پخپله در سول الله مبارک(ص) دعاګانې موجودې دي.پر دې سربيره د فرعون دميرمنې بي بي اسيه، د مصر د سحره،د طالوت د لشکر اصحاب کهف او نورو دايمان دخاوندانو د دعاګانو ذکر راغلی دی چې دا حقيقت ترې روښانه کيږي چې دعا د انبياوو سيرت د اولياوو روده او د خدای د خاصو کسانو دود و. پر دې سربيره يوازې مسلمانان نه بلکه په نورو ولسونو او دينونو کې هم دعا د عبوديت او اړتيا د احساس روح بلل شوی دی او د فکر اوعمل له اختلاف سره سره ټول په دې خبره يوه خوله دي چې يو اوريدونکی شته دی چې بايد وبلل شي او يو څوک د دردونو او غمونو غمخور شته چې بايد دچاره سازۍ التجا ورته وشي.له همدې امله د زبور سندرې، د تورات نغمې، د انجيل زمزمې د شام ويد او شريمد بهګت پرارتناوې،د ګرنته سپرا او ګيتا اپاسناوې او په ژند اوستا کې د زردشت ګاتونه او د نورو سپيڅلو دينونو د صحيفو دعاګانې ددې خبرې ګواه دي. او په اسلام کې خو بيا د دعا دومره اهميت راغلی دی چې د دعا په پريښودلو سره حتی د دوزخ ګواښ ورکړل شوی دی لکه څرنګه چې دخدای تعالی وينا دی:

« ادعونی استجب لکم ان الذين يستکبرون من عبادتی سيدخلون جنهم داخرين»

له ما دعا وغواړئ زه يې قبلوم او کوم کسان چې د کبر او غرور له مخې زما له عبادته مخ واړوي هغه به په ذلت سره په دوزخ کې وغورځول شي»

مفسرانو په دغه ايت کې د عبادت معنا دعاکړې ده ځکه چې دعا د عبادت يوه څانګه ده او امام زين العابدين (ع)هم دا خبره تاييدو ي:

« فسميت دعائک عبادة و ترکه استکبار اوتو عدت علی ترکه دخول جهنم داخرين»

تا د دعا نوم عبادت ايښی دی ا و دهغې پريښودل دې غرور ګڼلی دی او د هغه په پريښودلو دې په ذلت سره په دوزخې کې د غورځولو خبره کړې ده.

کلیدي کلمې: