د دعا مفهوم

د دعا لغوي معنا چاته غږ کول او بلل دي او په عرف کې له خدای تعالی سره راز ونياز اودهغه لوی ذات په در کې د خپل مقصد او غوښتنې وړاندې کولو ته دعا وايی او کله کله هغو کلماتو او توريو ته هم دعا ويل کيږي چې يوازې د خدای حمد او ثنا ولري اوطلب او سوال يا دخپل حال بيان پکې نه وي. لکه څرنګه چې رسول الله مبارک (ص)فرمايی:

«خير الدعا‌ء دعائی و دعاء الانبياء من قبلی وهو لا اله الله وحده لا شريک له له الملک و له الحمد يحيی و يميت و يميت و يحيی و حی لا يموت بيده الخير و هو عل کل شيئ قدير»

«تر ټولو غوره دعا زما او له ما مخکې د پیغمبرانو ده او هغه دا ده چې نيشته هيڅ معبود بې له الله چې وحده لا شريک دی واکمني او نړۍ دهغه په اختيار کې ده او حمد او ثنا هم هغه لره ده هغه د ژوند او مرګ ورکوونکی دی او داسې ژوندی دی چې مرګ ورلره نيشته دهغه په لاس کې خير او ښيګړه ده او پر څيز قادر دی»

دا تمحيدي کلمات ځکه دعا بلل شوي چې په تعريف او ستاينه کې د طلب او سوال اړخ هم پټ وي که څه هم د سوال په ډول نه وي خو له طلب او غوښتنې خالی هم نه وي او دا د طلب او خپلو حاجتونو د وړاندې کولو يو لطيف ډول دی چې له دې وروسته په صفا ټکيو کې د سوال کولو حاجت نه پاتې کيږي او د نور څه د ويلو د ضرورت احساس نه کيږي. مثلا که يو کس د يو شتمن د سخاوت او ښندنې تعريف وکړي او بيا د خپلې بې وزلۍ ذکر وکاندي نو له دې وروسته د دې خبرې دبيانولو اړتيا نيشته چې د هغه تندې شونډې د شتمن سړي په ښندنې سيرابيدل غواړي.ځکه چې د هغه د سخا او دخپلې بيوزلۍپه ذکر سره دغه سوال خپل په خپله وشو.دې خبرې ته اميه بن ابی الصلت په خپل دغه شعر کې اشاره کړې ده چې:

اذنی عليک المر‌ء يوما           کفاه من تعرضه الثناء

«کله چې يو کس ستا تعريف او ستاينه کوي نو دا ستاينه هغه د لاس له اوږدولو بې نيازه کوي»

همدازا کله چې يو انسان دخدای په در کې د خپلې بې وسۍ او بې وزلۍ او دخدای د فيض و کرم، لورينې او د بې نيازۍ د شان ذکر کوي نو بيا خو د غوښتنې لپاره څه پاتې کيږي نه چې هغه يې ووايی بلکه دغه مدح وثنا عين غوښتنه ده.

کلیدي کلمې: