د دعا د پيل او پای اداب

کله چې انسان د دعا لپاره لاسونه پورته کړي نو پيل دې د خدای په حمد او تقديس سره وکړي ځکه چې له هغه غوښتل يو ډول د هغه ذات د کرم او فيضان اعتراف دی. او د کرم او شندنې غوښتنه دا ده چې انسان له هر ډول سواله مخکې د خدای مدحه او ستاينه وکړي. دا ستاينه او لمانځنه بايد په داسې ټکيو کې وي چې د خدای له عظمت او جلال سره ښايی. له دې امله غوره دا ده چې په هغو الفاظو سره ستاينه او لمانځنه وکړي چې له معصومينو روايت شوې دي. په کتاب علی کې د حمد دا کلمات راغلې دي چې بايد له دعا مخکې وويل شی:

«يا من اقرب الی من حبل الوريد، يا فعال لما يريد يا من يحول بين المر‌ء وقبله يا من هو بالمنظر الا علی يا من ليس کمثله شئ»

(ای هغه ذاته چې زما د مرۍ تر رګه هم ماته نزدې يې، ای هغه چې هم هغه څه کوي چې وې غواړي، ای هغه ذاته چې د بنيادم او د هغه په زړه کې حائل کيږې. ای هغه ذاته چې د لوړ شان خاوند يې ای هغه ذاته چې هيڅ ساری او سيال دې نيشته)

له حمده وروسته بايد د خدای احسانونه او لورينې يادې کړي او د هغه ذات شکر وباسي ځکه چې لئن شکرتم لازيدنکم، که تاسو شکر وکړئ نو خدای به يې نور هم درزيات کړي په دې اساس په شکر سره د انسان نعمتونه نور هم زياتيږي بيا دې په رسول الله مبارک او هغه په آل درود ووايی چې د درود د قبليدو په ترڅ کې د هغه دعا هم قبوله شي بيا دې د خپلو ګناهونو اعتراف وکړي چې د نفس د احتساب جذبه پيدا شي بيا دې توبه او استغفار وکړي چې د ګناهانو ناولتيا د دعا د قبليدو خنډ نه شي بيا دې په ښکاره ټکيو کې خپل حاجت وغواړي او په مينځ او اخر کې دې درود ووايی.

کلیدي کلمې: