د دعا د نه قبليدو سببونه او لاملونه

کله چې د دعا قبليدل د خدای په مصلحت پورې تړلې دي نو بيا چې چيرته د دعا په قبليدو کې مصلحت وي دعا به قبليږي او چيرته چې نه وي نو دعا رديږي. د خدای مصلحت له مختلفو اړخونو د دعا د قبليدو مخه نيسي. کله په دې وجه چې د دعا کوونکی په خپلې ګټې او تاوان نه پوهيږي او په کوم څيز کې يې چې تاوان وي ده ته پکې ګټه ښکاري خو په حقيقت يې هغه څيز په تاوان وي لکه څرنګه چې لوی خدای فرمايی:

«و يدع الانسان بالشر وعائه بالخير و کان الانسان عجولا»

کله کله انسان د بدۍ او تاوان دعا داسې غواړي ته وا د ځان لپاره دخير دعا کوي (حال دا چې نه پوهيږي چې په دې کې يې تاوان دی) او انسان ډير تلوار کوونکی دی.

نو په دې بڼه کې د هغه ګټه په دې کې ده چې خدای يې دعا ونه مني او داکار دخدای وعدې ته تاوان هم نه رسوي ځکه چې هغه ذات د داسې دعا د قبليدو وعده نه ده کړه چې د غوښتونکي مصلحت پکې نه وي مثلا که يو کس ووايي چې زه به هيڅ سايل او غوښتونکی نامراده نه ستنوم او هغه ته يو داسې غوښتونکی راشي چې دخپلې ناپوهۍ او کم عقلۍ په وجه داسې سوال کوي چې دهغه د تباهۍ او بربادۍ سبب کيږي نو که هغه د دغه کس غوښتنه ونه مني نو دا به د وعدې خلاف ورزي نه وي ځکه چې ده چې کله وعده کوله نو دغوښتونکی او سائل خير يې په زړه کې و نه د هغه بربادي او شر.بلکه که هغه په دغه وخت کې  د غوښتونکي غوښتنه پوره کړي نو دا د عقلاوو په نزد يو غلط او رټلی کار دی او هغه ته به دا ويل کيږي چې تا ولې خپله وعده ماته کړه.

کله کله مصلحت له دې امله د دعا د قبليدو مخه نيسي چې که د غوښتونکي دعا قبوله شي نو هغه په يو بل لوی هدف کې خنډ پيدا کيږي يا يې بلې کومې ګټې ته تاوان رسوي. يا پخپله د هغه په ذاتي تاوان خو نه وي خو ټولنې ته تاوان رسوي. نو په دغه بڼه کې ټولنيزه ګټه په شخصي ګټې ترجيح او لومړیتوب پيدا کوي او دغه دعا رد کيږي.

کله کله هم غلط او ناوړه کارونه لکه، غلا، ظلم، دروغ، د حقوقو غصب، حرام خوري او د واجباتو پريښودل د دعا د منل کيدو مخه نيسي.ځکه چې دغه کارونه د نيت او د خلوص د عمل د صداقت خلاف دي او د دعا د قبليدو لپاره د عملونو پاکي ډيره ضروري ده لکه څرنګه چې امير المومنين(ع)فرمايی:

«الداعی بلا عمل کالرامی بلا وتر»

څوک چې عمل نه کوي او دعا کوي داسې دی لکه چې يو کس بې ليندې غشي ويشتل غواړي.

بې له شکه بې له عمله دعا کول داسې دي لکه يو کس چې د کومې ناروغۍ لپاره درمل خو خوري خو ورسره ورسره داسې څيزونه هم خوري چې د درملو اثر ختموي. يا له يوې خوا په پټی کې کر وکړي او له بل پلوه مال ورپريږدي. نو کله کله حکمت د دوا د اغيز د ختمولو په شان د دعا د قبليدو مخه نيسي. او لکه څرنګه چې د ځنکدن په وخت درمل کار نه کوي همدا شان دعا هم بې اثره شي.

کله کله مصلحت د دعا قبليدل تر يوې مودې وځنډوي د دې لپاره چې کله يې مناسب وخت راشي نو دعا قبوله شي. خو له دې امله چې د انسان په طبيعت کې بيړه او تلوار ده نو هغه غواړي چې هره غوښتنه يې زر تر زره پوره شي. نو هغه دغه ځنډ نه خوښوي. حال دا چې کله په وخت دعا قبوله شي نو پوه شي چې که خدای پخوا او له مناسب وخته مخکې دغه دعا قبوله کړې وای نو دا فايدې به يې نه لرلې. او د دغه ځنډ وجه دا وي چې خدای تعالی ته د دعا کوونکي زيار او اصرار خوند ورکوي او غواړي چې بنده ترې همداسې دعا غواړي او هغه ته بيا بيا لمن غوړوي.

 کله کله له دغه ځنډه په خدای پورې د انسان د پيلتيا او مينې ازميښت مقصد وي چې ايا هغه د دعا له قبليدو په نهيلې کيدو سره له خدای سره اړيکي شلوي او که نه. او ايا له خدای په مخ اړولو سره نور چاته خو مخه نه کوي. له همدې امله که زمونږ د دعاګانو په قبليدو کې ځنډ راغی نو نهيلې کيدل نه دي پکار ځکه چې د کريم ذات د ور ټکوونکی هيڅ کله نهيلی نه ستنيږي. او يوه ورځ به يې ارو مرو مراد پوره کيږ ي. له همدې امله بايد منل يا نه منل خدای ته پريښودل شي او پرله پسې دعا وغوښتل شي او خپل درد او غم خدای ته بيان کړی شي او د عبوديت او اړوالي غوښتنه همدا ده چې مونږ خدای وبلو او د هغه ور وټکوو او هغه ته لمن وغځوو دې ته له پام پرته چې زمونږ په لمنه کې څه را اچوي او که نه. زمونږ غږ اوريدل کيږي او که څنګه؟ او که دعا مو نه پوره کيږي نو داسې نه ده چې د هغه د کرم او سخاوت تقاضا بدله شوې ده بلکه دا بې برخېتوب زمونږ د کوتاهۍ او تنګ لمنۍ نتيجه ده.

اگر به زلف دراز تو دست ما نرسد         گناه بخت پريشان و دست کوته ماست

کلیدي کلمې: