د دعا د منکرانو شبهات او د هغو رد

ځينې حکما‌ء او متفلسفين د دعا د فايدې منکر دي او دعا يو بې ځايه څيز ګڼي او دخپلې ادعا د ثابتول لپاره څو دليل وزمه شبهې وړاندې کوي چې که دغه تجزيې وڅيړل شي نو هيڅ وزن نه لري. د هغوی لومړی او تر ټولو لوی دليل دا دی چې د هر يو څيز د واقع کيدو يا نه واقع کيدو علم خدای ته شته دی او هغه ذات په ټولو پيښو له اوله خبر دی او د کوم څيز په پيښيدو يا نه پيښيدو چې دهغه علم وي و دهغه لپاره دعا غوښتلی يو بې نتيجې کار دی ځکه چې دعا د خدای په علم اغيزه نه شي کولی او د پيښيدونکي څيز مخه نه شي نيولی يا نه پيښيدونکی کار نه شي واقع کولی. که داسې وي نو بيا خو د قدرت او خدای لپاره جهل او ناخبري لازمه راځي. ځکه چې د هغه ذات په علم کې خو يا دا وه چې دا کار به نه کيږي خو د دعا په وجه دغه کار وشو او يا دهغه په علم کې وه چې دغه کار به کيږي خو دعا د دغه کار خنډ شوه  نو يا خو د دعا له کارندوالي انکار پکار دی او يا هم بايد د خدای جهل اوناخبري ومنو.

دا شبهه او اعتراض د يوې غلطې نظريې په اساس جوړ شوی دی او هغه دا چې دخدای علم د معلوم سبب ګرځول شوی دی حال دا چې د معلوم څيز پيښيدل د خدای په علم پورې داسې نه دی تړلی چې د خدای علم د هغه د پيښيدو سبب وګڼل شي.ځکه چې عمل يوازې د معلوم څيز د څرګنديدو او انکشاف نوم دی او دا د معلوم له پيښيدو يا نه پيښيدوسره څه اړه نه لري مثلا که مونږ ته علم وي چې پلانکۍ ځمکه زرخيزه ده او پلانکۍ شاړه يا د پلانکی کوهي اوبو خوږې دي او د پلانکي تروې نو زمونږ علم زرخيزه ځمکه نه ده زرخيزه کړې او  د اوبو په خوږوالی زمونږ علم اوبه نه دي خوږې کړې اويايې نه دي تروې کړې همداراز يو منجم که خبر ورکوي چې سبا به باران کيږي او د هغه د علم په اساس باران وهم شي نو دغه معلومات د باران له کيدو يا نه کيدو سره هيڅ تعلق نه لري.دا باران خو به هغه وخت هم کيده چې ده ته ېې علم نه وی. او که د ده دغه علم د باران د کيدو سبب وی نو بيا خو پکار ده چې که هغه ته علم نه وای نو باران هم نه وای شوای حال دا چې که هغه ته علم وي او که نه وي باران کيږ ي.نو علم او خبريدل د يو څيز د پيښيدو سبب نه شو ګڼلی.ځکه چې علم د معلوم د تابع حيثيت لري او کوم څيز چې تابع وي هغه سبب نه شي جوړيدی.ځکه چې سبب تر مسببه مخکې وي دخدای تعالی علم که څه هم په دې معنا د معلوماتو تابع نه دی چې د معلوماتو په وسيله حاصل شوی وي خو له دې امله چې علم وايی هماغه څيز ته چې د پيښې مطابق وي نو په واقع کيدو باندې يو ډول ترتب لري.خو د واقع کيدو سبب نه شي کيدی.په همدې سره هغه استدلال هم رديږي چې په جبر باندې کيږي.او ځينې کسان وايی چې د انسان ټول اعمال له ازله دخدای په علم کې دي نو اوس بايد چې دغه کارونه وشي.او انسان مجبوره دی چې دغه کارونه وکړي چې په خپل اختيار څه نه شي کولی او نه په کومه لاره چې روان دی له هغې غړيدلی شي که داسې وي نو بيا خو د انبياوو بعثت او جزا سزا او قيامت ټول بې معنې کيږي. او د انسانانو د ټولو ګناهانو ذمه وار به خدای نوي ځکه چې خدای ته علم و چې دغه کارونه به کيږي. همدغه نظريې ته په اشارې سره عمر خيام وايی:

من می خورم و هر که چون من ا هل بود        می خـــوردن مــن بنزد او سهل بود

می خوردن مــن حق ز ازل می دانــــــت          گر می نه خورم علم خدا جهل بود

 کوم کسان چې دغه ډول نظريه لري بايد وګوري چې که په لوږه کې ډوډۍ ونه خوري او په مرض کې درمل ونه کړي نو وږي او ناروغ پاتې کيږي حال دا چې ددوي د نظريې مطابق دوی ته نه د خوړلو ضرورت شته او نه د دوا ځکه چې که د خدای په علم کې د دوي وږې او ناروغ پاتې کيدل دي نو دوی به ضرور وږي او ناروغ پاتې کيږي او که د خدای په علم کې د دوي روغ او موړ پاتې کيدل وي نو دوي که څه وخوري او که نه ماړه به وي او که درمل وکړي او که نه روغ به وي خو سره له دې دوي په لوږه کې ډوډۍ خوري او په مرض کې درمل کوي ځکه چې دوي په دې خبره پوهيږي چې لوږه په ډوډۍ او ناروغي په دوا ښه کيږي اوخدای ته د دوي د لوږې او مړښت يا روغوالی او مرض پته ده بيا هم دوي هم خوري او هم درمل کوي ځکه چې دوي پوهيږي چې دخدای علم د دوي د وږي والي يا موړ والي سبب نه دی نو څرنګه چې لوی خدای د لوږې لپاره ډوډۍ او د مرض لپاره درمل ټاکلې دي همداسې يې د خپل مقصد او مراد د پوره کولو لپاره دعا ټاکلې ده او که دعا ونه شي نو حاجت نه پوره کيږي.نو د دوي د دشبهې او اعتراض وجه دا ده چې دوي علم بالسبب، سبب ګڼلی دی.

 

دوهم دليل دا وړاندې کوي چې که دخدای په تقدير کې د يو څيز واقع کيدل ليکلې وي نو هغه په ضرور کيږي.او که د دې په خلاف ليکلې وي نو هغه خو بيا هډو کيدی نه شي. نو دعا که د برخليک مطابق ده نو بيا د دعا فايده څه ده او د تقدير د ليک خلاف ده نو بيا خو دعا زمونږ تقدير  نه شي بدلولی او بې فايدې ده او دتقدير خلاف غوښتل د درياب د مخ اړول دی.

دا دليل د هماغه مخکينی دليل يو بل شکل دی. فرق صرف دا دی چې مخکينی دليل په علمی قضا او تقدير ولاړ دی او يعنې دا چې دخدای علم هر اړخيز او له ازله په ټولو څيزونو خپور دی او دوهم دليل په فضای عيني باندې، يعنې دا چې ټول څيزونه د خدای په حکم په لوح کې ليکل شوې دي. په حديثونو کې د دغه قضا دوه ډوله راغلې دي يو اجل محتوم چې په لوح محفوظ کې حمتی نه بدليدونکی او لازمی او ضرور واقع کيدونکی دی دغه لوح ته ام الکتاب او کتاب مبين هم ويل شوې دي او بل اجل موقوف چې په لوح محو و ثبات کې ليکل شوې او دترميم تنسيخ او بدليدو وړ دي لکه څرنګه چې خدای تعالی فرمايی:

«يمحوا الله ما يشاء ويثبت و عنده ام الکتاب »

هغه چې هر څه وغواړي محو( ختم) کوي يې او هر څه چې وغواړي ثبت کوي يې او له هغه سره لوح محفوظ دی.نو لکه څرنګه چې خدای تعالی د احوالواو ظرفيتونو په بدلون او د احکامو د ټاکلې مودې په ختميدو سره په احکامو کې ترميم او بدلون راولي همداراز د حالاتو او مقتضياتوپه بدلانه سره په تکوينياتو کې هم بدلون راولي او په کوم ځای چې د يو څيز په محو کولو کې مصلحت وي هلته يې ختموي او په کوم ځای کې چې به ثبتولو کې صلاح وي هلته يې ثبتوي.دعا هم له همدغه لوح او اثبات سره اړه لري.چې پکې د تقدير چوکاټونه بدليږي او چې کوم حتمی او مختتم شکل وي هغه په لوح کې محفوظ کيږي.اوس نو که په لوح محو واثبات کې د چا په برخه ناکامی او نامرادي ليکلې وي نو خدای د هغه د بدلولو ګنجايش هم پريښی دی په ډول چې انسان په دعا، صدقې، له والدينو سره په نيکۍ يا کوم بل ښه عمل سره دغه محرومی په کاميابۍ بدلولی شی. اودا د دتغير او دبدلون شکلونه د ازل له ورځې دهغه په وړاندې د هندارې په شان وي او داسې نه ده چې هغه ته خپلې فيصلې دغلطۍ احساس شوې وي او اوس ګوندې په هغه کې دبدلون ضرورت وي. لکه څرنګه چې امام جعفر صادق عليه السلام فرمايی: « ما بد الله فی شیء الا کان فی علمه قبل ان يبدوله»

(خدای په يو څيز کې که بدا کيدونکې وي له مخکې د هغه له کيدو خبر وي )

او کله چې د انسان په اختياري عمل سره د لوح او اثبات ليکل بدليږي  نو بيا چې څه ثبتيږي هماغه د حالاتو له نظره دهغه لپاره مناسب وي.اوس نو دا په انسان پورې تړلې ده چې په ښه عمل سره خپل تقدير ښه کړي او په يا بدۍ او سپيرتوب د ځان په برخه کړي.هغه هم د صدقې په ورکولو دعا او له والدين سره په احسان سره له ځانه مصيبت غړولی شي، عمر زياتولی او د فقر او بيوزلي ليرې کولی شي او ليرې نه ده چې په دعا سره د قضا مخ واوړوي ځکه چې چا قضا او تقدير نافذ کړی دی هماغه دی چې په دعا کې يې دغه اثرات ايښې دي چې دقضا شکل بدل کاندي.او خدای چې کله هم وغواړي مقدرات او برخليکونه بدلولی شي.نه هغه له کوم څيزه مجبوريږي او نه کوم څيز دهغه په لاره کې خنډ کيدی شي.لکه څرنګه چې امام صادق عليه السلام فرمايی:

«روی ميسر بن عبدالعزيز عن ابی عبدالله قال قال لی يا ميسر ادع ولا تقل ان الامر قد فرغ منه ان عندالله منزلة لا تنال الا بمسئلته ولو ان عبدا سد فاه و لم يسئل لم يعط شيئا فاسئل تعط يا ميسر انه ليس من باب يقرع الا يوشک ان يتفح لصاحبه»

(ميسر بن عبدالعزيز ليکي چې امام صادق عليه السلام فرمايلې دي چې ای ميسره له خدای دعا غواړه او دا مه وايه چې څه چې کيدونکې دي هغه مخکې له مخکې ليکل شوې دي  د خدای په نزد داسې درجې دي چې يوازې په سوال او دعا سره ترلاسه کيدی شي که يو بنده خپله خوله بنده وساتي او دعا ونه کړي نو هغه ته نه ورکول کيږي نو ته وغواړه چې تاته درکړی شي وګوره داسې يوه دورازه نيشته چې وټکول شي او د ټکوونکي په مخ پرا نه نستل شي)

اوس نو که يو کس په تقدير قانع شي او د خدای ور ونه ټکوي او هغه ته لاس اوږد نه کړي نو هغه په خپله د خپل بې برخې توب سبب شوی دی د خدای فيض خو هيڅکله نه دريږي او نه هم بنديږي.او که يو کس داسې وګڼي چې هر څه په تقدير کې ليکل شوې دي او نه بدليږي دا په حقيقت کې نهيلۍ ته بلنه ورکول دي.چې له امله يې انسان له خدای سره اړيکي شلوي او له هغه د سوال او دعا لړۍ بندوي. او که دهغه په زړه اودماغ کې دا خبره کلکه شي چې د خدای په وړاندې په فرياد سره شقاوت او بدمرغي هم په خوش قسمتۍ او خوښۍ بدليدی ششی نو د هغه د بې سکونۍ او مايوسۍ حالت هم بدليدی شي. ځکه چې که انسان يوازې په تقدير تکيه وکړي او لاس په لاس واچوي او کښيني د دې پايله به دا وي چې هغه به د ترقۍ او پرمختګ هڅه پريږدي او که يو کس بيوزله دی نو دخپلې بيوزلۍ دختمولو لپاره به هيڅ نه کوي. او که يو کس ناروغ دی نو ډاکټر ته به نه ورځي. اوکه په غم اومصيبت اخته دی نو له هغه د وتلو هڅه به نه کو ي. او د دې لټۍ او پرکالۍ نتيجه به دا وي چې ټوله ټولنه به ورو ورو په ټپه ودريږي.

 

دريم دليل دا دی چې دعا د تسليم او رضا د اصولو خلاف ده.ځکه چې دعا دخدای له لورې د ټاکل شوې څيز په وړاندې د خپلې غوښتنې وړاندې کول دي.حال داچې د بندګۍ او رضا تقاضا دا ده چې انسان د خپلو غوښتنو په مقابل کې دخدای په رضا خوښ اوخوشاله پاتې شي. او خپله هره غوښتنه او ارمان دمولا تابعه وګرځوي. او په کوم مصيبت باندې تندی تريو نه کړي.ځکه چې هر مصيبت چې په انسان راځی هغه د قضا او قدر مطابق وي او خدای په قضا راضی کيدل پکار دي لکه چې په حديث قدسي کې راغلې دي:

«من لم يرض بقضائی و لم يصبر علی بلائی و لم يشکر لنعمائی فليخرج من ارض وسمائی و ليطلب ربا سوائی»

(څوک چې زما په قضا راضي نه وي او زما په ازميښت صبر ونه کړي او زما په نعمتونو شکر ونه باسي هغه دې زما له ځمکې او زما له اسمانه ووځي او له ما پرته دې بل کوم رب ولټوي)

د دې شبهې ځواب دا دی چې که دعا د تسليم او رضا د اصولو خلاف وی نو انبياوو، پیغمبرانو او امامانو به چې د رضا په لوړو درجو کې دي دعا د خپل ژوند اوپروګرام برخه نه ګرځوله او نه به هم خدای تعالی د دعا حکم کاوه. حال دا چې خدای تعالی نه يوازې دا دچې د دعا امر يې کړی دی بلکه د هغې پريښودل يې کبر او غرورو ګڼلی دي.نوکوم کار چې دخدای په امر سره وشي هغه د خدای د رضا خلاف نه شو ګڼلی په داسې حال چې هغه ذات صدقه، خيرات او دعا د هدف د کاميابۍ لپاره سبب او وسيله ګرځولې ده.لکه څرنګه چې هغه په دنيا کې دخپلې قضا واقع کيدل له اسبابو سره تړلې دي. نو د خدای له رضا سره دمنافاتو اوتضاد خبره نه شي کيدلی. ځکه چې په دې بڼه کې د کوم مقصد لپاره چې دعا غوښتل کيږي داهماغه د قضا او قدر فيصله ده چې په دعا باندې موقوفه شوې ده. او که انسان يوازې په قضا او قدر رضا مندي غواړي نو بيا يې که لړم چيچي بايد ځان ترې ونه ساتي او که مار يې چيچي بايد ونه تښتي. که يو کس وږی شي بايد ډوډۍ ونه خوري  ځکه چې دا ټول څيزونه هم د قضا او قدر تابع دي  او که دا د قضا او قدر تابع وي نو بيا له ځانه د لړم ليرې کول له ماره تښتيدل اود لوږې په وخت ډوډۍ خوړل دخدای له قضا بهر وتل دي.لکه څرنګه چې وايی يوه ورځ اميرالمومنين (ع)له يو ځايه تيريده نو وې ليدل چې ديوال کوږ دی نو لاره يې بدله کړه چې را پرې پې نه وزي. يو کس ورته وويل ای اميرالمومنينه: اتفر من قضا‌ء الله، ايا ته دخدای له قضا تيښتې. وې ويل  اتفر من قضائه الی قدره، زه له قضا تيښتم او د قدر په لمنه کې پناه اخلم، مطلب دا چې که خدای زما د ژوندي پاتې کيدو فيصله کړې وي نو دا فيصله په اسبابو پورې تړلې ده چې زه له پريوتونکي ديواله ځانه وغړوم.په هر حال کله چې د خدای د قضا ظهور په اسبابو پورې تړلی دی او دا اسباب هم هغه پيدا کړ ې دي او هم هغه ويلې دي چې دمقصدونو دپوره کولو لپاره دعا وکړ ئ نو دا خبره دخدای له رضا سره تضاد نه لري ځکه چې د دعا او رضا دواړه سرچينه يوه ده.

 

څلورم دليل دا دی چې د دنيا د ټولو پيښو او حوادثو انتها په يو ازلي ذات باندې کيږي. او دهغه ازلی حکمت او مصلحت چې دکوم څيز تقاضا کوي همغه به کيږ ي.او د کوم څيز د واقع کيدو مقتضي چې نه وي هغه به نه واقع کيږ ي.نوکله چې د ازلی اقتضا نه بغير کوم کار نه کيږي نو بيا ددعا فائده څه ده. حال دا چې دعا دخدای د مصلحتونو مقتضا نه شي بدلولی. او په هر حال کيږي به هغه څه چې د ازل له ورځې دهغه په ازلي اقتضا کې ليکل شوې دي.

 د دې شبهې ځواب دا دی چې خدای تعالی دهر يو څيز لپاره يو نظام او اصول جوړ کړې دي او ټول څيزونه يې په يوې پراخې لړۍ کې داسې تړلې دي چې د ټولو کړۍ له يو بل سره تړښت لري. چې له امله يې د دنيا نظم و نسق او دا لويه کارخانه په يو خاص ډګر روانه ده. له دې امله ازلي حکمت چې د يوڅيز د واقع کيدو مقتضی اوغوښتونکی وي هلته د هغه د سبب او واسطې مقتضي هم وي مثلا که د خدای د حکمت تقاضا دا وي چې يوه ځمکه دې خړوب شي نو د هغه دحکمت تقاضا دا هم ده چې له سمندرونو دې بړاسونه اوچت شي او په فضا کې په خپريدو سره دې له هواګانو سره وجنګيږي او او په ورښت سره د وچې ځمکې د خړوبيدو سامان برابر شي.نو لکه څرنګه چې د ځمکې سيرابيدل د خړوبيدو په وسايلو او سر وسامان پورې تړلې دي همداراز ازلی مصلحت د هر حاجت پوره کيدل او هر مقصد ته  رسيدل په مختلفو وسيلو پورې تړلې دي.او په دغو وسيلو کې يوه هم دعا ده چې دهغه ازلي حکمت هغه وخت د يو مقصد پوره کوي چې انسان ورته فرياد او دعا وکړي او که دعا ونه کړي د حکمت تقاضا داده چې هغه په مقصد او هدف کې نامراده پاتې کړی شي.پر دې سربيره په دعا پورې د خپلو بندګانو دحاجتونو د پوره کولو تړل هم  د حکمت تقاضا ده چې انسان د خپل حاجت او اړوند والي په وجه له خدای سره اړيکي ټينګ وساتي.

 

پينځم دليل دا دی چې چې کله خدای تعالی عالم الغيوب دی او هيڅه له هغه پټ نه دي او هغه د زړونو په رازونو او دسترګو په اشارو پوهيږي نو بيا هغه ته د خپلې کيسې اورول او په ژبه د خپلو مشکلاتو يا مقصدونو راوړل څه ضرورت لري حال دا چې هغه ذات زمونږ په ټولو غوښتنو خبر دی او هيڅه له هغه ذاته پټ نه دي له همدې امله کله چې يې حضرت ابراهيم عليه السلام په اور کې اچوه او جبراييل ورته د مرستې وړانديز وکړ او د هغوی په انکار سره جبراييل وويل چې که له ما څه غوښتنه نه لرې نو له هغه چا يې وغواړه چې له چا يې غواړې. نوحضرت ابراهيم(ع) وفرمايل:« علمه بحالی حسبه من سوالی» هغه زما له حاجته خبر دی او زه له سواله بې نيازه يم.

د دغه دليل ځواب دا دی چې ددعا مقصد دا نه دی چې مونږ خدای تعالی بې خبره تصور کړو او له خپلو حاجتونو يې خبر کاندو ځکه چې هغه هيڅ وخت دې ته نه دی محتاجه چې مونږ يې خبر کړو بلکه هغه زمونږ د زړه له يوه يوه رګه خبر دی دا دعا او خدای ته زاري او انکسار خو يوازې د عبوديت او بندګۍ يوه مظاهره ده چې په دې پلمه له خدای سره رابطه ټينګه پاتې شي اوپه دې خيال د ژبې بند ساتل چې هغه له هر څه خبر دی يو ډول غرور او کبر ښکاره کول دي چې د بندګانو په وړاندې خو دا کار د ساينې وړ دی خو د خدای په وړاندې که د خپل زړه خبره ونه ويل شې نو دا د عبوديت د رودې خلاف ورزي ده او د عجز او نيازمندۍ خلاف کار دی لکه څرنګه چې خدای تعالی فرمايی: « قل لا يعبؤ بکم ربی لولا دعاؤکم فقد کذبتم فسوف يکون لزاما»

(ای رسوله ووايه که تاسو دعا نه کوئ نو زما رب هم ستاسو څه پروا نه کوي تاسو هغه دورغ وباله چې ډير زر به دد غه کار سزا ستاسو په سر راشي)

بې له شکه دعا د عبوديت يوه ننداره ده او د انسان د فطرت يو غږ دی نو کله چې کوم مصيبت نازليږي يا کوم ضرورت او احتياج انسان پريشانه کوي نو سملاسی  مدعا په خولې راځي  دا بې ضرورته ګڼل د انسان په تقاضو د پهرې کښينول دي او دانسان د ضمير په خلاف کار دی. او دا فکر چې دعا يوازې د دې لپاره کيږي چې خپل اواز خدای ته واورول شي او خدای له خپل حاجته خبر کړی شي. دا د بلاغت له لارو د بې خبرۍ دليل دی. او په خبرو او مکالماتو کې هم داسې ډيرې موقعې شته چې په ژبې د يو څه ويل يوازې د مخاطب د خبرولو لپاره نه وي مثلا که يو کس د لمر په رڼا کې تيندک وخوري او ته ورته ووايې چې لمر راختلی دی ايا هغه ته د دې خبرې کول دی چې اوس ورځ ده شپه نه ده يا بل کوم مقصد لري.يا مثلا خدای چې موسی (ع)ته وايی چې: « ما تلک بيمينک يا موسی» ای موسی ستا په لاس کې دا څه دي؟ ايا د دې لپاره دی چې خدای تعالی له دغه څيزه نه و خبر يا د کلام د جاري ساتلو لپاره او د موسی لوی ځواب چې خدای ته يې د دغ امسا يا کوتک تعريفونه بيان کړل يوازې د دې لپاره وو چې خبره اوږده کړي.« لذيذ بود حکايت دراز تر ګفتم»

همداراز د کريم په غوږونو د سائل غږ ښه او خوږ لګيږي او هغه ذوق سماعت او د کرم جذبه غواړي چې له هغه غوښتنه وشي او د غوښتونکي غږ د هغه غوږونو ته بيا بيا ورسيږي لکه څرنګه چې د عربو مشهور شاعر متنبي د خپل ممدوح په هکله وايی:

فاذا سئلت فلا لانک محوج                  و اذا کتمت و شت بک الا لاء

(کله چې له تا سوال کيږي نو د دې لپاره نه چې ته غوښتونکي ته د سوال کولو زحمت ورکول غواړې بلکه د دې لپاره چې په تا دسائلانو غږ ښه لګيږي او کله چې تا په پردو کې پټ کړي نو ستا نعمتونه ستا غمازي کوي)

په همدې لړ کې امام صادق عليه السلام فرمايی چې:

«ان المومن ليدعوا الله عز وجل فی حاجته فيقول الله اخروا اجابته شوقا الی صوته و دعائه»

 کله کله مومن له لوی خدايه خپل حاجت غواړي او پاک رب دهغه د دعا او غږ د ليوالتيا په وجه وايی چې لا د ده حاجت وځنډوئ)

او کله کله خبره د دې په اپوټه وي مثلا که په خدای د چا اواز بد ولګيږي نو د هغه حاجت زر پوره کيږي چې هغه کس د خدای ور نور ونه ټکوي او هغه ونه بلي لکه څرنګه چې امام جعفر صادق عليه السلام په دې هکله فرمايی:

«ان العبد ليدعو الله فيقول الله تبارک و تعالی عجلوا له حاجته فانی ابغض صوته»

کله کله يو بنده له خدايه څه غواړي  نو خدای تعالی فرمايی چې د ده حاجت زر پوره کړئ ځکه چې په ما د ده بلل بد لګيږي)

له همدې امله خدای تعالی ځينو بد کرداره بد اوازه او بد عمله کسانو ته ډول ډول نعمتونه ورکړې دي چې د مهلت له ورکولو وروسته هغوی راګير کړی شي او د نعمت په پريمانتيا کې هغوی ته بيخي دا توفيق په لاس ورنه شي چې خدای ته جاروځي.

داد او فرعون را صد ملک و مال                   تا ننالد سوی حق آن بد سگال

در هـــمه عمرش نديــد او درد ســــر                   تــــا نگريد سوی حق آن بد گهر

پاتې شوه د خپل پالونکی په در کې د حضرت ابراهيم (ع) لاس نه غځول نو د دې ځواب دا دی چې کله مصيبت او ازميښت يو خاص ډول وي نو له هغه د بچ کيدو لپاره غوښتنه او سوال کول د تسليم او رضا د رودې خلاف ده.نو لکه څرنګه چې حضرت ابراهيم (ع)دخپل زوي د حلالولو په وخت له خدايه دا نه غواړي چې له دغه ازميښته يې بچ کړې بلکه د زړه له کومي د دغه ازميښت لپاره تياريږي همداراز کله چې غرغنډه لمبې ويني هغه وخت هم د خدای رضا ته سر ټيټوي نه د دعا لپاره لاسونه پورته کوي او نه يې په خولې داسې کوم ټکي راځي چې له هغو څرګنده شي چې ګوندې د اور له لمبو ويريدلی دی چې له يوې خوا کافرانو ته د پیغور ورکولو موقع په لاس ورشي او له بلې خوا د تسليم او رضا روده خرابه شي.بلکه په ډير صبر او استقلال سره غرغنډه لمبو ته وردانګي نو د تسليم او رضا دغه ازميښت او د صبر او زغم دغه امتحان له دعا د بې نيازۍ لپاره د دليل په توګه نه شو وړاندې کولې ځکه چې د راز و نياز منزل جدا دی او د صبر او او امتحان منزل جدا.

 

 شپږم دليل دا دی چې دعا د ادب شناسۍ له شان سره نه ښايی ځکه چې په دعاکې يو ډول د امر او نهی څرک ښکاري او له بنده سره نه ښايی چې خپل پالونکي ته کړ مکړ وکړي او ووای چې خدايه دا وکړه او دا مه کوه. نو د عا بايد ونه غوښتل شي چې د هغه په در کې له بې ادبۍ بچ شو.

 د دې ځواب دا دی چې له امر او نهی د دعا ګڼل له دې نظره خو صحيح دي چې په دواړه کې دطلب مفهوم پروت دی خو په دواړو کې فرق دا دی چې په امر او نهی کې د تفوق او لوړاوي اړخ پټ وي  يعنې يو برلاسی کس ټيټ لاسي ته امر او نهی کوي حال دا چې په دعا کې عجز انکسار، بې وسي او تذلل ښکاره وي، نو دا دواړه يو بله ته ورته ګڼل سم قياس مع الفارق دی. او که مونږ ووايو چې هر ډول غوښتنه بې ادبي ده نو بيا خو له مور او پلار يا استاد څه غوښتل يا له داسې کس د څه پوښتنه چې هغه پرې خبر وي دا ټول بې ادبي ده او که دا څيزونه بې ادبي نه ګڼل کيږي نو بيا له خدايه غوښتل ولې بې ادبي ده. حال دا چې په غوښتنې او سوال کې د خپل فقر او احتياج او د خدای د عظمت او سترتوب اعتراف هم وي.

اوم دليل دا دی چې حمد او ثنا د حاجت د پوره کيدو ښه او اغيزمنه وسيله ده نو ولې مونږ دغه ښه ذريعه پريږدو او خدای ته د سوال لاس اوږد کړو لکه په حديث قدسي کې هم راغلې دي چې:

«من شغله ذکري عن مسئلتی اعتيطه افضل ما اعطی السائلين»( کوم کس چې زما په ذکر کې داسې ډوب شي چې له هغه دعا بيخي هيره شي نن زه هغه ته تر هغه څه  چې سوال کوونکو ته يې ورکوم ښه ورکوم)

د دې ځواب دا دی چې له دې مطلب دا نه دی چې له خدايه سوال او غوښتنه ونه شي هو، که يو کس په ذکر او لمنځ کې دومره ډوب شي چې هغه ته بيخي په ياد پاتې نه شي چې هغه دغه لمنځ د حاجت د غوښتلولپاره وسيله ګرځوله او په دغه ذکر کې خپل حاجت هير کړي نو خدای هغه د دغه هيرې له امله له دغه مقصده نه بې برخې کوي بلکه تر نورو غوښتونکو ورته زياته ورکوي  نو د خدای تعالی د دغه ښندنې او کرم سبب د سوال پريښودل نه دي چې مونږ هغه ددعا د نه کولو لپاره دليل وګرځوو بلکه دا د دعا هيريدل دخدای په حمد او ثنا او دهغه په ياد کې د ډوبيدلو له امله دي او که په دې ډول له يو کس دعا او د حاجت بيانول هير شي نو دا بله مسئله ده  او له سره دعا نه کول بله مسئله. د همدې خبرې د سپړلو لپاره د امام صادق عليه السلام وينا ده چې:

«ان العبد ليکون له الحاجة الی الله فليبداء بالثنا علی الله والصلوة علی محمد و آل محمد حتی ينسی حاجته فيقضيها الله له من غير ان يسئاله اياها»

( بنيادم له خپل خدايه څه حاجت لري او هغه اول حمد او ثنا وايی او په محمد او آل محمد درود استوي تر دې چې په دغه لمانځنه کې دومره ډوب شي چې خپله غوښتنه يې هيره شي نو خدای تعالی دهغه غوښتنه پوره کړي بې له دې چې هغه يې بيان کړي )

کلیدي کلمې: