د دعا د قبليدو شرطونه

د دعا د قبليدو په شرايطو کې تر ټولو اول شرط دا دی چې  د انسان جامه، هستوګنه، د معاش ذر يعه او رزق حلال او پاک وي او په زړه کې د ډاډ او اميد حالت پيدا کړي ځکه چې رجا او اميد د دعا محرک دی او کله چې د رجا اړخ کمزوری وي نو په انسان کې باور، خلوص او ولوله نه پيدا کيږي چې د دعا د قبليدو ضامنه ده. له دې امله انسان بايد د دعا په قبليدو يقين ولري او په پوره اخلاص د زړه له کومي او تضرع او الحاح سره له خدايه بيا بيا غوښتنه وکړي لکه څرنګه چې ا مام محمد باقر(ع) فرمايی:

«والله لا يلح عبد مومن علی الله تعالی فی حاجة ال قضاها له»

( په خدای قسم کله هم چې يو مومن بنده د خدای په در کې زاري او الحاح کوي نو خدای تعالی يې اړتيا پوره کوي )

له نورو سره يو ځای دعا غوښتل هم د دعا په منل کيدو کې اغيزمن دي ځکه چې ممکنه ده په دغو کسانو کې يو کس داسې صالح وي چې د هغه په خاطر خدای د ټولو دعا قبوله کړي نو په دعا کې د نورو شريکول هم د دعا د قبليدو سبب ګرځي. لکه څرنګه چې رسول الله مبارک فرمايی: « اذا دعا احدکم فليعم فی الدعاء فانه اوجب الدعاء» (کله چې په تاسو کې يو کس دعا کوي نو نور دې هم له ځان سره شريک کړي چې هغه د دعا د قبليدو وړ وګرځي.

کلیدي کلمې: