د دعا الفاظ

دعا هميشه په ساده  الفاظو سره غوښتل پکار دي ځکه چې دعا د انسان د زړه او ضمير اواز دی چې د انسان له زړه راوځي او د خپل مقصد د بيانولو لپاره د انسان د الفاظو ترکيب او ترتيب او د الفاظو سينګار او ښکلا نه دی پکار ځکه چې کله په يو څيز کې تصنع او تکلف راشي نو بيا د انسان د عجز او نياز جذبه او د بندګۍ او اړمنۍ روح له مينځه ځي. بله دا چې تل بايد يو شان الفاظ ونه کارول شي چې ګوندې په هغو ژبه عادت شي او انسان يې هميشه د طوطي په شان وايی بې له دې چې د هغو معنا ته يې پام وي. او يا پکې د ارادې څه دخل وي. او داسې نه وي چې دعا له زړه نه راوځي بلکه يو څو الفاظ د عادت له مخې له خولې راوځي په داسې الفاظو کې د زړه جذبه او د غوښتنې او زارۍ ولوله نه وي او تر څو چې په طلب کې جوش او په غوښتنې کې احساس او سوز نه وي په دعا کې ولوله نه راځي او دعا د منلو حد ته نه رسيږي. لکه څرنګه چې د خدای رسول فرمايی:«ان الله لا يستجيب الدعا من قلب لاه»(کله چې زړه بل لور ته مشغول او غافل وي نو الله تعالی دعا نه قبلوي )

په دعا کې داسې کلمات ډير اغيزمن وي چې پکې د خدای د سترتوب له اعتراف سره سره د خپلې عاجزۍ او کوتاهۍ اقرار او د عبوديت او اړمندۍ څرګندونه وشي. له همدې امله بايد په خپلو دعاګانو کې د معصومينو کلمات تکراروو چې پکې د الوهيت د جلال رڼا او د عبوديت د جمال انځور ښه څرګند وي.

کلیدي کلمې: