د امام مهدي عليه السلام د عمر اوږدوالے
د حضرت مهدي عليه السلام د عمر په اوږدوالي د اعتراض په هكله وايي، چې قران مجيد د حضرت نوح د عمر په هكله وايي: وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا.[1]
هم دا راز هغه له طوفان څخه وروسته او د بېړۍ له بهر راوتو وروسته هم درې نيم سوه (350) كاله ژوند وكړ، نو په دې اساس د حضرت نوح ټول ټال عمر 1300 كاله كېږي.
حال دا چې حضرت مهدي عليه السلام په 255هـ كال كې زېږېدلے دے او تر 1421 هـ ق كاله پورې د هغه عمر 1144 كاله كېږي او د حضرت خضر عمر هم له دې زيات دے، چې پخپله د خلفاؤ د مكتب پوهان هم دا خبره مني.
والحمدلله رب العالمين
[1] . سوره عنکبوت سورت، 14 ايت.