د خلفاو د مكتب په سرچينو كې د امام مهدي (ع) مقام(۱

مهدي له اهل بيتوع څخه دے

په مستدرك حاكم، مسند احمد او نورو كتابونو كې له ابو سعيد خدري څخه روايت شوے دے، چې د خداې پاک رسول (ص) وفرمايل:

"تر هغه به قيامت رانشي، تر كومه چې زمكه له ظلم او دښمنۍ ډكه نشي. ورپسې به زما د اهل بيتو يو كس قيام وكړي او هغه به له عدل او انصاف دا دنيا داسې ډكه كړي، لكه څرنګه چې هغه له ظلم او زياتي ډكه شوې وي.[1]

په سنن ابن ماجه كې د جهاد په بابونو كې له ابو هريره څخه روايت شوے دے، چې د خداې پاک رسول وفرمايل:

كه د دنيا يوازې يوه ورځ هم پاتې وي، خداې پاک به هغه ورځ دومره اوږده كړي، چې زما د اهل بيت عليهم السلامو يو كس حكومت ته ورسي او قسطنطينه او د "ديلم" لوړې ونيسي.

د هم دغه كتاب د فتنو په بابونو كې په باب خروج مهدي، په مسند احمد او نورو كتابونو كې له امام علي عليه السلام څخه روايت شوے دے، چې پېغمبر صلی الله عليه و آله وسلم وفرمايل:

مهدي زما له اهل بيتو څخه دے او خداې پاک به هغه په يوه شپه كې د قيام لپاره چمتو كړي.[2]

په مستدرك حاكم كې له ابو سعيد خدري څخه روايت كېږي، چې د خداې پاک رسول (ص) وفرمايل:

مهدي زما له اهل بيتو څخه دے دَنګه، لوړه پوزه، غوړېدلے مخ او نوراني تندے لري، چې زمكه به له عدل او انصاف څخه داسې ډكه كړي، لكه څرنګه چې به هغه له ظلم زياتي ډكه شوې وي.[3]

مهدي د فاطمې له بچو څخه دے

په سنن ابو داود كې له "ام سلمه" څخه روايت شوے دے، چې ما واورېدل، چې د خداې پاک رسول (ص) فرمايل:

مهدي زما له "عترت" اولاد څخه دے د فاطمې له بچو څخه دے.[4]

مهدي د حسين عليه السلام له بچو څخه دے

په ذخائر العقبي كې له ابو ايوب انصاري څخه نقل شوے دے، چې پېغمبر اکرم (ص) وفرمايل:

"د دې امت مهدي به له دې دوو يعنې حسن او حسين له "اولاده" وي.[5] او په ذخائر العقبى كې له حذيفه څخه روايت شوے دے، چې پېغمبر اکرم (ص) وفرمايل:

"كه د دنيا يوه ورځ هم پاتې وي، هغه ورځ به خداې پاک دومره اوږده كړي، چې زما له اولاده يو كس، چې هم زما نوم لري، راپاڅوي.

"سلمان وويل: ستا له كوم بچي څخه يا رسول الله؟ ويې فرمايل:

له دې بچي څخه مې! او لاس يې په حسين عليه السلام كېښودل"

 

[1] . مستدرك حاكم 4/557، حلية الاولياء 3/101.، مسند احمد 3/36، تفسير سيوطي 6/58 او نور كتابونه.

[2] . حلية الاولياء 3/177، مسند احمد 1/84، تفسير سيوطي 6/58 چې وايي دا حديث ابن ابي شيبه احمد بن حنبل او ابن ماجه له علي عليه السلام څخه روايت کړے دے او سنن ابن ماجه كتاب الفتن، ح 4085.

[3] . مستدرك حاكم 4/557 کې وايي: دا حديث د مسلم په خيال صحيح دے. صحيح ابو داود 6/136، او د هغه سنن 4/107، ح 4285.

 

[4] . صحيح ابو داود د كتاب الهدى 4/7، ح 4284، سنن ابو داود 7/134، صحيح ابن ماجه، ابواب الفتن، باب خروج المهدي چې وايي: او هغه يعنې مهدي حق دے او د فاطمه اولاد څخه دے" ميزان لاعتدال ذهبي 2/24، هغه هم وايي:" مهدي د فاطمې له اولاده دے" تفسير سيوطي 6/58 د سوره محمد د ايت په تفسير کې، چې وايي"دا حديث ابو داود، طبراني او حاكم له "ام سلمه" څخه روايت کړے دے.

[5] .  ذخائر العقبى، 136 مخ.