د خداے پاک د وليانو وسيله کول

د خداے پاک د درګاه له نازولو کسانو سره توسل پېدا کول او د هغوي وسيله ګرځول، له داسی مسايلو څخه دي چې د دنيا په مسلمانانو کښې پوره پوره رواج لري او له هغې ورځې چې اسلامي شريعت د خداے د ګران رسول  صلی الله عليه واله وسلم په ذريعې سره بيان شو نو د توسل جايزوالے او شرعي والے د هغه حضرت د مبارکو حديثونو په وسيلې سره اعلان شو يوازې ابن تيميه ؤ چې په اتمې پيړۍ کښې يې له دې يقيني او پوخ  حکم څخه انکار وکړ او له هغۀ نه دوه پيړۍ وروسته هم دا خبره محمد بن عبدالوهاب نوره هم ګرمه کړه او د خداے تعالی له نازولو وليانو سره يې توسل او د هغوي وسيله ګرځول غير شرعي او بدعت  بلکې په ځينو عبارتونو کښې يې دا چاره  د اولياؤ کرامو ((عبادت)) وبالۀ.

د عبادت د معنې او مفهوم په حقله به يو بيل بحث وکړو او په هغه کښې به د دې خبرې ذکر وکړو چې د خداے تعالي له نازلو او  وليانو سره توسل پېدا کول او هغوي خداے پاک ته وسيله ګرځول، په يو صورت کښې عبادت او شرک حسابيږي او په بل صورت کښې غوره او سنتې عمل دے او د عبادت بويي هم پکښې نشته، خو له هر څه مخکښې بايد په دې پوه شو چې د خداے پاک له اولياؤ سره توسل او د هغوي وسيله ګرځول  په دوه صورتونو سره تر سره کيږي:

1- د هغوي له ذات سره توسل پېدا کول او هغوي وسيله ګرځول.  لکه چې دا ووايو:

«أللّهُمَّ اِنّي أَتَوسَّلُ اِليکَ بِنَبِيِّکَ مُحمّدـ صلّي الله عليه وآله وسلّم ـ أَنْ تَقْضِيَ حاجَتي»

«خدايه پاکه! له تا سره توسل کوم ستا د پېغمبر محمد (صلّي الله عليه وآله وسلم) په وسيلې سره چې زما حاجتونه پوره کړې.»

2 ـ  د خداے پاک په درګاه کښې د هغوي د مقام او نزدېکت او د هغوي د حقوقو وسيله ګرځول. لکه چې ووايو:

«أَللّهُمَّ اِنّي أَتوسَّلُ اِلَيکَ بِجاهِ مُحمَّدـ صلّي الله عليه وآله وسلّم ـ وَحرمتِهِ وحَقّهِ أَنْ تَقْضِيَ حاجَتي»

«اےخدايه پاکه! د حضرت محمد صلی الله عليه و آله وسلم د هغه  مقام، درنښت او حق په وسيلې سره چې  ستا په نزد يې لري چې زما حاجتونه پوره کړې»

د وهابيانو له نظره دا دواړه صورتونه منعې او باطل دي حال دا چې مبارک حديثونه او په تاريخ کښې د مسلمانانو سيرت د وهابيانو د نظريې په خلاف دي او د خداے تعالی له وليانو سره توسل په دواړو صورتونو کښې سم او جائز بلي.

وړومبې حديثونه راوړو او بيا ورپسې د مسلمانانو سيرت روښانه کوو نو د دې دوو دليلونو په بيانولو سره د بدعت او غېر شرعي والي مسئله په خپله په ډاګه او باطليږي خو دا خبره چې ايا د خداے پاک له  اولياؤ سره توسل پېدا کول او هغوي وسيله ګرځول د هغوي عبادت حسابيږي يا نه؟ دا خبره به  «د عبادت د معنې» په برخي کښې راشي او په دې حقله به بحث وکړو. د ويلو ده چې هغه  بحث د دې اصلي بحث له ژورو  او حساسو ټکو نه ډک دے.

 

کلیدي کلمې: