د خداے پاک د اولياؤ کرامو له اثارو څخه تبرک او شفا حاصلول

وهابيان او سلفيان د خداے پاک د اولياؤ په اثارو سره تبرک حاصلول شرک ګڼې او څوک چې د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم منبر او محراب ښکل کړي  مشرک يې بولي، که څه هم هغوي نۀ هغه پاکه هستي او نۀ دغه څيزونه خداے ګڼې بلکې له پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم سره مينه او مودت  سبب جوړيږي چې له هغه سره اړوند څيزونه ښکل کړې شي. پکار دي له وهابيانو څخه پوښتنه وشي: چې د حضرت يوسف عليه السلام د قميص په حقله څه وائې  چې کله يې وويل: «اِذْهَبُوا بِقَمِيصي هذا فَألْقُوُه عَلي وَجْهِ أبي يَأتِ بَصِيراً»[1] «زما قميص يوسئ او زما د پلار په سترګو يې ووهئ نود هغۀ د سترګو بينايې به بيرته راشي.»

حضرت يعقوب عليه السلام هم د يوسف عليه السلام قميص په خپلو سترګو وواهۀ او سمدستي يې په هغه  وخت کښې بينائې راغله لکه چې فرمائې: «فَلَمّا أَنْ جاءَ الْبَشيرُ ألْقاهُ عَلي وَجْهِهِ فَارْتَدَّ بَصِيراً.»

که حضرت يعقوب عليه السلام داسې کار د نجدي ډلې او د «محمد بن عبدالوهاب» د منونکو په مخکښې کړے وې نو له هغه سره به يې څه کول؟ او د معصوم پېغمبر کار به يې څنګه توجيهوۀ (او اوس يې څنګه توجيهولے شي)؟

ښه نو اوس که يو مسلمان د سرور کائنات سردار انبياء خاتم النبيين حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه و آله وسلم د مرقد او قبر مبارک خاورې په خپلو سترګو ووهي او همدارنګ  دنورو پيشوايانو او اولياء کرامو قبرونه په احترام سره ښکل کړي او يا له هغو څخه تبرک حاصل کړي  او ترې شفا وغواړي او ووائي چې خداے پاک په دې خاورو کښې داسې اثر اچولے دے او په دې کار کښې د وخت له يعقوب څخه پيروي وکړي نو بيا ولې ورباندې لعنت وشي او ولې ورته کافر وويلې شي؟[2]

کوم کسان چې د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم د ژوند له تاريخ نه خبر دې هغوي پوهيږي چې د هغه حضرت اصحاب به تل د پيغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم د اودس له اوبو څخه د تبرک د حاصلولو لپاره له يو بل څخه مخکښي کېدل او په دې اړه بس دي چې دوو موردو ته اشاره وکړو چې له شپږو صحاحو څخه په دوو صحاحو يعنې صحيح بخاري او  صحيح مسلم کښې راغلي دي ته لنډه کتنه وکړو.نو اوس دغو  دوو نمونو ته اشاره کوو:

 1 ـ  بخاري د «صلح حديبيّه» په واقعه کښې ليکي: کله هم چې به پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم اودس کوۀ، نو د هغه حضرت  اصحاب او ملګري به د اوبو د څاڅکو د حاصلولو لپاره له يو بل نه مخکښې کېدل.[3]

2 ـ  او همدا رنګ « خاتم نبوت باب» کښې له سائب بن يزيد څخه نقلوي چې وائي:

زۀ خپلې ترور د پېغمبر اکرم صلې الله عليه واله وسلم خدمت ته بوتلم او وې ويل چې زما د خور زوے بيمار او ناجوړه دے نو پېغمبر اکرم اودس وکړ او له خداے پاک څخه  يې زما لپاره برکت وغوښت او کله يې چې وضو او اودس وکړ نو ما د هغۀ د وضو اوبه اوڅښلې.[4]

3 ـ هغه همدارنګ له «وهب بن عبدالله» څخه هم د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم د صفتونو په باب کښې نقل کړي دي چې خلقو به د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم لاسونه په خپلو مخونو باندې راکښل او ما هم د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم  لاس راونيوۀ او په خپل مخ مې راښکۀ او د هغه حضرت لاس له مشک او عنبر نه زيات له خوشبو نه ډک وو.[5]  

4 ـ او همدا رنګ د پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم د صفتونو په باب کښې نقلوي چې پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم د ابْطح په سيمه کښې په يوه خيمه کښې ناست ؤ چې بلال له خېمې څخه راووت او خلقو ته يې د نمانځه بلنه ورکړه او بيا بېرته خېمې ته ننوت او بيا يې د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم له اودس نه پاتې اوبه بهر راووېستې او خلق ورته راټول شول او اوبه يې واخېستې او له هغو څخه يې تبرک حاصل کړ[6]

5 ـ مسلم په خپل صحيح کښې له انس څخه نقلوي چې پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم د خپل سر وېښتۀ تراشول او اصحاب ترې  خواو شا ته راغونډ وو او د هر يو صحابي په لاس کښې يو يو ويښته ؤ.[7]

دا له پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم سره د اصحابو د مينې او د هغۀ له اثارو څخه د تبرک حاصلولو څو نمونې دي د داسې ټولو نمونو راټولول يو بيل کتاب ته اړتيا لري تاسو کولې شئ چې د صحيح بخاري د جهاد کتاب وروستۍ برخې ته مراجعه وکړئ همدارنګ د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د «زرې، عصا، تورې، لوښو، مهر، ګوتې، ويښتو او کفن په بابونو کښې  له دغو نښو نښانو څخه د تبرک له حاصلولو نه په ښۀ توګه خبر شئ.

دا حديثونه د وهابيانو د کلتور د بې بنيادوالي څرګندونه کوي چې د پېغمبر اکرم صلی الله عليه واله وسلم له مبارک قبر سره د خلقو د تبرک مخنيوي کولو لپاره يې يو څو کسان نوکران کړي دي او د خلقو په وهلو ټکولو او د لانجې په رامينخته کولو سره مسلمانان له خپل ګران پېغمبر صلی الله عليه و آله وسلم سره له مينې کولو نه منعي کوي حال دا چې دا کار د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم په وخت کښې کيدۀ بلکې د هغه حضرت په مخکښې کيدۀ او د خلقو د ژوند معمول ؤ.

د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم له اثارو څخه د تبرک حاصلول او د هغه  بزرګوار د قبر او منبر له ښکلولو نه د خلقو منعې کول د وهابيانو غټې نښې دي چې د سعودي وهابي حکومت د خلقو د منعي کولو لپاره ځينې خلق  د امربالمعروف او نهي عن المنکر کوونکو په جامه کښې د هغه حضرت د قبر مبارک په خواوشا کښې مامور کړي دي او هغوي هم په ډېرقهر، بې رحمۍ او په ظـلم سره د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم زواران له دې کاره منعي کوي او کله کله دومره ظلم وکړي چې خلق په وينو باندې رنګ کړي او کله کله د ښځو بې عزتي او بې احترامي وکړي. د هغوي د فکر جرړه او بنياد دا دے چې د قبر او زيارت ښکلول د قبر د خاوند د عبادت په څير دي لنډه دا چې « هر يو احترام عبادت دے!»

دا ناپوهه کسان چې د اسلام له تعليماتو څخه ډېر لرې دي، د عبادت د سم او منظقي تعريف توان نه لرلو له امله د حيرانۍ او سرګردانۍ په درياب کښې غرق شول او د مړي هر ډول احترام يې د هغه عبادت وګاڼۀ. مونږ به په راتلونکي باب کښې د عبادت لپاره دقيق حد او سرحد بيان کړو خو هغه څه چې اوس مهم دي په داسې حالاتو کښې د مسلمانانو سيرت دے چې په دې اړه به لنډه اشاره ورته وکړم که څه هم ليکنې او مطالب ډېر زيات دي يعنې درياب به په کوزه کښې بندوم:

1 ـ  د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم قدرمنه لور د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم له وفات او د هغه حضرت له کفن او دفن نه پس د هغه حضرت د قبر مبارک څنګ ته ودريده او د قبر لږې خاورې يې راوخېستې او په خپل مخ يې واچولې او په ژړا شوه او دا دوه  شعرونه يې ووايل:

ما ذا عَلَي مَنْ شَمَّ تُربَة أَحْمَدَا                  أَنْ لا يَشُمَّ مَدْيَ الزَّمانِ غَواليا

«د هغه  کس به څه حال وي چې د احمد صلی الله عليه و آله وسلم د قبر خاورې بوي کړي او بيا چې تر څو ژوندے وي هغه ته به د ګران بيه مشک او عنبر د بويولو ضرروت نۀ وي»

صُبَّتْ عَلَيَّ مَصائِبُ لَوْ أنَّها                  صُبَّتْ عَلَي اْلأيّامِ صِرْنَ لَيالِيا

«په ما باندې دومره غمونه راغلل چې که په ورځو باندې دومره غمونه راغلي وې نو ورځې په په تورو تيارو شپوباندې بدلې شوې وې.»[8]

2 ـ  د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم يو جليل القدر  صحابي حضرت بلال حبشي (رض)  چې د ځينو وجوهاتو په بنياد يې مدينه منوره پريښې وه او د شام په خوا کښې يې د اسلامي هېواد د پولو څارنه کوله په خوب کښې وليدل چې پېغمبر اکرم ورته وفرمايل چې بلاله دا څه بې وفائي ده، آيا زمونږ د زيارت کولو وخت نۀ دے راسېدلے؟ حضرت بلال حبشي (رض) ډير په خفګان سره له خوبه پاڅېد او په خپل مرکب باندې سپور شو او مدينې منورې ته روان شو کله چې د پېغبمر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم قبر مبارک ته ورسيد نو په ژړا انګولا سره يې  خپل مخ  د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم په قبر پورې  ومخښۀ او ښکل يې کړ او کله ېې چې امام حسن او حسين عليهم السلام وليدل نو دواړه يې ښکل کړل.[9]

3 ـ اميرالمومنين حضرت علي عليه السلام فرمائي:  د پېغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم له دفن کېدو څخه ډېرې ورځې تېرې شوې وې چې يو صحرائي عرب راغے او خپل ځان يې د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم  په قبر راوغورزوۀ او د هغه مبارک قبرمبارک خاورې يې په خپل سر واچولې او د هغه حضرت له قبر مبارک سره يې خبرې شروع کړې او وې ويل: اے د خداے خوږ پېغمبره، تا خبرې وکړې او مونږ واوريدې له خداے پاک  نه دې حقيقتونه حاصل کړل او مونږ هغه حقائق له تا څخه تر لاسه کړل له هغو څيزونو څخه چې په تا نازل شول ځينې دا دي چې: «وَلَوْ أَنّهم إذْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُم»، اوس ما په خپل ځان باندې زياتے کړے دے، له خدايه مالره بخښنه وغواړه ناڅاپه يې يو اواز واريد چې:« ستا ګناهونه وبخښل شول!»

دا قيصه د تاريخ او  سيرت ډېرو ليکوالانو بيان کړې ده له هغو کسانو ځينې دا دي «سمهودي په وفاء الوفا، 2 ټوک ، 612 مخ او ښاغلي شيخ داود خالدي (د وفات کال يې 1299) په خپل کتاب صلح الاخوان او داسی نورو کسانو هم نقل کړې ده.

4 ـ حاکم په خپل مستدرک  کښې نقلوي چې: مروان بن حکم  جومات ته داخل شو او وې ليدل چې يو سړي خپل مخ په قبر ايښے دے هغه يې له څټ نه راونيوۀ او ورته يې وويل چې خبر يی چې دا څه کار کوې؟ هغه کس چې کله سر راپورته کړ نو پته ولګيده چې هغه کس حضرت ابو ايوب انصاري (رض) ؤ نو مروان بن حکم ته يې وويل: زۀ کاڼي ته نه يم راغلے بلکې زۀ پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم درګاه ته راغلے يم. اے مروانه! له پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم مې اوريدلي دي چې فرمايلي يې وو چې: کله چې د دين مشري د خداے پاک نېک بندګان په لاس کښې واخلي نو ورباندې ژړا مۀ کوئ بلکې هله ژړا کوئ چې کله نا اهله کسان(يعنې ته او  ستاسود امويانو کورنۍ) د دين مشري په لاس واخلي.[10]

د تاريخ دا برخه په ډاګه کوي چې د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم له مبارک قبر سره له تبرک کولو نه د منعي کولو جرړه کوم ځاے ده او دا خبره هم معلوميږي چې د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم قدرمنو اصحابو به تل د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم له سپڅلي  قبر څخه تبرک حاصلوۀ خو يوازې دا مروانيان وو چې خلق او بيا په تېره بيا د پېغمبر اکرم اصحاب به يې له دې جائز کاره منعې کول.

 په دې حقله واقعات دومره ډير دي چې د هغو بيانول د بحث د اووږدوالي سبب کيږي. مينه وال کولې شي چې د «تبرک الصحابه» کتاب نه علاوه يو بل ارزښمن کتاب «الغدير»، 5 ټوک، 156-146 مخونو ته مراجعه وکړي.

د دې باب په اخېر کښې ضروري ګڼم چې يو ټکے د لوستوونکو په خدمت کښې وړاندې کړم او هغه دا چې دا ټول تاريخي نقلونه او قيصې هيڅ کله دروغ او بې بنياده نۀ شي کېدې. که فرض کړو چې دا بې بنياده او دروغ وي، خو بيا هم زمونږ دعوا او مقصد ثابتوي؛ ځکه چې که دا کارونه شرک، بدعت او حرام وي نو هيڅکله به يې دروغجنو نسبت اسلامي شخصيتونو ته نه ورکوۀ ځکه چې دروغجن په داسې څيزونو کښې دروغ جوړوي چې ټولنه يې قبلوي ان تر دې چې خلق د دوي خبره ومني او يقين پرې وکړي، او هيڅ کله د هغه کار نسبت به يې نېکو کسانو ته نۀ ورکوۀ چې هغه کار يا شرک وي يا بدعت او يا حرام وي ځکه چې که دا کار وکړي نو په داسې صورت کښې ټولنه او خلق د هغوي خبره نه مني او د هغوي غشي خطا ځي او خپل پست مقصد ته نه رسي.

*****

 

[1] . سوره يوسف: 92 ايت

[2] . د پېغمبر اکرم صلی الله عليه واله وسلم له زمانې راهسې تر ننه پورې له وهابيانو او سلفيانو نه بغېر ټولو مسلمانانو به د پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم له نښو نښانو څخه تبرک حاصلوۀ او حاصلوي يې او شيخ محمد طاهر مکي  په پرېکنده او يقيني تاريخي دليلونو سره دا خبره په يو کتاب کښې چې په 1385 نمريز کال کښې چاپ شوے دے، ثابته کړې ده او د کتاب نوم هم «تبرک الصحابه به آثار رسول الله ( صلّي الله عليه وآله وسلم) » دے او دا کتاب په فارسي کښې هم ترجمه شوے دے.

[3] . صحيح بخاري، 3 ټوک ، 255 مخ

[4] . صحيح بخاري، 4 ټوک ، 227 مخ او صحيح مسلم د خاتم النبوت باب.

[5] . صحيح بخاري، 4 ټوک ، 226 مخ

[6] . صحيح بخاري، ٍ 4 ټوک ، 231 مخ

[7] . صحيح مسلم، 4 ټوک ، کتاب فضائل الصحابه.

[8] . ډيرو ليکوالانو محقيقينو دا قيصه نقل کړې ده، لکه ښاغلي شبرواي د الإتحاف په  9  مخ کښې او سمهودي په وفاء الوفا، د 2 ټوک  444 مخ  کښې او خالدي په صلح الإخوان، 57  مخ کښې او داسې نورو هم نقل کړې ده.

[9] . دا قيصه هم يوې ډلې ليکوالانو نقل کړې ده ، لکه سبکي په شفاء السقام  کښې چې له تاريخ شام ابن عساکر يې نقل کړې ده  او ابن اثير په اسد الغابه، 1ټوک، 28 مخ کښې نقل کړې ده.

[10] . مستدرک حاکم ، 4 ټوک 15 مخ

کلیدي کلمې: