د خدای پاک صفات

په دوو مکتبونو کښې

د خدای پاک صفات

لیکوال: سيد مرتضى عسكرى

     سريزه

(د قران پاک او سنت پر چورليز، وحدت او يووالې)

بسم اللّه الرّحمن الرّحيم

اَلْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعالَمينِ، وَ الصَّلاةُ وَ السَّلامُ عَلى مُحَمَّد وَ آلِهِ الطّاهِرينَ وَ السَّلامُ عَلى اَصْحابِهِ الْبَرَرَةِ الْمَيامين.

مونږ ټول مسلمانان، د کورنيو مشکلاتو او اختلافاتو لامله په خپله کښې له يو بل سره په لانجو او جګړو کې اخته يوو او هم دا رنګ د اسلام دښمنانو له بهره، له داسې لارې چې مونږ پرې نۀ پوهيږو، زمونږ وحدت او يووالې په تفرقه کې او زمونږ رعب او دبدبه يې په کمزورتيا کې بدله کړې ده، دومره اختلافات يې رامينځته کړل چې له مونږ يې د دفاع کولو  طاقت هم واخست او پر مونږ مسلط او واکمن شول حال دا چې پاک الله په قران پاک کې فرمايې:

وَ أَطيعُوا اللّهَ وَ رَسُولَهُ وَ لا تَنازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَ تَذْهَبَ ريحُكُم ؛[1]

د پاک الله او د هغه د پيغمبر(ص) اطاعت وکړئ او  يو بل سره جګړې مه کوئ ګنې کمزوري به شئ او د تاسو قدرت او رعب به لاړ شي.!

هو:وَ ما أَصابَكُمْ مِنْ مُصيبَةٍ فَبِما كَسَبَتْ أَيْديكُمْ وَ يَعْفُوا عَنْ كَثيرٍ؛[2]

هر يو مصيبت او تکليف چې درته ورسي د تاسو د عمل پايله او نتيجه ده او الله تعالی ډير خلک بخښې هم !

نو ښه به دا وي چې نن او بلکې هره ورځ بايد (قران او سنت) ته ستانه  او بيرته وګرځو او خپل وحدت او يووالې د قران او سنت مطابق برابر کړو لکه څنګه چې پاک الله فرمايي:

فَإِنْ تَنازَعْتُمْ في شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَ الرَّسُولِ ؛[3]

که د يو څيز په هکله په خپله کښې لانجه وکړئ نو د هغه حکم په هکله خداي او د هغه رسول ته مراجعه وکړئ.

مونږ هم، په دې بحثونو کې (قران او سنت) ته مراجعه کړې ده او مونږ د اختلافي مسايلو لارښوونه او دليلونه له قران او سنت څخه اخلو څو- د خداي په فضل سره- يو ځل بيا د مسلمانانو د وحدت او اتحاد سبب وګرځي.

هيله من يم چې اسلامي پوهان او متفکران به هم، په دې ډګر کې مونږ سره همکارۍ او تعاون وکړي او خپلې ليد توګې به مونږ ته راوليږي. چې په نتيجه کې يې د مسلمانانو وحدت او يووالې زيات ټينګ شي.

 

       په دوو مکتبونو کښې د خدای پاک صفات

 

د خدای ځينې صفتونه او په هغو کښې د اختلاف جرړه

ځېنې مسلمانان داسې ګومان کوي چې:

1. خدای تعالی حضرت آدم خپل ځان په شان پنځولې او پيدا کړې دی.

په صحيح بخارى او صحيح مسلم او د ابن خزيمه په توحيد کتاب کښې له ابوهريره روايت نقلوي چې وې ويل:

رسول الله صلى‏الله ‏عليه ‏و‏آله وفرمايل: «خدای تعالی حضرت آدم عليه السلام د خپل شکل په څير (يعني خپل ځان غوندې) وپنځول او د هغۀ قد(ننګ)، شپيتۀ (60) ذراع[4] و، او د خلقت نه پس يې ورته وفرمايل: لاړ شه او هغو ناستو پرښتو ته سلام وکړه او د هغو سلام هم واوره چې هغه به، د تا او  د تاسو د اولاد سلام وګرځي. نو ‏آدم عليه السلام همداسې وکړ او هغو ته يې سلام وکړ: سلامتيا وي پر تاسو، نو هغو د ‏آدم په ځواب کښې وويل: پر تاسو هم سلام وي او د خدای رحمت هم: او د «رحمة اللّه‏» ټکی يې په سلام ورزيات کړ. پس، څوک هم چې جنت ته ننوځي نو د ادم په شکل به وي. او تر اوس مهاله، انسانان رو رو ورکوټي کيدو، چې ښه وړوکي شول (په قد کښې لنډ، لکه مخکښې ادم شپيته ذراع ؤ نو اوس دومره لوی څوک نيشته).»[5]

او هم دارنګ، په صحيح مسلم او مسند احمد کښې له ابوهريره روايت نقل کوي چې وې ويل:

رسول الله صلى‏الله‏عليه‏و‏آله وفرمايل: «کله هم تاسو خپلو نورو وروڼو سره جګړه کوئ نو د هغو په مخ او څيرې له وهلو ډډه وکړئ ځکه چې خدای آدم خپل ځان په څير پنځولې دی.»[6]

2. يداللّه‏ د خلفاؤ په مکتب کښې

په صحيح بخارى او صحيح مسلم او سنن ابو داود او د ابن خزيمه په توحيدکتاب کښې له ابوهريره روايت نقلوي چې وې ويل: رسول الله صلى‏الله‏عليه‏و‏آله وفرمايل: «آدم او موسى يو بل سره مناظره وکړه. موسى وويل: اى آدم! تۀ زمونږ پلار يی، مونږ د ناهيلې کړو او له جنت او بهشته د وويستلو، آدم ورته وويل: تۀ هم موسی يى! خدای تۀ خپل ځان لپاره د کلام او خبرو کولو لپاره وټاکلی (کليم الله) او [تورات] يې تا لپاره خپل لاس سره وليکل. نو آيا تۀ ما په داسې کار، ملامتوی چې کوم  کار خدای پاک زما له خلقت او پينځولو څلويښت کاله وړاندې، مقدر کړې و.؟»

بيا پيغمبر وفرمايل: «آدم او موسى مناظره ختمه شوه او موسى په مناظرې کښې بريا شو.»[7]

او همدا راز، په صحيح بخارى او مسلم او سنن ترمذى او سنن ابو داود او تفسير طبرى او تفسير ابن كثير او تفسير زاد المسير ابن جوزى او تفسير سيوطى کښې له، عبداللّه‏ بن مسعود روايت نقل کوي چې وې ويل:

د يهوديانو يو عالم پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله ته ورغې او وې ويل: «اى محمد او اى ابوالقاسمه! خدای تعالى د قيامت په ورځ ټول آسمانونه په يوه ګوته اوچتوي او بيا يې خوځوي او داسې وايي: زه د دې مالک او د دې واکمن يم.» نو رسول الله صلى‏الله‏عليه‏و‏آله د دې عالم له وينا حيران شو او وخنديد او د هغۀ خبرو تصديق يې وکړ او دا ايت يې تلاوت کړ:

وَ ما قَدَرُوا اللّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَ الْأَرْضُ جَميعاً قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيامَةِ وَ السَّماواتُ مَطْوِيّاتٌ بِيَمينِهِ سُبْحانَهُ وَ تَعالى عَمّا يُشْرِكُون؛[8]

هغوى، خدای (هغه شان لکه څرنګه د خداى د پيژندلو حق دی) لكه چې وړ دى، نۀ دى پېژندلى او د قيامت په ورځ ټوله ځمكه د هغه (په قدرت) قبضه کې ده او اسمانونه به يې (د قدرت) په ښي لاس كې نغښتي وي. هغه له هغه څه پاک او لوړ دى، چې هغوى يې ورسره شريكوي.[9]

او همدار  راز، په صحيح بخارى او كنزالعمال کښې له ابوهريره روايت نقلوي چې وې ويل:

رسول اکرم صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله وفرمايل: «د خدای لاسونه ډک دي او هغه شپه ورځ انفاق او خيرات سره نه کميږي او بيايې وفرمايل: لکه څرنګه يې د ځمکې او اسمان له پينځولو تر اوس مهاله انفاق کړې او څه يې چې په لاس کښې وو هغه  لږ نۀ دي شوي او وې فرمايل: د هغۀ عرش به اوبه باندې ولاړ ده او دا عرش د هغۀ په بل لاس کښې ده او پرتله (تله) په شان کوزه پاسه کيږي.»[10]

او همداسې بل ځای کښې له ابو هريره روايت نقل کوي چې وې ويل:

له رسول خدا صلى‏الله‏عليه‏ و‏آله مې اوريدلي دي چې وې فرمايل: «خدای تعالی ځمکه په خپل قدرت سره قبضه او نيولې ده او اسمان يې په خپل مزبوټ لاس کښې نغښتې دی او وايي چې : زه سلطان يم او زه واکمن يم، د ځمکې باچاهان او سلطانان چرته دي؟»[11]

او همدا راز، د ابن خزيمه په توحيد کتاب کښې په «خدای لپاره د لاس په ثابتولو باب کښې راغلي دي چې:لکه څنګه چې خدای تعالی مونږ ته د قران په محکم ايتونو کښې خبر راکړې چې د خدای دوه لاسونه دي.[12]

هغه بيا د ايتونو يوې  مجموعې  سره چې ـ دا لانديني ايتونه هم پکښې دي ـ استدلال کړې دی:

1. وَ قالَتِ الْيَهُودُ يَدُ اللّهِ مَغْلُولَةٌ غُلَّتْ أَيْديهِمْ وَ لُعِنُوا بِما قالُوا بَلْ يَداهُ مَبْسُوطَتانِ يُنْفِقُ كَيْفَ يَشاء؛[13]

او يهوديان وايي چې د خدای لاس تړلی شوی دی، د دوي لاسونه دې تړلي وي او د هغه څه په سزا کښې چې ويلي يې دي په دوي دې لعنت وي بلکې د هغه (د رحمت او قدرت) دواړه لاسونه پرانستې دي او څنګه چې وغواړي بخښي (روزي ورکوي).

2. فَسُبْحانَ الَّذي بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ؛[14]

نو پاک دى هغه ذات(خدای)، چې د ټولو څيزونو مالكيت او واکمني يې په لاس كې ده او يوازې د هغه لوري ته ورګرځول كېږئ.

3. وَ تُعِزُّ مَنْ تَشاءُ وَ تُذِلُّ مَنْ تَشاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلى كُلِّ شَيْءٍ قَدير؛[15]

نو چاته چې وغواړې عزت ورکړې او څوک چې وغواړې ذليل يې کړی. ټول خير ستا په لاس کښې دی بيشکه چې تۀ په هر څه قدرت لرې.

3. د خدای «پَنډۍ» او «قدم يا پخښه» د خلفاو په مکتب کښې

په صحيح بخارى او صحيح مسلم او مسند احمد او په ابن خزيمه توحيد کتاب کښې او په طبرى او ابن كثير او سيوطى په تفسيرونو کښې له ابوهريره روايت نقل کيږي چې وې ويل:

رسول الله صلى‏الله‏عليه‏و‏آله وفرمايل چې: «بهشت او دوزخ يو بل سره مناظره کوي او په يو بل وياړ او فخر کوي، دوزخ وايي: زه د ظالمانو او کَبَرجنو ته سزا ورکولو لپاره تيار شوی يم، او جنت وايي: بيا زما څه چل دی چې يوازې کمزوري، بې وسه او عاجز خلک ما ته راننوځي، نو خدای پاک به بهشت او جنت ته وفرمايي: تۀ زما رحمت يی؛ او ستا په وسيله له خپلو بندګانو څخه کوم يو وغواړم پر هغۀ رحمت واروم او جهنم ته به وفرمايي: تۀ زما عذاب يی، او ستا په وسيله له خپلو بندګانو څخه کوم چې وغواړم عذاب ورکوم؛ او تاسو دواړه به ډک شئ خو جهنم به نۀ مَړِيږي ان تر دې چې خدای به خپله پخښه په هغه کښې کيږدوي نو جهنم به، بس دی بس دی غږونه وکړي (چې موړ شوم).»[16]

او همدا راز  په صحيح بخارى او صحيح مسلم او سنن ابى‏داود او مسند احمد کښې له ابوسعيد روايت نقلوي چې وې ويل:

وامې وريدل چې رسول اکرم صلى‏الله‏عليه‏ و‏آله فرمايل چې: «زمونږ رب او پروردګار به خپله  «پَنډۍ» څرګنده کړي او ټول مومنان او  مومنې ښځې به ورته سجده کوي مګر هغه کس چې په دنيا کښې يې ريا کاري او شهرت لپاره سجده کړي وي که هغه سړې سجدې کول  هم وغواړي نو د هغه شا او ملا به نيغيږي او سجده به نشي کولای.»[17]

دې روايت تفصيل په صحيح بخارى، كتاب التوحيد کښې، د ابوسعيد خدرى له قوله داسې راغلې:

وايي:  رسول الله صلى‏الله‏عليه‏ و‏آله نه مې پوښتنه و کړه: آيا مونږ په قيامت په ورځې خپل پرودګار وينو؟ وې فرمايل: «... د قيامت په ورځ به منادي او وياند غږ وکړي چې هر کوم چې په دنيا کښې د څه عبادت کول نو اوس د هغۀ لورې ته ورشي .... يوازې خدای پالونکي ـ نيکوکاره او بدکاره ـ کسان به په ځای پاتی شي، هغو ته ويل کيږي څه شي تاسو ولاړ او درولي يئ ټول خلک خو لاړل. دوي به ورته وايې چې مونږ له هغو جدا شوي يو او نن مونږ هغۀ [خدای] ته اړمن او محتاج يو مونږ واوريدل چې منادي وويل چې چا د څه عبادت کړې وي هغه په لور ورشئ نو مونږ د خدای عبادت کړی دی او مونږ د خدای په انتظار يو، پيغمبر وفرمايل: پس له دې به خدای تعالی هغو ته ورشي او وايې به: زه د تاسو خدای او پروردګار يم، هغوي به وايې چې تۀ زمونږ پرودرګار نۀ يی او بې له پيغمبرانو بل څوک به ورسره خبرې نۀ کوي، ورته به وويل شي ايا د تاسو او د پرودګار تر مينځ څه نخښه هم وه چې له هغه يې وپيژنئ؟ وايې چې: هو! «پنډۍ»! پس خدای به خپله «پَنډۍ» راڅرګنده کړي او ټول مومنان به ورته سجده وکړي.»[18]

4. د خدای «مكان» او د هغۀ «عرش» د خلفاؤ په مکتب کښې

ځينې مسلمانان دا عقيده لري چې خدای لپاره يو خاص مکان او ځای ده او کله کله له يو ځايه بل ځای ته ځي او منتقليږي کله په عرش باندې کښيني او کله کله ځمکې ته راکوزيږي او بيا اسمان ته پاس ځيژي.

په سنن ابن ماجه او سنن ترمذى او مسند احمد کښې له ابو رزين روايت نقل کوي چې وې ويل:

رسول الله صلى‏الله‏ عليه ‏و‏آله ته مو عرض وکړ: يا رسول اللّه‏! زمونږ  پروردګار د انسانانو د پنځولو نه وړاندې چرته ؤ؟ وې فرمايل: «په عماء کښې ؤ ـ يعنى هيڅ  شی هغۀ سره نۀ و او هغه يوازې ؤـ له هغۀ پاسه هم هوا او فضا وه او د هغۀ لاندی هم هوا او فضا وه او هيڅ کوم بل مخلوق هلته نۀ و او د هغۀ عرش په اوبو باندې ولاړ ؤ.»[19]

او په بل روايت کښې راغلي دي چې هغۀ حضرت وفرمايل:

«د هغۀ عرش پر اسمانونو باندې داسې ده: ـ هغۀ د خپل لاس ګوتی، د ګنبد په شان راټولې کړې دي او وې فرمايل: [د خدای د دروند والي په وجه] هغه عرش لکه د اوښ په شان نړيږي (چغې وهي).»[20]

او په صحيح بخارى او صحيح مسلم او سنن ابوداود او سنن ترمذى او سنن ابن ماجه او دارمى او موطأ مالك او مسند احمد کښې له ابوهريره روايت نقل کوي چې وې ويل:

رسول اکرم صلى‏الله ‏عليه‏ و‏آله وفرمايل: «خدای پاک د شپې په ورستې وخت کښې، د دنيا اسمان ته راکوزيږي او فرمايي چې: ايا څوک له ما سوال او غوښتنه لرئ چې زه يې قبوله کړم، او څوک له ما غواړي چې ورته خپله ورکړه او عطا وبخښم....»[21]

او هم دا راز يې وفرمايل: «د شعبان په پينځلسم شپه د دنيا اسمان ته راکوزيږي او خلک بخښي.»[22]

او هم دا راز، د قيامت په اړه فرمايي:

«جهنم ته ويل کيږي: آيا موړ او ډک شوی؟ وايي: هَل مِن مَزَيدٌ، آيا څه نور څه شته که نه؟ نو خداي تعالی به خپله «پخښه» هغه کښې کيږدي او جهنم به چغې پورته کړي چې: بس ده، بس ده!»

او په بل روايت کښې راغلي دي چې:

«جهنم به مړيږي او ډکيږي نه تر دې چې خدای تعالی به خپله پخښه جهنم کښې کيږدوي او جهنم به غږ وکړي چې بس ده بس!

نو په دې وخت کښې به موړ او ډک او ګډ وډ شي.»[23]

 

5. په قيامت او جنت کښې د خدای ليدل(رؤيت)

د خلفاو د مکتب راويانو روايت نقل کړې چې رسول الله صلى‏الله‏عليه‏ و‏آله به، په قيامت کښې خپل پروردګار ويني وايي چې پيغمبر فرمايلي دي چې : پس له دې چې ټول پيغمبران له شفاعته مخ واړوي نو مومنان به ماته راشي زه به د پروردګار درګاه ته روانيږم او د ننوتلو اجازه به اخلم پس له اجازې، زه به خپل پروردګار وينم او ورته به سجده کوم...» د حديث تر پای پوری.[24]

هم داسې فرمايلي يې دي چې:

«خدای تعالی به د قيامت په ورځ خپلو بندګانو ته راکوزيږي چې د هغو تر مينځ قضاوت او فيصله وکړي.»[25]

داسې يې هم فرمايلي دي چې: «تاسو به ډير زر خپل پروردګار په ښکاره توګه ووينئ.»[26]

او دا هم چې:

«مسلمانان به د قيامت په ورځ، لکه د مياشتې، خپل پروردګار ويني او هيڅ کوم رش او تکليف يا تنګوالی به نۀ جوړيږي.»[27]

او خدای تعالی به په هغه ورځ فرمايي:

«په دنيا کښې چې چا د څه عبادت کړي وي هغۀ پسې ورشي نو ځينې به لمر پسي ځې او ځينې په مياشتې او سپوږمئ پسې ځي، ځينې به  دنيا ځينې استکباره او طاغوتيانو او فرعونيانو پسې ځې او د پيغمبرامت به سره د منافقانو په خپل ځای ولاړ پاتې وي. نو خدای به د يو ناپيژانده کس به توګه هغو ته ورشي ورته به ووايي چې: زه د تاسو پروردګار يم. هغو به ووايي مونږ خدای ته له تا پناه غواړو! مونږ به دلته تر هغه پورې ولاړ وو چې مونږ پروردګار دلته راشي او کله چې هغه راشي نو هغه مونږ پيژنو، نو خدای به خپل شکل هغه شان کړي چې کوم شکل کښې يې مومنان پيژني نو دوي ته به ووايي چې زه ستاسو پروردګار يم نو هغوي به ووايې چې هو! همدا تۀ زمونږ خدايی يی، او ورپسې به روان شي.»[28]

او په بل روايت کښې وايي:

«[هر يو کس دې خپل معبود پسې لاړ شي] ان تر دې چې د خداي عبادت کوونکو نه علاوه ـ نيكوكاره او که  بدكاره ـ بل څوک به هلته پاتې نۀ شي. نو خدای به په هغه شکل کښې چې هغه يې ليدلې ؤ هغو ته ورشي او هغو ته به وويل شي چې د څه انتظار د کوئ؟ هر امت او ډلې چې د څه عبادت يې کول هغو پسې روان شول. وايي: مونږ...د خپل پروردګار چې په دنيا کښې مو د هغۀ عبادت کول، په انتظارکښې يو. خدای به ورته وفرمايي: زه د تاسو  پروردګار يم  هغو به دوه يا درې ځله ووايي چې مونږ خدای سره څه بل څه شريک نه ګڼو. هغه به ورته وفرمايي چې: آيا د تاسو او د خدای تر مينځ څه نخښه نخښانه شته چې له هغۀ يې وپيژنئ؟ وايي: هو! ... «پَنډۍ» نو خدای به خپله «پَنډۍ» راښکاره کړي او دوي به ورته سجده وکړي بيا چې کله سَرُونه اوچت کړي نو وبه ګوري چې خدای، په هماغه لومړي شکل کښې بدل شوی دی چې دوي لومړي ځل ليدلې ؤ نو هغه وايي چې زه د تاسو پروردګار يم هغو وايي: هو ته زمونږ پروردګار يی.»[29]

په جنت کښې د خدای ديدار او ليدنه

روايت يې کړې ده چې  رسول الله صلى‏الله ‏عليه ‏و‏آله د جنتي مؤمنان په هکله فرمايلي دي:

«مؤمنانو او په جنت فردوس کښې د خدای ليدلو تر مينځ، د خدای د کبريايي ردا نه علاوه بل څه فاصله نيشته.[30]

نو کله چې جنتيان هغۀ ته ننوځي، نو خدای تعالی فرمايي:

بل څه غواړئ چې درته درکړم؟ هغو ورته وايي: آيا مونږ د نيکمرغه او سعادت من نه کړو؟ آيا په جنت کښې د ځای رانۀ کړ او د دوزخ له اووره دې نجات رانۀ کړ؟ نو، خدای پاک به خپل حجاب او پرده پرانستي(او خدای به وګوري) نو هغو په نزد به، د خدای تعالی د ديدار نه محبوب شی بل څه نۀ وي.»[31]

او روايت کړې شوې چې رسول خدا صلى‏الله‏عليه‏و‏آله وفرمايل:

«په هماغه حال کښې چې جنتيان په نعمتونو کښې غرق وي ناڅاپه يو ځلنده نور پر هغوي ځليږي همدا چې سرونه اوچت کړي نو ګوري چې پاک الله د هغو د پاسه ولاړ دی او فرمايي: «درود او سلام وي پر تاسو ای جنتيانو!» پيغمبر وفرمايل: دا په قران پاک کې د پاک الله هماغه وينا ده چې فرمايي: «سلامٌ قولاً من ربّ رحيم.» او پيغمبر وفرمايل: له دې وروسته، خدای د هغو تماشا کوي او دوي د خدای تماشه کوي او تر څو چې دغه ديدار جاري وي نو هغو بل نعمت ته هډو پام نۀ کيږي تر دې چې خدای د هغو له سترګو غيب او پناه شي او د هغۀ نور او برکت پر ځای پاتی کيږي.»[32]

او هم دا راز فرمايلي  يې دي:

« ... خدای په نزد قدرمن جنتي هغۀ کس دی چې سهار او ماښام د خدای څيرې او مخ ته ويني. بيا، رسول اکرم صلى‏الله ‏عليه ‏و‏آله د دې ايت تلاوت وکړ: وجوه يومئذ ناضرة الى ربّها ناظرة؛ په دې ورځ به ځينې څيرې او مخونه خوشحاله وي او خدای ته به کتونکي وي[33]

او روايت نقل شوې چې رسول الله صلى‏الله ‏عليه ‏و‏آله فرمايلي دي چې:

«بهشتيان به د خدای زيارت (ليدنې) لپاره لاړ شي او خدای به خپل عرش هغو ته ورښکاره کړي او د جنت په يو باغ کښې به خپل ځان وروښايي او په هغه مجلس کښې به بل څوک نه وي مګر دا چې خداي هغو سره خبرې وکړي دومره پورې چې په تاسو بهشتيانو کښې ځينو ته فرمايي: پلانکيه! ايا په پلانکي ورځې د ياد دي چې تا څه څه کړي وو؟ هغه به په ځواب کښې وايي: پروردګاره! زه د نۀ يم بخښلی؟ هغه به وفرمايي: ولې نۀ بخښلې مو يی..... بيا به مونږ جنتيان خپلو کورنو ته بيرته راګرځوو او زمونږ ښځې به زمونږ ملاقات لپاره راځي او مونږ ته وايي  چې په خير راغلئ، ستړي مۀ شئ تاسو په داسې حال کښې راستانۀ شوئ چې، مخونه مو ډير زيات نوراني، ښايسته او خوشبو داره شوي دي نو مونږ به ورته وايو، چې نن مونږ خپل پروردګار سره وو او بايد همداسې ښايسته راستانۀ شو او مونږ د دې حقدار يو.»[34]

***

په قيامت کښې د خدای تعالی د ليدلو او د هغه د غړيو او اعضاؤ د صفت په اړه په هم دومره روايتونو بسنه کوو او هم دومره شمير د بيلګې او مثال لپاره بس ګڼو ځکه چې مونږ د دې ټولو موردونو د شميرلو او راټولولو نيت او اراده نۀ لرو. په راتلونکي بحث کښې د دې حديثونو د معناوو او د سپيناوي په اړه اختلاف، څيړو.

د دې روايتونو په سپيناوي او معنا کښې اختلاف

ځينې مسلمانانو د دې حديثونو په ظاهر باندې ايمان راوړې دی او په دې ايمان يې، په خدای د ايمان او د خدای په توحيد د باور لرلو دليل ګڼلې، او نور کسان، کوم چې د دې حديثونو معنا غير از جسميت بولي، «معطلِّة الصفات» نوموي، يعني د خدای صفتونو ختمونکي يا د خدای صفتونو ته، پام نۀ کوونکي بلي!

مسلم په خپل صحيح کښې په ايمان کتاب کښې ليکلي دي او بخاري هم په خپل صحيح کښې په توحيد کتاب کې راوړي دي.

ابن خزيمه خو په دې اړه يو بيل او ځانګړې کتاب د توحيد او د پروردګار د صفتونو اثبات په نوم .... ليکلې او دغه ټول حديثونه يې صحيح ګڼلي دي. او باوري دی چې ټول حديثونه عادلانو له نورو عادل کسانو نقل کړي دي او په موثق او با اعتماده راويانو نيوکه روا نۀ ګڼي.[35]

د ابن خزيمه کتاب د بابونو لړليک داسې ده:

خدای لپاره د نفس اثباتول

خدای لپاره د څيرې او مخ اثباتول

د پروردګار د «صورت» د ذکر باب

خدای لپاره د «سترګو د ثابتيدو» باب

خدای لپاره د «اوريدلو او ليدلو د ثابتيدو» باب

خدای له پاره د «لاس د ثابتولو» باب

پاک خدای لپاره د «پخښې د ثابتولو» باب

د دې باب چې «ټول مومنان به د خدای پاک تماشه او نظاره کوي»

 د دې باب « چې ټول مومنان به قيامت په ورځ خدای پاک ويني»

او همدا راز،امام حافظ عثمان بن سعيد الدارمى ( د زوکړې کال 280 هجرى) د خپل کتاب ځينې بابونه يې د جهميه ډلې د عقيدو په ردولو کښې داسې راوړي دي:

په پينځلسم شعبان شپه د  [خدای پاک] د نازليدلو باب

د عرفه په ورځ  د [خدای پاک] د نازليدلو باب

قيامت په ورځ د حساب اوکتاب لپاره د خدای پاک نازليدلو باب

جنتيانو لپاره د خدای پاک نازليدلو باب

د خدای پاک د ليدلو باب[36]

او همدارنګ، ذهبى[37] په خپل کتاب «العلوّ العال للعلىّ الغفار» کښې داسې ايتونه او حديثونه راوړي چې د خلفاو د مکتب پيروانو د پوهې او فهم په مطابق، له علو څخه مراد د خدای مکاني علو او لوړاوې ده، هغۀ بيا د دې نظريې د تاييدولو په هدف، د صحابه ؤ او علماو او محديثينو اقوال بيان کړي دي.

په مکتب اهل البيت عليهم‏السلام کښې د خدای صفتونه

د خدای تعالی د صفتونو په اړه مو د ځينې مسلمانانو روايتونه د ابو هريره او د غير ابو هريره په استناد سره ذکر کړ. دا ډول شبهې چې د يهودو د تورات د افکارو څخه د متاثر شونې او د قران پاک د لفظي او ظاهرې معنې سره د تمسک لامله دي، د اهل بيت عليهم‏السلام امامانو دې شبهو ته په ښه ډول ځواب ورکړې دی. اوس، د اهل بيت عليهم السلامو د تعليماتو په رڼا کښې دا روايتونه، څيړو.

1. روايت «خلق آدم به صورت او» در مكتب اهل البيت عليهم‏السلام

د اهل بيت عليهم‏السلام امامانو د ابوهريره د روايتونو حقيقت د «آدم د خپل شکل کښې پينځول» په دې ډول بيان کړې چې فرمايي:

حسين بن خالد وايي: حضرت امام رضا عليه‏السلام ته مو وويل: ای د رسول الله نماسيه! خلک روايت نقلوي چې رسول اکرم صلى‏الله‏ عليه ‏و‏آله فرمايلي چې: خدای ادم د خپل شکل و صورت غوندې پنځولی دی. نو امام عليه‏السلام وفرمايل: «خدای دې هغو تباه کړي چې د حديث لومړۍ برخه يې حذف(پريښې) کړې ده حقيقت دا ده چې رسول الله صلى‏الله‏ عليه ‏و‏آله يوه ورځ دوو کسانو څنګته تيريدو چې هغو دوو يو بل ته کنځلې کولی او وای وريدل چې يو بل ته ويل: خدای تا او د تا په شان نور کسان سپک او بدنام کړه. نو پيغمبر ورته وفرمايل: ای د خدای بنده! دا خپل انساني ورور ته مۀ وايه ځکه چې خدای ادم عليه السلام د خپل شکل (هم شکل) په شان خلق کړې دی.»[38]

په بل روايت کښې ـ د لومړې روايت سره نږدې مضمون سره ـ له ابو الورد بن ثمامة او هغه يې له امام على عليه‏السلام نقلوي چې وايي:

پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله واوريدل چې يو کس بل ته داسې وايي: خدای ستا مخ او د ستا په شان نور کسان سپک او بدنامه کړه. نو هغۀ حضرت ورته وفرمايل: خُله دې بند کړه غلې شه او دا خبره مۀ کوه ځکه چې خدای پاک ادم د هغۀ په شکل کښې پيدا کړې دی(يعني انسانان يې هم شکل پيدا کړي دي).»[39]

او په بل روايت کښې وايي: امام ابوالحسن موسى كاظم عليه‏السلام ته مو ليک وليږل او له هغۀ حضرت مو د خدای د جسم او شکل او صورت په اړه پوښتنه وکړه نو هغۀ بزرګوار زما په ځواب کښې وليکل چې:

سُبحانَ مَن لَيْس كَمِثلِهِ شَى‏ءٌ لاجِسمَ وِلا صُورة؛

پاک دې هغه خدای چې هيڅ کوم شی د هغه ورته(په شان) نيشته هغه نۀ جسم لري او نۀ مخ.[40]

د دې حديث په څيړلو سره به، لانديني موردونه روښانه شي

لومړۍ: د حديث لومړۍ برخې حذفيدل

کوم روايت مو چې له ابوهريره رواړې، په هغه کښې د رسول خدا صلى‏الله ‏عليه ‏و‏آله لومړۍ برخه حذف شوی ده. يعنى دا عبارت چې: رسول خدا صلى‏الله‏ عليه ‏و‏آله يوه ورځ دوو کسانو څنګته تيريده چې هغو دوو يو بل ته کنځلې کولی او وای وريدل چې يو بل ته يې ويل: خدای تا او د تا په شان نور کسان سپک او بدنام کړه. پيغمبر هغۀ ته وفرمايل : دا خبره خپل ورور ته مۀ کوه» دا ټول حذف شوي دي!

د حديث لومړۍ برخه چې ډير اهميت لري حذف شوی او يوازې وروستې برخه يې چې ويل يې: «انّ اللّه‏ خلق آدم على صورته» يې نقل کړې ده او دې حذف سره داسې ګومان کيږي چې د «ها» ضمير په «صورته» کښې خدای ته ګرځي او اوريدونکي دا تصور کوي چې پيغمبر فرمايلي چې خدای تعالی ادم په خپل شکل يعني د خدای په شکل کښې پيدا کړې دی.(حال دا چې«ها» ضمير په خپله هغه لومړي کس ته ګرځي. مترجم).

دوهم: د ابو هريره په حديث کښې د دوو څيزونو زياتوالی

الف) د دوهم حديث په ابتدا کښې له رسول الله صلى‏الله ‏عليه ‏و‏آله نقل شوی وو چې: «څوک چې خپل مسلمان ورور سره جګړه کوي نو د هغۀ په مخ له څپيړې ورکولو ډډه وکړي» دا عبارت د دې حديث د حذف شوې د لومړۍ برخې يو بل تحريف و چې مخکښې مو ورته اشاره وکړه.

ب) د لومړي روايت په پای کښې له رسول خدا صلى‏الله ‏عليه ‏و‏آله داسې نقل شوي وو چې ابو هريره وويل: رسول خدا صلى‏الله‏عليه‏و‏آله وفرمايل: «خدای پاک ادم عليه السلام د شپيتو ذراع ـ يو ذراع نږدې ديرش سانټي ميټره وي ـ اوږد وپنځول» چې دا وينا هم د نننۍ زمانې له علمي معلوماتو سره سمون نۀ لري.

د ابو هريره د حديث په دې برخې کښې له ځيرتيا وروسته دا تر لاسه کيږي چې هغه، د تورات د خلقت او پيدايش په اړه له افسانو څخه ډير زيات متاثر  شوی ؤ، هغه افسانې چې ابو هريره خپل معلومات له هغو تر لاسه کړي وو.

همدې لامله، ويلو شو چې ابوهريره د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله د حديث يوه برخه حذف كړې ده. او حديث يې داسې جوړ کړې چې د تورات روايتونو سره مطابقت ولري، بلکې له ځانه يې هم پکښې زياتوالې او اضافه کړې ده چې په تورات کښې د خلقت په اړه افسانې سره سمون او مطابقت ولري، او دا هم ممكنه ده چې د هغه دا دواړه روايتونه له اسراييلياتو(جعلي او دروغجن) وي چې د مسلمانانو په کلتور کښې داخل شوي دي.

خو چونکه دا حديثونه له يو مشهور صحابي لکه ابوهريره نقل شوي دي نو د مکتب خلفا پيروکارو هغۀ سره تمسک کړې او پرې عمل کوي او ګومان يې پيدا کړې چې خدای هم د انسان په څير اعضا او جوارح لري. په همدې خاطر، د قران پاک په کوم ځای کښې هم د  خدای «وجه» ټکې راغلې لکه: «وجه ربك» نو هغه يې په لغوي معنا، چې د انسان او حيوانانو له بدنه يو غړې دی، تفسير کړې دی.

2. ‏ په مكتب اهل البيت عليهم‏السلام کښې، يداللّه

د اهل بيت عليهم‏السلام په روايتونو کښې د يداللّه‏  تفسير او معنا داسې شوی ده:

محمد بن مسلم وايي له امام باقر عليه‏السلام مې پوښتنه و کړه: دا چې خدای پاک فرمايلي چې: يا إِبْليسُ ما مَنَعَكَ أَنْ تَسْجُدَ لِما خَلَقْتُ بِيَدَيَّ أَسْتَكْبَرْت؛ اى ابليسه! تا ولې هغه شي ته، چې ما په خپل لاس جوړ کړې ؤ سجده ونۀ کړه؟ [په دې ايت کښې له «يد» مراد څه دی]امام عليه‏السلام وفرمايل: «يد» په عربي ژبې کښې د طاقت او توان او نعمت په معناوو راځي. لکه پاک الله فرمايلي چې: وَ اذْكُرْ عَبْدَنا داوُدَ ذَا الْأَيْدِ؛ او زما طاقت ور او توانمن بنده داود ياد کړه او په بل ځای کښې يې هم فرمايلي دي چې: وَ السَّماءَ بَنَيْناها بِأَيْد؛ او آسمان مو خپل قدرت سره جوړ کړ.او به بل ځای کښې فرمايي: وَ أَيَّدَهُمْ بِرُوحٍ مِنْه؛ او هغو مو په خپل روح سره قدرتمن کړ. لکه داسې هم ويل کيږي: «لفلان عندى أيادى كثير؛ پلانکي پر ما ډير زيات فضل او احسان کړې دی.» او دا چې «له عندى يدى بيضاء؛  هغۀ ماته زيات نعمتونه راوبخښل.»[41]

همدا راز محمد بن عبيده وايي: له امام رضا عليه‏السلام مو په دې ايت کښې چې خدای شيطان ته فرمايي: يا إبليس ما مَنَعَكَ أَن تَسجُدَ لِما خَلقت بِيَدى اسْتكبرت؛[42] اى ابليسه! تا ولې هغه شي ته، چې ما په خپل لاس جوړ کړې ؤ سجده ونۀ کړه ايا ځان دې لوی وګڼل؟ د ((يد)) د تفسير په اړه پوښتنه وکړه نو امام وفرمايل: «يعنى خپل قدرت او طاقت سره.»[43]

او همدار از، محمد بن عيسى بن عبيدوايي: له لسم امامه، على بن محمد عسكرى عليهماالسلام مو د دې ايت: وَ الْأَرْضُ جَميعاً قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيامَةِ وَ السَّماواتُ مَطْوِيّاتٌ بِيَمينِه؛[44]  (او د قيامت په ورځ ټوله ځمكه د هغه (په قدرت) قبضه کې ده او اسمانونه به يې (د قدرت) په ښي لاس كې نغښتي وي.) په اړه پوښتنه وکړه وې فرمايل: د خدای تعالی دا تعبير هغو کسانو لپاره ده چې کوم خدای پاک د نورو مخلوقاتو په شان او هغو سره شبيۀ ګڼي. ايا ليدلې د نۀ دي چې فرمايلي يې دي: ما قدرو اللّه‏ حق قدره؛ هغوى، خدای (هغه شان لکه څرنګه د خداى د پيژندلو حق دی) لكه چې وړ دى، نۀ دى پېژندلى. يعنى چونکه دا يې ويل چې: د قيامت په ورځ به ځمکه د خدای په لاس او پنجه کې او اسمان به هم د هغۀ په ښې لاس کښې نغښتې وي. نو ځکه خدای پاک وفرمايل چې لکه څنګه د خدای د پيژندلو حق دی هغسې مو ونۀ پيژندل. ځکه چې هغو دا هم ويل چې: ما أَنْزَلَ اللّهُ عَلى بَشَرٍ مِنْ شَيْء؛[45] خدای په هيچا څه نازل نۀ دي کړي. بيا خدای تعالی خپل ځان له قبضه کولو او د لاس پنجې پاک ګڼلې او فرمايلي يې دي چې: سُبْحانَ اللّهِ وَ تَعالى عَمّا يُشْرِكُون؛ هغه له هغه څه پاک او لوړ دى، چې هغوى يې ورسره شريكوي.[46]

د عربي ژبي او لغت پيژاندو د تيرو ايتونو او روايتونو په اړه د اهل البيت عليهم‏السلامو ويناوې په ښه توګه اخستې(درک کړې) دي او هغه يې د استعمال شويو موردونو سره مطابق ګڼلي دي.

راغب اصفهانى په خپل کتاب مفردات القرآن او د اوس مهال پوهاند د الفاظ قران کريم په کتابونو کښې وايي چې: «يد» د بدن يو غړې دی چې کله کله په نورو معنو کښې لکه هغۀ څه چې د بل کس په واک  کښې دي، استعماليږي مثلا کله هم چې وويل شي چې: پلانکې څيز د هغه په «يد»(لاس) کښې ده يعني د هغه د واک او اختيار لاندې ده.

دې پوهانو د «يد» ټکي لپاره نهه (9) مجازي معناوى ذکر کړي دي چې يوه معنا يې په کښې په تيرو دريو ايتونو کښې ذکر شوه او هم دا راز، دا ايت «بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ» چې مراد يې دا ده چې، د عالم وجود د ټولو چارو واک د خدای په لاس کښې دی او ټول موجودات په بشپړ خضوع او تواضع او خاکساري سره د هغۀ حکم لاندې دي. او هم دا راز، په «بيدك الخير» جملې کښې چې وايي: ټول خير او نيکيانې د خدای په اختيار او واک  کښې دي. او د «يد اللّه‏ مغلولة» جمله د يهوديانو په نزد، يعنى د انفاق له لحاظه د لاسونو بنديدل(بخيل) خو که چرې  «مبسوطه» استعمال شي يعني د انفاق له لحاظه توان من او سخي. او دا د هغه ايت په شان ده لکه چې پکښې پيغمبر اکرم صلى‏الله ‏عليه ‏و‏آله ته خطاب ده چې فرمايي: «و لا تجعل يدك مغلولة؛ او خپل لاسونه (د بخيل په شان) مۀ تړه.»

خو څومره د حيرانتيا خبره ده د خلفاو د مکتب د پيروکارو طريقه، چې د «يد» ټکی په  «و لا تجعل يدك مغلولة» ايت کښې چې د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله په شان کښې نازل شوی، په مجازې معنا تفسيرکړې دی او دا يې د بخيلتوب څخه کنايه ګرځولي ده چې له خپل ماله د انفاق توان او طاقت نۀ لري.[47]

خو بيا هم هغو(اهل سنتو عالمانو) د «يد» ټکی په دې ايت «يداللّه‏ مغلولة» کښې په حقيقي معنا يعني د بدن يو غړې او عضو په معنا تفسير کړې دی! د مکتب خلفاو ځينې عالمانو، د داسې بدې پوهې او ناوړه استعمال علت څه ده؟

په جاج او څيړنې سره، له «يد» ټکي د داسې ناسم تفسير اصلي علت، په مکتب خلفا کښې له پيغمبراکرم صلی الله عليه واله  صحابيانو څخه نقل شوي حديثونه معلوميږي.

لکه څنګه چې همدغه ډول خبرې خدای ته د «پخښې» او «پَنډۍ» نسبت په ورکولو ـ معاذاللّه‏ ـ کښې هم تيرې شوې.

 

3. په اهل بيتو مکتب کښې د خدای «پَنډۍ» او «قدم يا پخښه»

د اهل البيت عليهم‏السلام امامانو د روايتونو په يوې برخې کښې له «پَنډۍ» مراد داسې بيان کړې دی: عبيد بن زراره وايي: له امام صادق عليه‏السلام مو د دې ايت «يَوْمَ يُكْشَفُ عَنْ ساقٍ»[48] په هکله پوښتنه  وکړه نو امام عليه‏السلام يو لاس سره د پَنډۍ جامې ونيولې او بل لاس يې په سر کيښود او وې ويل: «سبحان ربى الأعلى؛ پاک دی زمونږ عالي رتبه خدای!»

شيخ صدوق وايي: د امام عليه‏السلام د وينا مطلب چې وې فرمايل: «سبحان ربى الأعلى» دا دی چې خدای پاک پَنډۍ نۀ لري.[49]

او همدا راز،محمد بن على حلبى روايت کوي چې امام صادق عليه‏السلام د خدی دې قول «يوم يكشف عن ساق» په اړه وفرمايل: خداوند جبار پاک او پاکيزه دی له دې چې د انسانانو په شان پنډۍ ولري، بيا يې خپلې پخښې پَنډۍ ته اشاره وکړه او لباس يې ترې اوچت کړ او دې ايت تلاوت يې وکړ: «وَ يُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ فَلا يَسْتَطيعُون؛[50] او سجدې ته رابلل كېږي؛ خو(د سجدې كولو) وس به يې نۀ وي.» او وې فرمايل: بدکاره قوم به ګډ وډ او لالهاندې شي او د هغې ورځې لوړاوې او عظمت به ورباندې داسې غالب شي چې سترګې به يې ځيرې او زړونه به يې (ستونې) حلقونو ته راورسيږي. «خاشِعَةً أَبْصارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ وَ قَدْ كانُوا يُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ وَ هُمْ سالِمُون؛[51] حال دا چې سترګې به يې (له شرمه) ښكته وي، خوارۍ او ذلت به راګېركړي وي او په يقين سره، له دې مخكې چې روغ رمټ وو، تل سجدې ته بلل كېدل (؛خو سجده يې نۀ كوله.»

او هم دا راز، حسين بن سعيد له اتم امام رضا عليه‏السلام نه دې ايت «يَوْمَ يُكْشَفُ عَنْ ساقٍ وَ يُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ فَلا يَسْتَطيعُون» په اړه پوښتنه وکړه. امام عليه‏السلام ورته وفرمايل: «يوه نوراني پرده به راښکاره شي او ټول مومنان به سجدې وکړي خو د منافقانو ملا او شا، به داسې تاؤ شي چې د سجدې توان به ونۀ لري.»[52]

 

 

د «كشف ساق» په اړه حديثونو جاج

خدای پاک په قران شريف کښې فرمايي: «يَوْمَ يُكْشَفُ عَنْ ساقٍ؛ کله چې هغه لويه او (ستونزمنه) واقعه راپيښ شي». «كشف ساق» په عربي ژبې کښې د يو څيز په سخت والي او د پيښې په ستونزمنتوب دلالت کوي.

په يو روايت کښې راغلي دي چې له ابن عباسه د دې ايت په هکله پوښتنه وشوه «يَوْمَ يُكْشَفُ عَنْ ساقٍ» هغه وويل چې: «کله هم چې د قران په يو ايت يا ټکي نۀ  پوهيږئ نو هغه په شعر کښې ولټوئ چې هغه د عربي ژبي او لغت ديوان دی. مګر د دې شاعر دا وينا مو نۀ دی اوريدلې چې وايي: «و قامت الحرب بنا على ساق؛ زمونږ  جنګ  سخت او ستونزمن شو يعني اخيري حد ته ورسيد. ابن عباس له دې وروسته وويل چې د «يَوْمَ يُكْشَفُ عَنْ ساقٍ» معنا دا ده چې: د قيامت په ورځ چارې سختې او پيښه ډيره لويه راپيښيږي.»[53]

لوی او پوهـ لغت پيژاند ښاغلي راغب اصفهانى، په خپل کتاب مفردات القرآن کښې دا ايت، ابن عباس او د هغۀ پيروکارو په شان تفسير کړې دی.[54]

همداسې د مصر يو اوسنې پوهاند، په خپل کتاب معجم  الفاظ قران الکريم کښې وايي: «كشف ساق» د پيښې له سخت والي او ستونزمن والي څخه كنايه ده.[55]

نو، د دې ايت په اړه د لغت پيژاندو او مفسرانو د اقوالو او نظرياتو د څيړلو نه پس، ـ د صحابه و له زمانې تر اوس مهال ـ روښانيږي چې د «كشف ساق» معنا حقيقي نۀ ده بلکې مجازي او کنايې ده او که ووايو چې «جنګ ولاړ(ودريد) ده» نو معنا يې دا نۀ ده چې هغه هم د انسان په شان لاس او پخښه لري او اوس ولاړ ده، خو څه فايده، چې د دې مشهور او مقبول معنا په خلاف د ابو هريره او د نورو صحابه و روايتونه راغلي دي او وايي چې پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه ‏و ‏آله د دې ايت «يَوْمَ يُكْشَفُ عَنْ ساقٍ» تفسير داسې کړې چې: «خدای پاک خپله پَنډۍ راښکاره کوي او مومنان ورته سجده کوي!»

نو له دې تفسيره، د خلفاو د مکتب ځينې کسانو دا ګومان کړې چې ـ نعوذ بالله ـ خدای هم پخښه او پَنډۍ لري.

4. په اهل بيتو عليهم السلامو روايتونوکښې د «عرش» او «كرسى» تفسير

زراره وايي: له امام صادق عليه‏السلام مو پوښتنه وکړه چې خدای فرمايلي دي چې: «وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ» د هغه کرسۍ، په آسمانونو او ځمکه خپره ده ، آيا آسمان او ځمکې، کرسې راګيره کړې ده (خپل ځان کښې) يا کرسي، اسمان او ځمکه راګير کړي دي؟ وې فرمايل: «كرسى نۀ يوازې دا چې اسمانونه او ځمکه يې راګير کړي بلکې عرش او هر څه، په کرسۍ کښې موجود دي.»[56]

او داود رقى وايي: له  حضرت امام صادق عليه‏السلام مو د دې ايت په اړه «وَ كانَ عَرْشُهُ عَلَى الْماء» پوښتنه وکړه وې فرمايل: چې «نور کسان په دې اړه څه وايي.» عرض مې وکړ: نور وايي: چې عرش په اوبو ولاړ ده او خدای په عرش. وې فرمايل: «دروغ ويل شوي دي. څوک هم دا ګومان وکړي هغۀ خدای يو داسې څيز فرض کړ چې هغه وړل شي «د ګرځولو او وړلو شی» او خدای ته يې د مخلوقاتو د صفت نسبت ورکړ او د داسې نظريي لازمه او پايله دا ده چې هغه څه چې خدای وړي له هغۀ مزبوت او طاقتور دی!(حال دا چې خدای له ټولو طاقتور دی.»[57]

اباصلت، عبدالسلام بن صالح هروى وايي: د عباسيانو خليفه مأمون له امام رضا عليه‏السلام  د دې ايت تفسير وپوښتل «وَ هُوَ الَّذي خَلَقَ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ في سِتَّةِ أَيّامٍ وَ كانَ عَرْشُهُ عَلَى الْماءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلا؛[58]  او هغه (خدای)، هغه ذات دی چې اسمانونه او ځمکه يې په شپږو ورځو (وختونو يا دورانونو) کښې پيدا کړل او د هغه عرش په اوبو و[59]  د دې لپاره چې تاسو وآزمايي چې کوم يو پکښې په عمل کښې له ټولو ښه دی.» نو امام عليه‏السلام ورته ځواب ورکړ: «خدای تعالی، عرش او اوبۀ او پرښتې د اسمان او ځمکې له خلقته وړاندې پنځولي وو.»[60]

د دواړو مکتبونو د روايتونو جاج او مقايسه

لومړۍ: د خلفاو په مکتب کښې د عرش او كرسى معنا، د خدای «عرش» لفظ په قران شريف کې شل ځله او د «كرسى» لفظ يوازې يو ځل راغلې ده لکه: «الرحمن على العرش استوى؛ رحمان خداى پر عرش احاطه لري.» او يا دا چې: «وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ؛ د هغه کرسۍ په آسمانونو او ځمکه خپره ده.»

د مکتب خلفا ځينې عالمانو لکه ابن خزيمه او هم داسې نورو «عرش» او «كرسى» مادي جسمونه فرض کړي دي چې ـ نعوذ بالله ـ  خدای پاک په هغه کښيني، د خپلې دې عقيدې لپاره يې د قران پاک اووه(7) ايتونو سره، چې  پکښې د «عرش» او «استوى» ټکي راغلي دي، استدلال كړې دی. لکه د دې ايت د معنا په اړه يې دا ګومان کړې دی «وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ» چې د خدای کرسي او تخت دومره غټ او لوی ده چې پکښې اسمانونه او ځمکې ځاييږي.

مونږ په خپل بحث او تحقيق کښې داسې پوهـ شو چې په مکتب خلفا کښې د داسې فکرونو او عقيدو اصلي علت لانديني موردونو ته ګرځي:

1. له پيغمبر اکرم صلی الله  عليه واله څخه د داسې روايتونو شتون چې هغه په دې دلالت کوي چې د خدای عرش د موجوداتو د خلقت نه وړاندې، په اوبو و.

2. پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله سره منسوب روايت چې وايي: ځمکه چې د لومړي اسمان لاندې ده او لومړۍ اسمان د دوهم اسمان لاندې دی تر اووو(7) اسمانونو پورې رسي او د اووم اسمان  له پاسه يو ستر درياب ده چې په هغۀ اووه غرونه دي او په دې اووو(7) غرونو د خدای عرش ده او خدای په عرش باندې دی.

3. پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله سره منسوب روايت چې وايي: د خدای عرش په اسمانونو باندې ده او خدای په اسمانونو او په عرش باندې دی او هغه (عرش او اسمانونه) د خدای د دروند والي لامله د اوښ په شان نړيږي او فريادونه او چغې کوي(کله چې اوښ د بار د دروندوالي لامله داسې کوي).

4. روايت شوې چې خدای تعالی په کرسۍ ناست دی او هر څلور خوا ته د هغه بدن له عرشه څلور ګوتې ستر او لوی دی او ....

اوس بايد د دې روايتونو له راويانو پوښتنه وشي چې:

1. آيا کوم خدای چې په دې روايت کښې څلورو طرفونو ته له عرشه ستر دی ـ نعوذ باللّه‏ ـ څلور مخونه لري او څلور کونځونه(ګوشې) لري يا دا چې ايا عرش څلور کونځونه لري؟

2. آيا دا چې په روايت کښې راغلي دي چې خدای هر خوا ته له کرسۍ څلور ګوتې ستر دی ايا دا د انسانانو ګوتې دي يا د بل چا ګوتې دي؟ په رښتيا چې خدای د جاهلانو له ګومانونو ډير لوړ دی.

3. د مکتب خلفا په ټولو روايتونو کښې راغلي دي چې عرش له اووم اسمانه پاس ده او اووم اسمان له شپږم اسمانه پاس ده او ..... لومړی اسمان له ځمکې پاسه ده او د دې ټولو له پاسه «عرش» ده او عرش د خدای ځای ده (نعوذ باللّه‏). دا ټول روايتونه د علم هيئت او جهان شناسي علومو سره مطابقت لري علم هيئت جهان اووه يا اتۀ طبقه ګڼي ځمکه لانديني طبقه او اسمانونه ورباندي ګڼي.

البته په اووو اسمانونو عقيده، توحيدي عقيده ده، خو د علم هيئت پخوانيو پوهانو له دې ليدتوګې مادي او خپل ذهن په مطابق تصوير راخستې او وړاندې کړې يې دی خو کوم څه چې په نننۍ جهان شناسي علم کښې ثابت شوي دي، او د منظومه شمسي ټولې سيارې چې لمر نه ګيرچاپير تاويږي له ګروړونو منظومو څخه څو منظوميې بلي چې دا يوازی د عالم وجود يوه کهکشان ده، ايا د داسې روايتونو د تفسير لپاره کومه لاره شته؟

هو، د مکتب خلفا له نظره په ايتونو او روايتونو کښې دا، د «عرش» او «كرسى» معنا وه.

دوهم: په مکتب اهل البيت عليهم‏السلام کښې د «عرش» او «كرسى» معنا

کوم روايتونه مو چې وړاندې ذکر کړو، هغو لامله د خلفاؤ د مکتب ځينې عالمان دې ته راکښلي شوي چې د خدای «عرش» او «كرسى» چې په قران کښې راغلي، دوه مادي څيزونه ګڼلي.

خو د اهل البيت عليهم‏السلام امامانو دا ليدتوګه تاييد نۀ ده کړې او فرمايلي يې دي: د دې ايت معنا «وكان عرشه على الماء»[61] دا ده چې خدای، اوبۀ د اسمان او د ځمکې له پيدايښته وړاندې خلق کړې دي. او له «كرسى» مراد، د خدای علم ده. همدې لامله: «وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ»[62] يعنى: د خدای علم په آسمانونه او ځمکه خپور ده.

خو د «عرش» او «استوى» او «كرسى» معنا، په لغت کښې داسې ده چې روسته راځي:

1. عرش: عرش په اصل کښې بام لرونکي ځای ته وايي چې د هغه جمع عروش ده لکه فرمايلي يې دي: «و هى خاوية على عروشها؛[63] او د هغو چتونه او بامونه الويدلي وو.» او همدا راز  «عرشت الكرم و عرشته» يعنى: په باغ او د انګور په ونې مو چت (بام) جوړ کړ. د بادشاه تخت او د هغه کښيناستو ځای ته هم وايي، د هغه مقام ته هم «عرش» سلطنت ويلې شي چې دا د عزت او د هيواد له اداره کولو څخه کنايه ده.

2. استوى: په قرآن كريم کې شپږ ځله د «استوى على العرش» جمله او يو ځل هم د «الرَّحْمنُ عَلَى العَرْشِ اسْتَوى» جمله راغلی ده.

راغب اصفهانى هم په مفردات قرآن کې وايي: «استوى»  کله هم «على» لفظ سره راشي نو متعدى کيږي، نو «استيلا» په معنې راځي، لکه: «الرَّحْمنُ عَلَى العَرْشِ اسْتَوى»؛رحمان خدای په عرش غالب او مسلط دی.

او ويلې شوي دي چې: د «استوى» معنا يعنى «استوى له ما فى السموات و الارض» يعنى: هغه څه چې په اسمان او ځمکې کې دي د خدای په خوښې او ارادې سره تنظيم او برابر شوي دي. لکه فرمايلي يې دي چې: ثُمَّ اسْتَوى عَلَى السَّماءِ فَسَوّيهُنَّ سَبْعَ سَموات؛ بيا يې آسمان [پيدايښت] ته مخه کړه  او اووه آسمانونه يې برابر کړل.

د عربو په اشعاروکښې «استوی» د غالب او مسلط شونې په معنې هم راغلې ده لکه شاعر د عراق والي بشربن مروان په ستايلو کښې داسې وايي:

 

قَد اسْتَوى بِشْرٌ عَلَى العِراقِ

  مِن غَير سَيْفٍ أو دَمٍ مِهراقِ

 

«بِشر» بې له تورې او خونړۍ پر عراق غالب، مسلط او واکمن شو.[64]

3. كرسى: «كرسى» د «علم» په معنا ده په همدې خاطر لنډو علمي ليکونو او پمفلټ ته، «كراسة» او ليکوالانو ته يې «كراسى» ويل کيږي لکه چې شاعر وايي:

 

يَحُّفُ بِهِم بَيْضُ الوُجوهِ وَ عُصبَةٌ

  كَراسىُّ بِالأَحداثِ حينَ تَنُوبُ

 

 

 

يعنى: هغو خواو شا ته د نوراني څيرو کسانو، چې د چارو په علم يې پوهه لرله، احاطه کړې وه. دلته له «كراسى بالأحداث» مراد يعنى د چارو او د پيښو علم لرونکي.

او همدا راز، په عربي ژبه کښې د هر څه اصل او ريښې ته «كرس» ويلې شي. لکه ويلي شوي دي چې: «فلان كريم الكرس» يعنى «كريم الأصل» يعني په اصل کې کريم او مهربان دی يعني له شريفې کورنۍ دی.[65]

پس، دا چې په دې ايت کښې فرمايلي شوي دي چې: «وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ» يعنى: «وسع علمه السموات و الأرض؛ د هغه علم پر اسمانونو او ځمکې خپور دی.»

او دا معنا په نورو ډيرو ايتونو کښې هم راغلې  ده. لکه په انعام کښې د ابراهيم له قوله فرمايي: وسع ربى كل شى‏ء علما؛ زما د پروردګار علم، په ټولو څيزونو خپور دی.[66]

او د شعيب عليه السلام  له قوله داسې فرمايي: وسع ربنا كل شى‏ء علما؛ زمونږ د پروردګار علم، په هر څه خپور دی.[67]

او د عرش د (وړونکو) حمل کوونکو پرښتو له قوله فرمايي: ربنا وسعت كل شى‏ء رحمة و علما؛ ای زمونږ ربه! ستا رحمت او ستا علم په ټولو څيزونو خپور دی.[68]

او د موسی له قوله چې خپل قوم ته فرمايي:: إِنَّما إِلهُكُمُ اللّهُ الَّذي لا إِلهَ إِلاّ هُوَ وَسِعَ كُلَّ شَيْءٍ عِلْماً؛ بې شکه چې ستاسو خدای يوازې الله دی چې له هغه پرته بل خدای نشته چې د هغۀ علم په هر څه محيط او خپور دی.[69]

د دوو مکتبونو د پيروانو ترمينځ موجود تودو او ګرمو بحثونو څخه يو بحث، دا اصطلاحات او د دوي تفسير او معناوې دي،. خو د خوند نكته دا چې «إله» لفظ د مکتب خلفا عالمانو په ذهن کښې داسې منعکس شوی چې کله په يو خاص ځای «عرش» ناست وي او بيا له «عرشه» ځمکې ته راکوزيږي، او له جنته، جهنم  ته منتقليږي او خپله پخښه په دوزخ کې ږدوي چې هغه موړ او ډک کړي!

5. پاک خدای ته د مكان او حركت او منتقل کيدو نسبت ورکول

على بن الحسين بن على بن فضاله له خپل پلاره روايت کړې چې وې ويل: له امام رضا عليه‏السلام مو د دې ايت په باره پوښته وکړه: و جاء ربك و الملك صفا صفا.[70] وې فرمايل: «پاک او لوی دی خدای له دې چې هغۀ ته د تللو او راتللو او ځای په ځای  کيدو نسبت ورکړو، بلکې له تعبيرونو مراد د خدای «امر» دی.»[71]

او هم دا رنګ،ابراهيم بن ابى‏محمود وايي چې: امام رضا عليه‏السلام ته مو عرض وکړ: اى د پيغمبر نماسيه! دې حديث په اړه، چې له رسول اللّه‏ صلى‏الله‏عليه‏و‏آله يې داسې نقل کړې، ستاسو نظر څه دی؟ وايي هغۀ حضرت(پيغمبر) فرمايلي دي چې: «خدای پاک هره شپه د دنيا اسمان ته راکوزيږي.»

امام وفرمايل: «د خدای لعنت وي پر هغو کسانو چې خبره له خپل ځايه(مراده) کَږَوِي او منحرف کوي يې. قسم په خدای چې پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله داسې نۀ دي فرمايلي بلکه هغه حضرت داسې فرمايلي دي چې: «خدای پاک هره شپه، د شپې په وروستۍ دريمې برخې او د جمعې په شپه، د شپې په لومړۍ برخې کښې، يوه پرښته دنيا اسمان ته راليږي او هغۀ ته حکم ورکوي چې غږ وکړه: ايا څوک سوال کوونکی شته چې زۀ ورته عطا کړم؟ ايا توبه کوونکی شته چې ګناهونه يې وبخښم؟ ايا استغفار کوونکی شته چې هغه وبحښم؟ ای د خير لټوونکيه بيړه وکړه! ای د شر غوښتونکيه(لاس ونيسه) صبر وکړه!

هغه پرښته پرله پسې ټوله  شپه، داسې غږونه کوي ان تر دې چې سهار راورسيږي او د سهار په رارسيدو سره هغه خپل ځای، ملکوت اسمان ته بيرته راګرځي. دا حديث زما پلار، زما له  نيکۀ رسول اللّه‏ صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله داسې نقل کړې و.»[72]

او همدا راز، يونس بن عبدالرحمن وايي چې: اووم امام، حضرت موسى بن جعفر عليهماالسلام ته مو عرض وکړ:  خدای څه لپاره خپل پيغمبر «آسمان» ته بوتلل او له هغه ځايه يې «سدرة المنتهى» ته او له هغه ځايه يې «حجب النور» او بيا يې هلته هغۀ سره نجوا او خبرې شروع کړې؟ خدای لپاره خو ځای او مکان څه معنا نۀ لري؟

امام عليه‏السلام وفرمايل:  «خدای پاک لپاره نۀ څه مکان تصور کيدای شي او نۀ په هغۀ زمان(وخت) تيريږي (ځکه چې هغه جسم نۀ لري) بلکه هغه پاک ذات دا اراده وکړه چې په دې وسيله پرښتې او د اسمان اوسيدونکو ته شرافت او کرامت وروبخښي، او د خلقت او خالق عجايب هغه ته وروښايي چې کله بيرته راستون شي نو خلکو ته يې بيان کړي، خو لکه څرنګه تشبيه کوونکي وايي هغسي نۀ ده خدای له ټولو شريکانو پاک او پاکيزه دی.»[73]

همدا راز، زيد بن على وايي: خپل  پلار څلورم امام سيد زين العابدين عليه‏السلام ته وويل: ګرانه پلاره! د ګران نيکۀ رسول خدا صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله په اړه مو خبر کړه؛ کله چې هغه حضرت، اسمان ته بوتلل شو او خدای پاک د هغۀ امت لپاره پنځوس لمانځونه مقرر کړ، نو هغۀ خپل امت لپاره څرنګه تخفيف او رعايت ونۀ غوښتل تر دې چې موسی بن عمران هغۀ ته وويل: چې خدای ته بيرته ستون شه او لږ تخفيف او رعايت وغواړه، ځکه چې ستا امت د دومره لمانځونو طاقت نۀ لري؟

پلار مو وفرمايل: «بچيه! رسول الله صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله هيڅ کله هم په خدای لومړيتوب نۀ کوله او د خدای په حکم کښې يې چون چرا نۀ کول خو چونکه موسی، رسول الله څخه داسې خواست وکړ  نو ځکه د خپل امت شفيع وګرځيد، د خپل ورور موسی شفاعت رد کول يې مناسب وڼۀ ګڼل، نو خدای درګاه ته ستون شو او د لمانځونو د لږ کولو او تخفيف خواست يې ترې وکړ چې له پنځوسو لمانځو يوازې پينځه لمانځونه پاتې شول.»

زيد وايي ومو ويل چې: ګرانه پلاره! د پينځو لمانځونو مقررولو نه پس ولې خدای ته ستون نۀ شو چې نور هم تخفيف وغواړي؟

وې فرمايل: «پيغمبر داسې خوښه وه چې امت ته يې هم تخفيف ورسي او هم د «پنځوسو لمانځونو» جزا او ثواب، ځکه چې خدای فرمايلي  دي چې: من جاء بالحسنة فله عشر أمثالها؛ چا يوه نيکي وکړه هغو ته به د لسو نيکيانو برابر ثواب ورکوم. پلار مو وويل چې ايا تاته پته نيشته چې کله پيغمبر ځمکې ته راکوز شو نو جبرائيل امين ورباندې نازل شو او وې ويل:: اى محمده! الله پر ستاسو سلام وايي او فرمايي: «دا پينځه لمانځونه د پنځوسو لمانځونو په ځای دي.» ما يُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَيَّ وَ ما أَنَا بِظَلاّمٍ لِلْعَبيد؛ زما خبره نۀ بدليږي او زه هيڅ کله په خپلو بندګانو ظلم او زياتی نۀ کوم

وايي ومو ويل: ګرانه پلاره! خدای خو څه صفت سره نۀ شې ستايلی؟ وې فرمايل: هو، خدای له دې لوی دی چې د هغه توصيف او ستايل وشي: نو ومو ويل چې: نو بيا ولې موسې عليه السلام، رسول خدا صلى‏الله‏عليه‏و‏آله ته وويل چې: «خدای درګاه ته ستون شه؟ د دې وينا مطلب څۀ ده؟ وې فرمايل: «د دې وينا معنا بالکل هغه معنا ده چې کومه معنا په قران کې د ابراهيم دغې وينا مراد ده چې وې ويل: انى ذاهب الى ربى سيهدين؛ زه خپل پروردګاه ته ستنيږم چې هدايت مو کړي. او همدا راز په قران کښې په خپله د موسی د وينا په معنا ده چې وې ويل: وَ عَجِلْتُ إِلَيْكَ رَبِّ لِتَرْضى؛ ای پروردګاره! تا طرف ته په تيزۍ سره راغلم چې تۀ رانۀ راضي شی. او په قران کښې په خپله د خدای د کلام په معنا ده چې فرمايي: ففرّوا الى اللّه‏؛ خدای لوری ته بيړه وکړئ. يعنى: د خدای کور د زيارت اراده وکړئ. بچيه! کعبه د خدای کور دی او څوک چې خدای کور ته د تللو اراده وکړي نو داسې دی لکه چې هغۀ خدای طرف ته د تللو اراده کړې دی. او جوماتونه هم د خدای کورونه دي او څوک هم چې جومات په لوری ځي نو يقينا د خدای اراده يې کړی ده او لمونځ کوونکی تر څو چې په لمانځه ولاړ دی نو خدای سره مخامخ ولاړ دی. او په اسمانونو کښې د خدای پاک ځينې ځايونه دي چې هر څوک هلته بوځي نو هغه خدای طرف ته بوولې شوی دی. مګر د خدای تعالی دا وينا د نۀ ده اوريدلی چې فرمايي: تَعْرُجُ الْمَلائِكَةُ وَ الرُّوحُ إِلَيْه؛ پرښتې او  روح الامين د هغۀ په لور پاس ځي. او هم دا راز، فرمايي : إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ وَ الْعَمَلُ الصّالِحُ يَرْفَعُه؛ پاکيزه خبرې هغه طرف ته پاسه ځي او (دا) نيک عمل يې پاسه وړي[74]

 

خدای لپاره مکان لرلو شبهې ته عمومي  او کلي ځواب

ابو بصير وايي چې: حضرت امام صادق عليه‏ السلام وفرمايل: «خدای پاک، زمان (وخت) او مکان او حرکت او انتقال او سکون (ولاړيدل) سره نۀ شي ستايلی بلکې هغه پخپله د زمان او مکان او حرکت او سکون خالق دی، په رښتيا چې هغه پاک ذات له ستايلو هم لوړ دی. (اللهُ اَکبرُ مِن اَن يُوصَف).»[75]

د دې روايتونو جاج او مقايسه

د مکتب خلفا پيروکارو ـ په تيره سَلَفيانو يعني وهابيانو ـ په تيرو روايتونو د اعتماد او باور له وجې چې د هغو له کتابونو مو ذکر کړ، داسې ګومان کړې دی چې خدای پاک مادي جسم لري ـ نعوذ بالله ـ او پر عرش او کرسۍ ناست دی لکه څرنګه يې دا ګومان هم کړې دی چې له يو ځايه بل ځای ته ځي او منتقليږي بيا په تيره د ابوهريره په روايتونو د باور لامله دا ګومان کوي چې د شپې لږې مودې تيريدو نه پس يا د شپې په دريمې برخې کښې خدای له عرشه لومړي اسمان ته راکوزيږي او خپل لاسونه پراخوي او خپلو بندګانو ته خطاب کوي او ... يا دا چې د عرفی په ورځ (د لوی اختر په شپه) راکوزيږي او ....

خو د اهل سنتو ځينې عالمانو لکه ابن خزيمه، د ابوهريره په دې روايت چې وايي: «د لمانځه  پرښتې لمونځ کوونکي خدای طرف ته پاس ورولي» استدلال كړې چې خدای تعالی په اسمان کښې خپل مخصوص ځای لري.

همدارنګ د ابوهريره دا روايتونه د دې سبب شوي چې د مکتب خلفاو پوهان او عالمان د قران پاک عبارتونو، لکه: «و جاء ربك» و «يأتيهم اللّه‏» و...، داسې تفسير وکړي چې ګوندې خدای تعالی تګ راتګ هم کوي!.

خو په اهل البيت عليهم‏السلام مکتب کښې مو وليدل چې حضرت امام رضا عليه‏السلام دا ايت «و جاء ربك» داسې تفسير بيان کړ چې «و جاء امر ربك» يعنى ستا د خدای امر او حكم راغې.

او هم دا راز وموليدل چې د دنيا اسمان ته د خدای راتللو حديث يې دروغجن وبلل، او هغه حديث يې تحريف (شده) شوی وګڼل.

او دا مو هم  ولوستل چې کله راوى له اووم امام عليه‏السلام نه پوښتنه کوي چې: که چرې خدای مکان نۀ لري نو ولې يې خپل پيغمبر «سدرة المنتهى» ته پاس وخيږول؟ نو امام ورته داسې ځواب ورکوي چې: «خدای خپل پيغمبر اسمان ته وخيږول چې خپل رسول په مبارکې هستې سره پرښتو ته شرافت او کرامت وروبخښي او همدا راز پيغمبر اکرم هم د خدای تعالی د خلقت او خالق عظمت او عجايب وويني او هغه ځمکې اوسيدونکو ته بيان کړي.»

او امام زين العابدين عليه‏السلام هم د خپل زوی زيد د دې پوښتنې په ځواب کښې چې: پيغمبر اکرم ته د موسی عليه السلام د دې وينا مطلب څه و چې وې ويل: «خدای ته بيرته ستون شه او د کمولو (تخفيف) غوښتنه ترې وکړه؟» امام وفرمايل چې: دا وينا د موسی عليه السلام دې وينا په شان ده چې خدای سره مناجاتو کښې يې وويل چې: ستا لوری ته په بيړې سره راغلم چې تۀ خوشاله او راضي شی» او دا چې، كعبه د خدای کور دی، او جوماتونه هم د خدای کورونه دي او څوک هم چې جومات ته د تللو اراده وکړي، د هغه کس په څير دی چې خدای لور ته يې د تللو اراده کړي وي. همداسې ده د عرفي په ورځ د لمونځ  کوونکي او دعا کوونکي حالت چې تر څو د لمانځه په حالت کښې دی نو داسې ده لکه خدای ته مخامخ ولاړ دی.»

او امام صادق عليه‏السلام په يو کلي او عمومي بيان سره داسې فرمايي: «خدای پاک زمان (وخت) او مکان او حرکت او سکون (ولاړيدل، بغير حرکت) سره نۀ شي ستايلې بلکې هغه پخپله د زمان او مکان او حرکت او سکون خالق دی، په رښتيا چې هغه پاک ذات له ستايلو هم لوړ دی. (اللهُ اَکبرُ مِن اَن يُوصَف).»

6. (رؤيت خدا) د خدای ليدل د اهل البيت(ع) د روايتونو په رڼا کې

ابو الحسن موصلى له امام صادق عليه‏السلام روايت نقلوي چې وې فرمايل: «يهودى عالم اميرالمؤمنين علي عليه‏السلام ته راغې او پوښتنه يې وکړه: اى امير مؤمنينه! آيا په عبادت حالت کښې دې خپل خدای ليدلی دی؟ وې فرمايل: «افسوس وي پر تا! زه د داسې پروردګار عبادت نۀ کوم چې هغه مو نۀ وي ليدلی.» يهودي وپوښتل: هغه دې څرنګه وليدل؟ وې فرمايل: «افسوس په تا وي! هغه سترګو سره نه شي ليدلې؛ بلکې زړونه د ايمان حقيقت سره، هغه ويني.»[76]

صفوان بن يحيى وايي: د اهل سنتو محدث ابوقره له ما وغوښتل چې ما د امام رضا عليه‏السلام حضور ته وروله. نو ما امام نه اجازه واخسته او امام هم ومنله چې را دې شي کله چې ابوقره امام عليه‏السلام ته ورغې سلام نه پس يې د حلال او حرامو او شرعي حکمونو په اړه پوښتنې پيل کړې تر دې چې توحيد ته ورسيد او وې ويل: «مونږ مکتب کښې دا حديث ده چې خدای تعالی خپل «رؤيت» او «كلام» په دوو کسانو وويشل. خپل کلام او خبرې کول يې موسې ته وبخښل او خپل رؤيت او ليدل يې محمد صلی الله عليه واله ته وبخښل.» تۀ په دې اړه څه نظر لری؟ نو امام رضا عليه‏السلام ورته وفرمايل: «پس انسانانو او پريانو(جنيانو) ته دا خبر چا راوړ چې: لا تُدْرِكُهُ الْأَبْصارُ وَ هُوَ يُدْرِكُ الْأَبْصار؛[77] سترګې هغه نه شي ليدلی خو هغه سترګې ويني؟ وَ لا يُحيطُونَ بِهِ عِلْماً؛[78] د هغوي علم، پر هغۀ احاطه نۀ لري؟ او : ليس كمثله شى‏ء؛[79] هېڅ څيز د هغه غوندې نۀ دى؟  آيا دا خبر خلکو ته محمد صلی الله عليه واله نۀ و راوړې؟ ابوقره وويل: ولی نه محمد(ص) ؤ. نو بيا امام وفرمايل: نو بيا دا څرنګه ممکنه ده چې يو سړې خلکو ته راشي او هغو ته ووايي چې زه خدای راليږلې يم او خلک خدای حکم ته وغواړي او ووايي چې: «لا تُدْرِكُهُ الْأَبْصارُ وَ هُوَ يُدْرِكُ الْأَبْصار» و «وَ لا يُحيطُونَ بِهِ عِلْماً» و «لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْء» «ما په خپله هغه په سترګو سره ليدلی دی او خپل علم سره مو موندلې دی او هغه د انسان په څير دی.» آيا شرم نۀ لرئ؟ دين سره جنګ کوونکو زنديقانو هم، هغه ذات ته داسې نسبت نۀ دی ورکړی چې يو څه د خدای لخوا راوړي او بيا د هغه پر خلاف ووايي.؟

ابوقره وويل: خدای په خپله فرمايلي چې: وَ لَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرى؛[80] او په يقين [پيغمبر]، هغه په بل ځل وليد. امام عليه‏السلام وفرمايل: ورپسې بل ايت په خپله وايي چې څه يې وليدل. داسې فرمايي:ما كَذَبَ الْفُوادُ ما رَأى؛[81] څه چې (د پېغمبر پاک)  زړۀ وليدل، ترې منکر نۀ شو،  لَقَدْ رَأى مِنْ آياتِ رَبِّهِ الْكُبْرى؛[82] په يقين، د خپل رب (ځينې) سترې نخښې يې وليدلې. او دا خبره روښانه ده چې خدای او د خدای نخښانې يو څيز نۀ دی. او خدای فرمايلي چې: وَ لا يُحيطُونَ بِهِ عِلْماً؛[83] د هغوي علم په هغۀ احاطه نۀ لري خو که د هغۀ سترګې وويني نو دا خو يې ورباندې علمي احاطه ولرله  او د هغۀ شناخت يې تر لاسه کړ.

ابوقره امام ته وويل چې: «تۀ دا روايتونه دروغ بلی؟» امام عليه‏السلام ورته وفرمايل: که حديثونه د قران شريف مخالف وي هو زه هغه دروغ ګڼم. خو په کوم څه چې ټول مسلمانان اجماع او د نظر اتفاق لري دا دي چې علمي احاطه په خدای ممکنه نه ده سترګې هغه نۀ شي کتلی او هېڅ څيز د هغه غوندې نۀ دى.»[84]

دلته دوه ډوله «رؤيت» او ديدن د بحث وړ ده:

1. په دنياوي ژوند کې د پيغمبر صلى‏الله‏عليه‏و‏آله «رؤيت»؛

2. په قيامت ورځې د مسلمانانو «رؤيت».

د پيغمبر د «رؤيت»  په اړه د مكتب خلفاو روايتونه مختلف دي: د كعب الاحبار په روايت کښې وايي چې: « خدای تعالی خپل «رؤيت» او «كلام» په دوو کسانو وويشل. خپل کلام او خبرې کول يې موسې ته وبخښل او خپل رؤيت او ليدل يې محمد صلی الله عليه واله ته وبخښل. د قيامت په اړه د مسلمانانو رؤيت په هکله هم، مونږ يوازې د ابوهريره روايت ذکر کړ چې وې ويل: «تاسو به د قيامت په ورځ خدای داسې وينو لکه څرنګه چې په دنيا کښې لمر او سپوږمۍ صفا وينئ په دې ورځ هر يو کس به خپل معبود پسې ځي ان تر دې چې په دوزخ کښې هغو سره محشور شي او يوازې د خداي عبادت کوونکي ـ نيكوكاره او که  بدكاره ـ به پاتې شي. نو خدای به په هغه شکل کښې چې هغه يې ليدلې نۀ و هغو ته ورشي او هغو ته به وويل شي چې د څه انتظار کوئ؟ وايي: مونږ د خپل پروردګار چې په دنيا کښې مو د هغۀ عبادت کول، په انتظارکښې يو. خدای به ورته وفرمايي: زه د تاسو  پروردګار يم  هغو به دوه يا درې ځله ووايي چې مونږ خدای سره څه بل څه شريک نه ګڼو. نو خدای به په هماغه لومړي شکل کښې راشي کوم شکل چې دوي په ذهن کښې ؤ نو هغه وايي چې زه د تاسو پروردګار يم هغو وايي: هو! ته زمونږ پروردګار يی. نو هغۀ پسې به روان شي او جنت ته به داخل شي.»

او دې روايت په پای کښې راغلي دي چې: «يو کس به په محشر کښې بيل پاتې شي حال دا چې مخ يې جهنم ته کړې دی او خدای سره چل کوي، رو ور له جهنمه ليرې کيږي تر دې چې جنت ته ورسي. نو دلته خدای خنديږي او هغۀ ته د جنت داخليدو اجازه ورکوي نو کله چې ننوځي نو خدای به ورته ووايي چې څه غواړې  وغواړه. هغۀ هم چې څه يې زړه کښې راځي له خدايه غواړي، او خدای هغۀ د غوښتلو دوه چنده ورکوي.»

مونږ دلته، له هغو کسانو چې د دې روايتونو په سموالي باوري دي، څو پوښتنې لرو:

1. ابوهريره په خپل روايت کښې وايي چې: «خدای پاک خپل شکل بدلوي» دا بدلون څرنګه ده؟ آيا هر ځل چې خپل شکل بدلوي نو د وړانديني شکل سره څه فرق لري او که نه؟

2. ابوهريره وايي چې: «خدای بيا په داسې شکل کښې راځي چې هغو يې پيژني» دا وينا په دې دلالت کوي چې مسلمانانو له دې وړاندې خدای ليدلې ؤ، اوس پوښتنه دا ده چې: کوم خدای چې زمونږ اهل سنتو وروڼو ليدلې ؤ د هغه خدای څيره څنګه وه؟

3. بله دا چې ايا خدای پاک د انسان په څير (شان) جسم لري او يو خاص اندازه لري چې مومنان ورپسې جنت ته روان وي؟

4. آيا خدای خاندي او خپلې خنده سره، بدکاره سړې بخښې او جنت ته يې ننباسي؟ که داسې وي، د قيامت د ورځې حساب کتاب به څۀ کيږي؟ او ثواب او سزا چرته ده؟ او په دې حال کې(سزا او جزا) څه ګټه لري؟ او د حيرانتيا خبره دا چې د مکتب خلفاو د حديث شناسو عالمانو دا روايتونه د ايمان او توحيد په کتابونو کښې ذکر کړي دي!

او د همدې روايتونو د سموالي په اړه د باور لامله وهابيان، خدای پاک  لپاره د جسم قايل شوي دي.

د مکتب خلفا دا روايتونه د مومنانو په وسيله د خدای ليدل او رؤيت په هکله وو، خو د اهل بيتو او د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله د مکتب د روايتونو خلاصه په دې اړه داسې وه چې د پيغمبر د وصي (حضرت علي) په لومړي دليل کې د خدای رؤيت، قلبي رؤيت بللې او سترګو سره د خدای ليدنه يې نفي کړي دي. او مونږ پوهـ شو چې کله هم د «رؤية اللّه‏» الفاظ په اسلامي سرچينو او منابعو کښې پيدا شي نو مراد يې قلبي رؤيت ده چې د حقيقت ايمان په وسيله داسې قلبي سترګې تر لاسه کيږي او له امام رضا عليه السلامه د شيخ صدوق نقل کړي روايتونو، په استناد سره وايو:

سترګو سره د څيزونو رؤيت او ليدل، مادي جسمونو سره تعلق لري خو کوم موجودات چې جسم نۀ لري لکه روح ـ د جسم سترګو سره نۀ شي ليدلی او يوازې د نخښانو له لارې پيژندلی کيږي. او خدای پاک مادي جسم نۀ لري چې د سَر سترګو سره وليدی شي، بلکې د هغه پاک ذات يوازې د هغۀ د قدرت او علم او حکمت او د نورو ربوبي صفتونو د نخښو نخښانو له لارې پيژندلي کيږي.

او په بل روايت کښې، امام رضا عليه‏السلام د يوې پوښتنې په ځواب کښې چې د دې روايت: «خدای تعالی خپل کلام او خپل ديدار (رؤيت) د موسی او محمد تر مينځ تقسيم کړ» د سموالي او ناسموالي په اړه شوې وه، دا روايت دروغجن بلي او فرمايي: «که داسې وي نو د خدای ايتونه چا جنيانو او انسانانو ته راورسول لکه چې فرمايي: سترګې هغه نۀ ګوري خو هغه سترګې ګوري، مخلوقات د هغه له ليدلو او درک کولو عاجز دي او هيڅ څيز د هغۀ غوندې نۀ دی؟»

او هغه وخت چې پوښتنې کوونکی، د امام وينا د دې روايتونو تکذيب(دروغوالی) ګڼي، امام عليه‏السلام فرمايي: «هو! کوم روايت او حديث چې د قران پاک مخالف وي، هغه دروغجن ګڼم.»

پيغمبر اکرم صلى‏الله‏ عليه ‏و‏آله ته خدای حکم ورکړ چې قرآن او اهل البيت د اسلام د پيژندني لپاره تله او معيار وګرځوي، خو ځينې مسلمانان [که څه هم] اهل البيت د دې معيار جُزء نۀ مني، خو ټول په دې خبرې اعتراف کوي چې قران شريف د اسلام د پيژندګلو معيار او تله ده.

په داسې حال کښې هم، د مکتب خلفاو پوهان، په ځای د دې چې روايتونه قران سره ؤتلي چې د حديثونو سموالی او ناسموالی ورته روښانه شي، د قران تفسير او معنا د دې روايتونو په رڼا کښې تر سره کوي، يعني هغو دا قران معيار نۀ دی ګرځولې بلکې د ابوهريره او كعب‏الاحبار او د هغۀ په شان د نورو حديثونه يې معيار ګرځولې او هغه حديثونه «سنت نبوى» نوموي او خپلو ځانونو ته هم د «اهل سنت» نوم ورکوي.

هغو د قران پاک مُحکَم ايتونه له خپلې ظاهري معناو څخه منحرف کړي دي او خپل دې کار سره يې د قران معيارتوب تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

مونږ وليدل چې امام رضا عليه‏السلام ټينګار کوي چې قران، د روايتونو د سموالي معيار او چورليز  دی، او که يو روايت قران سره مخالف وي نو هغۀ ته کوم پام کول پکار نۀ دی.

او د هغو کسانو په رد کښې چې چا د خدای رؤيت او کتل ممکن ګڼلي دي د خدای دا ايت تلاوت کوي چې: لا تُدرِكُهُ الأَبْصار وَ هُوَ يُدْرِكُ الأَبْصار؛[85] سترګې هغه نه شي ليدلی خو هغه سترګې ويني.

او د خدای پاک د دې وينا په اړه چې: وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ ناضِرَةٌ إِلى رَبِّها ناظِرَة؛[86] ډير مخونه به په دغه ورځ خوشاله او تازه وي او خپل رب  ته به ګوري. داسې فرمايي: يعني هغوي د خدای «امر» ته ګوري. او د خپل پرودرګار د امر او حکم په انتظار کښې دي. او دا ايت هم د خدای د هغه وينا په شان دی چې د يعقوب عليه السلام د اولاد په کيسه کښې يې نقل کړې چې خپل پلار ته يې وويل: وَ سْئَلِ الْقَرْيَةَ الَّتي كُنّا فيها؛[87] او په کوم کلي چې مونږ ديره وو د هغۀ ځای نه پوښتنه  وکړه. يعنى د هغه ځای خلکو نه پوښتنه  وکړه. او ټول هغه ايتونه چې د هغو ظاهر د خدای په جسم دلالت کوي په دې ډول تفسير او سپيناوې کيږي.

په دې اقوالو باور لرونکو ته «مجسمه» او «مشبهه» ويلي شي. ځکه چې هغو د نړۍ خدای لپاره د «جسم» قايل دي او هغه ته يې مخلوقاتو سره «تشبيه» ورکړې ده.

بې شکه چې د اهل بيتو امامانو د داسې ايتونو تفسير بيان کړې دی او د «ساق» او «يد» او «عرش» او د دغو په شان نورو ټکو تفسير يې روښانه کړې دی، او له دې ډول جعلي روايتونو «ان اللّه‏ خلق آدم على صورته»[88] ـ لکه چې تير شوـ يې پرده اوچته کړې ده. خو چونکه مونږ د هغو ټولو د بيانولو اراده نۀ وه نو يوازې د خدای په صفتونو کښې له متعارضو حديثونو څو بيلګې مو ذکر کړې، او دا مو جوته کړه چې هر مکتب د قران ايتونه خپلې ځانګړې ليدتوګې سره تفسير کوي، او همدې لامله د خدای په صفتونو کښې اختلاف رامينځته کيږي.

والحمد لله رب العالمين

 

[1]. سوره انفال، ايت 46.

[2]. سوره شورى، ايت 30.

[3]. سوره نساء، ايت 59.

[4]. ذراع: له ګوتو څوکو تر څنګل پورې تقريبا پنځوس سانټي ميټره(مترجم)

[5]. صحيح بخارى، كتاب الاستئذان، باب بدء السلام، ټوک 2، مخ 59؛ صحيح مسلم، كتاب الجنة و صفة نعيمها، باب يدخل الجنة اقوام ...، حديث 28، مخونه 2183 ـ 2184؛ او توحيد ابن خزيمه، مخونه 40 ـ 41.

[6]. صحيح مسلم، كتاب البر و الصلة و الآداب، باب النهى عن ضرب الوجه، حديثونه 112ـ116، مخونه 2016ـ2017؛ په مسند احمد ټوک 2، مخونه 244، 251، 315، 323، 434، 463 او 519 کښې دې معنې غوندې راغلي دي.

[7]. صحيح مسلم، كتاب القدر، باب حجاج آدم موسى، مخونه 2042 ـ 2043، حديثونه 13، 14 او 15؛ صحيح بخارى، كتاب القدر، باب تحاج آدم و موسى عنداللّه‏، ټوک 4، مخ 98؛ كتاب التوحيد، باب قوله «و كلم اللّه‏ موسى تكليما»، ټوک 4، مخ 199؛ سنن ابوداود، كتاب السنة، باب فى القدر، ټوک 4، مخ 222؛ توحيد ابن خزيمه، مخونه 54ـ57.

[8]. سوره زمر، ايت 67.

[9]. صحيح بخارى، كتاب التفسير، ټوک 3، مخ 22 او كتاب التوحيد، ټوک 4، مخ 192؛ صحيح مسلم، كتاب صفة القيامة ...، حديثونه 19، 20، 24 او 25، مخونه 2147 ـ 2148؛ سنن ترمذى، كتاب التفسير، ټوک 5، مخ 371؛ سنن ابو داود،  ټوک 4، مخ 234؛ په تفسير طبرى او تفسير ابن كثير او ابن جوزى او سيوطى کښې د تيرايت په تفسيرکښې راغلي.

[10]. صحيح بخارى، كتاب التوحيد، ټوک 4، مخ 186؛ كنزالعمال، ټوک 1، مخ 224، حديثونه 1130 او 1131؛ الترغيب و التذهيب، ټوک 2، مخ 48؛ تفسير ابن كثير، ټوک 3، مخ 126؛ تفسير قرطبى، ټوک 6، مخ 122؛ تفسير سيوطى، ټوک 2، مخ 526.

[11]. صحيح بخارى، ټوک 3، مخ 122؛ صحيح مسلم، كتاب صفات المنافقين، حديث 23، مخ 2148.

[12]. توحيد ابن خزيمه، مخ 53.

[13]. سوره مائده، ايت 64.

[14]. سوره يس، ايت 83.

[15]. سوره آل عمران، ايت 26.

[16]. صحيح بخارى، كتاب التفسير، تفسير سوره ق او كتاب التوحيد، باب ان رحمة اللّه‏ قريب من المحسنين، ټوک 4، مخ 191؛ سنن ترمذى، كتاب صفة الجنة، ټوک 4، مخ 692؛ صحيح مسلم، كتاب الجنة، باب النار يدخلها الجبارون و ...، حديثونه 35 ـ 38، مخ 2186 او 2187؛ توحيد ابن خزيمه، مخونه 92 ـ 98؛ تفسير طبرى، ټوک 26، مخ 105؛ تفسير ابن كثير، ټوک 4، مخونه 226 ـ 228؛ تفسير سيوطى، ټوک 6، مخ 106.

[17]. صحيح بخارى، كتاب التفسير، باب تفسير سورة القلم؛ صحيح مسلم، كتاب الايمان، باب معرفة طريق الرؤية، حديث 302، مخونه 167 ـ 168؛ سنن ابو داود، كتاب الرفاق، باب فى سجود المؤمنين يوم القيامة، ټوک 2، مخ 326؛ مسند احمد، ټوک 3، مخ 17؛ تفسير طبرى، ټوک 29، مخ 24؛ تفسير ابن كثير، ټوک 4، مخ 407؛ او تفسير سيوطى، ټوک 6، مخونه 254ـ256.

[18]. صحيح بخارى، كتاب التوحيد، باب قوله «وجوه يومئذ ناضرة الى ربها ناظرة»، ټوک 4، مخ 189.

[19]. سنن ابن ماجه، حديث 182؛ سنن ترمذى، د هود سورت تفسير، لومړۍ حديث ؛ مسند احمد، ټوک 4، مخونه 11 او 12.

[20]. سنن ابوداود، كتاب السنة، حديث 4726؛ سنن ابن ماجه، مقدمه؛ سنن دارمى، كتاب الرفائق او  همداراز  مراجعه وکړئ دی کتابونو ته : د محمد بن عبد الوهاب كتاب التوحيد ته تولد 1206 هجرى؛ منهاج السنة ابن تيميه.

[21]. صحيح بخارى، كتاب التهجد، باب الدعاء و الصلاة فى آخر الليل و كتاب التوحيد و كتاب الدعوات، باب الدعاء نصف الليل؛ صحيح مسلم، كتاب الدعاء، باب الترغيب فى الدعاء و الذكر فى آخر الليل؛ سنن ابو داود، حديث 4733؛ سنن ترمذى، ټوک 2، مخونه 233 و 235 او ټوک 13؛ مخ 30؛ سنن ابن ماجه، حديث 1366؛ سنن دارمى، كتاب الصلاة؛ موطأ مالك، كتاب القرآن، باب 30؛ مسند احمد، ټوک 2، مخونه 264،267، 282، 419، 433، 487، 504 او 521 او ټوک 3، مخ 34 او ټوک 4، مخ 16.

[22]. سنن ترمذى، ابواب الصوم؛ سنن ابن ماجه، كتاب اقامة الصلاة؛ مسند احمد، ټوک 2، مخ 433.

[23]. دا روايت د مشهور صحابي ابوهريره له قوله دی چې د قاف سورت په تفسير کښې راوړې د  صحيح بخارى، ټوک 3، مخ 128، کښې راغلی او هم دا راز په  باب وجوه يومئذ ناضرة د التوحيد باب،  ټوک 4، مخ 191 کښې هم راغلی.

[24]. صحيح بخارى، كتاب التوحيد، ټوک 4، مخ 185 او  له زيات تفصيل سره، ټوک 4، مخ 190.

[25]. سنن ترمذى، كتاب الزهد، ټوک 9، مخ 229.

[26]. صحيح بخارى، كتاب التوحيد، ټوک 4، مخ 188.

[27]. صحيح بخارى، كتاب التوحيد، او كتاب الصلاة، او كتاب التفسير؛ صحيح مسلم، كتاب الصلاة؛ سنن ترمذى، ټوک 10، مخونه 18 او 20.

[28]. صحيح مسلم، كتاب الايمان؛ صحيح بخارى، كتاب التوحيد، ټوک 4، مخ 188.

[29]. صحيح مسلم، كتاب الايمان، حديث 229؛ صحيح بخارى، د نساء سورت په تفسير کښې، ټوک 3، مخ 80 او كتاب التوحيد، ټوک 4، مخ 198. كاشکې د خدای کتونکي پر مونږ دا احسان کړې وې چې د خپل خدای کوم مخ يې ليدلې و او کومه پنډۍ چې د هغو تر مينځ نخښه وه، مونږ ته بيان کړې وې چې له دې فضيلته روسته نۀ وې پاتې شوي او مونږ به ترې ډيره شکريه ادا  کړې وه!

[30]. صحيح بخارى، كتاب التوحيد، ټوک 4، مخ 191؛ صحيح مسلم، كتاب الايمان، حديث 296.

[31]. صحيح مسلم، كتاب الايمان، حديث 297.

[32]. سنن ابن ماجه، مقدمه، حديث 184.

[33]. سنن ترمذى، كتاب صفة الجنة، ټوک 10، مخونه 18ـ19.

[34]. سنن ابن ماجه، كتاب الزهد، حديث 4336، مخونه 1451 ـ 1452؛ سنن ترمذى، ابواب صفة الجنة، ټوک 10، مخونه 16 ـ 17.

[35]. ابن خزيمه، محمد بن اسحاق، لوی حافظ او د مکتب خلفاو د امامانو  امام دی د وفات نيټه 311 هجرى، په  استاد بخارى او مسلم حديثونو کښې شته. د هغه كتاب په  1378 هجرى کال کښې په قاهرې کښې چاپ او خپور شوی دی د هغه  ژوند ليک د کتاب په مقدمه کښې ولټوئ.

[36]. دا کتاب په  1960 ميلادي کال کښې په  ليدن کښې چاپ شوی دی.

[37]. امام حافظ شمس الدين محمد بن احمد بن عثمان بن قايماز الذهبى تولد 748 هجرى د هغه كتاب په مدينې منورې کښې د وهابيانو د خرڅنځای په 1388 هجرى کال کښې دوهم چاپ سره خپور شوی دی.

[38]. توحيد صدوق، د تهران چاپ، د 1387 سپوږميز او هجرى کال، مخ 153 .

[39]. هماغه، مخ 15.

[40]. هماغه، مخ 102، حديث 16.

[41]. توحيد صدوق، مخ 153، لومړۍ حديث.

[42]. سوره ص، ايت 75.

[43]. توحيد صدوق، مخونه 153ـ154، دويم حديث .

[44]. سوره زمر، ايت 67.

[45]. سوره انعام، ايت 91.

[46]. توحيد صدوق، مخ 161، حديث اول.

[47]. تفسير قرطبى، ټوک 10، مخ 250،  د دې ايت په تفسير کښې په؛ تفسير ابن كثير، ټوک 5، مخ 63 کښې په هغه کښې داسې راغلي دي.: دومره بخيل مه کيږه چې هيچا ته هم څه ورنۀ کړې. لکه يهوديانو وويل چې د خدای لاسونه تړلي دي يعني هغو خدای بخيل وګڼل.

[48]. سوره قلم، ايت 42.

[49]. توحيد صدوق، مخ 155، حديث سوم؛ بحارالانوار، ټوک 4، مخ 7، حديث 16.

[50]. سوره قلم، ايت 42.

[51]. سوره قلم، ايت 43.

[52]. عيون اخبار الرضا؛ تفسير نور الثقلين، ټوک 5، مخ 395.

[53]. تفسير قرطبى، ټوک 6، مخ 254.

[54]. مفردات راغب، د سوق لفظ.

[55]. معجم الفاظ القرآن الكريم، د سوق لفظ.

[56]. توحيد صدوق، مخ 327، حديثونه 4 او 5.

[57]. هماغه، مخ 319، حديث 1.

[58]. سوره هود، ايت 7.

[59] . د عرش معنی تخت او د حکومت او قدرت ځای دی ويلي شوي دي چې د خدای عرش په ټول جهان دی ځکه چې په ټولو جهانونو د هغه حکومت دی.

[60]. توحيد صدوق، مخ 319، حديث 2.

[61]. سوره هود، ايت 7.

[62]. سوره بقره، ايت 255.

[63]. سوره بقره،ايت 259.

[64]. بشر بن مروان د اموى خليفه عبدالملك مروان ورور او په 74 هجرى کال کښې په عراق کښې د هغۀ والي ؤ او په بصرې کښې په حق ورسيد.

[65]. تفسير طبرى، ټوک 3، مخ 8؛ اساس البلاغة، مخ 390، د كَرَسَ لفظ.

[66]. سوره انعام، ايت 80.

[67]. سوره اعراف، ايت 89.

[68]. سوره غافر، ايت 7.

[69] . سوره طه، ايت 98.

[70]. سوره فجر، ايت 22.

[71]. تفسير نور الثقلين، ټوک 5، مخ 574، حديث 20، له عيون اخبار الرضا کتابه په نقل سره.

[72]. توحيد صدوق، مخ 176، حديث 7.

[73]. توحيد صدوق، مخ 175، حديث 2.

[74]. توحيد صدوق، مخونه 176 ـ177، حديث 8.

[75]. هماغه، مخونه 183 ـ 184، حديث 20.

[76]. توحيد صدوق، مخ 109، حديث 6.

[77]. سوره انعام، ايت 103.

[78]. سوره طه، ايت 110.

[79]. سوره شورى، ايت 11.

[80]. سوره نجم، ايت 13.

[81]. سوره نجم، ايت 11.

[82]. سوره نجم، ايت 18.

[83]. سوره طه، ايت 110.

[84]. توحيد صدوق، مخونه 110ـ112، حديث 9؛ بحارالانوار، ټوک 4، مخ 31، حديث 4؛ اصول كافى، كتاب التوحيد، باب ابطال الرؤية، حديث 2.

[85]. سوره انعام، ايت 103.

[86]. سوره قيامت، آيتونه22 او 23.

[87]. سوره يوسف، ايت 82.

[88]. د خدای تعالی د صفاتو په اړه دې کتابونو ته مراجعه کولی شئ: اصول كافى  ليکوال: محمد يعقوب كلينى، كتاب التوحيد؛ توحيد شيخ صدوق او عيون الخبار الرضا، ليکوال شيخ صدوق.

کلیدي کلمې:

اړونده منځپانګې