د حضرت مهدی علیه السلام اوږد عمر

د امام مهدي (ع) په اړه له مطرح شويو پوښتنو  څخه يوه پوښتنه دا ده چې که امام مهدي (ع) يو ژوندے انسان دے نو څه ډول يې له يولسو پېړيو نه زيات عمر کړے دے او له بې شمېره نسلونو سره يې ژوند کړے دے او څه ډول د بوډاوالي له حتمي  دوران سره مخامخ شوے نه دے او لنډه دا چې آيا يو انسان ګڼ شمېر پېړۍ په دې دنيا کښې ژوند وکړي؟

د داسې ښکارندې د رامنځته کېدو د امام په اړه په ځواب کښې بايد ووايو چې داسې چاره درې حالته لري:

1- عقلي او منطقي امکان ( يعنې داسې چاره چې د عقل له نظره يې رامنځته کېدل ممکن وي)

2- علمي امکان (يعنې داسې چاره چې رامنځته کېدل يې له علمي او سائنسي لحاظه محال او ناممکن نه وي)

3- عملي امکان (يعني داسې چاره چې رامنځته کېدل يې ممکن وي او په خارج کښې رامنځته شوې وي.)

د عقلي امکان په باره کښې بايد ووايو چې د انسانانو د طبيعي او معمولي عمر څو برابره ژوند کول محال او غېر ممکن نه دي که څه هم استثنائي او د ګوتې شمېر  وي.

د علمي او سائنسي لحاظه هم بايد ووايوو چې سائېنس که څه هم تر اوسه نه دي کړې شوي چې داسې څه کار وکړي يا يوه فارمولا ترلاسه کړي چې د انسانانو عمر څو برابره کړي خو هيڅ يو سائنسدان د داسې څيز له رامنځته کېدو سره اړوند چاره له سائنسي نظره محال نه ده ګڼلې.

د عملي نظره هم بايد ووايوو چې مونږ د بشر د ژوند په تاريخ کښې داسې نمونې لرو چې ثابتوي چې انسان د خپل طبيعي عمر څو برابره ژوند کړے دے. البته دا د خالق په اختيار کښې چاره ده چې چا ته اوږد ژوند ورکوي.

اوس به له قرآن مجيد څخه څو نمونې وړاندې کړو.

خداے پاک د حضرت نوح (ع) په باره کښې فرمائي:

﴿وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا﴾

يعنې « مونږ نوح د هغه د قوم لوري ته ولېږۀ او هغه د هغوي ترمېنځ نهۀ نيم سوه کاله ژوند وکړ .» [1]

د حضرت عيسي (ع) په باره کښې هم قرآن مجيد فرمائي:

﴿ وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا * بَلْ رَفَعَهُ اللَّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا ﴾

« او د هغوي دا خبره چې مونږ د خداے پېغمبر مسيح عيسی بن مريم ووژۀ، په داسې حال چې هغه يې نه ده وژلے او نه يې پانسي کړے دے بلکه هغوي تېروتل او هغه کسان چې د هغه (د قتل) په اړه يې اختلاف وکړ، له هغه څخه په شک کښې دي او ورباندې پوهه نه لري او يوازې له ګومانه پېروي کوي. په قطعي توګه يې هغه ونه وژۀ .» [2]

نو په دې بنياد حضرت عيسي (ع) تر ننه ژوندے دے او د امام مهدي (ع) تر ظهوره پورې به ژوندے او له هغه حضرت سره به يو ځاے ظهور کوي او زمکې ته به راځي.

خداے پاک د حضرت يونس (ع) په باره کښې فرمائي:

﴿ فَالْتَقَمَهُ الْحُوتُ وَهُوَ مُلِيمٌ * فَلَوْلَا أَنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُسَبِّحِينَ * لَلَبِثَ فِي بَطْنِهِ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ ﴾

« او هغه يې سمندر ته وغورزۀ) او يو لوے کب هغه تېر کړ په داسې حال کښې چې د ملامتيا وړ ؤ او که له تسبيح کونکو څخه نه وې نو تر قيامته به د کب په خېټه کښې پاتے ؤ.» [3]

د قيامت تر ورځې پورې د حضرت يونس (ع) ساتلو کښې د خداے پاک قدرت يو قرآني وضاحت دے او همدغه قدرت بې له شکه د داسې کس د حفاظت او ساتنې توان لري چې په آخره زمانه کښې به د نړۍ مصلح وي.

نو ځکه په دې کښې هيڅ شک نشته چې خداے پاک دولسم خليفه امام مهدي (ع) ته اوږد ژوند ورکړي چې په آخره زمانه کښې ظهور وکړي  او د اسلام مبين دين ته په نورو دينونو باندې غلبه ورکړي.

د صفاتو، القابو او کنيت په حقله احاديث

ابوداؤد په خپل صحيح کښې له ابوسعيد څخه نقلوي چې پېغمبراکرم (ص) وفرمايل:

المهدی منی، اجلی الجبهه، افنی الانف، يعنې مهدي له ما څخه دے، پراخه څېره، نوراني تندے او ښکلې پوزه يې ده.[4]

ابن حجر په الصواعق کښې له ابونعيم څخه نقلوي چې د خداے ګران رسول (ص) فرمائي:

يبعث الله رجلاً من عترتي افرق الثنايا، اجلی الجبة، خداے پاک به زما له عترت څخه يو سړے وليږي چې ښکلي مرتب او فاصله لرونکي غاښونه او پراخه تندے به يې وي.[5]

محمد صبان په اصعاف الراغبين کتاب کښې  له روياني او طبراني وغيره څخه نقلوي چې پېغمبراکرم (ص) فرمائي:

المهدي من ولدی و جهه کالکواکب الدری اللون لون عربی، و الجسم جسم اسرائيلي، مهدي زما له اولاد څخه دے، مخ يې د ځلانده ستوري په شان، رنګ د عربو د رنګ په شان او بدن يې د يعقوب (ع) په شان دے.[6]

هم دا رنګ په اصعاف  الراغبين کښې په حلية الاولياء کښې د ابونعيم اصفهاني په نقل سره راغلي دي چې:

المهدي شاب اکحل العينين، ازج الحاجبين، اقنی لانف کث اللحية علی خده الايمن خال، و علی يده اليمني، مهدي د تورو سترګو يو ځوان، روځې يې د ليندۍ په شان، په مخ ګڼه ږيره او ښے لاس يې خالي دے.[7]

په عقد الدرر کښې له امام محمد باقر (ع) څخه نقل شوي دي چې وې فرمايل:

سُئلَ اميرالمؤمنين علي بن  ابي طالب (ع) عن صفة المهدي

فقال: هو شاب مربوع، حسن الوجه، يسيل شعره علی منکبه، يعلو نور وجهه سواد شعرء و لحيته و راسه، له اميرالمومنين علی بن ابي طالب (ع) څخه د مهدي په باره کښې پوښتنه وشوه. هغه حضرت وفرمايل: هغه متوسط القامه او د ښکلي صورت  ځوان دے وېښته يې په اوږو زوړنده دي، نوراني شکل، تور وېښته او ږيره يې ده.[8]

په ينابيع المودة کښې د مناقب خوارزمي په نقل سره له جابر بن عبدالله انصاري څخه راغلي دي چې د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل:

المهدي من ولدی اسمه اسمي، کنيته کنيتي، اشبه الناس بی خلقاً و خُلقاً ، مهدي زما له فرزندانو څخه دے د هغۀ نوم زما د نوم په شان دےاو کنيت يې زما کنيت په شان دے، هغه په صورت او سيرت کښې تر ټولو زيات زما په شان دے.[9]

ابن عربي په الفتوحات کښې وائي:

مهدي يوازې په خَلق (صورت) کښې د پېغمبراکرم (ص) په شان دے خو په خُلق (سيرت) کښې يې درجه له پېغمبر اکرم (ص) څخه لاندې ده. ځکه چې هيڅوک په اخلاقو کښې د پېغمبراکرم (ص) په شان نشته. خداے پاک فرمائي:

﴿وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ﴾

« بي شکه چې ته عظيم او اوچت اخلاق لرې.»[10] -[11]

د ابن عربي په جواب کښې بايد ووايوو:

وړومبې دا چې په روايت کښې راغلي دي چې امام مهدي (ع) په خَلق او خُلق (صورت او سيرت) کښې د پېغمبر اکرم (ص) په شان دے او شبهات يوازې په خَلق (صورت) کښې منحصر کول د نص په  مقابل کښې اجتهاد دے.

دويم دا چې خپله له اشبه يا يشبه لفظ څخه دا معلوميږي چې عېنيت ترې مراد نه دے بلکه نزدېکت او قربت ترې مراد دے.

دريم دا چې په تشبيه  کښې ټول اړخونه په نظر کښې نه نيول کيږي د دې په غېر صورت کښې عينيت لازمي کيږي، بلکه مراد ترې دا دے چې دوه کسان په صفاتو کښې د يو بل په شان دي.

په عقد الدرر کښې د ابونعيم اصفهاني د صفة المهدي کتاب په نقل سره له حذيفة بن اليمان څخه راغلي دي چې د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل:

لو لم يبق عن الدنيا الا يوم واحد لبعث الله فيه رجلاً اسمه اسمي و خُلقه خُلقي يکنّی ابو عبدالله، که د دنيا له ژوند څخه يوازې يوه ورځ باقي پاتې شي نو خداے به ارو  مرو په هغه ورځ يو سړے راوليږي چې نوم به يې زما د نوم په شان وي او خُلق به يې زما د خُلق په شان وي او د هغه کنيت به ابا عبد الله وي.[12]

په تذکرة الخواص کښې راغلي دي:

کنيته ابو عبدالله، ابوالقاسم، و هو الخلف الحجة صاحب الزمان القائم المنتظر والتالي، د هغه کنيت ابو عبدالله او القاسم دے او هغه دے الخلف او حجت، صاحب الزمان، قائم منتظر او آخرين (اوصيا)[13]

په الصواعق کښې راغلي دي:

... و يسمّی القائم المنتظر، هغه قائم منتظر نومولے کيږي.[14]

په نور الابصار کښې د مهدي منتظر د حالاتو په باره کښې راغلي دي:

اسمه محمد و کنيته ابوالقاسم و لقبه الامامية بالحجة  و المهدي و الخلف الصالح و القائم المنتظر  صاحب  الزمان و الشهرها المهدي، د هغه نوم محمد، کنيت يې ابوالقاسم او اماميه ورته لقبونه حجت، مهدي ، الخلف صالح، قائم ، منتظر او صاحب الزمان ورکړي دي چې تر ټولو مشهور يې مهدي دے.[15]

*****

دلته به بده نه وي که د امام مهدي (ع) د راتلو او انتظار په اړه د ستر پښتون عارف ، اديب او شاعر حمزه بابا کلام وړاندې کړو:

بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای د رسالت امامه! تا ته انتظار دی

راشه راشه راشه اوس څرګند په کليت کې شه
ای د رسالت روحــه قــــالب د امامـــت کې شه

بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای د رسالت امامه! تا ته انتظار دی

اوس بغېر لــه تا نه چرته خوند د پېمانې نشته
اوس هغه رونق د دې دنيــــا د مېخانــــې نشته

بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای د رسالت امامه! تا ته انتظار دی

ستا چې د راتګ وې هغه ټولې شوې وعدې پوره
تۀ راښکاره نۀ شوې کــــه شوې واړه نښــــانې پوره

بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای  د رسالت امامه! تا ته انتظار دی

شمع ستا د مخ چې په محفل کې د دنيا نشته
واړه پتنګــان په انتظـــار ســـوزی رڼا نشته

بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای د رسالت امامه! تا ته انتظار دی

راغلۀ ستړی زړونـه په ککو يې قـرار ونيــوۀ
ستا د ديدن شوق د ګريوان ځينې ځمبار ونيوۀ

بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای د رسالت امامه! تا ته انتظار دی

ګرد چې د سپوږمۍ په مخ د ستورو پوګنېدل وينم
ستــا د مخ په نمر پسـې د واړو پسخېـــــدل وينم

بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای د رسالت امامه! تا ته انتظار دی

مسک شه د حمزه د زړۀ په ګل کې د چتيا په رنګ
يا خــــو په لېمـــۀ د بــې نــــوا کې د خندا په رنګ

بې رنګه بهار دی وچ د زړۀ ګلزار دی
ای د رسالت امامه! تا ته انتظار دی

 

همدا رنګ حمزه بابا (رح) په يو بل ځای کې وايې :

راځي راځي پرتو دې د رحمـــن راځــي
راغلی خو لا پوهې ته څه ګــران راځي

حمزه د محبت بــه معـــرفت شي هــله
جامه کې د مهدی چې هغه ځوان راځی

سرچینې

[1] - سورۀ عنکبوت ۱۴ آيت.

[2] - سورۀ نساء  ۱۵7 او ۱۵8 آيتونه.

[3] - سورۀ الصافات ۱۴۲، ۱۴۳، ۱۴۴ آيتونه

[4] - سنن ابی داؤد ۲ ټوک ۲۰۸ مخ.

[5] - الصواعق المحرقه ۱۶۲ مخ.

[6] - الصعاف الراغبين ۱۴۶ مخ.

[7] - الصعاف الراغبين ۱۴۹ مخ

[8] - الصعاف الراغبين ۱۴۹ مخ

[9] - ينابيع المودة

[10] - سورۀ القلم ۴ آيت

[11]- الفتوحات المکية ۳ ټوک ۳۲۷ مخ.

[12] - عقد الدرر  ۵۶ مخ.

[13] - تذکرة الخواص ۳۶۳ مخ.

[14] -الصواعق المحرقه  ۲۰۶ مخ.

[15] - نور الابصار ۱۸۵ مخ.