د حضرت محمد(ص) نړيوال رسالت

اسلام له هماغې لومړۍ ورځۍ د روڼې او ځلاندې چينې په شان راښکاره شو، ورو ورو يې پراختيا او ژورتيا زياته شوه او بالاخره يو لوي سمندر شو چې په بيلا بيلو سيمو کې بشريت خړوبوي او اوس هم چې څومره مخکې ځي، لا ژور او پراخيږي. په حقيقت کې ټول غلط دودونه او رسمونه وينځلی شي او په هر وخت او ځاي د خلقو هدايت کولی شي.

اسلام د نړۍ له استعماري سياستونو سره سره په ترقۍ دی او د اسلام دبنيادونو د راغورزولو لپاره د دښمنانو پروپيګنډې شنډې شوي دي. اسلام د کاميابۍ او عام شونې راز لري او هغه ستر راز د انسانانو له فطرت سره مطابقت دی چې ټول انسانان يې لري او د ژوند اساس په همدې فطرت ولاړ دی. نو هغه کسان چې وايي ختيځ، ختيځ دی او لوديځ، لوديځ. او د ختيځ پيغمبر د لوديځ او مغرب رهبري نه شي کولی، په غلطۍ دي. ځکه چې لوديځ او ختيځ د فطرت له نظره يو شان دي. او څنګه چې لويدځ او ختيځ د فطرت له نظره يو شان دي. او څنګه چې د ختيځ خلق فطري دين ته ضرورت لري د لويديځ خلق هم دې ته اړتيا لري.

کله چې د مکې په تورتم کې د پيغمبر(ص) لخوا توحيد ته د بلنې اواز انګازه وکړه نو دا اواز يوازې د حجاز د سيمې او د عربو لپاره نه ؤ بلکې د ټولې نړۍ لپاره ؤ ځکه چې پيغمبر(ص) خپلو خپلوانو ته په بلنه کې وفرمايل: "اني رسول اليکم خاصة و الي الناس عامة"

په تحقيق سره زه خداي پاک خاص تاسو ته او عام نورو خلقو ته راستولی يم يعنی که څه هم اوس ستاسو په منځ کې يم خو خداي د ټولو انسانانو لپاره راستولی يم.[1]

د قران ځينې ايتونه هم زمونږ خبره تائيدوي چې فرمايي: قل يا ايها الناس اني رسول الله اليکم جميعاً.

ووايئ ای خلقو! په تحقيق سره زۀ ستاسو د ټولو لپاره د خداي رسول يم.[2]

وما ارسلناک الا رحمةً للعالمين

او ته مو د ټولو نړيوالو او عالمينو لپاره رحمت راوليږلې.[3]

و اوحی الی هذا القران لا نذرکم به و من بلغ

او دا قران ما ته وحي شوی دی چې تاسو او هر هغه څوک چې دا ورته ورسي، وويروم.[4]

له دغو ايتونو په څرګنده معلوميږي چې د پيغمبر(ص) نړيوال رسالت له هماغې لومړۍ ورځې څخه د هر وخت او هر ځاي د خلقو لپاره ؤ نه چې صرف د حجاز لپاره.

له امام صادق(ع) څخه يو سړي پوښتنه وکړه قران چې هر څومره لوستی او ښودلی شي بيا هم تازه او نوی دی، دا ولې؟ امام صادق(ع) وفرمايل: خداي پاک قران د يو خاص وخت او خاصې ډلې لپاره نه دی نازل کړی ځکه خو تر قيامته پورې د هر چا لپاره نوی او تازه دی.[5]

د اسلام پيغمبر(ص) د هجرت په اتم کال د نړۍ واکمنانو او باچاهانو ته ليکونه واستول او هغوي يې خداي مننې او اسلام ته راوبلل او له دې امله چې د د رسول بلنه د خداي په حکم سره او د خلقو د خبردارولو لپاره وه نو ډير اغيز يې درلود او ځکه خو د نجاشي مقوس او داسې نورو په شان ډيرو حق غواړو او انصاف لرونکو خلقو ومانه.[6]

د پيغمبر(ص) د تبليغي ليکونو په حقله شوي معلومات دا ښيي چې هغه مبارک، باچاهانو او د قبيلو مشرانو ته ټوټل 62 ليکونه استولي وو. چې اسلام ته د بلنې لپاره وو خو تراوسه يوازې د 29 ليکونو متن پيدا شوی دی.[7] د نمونې لپاره د څو ليکونو متن وړاندې کوم.

( نور مطلب د پيغمبر(ص) په ليکونو کې وګورئ.)

[1]  . کامل التواريخ ج ص61 چاپ بيروت سال1385.
[2]  . سوره اعراف ايه158.
[3]  . سوره انبيا ايه107.
[4]  . سوره انعام ايه19.
[5]  . سفينة البحار ج2 ص413.
[6]  . کامل ابن اثير چاپ 1385 ج2 ص210 مکاتيب الرسول ج1 ص30، 31.
[7]  . مکاتيب الرسول ج1 ص35، 41 او ص90، 182.