د حضرت امام مهدی عليه السلام د حکومت ځانګرتياوې (۱

په مخکيښنيو برخو کې مو د حضرت امام مهدي عليه السلام د حکومت هدفونه پروګرامونه او لاسته راوړنو په حقله خبرې اترې وکړې په دې اخيري فصل کې د  حضرت امام مهدي عليه السلام ځينې نورې ځانګرتياوې غواړو چې تاسو ته روښانه کړو لکه د  حضرت امام مهدي عليه السلام د حکومت حدود او د هغۀ د حکومت مرکز، د حکومت موده، د حکومت چلوونکو کسانو طريقه، د هغو پيژنګلو او ورسره د حکومت ستر لارښود او مشر سيرت وغېره.

د حکومت حدود او  د هغۀ مرکز

په دې کې هيڅ شک نيشته چې د حضرت امام مهدي عليه السلام حکومت يو نړيوال حکومت دے. ځکه چې ټولو انسانانو ته خداے پاک د داسې حکومت وعده ورکړې ده. او هماغه حکومت دے چې د ټولو انسانانو د ارمانونو پوره کوونکې دے.

پس هم له دې امله هر هغه ښۀ څيزونه او ښکلاوې چې د حضرت امام مهدي عليه السلام د حکومت د سيورې لاندې راځی په يو ځاے پورې به خاصې نه وی بلکې په ټولې زمکې به پراخيږي او د هغۀ حکومت به په ټوله زمکه باندې وي.

او دا يو داسې حقيقت دے چې ډير زياتره حديثونه په دې مطلب ګواه دي چې په هغو کې ځينو حديثونو ته اشاره کوو.

(الف) داسې ډېر زيات حديثونه له مونږ سره موجود دی چې په دې مطلب دلالت کوي چې حضرت امام مهدي عليه السلام به زمکه له عدل او انصافه ډکوي لکه څه رنګ چې هغه له ظلمه ډکه شوې وی [1]

  په حديث کې د زمکې (الارض) په ټکی کې د ټولې دنيا زمکه  شاميليږي او مونږ هيڅ دليل نۀ لرو چې د زمکې يوه برخه ترې مراد واخلو.

(ب) هغه حديثونه چې په هغو کې ويل شوی دی چې حضرت امام مهدي عليه السلام به د دنيا په مختلفو سيمو باندې حکومت کوی د هغو سيمو پراخوالے او له يو بل نه جدا والے هم او د هغو سيمو اهميت هم دا څرګندوی چې حضرت امام مهدی عليه السلام به په ټوله نړۍ حکومت کوی. او که چېرې په حديثونو کې د ځينو ځايونو نومونه راغلی دي نو هغه د نمونې او بيلګې په توګه دي او په تېره بيا په خصوصي توګه دې لپاره دي چې په هغه زمانه کې چې کومو خلقو ژوند کوۀ. د هغو خلقو د پوهې او عقل په مطابق دا  نومونه اخستې شوی دی چې هغوی پرې ښۀ پوه شی. لکه په بيلا بيلو حديثونو کې د روم، چين، ديلم يا د ديلم د غرونو، ترک، سند، هند، قسطنطيه، کابل، شاه او خزر نومونه ذکر شوي دي. چې حضرت امام مهدي عليه السلام به دغه سيمې تر خپل تسلط او حکومت لاندې راولی او حکومت به پرې کوی. او فتح کوی به يې.[2]

 دا خبره هم د ذکر وړ ده. چې دغه ټولې سيمې چې مخکې يې يادونه وشوه د امامانو عليهم السلام په زمانه کې د ډېرو لويو او سترو سيمو نومونه وو چې اوس ترې هغه مراد نۀ شی اخستې. بلکې د هغې زمانې په نسبت اوس ډيرې ورکوټې شوې دي او ډيرې نورې سيمې ورسره ور زياتې شوې دي. د بيلګې په توګه لکه د روم نوم هغه وخت ټول يورپ او بر اعظم امريکا ته ويل شو خو اوس ترې يواځې يو ښار مراد دے. او د چين په نوم کې هم هغه وخت د ټوله ختيځه (مشرقی)  ايشيا ته شاميليده چې جاپان هم په کې ؤ او هم داسې هغه وخت هند هم ډير لوے ؤاو ننے پاکستان هم پکې شامل ؤ. د قسطنطيه ښار هماغه د استانبول ښار دے چې په هغه زمانه کې د دنيا مضبوط ښارونو او مهمو سيمو کې ګڼل شو او حالت يې دا ؤ چې د دې ښار فتح کول به يوه لويه کاميابی ګڼل کېده ځکه چې يورپ ته د داخليدو يوه اصلی لاره وه.

لنډه دا چې حضرت امام مهدي عليه السلام لخوا د دنيا د داسې مهم ځايونو له  فتح کولو نه مراد دا دے چې د حضرت امام مهدي عليه السلام حکومت په ځاے پورې خاص نه دے. بلکې دوی به د نړيوال حکومت خاوند وی.

(ج) پرته له غو حديثونو چې بيان مې کړل داسې نور حديثونه لرو چې ډېر په ښۀ ډول د حضرت امام مهدي عليه السلام د حکومت په نړيوالتوب باندې دلالت کوي. پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم نه په يو قدسی حديث کې نقل شوي دي چې الله تعالی فرمائی چې:

.. زۀ خپل دين ته د دوی (دولس امامانو) په لاس، په ټولو دينونو باندې غلبه ورکوم او هم د دوي په لاس به زۀ خپل حکم تولو خلقو ته رسوم، او په دوي کې د اخيري امام (په پاڅون) سره به ټوله زمکه له دښمنانو نه پاکه کړم او هغه به د زمکې ختيځ او لويديځ واکمن جوړ کړم.... [3]       

 او حضرت  امام باقر عليه السلام فرمائی:

اَلْقٰائِمُ  مِنٰا ... يَبْلُغُ سُلْطٰانَهُ الْمَشْرِقَ وَ الْمَغْرِبَ وَ يُظْهِرُاللهُ عزَ و جَل بِهِ دِيْنَهُ عَلٰی الدِيْنِ کُلِهِ وَلَوْ کَرِهَ الْمُشْرِکُوْنَ...[4]

قايم (مهدی) زمونږ له کورنۍ (اهل بيتو) څخه دے (دې هغه کس دے) چې حکومت او واکمنی به يې د دنيا مشرق (ختيځ) او مغرب (لويديځ) ته رسي. او الله تعالی به د هغۀ په لاس خپل دين (اسلام) ته په نورو ټولو دينونو غلبه ورکوی. که څه هم دا خبره د مشرکانو خوښه نۀ وي [5]

د حضرت امام مهدي عليه السلام د حکومت مرکز به تاريخي ښار کوفه وی چې په هغه وخت کې به دا ښار ډېر پراخه  شی  ان تردې پورې چې نجف اشرف ښار به هم په کوفې کې ګڼل کيږی چې څو کلوميټره له کوفې لرې دے.

په هم دې دليل په ځينې روايتونو کې کوفه او په ځينو نورو حديثونو کې نجف اشرف د حضرت امام مهدي عليه السلام د حکومت مرکز ذکر شوې دے.

حضرت امام جعفر صادق عليه السلام په يو اوږد حديث کې داسې فرمائی

... د هغه(حضرت امام مهدي عليه السلام) د حکومت مرکز به کوفه ښار وی او د شرعی  فېصلو ځاے  به يې د کوفې لوے  جومات (مسجد) وی چې ورته مسجد کوفه ويلې شی.

د ذکر وړ خبره دا ده. چې د کوفې ښار ته ډير له پخوا نه اهل بيتو عليهم السلام پاملرنه لرله. او د حضرت امام علی عليه السلام د حکومت او واکمنۍ مرکز هم کوفه وه او د دې ښار جومات هم د نړۍ څلورو نامتو جماتونو کې ګڼل کيږی. چې امام علی عليه السلام به پکې نمونځ کوۀ او خطبې به يې پکې ورکولې او همدا شان، په هم دې جومات کې يې د خلقو د مشکلاتو او ستونزو شرعی فېصلې کولې ان تردې چې آخېر هم د دې جومات په محراب کې د سهار د نمونځ په وخت د روژې په نولسمه نيټه د ابن ملجم د تورې په ګوزار زخمی او د روژې په يوېشتمه نېټه شهيد شو.

یاداښتونه

[1] . کمال الدين باب 25، حديث 4، باب 24، حديث 1 و 7

[2] . غيبت نعماني او احتجاج طبرسي

[3] . کمال الدين جلد 1، باب 23، حديث 4، صفحه 477

[4] . کمال الدين جلد 1، باب 32، حديث 16،صفحه 603

[5] . کمال الدين جلد 1، باب 32، حديث 16،صفحه 603