د حضرت امام محمد تقي عليه السلام ځينې معجزې

1:د امام رضا عليه السلام له شهادته وروسته د بغداد او نورو ښارونو اتيا عالمانو او فقيهان د حج لپاره مکې ته لاړل. په لاره کښې په مدينه کښې هم ايسار شول چې له امام جواد عليه السلام سره کتنه وکړي. په دې غرض د امام صادق عليه السلام په کور کښې ديره شول. امام جواد عليه السلام چې وړوکی ؤ د هغوي محفل ته داخل شو. د موفق په نامې يو سړي هغه نورو ته معرفي کړو. ټول عالمان ورته پاڅيدل او جوړ تازه يې ورسره وکړل. بيا يې له امام ځينې پوښتنې وکړې چې امام يې ځوابونه ورکړل. ټولو پکښې د امامت اثار وليدل. په امامت يې مطمئن شول. خوشحاله شول، امام يې وستايۀ او دعا يې ورته وکړه.

په هغوي کښې د اسحاق په نامه يو سړی وايي: ما هم په يو ليک کښې لس پوښتنې ليکلې وې چې له  امامه يې وپوښتم او له ځان سره مې وويې چې که امام زما پوښتنو ته ځوابونه راکړل نو له هغۀ نه به وغواړم چې خدايې ما ته هغه بچی چې زما د ښځې په خيټه کښې دی،نر بچی وګرځوي. محفل اوږد شو، ټولو له امامه پرله پسې پوښتنې کولې او ځوابونه يې ترلاسه کول. زۀ راپاڅيدم چې کور ته لاړ شم. امام چې وليدم نو وې فرمايل: ای اسحاقه خدايې دې دعا قبوله کړه. د ځوی نوم دې احمد کيږده. د خدايې شکر مې وکړو چې دا هماغه حجت دی چې زۀ يې په لټون کښې وم.

2:عمران بن محمد اشعری وايي: د امام جواد عليه السلام خدمت ته ورغلم، له خپلو کارونو ورسته مې عرض وکړو:ام الحسن تاته سلام ويلی او ستا يوه جوړه يې غوښتې چې ځانله ترې کفن جوړ کړي. امام وفرمايل: هغه له دې کاره بې نيازه شوه، زۀ راستون شوم او پوهه نۀ شوم چې له دې خبرې د امام مطلب څۀ ؤ، تر دې چې خبر شوم ام احسن امام ته زما له ورتګه څوارلس پنځلس ورځې مخکښې مړه شوې وه.

3:احمد بن حديد وايي: له خپلو ځينو ملګرو سره حج ته روان ؤم چې څوکمارو راته لاره ونيوله او مال يې رانه واخستو کله چې مدينې ته راورسيدو، امام جواد عليه السلام مو په يوې کوڅې کښې وليد. بيا يې کور ته ورغلو او قيصه مو ورته واوروله. امام مونږ ته جامې او پيسې راکړې بيا يې راته وويې چې دا پيسې په ټولو کښې په هغه اندازه تقسيم کړه چې څومره ترې کمارو اخستی دی. پيسې مې تقسيم کړی او ټولو ته هغومره ورسيدې چې څومره ترې غلو اخستې وې او يوه پيسه هم باقی نۀ شوه.

4:مامون امام جواد عليه السلام بغداد ته راوست او خپله لور يې ورکړه. خو امام په بغداد کښې پاتې نۀ شو او مدينې ته ستون شو. د ستنيدو په وخت ځينې کسان د امام د بدرګې لپاره له ښاره بهر راووتل. د ماښام د مانځه په خت يو زوړ جمات ته ورسيد. امام جمات ته د مانځۀ لپاده ننوت، د جومات په غولي کښې د بيرې يوه ونه وه چې تراوسه يې ميواه نۀ وه ورکړې. امام د هغې ويښ ته وضو (چهار اندام) وکړ او د جمعې مونځ يې هم وکړو بيا يې څلور رکعته نفل او د شکر سجده وکړه او له خلقو رخصت شو. سبا ته هغې ونې ډيره ميوه وکړه او خلق په دې قيصې ډير حيران شول. اروښاد شيح مفيد (رح) وايي ځې په کلونو ورسته ما پخپله دغه ونه وليده او ميوه مې ترې وخوړه.

5:د امام رضا عليه السلام د شهادت اعلان: اميه بن علی وايي چې امام رضا عليه السلام په خراسان کښې ؤ، زۀ په مدينه کښې ؤم او امام جواد عليه السلام کره مې تګ راتګ ؤ، د امام خپلوان به هم تلل راتلل. يوه ورځ امام خپلې وينځې ته وفرمايل: د کورنۍ ښخو ته ووايه چې ځان د وير او غم لپاره تيارې کړي. سبا يې ورته بيا وويل چې ماتم ته تيارې شئ. پوښتنه يې ترې وکړه چې د چا ماتم ته؟ وې فرمايل: د زمکې په مخ د ټولو نه د غوره انسان ماتم ته. څو ورځې پس خبر راورسيدو چې په هماغه ورځ چې امام جواد عليه السلام ويلی وو چې ماتم ته چمتو شئ امام رضا عليه السلام شهيد کړی شوی ؤ.

6: قاضی يحيی بن اکثم چې د نبوت او امامت د کورنۍ دښمن دی. پخپله داده کيږی چې يوه ورځ مې د پيغمبر حضرت  محمد(ص) د قبر په خوا کښې امام جواد عليه السلام وليد. د مختلفو مسئلو په حقله مې ورسره مناظره وکړه. هغۀ د ټولو جواب راکړو.ومې ويل: په خدايې قسم غواړم چې يوه پوښتنه درنه وکړم خو شرميږم، امام وفرمايل: زۀ ستا له ويلو بغير ستا د پوښتنې ځواب درته وايم. ايا پوښتل نۀ غواړې چې څوک امام دی؟ ومې ويل هؤ همدا تپوس مې درنه کولو. وې فرمايل: زۀ امام يم. ومې ويل: د خپلې ادعا لپاره درسره څۀ نخښه شته. په دې کښې هغې امسا چې د امام په لاس کښې وه، وويل: زما مولا ددې زمانې امام دی او د خدايې حجت دی.

7: د ګاونډي ژغورل: علی بن جرير وايي: د امام جواد عليه السلام په خدمت کښې حاضر شوم. امام له کوره يوه ګډه ورکه شوې وۀ. د امام خدمتګارو يو ګاونډی د غلا په تور امام ته راوست. امام وفرمايل: افسوس دې وی په تاسو. دی پريږدئ، دۀ ګډه نۀ ده پټه کړې. د پلانکي کور ته ورشئ ګډه هلته ده. خلق هغه کور ته ورغلل او ګډه يې ومونده د کور مالک يې د غلا په تور ونيوۀ وې وهلو او جامې يې هم ورله وشلولې خو هغه قسم خوړو چې ګډه ما نۀ ده پټه کړې. هغه يې امام ته راوست. وې فرمايل: په دې مړي مو ظلم وکړ. ګډه پخپله  ددۀ کور ته تللې وه او دې ترې خبر هم نۀ ؤ. بيا امام د هغۀ د زړۀ ساتنې لپاره څۀ پيسې هغۀ ته ورکړې.

8:علی بن خالدوايي: په سامرې کښې خبر شوم چې يو سړی يې په بند کښې له شامه راوستی او دلته يې بندی کړی او وايي چې دۀ د پيغمبرۍ دعوی کړې ده. بند ته لاړم او د بند له مالکه مې وغوښتل چې هغۀ ته مې ورولی کله چې ورغلم نو هغه راته يو پوهه او عقلمند سړی ښکاره شو. ورته مې وويل: قيصه څۀ ده؟ وې ويل: په شام کښې مې په هغه ځاې کښې چې خلق وايي هلته يې د امام حسين عليه السلام مبارک سر ځوړند کړی ؤ، عبادت کوؤ. يوه شپه چې په عبادت لګيا ؤم، ناڅاپه مې خپلې مخې ته يو سړی وليد، ما ته يې وويل پاڅه. پاڅيدم او له هغۀ سره څو ګامه لاړم تر دې چې د کوفې جمات ته ورسيدم. له ما يې وپوښتل: دا جمات  پيژنې؟ ومې ويل: هؤ د کوفې جمات دی. هلته مو مونځ وکړو او راووتو، بيا لږ لاړو او ناڅاپه مې وليدل چې په مدينه کښې مسجدالنبی ته رسيدلی يم. د پيغمبر د قبر زيارت مو وکړو، په جمات  کښې مو مونځ وکړو او راووتلو. لږ غوندې بيا لاړو او ځان مې په مکې کښې د خدايې په کور کښې وليدۀ. طواف مو وکړو او راووتلو. لږ څۀ مزل مې چې وکړو  بيا په شام کښې په هماغه ځايې کښې ؤم او هغه سړی مې له سترګو پناه شو. دا قيصه چې مې وليده نو ډير حيران شوم تر دې چې يو کال تېر شو اوبيا هماغه سړی راغی او د تير کال قيصه او مسافرت يې هو بهو تکرار کړو. خو دا ځل چې کله له ما جدا کيدو نو قسم مې ورکړو چې ځان راته وښائ. وې ويل: زۀ محمد بن علی بن موسی بن جعفر بن محمد بن علی بن الحسين بن علی بن ابيطالب يم. دا قيصه مې ځينو کسانو ته واوروله او خبر يې د معتصم عباسی وزير محمد بن عبدالملک زيات ته ورسيدو. حکم يې ورکړو چې ما په بند کښې دلته راولي او بندي مې کړي او په دروغو سره يې دا اوازه خپره کړه چې ما د پيغمبرۍ ادعا کړې ده. علی بن خالد وايي هغۀ ته مې وويل چې غواړې ستا دا قيصه زيات ته وليکم چې له حقيقته خبر شي. وې ويل: هؤ، وې ليکه. د هماغه ليک په بل مخ يې راته ځواب وليکۀ چې هغۀ ته ووايه له هماغه سړی چې د شپې له شامه کوفې، مدينې او بيا مکې ته بوتلی، وغواړي چې ازاد يې کړي. په دی ځواب ډير غمژن شوم او سبا له بند ته ورغلم چې ورسيدم نو ومې ليدل چې د بند څارونکی او نور ټول ډير خفه او سرګردانه دي. ورته مې وويل څۀ چل شوی دی؟ وې ويل چې کوم سړي د پيغمبرۍ ادعا کوله بيګا له بنده وتلی دی. او نۀ يو خبر چې څنګه له جيله ووت. زمکې وخوړو که اسمان ته والوتلو؟ تر اوسه مو چې څومره تحقيق او پلټنه کړې ده د هغۀ هيڅ نخښه نښانه مو په لاس نۀ ده راوړی.

9: زرقان چې د ابن ابی داؤد نزدې او د زړۀ ملګری ؤ، وايي: يوه ورځ مې ابن ابي داؤد وليد چې ډير غمژن او خفه دهان له محفله راووت. تپوس مې ترې وکړو چې ولې؟ وې ويل نن مې ارمان وکړ چې کاش شل کاله مخکښې مړ وی. ومې پوښتل ولې؟ وې ويل: د هغې پيښې او کانې په خاطر چې نن راباندې امام جواد عليه السلام د معتصم په محفل کښې وکړه. ورنه مې وغوښتل چې ټوله قيصه راته ووايه. وې ويل: يو سړی په غلا داده شو او له معتصم خليفه يې وغوښتل چې د خدايې پاک د حد په جاری کولو سره مې پاک کړه. خليفه ټول فقيهان راغونډ کړل چې محمد بن علی امام جواد عليه السلام هم پکښې ؤ. زمونږ نه يې تپوس وکړ. د غل لاس له کوم ځايه پرې کړم؟ ما ويل له بنده. وې دليل څۀ دی؟ ومې ويل ځکه چې د تيمم په ايت کښې چې فرمايي: فامسحو بوجوهکم و ايديکم[1] (په خپل مخ او لاسونو مسح وکړئ ).  دلته د لاسونو نه مطلب تر بندوو پورې دی (يعنی تر بندونو پورې مسح وکړئ). ځينې نور فقهانو هم زما په خبرې موافق وو او ويل يې چې د غل لاس بايد له بنده پرې شي. خو ځنو نورو ويل: نۀ، پکار ده چې له څنګلې پرې کړی شي ځکه چې د وضو او اودس په ايت کښې، فاغسلو وجوهکم و ايديکم الی المرافق[2](خپل مخونه او لاسونه تر څنګلو پورې ووينځئ، له لاسه مطلب تر څنګلې پورې دی.)

بيا معتصم له محمد بن علی امام جواد عليه السلام وپوښتل چې ستا نظر په دې مسئلې کښې څۀ دی؟ وې فرمايل: دوي خپل نظر ورکړ، ما معاف کړه. معتصم ټينګار وکړ او امام ته يې قسم ورکړ چې خپل نظر څرګند کړي. امام وويل: قسم دې راکړو نو خپل نظر درته وايم. دوي په غلطۍ دي ځکه چې پکار ده د غل يوازې ګوتې[3] پرې کړې شي او نور لاس دې پريښودل شي. معتصم وويل: په کوم دليل؟ وې فرمايل: ځکه  چې د خدايې رسول فرمايلي دي سجده په اوو غړو کيږی، تندی، د دواړو لاسونو(يعنی په د ننه مخ)، دوو زنګونونو، او دوو پښو، نو که د غل لاس له بنده يا څنګلې پرې کړې شي، هغۀ ته خو هيڅ لاس نۀ پاتې کيږی چې سجده پرې وکړي. همداراز خدايې پاک فرمايي: وان المساجد لله و لا تدعوا مع الله احداً[4](هغه اوۀ غړی چې سجده پرې کيږی د خدايې پاک دي نو له خدايې پاک سره هيڅ مۀ شريکوئ، او د هيچا عبادت مۀ کوئ) او کوم غړي چې د خدايې وي، نۀ پريکول کيږي.

ابن ابي داؤدوايي د امام جواد عليه السلام ځواب د معتصم خوښ شو او حکم يې ورکړ چې دغل ګوتې پرې کړئ. نو مونږ هلته موجودو کسانو ته ډير پيکه او سپک شو او ما هم هلته د شرم په وجه د مرګ ارمان وکړ.[5]

[1]  . د مائدی سورة 5 ايت

[2]  . د مائدی سورة 5 ايت

[3]  . له ګوتو مطلب يوازې څلور ګوتې دي ځکه چې غټه ګوته نۀ پرې کيږي.

[4]  . دجن سورة 18ايت

[5]  . تفسير عياشی ج 1ص319

اړونده منځپانګې

د قبورونو د بیا رغونی په هکله د وهابیانو نظر
په قبرونو باندې د ودانۍ ګټه
د اسلام د ګران پیغمبر او امام جعفر صادق علیهم السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه د وحدت اونۍ
)ای خدایه: مونږ ته نيغه لار راوښيه. (سوره فاتحه ایت 6)
اي خلکو! دا حسين، د علي عليه السلام زوي دی. دا وپيژنئ، قسم په هغه خداي چې زما ځان د هغه په لاس کې ده، هغه او د هغه مينه وال او د هغه د مينه والو، مينه وال به په جنت کې وي. (الأمالي، صدوق، مخ ۳۵۵ )
پیغمبر اکرم وفرمایل: چا چې حسين عليه السلام سره مينه وي نو خداي تعالی هم هغه سره مينه کړي.
پيامبر(صلي‌الله‌عليه‌وآله‌و‌سلم): أحَبَّ اللَّهُ مَن اَحَبَّ حُسَيناً چا چې حسين عليه السلام سره مينه وي نو خداي تعالی هم هغه سره مينه کوي. (بحار الأنوار، ټوک ۴۳، مخ ۲۶۱)
د قرآن ځليدا او د غليمانو پاريدا
د حضرت فاطمة الزهرا په سیرت کې د قرآن چورلیزي رول
په روژې کې د ځينو ورځو اعمال لومړۍ ورځ
د روژې د هرې ورځې دعا
د روژې د میاشتې عام اعمال
د حضرت مهدی علیه السلام اوږد عمر
حضرت امام مهدی په هکله د پېغمبراکرم (ص) احاديث
امام مهدی علیه السلام په هکله د سُني علماو اقوال