د حضرت امام علی علیه سلام د شخصیت څو اړخونه

د اسلام له پیله حضرت امام علی علیه سلام تل د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص په څنګ کې وو او د  اسلام د بلنې په موده کې څه په پټه او څه په ښکاره په مکې او مدینې کې یې له هیڅ ډول سر ښیدنې ډډه ونه کړه. د اسلام د پرمختګ په لاره کې د هغو ستر او عظیم اقدامات او ځلانده خدمتونه او مجاهدتونه بیخی بې ساری پاتې شوی دی.

د عام الفیل دیرشم کال دې ، د مکې اسمان په ګڼ شمیر ستورو سره ځلیږی ، کعبه د سپوږمی په رڼا کې یو بل ډول ځلیږی او هره شیبه پر مځکه د خداوند منان د میلمه او حجت په تمه ده . کاینات او اسمان پخپلوکې ژمنه کړی ده چې سبا تاریخ ته یوه ښکلی پاڼه ورزیاته کړی، په دغه ورځ لمر څرک وهی ، د جمعې مبارکه ورځ د رجب دیارلسمه نیټه ده. ټولو لیدلی وو چې فاطمه بنت اسد د خداوند متعال د کور د زیارت په وخت داسې زمزمه کوله ،
اې خدایا زه پر تا، او په هغه څه چې د تا له لوری رسولان او کتابونه راغلی دی ، ایمان لرم ، او د خپل جد ابراهیم ع وینا تصدیق کوم او هغه دې چې دا کور یې جوړ کړې دې. د هغه چا په خاطر چې دغه کور یې جوړ کړې دی او د هغه چا په خاطر چې زما په خیټه کې دی، د هغه زیږیدا پر ما اسانه کړه، یوه شیبه وروسته فاطمه بنت اسد په معجزانه توګه د خداې کور ته ور داخله شوه، ټول خلک ډیر حیرانه وو. تر دې چې د کعبې ویاړ، علی ابن ابیطالب علیه السلام نړۍ ته سترګې رڼې کړې او هغه د عدالت او حقیقت سرچینه، ځلانده لمر او د امامت د لړۍ پیلامه وزیږیده .
هو، د هغه زیږیدا مځکه او اسمان، وخت او د انسان تاریخ نورانی کړ .
د عدالت د منادی ، مولای الموحدین حضرت علی بن ابیطالب علیه السلام نیکمرغه زوکړه تاسو ګرانو مینه والو ته مبارکه وی .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ))))))ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ))))))ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کله چې حضرت امام علی علیه السلام نړۍ ته سترګې رڼې کړې نو د پیغمبر عظیم الشان له مبارک عمره دیرش کاله ډیر نه وو تیر شوی . څو کاله وروسته هغه حضرت د خپل تره حضرت ابوطالب علیه السلام د مرستې لپاره چې ډیر بچیان او دروند خرچ یې درلوده ، وړاندیز وکړ چې علی علیه السلام خپل کور ته بوځی چې د حضرت ابوطالب علیه السلام مالی دباو کم شی . 
حضرت ابو طالب علیه السلام له دغه وړاندیز سره موافقه وکړه او حضرت علی علیه السلام له هماغه ماشومتوبه له ګران پیغمبر صلی الله علیه واله سره ملګرې شو . 
حضرت امام علی علیه السلام د خپل خلافت په وخت کې په قاصعه خطبه کې دغه پړاو ته اشاره کوی او فرمایی ،، تاسو (اصحاب) له رسول خدا سره زما له نږدې خپلتیا او هغه ځانګړی موقعیته چې له هغه حضرت سره مې درلوده، خبر یاست، او په دې هم پوهیږی کله چې زه ورکوټې وم نو پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله به زه په غیږه کې اخیستم او له خپلې سینې سره به یې لګولم ، د هغه حضرت ښکلی بوی به مې احساسوه، او هغه حضرت به ما ته په خله کې خوړه راکول، زه به د هغه بچی په شان چې خپلې مور پسې ځی، هر ځای له هغه حضرت سره تلم، او هره ورځ به یې خپل یو اخلاقی فضیلت ما ته ښوده او حکم به یې راکوه چې له هغه پیروی وکړم .
د اسلام له هماغه پیله حضرت امام علی علیه السلام تل د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله په څنګ کې وو او د اسلام د بلنې په موده کې څه په پټه او څه په ښکاره په مکې او مدینې کې یې له هیڅ ډول سر ښیندنې ډډه ونکړه. د اسلام د پرمختګ په لاره کې د هغو ستر او عظیم اقدامات او ځلانده خدمتونه او مجاهدتونه په بشپړه توګه بی ساری وو . 
علی علیه السلام هغه لومړنې کس دی چې په اسلام یې ایمان راوړ ، هغه حضرت له ماشوموالی د یوه خداې عبادت کاوه، او هیڅکله د هغه وخت د نورو خلکو په شان په بت پالنې نه وو ککړ . د اسلام په منلو کې مخکښ والې هغه ارزښت دی چې قران کریم پرې تکیه کړی ده او په ډاګه یې فرمایلی، هغه کسان چې د اسلام په منلو کې مخکښ دي، له خداوند متعال سره ډیر زیات ارزښت لری .
د اسلام ګران پیغمبر چې له بعثته درې کاله وروسته له عمومی بلنې ډډه کوله او یوازې له هغو ځانګړو کسانو سره یې په تماس کې چې پکې یې د منلو زمینه لیدله، اسلام ته رابلل. له دریو کلونو وروسته د وحی پرښته نازله شوه او د خداوند متعال حکم یې وړاندې کړ چې پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله د خپلو خپلوانو د بلنې له لارې عمومی بلنه پیل کړی . پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله هم د خداوند متعال د حکم په اطاعت پسې د بنی هاشمو ستر شخصیتونه وبلل او خپله وینا یې داسې پیل کړه، په دنیا کې هیچا د خپلو کسانو لپاره له هغه څه بهتر چې ما تاسو لپاره راوړي دي، ندی راوړي. ما تاسو لپاره د دنیا او اخرت خیر راوړې دې. زما خداې ما ته حکم راکړې دی چې تاسو توحید، یو پالنې او خپل رسالت ته وبولم. په تاسو کې څوک په دې لاره کې زما سره مرسته کوی چې زما ورور، وصی او په تاسو کې زما استازې وي؟ په دې وخت کې په غونډه کې درنده چوپتیا واکمنه شوه او ټولو خپل سرونه ټیټ کړل او په فکر کې ډوب شول .
ناڅاپی علی علیه السلام چوپتیا ماته کړه او ودریده او نبی مکرم صلی الله علیه واله ته یې مخ کړ او ویې فرمایل، اې د خداې پیغمبره، زه له تا سره په دې لاره کې ملګرتیا کوم، په دې وخت پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله حکم ورکړ چې علی علیه السلام دې کښینی او یو ځل بیا یې خپله وینا تکرار کړه او دا کار یې درې ځله وکړ، په وروستی ځل پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله خپل لاس د علی په لاس کیښوده او ویې فرمایل، اې زما خپلو خپلوانو، علی علیه السلام په تاسو کې زما ورور، وصی او خلیفه دی. په دې ډول د اسلام د ګران پیغمبر لومړنې وصی، د خداوند متعال د وروستي پیغمبر په وسیله وټاکل شو. پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله په یوه ورځ خپل نبوت او د علی امامت اعلان کړ، او د درستو پام یې دغه مطلب ته جلب کړ چې دغه دواړه مقامونه له یوه بله بیل ندی او تل امامت د رسالت د پروګرام بشپړونکې دی .
د بعثت په دیارلسم کال کې کله چې د مدینې(یثرب) خلکو د اسلام له ګران پیغمبر سره بیعت وکړ له هغه حضرته یې د دفاع او ملاتړ ژمنه واخیستله، نو د قریش مشرانو خطره احساس کړه، پر دې اساس یوه غونډه یې جوړه کړه او په لارې لټولو پسې شول. په دغه شورا کې له ډیرو بحثونو وروسته مقرره شوه چې پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله قتل کړي. خو د پیغمبر عظیم الشان وژل دومره اسان کار نه وو او د بنی هاشمو قبیلې جنګ او وینې غوښتنه حتمی وه. نو ځکه یې دا فیصله وکړه چې له هرې قبیلې ځوانان چمتو شی او په توره شپه د حضرت محمد صلی الله علیه واله په کور حمله وکړي او هغه حضرت په خپلې بسترې کې ټوټې ټوتې کړي، په دې ډول به بنی هاشم هم له درستو قبیلو سره د مقابلې وس ونلري او مجبوره به شی چې خون بها واخلی او کیسه به ختمه شی. خو له دې غافله وو چې خداوند متعال خپل ګران پیغمبر د هغو له سپیرې دسیسې خبر کړې او د مکې د پریښودلو او مدینې ته د هجرت لپاره د خداوند متعال حکم ورکړل شوې دی. دلته د غلیم د نقشې د ماتې او د پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله له هجرته د هغو د فکر د اړولو لپاره ضروری وه چې یو له ځانه تیریدونکې او سر ښیندونکې کس هغه شپه د پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله په بسترې کې څملی، چې هغه ډله چې د هغه حضرت په کور حمله کوي دا فکر وکړي چې هغه حضرت تر اوسه په کور کې موجود دی او مدینې ته د نبی مکرم د هجرت لاره خلاصه شی. دغه سر ښیندونکې کس له علی علیه السلام پرته بل څوک نه وو . کله چې د قریشو جنګیالیو له نیامونو په راویستلو تورو سره د پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله په کور حمله وکړه نو علی علیه السلام تر شهادته ډیر کم واټن درلود، خو ناڅاپه یې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله په بسترې کې علی علیه السلام ولید .
قران کریم د امام علی علیه السلام دغه سر ښیندنه په تاریخ کې تل پاتې ګرځولی او د بقرې سورې په ۲۰۷ ایت کې هغه حضرت داسې کس معرفی کوي چې د خداې په لاره کې خپل ځان قربانوي او په هغو کسانو کې شامل دی چې خپل ځان د خداې د رضا لپاره خرڅوی او خداوند متعال د دغو بندګانو په نسبت مهربانه دی.

اسلامی ورورګلوی او د اخوت پیوند د اسلام له اجتماعی اصولو دی. د اسلام ګران پیغمبر په بیلا بیلو بڼو د دغو اړیکو په رامینځته کولو او ټینګولو کې زیار ایستلې دی. په دې کې مدینې ته له ورتګه لږه موده وروسته مسلمانو مهاجرو او انصارو ترمینځ د اخوت او ورورګلوی تړون ته اشاره کیدلې شي. په دې خاطر یوه ورځ د مسلمانانو په ټول کې پاڅیده او ویې فرمایل، د خداې په لاره کې دوه دوه، سره وروڼه شي، نو مسلمانانو د هغه حضرت حکم اجرا کړ، او هغو تر مینځ وحدت او پیوستون رامینځته شو، البته په دغه تړون کې د ایمان، فضیلت او اسلامی شخصیت له نظره له یوه بل سره د وګړیو تناسب او غږملتیا رعایت شوه. دغه خبره د هغو کسانو په حال او وضعیت کې چې سره وروڼه وګرځیدل، دیره ښه روښانه دی. له دې وروسته چې د هر موجود کس لپاره یو ورور وټاکل شو، نو پیغمبر عظیم الشان، علی علیه السلام ته وفرمایل، ته په دواړو جهانو کې زما ورور یاست، او په دې وخت یې د ځان او علی تر مینځ د ورور ګلوی تړون ولوسته. دغه موضوع د امام علی علیه السلام د عظمت او فضیلت اندازه ډیره ښه ښی. او دا په ډاګه کوی چې هغه حضرت تر کومه حده د خداوند متعال په ګران رسول پورې نږدې وو .
له هجرته د نبی مکرم تر رحلته پورې د امام علی علیه السلام ژوند له ډیرو پیښو، ډیرو زیاتو سر ښیندنو په تیره بیا د جنګ په جبهو کې د هغه حضرت له فداکاریو ډک دی. په جنګ بدر کې د مسلمانانو له بریالیتوبه وروسته، د ماتې له امله د قریشو روحیه ډیره سخته خرابه شوه او د خپلو وژل شویو کسانو د غچ اخیستلو او د دغې سترې ماتې د جبرانولو لپاره په ډیرو تجهزاتو سره له مسلمانانو سره د مقابلې لپاره د احد غره خوا ته ورغلل. په دغه جنګ کې اول قریشو مشرکانو ماته وخوړه، خو کله چې مسلمانان، د غنیمت په راغونډولو اخته شول، او هغه ساتونکی چې د مهم تنګې د ساتنې پړه یې پرغاړه درلوده، او د پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله له ډیر زیات ټینګار سره سره په غنیمت کې د خپلې وندې د ترلاسه کولو لپاره یې خپل ځاې پریښوده نو د قریشو یوه قوماندان خالد بن ولید چې په همدغه فرصت پسې وو، له خپلو ملګرو سره د احد له تنګی تیر شو او له وروسته یې د اسلام په عسکرو حمله وکړه، په دې وخت د غلیم له لوری د پیغمبر اکرم د شهادت اوازه هم خپره کړې شوه، نو اکثره مسلمانانو شاتګ وکړ ، او تیت پرک شول او یوازې په ګوته شمیر کسان د پیغمبر اکرم په څنګ کې پاتې شول، دلته وه  چې د امام علی علیه السلام ستر رول جوت شو، علی په ډیرې زړورتیا او بې ساری شجاعت سره د پیغمبر اکرم په څنګ کې جنګیده او د مشرکانو د بیا بیا حملو په وړاندې یې د پیغمبر اسلام له مبارک وجوده ساتنه کوله .
یو مشهور ادیب، مورخ او محدث ابن اثیر د الکامل فی التاریخ کتاب کې لیکي، پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله د مشرکانو یوه ډله ولیدله چې حمله یې کوله، نو علی علیه السلام ته یې حکم ورکړ چې په هغو حمله وکړي او علی د پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله په حکم په هغو حمله وکړه او په هغو کې یې د څو کسانو په وژلو سره د هغو د تیت پرک کیدا زمینه برابره کړه.
پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله یوه بله ډله ولیدله او علی علیه السلام ته یې حکم ورکړ چې په هغو حمله وکړي، نو امام علی هغو هم ووژل او پاتې کسان تیت پرک شول. په دې وخت کې د وحی پرښتې پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله ته عرض وکړ، دا ډیره زیاته سر ښیندنه ده چې علی علیه السلام یې کوي، د خداې رسول وفرمایل، هغه له ما دی او زه له هغه یم، په دې وخت کې له اسمانه دا غږ واوریده چې فرمایل یې، لا فتی الا علی لا سیف الا ذوالفقار ،یعنی د علی په شان ځوان او د ذوالفقار په شان توره، نده موجوده .

ګرانو مینه والو، څرګنده ده له پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله، سره د امام علی د ملګرتیا او د هغه حضرت د بې ساریو خدمتونو په اړه مطلبونه ډیر زیات دي، خو د دغه بشپړه انسان د ملګرتیا یو څو اړخونه مو بیان کړل، په دې هیله چې په نورو فرصتونو کې به په دې اړه نوره رڼا هم واچوو، دغه نیکمرغه ورځ مې یو ځل بیا مبارک شه .