شیعه عقیده لری چې: ډيرو پيغمبرانو له ځانه د وروسته راتلونکو پيغمبرانو خبر ورکړے دے، منجمله حضرت موسی(ع) او حضرت عيسی(ع) د ا سلام د پيغمبر(ص) د راتللو څرګندې نښې وړاندې کړي دي چې اوس هم په هغوي کې ځينې د هغوي په کتابونو کې موجودې دي: «الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِنْدَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإنْجِيلِ....... أُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ؛ هغوي چې د خدای د رسول، امي نبي(خو پوه او خبر) پيروي کوي، هماغه پيغمبر چې صفتونه يې په تورات او انجيل کې چې د هغوي په نزد دي مومي، هغوي کامياب دي»[1]
په همدې وجې تاريخ وايي: د اسلام د پيغمبر (ص) له ظهوره مخکې د يهودو يوه لويه ډله مدينې ته راغله او په بې صبرۍ سره د هغه پيغمبر د ظهور په انتظار وو ځکه چې په خپلو کتابونو کې يې ليدلي وو چې هغه به په دغه ټاټوبي کې راڅرګنديږي.که څه هم د دغه لمر له ختلو وروسته ځينو يې ايمان راوړ او ځينو نورو چې خپلې ګټې يې په خطر کې ليدلې ورسره مخالفت وکړ!
[1] . اعراف سوره ۱۵۷ ايت.