د توسل مسئله

مونږ عقيده لرو چې د «توسل» مسئله هم د «شفاعت» د مسئلې په شان ده، دا مسئله د معنوي او مادي مشکلاتو لرونکو ته زمينه برابروي چې د اولياء الله لمن راونيسي چې د خدای په اذن له خدایه د هغوي د مشکلاتو حل وغواړي، يعنې له يوې خوا پخپله د خدای در ته مخه کړي او له بل پلوه د خدای وليان وسيله وګرځوي «وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ جَاءُوكَ فَاسْتَغْفَرُوا اللَّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُوا اللَّهَ تَوَّابًا رَحِيمًا؛ او که هغوي هغه وخت چې په ځان يې ظلم کاوه (او ګناه يې کوله)تاته راغلي وې او له خدایه يې بخښنه غوښتې وې، او د خدای رسول(ص) هم د هغوي لپاره بخښنه غوښتې وې خدای به يې توبه قبلوونکي او مهربان ليدلي وو.»[18]

همدا راز د حضرت يوسف(ع) په کيسه کې لولو چې هغوي په خپل پلار پورې متوسل شول او وې ويل: «قَالُوا يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا إِنَّا كُنَّا خَاطِئِينَ؛ اي پلاره! زمونږ لپاره له خدایه بخښنه وغواړه،ځکه چې مونږ خطا کاره وو!» بوډا پلار(يعقوب) دا وړانديز له هغوي ومانه او هغوي ته يې مثبته وعده ورکړه او وې ويل: «قَالَ سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّي؛ زه به ستاسو لپاره د خدای له دره بخښنه وغواړم»[19] دا په دې ګواه دي چې (توسل) په تيرو امتونو کې هم و او اوس هم شته ده.

خو بايد له دغه منطقي حده مخکې لاړ نه شو او د خدای وليان په تاثير کې مستقل او د خدای له ارادې او اذنه بې نيازه ونه ګڼو ځکه چې دا د «شرک او کفر» سبب کيږي.

او همدا راز نه ده پکار چې توسل د اولياء الله د عبادت په شکل کې راشي دا هم شرک او کفر دی، ځکه چې هغوي په خپل ذات کې او د خدای له اجازې پرته د ګټې او تاوان مالکان نه دي: «قُلْ لا أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلا ضَرًّا إِلا مَا شَاءَ اللَّهُ؛ ووايه: زه (حتی) د ځان لپاره هم د سود او زيان مالک نه يم مګر هغه څه چې خدای يې وغواړي»[20] او غالبا په ټولو اسلامي فرقو کې په عوامو کې ځينې کسان وي چې د توسل په مسئله کې افراط او تفريط کوي چې بايد دغو کسانو ته هدايت او لارښوونه وشي.

یاداښتونه

[18]. نساء سوره ۶۴ آيت 
[19]. يوسف سوره۹۷ او ۹۸ ايتونه
[20]. اعراف سوره ۱۸۸ آيت 

کلیدي کلمې: