د ((توحيد)) او ((شرک)) په حقله د يو اسلامي علمي کانفرنس د جوړولو ضرورت

کعبه د توحيد وړومبنے کور دے چې له حضرت نوح عليه السلام نه يې هم مخکښې بنياد اېښودے شوے  دے[1] او د حضرت نوح عليه السلام په طوفان کښې ورته زيان ورسېد او لږه موده پس حضرت ابراهيم خليل الله (ع ) د هغۀ په تعمير او آبادولو باندې لاس پورې کړ[2] او د خداے پاک پرستش کوونکو ټولو خلقو، د ((الله)) عاشقانو او په هغه پاک ذات باندې زړۀ بائيلونکو ته يې د دغه مرکز د زيارت کولو بلنه ورکړه[3]

خداے پاک خپل کور د موحدانو د راغونډېدو مرکز او د خداے د پرستش کوونکو لپاره د (( امن )) ځاے وګرځوۀ او هر چا ته  پکار دي دغلته د خطرې او ناامنۍ احساس ونکړي[4]

خداے پاک د خپل کور زيارت د يو خداے د پرستش کوونکو د ژوند د پياوړتيا او استحکام ذريعه وګرځوله، او يادونه يې وکړه چې د حج د مراسمو په جوړولو سره دغه مراسم د هغوي د انفرادي، اجتماعي، مادي او معنوي ژوند ضمانت ورکوونکي ګرځي. لکه چې فرمائي «جَعَلَ اللهُ الْکَعْبةَ الْبَيْتَ الحَرامَ قِياماً لِلنّاسِ» [5]

له دې مبارک ايت څخه د الهام په رڼا کښې امام جعفر صادق عليه السلام فرمائي: «لايَزالُ الدّينُ قائِماً ما قامَتِ الْکَعْبَةُ».

د خداے پاک د کور او د دغه پاک ذات د حرم خصوصيتونه او ځانګړتياوې له دې نه ډېرې زياتې دي چې په دې سريزه کښې بيان شي، هغه څه چې لازمي دي پکار دي پام لرنه ورته وشي، د کعبې شريفې اوسنے حالت دا دے چې متوليان يې ځانونه د حرمېنو شريفېنو خادمان ګڼي او د چارو په چلولو باندې يې وياړ او فخر کوي.

مونږ د ياد کړې شويو خصوصيتنو ترمېنځ د دوو خبرو پوښتنه کوو:

 

١- آيا د حج اوسني مراسم د «قِياماً لِلنّاسِ» مصداق دي؟

آيا د کعبې او د هغې د زيارت چاپېره له دوو مېليونو نه د زياتو مسلمانانو غونډه، د هغوي د مادي  او معنوي ژوند د مسائلو د حل کولو او د ژوند د پياوړتيا سبب ده؟ او که داسې وي نو ووائئ چې ايا په يو کال کښې د حرمېنو شريفېنو متوليانو او خطيبانو په دغو سترو غونډو کښې اسلامي رغوونکي مسائل څېړلي دي او يو لړ لاښوونې يې بيان کړي دي؟

 

په ١٣٥٦ هجري نمريز کال کښې مې د قران شريف د ماشومانو حافظانو له يوې ډلې سره د مفرده عمرې په غرض د خانه کعبې د زيارت شرف حاصل کړ. هلته زمونږ د شتون په دوران کښې د فلسطينيانو د ختمولو لپاره  د لبنان په جنوب باندې د اسرائيلود حملې خبر په ډله ايزو رسنيو (مېډيا) کښې منعکس کېدۀ. د جُمعې په ورځ د حرم شريف ترڅنګه د ((تحفيظ القرآن الکريم)) په ځاے کښې د قران مجيد د قرائت په يوه مقابله کښې مو ګډون وکړ. د غونډې مشري د سعودي عرب د يو شخصيت په غاړه وه. مقابله ختمه شوه او لږ وخت پس د جُمعې اذان وويل شو او د حرم شريف خطيب منبر ته اوخت، له ځان سره مې وويل چې اوس به د ورځنۍ او  تازه پېښې په اړه خبرې وکړي خو لږ وخت نۀ ؤ تېر چې زما ښۀ ګمان په بد يقين باندې بدل شو او خطيب صېب په جوماتونو او د جُمعې په نموځ کښې د ګډون د آدابو په حقله وينا وکړه او دا چې د پښو او خولې د پاکۍ  او صفائۍ خيال وساتل شي او د ورځنۍ تازه پېښې په حقله يې يوه خبره هم له خولې نه ونۀ وېسته. د ((اخوان المسلين)) تنظيم يو مصري شخصيت نه مې چې زما څنګ ته ناست ؤ او د حادثې له بدوالي څخه يې په مکه معظمه کښې پناه اخېستې وه پوښتنه وکړه چې وروره ايا دا خطبه د اوس حال د تقاضې مطابق وه؟ هغه چې يو منصف سړے ؤ د افسوس څرګندونه وکړه او څه تفصيلي ځواب يې رانکړې شو.

د دغه شان مهم مرکز په شان مرکزونو کښې د جُمعې ټولې خطبې چې کړې شوې او کلي کړنلارې يې معلوم شوي دي په هغو کښې د نړۍ د سړي خورې امريکې او د هغې د نړۍ داستعماروونکو نورو انډيوالانو د استعمار او د هغوي د ضررونو په باره کښې حتی يوه خبره هم نۀ کيږي. خو هغه څه چې يې غواړي پکښې شيعه مسلمانانو ته د مجوسيانود نسبت د ورکولو په حقله خبرې کيږي. ان تردې چې د ايران د اسلامي انقلاب له کاميابۍ نه پس دغلته د « جاءَ دور المجوس ! » په نامه يو کتاب ( او د شيعه مسلمانانو په خلاف داسې نور کتابونه ) خپرېږي او وېشل کيږي.

اوس دې حالاتو ته په پام سره ايا دا ويلې شو چې د نجد او رياض واکمنان د الهي پاک حرم ساتونکي او په اسلامي نړۍ کښې د «قياماً لِلنّاس . . . .» زمينه جوړوونکي دي؟!

 

٢- ايا الهي پاک حرم د امن ځاے دے؟

قران مجيد مکه او د هغې ګېر چاپېره سيمه د الهي  ((امن)) حرم معرفي کوي او فرمائي: «وَمَنْ دَخَلَهُ کانَ آمِناً»[6] ((او هر کس چې دغلته داخل شو د الهي تشريع له نظر له هر ډول تيري او حملې څخه په امان کښې دے.))

د مسلمانانو پلار حضرت ابرهيم خليل الله (عليه السلام) له خداے پاک څخه وغوښتل چې دا سيمه دې د امن ځاے وګرځوي او وې ويل: ((اے خدايه! دا سيمه د ((امن)) ځاے وګرځوې. ))

اوس پوښتنه دا ده چې ايا د حرمېنو شريفېنو اوسني متوليان د دې الهي تشريع ساتونکي دي؟

ايا واقعي د اسلامي طبقو مشران دغلته امنيت لري چې دغلته سياسي مسائل وڅېړي او د اسلامي ولسونو حقيقي نمائندګان چې دغلته راغونډ شوي دي د اسلامي دنيا له دردناکو حالاتو نه خبر کړي او ورته تګلاره وښئ؟ يا دا چې په اسلامي مکاتبو کښې يوازې حنبليان د خبرو کولو حق ولري او د اسلام د لوړو تعليماتو ترمنېځ يوازې د ابن تېميه، ابن قيم او په دې وروستيو وختونو کښې د ابن عبدالوهاب نجدي اوچ کړس نظريات بيان شي؟ او د سلګونو اجتماعي، سياسي، ثقافتي او کلتوري بحثونو ترمېنځ يوازې د مړو قبرونو ته د نۀ تللو، د رسالت د آثارو د عزت او قدرونې د نۀ کولو او د الهي اولياء کرامو د تکريم او عزت او احترام نۀ کولو په حقله خبرې او بحثونه وشي او بې دفاع مخالف دې د تکفير په کوړو سره وټکولې شي او د هر ډول وهل ټکول او د کفر فتوې دې د هغۀ په برخه کړي؟!

ايا دا د «حرماً آمناً» معنا ده؟ دې حالاتو ته په پام سره که ووايو چې په کعبه باندې قبضه شوې ده نو غلط خبره به مو نۀ وي کړې؟

د وهابيت او سلفيت کلتور او تهذيب د اسلامي فرقو په کافر کولو، د مسلمانانو ترمېنځ د تفرقې په اچولو، د اسلامي تعليماتو بدرنګه ښودلو، د رسالت او وحي د آثارو په ختمولو، د نړۍ له ټولو ظالمانو او جابرانو حتی د يزيد بن معاويه په شان کسانو سره په ساز باز کولو باندې ولاړ دے. دوي چې کوم تبليغان او ليکولان په اختيار کښې لري ټول (( عاظ السلاطين )) او ويرېدوونکي تنخواه خور نوکران دي چې بې له هغه څه نه چې استادانو ورته په غوږونو کښې اچولي دي بل څه نۀ وائي. کېدې شي لوستونکي دا خيال وکړي چې مونږ په دې صفاتو بيانولو سره له منطق نه لرې او بې دليله خبرې کوو، خو د نمونې په توګه د هغه کتاب يو جلد تاسو ته منعکس کوو چې په سعودي عرب کښې چاپ او خپور شوے دے. په دې کتاب کښې د هغه کس ( يعنې يزيد بن معاويه ) چې په کعبه باندې يې په منجنيقونو سره کاڼي وورول او درې ورځې يې د مدينې د خلقو سرونه، مالونه او ناموسونه د خپلو خونخوارو لښکريانو لپاره مباح وګرځول دفاع او د هغۀ مدح او ستائېنه شوې ده.

دې اصل ته په پام سره دا ويلې شو چې په دغه هېواد کښې يو ډول مطلقه ازادي نشته او يو ډول په کامله توګه د ساډوبۍ حالت واکمن دے. هغه کتابونه چې پکښې د اموي او عباسي ظالمو او جابرو واکمنانو ستائېنه او صفتونه شوي دي په کامله توګه ازاد دي خو هغه کتابونه چې پکښې د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم له پاکو اهلبېتو عليه السلام څخه دفاع کيږي او د هغوي فضائل پکښې بيان شوي دي منعې دي. نۀ يوازې دا ډول کتابونه بلکې د هر ډول کتاب ضروري دي چې دغه هېواد ته له داخلېدو نه مخکښې کنټرول شي او د اطلاعاتو او امنيت د وزارت لخوا تائيد شي او اجازه ورکړې شي.

په تېر( ١٤٠٤ هجري قمري )  کال کښې د مدينې هوائي ډګر ته د ننوتو په وخت راسره لس ټوکه ((مصدر الوجود)) نومې کتاب ؤ چې د خداے پاک او خالق د شتون، توحيد او وحدانيت په حقله پکښې يو لړ دلائل ورکړې شوي دي. د دې کتاب چې خپله د دغه کتاب ليکونکے يم له وړلو نه زما مقصد د دې هېواد يو کلتوري خدمت ؤ. خو له بده مرغه دغه کتاب په هوائي ډګر کښې ونيوے شو او حتي مسئول افسر د دغه کتاب له مطالعې نه پس وويل: که څه هم دا کتاب ډېرخوږ او ګټور دے خو پکار دي د اطلاعاتو او امنيت وزارت ته واستولے شي او پکار دي له هغه ځاے څخه وصول شي. نو ايا د «بَلَداً آمِناً» معنا دا ده؟!

 

((شرک)) په سعودي عرب کښې تر ټولو زيات او ترټولو ارزان سامان

د شرک تور لګول او  لويو لويو ديني عالمانو او بزرګانو ته مشرک ويل په دغه هېواد کښې يوه عامه او معمولي چاره ده.دغلته انسان د امربالمعروف له آمرانو سره په مخامخېدنه کښې له نور هر ډول الفاظو نه دا الفاظ زيات اوري د دوي په ډبو کښې له شرک او د شرک د تور له لګولو نه بغېر بل يو څيز د خرڅولو لپاره نشته.

د دې سريزې د ليکلو په وخت د يو پاکستاني ليکوال ((الشيعه والتشيع)) نومې يو کتاب مې لاسته راغے چې په سعودي عرب کښې چاپ شوے دے. د دغه کتاب په شلم مخ باندې د ارواښاد استاد شېخ محمد حسېن مظفري څو جملې نقل کړې شوې دي او د هغو معنا او تفسير  يې د خپلې خوښې مطابق کړے دے. دلته هغه دواړه عبارتونه راوړوو چې څرګنده شي چې وهابي ليکولان څه ډول په ډېر سپين سترګي توب سره خلق (( شرک ته په بلنه )) باندې تورنوي.

ارواښاد مظفري ليکي: ((تشيع له هغې وړومبنۍ ورځې څخه چې د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم خلق د يو خداے او خپل رسالت په لور دعوت کړل شروع شو.)) بيا ليکي: ((له ابوالحسن (علي عليه السلام) څخه پېروۍ ته بلنه د خداے پاک د توحيد او د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم رسالت ته له بلنې سره څنګ په څنګ مخ په وړاندې روانه وه.))

دغه پاکستاني ليکوال د ښاغلي مظفري په وېنا باندې په نيوکې سره ليکي: ((د مظفري د وينا مطابق پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم به علي (رض) په خپل نبوت او رسالت کښې شريک ګرځوۀ.))

که دغه ليکوال د خپلو نفساني خواهشاتو غلام نۀ وې او ځان يې په وهابيانو نۀ وې خرڅ کړے او که د شيعه مسلمانانو د عقائدو له الف با نه خبر وې نو د اسلامي  دنيا په يوداسې لوے عالم او ليکوال باندې به يې داسې نيوکه نۀ کوله.

که داسې دعوت شرک ته دعوت  يا په رسالت کښې شريک ګرځول وي نو له هر څه مخکښې قران مجيد دا کار کړے دے. ځکه چې قران مجيد له خداے پاک او رسول اکرم صلی الله عليه و آله وسلم څخه اطاعت ته له بلنې نه علاوه له «اولِی الاَمْر» څخه اطاعت ته هم خلق دعوت کړي دي او فرمائي:«أطيعُوا اللهَ وَأطيعُوا الرَّسُولَ وَأولي الأَمْرِ مِنْکُم» [7]

د دغه ليکوال په عقيده د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم توحيد ته د دعوت په ځاے خلق شرک او دوه والي ته رابللي دي. ځکه چې «اولی الامر» يې د خداے د اطاعت تر څنګه راوستے دے اوس که د اولی الامر هر ډول تفسير وکړو نو حضرت  علي عليه السلام يې واضحه مصداق دے.

مونږ ټول په دې ښۀ پوهېږو چې په کومه ورځ د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د خپلو خپلوانو په دعوت کولو باندې وګمارلے شو او د «وأنذر عشيرتک الأقربين» مبارک ايت نازل شو نو هغوي خپلو خپلوانو ته بلنه ورکړه او په هغه غونډه (يوم الدار) کښې يې خپل نبوت اعلان کړ نو بيا يې زياته کړه: «فَأَيُّکم يُوازِرُني عَلي هَذا الأمْرِ عَلي أنْ يَکُونَ أخي وَوَصِيّي وَخَلِيفَتي فِيکُمْ» يعنې ((په تاسو کښې کوم يو به له ما سره په دې کار کښې مرسته وکړي چې په تاسو کښې زما ورور، وصي، ځاے ناستے او خليفه وګرځي؟))

هغه وخت بې له حضرت علي عليه السلام نه بل څوک پانۀ څېد او د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم دوه ځل د دې پوښتنې په تکرارولو او بې له علي عليه السلام نه د بل چا نه د ځواب له نۀ اورېدو نه پس وفرمايل:

«اِنَّ هذا أخي وَوَصِيّي وَخَليفَتي فِيکُمْ فَاسْمَعُوا لَهُ وَأَطِيعُوا» يعنې ((دې په تاسو کښې زما ورور، وصي، ځاے ناستے او خليفه دے، د دۀ خبره اورئ او د دۀ اطاعت کوئ))[8]

شيعه مسلمانان د دغه تاريخي حکم له مخې وائي چې په کومه ورځ د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم په دې باندې مامور شو چې خلق توحيد او خپل رسالت ته راوبلي نو دا حکم يې هم ترلاسه کړ چې د حضرت علي عليه السلام خلافت او امامت ته يې هم دعوت کړي. او ((نبوت)) ته دعوت ((امامت)) ته له دعوت سره اخښل شوے ؤ.

اوس ايا دا خبره صحيح ده چې شيعه مسلمانان په دې باندې تورن کړو چې وائي: ((د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم په دې باندې مامور ؤ چې حضرت علي عليه السلام له خپل رسالت او نبوت سره شريک اعلان کړي؟!)) د هغو کتابونو آفت چې سني او په تېره بيا وهابي ليکوالان يې د شيعه عقائدو په باره کښې ليکي دوه څيزونه دي:

١- له شيعه کتابونو څخه د بې خبرۍ دا آفت په ټولو پېړيو کښې واکمن ؤ او اوس هم دے او دليل يې هغه اموي او عباسي جهنمي قدرتونه وو چې اجازه يې نۀ ورکوله چې شيعه مسلمانان خپل عقائد د سني مسلمانانو په علمي غونډو او محفلونو کښې بيان کړي چې تشيع هم د نورو مکتبونو په شان وپېژندل شي. ځکه چې په علمي او عبادي محفلونو او غونډو کښې بې له شيعه ؤ نه هر چا د وېنا اجازه لرله ، مګر په ځينو خاصو وختونو کښې چې د دغو کتابونو د معرفي کولو لپاره کافي نۀ وو.

٢- هغه يو انقلاب چې د تسنن په ټولنو او محافلو کښې د علم د زدکرې او ښوولو له نظره رامنځته شو او د ((المواقف)) او ((شرح مقاصد)) په شان د ژورو کتابونو او پخوانيو طريقو ځاے په عقائدو او کلام کښې نورو طريقو او سطحي کتابونو ونيوۀ او دا چاره د دې سبب شوه چې په يو اسلامي هېواد کښې څوک کس پېدا نۀ شي چې په اتمه اسلامي پېړۍ کښې ليکل شويو د دغو ژورو کتابونو تدريس په غاړه واخلي.

دغه سطحي نظر کونه او غېر ژورې زدکړې دي چې د دې سبب کيږي چې د ((احسان الهي ظهير)) په شان ليکوالان ((خلافت ته دعوت)) او ((نبوت او رسالت ته دعوت)) ترمنېځ څه فرق رانولي او د((يوې فرقې او تاريخ)) په اړه يو کتاب وليکي او د سعودي د بې خرته او بې حسابه  تېلو په پېسو باندې يې چاپ او خپور کړي خو دا چې د شيعه عقيدې له الف با نه نۀ وي خبر.

 

پکار دي ژور فکر وکړو

د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم له اولاد څخه حضرت امام جعفر صادق عليه السلام فرمائي: «اَلْعالِمُ بِزَمانِهِ لاتَهْجُمُ عَلَيْهِ اللَّوابِسُ» يعنې ((د خپلې زمانې له حالاتو نه يو باخبر او آګاه کس د ناوړو پېښو د حملو هدف نۀ شي ګرځېدې.))

همدلته دا خبره ځاے نيسي چې د وخت د هغو حالاتو او ترخو او افسوسناکو پېښو په اړه لږ غور او فکر وکړو او د اسلام اصلي دښمنان وپېژنو. همدا اوس له يوې پېړۍ نه زيات وخت کيږي چې د اسلام په خلاف فکري او عقيدتي جنګ شروع شوے دے، د ختيځ او لويديځ (شرق او غرب) کېمپونه له خپلو مرستيالانو او انډيوالانو سره د اسلام په خلاف يو ځاے شوي دي اوداسې يوه هفته او مياشت به نۀ وي چې د اسلام او د هغۀ د تعليماتو (او مقدساتو) په خلاف په مختلفو عنوانونو سره يو کتاب خپور نۀ شي.(حتی په دې وروستيو وختونو کښې د خداے د ګران رسول او رحمت اللعالمين صلی الله عليه و آله وسلم په خلاف فېلمونه او کارټونونه خپرېدو ته خبره رارسېدلې ده – مترجم)

ايا په داسې حالاتو شرائطو کښې دا صحيح خبره ده چې يوازې په سعودي عرب کښې هر لږ وخت پس د شيعه مسلمانانو په خلاف يو کتاب وليکل شي چې تۀ به وائې په اسلامي دنيا کښې د تشيع له مسائلو او د شيعه عقائدو له پېژندلو او د هغوي په عقائدو باندې له نيوکو نه بغېر نور مسائل وجود نۀ لري؟

کاش چې دغو کتابونو څه منطق او استدلال هم لرلې چې بيا خېر دے څه خبره نۀ وه. نو په داسې حالاتو کښې شيعه عالمان مجبور دي چې منطقي ځواب ورکړي او يا په بل صورت کښې دغه تورونه ومني چې له بده مرغه ټول  شيعه ؤ او د هغوي عالمانو ته له کنځلو او حتی د اميرالمومنين حضرت علي عليه السلام په اړه له سپکاوي نه ډک دي. «الشيعه والتّشيّع» نومې کتاب چې مخکښې يې ذکر وشو د دا قماش ليکنو يوه څرګنده نمونه ده. د دې کتاب ليکوال د طبري، ابن کثير او ابن خلدون په شان تاريخي کتابونو په استناد سره شيعه مذهب د عبدالله بن سبا يهودي جوړه کړې شوې ډله ګڼي، بيا په ((فجرالاسلام)) کتاب کښې د ((احمدي مصري)) خبرې راوړي او د خپل مطلب د بشپړتيا لپاره د ((دوزي)) ، ((ملّر)) او ((لهاوزن)) په شان د يهودي او مسيحي ختيځ پېژاندو له يوې ډلې نه مرسته اخلي خو د خپلو عقائدو په حقله د شيعه علماؤ وېناوې چې د علامه صدوق (وفات ٣٨١ هجري) او علامه مفيد (وفات ٤١٣ هجري) په شان شخصيتونو لخوا ليکل شوي دي نه مني او وائي چې دا د شيعه ؤ تبليغاتي کتابونه دي او د شيعه ؤ اصلي عقائد له دغو نه بل شان دي؟ او له دې نه لا بدتر دا چې په ((بحار)) يا ((انوار نعمانيه)) کتاب کښې د يو روايت وجود شيعه ؤ د عقيدې د دليل په توګه وړاندې کوي. په داسې حال کښې چې ټول په دې پوهيږي چې د فريقېنو په احاديثو کښې ضعيف او دروغ حديثونه وجود لري او د يو روايت نقلول تل د هغۀ په مضمون باندې د اعتقاد نښه نۀ شي کېدې.

د « الشيعه والتشيّع » کتاب د ليکوال پام يو څو ټکو ته راړوم:

١- ايا تاريخ طبري د صحيح والي او مضبوطۍ له نظره تر دې درجې پورې دےچې وويلې شو چې د دغه کتاب ټول محتويات او ليکنې صحيح او په ځاے دي؟ يا دا چې د طبري او د دۀ په شان د نورو په نقل شويو ليکنو کښې فضاوت کول او د هغو اسناد او دلائل څېړنې ته ضرورت لري؟ ځکه چې د هغۀ د تاريخ او تفسير په اسنادو کښې جعلي او دروغجن کسان ډېر دي چې اوس يې د تفصيل بيانولو مجال نشته.

د نمونې په توګه دا يادونه کوو چې د « الشيعه والتشيّع » د کتاب ليکوال ليکي: چې شيعه د يمن د يو يهودي نسله عبدالله بن سبا له افکارو څخه تاثير اخېستے دے چې د طبري په عقيده په ظاهره يې اسلام راوړے ؤ او دحضرت علي (رض) په لور يې د خلقو د دعوت په پرده کښې يهودي عقائد په مسلمانانو کښې خپارۀ کړل.

 خو اوس دا کتل پکار دي چې ايا په دنيا کښې داسې يو سړے موجود هم دے که نه د افسانو او داستانونو يو جز دے؟ چې په اوس حال کښې په دې اړه بحث نۀ کوو. د ويلو وړ ده چې د طبري هغه سند چې دا مطلب يې د هغو له لارې نقل کړ دے په دا ډول دے:

«کَتَبَ اِلَيَّ «السري» ، عن «شعيب» ، عن «سيف» ، عن «عطيه» ، عن «يزيد الفقعسي» کان عبدالله بن سباء يهودياً مِنْ أهْلِ صَنْعاء. . » اوس به لږ د همدې سند په باره کښې چې متن يې ابن کثيرشامي، او ابن خلدون مغربي د طبري په شان راوړے دے غور او فکر وکړو چې ايا د دغو کسانو وېنا استناد ګڼلې شو؟

١- السري: اوس که له دۀ نه مراد ((السري بن اسماعيل کوفي)) وي يا ((السري بن عاصم)) (وفات ٢٥٨ هجري) وي نو دواړه د خپل وخت سخت دروغجن او د تاريخ او حديثو جعلسازان دي.[9]

٢- شعېب بن ابراهيم کوفي: مجهول او ګمنام دے.( يعنې يو فرضي کس دے)[10]

٣- سېف بن عمر:د ثقه کسانو له خولې د دروغو روايتونو راوي دے.[11]

٤- يزيد الفقسي: يو ګمنام او فرضي سړے دے چې د رجالو په کتابونو کښې يې ذکر شوے دے.

طبري د خپل تاريخ په ٣، ٤ او ٥ ټوکونو کښې له ١١ هجرۍ نه تر ٣٧ هجري کاله پورې (يعنې د وړومبي ، دويم او دريم  خليفه ګانو په دوران کښې) د دغو پنځو تنو له لارې ٧٠١ روايتونه نقل کړي دي او د دغه دور تاريخي نتاېج يې اپوټه ښودلي دي. د دغه دور په حقله د دغو څو تنو روايتونه د طبري د تاريخ په ٣، ٤ او ٥ ټوکونو کښې څرګند دي او د پنځم ټوک په ختمېدو سره د دوي حديثونه هم ختميږي. په دا ډول چې په نورو حوادثو کښې (بې په لسم ټوک کښې له يو حديث نه) له دغو پنځو تنو څخه هيڅ حديث نۀ دے نقل شوے. (يعنې دغه کسان بيا وروستوغېب شوي دي.)

نو ايا د (( السري )) او (( سېف بن عمر )) تاريخي معلومات يوازې د دغه دور په واقعاتو پورې منحصر وو؟ او هغه هم يوازې له مذهب سره د اړوندو واقعاتو په اړه؟

ايا له دې نه بغېر څه بل څه دي چې له دې امله چې د دغه دور واقعات د مسلمانانو د عقائدو او نظرياتو بيناد ګڼل کيږي نو د دغو حديثونو له نقلولو څخه د دوي مقصد او هدف د دغه دور د تاريخي حقائقو تحريفول او اپوټه ښودل وو؟

هر څوک چې په دغو روايتونو کښې لږ غور او فکر وکړي نو دې ته يې پام کيږي چې ټول د يو کس او يو فکر جوړ کړې شوي دي او د ټولو مضمونونه د يو مقصد او هدف په لټه کښې دي. دا ګمان نۀ کيږي چې دا مطلب به له طبري نه پټ پاتې وي. نو اوس په داسې صورت کښې څه ويل پکار دي؟ بس دا چې له خاصې مينې، بغض او غرض لټوونو نه بغېر بل څه نۀ دي.

له بده مرغه دغه جوړ کړې شوے او جعلي روايت له طبري نه پس د ((ابن عساکر))، ((کامل ابن اثير))، ((البدايه والنهايه)) او ((تاريخ ابن خلدون)) وغېره د تاريخ په کتابونو کښې خپور شوے دے چې ټولو بې له څه تحقيق نه د طبري پېروي کړې ده او دا ګمان يې کړے دے چې هر څه چې طبري نقل کړي دي همدغه حقيقت دے. په دا ډول وروستي تاريخ ليکونکي هم له دغو دروغو نه محفوظ نۀ دي پاتې شوي او يو په بل پسې يې دغه دروغونه د تاريخي روايتونو په توګه نقل  کړي دي. البته د خوش قسمتۍ ځاے هم دے چې تاريخ طبري ((مسند)) دے او د مشخصو روايتونوسند. د دروغو او بې بنياده روايتونو تشخيص په کامله توګه يوه ممکنه او کېدونکې چاره ده او لکه چې څنګه مو اشاره وکړه: هغه کسان چې د دغو روايتونو سند ورته رسيږي ارزښت او اعتبار نۀ لرونکي دي.

داسې کتاب چې مصادر او روايتونه يې داسې او راويان يې د ((السري)) په شان درغجن، جوړکړې شوي او جعلي کسان وي ايا د تحقيق په دې دور کښې څه ارزښت او مقام لري؟ او ايا دا خبره صحيح کېدې شي چې د يوې داسې لوې اسلامي طبقې کسان چې د اسلامي علومو خپروونکي، د رسالت د علومو لرونکي او له غاصب اسرائيل سره د جنګ په مېدان کښې حقيقي جهاد کوونکي دي، د داسې ليکنو او سراسر دروغو تاريخونو په استناد سره د يو يهودي او ګمنام کس لخوا د جوړې کړې شوې ډلې پېروکار کسان وبلو؟! ( نن مونږ دغه حقيقت په ايران کښې د امام خميني په مشرۍ د اسلامي انقلاب اوپه لبنان کښې د اسرائيلو په مقابل کښې د حزب الله کردار د نمونې په توګه وړاندې کولې شو. مترجم )

 

ميکياولسټي افکار

دغه بې خېره ليکوال د سوال او ځواب په جامه کښې په اشارې سره په اميرالمومنين عليه السلام باندې نيوکه او اعتراض کوي چې: ولې يې د معاويه په څنګته کولو کښې بيړه وکړه؟ او داسې نور ولې؟ ولې؟....[12]

دا نيوکه او اعتراض له يو بنياد نه بل څه نلري او هغه دا چې دا خيال کوي چې امام هم د عامو حاکمانو او واکمنانو په شان خپلو ذاتي مفاداتو ته په الهي ذمه واريو باندې ترجيح ورکوي او هدف د وسيلې توجيه کوونکے ګڼي، له دې امله داسې اعتراض د سوال په صورت کښې مطرح کوي.

که امام يو مېکياولېسټ کس ؤ نو دې خبرې ځاے لرلو چې د ليکوال په شان فکر وکړي او د خپلو يو لړ ذاتي مفادو په خاطر ظالمان او جابران د خلقو په مالونو او ځانونو باندې مسلط کړي. خو امام علي (ع) يو داسې انسان دے چې د مغيره بن شعبه په شان د يو نصيحت کوونکي کس په ځواب کښې يې وفرمايل:«وَما کُنْتُ مُتَّخِذَ الْمُضِلّينَ عَضُداً» [13]

دلته خبره رالنډوو او هيله لرو چې دا مختصر او لنډ وضاحت به تاسو د ليکوال د روحياتو، د اسلام له اصولو څخه د هغۀ د معلوماتو د اندازې او د تاريخ په نقلولو کښې د هغۀ د غرض لټونې په لور لار ښوونه کړي. او دا زېرے درکوو چې ډېر زر به د دغه کتاب (الشيعه والتشيع) غاښ ماتوونکے ځواب د سترو علماؤ په ذريعې سره ورکړے شي. (چې وروسته د دغه کتاب او دغه شان نورو کتابونو په ځواب کښې ډېر غاښ ماتوونکي کتابونه وليکلې شول. مترجم)

 

[1] - ((اِنَّ أَوّلَ بَيْت وُضِعَ للنّاسِ لَلَّذي بِبَکَّةَ مُبارَکاً وهُديً للعالمين)) (سورۀ آل عمران: 96 ايت)

[2] - «وَاِذْ يَرفَعُ ابراهيمُ القَواعِدَ مِنَ البَيْتِ وَاِسْماعِيلُ» ( سورۀ بقره:  127 ايت)

[3] - « وَأذِّنْ في النّاسِ بِالحَجِّ »(سورۀ حج : 27 ايت)

[4] - «وَاِذْ جَعلْناالبَيْتَ مَثابةً لِلنّاسِ وَأمنا» (سورۀ  بقره:  125 ايت او سورۀ قصص: 57 ايت

[5] -(سورۀ مائده: 97 ايت)

[6]  سورۀ ابراهيم : 35 ايت

[7]  سورۀ نساء ٥ ايت

 

[8]  د دې مبارک حديث  چې د محدثينو ترمېنځ په «يوم الإنذار» و «بدء الدعوه» نومې حديث باندې مشهور دے د شيعه سني د تاريخ او احاديثو په کتابونو کښې راغلي دي او طبري د خپل تاريخ په ٢ ټوک او ٦٣ مخ باندې راوړے دے.

[9]  ـ تهذيب التهذيب، 3 ټوک،46 مخ، تاريخ الخطيب، 9 ټوک،193 مخ ؛ ميزان الإعتدال، 1ټوک، 37 مخ؛ لسان الميزان ، 3 ټوک 13 مخ

[10]  ـ ميزان الإعتدال، 1ټوک، 447 مخ؛ لسان الميزان  3 ټوک 145 مخ

[11]  ـ ميزان الإعتدال، 1 ټوک، 438  مخ؛ تهذيب التهذيب، 4 ټوک، 295 مخ

[12]  ـ الشيعه والتشيع 144 مخ

[13]  ـ واقعه صفين ط مصر 58  مخ د امام عبارت داسې دے : ولم يکن الله ليراني اتّخذ المضلّين عضداً

کلیدي کلمې: