د اودس احکام

اودس

241- مسأله: په اودس کی واجب دی مخ او لاسونه پريمينځی او د سر د مخه خوا او د پښو مخ مسح کړی.

242- مسأله: د مخ اوږ دواله لوړ تر تندی (هغه ځای چی د سر وريښتان راوځی) د څنی تر آخر پريمينځی او بر ئی په هغه مقدار چی د منځنی او بته ګوته په منځ کی قرار نيسی بايد پريمينځل سی او که لږ برخه د دغه مقدار ونه پريمينځی اودس باطل دی. او د دی د پاره چی يقين وکړی دغه مقدار ټول ئی پريمينځل سويدی بايد لږ مقدار د هغه شا و خوا هم پريمينځی.

243- مسأله: که د يو څوک مخ يا لاس تر معمول حد کوچنی يا لوی وی بايد ووينی چی نور کسان خپل مخ تر کم ځای پريمينځی او هغه هم تر هغه ځای پريمينځی او که لاس او مخ ئی هر دواړه پر خلاف د معمول وی ليکن سره يو شی وی لازم نه دی د نورو په ډول وکړی بلکه په هغه لارښونه چی په تيره مسأله کی وويل سو اودس ونيسی او هم که پر تندی ئی وريښتان دی يا د سر دمخ خوائی وريښتان نه لری بايد په معمول اندازه تندی پريمينځی.

244- مسأله: که ګمان وکړی چی خيره يا بل شی په وروځو او دسترګو او ښوندو په ګوښوکی ئی دی چی نه پريږدی اوبه هغوته ورسيږی څرنګه چی ګمان ئی د خلګو په نظر په ځای وی بايد دمخه تر اودس پلټنه وکړی چی که سته ايسته کړی.

245- مسأله: که د مخ پوست د وريښتانو د منځه څه معلوم وی بايد اوبه و پوست ته ورسوی او که معلوم نه وی د وريښتانو مينځل کافی دی او د ابو رسول د هغه ولاندی لازم نه دی.

246- مسأله: که شک وکړی چی د مخ پوست د وريښتانو د منځه معلوم دی که يه؟ واجب دی احتياطاً هم وريښتان پريمينځی او هم اوبه وپوست ته ورسوی.

247- مسأله: د پزی دننه او هغه مقدار د ښوندی او سترګی چی د تړل په وخت نه ليدل کيږی پريمينځل واجب نه دی، ليکن د هغه د پاره چی يقين وکړی ټوله هغه ځايونه چی بايد پريمينځل سی پريمينځل سويدی، يو مقدار د هغو هم پريمينځی.

248- مسأله: مخ بايد بناپر احتياط واجب د لوړ څه وکښتی پريمينځی او که د کښتی څه و لوړ پريمينځی اشکال لری، او لاسونه بايد د څنګلی د ګوتو د سرو وخواته پريمينځی.

249- مسأله: لاس که لوند کړی او پر مخ او لاسو وکاږی، څرنګه چی د لاس لوندوالی دومره وی چه دلاس د کښل په واسطه لږ اوبه پر هغو جاری سی، کافی دی.

250- مسأله: د مخ د پريمينځل وروسته بايد راسته لاس او پسله هغه چپه لاس د څنګلی څه د ګوتو تر سر وپوری پريمينځی.

251- مسأله: د هغه د پاره چی يقين وکړی څنګلی کامل پريمينځل دی يو مقدار بايد لوړ تر څنګلی هم پريمينځی.

252- مسأله: څوک چی د مخ د پريمينځل د مخه خپل لاسونه تر موټ پريمينځل دی د اودس په وخت د ګوتو تر سرو پريمينځی او که تر موټ پريمينځی اودس ئی باطل کيږی.

253- مسأله: په اودس، د لاسو او مخ پريمينځل اوله پلا واجب دوهمه پلا جايز دريمه پلا او ډير تر هغه حرام دی او که په يو موټ اوبه ټول غړی پريمينځل سی او د اودس په قصد واچوی يوه پلا حسابل کيږی څه د يوه پلا قصد وکړی، يا قصد ونه کړی.

254- مسأله: پسله پريمينځل د دواړو لاسو د سر د مخه خوا د اودس په هغه لوند اوبه چی په لاس پاته دی او لازم نه دی په راسته لاس وی يا د لوړ په کښته مسح کړی.

255- مسأله: د سر د څلورو برخو څه يوه برخه چی د تندی مخامخ دی د مسح ځای دی او د دی برخی هر ځای مسح کړی کافی دی که څه هم احتياط مستحب دا دی چی په اوږ دواله د يوی ګوتی د اوږ دوالی په اندازه او په يو د تړلی درو ګوتو په اندازه مسح وکړی.

256- مسأله: لازم نه دی د سر مسح د هغه پر پوست وی د سر د مخه پر وريښتانو هم صحيح دی. ليکن هغه څوک چی د سر د مخه وريښتان ئی دومره اوږد دی چی که مثلاً ژمونځ وکړی پر يوه برخه د تندی ولويږی يا د سر ونورو ځايوته رسيږی بايد د وريښتانو بيخ مسح کړی، يا د سر پوست مسح کړی او که هغه وريښتان چی پر مخ لويږی يا د سر ونورو ځايوته رسيږی سره را ټول کړی او پر هغو مسح وکړی يا د سر د نورو ځايو پر وريښتانو باندی چی مخ ته راغلی دی مسح وکړی باطل دی.

257- مسأله: د سر د مسح وروسته هغه اوبه چی د اوداسه څه پر لاس پاته سويدی د ګوتو د سرو څه د پښو تر مخه پوری مسح وکړی.

258- مسأله: د پښی د مسح پر په هر اندازه وی کافی دی، ليکن احتياط مستحب هغه دی چی د لاس په ټول ارغوی د پښی مخ مسح کړی.

259- مسأله: بناپر احتياط واجب د پښی په مسح بايد لاس د ګوتو پر سرو کښيږدی او د پښی مخ په تدريج مسح کړی او که ټول لاس د پښی پر مخ کښيږدی او لږ وکاږی صحيح دی.

260- مسأله: د سر او پښو په مسح بايد لاس وکاږی او که لاس ونيسی سر يا پښه وکاږی اودس باطل دی، ليکن که هغه وخت چی لاس کاږی سر يا پښه لږ حرکت وکړی اشکال نلری.

261- مسأله: د مسح ځای بايد وچ وی. او که دومره لوند وی چی د لاس د ارغوی رطوبت پر هغه اثر ونه کړی باطل دی. ليکن که لوندوالی ئی دومره لږ وی چی هغه رطوبت چی پسله مسح په هغه کی ليدل کيږی ووائی فقط د لاس د ارغوی لوندوالی دی اشکال نلری.

262- مسأله: که د مسح د پاره د لاس پر ارغوی رطوبت نه وی پاته سوی نسی کولای لاس د خارج په اوبو لوند کړی، بايد د اودس د نورو غړو څه رطوبت ونيسی او په هغه مسح وکړی.

263- مسأله: که د لاس د ارغوی رطوبت د سر د مسح په اندازه وی کولای سی سر په هغه رطوبت مسح کړی او د پښو د مسح د پاره د اودس د نورو غړو څه رطوبت ونيسی.

264- مسأله: پر ځوراب او بوټ مسح کول باطل دی، ليکن د ډير سوړوالی په خاطر يا د وحشی حيوانانو او د غله د بيری او لکه د دغو ونسی کولای بوټ يا ځوراب راوباسی مسح کول پر هغو اشکال نلری او که د بوټ مخ نجس وی بايد يو پاک شی پر هغه واچوی او پر هغه شی مسح وکړی.

265- مسأله: که د پښی مخ نجس وی او ونسی کولای د مسح د پاره هغه پريمينځی بايد تيمم وکړی.

ارتماسی اودس

266- مسأله: ارتماسی اودس هغه دی چه انسان مخ او لاسونه د اودس په نيت، د پريمينځل په مراعت د لوړ څه وکښتی په اوبو ننباسی او يا هغو په اوبو ننباسی او د اودس په نيت راوباسی او که هغه وخت چی لاسونه په اوبو ننباسی د اودس نيت وکړی او تر هغه وخت پوری چی هغو د اوبو څه راباسی او د اوبو څاڅکی خلاصيږی د اودس په نيت وی اودس ئی صحيح دی.

267- مسأله: په ارتماسی اودس هم بايد مخ او لاسونه د لوړ څه وکښتی پريمينځل سی، نو که هغه وخت چی مخ او لاسونه په اوبو ننباسی د اودس قصد وکړی مخ بايد د تندی د خوا او لاسونه د څنګلی د خوا به اوبو ننباسی او که د راوتل په وخت د اوبو څه د اودس قصد وکړی، مخ د تندی د خوا او لاسونه د څنګلی د خوا بايد راوباسی.

268- مسأله: که د بعضی غړی اودس ارتماسی او بعضی غير ارتماسی وکړی اشکال نلری.

هغه دعاوی چی د اودس نيول په وخت مستحب دی:

269- مسأله: څوک چی اودس نيسی هغه وخت چی سترګی ئی وابوته لويږی مستحب دی ووائی: «بِسْمِ اللهِ وبِاللهِ وَالْحَمْدُللهِ الّذى جَعَلَ الْماءَ طَهوُراً وَلَم يَجْعَلْهُ نَجِساً» او هغه وخت چی د مخه تر اودس خپل لاسونه پريمينځی ووائی: « اللّهمَّ اجْعَلنى مِنَ التّوّابِينَ وَاجْعَلْنِى مِنَ المُتَطَهِّرينَ» او په خوله کی د اوبو ګرځول په وخت ووائی: «اَللّهُمَّ لَقِّنِىِ حُجَّتِى يَوْمَ اَلْقاكَ وَاَطْلِقْ لِسانِى بِذِكْرِكَ» او د استنشاق په وخت يعنی په پزه اوبه کول ووائی: «اَللّهُمَّ لا تُحَرِّمْ عَلَىَّ ريحَ الْجَنَّةِ وَاجْعَلْنِى مِمَّن يُشُمُّ ريحَها وَروْحَها وَطيبَها» او د مخ د پريمينځل په وخت ووائی: « اللّهُمَّ بَيِّضْ وَجْهى يَوْمَ تَسْوَدُّ فيهِ الْوُجوُهُ وَلا تُسَوِّدْ وَجْهى يَوْمَ تَبْيَضُّ فيهِ الْوُجوُهُ» او د راسته لاس د پريمينځل په وخت ووائی: «اللّهُمَّ اَعْطِنِى كِتابِى بِيَمينى وَالْخُلْدَ فِى الجنانِ بِيَسارى وَحاسِبْنى حِساباً يَسيراً» او د چپه لاس د پريمينځل په وخت ووائی: «اللّهُمَّ لا تُعْطِنِى كِتابىِ بِشمالىِ وَلا مِنْ وَراءِ ظَهْرِى وَلا تَجْعَلْها مَغْلوُلَةً اِلى عُنُقِى وَاَعوذُبِكَ مِنْ مُقَطِّعاتِ النِّيرانِ» او هغه وخت چی سر مسح کوی ووائی: «اللّهُمَّ غَشِّنِىِ بِرَحْمَتِكَ وَبَرَكاتِكَ وَعَفْوِكَ» او د پښی د مسح په وخت ووائی: «اللّهُمَّ ثَبِّتْنِى عَلَى الصِّراطِ يَوْمَ تَزِلُّ فِيْهِ الاَْقْدام وَاجْعَلْ سَعْيِى فى ما يُرْضيكَ عَنِّى يا ذَالْجَلالِ وَالاِْكْرامِ».

د اودس شرايط:

د اودس د صحيح توب شرايط ديارلس شيان دی.

 لومړی شرط: د اودس اوبه پاک وی.

دوهم شرطد اودس اوبه مطلق وی.

270- مسأله: په نجس او مضاف اوبه اودس باطل دی، که څه هم انسان د هغه نجسی او مضاف ونه پوهيږی يا هير کړی وی، او که په هغه اودس لمونځ هم کړی وی، بايد هغه لمونځ دوباره په صحيح اودس وکړی.

271- مسأله: که بيله مضاف خټی اوبه، د اودس د پاره نور اوبه نلری، که د لمونځ وخت لږ دی بايد تيمم وکړی او که وخت لری بايد صبر وکړی چی اوبه صاف سی او اودس ونيسی.

دريم شرط: د اودس اوبه مباح وی:

272- مسأله: اودس په غصبی اوبه، هغه اوبه چی معلوم نه دی خاوندئی راضی دی که يه، حرام او باطل دی. ليکن که پخوا راضی ؤ او انسان نه پوهيږی چی رضايت ئی ګرځيدلی که يه، اودس صحيح دی، او هم که د اودس اوبه د مخ اولاسو په غصبی ځای ورسيږی اودس ئی صحيح دی.

273- مسأله: اودس نيول د مدرسی (مکتب) په حوض چی انسان نه پوهيږی هغه حوض د ټولو خلګو د پاره وقف کړيدی يا د هغه مدرسی د محصلينو د پاره، که خلګ معمولاً د هغه د اوبو څه اودس ونيسی او د خلګو اودس نيول عمومی اجازه وی اشکال نه لری.

274- مسأله: څوک چی نه غواړی په يو مسجد لمونځ وکړی که ونه پوهيږی چه حوض ئی د ټولو خلګو د پاره وقف کړيدی يا د هغو کسانو د پاره چی هلته لمونځ کوی، نسی کولای دهغه د حوض څه اودس ونيسی، ليکن که معمولاً هغه کسان هم چی نه غواړی هلته لمونځ وکړی د هغه د حوض څه اودس نيسی او د خلګو اودس نيول عمومی اجازه وی، کولای سی د هغه حوض څه اودس ونيسی.

275- مسأله: د سرايو او مسافرخانو او لکه د دغو د حوض څه د هغو کسانو د پاره چی هلته هستوګنه نه کوی په داسی حال صحيح دی چی معمولاً هغه کسان هم چی په هغو ځايو هستوګنه نه لری د هغو په اوبو اودس ونيسی او د خلګو اودس نيول عمومی اجازه وی.

276- مسأله: اودس نيول په لويو ويالو که څه هم انسان ونه پوهيږی چی خاوندئی راضی دی اشکال نه لری، ليکن که خاوندئی د اودس نيول څه نهی وکړی احتياط واجب هغه دی چی د هغو په اوبو اودس ونه نيسی.

277- مسأله: که ونه پوهيږی يا هير کړی اوبه غصبی دی او په هغه اودس ونيسی، اودس صحيح دی.

څلورم شرط: د اودس د اوبو لوښی مباح وی.

پنځم شرط: د اودس د اوبو لوښی سره زر او نقری نه وی.

278- مسأله: که د اودس اوبه په غصبی لوښی کی دی او بيله هغه، نور اوبه نه لری بايد تيمم وکړی او که په هغه اوبه اودس ونيسی باطل دی او که نور مباح اوبه لری که په هغه غصبی ظرف، ارتماسی اودس ونيسی او يا په هغه ظرف، اوبه پر مخ او لاسو واچوی اودس ئی باطل دی. ليکن که د لاس په ارغوی (لپ) اوبه د هغه ظرف څه واخلی او پر مخ او لاسو واچوی اودس ئی صحيح دی. که څه هم د غصبی ظرف د تصرف په خاطر حرام فعل کړيدی، او د هغه اودس د سره زر او نقری د ظرف څه په احتياط واجب لکه د غصبی ظرف څه اودس دی.

279- مسأله: که په يو حوض چی د مثال په ډول يو خښت يا يوه ډبره ئی غصبی دی اودس ونيسی صحيح دی.

280- مسأله: که د امامانو او امام زادګانو په زيارتو چه پخوا اديره وه وياله يا حوض جوړ کړی که انسان ونه پوهيږی چی د زيارت مځکه د اديری د پاره وقف کړيدی په هغه وياله او حوض اودس نيول اشکال نه لری.

شپږم شرط: د اودس غړی د مسح کول او پريمينځل په وخت، پاک وی.

281- مسأله: که د اودس د تماميدل د مخه هغه ځای چی پريمينځلی دی او مسح کړيدی نجس سی اودس صحيح دی.

282- مسأله: که بيله د اودس غړی بل ځای د بدن نجس وی اودس صحيح دی. ليکن که مخرج د بولی او غايط نه وی تطهير کړی ښه هغه دی چی لومړی هغه تطهير کړی او وروسته اودس ونيسی.

283- مسأله: که د اودس يوه غړی نجس وی او پسله اودس شک وکړی چی د مخه تر اودس هغه ځای ئی پريمينځلی دی که يه، که د اودس په وخت د هغه ځای په پاکی او نجسی پام ئی نه وه اودس باطل دی، او که پوهيږی پام ئی وه، يا شک لری چی پام ئی وه که يه، اودس صحيح دی. او په هر حال هغه ځای چی نجس وه بايد پريمينځی.

284- مسأله: که پر مخ او لاسو پريکړه يا زخم دی چی وينی ئی نه بنديږی او اوبه د هغه د پاره تاوان نه لری، بايد د کُر يا جاری په اوبو ننباسی او يو مقدار فشار ورکړی چی وينی ودريږی، وروسته په هغه دستور چی وويل سو ارتماسی اودس ونيسی.

اوم شرط: د لمانځه او اودس د پاره کافی وخت وی.

285- مسأله: که وخت دومره لږ وی چی که اودس ونيسی ټول لمونځ يا يو مقدار د هغه پسله وخت ويل کيږی بايد تيمم وکړی. ليکن که د اودس او تيمم د پاره يو مقدار وخت لازم دی بايد اودس ونيسی.

286- مسأله: څوک چی د لمانځه په لږ وخت بايد تيمم وکړی، که اودس ونيسی اودس صحيح دی څه د لمانځه د پاره اودس ونيسی يا د بل کار دپاره .

اتم شرط: د قربت په قصد يعنی د خدای (ج) د فرمان د پر ځای کول د پاره اودس ونيسی، او که د سوړيدل د پاره يا په بل قصد اودس ونيسی باطل دی.

287- مسأله: لازم ندی د اودس نيت په ژبه ووائی يا په خپل زړه وګرځوی، ليکن په ټول اودس بايد پام ئی وی چی اودس نيسی. په ډول چی که د هغه څه پوښتنه وکړی څه کوی ووائی اودس نيسم.

نهم شرط: اودس په هغه ترتيب چی وويل سو ونيسی يعنی لومړی مخ پسله هغه راسته لاس او چپه لاس پريمينځی او وروسته سر او پښی مسح کړی او بناپر احتياط واجب راسته پښه بايد د مخه تر چپه پښه مسح کړی او که په دغه ترتيب اودس ونه نيسی باطل دی.

لسم شرط: د اودس کارونه پرله پسی وکړی.

288- مسأله: که د اودس د کارو په منځ دومره فاصله وسی چی کله غواړی يو ځای پريمينځی يا مسح کړی د هغه ځايو رطوبت چی د مخه تر هغه پريمينځلی دی يا مسح کړيدی وچ سوی وی اودس باطل دی. او که د هغه ځای رطوبت چی د مخه تر هغه ځای دی چی غواړی پريمينځی يا مسح کړی وچ سوی وی، مثلاً کله چی غواړی چپه لاس پريمينځی د راسته لاس رطوبت وچ سوی وی او مخ لوند وی، ښه هغه دی چی اودس دوباره د سره ونيسی.

289- مسأله: که د اودس کارونه پرله پسی پر ځای کړی ليکن د هوا د تودوالی په خاطر يا د بدن د ډير حرارت او لکه د دغو رطوبت وچ سی اودس ئی صحيح دی.

290- مسأله: تګ کول د اودس په منځ اشکال نلری بناپر دی که د مخ او لاسو د پريمينځل وروسته څوګام لار ولاړسی او پسله هغه سر او پښی مسح کړی اودس ئی صحيح دی.

يولسم شرط: د مخ او لاسو پريمينځل او د سر او پښو مسح کول پخپله انسان وکړی، او که بل هغه اودس ورکړی او يا مرسته وکړی اودس باطل دی.

291- مسأله: څوک چی نسی کولای اودس ونيسی بايد بل څوک په مرسته ونيسی ترڅو هغه ته اودس ورکړی او که معاش هم وغواړی که وکولای سی بايد ورکړی، ليکن بناپر احتياط واجب پخپله هغه او نائب ئی هر دواړه د اودس نيت وکړی او په خپل لاس مسح وکړی او که نسی کولای بايد نائب ئی د هغه لاس ونيسی او د مسح پر ځای تير کړی او که دغه هم ممکن نه دی بايد د هغه د لاس څه رطوبت ونيسی او په هغه رطوبت سر او پښه ئی مسح کړی او په احتياط مستحب که امکان ولری سربيره پر اودس تيمم هم وکړی.

292- مسأله: هر يو د اودس کارونه چی کولای سی په يواځنی توګه وکړی نبايد په هغه کی مرسته وغواړی.

دولسم شرط: د اوبو استعمال د هغه د پاره مانع ونه لری.

293- مسأله: څوک چی بيريږی که اودس ونيسی ناروغه سی يا که اوبه په اودس مصرف کړی تږی پاته سی که اودس ونيسی اودس ئی بناپر احتياط واجب باطل دی ليکن که ونه پوهيږی چی اوبه د هغه د پاره تاوان لری او اودس ونيسی او وروسته وپوهيږی چی تاوان درلود، اودس ئی صحيح دی، که څه هم احتياط مستحب هغه دی چی په هغه اودس لمونځ ونه کړی او تيمم وکړی او څرنګه چه په هغه اودس لمونځ کړيدی احتياط مستحب هغه دی چی دوباره هغه پر ځای کړی.

294- مسأله: که د اوبو رسول ومخ او لاسوته په لږ مقدار چی اودس په هغه صحيح دی تاوان نه لری او ډير تر هغه تاوان لری بايد په هغه مقدار اودس ونيسی.

ديرلسم شرط: د اودس په غړی د اوبو د رسيدل مانع نه وی.

295- مسأله: که پوهيږی يو شی د اودس پر غړی مښتی دی ليکن شک لری چی د اوبو د رسيدل مخ نيوی کوی که يه، بايد هغه ايسته کړی يا اوبه د هغه ولاندی ته ورسوی.

296- مسأله: که د نوک لاندی خيرن وی اودس اشکال نه لری، ليکن که نوک ونيسی بايد د اودس د پاره هغه خيره ايسته کړی او هم که نوک ډير تر معمول لوړ وی او د هغه د لاندی خيره  ظاهر شی وشميرل سی بايد د هغه مقدار لاندی خيره چی تر معمول لوړ دی ايسته کړی.

297- مسأله: که پر مخ او لاسو او پر سر او پښو د سوځيدل يا بل شی په واسطه لوړ توب پيدا سی پريمينځل او مسح پر مخ ئی کافی دی او که سوری سی د اوبو رسول د پوست لاندی لازم نه دی، بلکه که د پوست يوه برخه پری سی لازم نه دی اوبه د هغه برخی ولاندی چی پری سوی نه دی رسوی، ليکن که هغه پوست چی پری سوی نه دی کله په بدن مښلی او کله لوړيږی بايد هغه قطع کړی يا اوبه د هغه ولاندی او هم مخ ئی ورسوی.

298-  مسأله: که انسان شک وکړی چی د هغه د اودس په غړی يو شی مښتی دی که يه، که احتمال ئی د خلګو په نظر په ځای وی، لکه داچه پسله ګل کاری شک وکړی ګل د هغه په لاس مښتی دی که يه، بايد پلټنه وکړی يا دومره لاس پر تير کړی ترڅو اطمينان پيدا کړی چی که وه ايسته سويدی يا اوبه د هغه ولاندی ته رسيدلی دی.

299- مسأله: هغه ځای چی بايد پريمينځی او مسح کړی هر څو مره خيرن وی که خيره ئی د اوبو د رسيدل مانع په بدن نه وی اشکال نلری.او همدا ډول دی که پسله ګچ کاری او لکه د هغه سپين شی چی د اوبو د رسيدل مخ نيوی و پوست ته نه کوی پر لاس پاته سی، ليکن که شک وکړی چی که هغو وی اوبه په بدن رسيږی که يه، بايد هغو ايسته کړی.

300- مسأله: که د مخه تر اودس وپوهيږی چی اودس پر بعضو غړو د اوبو د رسيدل مانع سته او پسله اودس شک وکړی چی د اودس په وخت اوبه وهغه ځای ته رسيدلی دی که يه، که احتمال ور کړی د اودس په وخت پام ئی وه، اودس ئی صحيح دی.

301- مسأله: که د اودس پر بعضو غړو مانع وی چی کله اوبه په خپله د هغه ولاندی رسيږی او کله نه رسيږی او انسان پسله اودس شک وکړی چی اوبه د هغه ولاندی رسيدلی دی که يه، که وپوهيږی د اودس په وخت د اوبو د رسيدل د هغه ولاندی پام ئی نه ؤ بايد دوباره اودس ونيسی.

302- مسأله: که پسله اودس هغه شی چی د اوبو د رسيدل مانع دی د اودس پر غړی ووينی او ونه پوهيږی د اودس په وخت وه يا وروسته پيدا سويدی اودس ئی صحيح دی، ليکن که وپوهيږی چی د اودس په وخت په هغه مانع پام ئی نه ؤ، بايد دوباره اودس ونيسی.

303- مسأله: که پسله اودس شک وکړی هغه شی چی د اوبو د رسيدل مانع دی د اودس پر غړی وه که يه، او د عقل په نظر احتمال ئی په ځای وی که د پام او توجه احتمال د اودس په حال ورکړی اودس ئی صحيح دی.

د اودس احکام:

304- مسأله: څوک چی د اودس په کارو او شرايط د هغه لکه د اوبو په پاکی او نه غصبی والی د هغه ډير شک کوی بايد په خپل شک اعتنا ونه کړی.

305- مسأله: که شک وکړی چی اودس ئی باطل سويدی که يه، بنا ايږدی چی اودس ئی باقی پاته دی، ليکن که پسله بولی استبراء نه دی کړی او اودس نيولی وی او پسله اودس رطوبت د هغه څه راووځی چی ونه پوهيږی بولی دی يا بل شی، اودس ئی باطل دی.

306- مسأله: څوک چی شک لری اودس نيولی دی که يه، بايد اودس ونيسی.

307- مسأله: څوک چی پوهيږی اودس نيولی دی او يو حدث عمل هم کړيدی، د مثال په ډول بولی کړيدی که ونه پوهيږی کم يو د مخه وه، که د مخه تر لمانځه دی بايد اودس ونيسی، او که د لمانځه په منځ کی دی بايد لمونځ مات کړی او اودس ونيسی اوکه پسله لمانځه وی بايد اودس ونيسی او هغه لمونځ چی کړيدی دوباره وکړی.

308- مسأله: که پسله لمانځه شک وکړی چی اودس نيولی دی که يه، که لمانځه د پيل په وخت د پام احتمال ورکړی لمونځ ئی صحيح دی.

309- مسأله: که د لمانځه په منځ شک وکړی چی اودس نيولی دی که يه، لمونځ ئی باطل دی او بايد اودس ونيسی او لمونځ وکړی.

310- مسأله: که پسله لمانځه شک وکړی چی د لمانځه د مخه اودس ئی باطل سويدی يا پسله لمانځه، هغه لمونځ چی په ځای کړيدی صحيح دی.

311- مسأله: انسان که يوه ناروغی لری چی بولی ئی څاڅکی څاڅکی راځی يا نسی کولای د غايط د راوتل څه مخ نيوی وکړی څرنګه چی د لمانځه د لومړی وخته څه تر آخره ئی د اودس نيول او لمونځ کول په مقدار وخت پيدا کوی بايد په هغه وخت چی فرصت کوی په ځای کړی، اوکه وخت ئی د لمانځه د واجبو کارو په مقدار دی، بايد په هغه وخت چی فرصت لری فقط د لمانځه واجب کارونه په ځای کړی، او مستحب کارونه ئی لکه آذان، اقامه او قنوت پريږدی.

312- مسأله: که د اوداسه او لمانځه په مقدار وخت نه پيدا کوی او د لمانځه په منځ څو پلا بولی د هغه څه راوځی که د هغه د پاره سختی نسته يعنی هغه سختی چی معمولا طاقت نه کيږی په هغه کی نه وی بايد د اوبو ظرف خپل څنګ ته کښيږدی او هر وخت بولی د هغه څه خارج سو بناپر احتياط واجب اودس ونيسی او پاته لمونځ وکړی. او هم که ناروغی لری چی د لمانځه په منځ څو پلا غايط د هغه څه رواځی، که د هغه د پاره سختی نسته بايد د اوبو ظرف خپل څنګ ته کښيږدی او هر وخت غايط د هغه څه خارج سو اودس ونيسی او پاته لمونځ وکړی.

313- مسأله: څوک چی غايط پرله پسی د هغه څه راوځی که وکولای سی د لمانځه يو مقدار په اودس وکړی، بايد پسله هره پلا خپل اودس تکرار کړی تر هغه وخت چی د هغه دپاره سختی وی.

314- مسأله: څوک چی بولی پرله پسی د هغه څه راوځی که د دوه لمانځه په منځ د بولی څاڅکی د هغه څه خارج نسی کولای سی په يو اودس هر دواړه لمونځ وکړی او هغه څاڅکی چی د لمانځه په منځ راوځی اشکال نلری که څه هم حق دا دی چی د احتياط مراعت وسی.

315- مسأله: څوک چی بولی يا غايط پرله پسی د هغه څه راوځی که نسی کولای هيڅ مقدار د لمانځه په اودس وکړی کولای سی څو لمونځ په يو اودس وکړی مګر داچی په خپل اختيار بولی يا غايط وکړی يا بل شی چی اودس باطلوی منځ ته راسی.

316- مسأله: که يوه ناروغی لری چی نسی کولای د باد د وتله څه مخ نيوی وکړی بايد د هغو کسانو په وظيفه عمل وکړی چی نسی کولای د غايط د راوتله څه مخ نيوی وکړی.

317- مسأله: څوک چی غايط پرله پسی د هغه څه راوځی، بايد د هر لمونځ د پاره اودس ونيسی او سمدستی په لمانځه لګيا سی، ليکن د هير سوی سجدی او تشهد او احتياط لمونځ د پر ځای کول  د پاره چی پسله لمونځ بايد وسی که هغو پسله لمونځ سمدستی په ځای کړی لازم نه دی اودس ونيسی.

318- مسأله: څوک چی بولی ئی څاڅکی څاڅکی توئيږی دلمانځه د پاره بايد د يوی کڅوڼی په وسيله چی په هغه کی پښه يا بل شی دی چی د بولی د رسيدل ونور ځايو مخ نيوی کوی ځان وساتی. او احتياط واجب دا دی چی د هر لمونځ د مخه د بولی مخرج چی نجس سويدی پريمينځی او کڅوڼه هم بناپر احتياط واجب تطهير کړی. او هم څوک چی نسی کولای د غايط د راوتله څه مخ نيوی وکړی، څرنګه چی ممکن وی د لمانځه په مقدار د غايط د رسيدل و نور ځايوته مخ نيوی وکړی. او احتياط واجب هغه دی چی که سختی نسته د هر لمونځ د پاره د غايط مخرج پريمينځی.

319- مسأله: څوک چی نسی کولای د بولی او غايط د راوتله څه مخ نيوی وکړی که ممکن وی بايد د لمانځه په مقدار د بولی او غايط د راوتله څه مخ نيوی وکړی که څه هم خرڅ ځينی وسی او بناپر احتياط واجب که ناروغی ئی معالجه کيږی ځان معالجه کړی.

320- مسأله: څوک چی نسی کولای د بولی او غايط د راوتله څه مخ نيوی وکړی، پسله هغه چی ناروغی ئی ښه سو، لازم ندی هغه لمونځونه چی د ناروغی په وخت د خپل وظيفی په  برابر کړيدی قضا کړی. ليکن که د لمانځه د وخت په منځ ناروغی ئی ښه سی، بايد هغه لمونځ چی په هغه وخت په ځای کړيدی دوباره وکړی.

هغه شيان چی د هغو د پاره بايد اودس ونيول سی:

321- مسأله: د شپږ شی د پاره اودس نيول لازم دی.

لومړی: د واجب لمونځو دپاره بيله د ميت لمونځ.

دوهم: د هيرسوی سجدی او تشهد د پاره، که د هغو او لمانځه په منځ، يو عمل د هغه څه سروهلی وی د مثال په ډول بولی کړی وی.

دريمد کعبی د خونی د واجب طواف د پاره.

څلورم: که نذر يا عهد کړيدی يا قسم خوړلی وی چی اودس ونيسی.

پنځم: که نذر کړی وی چی د خپل بدن يو ځای د قرآن په خط ورسوی.

شپږم: د قرآن د پريمينځل د پاره چی نجس سويدی يا د باندی را ايستل د مستراح (تشناب) څه او لکه هغه، په هغه حالت چی مجبور وی لاس يا د بدن بل ځای د قرآن په خط ورسوی، ليکن که معطليدل د اودس په اندازه او مقدار بی احترامی په قرآن وی بايد بيله دی چی اودس ونيسی قرآن د مستراح او لکه د هغه راوباسی يا که نجس سويدی پريمينځی او ترڅو چی ممکن دی د قرآن په خط د لاس کښيښول څه ځان وساتی.

322-  مسأله: د قرآن خط مس کول، يعنی د بدن د يو ځای رسول د قرآن په خط د هغه څوک د پاره چی اودس نلری حرام دی. ليکن که قرآن په فارسی ژبه يا په بله ژبه ترجمه کړی مس  ئی اشکال نلری.

323- مسأله: د ماشوم او ليونی مخ نيوی د قرآن په ليک مس کول واجب نه دی، ليکن که مس کول د هغو بی احترامی په قرآن وی بايد مخ نيوی وکړی.

324- مسأله: څوک چی اودس نلری، بناپر احتياط د خدای (ج) نوم په هره ژبه چی ليکل سوی وی مس نکړی.

325- مسأله: که دلمانځه د وخت د مخه په دی قصد چی په طهارت وی اودس ونيسی يا غسل وکړی صحيح دی او هم که د قربت په قصد ونيسی کافی دی.

326- مسأله: مستحب دی انسان د ميت د لمونځ، زيارت د قبرو او تلل ومسجد او د امامانو (عليهم السلام) حرم د پاره اودس ونيسی، او همدارنګه د قرآن درلودل، ويل او ليکل د هغه او هم د قرآن د کناری (حاشيی) د مس د پاره او د بيديدل د پاره اودس نيول مستحب دی. او هم مستحب دی څوک چی اودس لری دوباره اودس ونيسی، او که ددغو کارو د يو شی د پاره اودس ونيسی هر کار چی بايد په اودس وکړی کولای سی په ځای کړی مثلاً کولای سی په هغه اودس لمونځ وکړی.

هغه شيان چی اودس باطلوی:

327- مسأله: اوه شيان اودس باطلوی:

لومری: بولی.

دوهم: غايط.

دريم: دنس او کُلمی باد چی د غايط د مخرج څه راوځی.

څلورم: هغه خوب چه د هغه په واسطه سترګی ونه وينی او غوږ وانوری، ليکن که سترګی ونه وينی او غوږ واوری، اودس نه باطل کيږی.

پنځم: هغه شيان چی عقل د منځه وړی لکه ليونی توب، مستی او بيهوشی.

شيږم: د ښځو استحاضه چی وروسته ويل کيږی.

اوم: هغه کار چی د هغه د پاره بايد غسل وکړی لکه جنابت (جنوبيدل) او د دغه حکم ثبوت لکه د ميت مس بناپر احتياط دی.

د جبيری اودس احکام:

په هغه شی چی ټپ او مات ځای تړی او هغه دواوی چی د زخم پر مخ او لکه د هغه ايږدی جبيره نوميږی.

328- مسأله: که د اودس پر يو ځای زخم، ټناکی يا مات وی، که مخ ئی لوڅ دی او اوبه د هغه د پاره تاوان نلری بايد په معمول ډول اودس ونيسی.

329- مسأله: که زخم ټناکی يا مات پر مخ او لاسو دی او مخ ئی لوڅ دی او اوبه اچول تاوان لری بايد اطراف (شاوخوا) ئی پريمينځی او که لوند لاس کښل پر هغه تاوان نلری، احتياط هغه دی چی لوند لاس پر هغه وکاږی او که تاوان لری بناپر احتياط واجب پاک ټوکر پر مخ ئی واچوی او لوند لاس پر ټوکر وکاږی او که دغه مقدار هم تاوان لری يا زخم نجس دی او نه کيږی پريمينځی بايد د زخم اطراف په ډول چی په اودس وويل سو، د لوړ څه د کښتی پريمينځی او بناپر احتياط واجب په آخری فرض تيمم هم وکړی.

330- مسأله: که زخم يا تڼاکی يا مات د سر په د مخه خوا يا د پښو پر مخ دی او مخ ئی لوڅ دی که نسی کولای هغه مسح کړی بايد پاک ټوکر پر مخ ئی واچوی او د ټکر مخ د اودس د اوبو په لوندوالی چی پر لاس پاته دی مسح کړی او که د ټوکر اچول ممکن نه وی مسح لازم نه دی ليکن پسله اودس بايد تيمم هم وکړی.

331- مسأله: که د تڼاکی يا زخم يا مات ځای مخ تړلی وی، څرنګه چی خلاصول ئی ممکن دی  زحمت او سختی هم نلری او اوبه هم د هغه د پاره تاوان نلری بايد مخ ئی خلاص کړی او اودس ونيسی، څه زخم او لکه د هغه پر مخ او لاسو وی، يا د سر په د مخه خوا او د پښو پر مخ وی.

332- مسأله: که زخم يا تڼاکی يا مات ځای پر مخ يا لاسو وی او وسی مخ ئی خلاص کړی څرنګه چی د اوبو اچول پر مخ ئی تاوان لری او لوند لاس کښل تاوان نلری، واجب دی لوند لاس پر هغه وکاږی.

333- مسأله: که نه کيږی د زخم مخ خلاص کړی ليکن زخم او هغه شی چی پر مخ ئی ايښيدی پاک دی او د اوبو رسول وزخم ته ممکن دی  تاوان او سختی نلری اوبه بايد د زخم پر مخ ورسوی، او که زخم يا هغه شی چی پر مخ ئی ايښيدی نجس دی، څرنګه چی پريمينځل ئی او د اوبو رسول پر مخ بيله زحمت او سختی ممکن دی بايد هغه پريمينځی او د اودس په وخت اوبه وزخم ته ورسوی، که اوبه د زخم د پاره تاوان لری، يا داچی د اوبو رسول د زخم پر مخ ممکن نه وی يا زخم نجس دی او نسی کولای هغه پريمينځی، زخم په هغه ډول چی په اودس وويل سو پريمينځی او که جبيری پاک دی مخ ئی مسح کړی او که جبيری نجس دی يا نه کيږی مخ ئی لوند لاس وکاږی، مثلاً يوه دواده چی په لاس مښتی دی، پاک ټوکر په داسی ډول چی د جبيری برخه وشميرل سی پر مخ ئی کښيږ دی او لوند لاس پر هغه وکاږی او که دغه هم ممکن نه دی احتياط واجب هغه دی چی اودس ونيسی او تيمم هم وکړی.

334- مسأله: که جبيری ټول مخ يا ټول يو لاس نيولی وی بيا د جبيری احکام جاری او جبيرئی اودس کافی دی، ليکن که د اودس د غړی ډيره برخه نيولی وی، د جبيری احکام جاری نه دی او بايد تيمم وکړی.

335- مسأله: څوک چی د لاس پر ارغوی او ګوتو جبيری لری او د اودس په وخت لوند لاس پر هغه کښلی دی، کولای سی سر او پښه په هغه رطوبت مسح کړی او کولای سی د مړوند په نورو ځايو مسح کړی.

336- مسأله: که جبيری دپښی ټول مخ نيولی دی ليکن يو مقدار د ګوتو د خوا او يو مقدار د پښی پورته خوا لوڅ دی، بايد هغه ځايونه چی لوڅ دی د پښی مخ، او هغه ځای چی جبيری دی د جبيری مخ مسح کړی.

337- مسأله: که په مخ يا لاسو څو جبيری وی بايد د هغو منځ پريمينځی او که جبيری په سر يا د پښو پر مخ وی، که د واجب مسح په اندازه لوڅ وی هغه ځای مسح کوی او که يه بايد د هغو منځ مسح کړی او په هغه ځايو چی جبيری دی بايد د جبيری په دستور عمل وکړی.

338- مسأله: که جبيری تر معمول ډير د زخم اطراف نيولی دی او اخيستل ئی ممکن نه دی بايد د جبيری په دستور عمل وکړی او بناپر احتياط تيمم هم وکړی، او که د جبيری اخيستل ممکن دی بايد جبيری ايسته کړی، او که زخم پر مخ او لاسو دی اطراف ئی پريمينځی او که په سر او د پښو پر مخ دی اطراف ئی مسح کړی او د زخم د ځای د پاره به هغه دستور چی په زخم وويل سو عمل وکړی.

339- مسأله: که د اودس پر ځای زخم، ټپ او مات والی نسته، ليکن په بل خاطر اوبه د ټول لاس او مخ د پاره تاوان لری، بايد تيمم وکړی او بناپر احتياط واجب که د لاس او مخ د يو مقدار د پاره تاوان لری بايد اطراف ئی پريمينځی او تيمم هم وکړی.

340- مسأله: که د اودس د غړی يو ځای رګ وهلی او نسی کولای هغه پريمينځی يا اوبه د هغه د پاره تاوان لری که مخ ئی تړلی دی بايد د جبيری په دستور عمل وکړی او که خلاص دی پسله پريمينځل د اطراف ئی بناپر احتياط واجب ټوکر پر مخ ئی واچوی او لوند لاس پر هغه وکاږی.

341- مسأله: که د اودس او غسل پر ځای يو شی مښتی دی چی اخيستل ئی ممکن نه دی يا دومره سخت دی چی نه کيږی طاقت وکړی، بايد د جبيری په دستور عمل وکړی.

342- مسأله: د جبيری غسل لکه د جبيری اودس دی، ليکن بناپر احتياط واجب بايد هغه ترتيبی په ځای کړی نه ارتماسی.

343- مسأله: څوک چی د هغه وظيفه تيمم دی که د هغه د تيمم پر بعضو ځايو زخم يا تڼاکی يا مات وی بايد د جبيری اودس په دستور، جبيری تيمم وکړی.

344- مسأله: څوک چی بايد په جبيری غسل يا اودس لمونځ وکړی، که وپوهيږی چی د وخت تر آخر عذرئی د منځه نه ځی، کولای سی په اول وخت لمونځ وکړی، ليکن که اميد لری چی د وخت تر آخر عذرئی ايسته سی احتياط واجب هغه دی چی صبر وکړی او که عذرئی ايسته نسو په آخر وخت لمونځ په جبيری اودس يا غسل په ځای کړی.

345- مسأله: څوک چی نه پوهيږی بايد تيمم وکړی يا جبيری اودس ونيسی، بناپر احتياط واجب بايد هر دواړه په ځای کړی.

346- مسأله: هغه لمونځونه چی انسان په جبيری اودس کړيدی صحيح دی او پسله هغه چی عذرئی ايسته سو، د ورستيو لمونځو د پاره هم لازم نه دی اودس ونيسی، ليکن که نه پوهيدل تکليف ئی جبيری دی يا تيمم، هر دواړه کړی وی بايد د ورستيو لمونځو د پاره اودس ونيسی.

 

کلیدي کلمې: