د اهل بیتو شیعه څوک دی؟

سريزه

(د قران پاک او سنت پر چورليز، وحدت او يووالې)

 

بسم اللّه الرّحمن الرّحيم

اَلْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعالَمينِ، وَ الصَّلاةُ وَ السَّلامُ عَلى مُحَمَّد وَ آلِهِ الطّاهِرينَ وَ السَّلامُ عَلى اَصْحابِهِ الْبَرَرَةِ الْمَيامين.

مونږ ټول مسلمانان، د کورنيو مشکلاتو او اختلافاتو لامله په خپله کښې له يو بل سره په لانجو او جګړو کې اخته يوو او هم دا رنګ د اسلام دښمنانو له بهره، له داسې لارې چې مونږ پرې نۀ پوهيږو، زمونږ وحدت او يووالې په تفرقه کې او زمونږ رعب او دبدبه يې په کمزورتيا کې بدله کړې ده، دومره اختلافات يې رامينځته کړل چې له مونږ يې د دفاع کولو  طاقت هم واخست او پر مونږ مسلط او واکمن شول حال دا چې پاک الله په قران پاک کې فرمايې:

وَ أَطيعُوا اللّهَ وَ رَسُولَهُ وَ لا تَنازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَ تَذْهَبَ ريحُكُم ؛[1]

د پاک الله او د هغه د پيغمبر(ص) اطاعت وکړئ او  يو بل سره جګړې مه کوئ ګنې کمزوري به شئ او د تاسو قدرت او رعب به لاړ شي.!

هو:

وَ ما أَصابَكُمْ مِنْ مُصيبَةٍ فَبِما كَسَبَتْ أَيْديكُمْ وَ يَعْفُوا عَنْ كَثيرٍ ؛[2]

هر يو مصيبت او تکليف چې درته ورسي د تاسو د عمل پايله او نتيجه ده او الله تعالی ډير خلک بخښې هم !

نو ښه به دا وي چې نن او بلکې هره ورځ بايد (قران او سنت) ته ستانه  او بيرته وګرځو او خپل وحدت او يووالې د قران او سنت مطابق برابر کړو لکه څنګه چې پاک الله فرمايي:

فَإِنْ تَنازَعْتُمْ في شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَ الرَّسُولِ ؛[3]

که د يو څيز په هکله په خپله کښې لانجه وکړئ نو د هغه حکم په هکله خداي او د هغه رسول ته مراجعه وکړئ.

مونږ هم، په دې بحثونو کې (قران او سنت) ته مراجعه کړې ده او مونږ د اختلافي مسايلو لارښوونه او دليلونه له قران او سنت څخه اخلو څو- د خداي په فضل سره- يو ځل بيا د مسلمانانو د وحدت او اتحاد سبب وګرځي.

هيله من يم چې اسلامي پوهان او متفکران به هم، په دې ډګر کې مونږ سره همکارۍ او تعاون وکړي او خپلې ليد توګې به مونږ ته راوليږي. چې په نتيجه کې يې د مسلمانانو وحدت او يووالې زيات ټينګ شي.

سيد مرتضى عسكرى

 

اهل البيت څوک دي؟

اهل البيت هماغه  بزرګوارۍ هستۍ دي چې پاک الله په خپل قران پاک کښې د هغو په هکله فرمايي:

إِنَّما يُريدُ اللّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَ يُطَهِّرَكُمْ تَطْهيراً؛

خداے پاک غواړي چې ای د ( رسول ) اهلبيتو(ع) له تاسو دې هر قسمه پليتي لرې وساتي او تاسو داسې پاک او صاف کړي لکه څنګه چې د پاکۍ حق دے.

د دې ايت د شأن نزول په هکله له ام‏المؤمنين حضرت ام‏سلمه او له پيغمبر اکرم صلى‏الله ‏عليه ‏و‏آله اصحابو: عبدالله بن جعفر او واثلة بن الاسقع او عبدالله بن عباس او د ام‏سلمه زوی عمر او ابوسعيد خدرى او انس بن مالك او داسې له نور و روايت نقلوي چې پيغمبر اکرم(ص) د ام سلمه په کور کښې ؤ چې د خدای رحمت يې وليدل ، هغه بزرګوار حسن او حسين عليهما السلام راوغوښتل او په خپلو دوو زانګانو يې کښينول، او حضرت على عليه‏السلام او فاطمه بي بي هم ورسره کښيناستل او يمني عبا او څادر يې پر ټولو واچول او څادر لاندې پټ شول او د سوره احزاب دغه ايت 33 ايت دوي په باره کښې نازل شو.

ام‏ سلمه بهر ناسته وه له بهر يې پيغمبر اکرم ته عرض وکړ: ايا زه له ستا اهل بيتو نۀ يم؟ پيغمبر اکرم وفرمايل: تۀ هم په سمه او خير لاره يی او تۀ د پيغمبر ماندينه يی ـ يعني له اهل بيتو نۀ يی.[4]

پس د دې واضحه او روښانه وينا په مطابق د پيغمبر اکرم صلى‏الله ‏عليه ‏و‏آله، اهل البيت دا کسان دي: په خپله پيغمبر اکرم او حضرت على او بي بي فاطمه او حضرت حسن او حضرت حسين عليهم السلام.

د اهل بيتو شيعه څوک دي؟

د لغت په کتاب المعجم الوسيط کښې وايي: الشيعة: الاتباع و الانصار(شيعه : پيرو کار او  ملګرو ته وايي). د دې تعريف پر اساس په وروسته مخونو کښې ـ د خدای په فضل سره ـ د شيعه معرفي او پيژنګلو بيانو.

پروردګار عالم پر خپل اخيري پيغمبر د اسلام شريعت په دوه ډوله وحي سره نازل کړی دی لکه څنګه چې فرمايلي يې دي.

أَقِمِ الصَّلاةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلى غَسَقِ اللَّيْلِ وَ قُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كانَ مَشْهُودا؛[5]

د نمر له جاروتلو (زواله، ماسپښينه) تر د شپې د تيرې څرګنديدلو پورې [6]  لمونځ قائم کړه او (په بيله توګه) د سهار لمونځ بيشکه چې د سهار لمونځ (د شپې او د ورځې د پرښتو) د حاضريدو وخت دے.

يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيامُ كَما كُتِبَ عَلَى الَّذينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُون؛[7]

اے هغو کسانو چې ايمان مو راوړے دے په تاسو باندې روژه فرض شوې ده لکه څنګه چې تر تاسو په وړاندې کسانو فرض شوې وه ښايي چې ځان وساتئ.

په لومړي ايت کښې د قران وحي سره د ماسپښين او د سهار لمونځ د قايمولو حکم شوی دی او په دوهم ايت کښې د روژي د مياشتې د روژو نيوللو حکم شوی دی. او هر دواړو قراني حکمونو سره سره د دې دواړو ايتونو تفسير هم په پيغمبر اکرم  رانازل شوی دی او هغه دا چې:

په لومړي ايت کښې د پينځو واړو لمانځونو د رکعتونو شمير او د لمانځه ذکر او د رکوع او سجده کيفيت او د هغه ټول احکام  وحي غير قراني  په وسيله بيانيدل مونږ دې دوهم قسم وحي ته وحي بياني وايو.

او په دوهم ايت کښې هم د روژې د باطل کوونکي څيزونو او دا چې روژه کله فرض کيږي او د روژي نور احکام، وحي غيرقراني يعني وحي بياني سره بيان شوي دي پس د خاتم الانبيا په شريعت کښې اسلامي احکام داسې دوه ډوله وحي (وحي قراني او وحي بياني) سره بيان شوي دي.

لومړۍ وحي هماغه قران شريف ده هغه ټول الفاظ او ټکي رب العالمين جبرائيل په وسيله پر پيغمبراکرم نازل کړي دي او پيغمبر اکرم د قران ايتونو او سورتونو بيان، تشريح او تفسير خپلو اصحابو ته چې د هغه خوا و شا ته وو  تبليغ کول، او کومو اصحابو د ليکلو توان درلودۀ نو هغو به هر دواړه وحي، يعني متن قران او د هغه تفسير ليکل.

او هم دا راز هر څه چې پر پيغمبر اکرم وحي کيده کومو صحابه ؤ د ليکلې توان درلودل هغه به يې راغوښتل او حکم به يې ورته کول چې هر څه چې تيار وي لکه کاغذ يا د ځناور پوست او پوستکی يا تخته او .. ورباندې ليکل او بيا به يې هغه په خپل کور کښې محفوظ ساتل.

همدا رنګ له قرانه پرته هر څه چې په پيغمبراکرم وحي کيدل کوم مسلمان هم چې ورسره وې هغه ته به يې تبليغ کول ځينو اصحابو به هغه حديث ليکل او خدای تعالی په دې ډول خپل شريعت په پيغمبر نازل کړ او پيغمبر اکرم هم داسې تبليغ کول او دې عمومي تبليغ او ځيرتيا سره ليکلو سره محمدي شريعت محفوظ پاتې شو.

په دې هر څه سربيره مسلمانانو عملي شريعت د پيغمبر اکرم په کردار او  چلند کښې په سترګو ليدۀ او همدې ته مسلمانان د پيغمبر اکرم سيرت وايي. يا کله به داسې وو چې پيغمبراکرم به يو ديني عمل لکه اودس يا لمونځ  کول او يا بل څه اسلامي کار له اصحابو او يا خپلوالانو ليدل او څه نيوکه به يې پرې نۀ کوله يعني په هغه کار به راضي ؤ چې د فقهي په اصطلاح کښې دې ته تقرير پيغمبر وايي. د پيغمبر اکرم درې ډوله عمل يعني فعل (د پيغمبر عمل) او قول (د پيغمبر خبره) او تقرير(د پيغمبرلخوا د يو عمل تاييد کول) ته «د پيغمبر سنت» وايي لکه د قران په هکله نص قرآن ويلې شي.

پس پر دې اساس اسلامي شريعت مشتمل دی په خدای کتاب او د پيغمبر اکرم صلى‏الله ‏عليه‏ و‏آله  په سنت باندې او ټول مسلمانان د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله له زمانې راهسې تر اوس مهال د خدای پر کتاب او د پيغمبر اکرم  پر سنت په عمل کولو د نظر اتفاق لري.

 

د مسلمانانو اختلافي موردونه

مسلمانان په دوو موردونو کښې د عقيدې اختلاف لري:

لومړی: د ځينو ايتونو په تفسير او هغو په معناو کښې اختلاف

لومړۍ بيلګه: د دې ايت  «وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّماواتِ وَ الْأَرْض » چې د سوره بقره  255 ايت دی په معنا کښې اختلاف لري د خلفاؤ د مکتب يوه ډله دا کرسي او تخت ګڼي چې خدای پاک ورباندې ناست دی.[8] خو د اهل بيتو شيعيان، د پيغمبر اکرم د اهل بيتو امامانو د تعليماتو مطابق کرسي مطلب او مراد د خدای علم بيان کړې او  دا ټکی په عربي لغت کښې په همدې معنا هم راغلی نو د دې تفسير په مطابق د ايت معنا داسې کيږي چې «وسع علمه السموات ...» يعني د هغۀ علم پراخ دی په ټولو اسمانونو.

دوهم بيلګه: د دې ايت په تفسير کښې اختلاف موجود دی «يَوْمَ يُكْشَفُ عَنْ ساق » چې د اهل سنتو ځينې عالمانو روايت نقل کړې چې د قيامت په ورځ خدای تعالی خپله «پخې پَندۍ» مسلمانانو ته ورښايي او هغوی په دې وسيله خدای پيژني، او هغۀ پسې جنت ته روانيږي. دا ډله او ټولې خدای لپاره د داسې  جسم او مکان قايله ده خو د شيعۀ ؤ عالمان د اهل بيتو د امامانو په پيروي کښې، خدای پاک له هر ډول جسم او مکان څخه پاک او منزه بلي.

دريمه بيلګه: د پيغمبرانو او انبياؤ په عصمت کښې هم د عقيدې اختلاف لري،  ځکه چې د اهل سنتو عالمان پيغمبران او انبيا يوازې د وحي په تبليغ کښې معصوم بلي او له دې پرته يې معصوم نه ګڼي.

حال دا چې شيعه و عالمان ټول پيغمبران او رسولان او د هغو وصيان له هر ډول ګناه پاک او معصوم ګڼي.

او دا دليل راوړي چې پاک الله په سوره بقره کښې فرمايي: وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِي قَالَ لا يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ [9]

ترجمه: او ]ياد کړه[ هغه وخت چې خدای پاک ابراهيم په څو کلمو وآزمايه، نو هغۀ دغه خبرې پوره کړې، ]خداي[ وفرمايل: زۀ تا د خلکو لپاره امام ګرځوم ]ابراهيم[ وويل:"او له اولاده مې هم؟ ]امامان ګرځوې[" نو ويې فرمايل: "زما عهد]امامت او رسالت[ ظالمانو ته نه رسي.

پس خدای تعالی وويل چې زما عهده او منصب ظالمانو ته نۀ رسي او امامت او رسالت او پيغمبري د الله تعالی عهده او منصب دی او کوم کس يوه ګناه هم وکړي هغه ظالم دی او په خپل ځان يې ظلم کړې دی پس ممکنه نۀ ده چې يو کس معصوم نۀ وي او هغۀ ته د خدای عهده او مقام ورکړې شي. پس يوازې معصومو کسانو ته د خدای عهده ملاويږي.

دوهم: په سنت او د سنت په تر لاسه کولو طريقو کښې اختلاف لري.

د اهل سنتو عالمان ټول صحابيان عادل بلي او د پيغمبر اکرم سنت له هر هغه کس راخلي چې صحابي نوم لري او په دې اړه له پيغمبر اکرم روايت نقلوي چې هغه فرمايلي «أَصحابي كَالنُّجُوم، بِأَيُّهُم اقْتَدَيْتُم اهْتَدَيْتُم؛ زما اصحاب  لکه د ستورو  په  شان دي د  کوم صحابي پيروي دې هم وکړه نو سمه لاره د ومونده او هدايت شوی»

حال دا چې په صحابيانو کښې داسې کسان هم شته چې ـ نعوذ بالله په پيغمبر يې تورونه لګول او قران شريف په دې اړه فرمايي: إنّ الَّذينَ جاؤُا بِالاِفكِ عُصبةٌ مِنكم؛ يقينا تاسو کښې يوې ډلې هغه لوي تورن او تهمت ولګول ...[10]

له دې پرته په سوره توبه کښې په کلې توګه فرمايي:

وَ مِنْ أَهْلِ الْمَدينَةِ مَرَدُوا عَلَى النِّفاقِ لا تَعْلَمُهُمْ نَحْنُ نَعْلَمُهُم ؛[11]

او ستاسو په خوا و شا اعرابو (د صحرا اوسيدونکيو) کښې ځينې منافقان دي او ځينې د مدينې خلک (هم) په نفاق عادت دي، ته هغوي نه پيژنې مونږ يې ښه پيژنو.

البته پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله د منافق او مومن پيژندنې لپاره يوه ښکاره او روښانه نخښه بيان کړې وه او هغه علامت او نخښه د اميرالمؤمنين على عليه‏السلام مينه وه چې علي عليه السلام سره مينه د ايمان نخښه ده او هغه سره کينه او دښمني د نفاق نخښه ده.[12]  

همدې لامله د اهل بيتو شيعه د قران تفسير او د پيغمبر اکرم سنت له علي دښمنانو لکه معاويه او عمروعاص او د نهروان خوارجو څخه نۀ اخلي او له هغو صحابه ؤ يې راخلي چې د اهل بيتو مينه وال دي.

پيغمبر اکرم نه وروسته هم د پيغمبر حديثونه او د قران تفسير له دولسو امامانو راخلي ځکه چې دا دولس کسان هر څه چې ووايې، سند سره له پيغمبر اکرم نقلوي د دولس امامانو نومونه دا دي:

1. على ابن ابى‏طالب                                     7. موسى بن جعفر الكاظم

2. حسن بن على، سبط الرسول                     8. على بن موسى الرضا

3. حسين بن على، سبط الرسول                   9. محمد بن على الجواد

4. على بن الحسين‏السجاد                           10. على بن محمد الهادى

5. محمد بن على الباقر                               11. الحسن بن على العسكرى

6. جعفر بن محمد الصادق                           12. الحجة بن الحسن العسكرى

دا ټول د شيعۀ و دولس امامان دي چې دې نومونو سره پيژندلې شي.

د اهل بيتو شيعيان د قران کريم تفسير او د پيغمبر اکرم سنت بلکې ټول عقايداو د اسلامي شريعت احکام له دې دولس کسانو چې د پيغمبر اکرم وصيان او ځای ناستي دي، راخلي، او د دې خبرې لپاره دوه دليلونه ذکرکوي.

لومړۍ دليل: خدای او پيغمبر اکرم هغوي (اهل بيت) له پيغمبر وروسته د دې لوی امانت او دندې  اخستو لپاره ټاکلي دي او تيار کړي يې دي.

د دې لوی ذمه او دندې(د دين تبليغ) اخستو لپاره د تيارۍ او زمينه اوارونکی وسيله د پيغمبر اکرم لومړنۍ وصي حضرت  امام علي عليه السلام ؤ.

پيغمبر نه پس د تبليغ دغې دردندې دندې او ذمه واري لپاره امام علي عليه السلام د زمينې اوارولو څرنګوالی

له پيغمبر اکرم بعثته وړاندې، په مکې مکرمې کښې سخت وچکالی (قحطي) شوه. حضرت ابوطالب چې د قريشو مشر ؤ په هغو کلونو کښې د حاجيانو د ملمستيا لامله غريب او محتاج شوی ؤ. او د غټې کورنۍ خرچې پورا کول ورته ډير سخت شوی وو، پيغمبر اکرم بي بي خديجه سره د وادۀ نه پس مالي حالت ښه  شوی ؤ، او د پيغمبر اکرم ترۀ عباس هم يو سوداګر او شتمن کس ؤ، نو د حضرت ابوطالب عليه السلام د خرچې کمولو په موخه، له هغۀ يې وغوښتل چې يو يو بچې مونږ  ترې راوخلو چې مونږ يې ورله وساتو چې د هغۀ د کور خرچه او بوج کم شي، نو دا خبره حضرت ابو طالب ومنله نو عباس، د ابو طالب زوی جعفر کورته بوتلل[13] او پيغمبر اکرم د ابوطالب بل زوی يعني حضرت على عليه السلام کور ته راوستل.

حضرت على په دې اړه فرمايي.[14]:

«پيغمبر اکرم زه چې ماشوم ؤم خپل ځان سره کښينولم او زه به يې ځان سره غړباسم او خپلې سينې سره به يې ټينګولم او خپلې بسترې کښې يې زه اودۀ کولم، ما د هغۀ د بدن خوږ بوي بويول زه دومره ورکوټې ؤم چې ډوډې به يې په خپلې خلې کښې نرموله او بيا به يې ماته په خله کښې راکوله. هغۀ له ما کومه بده خبره او دروغ وانۀ وريدل او ناروا او ناوړه عمل يې ونۀ ليدل.

پيغمبر اکرم همدا چې له مور شودو منعه(له تي پرې) شول نو خدای ورته يوه لويه پرښته ورسره کړه چې شپه ورځ هغه ته د بزرګوارۍ او شرافت او نيک سيرته  لاره ښي، او په دې  کار کښې مه هم د پيغمبر اکرم پيروي کوله هغۀ به هر کال څه وخت په غار حرا کښې تيرول او زه يوازنۍ کس ؤم چې هغه به مو په دغو ورځو کښې ليدل، او بل چا به نۀ ليدل، هغه مهال اسلام يوازې په يو کور کښې و او هغه کور هم د پيغمبر او بي بي خديجه او دريم کس ورسره زه ؤم، ما د وحي نور خپلو سترګو سره ليدل، او د نبوت بوی مو هم محسوسول.

د لومړنۍ وحي د نازليدو په وخت مو څه چغې او فريادونه واوريدل او په دې اړه مو له پيغمبر اکرمه پوښتنه وکړه هغه ماته وفرمايل چې دا د شيطان چغې او فريادونه دي چې خيال کوي چې وحي نه ورسته به څوک د هغه پيروي نه کوي او دا يې د ناهيله کيدو چغې دي بيا يې وفرمايل ای علي تۀ هر هغه څه اورې چې زه يې اورم او هر هغه څه ويني چې زه يې وينم. خو فرق دا دی چې تۀ پيغمبر نه يی بلکې په رسالت کښې زما وزير او مرستندويه يی.»

کله چې حضرت على عليه‏السلام لوی شو نو شپه ورځ به يې هغۀ څه له پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله زده کول کوم څه چې له قرانه او اسلامي احکامو نازل شوي وو او کلاسونه يې دا ډول وو چې پخپله فرمايي:

«زه به هره ورځ سهار وختي پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  ته ورغلم او له دروازی شا ته به ودريدم او ويل به مو چې «السلام عليك يا نبى اللّه‏» که پيغمبر اکرم ورو غوندې ټوخې کولې نو بيا به کور ته بيرته ستنيدم ګڼي نو ننوتم به.»[15]

په دې کلاسونو کښې، هر هغه څه چې له مخکښېني کلاس وروسته نازل شوي وې نو ما ته به يې رازده کول په دې کلاسونو کښې پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله خپل تره زوی علي عليه السلام ته حکم ورکړ چې وليکه او وې فرمايل: هر څه چې درته وايم وليکه حضرت علي عليه السلام ورته وويل: اى رسول الله! تۀ دا فکر کوي چې هسې خو نه چې دا مو هير شي؟(ځکه وليکم) وې فرمايل نه له خدايه مو غوښتي چې ستا حافظه داسې قوي او طاقتوره کړي چې هيڅ کله هم څه  هير نۀ کړی دا ليکلو حکم مو ځکه درکړ چې له ځانه ورسته نورو امامانو لپاره وليکه او امام حسن ته يې اشاره وکړه او وې فرمايل  چې دا د نورو امامانو لومړنۍ کس دی او حسين په هکله يې وفرمايل چې له دوي ورسته امامان ټول د حسين له اولاده دي.[16]

د حضرت على عليه‏السلام هغه ليکل چې پيغمبر ورته  املاء ويله د يو کتاب په شکل کښې شو چې نوم يې «جامعه» وه. دا کتاب، سره د قران تفسير د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  په کور کښې و چې د ميراث په توګه د پيغمبراکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  دولسو وصيانو ته رسيدلې دی.

جامعه نومې کتاب ته د  اهل البيت عليهم‏السلاموامامانو مراجعه

امام صادق عليه‏السلام ‏فرمايي: «جامعه مونږ سره ده: د پيغمبر داسې املاء ده چې د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله له مبارکې خلې ليکلي شوي ده او امام علي عليه السلام هغه په خپل لاس ليکلي ده، حلال او حرام او هر هغه څه چې خلک ورته اړمن وي، په هغه کتاب کښې موجود دي.»[17]

يو کس له امام صادق عليه‏السلام يو پوښتنه وکړه او هغه حضرت هم ورته ځواب ورکړ هغه کس وويل: ستا په نظر که خبره داسې وي نو ستا رايه او نظريه څه ده؟ هغه حضرت ورته وفرمايل: غلې شه کوم ځواب مو چې درکړ دا د پيغمبراکرم ځواب دی.[18] خدای تعالی ټول حلال او حرام او د قران تفسير او تأويل خپل پيغمبر ته وروښايل او پيغمبر اکرم هغه ټول حضرت علي ته ورزده کړل.[19]

د اهل بيتو عليهم السلامو ټولو دولسو امامانو خپلو اصحابو او ملګرو ته د خدای حکمونه له جامعه کتابه نقلول او له هغه تفسيره چې د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله په کور کښې ؤ  حديثونه نقلول، او د امامانو اصحابو کوم څه چې له دوي زده کول هغه يې ځان سره ليکل او هماغه ليکلونه يا کتابونه د علم حديث په اصطلاح کښې «اصل» نوميږي. چې په يوې زمانې کښې د هغو شمير نږدې څلور سوه «اصل» ته رسيدۀ او څلورو کتابونو لکه اصول كافى او من لايحضره الفقيه او استبصار او تهذيب، خپل ټول حديثونه له هغه څلور سوه اصولو نقل کړي او له هغه ورسته د مکتب اهل بيت علماو هغو کتابونو ته مراجعه کوله لکه په لانديني جدول کښې روښانه دي.

په مکتب اهل بيت کښې د روايتونو سند

د پيغمبر اکرم املاء (چې حضرت علي عليه السلام ليکله)

جامعه، د امام على عليه السلام له پيغمبر اکرم ليکلي مطالب.

د اهل بيتو دولسو امامانو روايتونه

د حديثونو اصول او ورکوټي کتابونه (چې څلور سوه ته رسي)

له هغو اصولو جوړ شوي کتابونه:  الفقيه،  التهذيب،  الاستبصار،    كافى

د اهل بيتو د مکتب فقهي کتابونه

دوهم دليل: هغه روايتونه دي چې له  پيغمبراکرمه د اهل بيتو په هکله رارسيدلي.

او مونږ دلته د بيلګي په توګه هغه روايتونه نقلوو چې (د مکتب خلفاؤ پيروانو) اهل سنتو په معتبر او  مشهورو کتابونو کښې راغلي دي.

 قَالَ رَسُول الله (صلّی الله عليه وَ آله): إنِّي تَارِكٌ فِيكُمُ الثَّقَلَيْنِ: كِتَابَ الله وَ عِتْرَتِي أَهْلَ بَيْتِي، مَا إنْ تَمَسَّكْتُمْ بِهِمَا لَنْ تَضِلُّوا أبَدًا، وَأنَّهُما لَنْ يَفْتَرِقَا حَتیّ يرِدَا عَلَيَّ الْحَوْضَ.[20]

رسول الله (صلّی الله عليه وَ آله) وفرمايل: زۀ تاسو ته دوه درانه او ارزښتناک څيزونه پريږدم: يو د خداے کتاب (قران) او بل زما اهلبيت، که چيرې په دې دوو مو منګولې ولګولې نو هيڅ کله به له ما وروسته بې لارې نه شئ، او دا دوه به يو له بله جدا کيږي نه تر دې چې د حوض (کوثر) په غاړه ما ته راورسيږي.

اوس هغه روايتونه بيانوو چې له پيغمبر اکرمه د لومړي امام، حضرت على بن ابى‏طالب په هکله راغلي دي.

د بعثت په دريم کال کښې کله چې  پيغمبر اكرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  د الله تعالی لخوا مامور شو چې خلکو ته د اسلام بلنه ورکړه او دا ايت « وَ أَنْذِرْ عَشيرَتَكَ الْأَقْرَبينَ؛[21] خپلوالان د له خدايه وويروه.» نازل شو، نو  پيغمبر اکرم خپل ترۀ زوی علي بن ابي طالب ته حکم وکړ چې خواړه او  طعام تيار کړي، او د عبدالمطلب اولاد يې راوغوښتل، د طعام خوړلو نه پس د پيغمبر اکرم ترۀ ابو لهب خبرې اترې شروع کړې او پيغمبر اکرم يې خبرو ته پري نښود، او دا دعوت ګډ وډ شو، پيغمبر صلى‏الله‏عليه‏و‏آله يو ځل بيا ټول طعام ته راوبلل او د خواړو نه پس يې هغوي ته د اسلام بلنه ورکړه او د اسلام په تبليغ کښې يې له هغوی مرسته وغوښته او داسې يې فرمايل:

أَيُّكُم يُوازِرُنى عَلى هذَا الاَمر فَيكُون أخي وَ وَصيّي وَ خَليفتي فيكُم مِنْ بَعدي؛

تاسو کښې څوک په دې کار کښې زما مرسته کوي چې هم زما ورور او وصي او په تاسو کښې زماخليفه وګرځي.

ټولو له دغه وړانديز مخونه واړول او هغه يې ونۀ منل خو حضرت على بن ابى‏طالب چې له ټولو ورکوټې او کم عمره ؤ د پيغمبر اکرم په ځواب کښې يې وويل: زه په دې کار کښې ستا وزير او مرستندويه يم يا رسول الله!.

په دې حال کښې پيغمبر اکرم خپل لاس د علي بن ابي طالب په سر کيښود او وې فرمايل:

إن هذا أخي وَ وَصيّي وَ خَليفتي فيكُم فَاسْمَعُوا لَه وَ أَطيعُوا؛

دا زما ورور او زما وصي او په تاسو کښې زما خليفه دی د هغه حکم واورئ او د هغه پيروي او اطاعت وکړئ.

نو ټول(د پيغمبر اکرم خپلوالان) له خپل ځايه پاڅيدل او په خنده او  سپکاوي سره يې، ابو طالب ته ،چې يو مشر او سپين ګيرې کس ؤ، وويل: چې ورارۀ (محمد) درتا حکم درکړ چې د خپل زوی حکم به منی او د هغۀ اطاعت به کوی.[22]

او دا لومړنۍ ځای ؤ چې پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله د خپل رسالت دعوت او بلنه اعلان کړه، او د مکې مکرمې په هماغه لومړنۍ دعوت کښې يې خپل وصي او خليفه وټاکل او له دې پس يې هم په ځلونو په مختلفو ځايونو کښې، علي عليه السلام خپل وصي او خليفه معرفي کړی دی او څو اصحابو په دې هکله هغۀ څه چې اوريدلي يې دي نقل کړي دي.

سلمان فارسى

سلمان فارسي نقل کوي چې پيغمبر اکرم ته مو عرض وکړ چې: هر يو پيغمبر  وصي درلودۀ ستا وصي څوک دی؟ هغه وخت يې ځواب رانۀ کړ او څه موده پس يې زه وليدم نو راته يې فرمايل:

اى سلمانه! زه زر زر هغۀ ته ورغلم او لبيک مو ورته وويل.

وې فرمايل: خبر يی چې د موسی وصىّ  څوک ؤ؟

ورته مو وويل: هو، يوشع بن نون د موسی وصي ؤ.

وې فرمايل: هغه ولې وصى ؤ؟

ومو ويل: ځکه چې د هغه علم او پوهه له ټولو زياته وه.

وې فرمايل: زما وصىّ او خليفه او هغه غوره کس، چې پس له ما به، زما ژمنې او وعدې پورا کوي او زما پور او قرض به ادا کوي، هغه على بن ابى‏طالب دی.[23]

ابوسعيد خدرى انصارى

روايت نقل کړې چې رسول اللّه‏  وفرمايل: «زما وصى او زما د رازونو ساتوونکی او هغه بهترين کس چې له ځانه وروسته يې پريږدوم چې زما وعدی او پورونه او قرضونه پورا کوي هغه على بن ابى‏طالب دی.»

انس بن مالك انصارى

روايت کړی چې: پيغمبر اکرم وضو او اودس وکړ او دوه رکعته لمونځ يې ادا کړ او وې فرمايل: هغه کس چې لومړی دې دروازې ته راننوځي هغه د متقيانو امام او د مسلمانانو سيد او اقا او مشر او خاتم الوصيّين دی.

نو لومړۍ على راغې پيغمبر اکرم وفرمايل: ای انسه! څوک راغی؟

ما ورته وويل: على.

نو پيغمبر خوشحاله شو او پاڅيد او لاس يې د علي په شا کيښود..[24]

د نبى صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله وزير

مشهور صحابى سعد وقّاص روايت کوي چې پيغمبر اکرم صلى‏الله‏ عليه‏ و‏ آله، على عليه‏السلام ته وفرمايل:

أَما تَرضى أَن تَكون مِنّي بِمَنزِلَةِ هارُون مِن مُوسى إلاّ أنَّهُ لا نُبُوَّةَ مِن بَعدي؛[25]

آيا تۀ په دې خوشحاله نۀ يی چې ستا نسبت ماسره داسې وي لکه چې موسی عليه  السلام سره د هارون نسبت ؤ خو يوازې يو فرق لري چې له ما روسته بل پيغمبر نيشته(او زه وروستی پيغمبر يم).

د پيغمبر اکرم دا وينا د كليم اللّه‏، موسى بن عمران عليه‏السلام دې قول ته اشاره ده چې کله يې خدای ته وفرمايل:

وَ اجْعَلْ لي وَزيراً مِنْ أَهْلي * هارُونَ أَخي  * اشْدُدْ بِهِ أَزْري *وَ أَشْرِكْهُ في أَمْري؛[26]

زما له اهل بيتو يو کس هارون، زما وزير او مرستيال وګرځوه او هغۀ سره زما ملاتړ وکړه او د رسالت په چارو کښې هغه زما شريک وګرځوه.

پيغمبراکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله هم على عليه‏السلام خپل وزير وټاکل لکه چې څرنګه حضرت موسى عليه ‏السلام خپل ورور هارون وزير ؤ، پرته له نبوته،(يعني هارون وزير و او پيغمبر هم شو خو ته زما وزير يې خو پيغمبر نۀ يی) ځکه چې پيغمبر اکرم د پيغمبرانو خاتم(اخيري) دی (يعني پس له پيغمبر نور پيغمبران نيشته).

هم دې لامله پيغمبر صلى‏الله ‏عليه‏ و ‏آله سره د على عليه‏السلام مقام بالکل هماغه شان دی لکه څنګه چې موسې بن عمران سره د هارون مقام دی.

د حضرت علي السلام په هکله د پيغمبراکرم حديثونه ډير زيات دي خو دلته يوازې د غدير حديث په بيانولو بسنه کوو.

 د غدير خم حديث

په مسند احمد او سنن ابن ماجه او په صحيحينو، د حاکم په مستدرک کتابونو  او همداسې د خلفاؤ د مکتب په نورو حديثي او تفسيري سرچينو کښې راغلي دي چې پيغمبر اکرم صلى‏الله ‏عليه‏ و ‏آله کله له حجة الوداع راستانيدۀ او د غدير خم مقام ته ورسيد نو دا ايت ورباندې نازل شو:

يا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ ما أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ وَ إِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَما بَلَّغْتَ رِسالَتَهُ وَ اللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النّاس.[27]

اے پيغمبره! هغه څه چې په تا باندې د خپل رب لخوا نازل شوي دي ورسوه او که ودې نه رَسَوَل نو داسې دا لکه چې (رسالت د نۀ وي پورا کړې) هغه پيغام دې نه دے رسولے او خدای تا د خلکو له (فتنې او شره) ساتي بيشکه خدای د کافرانو ټولي ته سمه لار نه ښيي.

او په وحي بياني سره يې د «ما أُنْزِل إلَيْكَ ـ مراد ـ في عَلىّ ـ » يعني حضرت  علي عليه السلام يې بيان کړ، چې د علي ولايت ورسوه.

نو پيغمبر اکرم صلى‏الله ‏عليه ‏و ‏آله په هغې صحرا او دښتې کښې له اوښ کوز شو او وې فرمايل چې کوم حاجيان مخکښې تللي دي هغوی راستانۀ کړئ او کوم روسته پاتې دي هغو ته صبر وکړئ چې روارسيږي کله چې ټول راغونډ شول نو  ماسپښين د لمانځه نه پس د اوښانو له سامانه يې يو منبر جوړ کړ او په هغه وختل او داسې خطبه يې ورکړه:

« زۀ تاسو ته دوه درانه او ارزښتناک څيزونه پريږدم: يو د خداے کتاب (قران) او بل زما اهلبيت، که چيرې په دې دوو مو منګولې ولګولی نو هيڅ کله به له ما وروسته بې لارې نه شئ، او دا دوه به يو له بله جدا کيږي نه تر دې چې د حوض (کوثر) په غاړه ما ته راورسيږي، له هغو دوو وړاندې لاړ نشئ ګني هلاک به شئ او له هغو دوو ورسته هم پاتې نۀ  شئ چې بيا به هم هلاک او ګمراه شئ او پر هغو څه مۀ زده کوئ ځکه چې د هغوي علم او پوهه له تاسو ډيره زياته ده.»

بيا يې وفرمايل:  «آيا خبر يئ چې زه د مومنانو پر نفسونو او مالونو له هغو زيات حق او لومړيتوب لرم؟ »

خلکو په اوچت غږ سره وويل: هو، يا رسول اللّه‏!

نو په دې وخت کښې پيغمبر صلى‏الله‏عليه‏ و‏آله، على عليه‏السلام منبر ته وخيژؤ او د هغۀ لاس يې ونيول او د هغه لاس يې اوچت کړ دومره يې د علي لاس اوچت کړ چې د دواړو بغل لاندې ځايونه راښکاره شول نو بيا يې وفرمايل: "الله ولي و انا مولاکم فمَنْ کُنْتُ مَوْلاهُ فَعَلِیً مَوْلاهُ ...": «خدای تعالی زما مولا دی او زه د تاسو مولا يم او زه چې د چا مولا ؤم نو داعلي هم د هغه مولا دی.»

پس له دې يې دعا لپاره لاسونه وچت کړل او وې فرمايل: «اللّهمَّ والِ مَن والاهُ و عادِ مَن عاداه وَ انصُر مَن نَصَرَه وَ اخْذُل مَن خَذَلَه.» خدايه د علي منوونکي سره مينه ولری او د هغه دښمن سره، دښمني ولری، او څوک چې د علي مرسته کوي هغه سره تۀ مرسته وکړی او څوک چې علي پريږدوي او له علي مخ اړوي نو هغه ذليل او خوار کړی.

د پيغمبراکرم د جانشين او د ولايت په مقام ، د علي عليه‏السلام ټاکلو نه پس په پيغمبراکرم صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله،دا ايت نازل شو:

الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دينَكُمْ وَ أَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتي وَ رَضيتُ لَكُمُ الْإِسْلامَ دينا؛

نن[28] مې ستاسو دين بشپړ (کامل) کړ او خپل نعمتونه مې په تاسو تمام کړل او اسلام مې ستاسو لپاره د دين په توګه خوښ کړ.

بيا پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله خپله توره عمامه چې نوم يې «سحاب» و او خصوصي او ځانګړو دستورو کښې لکه د فتح مکې په ورځ يې په سر کيښوده، هغه يې نن د على عليه‏السلام په سر وتړله.

نو دلته وه چې د پيغمبر صحابى عمر بن الخطاب علي عليه السلام ته داسې مبارکي وويله:

بَخٍّ بخٍّ لَك يا عَلى أصبحتُ مَولاىَ وَ مَولى كُلّ مُؤمنٍ و مُؤمِنة؛

مبارک دې شه! مبارک دې شه! ای على! نن نه پس تۀ زما مولا او د ټولو مومنانو او مومناتو مولا شوی.

په بل تاريخ کښې دي چې پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله وفرمايل:

علىُّ مِنّى و أَنا مِنْ عَلىّ، لا يُؤَدّي عَنّي الاّ أَنا أو عَلى؛

على له ما دی او زه له علي يم ما له اړخه څوک تبليغ نه کوي مګر زه او علي  او بيا يې وفرمايل:

أَنا مَدينةُ العِلمِ و عَلىٌّ بابُها، فَمَن أَرادَ المَدينة فَلْيَأتِها مِنْ بابِها؛

زه د علم ښار يم او علي د هغه ښار دروازه دی څوک هم چې وغواړي د علم ښار ته راننوځي نو بايد له دروازې راننوځي.

او په خپله حضرت على عليه‏السلام ته يې وفرمايل:

أَنْتَ تُبَيّن لأُمَّتي مَا اخْتَلَفُوا فيهِ بَعدى؛

له ما روسته که زما امت په کوم څه کښې اختلاف وکړي نو تۀ به ورته هغه بيانوی (او اختلاف به ورله ختموی)

او هم دا راز پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله له ځانه پس د خپلو ځای ناستي او خليفه ګانو شمير دولس تنه معين کړې و او فرمايلي يې وو چې پس له هغو به دنيا ړنګه او غرقه شي.

کوم څه چې پيغمبر اکرم فرمايلي نو هغه په دغو دولسو کسانو اطلاق او تطبيق کيږي چې لومړۍ پکښې حضرت علي عليه السلام او د هغه يولس اولاد چې دولسم امام پکښې حضرت امام مهدى (عج) دی چې ګران پيغمبر صلى‏الله‏عليه‏و‏آله هغه په هکله هم فرمايلي دي چې:

«مهدى زمونږ له اهل بيتو دی.»

«مهدى زما له کورنۍ او د فاطمه بي بي له نماسيو څخه دی.»

«که د دنيا يوازې يوه ورځ هم باقي پاتې وي او امام مهدي ظهور او پاڅون نه وي کړې نو الله تعالی به دا ورځ دومره اوږده کړي چې زما له زوزاته يو کس چې زما نوم به لري، پاڅون وکړي(دامام مهدي نوم هم محمد دی.»

د ابن كثير په تاريخ کښې راغلي دي چې: کوم تورات چې د يهوديانو په لاس کښې ده په هغه کښې راغلي دي چې د ابراهيم عليه السلام زوی اسماعيل له نسله به دولس کسان ظهور کوي او دا چې ابن تيميه ويلي دي چې دا هماغه دولس کسان دي چې پيغمبر اکرم په خپل حديث کښې فرمايلي دي.

او ابن تيميه دا هم ويلي دي چې:

ډير هغه يهوديان چې مسلمان شوي دي، عقيده لري چې دا دولس کسان هماغه دولس کسان دي چې شيعه يې مني.

د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله د دولسو خليفه ګانو د تعيين او  تشخيص په هکله د اهل سنتو عالمانو سرګرداني او حيرانتيا

د پيغمبر اکرم د دولسو جانشينانو په هکله روايتونه او دا چې له دوي وروسته به دنيا ختميږي، دا ټول روايتونه د اهل سنتو په مختلفو کتابونو لکه صحيح بخارى او صحيح مسلم او مستدرك حاكم او فتح البارى په  شرح بخارى کښې او هم دا رنګ په سنن ابو داود او ترمذى او مسند طيالسى او مسند احمد او د اهلسنتو داسې نورو کتابونو کښې راغلي دي.

د سنن ترمذي شرح کوونکی ابن عربى وايي: مونږ کله چې د رسول خدا صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله نه روسته خليفه ګان ؤګڼل ومو ليدل چې: ابوبكر، عمر، عثمان، على، حسن او معاويه، يزيد، معاويه بن يزيد، مروان، عبدالملك مروان، وليد، سليمان، عمربن عبدالعزيز، يزيد بن عبدالملك، مروان بن محمد بن مروان، سفاح و ..دي چې اويا (کسان) جوړيږي، خو که د خليفه معنا په نظر کښې وساتو نو بيا يوازې لومړي خليفه ګان او عمر بن عبدالعزيز نو دا خو پينځه شول بيا روسته وايي چې د حديث په معنا پوهـ نۀ شوم.

هم دا ډول د مکتب خلفا نور عالمان هم د دې دولس کسانو په معين کولو کښې سرګردان او ګوته په خُله دي.

او دا حيرانتيا يې ځکه ده چې د پيغمبراکرم دولس جانشينان کوم څه چې په صحيح حديثونو کښې راغلي دي پر هغو خليفه ګانو، چې پس له پيغمبراکرمه يې تر بني العباس پورې حکومت ورکړ، صدق او اطلاق نۀ کيږي او له بلې خوا هغو دا هم نۀ قبلوي چې د پيغمبراکرم مراد هم، هماغه د اهل بيتو دولس امامان دي يعني امام علي او د هغه يولس اولاد چې شيعه د هغو پيروي کوي، نو ځکه د اهل سنتو عالمان سرګردان او حيران دي خو شيعۀ د دې شاعر د قول مصداق دي چې وايي:

فوال اناسا قولهم و حديثهم

 روى جدنا عن جبرئيل عن البارى

«پيروى وکړئ د هغه چا، چې د هغو ګفتار او حديث دا ده چې وايي زمونږ نيکۀ (رسول الله) له جبرائيل او هغۀ له پاک الله نقل کړې دي.»

هو، مونږ ټول شيعيان پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله نه پس د اهل بيت عليهم‏السلام پيروى کوو.

او په همدې وجې مونږ ته د اهل بيتو شيعه ويلې شي، او په همدې اساس زمونږ په زړونو کښې د پيغمبراکرم او د هغۀ اهل بيتو مينه موجوده ده او همدې لامله هيله من يو چې قيامت په ورځ به پيغمبراکرم او د هغۀ اهل بيتو سره محشور شو. ځکه چې پخپله پيغمبراکرم فرمايلي دي چې: «من أحبَّ حجرا حشره اللّه‏ معه» که چا کاڼي سره هم مينه وي نو خدای پاک يې په قيامت کښې هغۀ سره محشوروي.(يعني چا څه سره مينه وي خدای يې هغه سره محشوروي)

(والحمدُ للهِ رَبّ اللعالَمِينْ)

 

 

[1]. سوره انفال، ايت 46.

[2]. سوره شورى، ايت 30.

[3]. سوره نساء، ايت 59.

[4]. دا روايت د يو ايت په تفسير کښې په دې تفسرونو کښې تفسير طبرى، تفسير ابن كثير او تفسير سيوطى او په صحيح مسلم کښې د فضايل اهل البيتو باب او په لسګونو نورو سندونو کښې راغلې دی د ليکوال يو بل کتاب حديث کساء ته هم مراجعه کولې شئ.

[5]. سوره اسراء، آيت 78.

[6]  د دلوک الشمس نه مطلب د ماسپښين وخت دے يعنی د ظهر وخت او له غسق الليل مطلب نيمه شپه ده چې په دې وخت کښې څلور لمونځونه ماسپښين، ماځيګر، ماښام او ماسخښوتن ادا کيږي .

[7]. سوره بقره، آيت 183.

[8]. په تفسير طبرى او ابن كثير کښې  د ايت تفسير.

[9] . سوره بقره ايت 124.

[10]. سوره نور، آيت 11.

[11]. سوره توبه، آيت 101.

[12]. په دې اړه د پيغمبر اکرم له يولسو صحابيانو په صحيح مسلم او سنن ترمذى او ابن ماجه او نسائى او مسند احمد او د اهل سنتو په نورو کتابونو کښې هم نقل شوی دی تاسو کولای شئ چې زمونږ بل کتاب معالم المدرستين د لومړي ټوک، د مومن او منافق د پيژندلو بحث ته مراجعه وکړئ.

[13]. په  صحيحينو د حاکم مستدرک، ټوک 3،مخ 576؛ سيره ابن هشام ټوک 1، مخ 246، د مصر چاپ ،  1375.

[14]. د نهج البلاغې د قاصعه خطبې ته مراجعه وکړئ.

[15]. سنن نسائى، باب التنحنح فى الصلاة؛ سنن ابن ماجه، باب استئذان كتاب الادب؛ مسند احمد، ټوک 1، مخونه 58 او 107.

[16]. امالى شيخ طوسى، ټوک 2، مخ 56.

[17]. كافى، مخونه 142، 149 او 154.

[18]. كافى، ټوک 1، مخ 58.

[19]. بصائر الدرجات، مخ 290.

[20] . (صحيح مسلم، ۷ ټوک، ۱۲۲ مخ، سنن دارمــــي، ۲ ټوک، ۴۳۲ مخ، مسند احمد، ۳ ټوک ، ۱۴، ۱۷، ۲۶او ۵۹ مخونه، ۴ ټوک ، ۳۶۶ او ۳۷۱ مخونه، ۵ ټوک ، ۱۸۲ مخ، مستدرك حـــــــــاكــم، ۳ ټوک ، ۱۰۹، ۱۴۸ او ۵۳۳ مخونه، او نور....)

[21]. سوره شعراء، آيت 214.

[22]. دا کيسه په تاريخ طبرى، چې په يورپ کښې چاپ شوی دی، ټوک 1، مخونه 1171 ـ 1172؛ ابن اثير، ټوک 2، مخ 222؛ په تاريخ ابن عساكر د امام علي عليه السلام ژوند ليک ترجمه او د مکتب خلفاؤ داسې نورو سرچينو کښې هم راغلې په دې اړه هم زمونږ بل کتاب معالم المدرستين، ټوک 1. باب، اهتمام الرسول بالتعيين ولى الامر من بعده،

[23]. معجم كبير، طبرانى، ټوک 6، مخ 221؛ مجمع الزوائد، ټوک 9، مخ 113؛ او په دې اړه نورې سرچينې د معالم المدرستين، ټوک 1. بحث «وصى الرسول ...» ته مراجعه و کړئ.

[24]. تاريخ ابن عساكر، ټوک 2، مخ 486؛ حلية الاولياء، ټوک 1، مخ 63.

[25]. صحيح مسلم، ټوک 7، مخ 120؛ سنن ترمذى، ټوک 13، مخ 171؛ مستدرك صحيحين حاكم، ټوک 3، مخونه 108 او 109.

[26]. سوره طه، آيتونه 29 ـ 32.

[27]. سوره مائده، آيت 67.

[28] . هغه کومه ورځ وه چې دين کامل شو او کافران ناهيلې شول او خدای د مسلمانانو لپاره اسلام دين خوښ کړ، کومه خبره چې د پيغمبر(ص) د کورنۍ له امامانو رسيدلې ده او ټول ورباندې يوه خُله دي هغه دا ده چې دا د پيغمبر(ص) د آخرني حج په کال د ذوالحجې د مياشتې اتلسمه نيټه وه کله چې پيغمبر(ص)  له حجه مدينې ته واپس راتلل نو په لاره کښې په يو ځاي کښې چې د حاجيانو لارې په کښې جدا کيدلې چې غدير خم نوميږي، رسول الله(ص) علی(ع) منبر ته وخيژؤ او د علی(ع) لاس يې اوچت کړ او اعلان يې وکړ: ”مَنْ کُنْتُ مَوْلاهُ فَهذا عَلیً مَوْلاه“ د چا چې زه مولا يم د هغوي علي مولا دے.