د اهل بیتو اصحاب(۳۶)

اصبغ بن نباته (رحمة الله عليه)

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ماشومانو او زلمکيانو لپاره

ژباړه: محمدرحيم دراني

د نور لسمې روژې د سهار وخت و. دکوفی د ښار عجيبه حالت و. د اهلبيتو(ع) دښمنان ډير خوشحاله وو او د علی شيعه په غم کې ډوب وو.

ځکه چې حضرات اميرالمؤمنين علی(ع) د يو بد دښمن په لاس ډير زيات زخمی شوے و. په زهرجنه توره يې هغه حضرت داسې په وهلے ؤ چې دروغيدو يې څه تمه نه وه. د متقيانو مولی د سجدې په حالت د جمات په محراب کښې په خپلو وينو رنګ شوے و. او نو يې په بدن کښې څه طاقت نه و پاتے امام حسن او امام حسين (عليهما) بې ځنډه خپل پلار ځان سره کور ته راوسته او د هغه په خدمت اخته شول، د علی شيعه د هغه د کور مخی ته جمع شوي وو او فريادونه يې کول. هغوي ته پته وه چې دې پيښې سره څه وکړي بيا هم هغوي د حضرت علی(ع) قاتل ابن ملجم لاس تړلے امام حسن(ع) ته ورکړ چې د هغه په هکله حکم وکړي.

شيعو چې خپل مولا په داسې حال کښې ليده د يو ساعت لپاره هخم د هغه د کورله مخی نه لرې کيدل.

هغوي له امام حسنه(ع) غوښتل چې زر زر دې ابن ملجم ته سزا ورکړي. هغه حضرت له کوره راووته او خلکو ته ي داسې وويل: اے خلکو! پلار مې ماته وصيت وکړ چې زما د قاتل سزا زما تر شهادته پريږدئ که زۀ ژوندې پاتےشوم نو په خپله به د هغه په هکله فيصله کوم نو ستانه شئ په تاسو دې د خدای رحمت وي. بيا امام حسن (ع) سره د ډيرو غمونو او لمدو سترګو کورته امام علی(ع) ته راغله. په دغه وخت کښې د امام علی(ع) له ملګرو يو خوږ ملګري ور وواهه. امام حسن (ع) بيا بهر راووته نو اصبغ بن نباته يې وليد، ويې فرمايل: اےاصبغه! ايا زما خبرې او د اميرالمؤمنين پيغام دې وا نه وريدۀ اصبغ وويل: وا مې وريدې اےزما ګرانه مولی خو د هاغه حضرت له حاله خبر شوم نو غواړم چې يو ځل بيا هغه ووينم او له هغه يو حديث واورم.

اوس درنه دا غواړم چې زما لپاره اجازت وغواړه، خدای دې په تا رحـم وکړي. امام حسن مجتبیٰ (ع) بيا کور ته ننوت او لږ ساعت پس راووت او اصبغ ته يې وويل: اے اصبغه! راننوځه" اصبغ بن نباته وايي: زۀ کور ته ننوتم ومې ليدل چې د هغه حضرت په سر زيړ دستمال تړلے شوے دے او هغه به د ډير درد او د زهر د اثر له سببه خپلې پښې له ځمکې اوچتولےاو په ځمکه به يې وهلے." ماته وفرمايل: "آيا زما پيغام دې د امام حسن له زبانه وانه وريد؟" وموويل: هو! اے امير المومنينه خو ته مې په داسې حال کښې وليدے نو زړه مې غوښتل چې تا ته وګورم او ستا له خولې يو حديث واورم."

ويې فرمايل: کښينه! ځکه چې ګمان نه کوم چې له دې نه وروسته به له ما حديث واورې. پوه شه اے اصبغه! زۀ د خدای د رسول پوښتنې ته لاړم همدا رنګ لکه څنګه چې نن ته زما پوښتنې ته راغلې يې د خدای رسول ماته وفرمايل: اے ابوالحسنه! لاړ شه او خلک راجمع کړه ممبر ته وخيژه او زما له پوړې يوه پوړې ښکته ودريږه او خلکو ته ووايۀ: خبر شئ! هر څوک چې خپل مور پلار خپه کړي نو په هغه دې د خدای لعنت وي. خبر شئ هر څوک چې که خپلو مشرانو وتښتي نو په هغه دې د خدای لعنت وي

خبر شئ! چاچې خپل مزدورته د هغه مزدوري ورنه کړه نو په هغه دې د خدای لعنت وي. اے اصبغه! ما د خدای د رسول په حکم عمل وکړ او د هغه حضرت(ص) پيغام می خلکو ته ورساوه، بيا يو سړے د جمات له اخری سره راپاڅيده او ويې ويل: اےابوالحسنه! درې خبرې دې وکړې مونږ ته دې خبرو تفصيل بيان کړه.

ما ورته ځواب ورنه کړه تر دې چې دخدای رسول ته ورغلم او هغه ته مې د سړي هغه خبره وکړه اصبغ وايي: دغه وخت اميرالمومنين زما لاس ونيوه اوويې فرمايل: اے اصبغه!" لاس دې خلاص کړه" ما خپل لاس خلاص کړ خو زما د لاس يوه ګوته يې ونيوه اوويې فرمايل: د خدای رسول هم همدا رنګ زما ګونه ونيوه او بيا يې د خپلوخبرو ته وضاحت کښې وفرمايل: " هو! اے ابو الحسنه زه او ته د دې امت پلاران يو څوک چې ما خوشحال کړي په هغه د خدای رحمت وي. زۀ اوته ددې امت پلاران يو، څوک چې له مو وتښتي نو په هغه دې د خدای لعنت وي زه او ته د دې امت مزدوران يو نو څوک چې زمونږ اژر کم کړي او زمونږمزدوری رانکړي نو په هغه دې د خدای لعننت وي بيا د خدای رسول آمين وويل او ما هم آمين وويل.

اصبغ بن نباته وايی: کله چې د اميرامومنين حديث ختم شونو ناڅاپه يې له ډير درده ستزګې پټې شوی او لږ وخت غلے شو. کله چې مبارکې سترګې وغړولے ماته يې وفرمايل: اے اصبغه! تر اوسه ناست يې؟ وموويل: هو! ګرانه مولا." ويی فرمايل:" آيا بل حديث درته ووايم؟" وموويل: هو! خدای دې تا ته خير درکړي،"

بيا يې يو بل حديث د خدای له رسوله بيان کړ او له حديثونو وروسته په هماغه شپه هغه حضرت له دنيا لاړ اوشهيدشو. اصبغ بننباته د امام علی(ع) له وفادارو ملګرووچې پهخپل ټول عمر کښې يې له ولاية او امامته دفاع کړې ده داهلبيتو(ع) حديثونه يې دوست او دښمن ته بيانول او د هغوي فضيلتونه به يې بيانول.

تر اوسه پورې له هغه ګران صحايی ډير حديثونه شيعو ته پاتےدي چې دا د هغه د زړه سواندی او اهلبيتو(ع) سره دمينې علامت دے.       

پيژنګلوي:

نامه: اصبغ

د پلار نامه: نُباته

کلیدي کلمې:

اړونده منځپانګې