د اهل بیتو اصحاب(۲۳)

حُباب بن منذر انصاری (رحمة الله عليه)

د ماشومانو او زلمکيانو لپاره

مدينه په عم کښې ډوته وه او ټلو د پيغمبر(ص)په غم ژږل مسلمانانو د مهربانۍ د نمر په پريتو پسې ژړل او خپل سر او مخ يې وهل.

د پيغمبر(ص) په وفات کيدلو باندې دچا باور نه راتله دهغوي په زړونو يو لوی غم راغلے و او ډير بی قراره وو. حضرت علی(ع) چې د هغه حضرت (ص) ځای ناستې او جانشين ود پيغمبر(ص) په کفن اولامبولواخته و اوله ټولوزيات خپه او په زړه داغلے و په هغه غمجن وخت د پيغمبر(ص) ټول اهلبيت خپه وو او زړونه يې د جدايۍ په اور سوزيدلي وو.هغوي يوازې په دې فکر کښې وو چې په هغه حضرت پسې ماتم وکړي اوهغه حضرت خاورو ته وسپاري. که څه هم د خدای رسول(ص) له دنياتلے ؤ خو اسلامي ټولنه بې رهبره نه وه اوعلی(ع) بايد د مسلمانانو مشري په لاس کښې اخستې وه او هغوي يې کاميابۍ اوهدايت ته بللي وې اومسلمانانو هم بايدد حضرت علی(ع) پيروي کړے وے دغه وخت په ښار باندې يوه عجيبه چپتيا راغله کوڅے خالی شوے اوخلک په خپلو فکرونو کښې اخته شول او يوبل سره يې پټے پټے خبرې او پس پس شوروکړل.

يو له هغه کسانو چې رسولالله په غم کښې ژړيدۀ اوډير بې قرار و هغه حباب بن منذر و. هغه په کلونو کلونو د پيغمبر(ص) خدمت کړے و دهغه حضرت(ص) په غم کښې ډير غمجن و. د حباب له سترګو هيڅ څه پټ نه وو او د خلکو ټولو کړو وړو ته يې کتل. د هغه د خلکودې چپتيا او خبرواترو ته پام شو له همدې سببه د خلکود خبرود پوهيدلولپاره هغوي ته نزدے شو. د مدينې خلکوخپلوکښې عجيبه خبرې کولے: په هغه نازک وخت کښې دښار ځينې خلکو نور خلک ځان ته راټول کړل اوويل يې: اوس چې پيغمبر(ص) له دنيا تلے دے نو پکار ده د هغه دځای نستي او جانشين غم وکړ ځکه چې خلکبې رهبره اوبې خليفه ژوند نه شي کولےـ  

حباب بن منذر د ځينې خلکو د خلے ناسمې خبرې اوريدلے چې هغوي د پيغمبر(ص) د ملګرتيا دعوی هم لرله.

دغې ګمراهه ټولي خپلو بې بنياده اوبې کاره خبرو سره ورو ورو د حسد او کينې اور بل کړ او کومو کسانوچې سستې اوغلطې عقيدې لرلے هغوي د ګمراهانو په طرف شواوويې ويل:  هو! مونږ بې خليفه ژوندنه شوکولے نو هر څوک چې خليفه وټاکل شي هغه سره به بيعت کوو. بيا دښار ځينې کسان " سقيفه بنی سعاده" نومې ځای کښې راټول شول اوويې ويل: مونږ بايد په خپلو کښ يوکس د پيغمبر(ص) خليفه جوړ کړو چې ټول خلک هغه سره بيعت وکړي. بيا د خليفه جوړولو لپاره د هغوي ترمينځ ډيرې خبرې وشوے اوډير د خلے جنګونه پکښيوشول. يو کس وويل:زه د پيغمبر(ص) د جانشينۍ زيات حقداريم ځکه چې کله پيغمبر(ص) له مکې مدينې ته هجرت کاوۀ نو زه هغه سره وم بل کس وويل: نه! زۀ دخلافت له ټولوزيات حقدار يم ځکه چې زۀ د پيغمبر(ص) خپل يم... او اخر دا چې پههغه ټلي هرکس يوه خبره کوله. هغوي سره د پيغمبر(ص) د دفن کولو څه فکرنه و. وويل به يې: دا د خليفه ټاکلو لپاره له ټولوښه وخت دے ځکه چې حضرت علی(ع) د پيغمبر(ص) په کفن دفن لګيادے چې په ځان پوهيږي نو مونږ به خليفه جوړکړي يي او بيا به هغه ته هم ووايو چې دې نوي خليفه سره بيعت وکړي.

حباب بن منذر د هغوي له نقشې ښه خبر شوے و نو دا اراده يې وکړه چې د دې بې عدالتۍ په وړاندې ودريږي او دې فرقې جوړونکيو کسانو سره مخالفت وکړي.

منافقان چې حباب بن منذر د خبرو په وړاندې شرمندلي وو او د هغه د پوښتنو ځواب ورسره نه و په ډيری بد معاشۍ سره يې وويل: اے خبابه! ځان وساته اودا خبرې مه کوه ځکه چې په دې ټولي ستانه زورور کسان هم شته.

حباب وويل: زه له علی پرته بل زورور اوشريف کس نه پيژنم مشري اوبزرګي يوازې هغه سره ښايي. ولی له هغه خلافت غصب کوئ؟ آيا داميرالمومنين د حق پټولو لپاره داسې حرص کوئ؟ قسم په خداي چې بې له يو څومنافقانو دځان نه ګير چاپير نور څوک نه وينم.د پيغمبر(ص) خلافت او ځای ناستې ستاسو حق نه دے او تاسو د دې مقام وړ نه يئ.

حباب بن منذر به تل د اميرالمومنين له حقه دفاع کوله اود اسلام د ارزښتونودساتلو لپاره به هيڅ کله په ارام نه کښيناستۀ. حباب د پيغمبر(ص) له ډيروښو اصحابوڅخه و اود علی(ع) له ډيرو خالصو شيعو څخه و هغه په ډيرو جنګونو اوسختيوکښې پيغمبر(ص) سره و. هغه يو امين،تقوادار.ميړنۍ،پوه اوتقوادار شيعه و. داهلبيتو په مينه تهيې ژوند کاوه و اميرالمومنين سره يې مينه لرله.

اخر د خلافت دغاصبانو د ازار د لاسه د پغمبر(ص) د اهلبيتو(ع) په مينه کښې وفات شو.   

پيژنګلوي:

نامه: حباب

د پلار نامه: منذر

لقب: صاحبنظر

د وفات کال: تقريبا 20 هجري کال

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سرچينې:

طبري، تاريخ الامم والملوک، 3ټوک، 220مخ،

ابن اثير، الکامل، 3ټوک، 77مخ.

اړونده منځپانګې