د اهل بیتو اصحاب(۲۲)

ابو ايوب انصاری (رحمة الله عليه)

د ماشومانو او زلمکيانو لپاره

د يثرب خلک له کورونو راوتلي وو او دښار نه بهر په انتظاروو. هغوي دمحمد(ص) په دين ايمان راوړے و او زړونه يې د پيغمبر(ص) له مينې ډک وو. د يثرب مسلمانانو ته پته وه چې د هغوي پيغمبرله مکې هجرت کړےدے اوښارته نزدے دے. له همدې سببه يې د هغه راتلو ته په انتظاروو.

چا پکښې څه خبره نه کوله اوټولو ليرے ليرے ځايونو ته کتل چې د خدای رسول او د هغه ملګري وويني. ځوانان پکښې ونو ته ختلي وو او غوښتل يې چې خلکو ته د پيغمبر(ص) د راتلو خبر ورکړي. وخت ډير ورو ورو تيريدۀ ناڅاپه په ونو کښې ناست نوکس غږ وکړ: الله اکبر ... د خدای رسول(ص) زمونږ په لور راروان دے....

مسلمانان د ډير شوق د لاسه په منډه منډه د پيغمبر(ص) په لور روان شول او له هغه حضرت د ځلانده ملغلرے په څير ګير چاپير شو بيا پيغمبر(ص) ډير په امن اوسلامتيا سره يثرب ته ننوت.

په داسی حال کښې چې پيغمبر(ص) په اوښ سپور و او له مهاجرينو وړاندې روان و، د يثرب شته من اولويان بيل بيل هغه حضرت ته ورغلل او له هغه يې وغوښتل چې "اےد خدای رسوله! مونږ له دا عزت راکړه چې ته مو ملمه شې او زمونږ کور ته لاړشئ پيعمبر(ص) چې کله ديثرب د خلکو داټينګتا وليده نوهغوي ته يې وفرمايل: " زما د سورلۍ اختيار د خدای په لاس کښې دے. په کوم ځای کښې چې اوښ ودريږي نو زه به هلته پاتی کيږم." د پيغمبر(ص) مينه وال هغه پسې شاته روان وو او کتل يې چې اوښ به د يثرب د کوم کور مخې ته ودريږي. څه وخت پس د پيغمبر(ص) اوښ ديثرب له کوڅو تير شو او اخر دا چې د يو سړي چې نوم يې"ابو ايوب" ؤ د کور مخې ته ودريدۀ. ابوايوب ته يو لوی فخر نصيب شوے و نو په بيړه د پيغمبر(ص) خوا ته راغله اوپه خندا خوشحالۍ اوډيرې مينې سره يې هغوي ته هرکلې وويل.

د ابو ايوب يوه مور وه چې په دواړو سترګو ړنده وه هغه له خپل زوی پوښتنه وکړه: څه چل شوےدے؟ دا شور ويلے دے؟ ابوايوب ورته وويل: ګرانې مورې اوس د خدای رسول زمونږ کور ته راځي او په دې کور کښې به دمه کوي. د هغه مور د دې خبرې اوريدلو سره وويل: که سترګې مې روغې وې نو پيغمبر(ص) به مې ليدلے وے. کله چې پيغمبر(ص) دا خبره واوريده نوخپل مبارک لاس يې د هغې په سترګوراکښل او هم هغه وخت هغه روغه شوه. د پيغمبر(ص) د معجزے په سبب حاضر خلک نور هم خوشحاله شول او د يثرب په کوڅو کښې يې د الله اکبر غږونه وکړل.

د ابوايوب ټول شته او دولت يوه بيزه وه چې هغه يې هم د پيغمبر(ص) راتلو ته قربانی کړه او د هغه حضرت يې ډير درناوے وکړ. ايوب د خدای د يو بهترين شريفترين بنده کور به و نودپيغمبر(ص) په عزت او احترام کښې يې څه کمې رانه وسته بلکې ډير په اخلاص او صحيح طريقې سره يې د هغه حضرت خدمت وکړ.

د پيغمبر(ص) په راتللو سره د يثرب نوم بدل شو او" مدينةالنبی"ورته ونامول شو او هلته د نعمتونو اورحمتونو سيلاب راغے. دغه وخت ابو ايوب انصاری د خپل کور ور خلکو ته خلاص کړ چې د هر چا چې خوښه وي چې د خدای رسول(ص) سره يو ځای ډوډۍ وخوري نو راننه وځي. هغه ورځ د ابوايوب کور له داسې خلکو ډک و چې د پيغمبر(ص) ليدلو ته راغلي وو. د پيغمبر(ص) ډوډۍ او خوراک کښي دومره برکت و چې ټولو ملمنو وخوړه او ماړۀ شول او پيغمبر(ص) به بيا بيا ابوايوب ته دعا کوله.

ابوايوب د هغې ټولو نعمتونو شکر اوباسه چې خدای ورته ورکړي وو. هغه د مدينې دنمر کور به و. هغه نمر چې مړو زړونه ته به يې نوې ژوند او نوي اميدونه ورکول. تر دغی ورځې پورې له مسلمانانو څخه يوکس ته هم دومره اوي فخر نصيب نه و شوےـ.

ورو ورو مدينه د اسلامی نړۍ له ټولو لوی طاقت شو هغه مرکز چې له هغی به ټول اسلامی هيوادونه ساتل کيدل او د هغی رهبر ،کماندان او مشر په خپله پيغمبر(ص) و.

له کومې ورځې چې ابوايوب انصاری په پيغمبر(ص) او په اسلام ايمان راوړے و هيڅ کله يې په خپله عقيده کښې څه شک ونه کړ او تل د خدای د رسول يار او مددګار و. يوه ورځ پيغمبر(ص) هغه ته داسې دعا وکړه؛ اے ابو ايوبه! خدای دې تا له بديو وساتي وټولې څرګندې بدۍ لکه مرګ، قيد او ذلت سره بند، خواروونکي ناروغۍ لکه:جزام، برګۍ او نور او همدارنګ ټولې معنوي بدۍ لکه په ايمان کښې شک، د عقيدې خدابې او بې ديني، دې له تا ليرې وساتي. ابوايوب انصاری به تل د پيغمبر(ص) او هغه د پاکو اهلبيتو له حقه دفاع کوله. او په دې لارې کښې به له هيڅ خطرې نه ويريدۀ. هغه د وحي په مکتب کښې روځل شوے و او د عقيدې د ساتلو لپاره به يې جهادکاوۀ او په ټولو جنګونو کښې ښه په نره حاضرو او هغه مونږ د پيغمبر(ص) اودعلی(ع) له ډير ښو اصحابو څخه ګڼے شو.

د ابوايوب په نظر کښې بې ولاية ژوند څه معنی نه لرله اود انسان کاميابی او برې يې د اهلبيتو امامانو(ع) په ملګرتيا کښې ګڼله. ابوايوب انصاری د اهلبيتو په مينې ژوند وکړ او د اهلبيتو په مينه له دنيا لاړ.        

 

پيژنګلوي:

نامه: خالد

د پلار نامه: زيد

کنيت: ابو ايوب

د وفات کال: تقريبا 50 هجري کال

مزار: قسطنطنيه (استانبول)

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سرچينې:

قمي، سفينة البحار، 1ټوک، 51مخ،

اميني، الغدير، 9ټوک، 125مخ.

کلیدي کلمې:

اړونده منځپانګې