د اهل بیتو اصحاب(۲۰)

قيس بن سعد انصاري (رحمة الله عليه)

د ماشومانو او زلمکيانو لپاره

د کور په صحن کښې ګرځيدۀ اوټول په سوجونو کښې ډوب و او د يو ساعت لپاره يې هم زړه په قرار نه و نه پوهيدۀ چې څه وکړي. تل به يې ځان سره ويل: خدايه! څه وکړم؟ دغه وخت د ور د ټکيدو اواز داغے يو کس د کور ور په زور زور وهل او غږونه يې کول، ور خلاص کړه ـ زر کوه ور خلاص کړه، هغه سړے چې ډير بي قراره و د ور اواز سره نور هم يې قراقر شو او د کور ور طرف ته يې منډه کړه او وريې خلاص کړ ناڅاپه  د مروان بن حکم غصه او سخا مخ سره مخامخ شو تر څه وخته دواړو د يو بل سترګو ته کتل تر دې چې مروان په بد معاشۍ او غصې سره وويل: ايا ته کثير بن صلت يې؟ سړي ورته ځواب ورکړ: هو! زۀ په خپله يم بيا مروان وويل: د ابوسفيان زوي معاويه راته ليکلي دي چې کور درنه واخلم او تاله دې ځايه بهر وباسم. کثير چې ډير زيات ويريدلے و پوښتنه وکړه: د حکم يې ولې کړےدے ؟ مروان وويل: معاويه چې ماته کوم ليک ليکلے دے په هغې کښې يې ليکلي دي ته ډير بدکاره انسان يې، درې ورزې مهلت يې راکړے دے چې پور دې لنډ کړې که نه وې نو کور درنه اخلي.

مروان لاړ چې درې ورځی پس راشی، خو کثير له ډير غمه ليونې کيدۀ ځکه چې پور يې زيات و او چا ورسره مدد هم نه کول. څه وخت تير شو تر دې چې کثير ته د علی(ع) د ټولو زيات سخي صحايی ورياد شو نو بې ځنډه له کوره اوت او له قيس بن سعد انصاری کور ته د مرستې په نيت ورغے. کله چې قيس خپل ديني ورور وليد ويې ويل: دومره ولې خپه يې؟ کثير هم ورته خپله ټوله کيسه تيره کړه. بيا قيس بن سعد کثير ته مخ کړ اوويې ويل: په څومره دينارو به دې مشکل حل شي؟ كثير ورته وويل: ديرش زره درهم  پکښې کم دي. قيس هغه ته ديرش زره دينار ورکړل او هغه يې له غمه وژغورۀ. کثير بن صلت له قيسه په ډيری مننے سره خپل پورداري ته ورغے او خپل ټول پور يې ورته ورکړ څه وخت وروسته کثير بن صلت ټول ديرش زره دينار قيس ته واپس راوړل خو قيس په ډير نرتوب سره هغه ته وويل: څه چې مې بخښلي دي هغه بيا واپس نه اخلم.

قيس بن سعد انصاری د حضرت اميرالمومنين (ع) له وفادارو او مخلصو شيعو څخه و او له هغه لومړنيو کسانو څخه و چې د علی(ع) ولايت يې قبول کړے و او خدای ورته عزت ورکړے ؤ او د بل خليفه بيعت يې ونه کړ قيس بن سعد د حضرت اميرالمؤمنين علی(ع) او د هغه د کورنۍ له خير غوښتو کسانو څخه و او په دې لار تر مرګه پورې باقي پاتے شو. هغه له هغې کسانو نو چې د دين د دښمنانو په خلاف به يې جهاد کاوۀ. هغه بيا د حضرت علی(ع)لخوا د مصر حاکم شو. کله چې د معاويه په چل ول سره په قيس باندې د خيانت تور ولږيد او دا خبره حضرت علی(ع) ته ورسيده نو ځينې کسانو امام ته وويل: قيس له حکومته عزل کړه. امام وفرمايل: په خدای مې دې قسم وي زما په قيس باندې دا باور نه راځي. اميرالمؤمنين خپل شيعه له ټولو ښه پيژانده او د هغه مقام ته يې پام کاوۀ.

کله چې حضرت اميرالمؤمنين علی(ع) هغه د مصر حاکم جوړ کړ نو د مصر خلکو ته يې په يو ليک کښې وليکل؛

ما قيس بن سعد انصاری ستاسو امير جوړ کړ، د هغه مرسته وکړئ او د حق په جاری کولو کښې د هغه مدد وکړئ... هغه له هغې کسانو دے چې زۀ يې له مسئوليته راضي يم.

ښاغلي قيس بن سغد به هميشه د هغه حضرت(ع) له امامت او ولاية دفاغ کوله اود علی(ع) له دښمنانو يې هيڅ ويره نه لرله. يوه ورځ معاويه قيس بن سعد ته وويل: د نورو خلکو په شان ته هم علی پريږده. خو قيس د معاويه په ځواب کښې وليکل؛ اے بته د بت زويه! ايا ماته د خپل اطاعت او علی(ع) د پريښودلو بلنه راکوې؟ او ماله دې ويروې چې خلک له علی خوارۀ شول او ماته راغلل؟ قسم مې دې په هغه خدای وي چې بی له هغه بل خدای نشته! هيڅ کله به ستا خبره ونه منم ځکه چې ته علی(ع) سره جنګ کوې او تاته به سر ټيټ نه کړم ځکه چې د هغه دښمن يې هيڅ کله به د خدای دښمن د خدای په ولي او د شيطان ټولے د خدای په ټولي غوره نه کړم.

قيس بن سعد به تل په ډيرو ښائسته ټکو سره اميرالمؤمنين(ع) سره خپله مينه څرګندوله. يوه ورځ قيس علی(ع) ته داسې وويل: اے اميرالمومنينه! د ځمکې په مخ يو کس هم له تا زيات نه خوښوم ځکه چې ته زمونږ هغه روښانه او ځلانده ستورے يې چې د هغې په وسيله مونږ هدايت شو او زمونږ لپاره د پناه هغه مطمئن ځاي يې چې مونږ ورته پناه وړو او که تاله لاسه ورکړو نو ځمکه او اسمانه به په مونږ توره تياره شي. قسم په خدای که معاويه خپلو چلونو ته پريږدې نو دمصر د ځمکې په لاس راوړلو او په هغې کښې د فساد جوړولو پرته بل څه نه غواړي....

که څه هم منافقانو او مشرکانو به حضرت علی(ع) ته د قيس په هکله ډير بد رد ويل خو دې خبرو د هغوي دواړو مينه کمه نه کړه او قيس د وفاته پورې د حضرت علی بن ابی طالب له شيعو څخه و او په خپل شيعه شونے به يې فخر کاوۀ

 

پيژنګلوي:

نامه: قيس

د پلار نامه: سعد

د قبيلې نامه: خزرج

شهرت: انصاري

د شهادت کال: تقريبا 59هجري کال

مزار: د بقيع په مقبره کښې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سرچينې:

طوسي، الامالي، 716مخ،

ثقفي، الغارات، 129مخ.

کلیدي کلمې:

اړونده منځپانګې